د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

جهاد لغوي ،اصطلاحي، تعرضي که دفاعي


طالب جان
13.05.2004

جهاد لغوي ،اصطلاحي، تعرضي که دفاعي

نحمده ونستغفره ونستنصره ونتوکل عليه ونصلي علي سيد المجاهدين رسوله الکريم صلي الله التعالي عليه وعلي آله وصحبه و اهل بيته اجمعين . اما بعد !
دجهاد لغوي معنا : علامه قسطلاني رحمة الله عليه په ارشاد الساري 31 مخ 5 ټوک کي پدی اړه داسي ليکلي (( وهو مشتق من الجَهدبفتح الجيم وهو التعب والمشقة لمافيه من ارتکابها او من الجهدبالضم وهوالطاقة لأن کل واحد منه بذل طاقته في دفع صاحبه )) .
ژباړه: جهاد له جَهد څخه اخيستل شوی(دجيم په زورسره) مانايی ستړتيا او سختي گالل دي نوجهاد ته هم ځکه جهاد ويل کيږي چي انسان يی په ترڅ کي سختي او ستوماني گالي.اوياهم هغه دجيم په پيښ سره له جُهد نه اخيستل شوی چي مانا يی دطاقت راځي.نوجهاد ته ددغه تعبير له مخي جهاد ځکه وايی چي په ترڅ کي يی کفار او مسلمانان دواړه ديوه بل پرخلاف ځواک اوطاقت کاروي.
دجهاد داصطلاحي معنا په اړه دعلماوو اقوال بيلابيل دي خو په حقيقت کي هسي تعبيرات مختلف دي.داټول اقوال په پای کي په يوی مانا پای ته رسيږي.
علامه قسطلاني په خپل وتلي کتاب (ارشادالساري )٥ټوک 31 مخ کي دجهاد اصطلاحي معنی داسي ليکي:
((قتال الکفار لنصرة الأسلام وأعلاء کلمة الله )) .
ژباړه: جهاد په اصطلاح کي داسلام دمرستي او دلوی خدای جل جلاله دکلمی دلوړوالي په مقصد دکفارو دوژلو په معنی دی.علامه کاساني رحمه الله په بدائع الصنائع 7ټوک 79 مخ کي داسي ليکي: (( وفي عرف الشرع يستعمل في بذل الوسع والطاقة بالقتل في سبيل الله عز وجل باالنفس _ والمال _ واللسان وغير ذالک)) .
ژباړه : دشريعت په اصطلاح کي جهاددی ته وايي چي انسان دالله تعالي په لاره کي دکفارو دوژلو لپاره خپل ټول ځواک په کار واچوي . که هغه دځان په استعمال سره وي که دمال ژبی او يا هم نورو شيانو په ذريعه سره .
نورو علماوو هم دې ته ورته تعريفونه بيان کړي خوکله چي دی ټولو تعبيراتو ته ځير شو نو مونږته ددی ټولو تعريفونو په پای کي دا لاندي معنا په لاس راځي چي !
جهاد فقط دوژلونوم نه دی بلکه دالله تعالي دکلمې دلوړولو او دکفاروددبدبې دکمولو لپاره هر کو ښښ ته جهاد ويل کيږي که هغه په سلاح سره وي که په مال سره که په عمل سره که په قلم يا هم په ژبه سره وي _ خو _ دلته دا خبره يادول هم ضروري دي چي جهاد چي کله مطلق ذکر شي لکه په ډيرو اياتونو کي چي دی نوله هغه څخه ايکي يوه معنا اخيستل کيږي او هغه داچي دکفارو دوژلو لپاره دخپل ځواک او طاقت مصرفول .
پدی نورو معنا گانو باندي که چيري قرينه موجوده وي نو دجهاد اطلاق ورباندي کيږي که نه نو دجهاد همدا يوه معنا (( دکفارو وژل )) متعينه ده .
هسي خو علماوو دجهاد ډير اغراض کليه او جزيه ليکلي دي چي دټولو ليکل ډيروخت غواړي خو په لنډه توگه بايددومره وويل شي چي قرآني آياتونه او نبوي احا ديث ټول پدی څرگنددلالت کوي چي دجهاد غرض داسلام عزت برقراره ساتل ، اعلاء کلمة الله ، او دکفارو دبده شان او شوکت ماتول او غرور يي له خاورو سره خاوري کول دي .
