د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

لیکوال او شیطان

رښتینی
17.12.2010

.
نن څوومه ورځ ده چې غواړم باختر مجلې ته يو څۀ وليكم خو پلمه را پيدا شي او ليكنه وځنډېږي. دا ولې؟ دا ځكه چې ليكوالي مشكل كار دى او موږ عادت يو چې له مشكلو كارونو د تېښتې لپاره كه بل څوک پلمه راجوړه نه کړي، پخپله يو شى پلمه كوو او ځان ته وايو ، اوس نه كېږي ، بيا به ګورو!
همدا اوس چې مې ځان ليكلو ته مجبور كړى دى ، كه دروازه وټكېږي او مېلمه راشي، خوشحالیږم، او د خوشحالۍ اصلي علت به دا وي چې له ليكلو به بچ شوی یم.
كه ته ليكوال يې او سبا يوه داسې ورځ وي چې د ليكلو لپاره وخت لرې نو نن به په غالب ګومان له ځان سره ووايې ، سبا به خامخا يو څه ليكم.
د سبا د ليكلو پروګرام به نن درباندې ښه تېره كړي. د شپې به ډاډه ويده شې . سبا سحر به په تازه هوا كې راپاڅې. ذهن به دې تازه وي او له دې احساسه به خوند اخلې چې ټوله ورځ دې په واك كې ده.
دغه وخت ممكن په زړۀ كې درتېره شي چې ، راځه يو چكر ووهه، پښې وغوړوه، ليكلو ته به نور هم چمتو شې. له چكره وروسته به دې چايو ته زړۀ وشي. ورپسې به حمام وكړې. بيا به دې زړۀ ووایي چې كوټه پاكه او مرتبه پکار ده. دغه مهال به يولس بجې وي او طبيعت به دې يو څه مړاوی شي چې كار دې لا پيل كړى نه دى. خو فيصله به وكړې چې د غرمې تر ډوډې وروسته به كوټې ته ځې ، ور به بندوې او ليكلو ته به كښېنې.
غرمنۍ به وخورې. په هغې پسې به ذهني ستړيا احساس كړې. چاى به ډېر وڅښې. دوه بجې به شي . خوبولى به شې. په دې ډاډ به څملې چې له خوبه وروسته به دې ذهن تازه وي. مازديګر به راپاڅې خو بل هر كار ته به دې حوصله وي، بې له ليكلو.
مېرمن به دې ووايي ، هسې هم كار نه لرې، راځه د ماما كره لاړ شو ! او ته به سمدستي ووايې ، سمه ده.
ماخوستن چې ويدېږې په دې به ځان تسل كړې چې د ماما ليدل هم يو كار و چې وشو، خير كه دې څه ونه ليكل.
خو په كومه ورځ چې ليكوال دروازه په ځان پسې پورې كړي ، قلم كاغذ راواخلي او كلكه فيصله وكړي چې خامخا به څه ليكي ، بيا هم ممكنه ده له ليكلو وتښتي . دغه وخت د تېښتې يوه لويه ذريعه مطالعه ده. البته كه څوك تحقيقي اثر ليكي ، مطالعې ته يې خامخا ضرورت پېښېږي خو كه هنري اثر ليكي، مثلا د كيسه ليكنې په مهال ، مطالعه تاوان پېښوي. ليكوال شايد د كيسې د موضوع په باب د معلوماتو د زياتولو يا د خيال د تخنولو په پلمه ليكل بس او لوستل پيل كړي خو څرنګه چې مطالعه د ليكلو په شېبو كې پيدا شوى ذهني ، عاطفي او احساسي حالت په بله اړوي، نو په داسې شېبو كې يې تر ګټې تاوان ډېر وي. هره تخليقي ليكنه په خاص عاطفي او احساسي حالت كې ليكل كېږي چې كه دغه حالت له ګوتو ووت بيا يې راستنول مشكل ښکاري.
ارواپوهانو ثابته كړې ده چې انسان د ځان د غولولو لپاره ډېرې طريقې لري چې له سخت كار څخه اسان كار ته مخه كول ( مثلا د ليكلو په ځاى مطالعه كول ) يې يوه اصلي ذريعه ده.
هر هغه څوك لیکوال وبوله چې د ژوند اصلي مقصد ليكوالي ګڼي. ليكوال خپل ژوند بې ليكلو نيمګړى احساسوي، خو څرنګه چې ليكل سخت كار دى نو ګڼ شمېر ليكوال په هغه دغه ځان غلطوي. ځينې يې له ليكوالۍ څخه د تېښتې لپاره اقتصادي او اجتماعي مشكلات پلمه ګرځوي او ستونزې تر واقعي اندازې زياتې ښيي. ځينې نور بيا قطعه بازي، سطرنج، سياسي بحثونه او داسې نورو وخت وژونكو ذريعو ته پناه وړي ،يو بل شمېر يې په نشو کې ځان هیروي. زما د ځان تیرایستلو یوه طریقه دا ده چې ممکن په ساعتونو ساعتونو پلی وګرځم.
خلک شیطان په نورو چارو ملامتوي خو په دې باره کې څه نه وایي چې دی د کار دښمن دی، خلک له کاره باسي. د شیطان تر ټولو لویه کامیابي او تر ټولو لوی رذیلت شاید همدا وي ،

------------------------------------------------------------
ښاغلی اسد الله غضنفر ډیر ښه نثر لیکی او څوک چی ښه نثر لیکی هغه
موضوعی او اصولی لیکوال بللی شو دکوم لیکوال په لیکنه چی ډیرۍ او
تقریبا عام خلک پوهه شی هغه زه ښه نثر لیکونکی لیکوال بولم
په هرصورت اوس راځم موضوع ته او دغضنفر صیب په دی لیکنه څه کاږم :

که ما داپورتنی موضوع لیکلی نو داسی عنوان به می ورته خوښاوه :

لیکوال اولټی یاداسی نور
خولیکوال اوشیطان عنوان دیوه ځیرک لیکوال کار دی چی ترخپله وسه
لوستوال خپلی لیکنی ته راکاږی په هر صورت غضنفر صیب داد لټی په
اړه ډیره کره خبر کړی ده ما خپله دا حالات ډیر لیدلی او په خپله هم ددی
لانتی شیطان له لاسه له ډیرو لیکنو تیرسوی یم او تراوسه می لاد ماتلی
په خانه کی اچولی دی خو له کومو لاملونو چی هغه ماتله سوی دی باور و
کړئ چی هغه تشی پلمی بللی شم نور هیڅ نه

اوس له نورو ټولو ګډونوالو نه هیله کوم چی په دی برخه کی خپل نظرونه او
حالات راسره شریک کړی او دا چی دا بره دلیکوال او شیطان د پلمو جوړولو
لوبه تاسو هم کله کله کوئ ؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more