د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ماته ضروري پوښتنه

zubair
02.12.2010

د بحث فورم درنو ګډونکونکو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
پوښتنه مي داده : د کمپيوټر پرمخ مي توره پرده ده ، نه ايسته کيږي ، البته ايکنونه په کي ښکاري ، د دې علاج به څه وي؟
او په کمپيوټر کي مي سيون وينډوز ده.
ستاسو د همکارۍ په هيله


كريم كامران
02.12.2010

وعلیکم السلام

دا پوښتنه مو که لږ واضحه کړئ، څنګه له یوې خوا توره پرده ده او له بلې خوا آیکنونه هم پکې ښکاري؟؟؟
که مطلب مو د رڼا تتوالی وي نو دا خو د مونیټور مسئله ده، د رڼا د زیاتولو او کمولو مخصوصې تڼۍ دي په مونیټور باندې، د هغې نه یې بیرته رڼا زیاتولی شئ.
او که مطلب مو بل شی وي لږ وضاحت ورکړئ ان شاء الله چې خدای به دې مشکل حل کړي.


ريان احمدزى
06.12.2010

سلامونه اوښې چاري

کامران صیب ددې وروردوينډوزسيون کراک ختم شوي
زماهم ختم دي همدغه توره پرده پرې راغلي خوايکون پکي ښکاري
دحيرانتياخبره نه ده
زبيروروردي لانديني ښي کونج ته وګوري هلته به ليکل شوي وي چې
This copy of Windows is not genuine
نوکامران صيب که تاسوته يې کومه لاره ګودر مالوم وي دمهربانۍ له مخي
يې له ما اوزبيرصیب نه مه سپموئ

مننه


كريم كامران
06.12.2010

ريان صاحب!
زبير ورور دې داسې وكړي چې نږدې كوم كمپيوټر والا دوكان ته دې ورشي چې په كار او خبره پوه سړی وي او دا كمپيوټر دې هم د ځان سره واخلي او هغه ته دې دا خپل مشكل بيان كړي.
كه خداى كول د كمپيوټر د سكرين توره پرده به يې لري شي.


ملانصرالدين
07.12.2010

احمدزي صيب ډيره مننه كوم چي دخلكو مشكلات حل كوي. زماټايپنګ ډير سلودى كه پهه دغه رابطه معلومات راكړي چي څنګه وكړم ټايپنګ مي سپيډواخي؟؟ ډيره مننه كوم. ستاسي په ايجازه.


ريان احمدزى
07.12.2010

ټولووروڼوته سلامونه
ملانصرالدين صاحب ټول افغان ته په خيرراغلاست

الله دي وکړي چې په خندونکوټوکوموونازوې
اول خوستانوم هم يوه ستره ټوکه ده :lol:

نومحترما ! ستاسوټايپنګ به هله تېزشي چې زمونږيعني دټول افغان لوستونکيوته
په ورځ کي دوه درې ټوکې وليکئ
ګني همداسي به کم سپډه يې :wink:

نور نوزه کمپيوټرپوه نه يم په دې اړه له کريم کامران صیب اونعمت الله صیب نه
پوښتنه کوئ هغوئ دکمپوټرښه ماهران دي ماشاالله
اوخدای دې لري

زمامشوره داده چې راځه دټوکوټکالوخوني ته هلته به موټايپنګ هم تېزشي
اوموږبه هم وخندوئ :lol:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more