د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

خوږه ژبه پښتو

Laraway
03.12.2002

زما خوښکړې شعر -----------------------------------------------------------شاعره فريده عثماني

ګرانه پښتو د پښتنو ژبـــــــــــــــه ده-----------------------دافغانانو شاه زلمــــــــــــــــــــــو ژبه ده
د قدرمنو او درنو ژبــــــــــــــــــــــــه ده-------- ------------- پښتو د خاصو پښتنو ژبــــــــــــــه ده
په هره ژبه به خبرې کــــــــــــړای شي ------------------ مګر دا خاص ستا د ځانګو ژبــه ده
له للو للو به درته مور ويـــــــــــــــــله--------------------- دادځانګو او دشــيدو ژبـــــــــــــــــه ده
ګرانه پښتو دپښتنو ژبــــــــــــــــه ده--------- -------------د غيرتمنو شاه زلمـــــــــــــــــــــو ژبه ده
دې کې شک نشته چې فصيح ژبه ده ------- - --------- ټولو منلې چې صـــــــــــــــــريح ژبه ده
ټولو ته ګرانه چې خوږه ژبــــــــــــــــه ده------------------- هر چا منلې چې پـــــــــــــــسته ژبه ده
تاته به مور په خپله ژبه ويــــــــــــــــــــل-------------------چې زويه دا ستا د پلرو ژبـــــــــــــه ده
د غيرتمنو شاه زلمو ژبــــــــــــــــــــــه ده------------------- هيره يې نکړې ګوره پام کـــــــــوه ډير
دا په ميراث درته نيکو پريښــــــــــــې------------------ ستا دنيکو او ورنيکو ژبـــــــــــــه ده
پښتو د خاصو ننګيالو ژبـــــــــــــــه ده-------------------دې کې همت او شجاعت پروت دی
دې کې غيرت او حاکميت پروت دی -----------------ژبې به ډيرې د دنيا زده کـــــــــــــــــړې
ګوره دې ژبه کې حکمت پـــــروت دی------------------پښتو که زده کړې پښتونواله لرې
ولې که زده نه کړې کمــــــــــــــواله لرې --------- ------زه فريده درته پيغــــــــــــــــــــــام لرمه
ګوره دې ژبه کې غيرت پروت دی-------------------- په پښتو ژبه کې هکمت پــروت دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more