د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د ښوونې او روزنې په تعليمي نصاب کې د کمپيوټر سايئس د زده کړې اړتيا

شمشاد شينواری
26.05.2004

کله چې موږ د افغانستان په ملي او رسمي ژبو د بهرنيو هيوادونو ځانګړې خپرونې اورو، يو ځل دوه ځلې خو خامخا د (WWW) غږ زموږ د غوږ سره تماس نيسي. خو دا چې اصلاً موږ ډبليو- ډبليو- ډبليو نه پيژنو، راغلی غږ په راغلې لار بيرته ګرځي. ځکه چې د (WWW) اړيکې له کمپيوټر سره دي او موږ د کمپيوټر زده کړه څه چې تر اوسه زموږ ډيرو وګړو د کمپيوټر څيره هم په سترګو نه ده ليدلې. ملامته ځکه نه يو چې د اوږدو کلونو وير او ناتار په افغانستان کې د علم او پوهې بنياد له منځه وړې دې. زياتره ښوونځي په اګاهانه توګه وسو ځول شول او که کوم يو پاتېو، هغه هم په خپل منځي جګړو کې په کنډوالو بدل شول. د اوږدې جګړې د کلونو په بهير کې د تعليمي نصاب هم هخمدا حال و. هرې تعليمي موسسې، تنظيم او يا هم د افغانستان په دننه کې واکمن رژيم چارواکو د خپلو مفکورو او ايډيالوژيو د خپرولو او تبليغ له پاره د ښوونځيو تعليمي نصاب د يوې تبليغا يي وسيلې په توګه کارولی دی.
هرې ډلې هڅه کړې چې د خپلې ايډيالوژۍ د خقانيت او برياليتوب په لاره کې د مقابلې ډلې وژل او قتلول خپ لمسلم حق وګڼي. له همدې امله يې د هيواد معصومو او سپيڅلو ماشومانو د بې ظرفه ذهن د ښکار کولو له پراه له بيلا بيلو ميتودونو څخه استفاده کړې ده.
د بيلګې په توګه موږ ګورو چې د ټولنيزو علومو تر څنګ حتی حساب او شمير نه هم د هيډيالوژۍ په خدمت کې ګمارل شوې ده. جمع، تفريق، ضرب او تقسيم د مقابلې ډلۍ د انسان وژنې د مشير له مخې تر سره کيږي. په تعليمي نصاب کې له دغه ډول ميتود څخه استفاده نه يوازې موږ د هيواد راتلونکي ته د خطر زنګ دی، بلکې د ټولې نړۍ پر مخ د بشريت بقا ته هم يو ګواښ دی.
که موږ په دې باوری يو چې د ځمکې د خاورينې کرې په مخ هم دوه انسانان په يوه څيره او بڼه نه پيدا کيږي، نو په دې هم بايد باور ولرو چې ټول انسان په يوه مفکوره او ايډيالوژۍ هم نه شي راټوليدای، ځکه چې انسانان په فزيکی لحاظ يو له بل سره زيات توپير لري. د بيلګې په توګه ځوان زوړ په شان، ښځه د نارينه په شان، چاغ د ډنګر په شان، تور نژاده په سپين يا ژيړ نژاده په څير، کليوال د ښاري په څير، باسواده د بې سواده په څير او يا هم برعکس يوش ان فکر او نغر نه لري. هره کتګوري ځانګړي ارزښتونه لري او د هماغو ارزښتونو په چوکاټ کې ژوند پر مخ بيايي.
دغه ډول په سلګونو او زرګونو تفاوتونه د انسانانو په منځ کې ليدل کيږي. نو که چيرې څو کسان د خپلو مشابه او روته خصوصياتو او مفکورو په اساس راټول شي، ټوپک ته لاس کړي او د مقابلې ډلې په وژنه لاس پورې کړي او هغه هم په دې دليل چې ولې هغوی زموږ په شان نه دي او يا ولې زموږ په شان فکر نه کوي؟ ګمان کوم په ډيره لږه مومده کې بهت د ځمکې د خاورينې کرې څخه د انساني بقاء تخم د تل له پاره منځه لاړ شي.
موږ بايد په خپل تعليمي نصاب کې د کرکې، نفرت او خشونت په ځای، يو له بل سره تفاهم، پخلاينې او يو ځای اوسيدانې مفکوره تبليغ کړو. موږ تبايد خپلو ماشومانو ته ورزده کړو چې په ټولنه کې د فزيکي او معنوي توپيرونو په اساس د نظر اختلاف يوه طبيعی پديده ده او د دغه اختلاف په موجويدت کې هم، موږ کولای شو په ښه توګه يو ځای ژوند وکړو.
