د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رسول صلی الله عليه وسلم ولي وژړل


طالب جان
21.05.2004

[color=green:1bb5cdaad7]ښاغلو اغلو! السلا عليکم ورحمة الله وبرکاته درسول الله ديوه مبارک حديث ژباړه دعبرت په هيله درته وړاندي کوم، دابه زمونږ اوتاسو ديني وجيبه وي چي ټولو هغو خويندو او وروڼوته چي ورسره دبريښناليک په ذريعه تماس لرو،دا مبارک حديث ورواستو، اوپه خپله يي هم په غور وګورو٠[/color:1bb5cdaad7]

[color=darkred:1bb5cdaad7]رسول صلی الله عليه وسلم ولي وژړل[/color:1bb5cdaad7]

[color=indigo:1bb5cdaad7][color=blue]يزيد الرقاشي له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت کړي چي ده وويل:جبريل عليه السلام په داسي مهال کي رسول الله ته راغي، چي معمولا به په داسي وخت کي نه راتو،رنگ يي الوتی وو،رسول الله ورته وويل((ولي دي رنگ الوتی)) نو ده ورته وويل:محمده! زه په داسی حال کي تاته راغلم چي الله تعالی ده اور پو کونکو(ملائکو)ته امروکړچي اور(دجهنم)ته دي ورپو کړي ,او هغه څوک چي پوهيږي چي جهنم حق دي , اوور حق دی اودقبر عذاب حق دی, هغه لره نه ښاي چي سترگي يي يخي شي، تر څوچي ځان (له اوره) ځني بيغمه کړي ،نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل ((اي جبريله جهنم را وستايه, )) جبريل ورته وويل چي سمه ده:الله تعالی چي جهنم پيدا کړنو زر کاله يي اور پکي بل کړنوسورواوښت,بيايي زر کاله اور پکي بل کرنوسپين واوښت,بيا يي زر کاله اور پکي بل کړ نوتک تورشو,نو اوس دا جهنم تک تور, تياره دی, نه يي لمبي مړي کيږي اونه هم سکروټي, زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيا را استولي يي,که دستني دسپم هومره دجهنم اور دنيا ته را خلاص شي, نو ټول نړۍ وال به يي له گرمي وسوزي , زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيا را استولي يي, که ده دوزخيانو يوه جامه دزمکي اواسمان تر مينځ راځوړنده شي, نو ټول نړۍ وال به يي له بد بويي او گرمي نه مړه شي, زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيانبي را استولي يي, که يو گز هغه ځنځير چي الله تعالی يي په قرأن کي ذکر کړي (او دوزخيان به ورباندي تړل کيږي) په غره باندي کيښودل شي, نو دا غربه ويلي شي، ترڅو چي اوومي زمکي ته ورسيږي، زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيانبي را استولي يي ,که يوه کس ته په لويديز کي عذاب ورکول کيږي نوهغه چي په ختيز کي دي هغه به هم دعذاب دسخت والي له کبله وسوزيږي, ددوزخ گرمي ډيره سخته ده,ژور والی يي ډير لري دی, او گيڼه يي اوسپنه ده,چښاک يي گرمي اوبه او نوان دي, او جامي يي داور ټکړي دي, اووه دروازي لري او دهري دروازي برخه سړي او ښځي معلوم دي ((رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: )) ايا د دوزخ دروازي زمونگ ددروازوپه شان دي? جبريل عليه السلام وويل : چي نه, بلکي دا دروازي خلاصي دي,ځيني لوړي او ځيني لاندي دي, ده يوي اوبلي دروازي ترمينځ دا اويا کلونو واټن ديُ ,هره لاندني دروازه دبره نی په پرتله اويا چنده گرمه ده, دخداي تعالی دشمنان به ورته سوق کيږي, چي کله ددوزخ دروازي ته ور ورسيږي نو زبانيه(ددوزخ ملائکي) به يي په طوقونواوځنځيرونواستقبال کړي, ځنځير به په خوله کي ورته واچوي او له لاندي(مقعد) نه به يي راوباسي, چپ لاس به يي له غاړي سره ور وتړي اوښی لاس به يي په زړه باندي ور چخ کري او دشا لور ته به يي داوږو تر مينځ را او باسي, په ځنځيرونو به وتړل شي, او له هر انسان سره به يو شيطان په ځنځيرتړلي وي, اوپړمخي به او رته ورگزار کړاي شي, ملائکي به يي په گرزنو باندي وهي,او کله چي هم دغم نه(دخلاصون لپاره) له دوزخ نه درا وتلو اراده وکړي، نو بيرتبه دوزخ ته وروگرزول شي, بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : ((ددي دروازو اسوگن به څوک وي؟)) جبريل عليه السلام وويل: په لاندنی دروازه کي به منافقان وي, او هغه کسان چي خداي تعالی به له اسمانه ورته تيار دسترخوان را استاوو او دوي کافران شول,او دفرعون اتباع, او د دي دروازي نوم هاويه دي, او په دومه دروازه کي به مشرکان وي, او د دي دوازي نوم جحيم دي, او په دريمه دروازه کي به صابئان(له هره دينه وتلي ملحدان او دهريان) وي ,او نوم يي سقر دی, اوپه څلورمه دروازه کي به ابليس او دده اتباع , او اورلمانځونکي مجوسيان وي, اووده دي دروازي نوم لظی دی, او په پنځمه دروازه کي به يهودان وي , او نوم يي حطمة دی,او په شپږمه دروازه کي به نصرانيان وي, او نوم يي عزيز دي, بيا جبريل عليه السلام درسول الله صلی الله عليه وسلم نه دحيا او شرم له کبله چپ شو, نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ((ايا د اوومي دروازي په اوسيدونکومي نه خبره يي؟)) جبريل عليه السلام ورته وويل: هلته به ستا دامت هغه ده لويو گناهونوکونکي وي چي مړه شوي وي او توبه يي نوي کړي, رسول الله صلی الله عليه وسلم چي داخبره واوريده نو بي هوښه راپريوت, جبريل درسول الله سر مبارک په خپله غيږ کي کيښود تر څو رسول الله صلی الله عليه وسلم په هوش کي راغی, کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هوش کي