د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دا شاعري څنګه ارزيابي کوئ؟

كريم كامران
07.12.2010

السلام عليكم

درنو شاعرانو وروڼو! شايد تاسو ته ډيره عجيبه غوندې معلومه شي، زه شاعر نه يم خو دا حقيقت دى، کله کله په خوب کې يو بيت له ځانه سره زمزمه کوم، حال دا چې هغه بيت ما هيڅ اوريدلى نه وي، خو هم د وزن، هم د قافيې او هم د معنى له لحاظه ډير موزون بيت وي، کله ناکله خو آن په عربي کې هم يو داسې بيت وايم چې په ويښه هيڅ نه وي اوريدلى، ځينې وخت په همدې حالت کې راويښ شم او په هماغه وخت کې مې ياد وي خو وروسته بيرته راڅخه هير شي.

قدرمن شاعران، او متشاعران وروڼه کولى شي ځواب راکړي چې دې شاعرۍ ته به کومه سترګه ګوري او څنګه يې ارزيابي كوي؟؟ ما سره يې تراوسه كوم قانع کوونکی ځواب نشته.

ستاسو د ځوابونو په تمه.


عادل عادل
09.12.2010

سلامونه

محترم کامران صیب، د ورته حالت سره زه خپله هم ډیر ځله مخ شوی یم او کیژم، خو کاش چې حافظې دومره یاري کولای تر څو مو لاس تر قلم او یوې ټوټې کاغذ پورې رسیدئ.

ددې نه ایخوا که مو فکر کړئ وي ځنې وخت سړي ته نوې پیښې یا مناسبتونه تکراری ډول بریښي ، په داسې توګه چې د چا خبره کانفیوز کوونکئ حالت سره مخ شو او د قناعت وړ هیڅ ډول نتیجه ترې نه شو راایستلئ بې لدې چې په قوی احتمال سره مو په تیر وخت کې ورته مناسبت په هیر شوي خوب سره لیدلی وي او په عملي لیدو سره د هغې د تکرار او اشنایی احساس راته پیدا کیژي.

هیله ده چې ټول هغه به چې د خوب په ماهیت پوهیژي ، خپل نظر پرې څرګند کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more