موږ دې هدف ته هغه وخت رسيدالې شو چې د ټول هيواد په کچه د ښوونې او روزنې واکمني را منځ ته ي. ځکه چې د يوې ټولنې غړي هغه وخت په ښه توګه اول خپل او بيا د بل حقوق پيژندلی شي چې تياره او تت ذهن يې د علم او پوهې په رڼا روښانه شي.
له نيکه مرغه په دې ورستيو وختونو کې د افغانستان د منځ مهالې دورې د ښوونې او روزنې مسوول چارواکي دي ډول حساسيت ته متوجه شوي او په سملاسي توګه يې د ښوونځيو په تعليمي نصاب کې لارم بدلونونه راوستی دی. خو تر هغه ځايه چېې ماته معلمه ده او په دې برخه کې د کار څو کلنه تجربه لرم، لا تر اوسه هم د هيواد په اوسنی تجديد نظر شوي تعليمي نصاب کې زياتې ستونزې ليدل کيږي، د هغو ټولو يادونه په دې ليکنه کې دومره ضروري نه بولم. خو هغه څه چې د اوسني وخت نقا صا او غوښتنه ده او زموږ هيوادوال ورته ډره اړتيا لري، هغه د هيواد په تعليمي نياب کې همدا اوس د کمپيوټر ساينس د زده کړې داخلول دي. ځکه چې د شلمې پيړۍ په ورستۍ نيما يې کي ټولو علومو د کمپيوټري ټکنالوژۍ په را منځ ته کيدو سره د حيرانۍ وړ پر مختګ کړی. د همدې کلونو په بهير کې موږ د ورور وژنې په جګړو اخته وو، خو په بهرنۍ نړۍ کې اعلان وشو، که څوک د شلمې پيړۍ تر پايه (٢٠٠٠م کال ) پورې په کمپيوټر پوه نه شي، هغوی بايد د بې سوادانو په ډله کې وشميرل شي، موږ د همدغه شعار له مخې په نننيي وخت کې، په ځانګړی توګه د هيواد په بيا رغاونه کې د کمپيټر زده کړې ته ښخته اړتيا لرو. او دا اړتيا هغه وخت پوره کيدای شي چې همدا اوس د هيواد په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د معلوماتي ټکنالوژي ډيپار تمنټونه او ځانګې پرانيستل شي. د دغو څانګو د تدريسي نظام له پراه بايد په عاجله توګه د هيواد په ملي او رسمي ژبو کتابونه وليکل شي او هر ښوونځي او پوهنځي ته لږ تر لږه يو يا دوه کمپيوټرونه واخيستل شي، تر څو دغه تشه تر يوه حده ډکه شي.
دا خبره زه ځکه په زيات تاء کيد سره کوم چې نن ورځ کمپيوټري ټکنالوژي يو کس ته نه، بلکې د ژوند د هرې برخې يو اساسي او بنسټيز فاکټور دی چې د ټولنې په پر مختګ کې د پام وړ اغيز لري.
په دې اړه د هيواد مسئولو چارواکو ته زما بل وړانديز دا دی چې د تعليمي نصاب تر څنګ بايد د ټول هيواد په سطح د دولتي او حکومتي چارواکو د ټرننګ او روزنهې له پاره د (انفارمشن ټکنالوژۍ) يو اکاډميک مرکز هم جوړ شي او که امکان موجده وي حتی د يوه وزارت په بڼه را منځ ته شي.
دا مرکز بايد د هيواد په ټولو ولايتونو کې ځانګې ولري چې يوازني هدف به يې د ملی کادرونو هغه انجنيران وي او که ډاکټران، د بانکونو کارمندان وي او که د اوردو افسران ټول بايد وروزل شي. ځکه چې د کمپيوټر زده کړه يوازې د يوه مسلک له پراه نه، بلکې د هر مسلک له پاره ضروري ده.


ښوونه

اجمل
09.07.2005

مونږ پرې لگيا يو!...

دا پاڼه وگوره: www.brishna.com

د پښتو برېښنايي کتابونه او پروگرامونه!....

http://www.brishna.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more