راغی نو جبريل ته يي وويل : (( مصيبت مي ستر شو, اوغم مي سخت شو,ايا زما دامت نه به هم څوک اور ته داخليږي؟؟؟)) جريل ورته وويل: چي هوکي, ستا دامت نه دلويو گناهونو کونکي,بيا نو رسول الله صلی الله علي وسلم وژړل او جبريل هم ورسره وژرل, او رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل کورته ننوت او له خلگونه پنا شو, له لمانځه پرته به نه راووت، لمونځ به يي وکړ او کورته به ننوت، او له چا سره يي خبري نه کولي, په لمانځه کي به يي ژړل او الله تعالی ته به يي تضرع او عاجزي کوله،په دريمه ورځ ابوبکر رضی الله عنه راغی او درسول الله صلی الله عليه وسلم دکور په دروازه کي ودريدواو ويي ويل:السلام عليکم اي درحمت دکور وگړو, ايا درسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلو ته لار شته؟ چا هم ځواب ورنکړاو په ژړا را ستون شو, بيا عمر رضی الله عنه راغی ا و درسول الله صلی الله عليه وسلم دکور په دروازه کي ودريدواو ويي ويل:السلام عليکم اي درحمت دکور وگړو, ايا درسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلو ته لار شته؟ چا هم ځواب ورنکړاو په ژړا را ستون شو, بيا نو سلمان فارسي رضی الله عنه راغی او درسول الله صلی الله عليه وسلم دکور په دروازه کي ودريدو او وي ويل: السلام عليکم اې درحمت دکور وگړو, ايا زما ده بادار،رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلو ته لار شته؟ دې په ژړا شو کله به وليد او کله را ولاړ شو تر دي چي دبي بي فاطمي کور ته راغي او په دروازه کي ودريد او وي ويل: السلام عليکِ اي درسول الله صلی الله عليه وسلم لوري, علي رضي الله عنه دا مهال په کور کي نه وو, حضرت سلمان رضی الله عنه وويل: اي د رسول الله صلی الله عليه وسلم لورکی, رسول الله صلی الله عليه له خلگو نه پنا شوي , له لمانځه پرته نه راوزي نه له چا سره خبري کوي او نه هم چاته د ورتللو اجازه ورکوي , فاطمي خپله وړينه عباء را غونډه کړه او درسول الله صلی الله عليه وسلم په لور را رهي شوه, او درسول الله صلی الله عليه وسلم دکور په دروازه کي ودريده اوسلام يي وکړ او وي ويل: يا رسول الله زه فاطمه يم, رسول الله په سجده وو اوژړل يي, مبارک سر يي را پورته کړاو ويي ويل : (( زما دسترگو تور فاطمه ولي زما نه پنا وه؟ دروازه ور خلاصه کړي)) دروازه ور خلاصه شوه او دا دننه راغله, چي درسول الله ژړ رنگ او الوتلي بڼه يي وليده,چي دغم اوژړا نه يي د مخ مبارک غوښه ويلي شوي وه, نو سخت يي وژړل, او وي ويل: يا رسول الله دا څه در شوي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل : ((فاطمي جبريل راته راغی اودجهنم د دروازو حال يي راته ووايه, اوراته ويي ويل چي زما دامت دلويو گناهونو کونکي به دجهنم په برنی دروازه کي وي, نو دي څه وژړولم او غمگين کړم)) فاطمي عرض وکړ: يا رسول الله څنگه به ورننوزي؟ رسول الله ورته وفرمايل : (( هوکي ملائکي به يي دوزخ ته سوق کوي, مخونه به يي نه توريږي, سترگي به يي نه شني کيږي,په خولو به يي مهر نه لگيږي, له شيطانانو سره به نه تړل کيږي اونه به په ځنځيرونو اوطوقونو تړل کيږي, فاطمي وويل: يا رسول الله ملائکه به يي څنگه راکش کاږي؟ رسول الله ورته وفرمايل : (( سړي به له ږيرونه اوښځي به له کوڅی او کاکل نه.. نو زمادامت ډير سپين ږيري به وي چي له ږيرو نه به را نيودل شوي او دی به ناري وهي: هاي افسوس زما سپينه ږيره، هاي افسوس زما ضعف او ناتواني, او ډير ځوانان به له ږيرو رانيول شوي وي, او او رته به کشيږي او دی به ناري وهي: هاي افسوس زما ځواني، هاي افسوس زما ښکلي صورت, او زما دامت ډيري ښځي به وي چي له کاکل نه به نيودل شوي او اور ته به کش کيږي، او دا به سوري وهي: هاي افسوس زما رسوايي، هاي افسوس زما دستر سپکتيا, تر دي چي مالک (ددوزخ مشر ملائک) ته يي را ولي , کله چي مالک دوي وويني نو ملائکوته به وواي: دا څوک دي؟ ماته خو تر اوسه داسي دتعجب وړ بدبختان نه دي راوستل شوي, نه يي مخونه تور دي نه يي سترگي شني کړل شوي او نه يي په خولو مهرونه ورته وهل شوي , نه له شيطانانو سره تړل شوي اونه يي په غاړو کي ځنځيرونه اوطوقونه وراچول شوي !! , نو ملائکي به ورته ووايي : مونږ ته داسي امر شوي وو چي په همدغه شان يي درته راولو ،مالک به ورته وواي : اي بدبختانو تاسي څوک ياست؟ په يو بل حديث کي روايت شوي چي: کله ملائکه دوي (دجهنم لور ته) کش کاږي نو دوي به واي: وامحمداه اي محمده, بيا چي مالک وويني نوله هيبته به يي دمحمد صلی الله عليه وسلم نوم ځني هير شي, نو مالک به له دوي نه وپوښتي: تاسي څوک ياست؟ نودوي به ورته وواي, مونږ هغه خلگ يو چي قرأن راباندي نازل شوي, او مونږ هغه څوک يو چي درمضان روژي به يي نيودلي. مالک به ورته وواي: قرأن خو دمحمد صلی الله عليه وسلم په امت را نازل شوي, نو دوي چي د محمد صلی الله عليه وسلم نوم واوري نو چغي به کړي چي: مونږ د محمد صلی الله عليه وسلم امت يو، نو مالک به دوي ته وواي: ايا په قرأن کي تاسي ته دگناهونو نه منع کونکي(أياتونه ) نه وو راغلي ..? کله چي دوي دجهنم څنډي ته راولي, او ددوزخ اور او زبانيه وويني نو وبه وواي: مالکه اجازه راکړه چي په ځانونو وژاړو, مالک به اجازه ورکړي, نو دومره به وژاړي چي اوښکي يي تمامي شي نور به نوويني ژاړي, مالک به ورته وواي: دا ژړا به څومره ښه واي چي په دنيا کي واي, کمو په دنياکي دخداي له ويري ژړلي واي نو نن ورځ به اور نواي مس کړي,بيابه مالک به زبانيه ته امر وکړي چي : اور ته يي گزار کړی, کله چي اور ته ور گزارشي نو ټول به ناري کړي چي: لا اله الا الله, نو اور به له دوي نه را واوړي, نو مالک به اور ته امر وکړي چي وي نيسه ,اور به ورته وواي چي څنگه يي ونيسم او دوي واي چي لا اله الا الله؟ نو مالک به ورته وواي : چي دعرش مالک هم داسي حکم کړي, نو اور به يي ونيسي, ځيني به ترقدمو اور اونيسي او زيني نور تر گونډو, ځيني به تر تشو او زيني نور تر ستوني, کله چي يي اور دمخ لورته مخه وکړي نو مالک به ورته وواي: مخونه ي مه سيزه ځکه په دنياکي يي رحمن ته ډيري سجدي کړي, زړونه ي هم سيزه زکه ډير ځله په رمضان کي تږي شوي دي..نو تر څو چي الله تعالی غوښتي وي په جهنم کي به پاته شي, او واي به: يا أرحم الراحمين يا حنّان يا منّان, کله چي الله تعالی خپل حکم پوره کړي نو وبه واي: اي جبريله! دمحمد صلی الله عليه وسلم گناه گاران امتيان څه کوي؟ جبريل به عرض کړي: يا الله ته ښه پري خبريي. الله تعالی به جبريل عليه السلام ته وواي چي ورشه او حال ي وگوره, جبريل به مالک ته راشي هغه به دجهنم په مينځ کي داور په منبر ناست وي, مالک چي جبريل عليه السلام وويني نوتعظيماََ به ورته ودريږي ،جبريل عليه السلام به وواي چي: طبق(سرپوش) ځني لري کړي چي زه يي ووينم. نو مالک به خزنة (دجهنم ملائکي) ته امر وکري او هغوي به طبق تري نه لري کړي,کله چي دوي جبريل او د ده ښائسته څيره وويني ,نو پوه بشي چي داخودعذاب ملائکه نده نو وبه واي : دا بنده څوک دی چي تر ده ښکلي موهيڅ کله هم نه دي ليدلي؟ مالک به په ځواب کي ورته وواي : داجبريل الکريم دي چي محمد صلی الله عليه وسلم ته به يي وحي راوړله, دوي چي دمحمد صلی الله عليه وسلم نوم واوري نو په يوه أواز به ناري کړي: اي جبريله زمونږ سلام محمد صلی الله عليه وسلم ته ووايه , او ورته ووايه چي زمونږ گناهونومونږ له تانه بيل کړو, اوزمونږ په بد حال يي خبر کړه, جبريل به راشي او دالله تعالی په حضور کي به ودريږي, الله تعالی به ورته وواي: دمحمد امت دي په څه حالت کي وليد؟جبريل به وواي : په ډير بد حالت اوډيرتنگ ځاي کي, الله تعالی به ورته وواي : ايا څه غوشتنه يي درنه وکړه؟ وبه واي: هو ربه, رانه ي وغوښتل چي د دوي نبي ته يي سلام ور ورسوم، او د دوي په بد حالت يي خبرکړم. نو الله تعالی به ورته وفرماي: ورشه او خبريي کړه,جبريل عليه السلام به نبي عليه السلام ته راشي, هغه به دسپيني ملغلري په خيمه کي ناست وي , او د دي خيمي به څلور زره دروازي وي، او هره دروازه به دوه د سروزرو بغل دري لري, جبريل عليه السلام به رسول الله ته وواي: يا محمد..زه ستا دامت دگناه گارانو له ټولگی نه راغلي يم چي اوس په اور کي عذاب ورکول کيږي, او هغوي دخپل بد حالت اوتنگ ځاي نه شکايت کوي, نو به رسول الله صلی الله عليه وسلم دالله تعالی دعرش لا ندي راشي او په سجده به شي او دالله تعالی به داسي ثنا وواي چي تر اوسه هم چا نوي ويلي . نوبه الله تعالی ورته وواي: سر راپورته کره څه چي غواړي هغه به درکړم, او دچا شفاعت چي کوي هغه به قبول کړم ،رسول الله به ووايي : (( يا ربه زما دامت په بد بختانو کي تا خپله فيصله اوکړه او له هغوي نه دي انتقام واخست اوس نو دهغوي په هکله زما شفاعت قبول کړه, الله تعالی به ورته وواي ما دهغوي په هکله ستا شفاعت قبول کړ, دوزخ ته ورشه او هر هغه څوک چي لا اله الا الله يي ويلي وي تري نه را وباسه. نوبه رسول الله صلی الله عليه وسلم راشي, مالک چي رسول الله وويني نو تعظيماََ به ورته ودريږي, رسول الله صلی الله عليه وسلم به ورته ووايي : (( مالکه ! زما دامت دبدبختانو څه حال دی؟)) هغه به ورته ووايي: په ډير بد حالت اوډير تنگ ځاي کي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم به ورته ووايي:((دروازه خلاصه کره اوطبق پورته کره)), کله چي دوزخيان رسول الله صلی الله علي وسلم وويني نو په يوه آواز به ناري کري: يا محمده! اور مو څرمني اويني را اوسيزلي, نورسول الله به دوي ټول روباسي ,په داسي حال کي چي اور به دوي سيزلي وي , او دوي به سکاره شوي وي, رسول الله به دوي دجنت په دروازه کي يوه نهر ته راولي چي هغه نهر ته به حيوان واي, نو دوي به په هغه نهر ولامبي او په داسي حال کي به ترينه رابهر شي چي ځوانان شوي به وي، له ويښتانو به پاک وي, (اويابه غيرمختون وي ) ږيري به يي نوي, سترگي به په رنجو توري وي, مخونه به يي دسپوږمی په شان نوراني وي, په تندو به يي ليکلي وي" الجهنّميون عتقاء الرحمن من النار"{ درحمن له لوري خلاص شوي جهنميان}, بيا به دوي جنت داخل کړاي شي کله چي دوزخيان وگوري چي مسلمانان له جهنم نه ووتل نو وبه وايي: کاش چي مونږ هم مسلمانان واي کاش چي له دوزخ نه وتلي واي, همدا دالله تعالی ددي وينا معنی ده چي: رُبّمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفََرَواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ { الحجر[/2[/color:1bb5cdaad7]

