د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

بريښنا ليک (E-mail)

شمشاد شينواری
26.05.2004

که لږ څه ژور فکر وکړو، نو ويلی شو چې د کمپيوټر او انټرنيټ په راتګ سره د زمان او مکان بعد خپل اصلي مفهوم د لاسه ور کړی دی. ځکه اوس د انټرنيټ له لارې د ځمکې د خاورينې کرې هر اوسيدونکی کولاي شي خپل هر اړخيز تماسونه په ډيرې چټکۍ او لږه موده کې د دنيا له يوه سره تر بل سره پورې تامين او د خل ضرورت وړ اړتيا وې بشپړې کړي. د انټرنيټ په نړۍ کې E-mail ځانګړی ځای لري. د هغو اخصائيو له مخې چې د ١٩٩٨ م کال په پای کې خپرې شوي، ويل کيږي چې د انټرنيټ په ټولو سرويسونو کې ايميل (E-mail) عملاً زيات پلويان لري.
ايميل له دوو کلمو جوړ دی (E=Electronic) چې د بريښنا يا برق په معنا او (mail) د پوښت يا پوستي ليکونو په معنا دې، چې په پښتو کې ورته د ( بريښنا ليک ) نوم ور کړل شوی دی.
د احصائيو له مخې څرګنده شوېض، هغه کسان چې له انټرنيټ سره سروکار لري، په سلو کې ٧٢ کسان يې له ايميل څخه ګټۀ اخلي. که له يوې خوا د Email چټکتيا، زيات دقت او کم لګښت ته وګورو او له بلې خوا د تاريخ په اوږدو کې نظر واچوو، نو ويلی شو چې بې له شکه ايميل د ټکنالوژۍ د پرمختګ په لړۍ کې خپل ځانګړی مقام تر لاسه کړ ی دی، او نن ورځ د نړۍ په ميليونونو انسانان يو بل ته د ايميلونو په ليږلو او اخيستلو بوخت دي. د پيغامونو د ليږلو را ليږلو دغسې چتکې او اسائې لار د ټول بشريت تر منځ د نږديوالي او نيکو اړيکو په ټينګولو کي ښه اغيږه شيندلې ده. ايميل د افغانانو په څپرو خورو ورو کورنيو تر منځ چې د کورنۍ يو غړی يې په کابل، بل يې په پيښور، بل يې په امريکا يا اروپا کې وي، دا ړيکو په ټينګولو کې هم ښه وسيله ګڼل کيږي. خو برعکس که دغه ډول اسانتياوې نه وي کيدای شي د کورنۍ د ډيرو نړدې غړو تر منځ دخپلوۍ اړيکې پرې او د خوت په تيريدو هيرې شي.
د E-mail او Fax تر منځ توپير په دې کې دی چې دفکس له لارې د پيغام دليږلو په وخت کې د ليږونکي او اخيستونکي تر منځ ارتباطی پل بايد موجود وي. خوپ هايميل کې بيا دا شرط ضروري نه دي. ليږونکی هر وخت خپل پيغام د ايميل له لارې ليږلی شي اواخيستونکی ې هر وخت يې زړه وي انټرنيټ چالانوي او خپل راغلی ايميل تر لاسه کوي.
هغه چاچې تر اوسه عملاً له ايميل څخه ګټه نه وې اخيستې، کيدای شي دا ټولې خبر بد بيزې وګڼي او حتی اهميت او ګتور تيا يې هم تصور نه شي کړاغی. لکه څنګه په مخابراتو کې ليک د پاکټ پر مخ ادرس او پته ضروري ده، همداسې په ايميل کې هم تځانګړې ادرس ته اړتاي شته، د ايميل ادرس له دوو برخو څخه جوروي:ن User….Name@ hostname چپ خواته د استعمالونکی نوم ليکل کيږي دا هم د شخص په خوښې پورې اړه لري چې هر ډول نوم ځانته ټاکي، ښه خواته (Domain name) د هغه سرويس نوم ليکل کيږي چې د ايميل د ليږلو دنده په غاړه لري. د بيلګی په ټوګه:
(Ahmad@hotmail.com)
Mohmood@yahoo.com
Host name د هغه کور به کمپيوټر نوم دی چې د بيلابيلو سروسونو پروې تړلی وي. ښي او چپه خواد At يا at sing په وسيله جلاککيږي چ د بيلو الي دغه نښه @ سره ښودل کيږي.
په انټرنيټ کې د ايميل د ليکول په وخت کې دغه ټکي بايد له پامه ونه کغورځول شي:
١_ د ايميل اخيستونکی پته (ادرس): (to)
٢_ د پيغام د موصوع لنډيز (subject: )
د همدغه پيغام يوه يوه کاپي نورو دوستانو ته، که ضرورت وي: (Ccandbcc) د پورتنيو نښو په لاندينۍ برخه کې يوه سپينه صفحه ده چې ليږونکی کولای شي خپل مفصل پيغام په هغې کې وليکي وروسته د Send د بټنې په کيښکودلو ليکل شوي پيغام په اتومات ډول د ليکل شوي ايميل د ادرس په پته ځان رسوي.
د ايميل يوه بله په تزړه پورې ځانګړتيا دا ده چې له همدغه پيغام سهر کولای شو عکس، فم، خپلی ثبت شوی ويديويي يا اډيويي خبرې او يا نور څه هم ملګري کړو. چې دا امکانات بيا د Attachments د بټنې په کيمنډلو، چې د صخحې په پای کې شته تر لاسه کيدای شي.
دايميل د ليکوال له پاره يو بله اسانه او ارزانه لاره دا هم ده چې لومړی خپل پيغام په پوره حوصله په (Word) يا (Note pad) کې تايپ کړو او بيا يې کپاي کړو، کله چې مو انټرنيټ چالان کړ، نو مستقيماً يې په سپينه صفحه کې paste يعنې نښلوو او په دې توګه موږ کولای شو چې بيخي په وړيا توګه خپل ايميل هر چاته چې وغواړو، وليږو
نن ورځ د انټرنيټ په نرۍ کې د هغو سرويسونو شمر زيات دی چې په وړيا توګه د ايميل د ليږلو را ليږولو دندې تر سر کوي موږ يې دلته د بيلګې له پاره څونومونه راخلو:
 3 D mail
 Alta Vista Emil
 Hot mail
 EMI mail
 England Email
 USA. Net@
 Yahoo! Mail
 Zap Zone Network
 Nip mail
 Rocket mail
 Food mail
 Latin mail
 Fn mail


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more