د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

داسی دواسته

عبدالسلام آیو
04.11.2010

سلامونه درنو دوستانو
داسی دوا سته چه سړی ښه پهلوان کړی یعنی چه انسان ښه چاغ کړی دابه تاسی ضرور لیکی چه کوم رقم دوا انسان چاغه وی
ستاسو دښه صحت په هیله


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
04.11.2010

هو داسی دوا هم سته دی خو وروسته یی بیا تاونونو ته ټینګ شه. او داسی خواړه هم سته چی انسان چاغوی.خو ډیرچاغوالی هم رنځوری ده.که د انسان وزن د هغه د اونی په تناسب برابر وی شه دی .یعنی که دوه ،دری کیلو د هغی د اونی نه اضافه وی دا نورمال وزن بلل کیږی.
که غواړی چی چاغ سی نو ښه خواړه وکړی او اعصاب مو ارامه ساتی.شه خواړه لکه غوشه ،وریژی یا وریجی ډیری خوری ،او لبنیات ،تازه میوه او وچه میوه وخوری.د چرګانو غوشه د چاغی لپاره ښه ده البته فارمی چرګان چی د غوشی نه یی وازده ډیره ده.او د ډوډی خوړولو نه وروسته خوب وکړی.یعنی زر بیده شی.ډیر درانه کارونه مکوی او په لاره هم ډیر چټک مه ځی. که واده لری نو د کوروالی نه هم لږ لری اوسی.او که اشتها مو خرابه وی نو داشتها د راوستلو لپاره بعضی شیان شته چی د هغی توصیه زه تاسی ته نکوم خدای مو ترینه ساته.نو په میاشت کی دننه دننه به مو غمبوری او خیټه غټه شی او هر چاته به دروند او مالداره ښکاری.
هغه کسان چی په شکری ناروغی اخته وی او یا د بلدپریشر یا فشار ناروغی لری او یا د اعصابو تکلیف لری هغوی هم د چاغیدلو ډیر چانس لری.او خدای پاک دی وکړی چی ددی ناروغیو نه خلاص اوسی.
نور نو تاسی ته ښه اشتها غواړم .چاغ اوسی د ښه روغتیا سره.


عنوان

tandar
04.11.2010

پوښتونه مړ دی کړمه په دی نسخو سره،دا ډاکتری دی له کومه کړله؟
په دی نسخو سره به دی ډیر خلک مجرد کړی ٠

,,,,,,,,,,,,,,,..یعنی زر بیده شی,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,.
,,,,,,,,,,,,,,ډیر درانه کارونه مکوی ,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
,,,,,,,,,,,,,,او په لاره هم ډیر چټک مه ځی.,,,,,,,,,,
,,,,,,,,,,,,,که واده لری نو د کوروالی نه هم لږ لری اوسی.,,,,,,,,,,,,,,,,
,,,,,,,,,,,,او که اشتها مو خرابه وی نو داشتها د راوستلو لپاره بعضی شیان شته چی د هغی توصیه زه تاسی ته نکوم,,,,,,,,,,,,,,,,,,
ورور ته ووایه چاغی دژوند لنډیدل دی او بس٠


عنوان

tandar
04.11.2010

١،وروره چه هر شی په مخه درتلو مقصد دخوراک وی نه ورته مه کوه خوره ې
٢،ځای پر ځای ځان ورته واچوه ارام وکړه پریږده چه بل ې درته راوړی او ته تری کش تیر کړه٠
٣،اوبه یعنی مایع نه لږ استفاده کوه ځکه چه معده کی دخوراکی موادو ځای تنګوی٠ ٤، دا دچاغیدو په ګرنټی سره شرایط دی٠
٥، دډیر عمر په امید کی باید ونه اوسی ،ځکه چاغی دمرضونو مور ده٠
٦،دپهلوانی وعهده څوک نه شی درکولی ،اما ددی وعهده زه درسره کوم چه جګیدلو او ګرځیدو سره دبل کومک ته به ضرورت لری٠
٧، په چاغی کی به لکه سنډا غټ ښکاره کیږی مګر د زور او طاقت نه به دیو ماشوم دزوره هم نه وی٠
٨ ، چاغی او پهلوان کیدل نسبی هم ده اودتا عمر پوری اړه لری ،که ته اوس په ٥٠ کلنی کی ځان نه پهلوان جوړوی او غواړی چه په لاره کوږ کوږ لاړ شی ،دی ته خیال پلو واې ٠
٩، که غواړی ددی هوس څخه تیر شی شاید زیات ژوند وکړی ٠
نور دی دا ارمان خدای پوره کړه٠
مننه٠