}



ع کريم حليمي
22.05.2004

[quote:93a096e7ef]يزيد الرقاشي له انس بن مالک رضی الله عنه نه روايت کړي چي ده وويل:جبريل عليه السلام په داسي مهال کي رسول الله ته راغي، چي معمولا به په داسي وخت کي نه راتو،رنگ يي الوتی وو،رسول الله ورته وويل((ولي دي رنگ الوتی)) نو ده ورته وويل:محمده! زه په داسی حال کي تاته راغلم چي الله تعالی ده اور پو کونکو(ملائکو)ته امروکړچي اور(دجهنم)ته دي ورپو کړي ,او هغه څوک چي پوهيږي چي جهنم حق دي , اوور حق دی اودقبر عذاب حق دی, هغه لره نه ښاي چي سترگي يي يخي شي، تر څوچي ځان (له اوره) ځني بيغمه کړي ،نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل ((اي جبريله جهنم را وستايه, )) جبريل ورته وويل چي سمه ده:الله تعالی چي جهنم پيدا کړنو زر کاله يي اور پکي بل کړنوسورواوښت,بيايي زر کاله اور پکي بل کرنوسپين واوښت,بيا يي زر کاله اور پکي بل کړ نوتک تورشو,نو اوس دا جهنم تک تور, تياره دی, نه يي لمبي مړي کيږي اونه هم سکروټي, زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيا را استولي يي,که دستني دسپم هومره دجهنم اور دنيا ته را خلاص شي, نو ټول نړۍ وال به يي له گرمي وسوزي , زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيا را استولي يي, که ده دوزخيانو يوه جامه دزمکي اواسمان تر مينځ راځوړنده شي, نو ټول نړۍ وال به يي له بد بويي او گرمي نه مړه شي, زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيانبي را استولي يي, که يو گز هغه ځنځير چي الله تعالی يي په قرأن کي ذکر کړي (او دوزخيان به ورباندي تړل کيږي) په غره باندي کيښودل شي, نو دا غربه ويلي شي، ترڅو چي اوومي زمکي ته ورسيږي، زما دي په هغه ذات سوگند وي چي ته يي په رشتيانبي را استولي يي ,که يوه کس ته په لويديز کي عذاب ورکول کيږي نوهغه چي په ختيز کي دي هغه به هم دعذاب دسخت والي له کبله وسوزيږي, ددوزخ گرمي ډيره سخته ده,ژور والی يي ډير لري دی, او گيڼه يي اوسپنه ده,چښاک يي گرمي اوبه او نوان دي, او جامي يي داور ټکړي دي, اووه دروازي لري او دهري دروازي برخه سړي او ښځي معلوم دي ((رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: )) ايا د دوزخ دروازي زمونگ ددروازوپه شان دي? جبريل عليه السلام وويل : چي نه, بلکي دا دروازي خلاصي دي,ځيني لوړي او ځيني لاندي دي, ده يوي اوبلي دروازي ترمينځ دا اويا کلونو واټن ديُ [/quote:93a096e7ef]

ښاغلو اغلو! السلا عليکم ورحمة الله وبرکاته! جوړ روغ او ارام اوسۍ٠
ګرانه ،محترم وروره طالب جانه کور مو ودان ٠ په ډيراحترام عرض درته کوم ٠ که زحمت نه وي که تاسو
دغه مهرباني وکړي چه دغه حديث په کوم کتاب کي دي ٠ خدای دي وکړي چه زماخبره درواغ سي٠
دغه حديث نبوي نه رامعلوميږي ٠
نه پوهېږم چه تاسوڅو حديثه سره يو ځای کړي ٠ که څنکه نقل دي ٠ مننه
حليمي



ع کريم حليمي
22.05.2004

ګرانه دغه يو حديث دي او ډير لنډ دي ٠ د دوږخ دتودېدو او سور او سپين او توراو زر کاله ٠ په باره کي ٠

Al-Tirmidhi Hadith
Hadith 5673 Narrated by
AbuHurayrah

The Prophet (peace be upon him) said, "Hell was kindled for a thousand years till it became red, then it was kindled for a thousand years till it became white, then it was kindled for a thousand years till it became black, and it is black and dark."
Tirmidhi transmitted it.
ترجمه محمد(ص) ويل چه دوږخ زر کال بل وو چه سور سو ٠زر کاله ورسته سپين سو او زر کاله لګېدي چه توراو تاريک سو



ع کريم حليمي
22.05.2004

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 4.747 Narrated by
Rabia bin Abi Abdur Rahman

I heard Anas bin Malik describing the Prophet saying, "He was of medium height amongst the people, neither tall nor short; he had a rosy color, neither absolutely white nor deep brown; his hair was neither completely curly nor quite lank. Divine Inspiration was revealed to him when he was forty years old. He stayed ten years in Mecca receiving the Divine Inspiration, and stayed in Medina for ten more years. When he expired, he had scarcely twenty white hairs in his head and beard." Rabi'a said, "I saw some of his hairs and it was red. When I asked about that, I was told that it turned red because of scent."

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 5.257 Narrated by
Anas

(the servant of the Prophet) When the Prophet arrived (at Medina), there was not a single companion of the Prophet who had grey and black hair except Abu Bakr, and he dyed his hair with Hinna and Katam (i.e. plants used for dying hair). Through another group of narrators, Anas bin Malik said,. "When the Prophet arrived at Medina, the eldest amongst his companions was Abu Bakr. He dyed his hair with Hinna and Katam till it became of dark red color."

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 3.403 Narrated by
Anas bin Malik

Allah's Apostle forbade the sale of fruits till they are almost ripe. He was asked what is meant by 'are almost ripe.' He replied, "Till they become red." Allah's Apostle further said, "If Allah spoiled the fruits, what right would one have to take the money of one's brother (i.e. other people)?"
Narrated Ibn Shihab: If somebody bought fruits before their benefit is evident and then the fruits were spoiled with blights, the loss would be suffered by the owner (not the buyer).
Narrated Salim bin 'Abdullah from Ibn Umar: Allah's Apostle said, "Do not sell or buy fruits before their benefit was evident and do not sell fresh fruits (dates) for dried dates."

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 2.565 Narrated by
Anas bin Malik

Allah's Apostle forbade the selling of fruits until they were ripe. The Prophet (p.b.u.h) added, "It means that they become red."

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 7.733 Narrated by
Anas bin Malik

that he had seen Um Kulthum, the daughter of Allah's Apostle , wearing a red silk garment.

Sahih Al-Bukhari Hadith
Hadith 3.402 Narrated by
Anas bin Malik

he Prophet forbade the sale of fruits till their benefit is evident; and the sale of date palms till the dates are almost ripe. He was asked what 'are almost ripe' meant. He replied, "Got red and yellow."

انس بن مالک رضی الله عنه نه روايات ٠ دانس بن مالک څخه ډير روايات نسته اصلأ



طالب جان
02.06.2004

عزتمنه وروره (( حليمي )) صيب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دپورتني حديث حواله داده :

روى يزيد الرقاشي عن أنس بن مالك قال: جاء جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم في ساعةٍ ما كان يأتيه فيها متغيّر اللون، فقال له النبي صلى الله عليه وسلم: (( مالي أراك متغير اللون )) فقال: يا محمد جئتُكَ في الساعة التي أمر الله بمنافخ النار أن تنفخ فيها، ولا ينبغي لمن يعلم أن جهنم حق، و أن النار حق، وأن عذاب القبر حق، وأن عذاب أنْ تقرّ عينه حتى يأمنها.
فقال النبي صلى الله عليه وسلم: ((يا جبريل صِف لي جهنم ))
قال: نعم، إن الله تعالى لمّا خلق جهنم أوقد عليها ألف سنة فاحْمَرّت، ثم أوقد عليها ألف سنة فابْيَضّت، ثم أوقد عليها ألف سنة فاسْوَدّت، فهي سوداء مُظلمة لا ينطفئ لهبها ولا جمرها .

والذي بعثك بالحق، لو أن خُرْم إبرة فُتِحَ منها لاحترق أهل الدنيا عن آخرهم من حرّها ..

والذي بعثك بالحق، لو أن ثوباً من أثواب أهل النار عَلِقَ بين السماء و الأرض، لمات جميع أهل الأرض من نَتَنِهَا و حرّها عن آخرهم لما يجدون من حرها ..