پښتون.
04.11.2010

تندر صیب تاسی ماته وایی چی مړ دی کړم،ستا په دی نسخی ویلو نزدی زه مړ شوی وم.د هری مادی نه مخکی او وروسته می د سترګو نه اوښکی تللی اوپه خوله او تشو می درد شو،لکه چی زما غوندی تاسو هم ډاکتری پریښودی ده.دی ورور ته هیچا هم ځواب ورنکړ نو ما وغوښتل چی دا خپل ناڅیزه معلومات ورسره شریک کړم چی د چاغی کومی ګټی یا فایدی دی او څه نقصان لری. ولی تاسی دلته ډیری مهمی مادی وړاندی کړی دی چی:

١،وروره چه هر شی په مخه درتلو مقصد دخوراک وی نه ورته مه کوه خوره ې .نوش جان
٢،ځای پر ځای ځان ورته واچوه ارام وکړه پریږده چه بل ې درته راوړی او ته تری کش تیر کړه٠
٥، دډیر عمر په امید کی باید ونه اوسی ،ځکه چاغی دمرضونو مور ده٠
٦،دپهلوانی وعهده څوک نه شی درکولی ،اما ددی وعهده زه درسره کوم چه جګیدلو او ګرځیدو سره دبل کومک ته به ضرورت لری٠
٧، په چاغی کی به لکه سنډا غټ ښکاره کیږی مګر د زور او طاقت نه به دیو ماشوم دزوره هم نه وی٠
او دا دی هم ښه ویلی دی ،چاغی د ژوند لنډیدل دی اوچاغی د مرضونو زیږنده ده .
هیله لرم چی دا ورور زمونږه د معلوماتو څخه ښه ګټه واخلی.
روغ او خوشحاله اوسی.


عبدالسلام آیو
05.11.2010

سلامونه پښتون اوتندر وروره یوجهان مننه
ما ویل چه بس لږ قدر چاغ شم دسنډا هومره چاغیده هم نه ده پکار
بیا هم له تاسو څخه مننه چه خپل معلومات مو راسره شریک کړه


عنوان

tandar
05.11.2010

وروره تور توتان لتانه جار دی دمننی وړ خبره نه ده ،پوښتون پیس،، دنسخی اجوره،،نه غواړی مقصد که کوم بل وخت کی ور برابر شوی یوه ښه پښه چرګه ورته راوړه ،پام کوه چه چرګ نه وی ،ځکه دی دچرګو ډیر شوقی دی چه یو ښه بنډار پری و کړی بیا درته نوری ښی ښی نسخی هم لیکی٠
او که دا نسخی دی په ځان تطبیق کړی انشاالله چه په کم وخت کی دخوګیاڼیو دکږی دبازار ګوپالی هندو درڅخه جوړ شی، هغه به هم دچاغی نه پلتی نه شوی وهلی په ډډه به کښیناستو او متیازی به ې هم چلمچی کی کولی٠
ستادچاغیدو او په ډیر خوراک کی د پهلوانی په امید٠
مقصد دخوراک په وخت کی کاسی سمی پاکوه، نور ټول کارپه خپله کیږی٠
ستاخوښی زمونږ خوشحالی٠


قريش
12.11.2010

وروره ډاکټر صیبانو خو خپل معلومات درکړي دي البته زه هم یوه وړه غوندې مشوره لرم چې د انسان په چاغولو کې مرسته کولی شي کیدی شي ځیني ډاکټران یې له دې موضوع سره بې ربطه وبولي خو زه یې وایم.
که غواړې چاغ شي د شپې د خوب پرمهال د کوټې څراغ بل پرېږده. ساینسي څیړنو ثابته کړې چې د بل څراغ لاندې خوب کول د انسان په دماغي حجرو باندې خاص تاثیر کوي چې د همدې تاثیر په نتیجه کې په انسان کې چاغوالی راځي.
دهمدې خاطره ساینسپوهان د شپې لخوا د څراغ وژلو او په تیاره کې د خوب سپارښتنه کوي.
دا هغه سپارښتنه ده چې زمونږ پیغمبر مونږ ته څوارلس نیم سوه کاله مخکې کړې وه، خو بېچاره ساینسپوهان اوس دې نتیجې ته ورسیدل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more