والذي بعثك بالحق نبياً ، لو أن ذراعاً من السلسلة التي ذكرها الله تعالى في كتابه وُضِع على جبلٍ لَذابَ حتى يبلُغ الأرض السابعة .. والذي بعثك بالحق نبياً ، لو أنّ رجلاً بالمغرب يُعَذّب لاحترق الذي بالمشرق من شدة عذابها ..

حرّها شديد ، و قعرها بعيد ، و حليها حديد ، و شرابها الحميم و الصديد ، و ثيابها مقطعات النيران ، لها سبعة أبواب، لكل باب منهم جزءٌ مقسومٌ من الرجال والنساء .

فقال صلى الله عليه وسلم: (( أهي كأبوابنا هذه ؟!
قال: لا ، ولكنها مفتوحة، بعضها أسفل من بعض، من باب إلى باب مسيرة سبعين سنة، كل باب منها أشد حراً من الذي يليه سبعين ضعفاً ، يُساق أعداء الله إليها فإذا انتهوا إلى بابها استقبلتهم الزبانية بالأغلال و السلاسل، فتسلك السلسلة في فمه وتخرج من دُبُرِه ، وتُغَلّ يده اليسرى إلى عنقه، وتُدخَل يده اليمنى في فؤاده، وتُنزَع من بين كتفيه ، وتُشدّ بالسلاسل، ويُقرّن كل آدمي مع شيطان في سلسلة ، ويُسحَبُ على وجهه ، وتضربه الملائكة بمقامع من حديد، كلما أرادوا أن يخرجوا منها من غم أُعيدوا فيها
فقال النبي صلى الله عليه وسلم: (( مَنْ سكّان هذه الأبواب ؟! ))
فقال: أما الباب الأسفل ففيه المنافقون، ومَن كفر مِن أصحاب المائدة، وآل فرعون ، و اسمها الهاوية ..

و الباب الثاني فيه المشركون و اسمه الجحيم ..

و الباب الثالث فيه الصابئون و اسمه سَقَر ..

و الباب الرابع فيه ابليس و من تَبِعَهُ ، و المجوس ، و اسمه لَظَى ..

و الباب الخامس فيه اليهود و اسمه الحُطَمَة .
و الباب السادس فيه النصارى و اسمه العزيز ، ثم أمسكَ جبريلُ حياءً من رسول الله صلى الله عليه وسلم ، فقال له عليه السلام: ((ألا تخبرني من سكان الباب السابع ؟
فقال: فيه أهل الكبائر من أمتك الذين ماتوا و لم يتوبوا . فخَرّ النبي صلى الله عليه وسلم مغشيّاً عليه، فوضع جبريل رأسه على حِجْرِه حتى أفاق، فلما أفاق قال عليه الصلاة و السلام: (( يا جبريل عَظُمَتْ مصيبتي ، و اشتدّ حزني ، أَوَ يدخل أحدٌ من أمتي النار ؟؟؟ ))

قال: نعم ، أهل الكبائر من أمتك . .
ثم بكى رسول الله صلى الله عليه وسلم، و بكى جبريل ..
و دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم منزله و احتجب عن الناس ، فكان لا يخرج إلا إلى الصلاة يصلي و يدخل و لا يكلم أحداً، يأخذ في الصلاة يبكي و يتضرّع إلى الله تعالى .
فلما كان اليوم الثالث ، أقبل أبو بكر رضي الله عنه حتى وقف بالباب و قال: السلام عليكم يا أهل بيت الرحمة، هل إلى رسول الله من سبيل ؟ فلم يُجبه أحد فتنحّى باكياً. .

فأقبل عمر رضي الله عنه فوقف بالباب و قال: السلام عليكم يا أهل بيت الرحمة، هل إلى رسول الله من سبيل ؟ فلم يُجبه أحد فتنحّى يبكي. .

فأقبل سلمان الفارسي حتى وقف بالباب و قال: السلام عليكم يا أهل بيت الرحمة، هل إلى مولاي رسول الله من سبيل ؟ فأقبل يبكي مرة، ويقع مرة، ويقوم أخرى حتى أتى بيت فاطمة ووقف بالباب ثم قال: السلام عليك يا ابنة رسول الله صلى الله عليه وسلم ، وكان علي رضي الله عنه غائباً ، فقال: يا ابنة رسول الله ، إنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قد احتجب عن الناس فليس يخرج إلا إلى الصلاة فلا يكلم أحداً و لا يأذن لأحدٍ في الدخول ..
فاشتملت فاطمة بعباءة قطوانية و أقبلت حتى وقفت على باب رسول الله صلى الله عليه وسلم ثم سلّمت و قالت : يا رسول الله أنا فاطمة ، ورسول الله ساجدٌ يبكي، فرفع رأسه و قال: (( ما بال قرة عيني فاطمة حُجِبَت عني ؟ افتحوا لها الباب ))

ففتح لها الباب فدخلت ، فلما نظرت إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم بكت بكاءً شديداً لما رأت من حاله مُصفرّاً متغيراً قد ذاب لحم وجهه من البكاء و الحزن ، فقالت: يا رسول الله ما الذي نزل عليك ؟!
فقال: (( يا فاطمة جاءني جبريل و وصف لي أبواب جهنم ، و أخبرني أن في أعلى بابها أهل الكبائر من أمتي ، فذلك الذي أبكاني و أحزنني ))

قالت: يا رسول الله كيف يدخلونها ؟!

قال: (( بلى تسوقهم الملائكة إلى النار ، و لا تَسْوَدّ وجوههم ، و لا تَزْرَقّ أعينهم ، و لا يُخْتَم على أفواههم ، و لا يقرّنون مع الشياطين ، و لا يوضع عليهم السلاسل و الأغلال ))
قالت: يا رسول الله كيف تقودهم الملائكة ؟!
قال: (( أما الرجال فباللحى، و أما النساء فبالذوائب و النواصي .. فكم من ذي شيبةٍ من أمتي يُقبَضُ على لحيته وهو ينادي: واشَيْبتاه واضعفاه ، و كم من شاب قد قُبض على لحيته ، يُساق إلى النار وهو ينادي: واشباباه واحُسن صورتاه ، و كم من امرأة من أمتي قد قُبض على ناصيتها تُقاد إلى النار و هي تنادي: وافضيحتاه واهتك ستراه ، حتى يُنتهى بهم إلى مالك ، فإذا نظر إليهم مالك قال للملائكة: من هؤلاء ؟ فما ورد عليّ من الأشقياء أعجب شأناً من هؤلاء ، لم تَسْوَدّ وجوههم ولم تَزرقّ أعينهم و لم يُختَم على أفواههم و لم يُقرّنوا مع الشياطين و لم توضع السلاسل و الأغلال في أعناقهم !!

فيقول الملائكة: هكذا أُمِرنا أن نأتيك بهم على هذه الحالة ..
فيقول لهم مالك: يا معشر الأشقياء من أنتم ؟!
وروي في خبر آخر : أنهم لما قادتهم الملائكة قالوا : وامحمداه ، فلما رأوا مالكاً نسوا اسم محمد صلى الله عليه وسلم من هيبته ، فيقول لهم : من أنتم؟ فيقولون: نحن ممن أُنزل علينا القرآن،ونحن ممن يصوم رمضان . فيقول لهم مالك: ما أُنزل القرآن إلا على أمة محمد صلى الله عليه وسلم ، فإذا سمعوا اسم محمد صاحوا : نحن من أمة محمد صلى الله عليه وسلم .
فيقول لهم مالك : أما كان لكم في القرآن زاجرٌ عن معاصي الله تعالى .. فإذا وقف بهم على شفير جهنم، ونظروا إلى النار وإلى الزبانية قالوا: يا مالك ائذن لنا نبكي على أنفسنا ، فيأذن لهم ، فيبكون الدموع حتى لم يبق لهم دموع ، فيبكون الدم ، فيقول مالك: ما أحسن هذا البكاء لو كان في الدنيا، فلو كان في الدنيا من خشية الله ما مسّتكم النار اليوم
فيقول مالك للزبانية : ألقوهم .. ألقوهم في النار
فإذا أُلقوا في النار نادوا بأجمعهم : لا إله إلا الله ، فترجع النار عنهم ، فيقول مالك: يا نار خذيهم، فتقول : كيف آخذهم و هم يقولون لا إله إلا الله؟ فيقول مالك: نعم، بذلك أمر رب العرش، فتأخذهم ، فمنهم من تأخذه إلى قدميه، ومنهم من تأخذه إلى ركبتيه، ومنهم من تأخذه إلى حقويه، ومنهم من تأخذه إلى حلقه، فإذا أهوت النار إلى وجهه قال مالك: لا تحرقي وجوههم فطالما سجدوا للرحمن في الدنيا، و لا تحرقي قلوبهم فلطالما عطشوا في شهر رمضان .. فيبقون ما شاء الله فيها ، ويقولون: يا أرحم الراحمين يا حنّان يا منّان، فإذا أنفذ الله تعالى حكمه قال: يا جبريل ما فعل العاصون من أمة محمد صلى الله عليه وسلم ؟ فيقول: اللهم أنت أعلم بهم . فيقول انطلق فانظر ما حالهم .

فينطلق جبريل عليه السلام إلى مالك و هو على منبر من نار في وسط جهنم، فإذا نظر مالك على جبريل عليه السلام قام تعظيماً له ، فيقول له يا جبريل : ماأدخلك هذا الموضع ؟ فيقول: ما فَعَلْتَ بالعصابة العاصية من أمة محمد ؟ فيقول مالك: ما أسوأ حالهم و أضيَق مكانهم،قد أُحرِقَت أجسامهم، و أُكِلَت لحومهم، وبقِيَت وجوههم و قلوبهم يتلألأ فيها الإيمان .
فيقول جبريل: ارفع الطبق عنهم حتى انظر إليهم . قال فيأمر مالك الخَزَنَة فيرفعون الطبق عنهم، فإذا نظروا إلى جبريل وإلى حُسن خَلقه، علموا أنه ليس من ملائكة العذاب فيقولون : من هذا العبد الذي لم نر أحداً قط أحسن منه ؟ فيقول مالك : هذا جبريل الكريم الذي كان يأتي محمداً صلى الله عليه وسلم بالوحي ، فإذا سمعوا ذِكْر محمد صلى الله عليه وسلم صاحوا بأجمعهم: يا جبريل أقرئ محمداً صلى الله عليه وسلم منا السلام، وأخبره أن معاصينا فرّقت بيننا وبينك، وأخبره بسوء حالنا
فينطلق جبريل حتى يقوم بين يدي الله تعالى ، فيقول الله تعالى: كيف رأيت أمة محمد؟ فيقول: يارب ما أسوأ حالهم و أضيق مكانهم .

فيقول: هل سألوك شيئاً ؟ فيقول: يا رب نعم، سألوني أن أُقرئ نبيّهم منهم السلام و أُخبره بسوء حالهم . فيقول الله تعالى : انطلق فأخبره ..

فينطلق جبريل إلى النبي صلى الله عليه وسلم وهو في خيمة من درّة بيضاء لها أربعة آلاف باب، لكل باب مصراعان من ذهب ، فيقول: يا محمد . . قد جئتك من عند العصابة العصاة الذين يُعذّبون من أمتك في النار ، وهم يُقرِئُونك السلام ويقولون ما أسوأ حالنا، وأضيق مكاننا
فيأتي النبي صلى الله عليه وسلم إلى تحت العرش فيخرّ ساجداً ويثني على الله تعالى ثناءً لم يثنِ عليه أحد مثله ..

فيقول الله تعالى : ارفع رأسك ، و سَلْ تُعْطَ ، و اشفع تُشفّع .
فيقول: (( يا رب الأشقياء من أمتي قد أنفذتَ فيهم حكمك وانتقمت منهم، فشفّعني فيهم ))
فيقول: (( يا رب الأشقياء من أمتي قد أنفذتَ فيهم حكمك وانتقمت منهم، فشفّعني فيهم ))
فيقول الله تعالى : قد شفّعتك فيهم ، فَأْتِ النار فأخرِج منها من قال لا إله إلا الله . فينطلق النبي صلىالله عليه وسلم فإذا نظر مالك النبي صلى الله عليه وسلم قام تعظيماً له فيقول : (( يا مالك ما حال أمتي الأشقياء ؟! ))

فيقول: ما أسوأ حالهم و أضيق مكانهم . فيقول محمد صلى الله عليه وسلم : (( افتح الباب و ارفع الطبق )) ، فإذا نظر أصحاب النار إلى محمد صلى الله عليه وسلم صاحوا بأجمعهم فيقولون: يا محمد ، أَحْرَقت النار جلودنا و أحرقت أكبادنا، فيُخرجهم جميعاً و قد صاروا فحماً قد أكلتهم النار فينطلق بهم إلى نهر بباب الجنة يسمى نهر الحيوان ، فيغتسلون منه فيخرجون منه شباباً جُرْدَاً مُرْدَاً مُكحّلين و كأنّ وجوههم مثل القمر ، مكتوب على جباههم "الجهنّميون عتقاء الرحمن من النار" ، فيدخلون الجنة فإذا رأى أهل النار أن المسلمين قد أُخرجوا منها قالوا : يا ليتنا كنا مسلمين وكنا نخرج من النار، وهو قوله تعالى :

} رُبّمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفََرَواْ لَوْ كَانُواْ مُسْلِمِينَ { [ الحجر:2 ]
و عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: (( اذكروا من النار ما شئتم، فلا تذكرون شيئاً إلا وهي أشد منه ))

* و قال: (( إنّ أَهْوَن أهل النار عذاباً لَرجلٌ في رجليه نعلان من نار ، يغلي منهما دماغه، كأنه مرجل، مسامعه جمر، وأضراسه جمر، و أشفاره لهب النيران، و تخرج أحشاء بطنه من قدميه ، و إنه لَيَرى أنه أشد أهل النار عذاباً، و إنه مِن أهون أهل النار عذاباً ))
* وعن ميمون بن مهران أنه لما نزلت هذه الآية : } وَ إِنَّ جَهَنّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ { [ الحجر:43 ] ، وضع سلمان يده على رأسه و خرج هارباً ثلاثة أيام ، لا يُقدر عليه حتى جيء به .
رواه الطبراني في الاوسط .



ع کريم حليمي
31.07.2004

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
طالب جانه وروره دادي يوه مقاله کافي کړې ده ٠ او ډيرو خلګو درد کړې ده ٠
اوليکونکې ئې يو نجلۍ ده ٠ 30/5/1425

درنولوستونکو سلام ، خصوصا،غروال صاحب ، نقاد صاحب
دغه مقاله چه په هغه ورځ طالب جان وليکل ٠ چه ما ولوستل پوه سوم ٠ مقاله وه ٠ کله چه مي حواله وغوښتل نو
په جواب کي ئي دغه حواله راکړه (رواه الطبراني في الاوسط )
دا اصلأ د دغه http://www.twbh.com/index.php څخه کاپي سوې وه ٠ نورو خلګو په عربي ژبه هم اعتراضونه
پر نيولي دي ٠ او طالب جان د مطبوعاتو له قانونه هم ګامونه اړوي ٠ او بيا مقاله په حديث خرڅوي ٠
حليمي



طالب جان
02.08.2004

گرانو محترمومکرمو او عزتمنو وروڼواو پتمنوخويندو :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

دعزت وړه حليمي صيب ستاسي له ليکني څخه يوه نړۍ مننه . وروره داپورتنی حديث حديث دی البته راوي يي ( يزيدالرقاشي ) نوميږي چي درجالو دپوهانو په نزد مجروح دی او دحلال او حرام په اړه يي علما داحتياط له کبله په روايت شويو حديثونو له استدﻻل څخه ډډه کوي . مګر په ترغيب اوترهيب اووعداووعيد کي په داسي روايتونو استدﻻل علماو روا بللی ځکه په دې شيانو کي کوم دي حلال اوحرام ذکر نشته ځکه نوپه پورته مسأله کي کوم چي مقصدخالص ترغيب اوترهيب دی استدﻻل پرې کوﻻي شو.

تاسي چي کوم ادرس ليکلی هلته هم په راوي باندي ( يزيد الرقاشي) جرحه شوي په نفس حديث کي هيڅ هم ندي ويل شوي . والله اعلم باالصواب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more