[color=blue:281c60fd22]پوښتنه :[/color:281c60fd22] دکفارو لخوا په مسلمانانو دا گوت نيونه کيږي چي مسلمانانو اسلام دتوري په زور خپور کړی دې خبري ډير ضعيف العقيده مسلمانان هم غولولي دي اووايي چي يقينا اسلام دتوري په زور خپور شوی ؟؟؟
[color=darkblue:281c60fd22]ځواب [/color:281c60fd22]: داخبره دغربي افکارو او کفري انظارو زيږنده ده چي په حقيقت کي هيڅ اصل نه لري ځکه چي لکه څنگه چي مو مخکي وويل دجهاد غرض دانه دی چي خلک په زور مسلمان کړي بلکه دجهاد غرض دادی له ځمکي څخه دفساد جرړي وايستل شي او په ځای يي الهي احکام په الهي ځمکه نافذ شي او دکفارو غلبه او دبدبه ختمه شي .
نو دکفارو قوت دظلم ،فتنې ، او فساد اصلي لامل دی او دحق دقبلولو او حقي لاري ته دخلکو درابللو په لاره کي لوی خنډ دی نو ځکه دجهاد له لاري دکفر او کفارو ختمول په کار دي .
کچيري دجهاد موخه دزور له لاري دخلکو مسلمانول وای نو بيا به په کفارو باندي جزيه نه لازميده حال داچي کله چي مجاهدين کوم ځای فتحه کړي نو دهغه ځای په اوسيدونکو کفارو فقط جزيه لازمه گرځوي په زور يي مسلمانولو ته نه اړباسي دجزيي دټاکلو لامل هم دادی چي دهغو کفارو دمال ، ناموس ، اوعزت ساتل په مجاهدينو داسي فرض شي لکه دمسلمانانو دعزت ساتل او امنيت يي دمجاهدينو له غاړي شي نو ددی په بدله کي مسلمانان په هغوی جزيه وټاکي .
[color=darkred:281c60fd22]يوه تيروتنه [/color:281c60fd22]: ځيني مسلمان وروڼه چي دکفارو له نظرياتو نه متاثره شوي داخبره کوي چي په مسلملنان فقط دفاعي جهاد ضروري دی اقدامي يا تعرضي جهاد نه دی ضروري . يعني که کفار په مسلمانانو بريد وکړي نو په مسلمانانو خپله دفاع فرض ده او په کفارو دحملی کولو اقدام يا لومړی والی فرض نه دی ؟؟؟
[color=indigo:281c60fd22]ځواب :[/color:281c60fd22] په کتاب الله سنت رسول الله او دفقهي شريفي په کتابونو کي ددی وينا هيڅ بنسټ نشته خو دا يوه ډيره مهمه خبره ده ځکه يي نو ده تفصيل سره بيانوو .
په قرآني آياتونو او نبوي احاديثو کي له نظر کولو وروسته دا خبره څرگنديږي چي د جهاد احکام دپالونکي څښتن لخوا دمختلفو زمانو په بنياد په څلورو برخو ويشل کيږي .
[color=indigo:281c60fd22]لمړۍ برخه : [/color:281c60fd22]
داسلام حق دين ته دخلکو رابلل او دکفارو په هر ډول تکليفونه او سختۍ زغمل او صبر پری کول او له هغوی سره دقتل او قتال دنه کولو امر يا حکم فرمايل دا مرحله هاله وه کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم په مکه مکرمه کي تشريف در لود . دا مرحله دالله تعالي له دې فرمان څخه معلوميږي !
((فا صدع بما تؤمر واعرض عن المشرکين ))4 ټوک 94 آيت سورة الحجر .
ژباړه : نو ښکاره کړه ((ای محمده ))هغه چي ته پرې مامور يي او مخ واړوه له مشرکانو څخه . همداراز په بل آيت شريف کي راځي !
((خذالعفو وأمر باالعرف واعرض عن الجاهلين )) 9ټوک 199 آيت سورة العراف .
ژباړه : ونيسه ((ای محمده )) عادت دعفوي او امر کوه په نيکو کارونو سره او مخ وگرځوه له ناپوهانو څخه . همداراز په حديث شريف کي راغلي دي چي !
(( اني امرت باالعفو فلا تقاتلو ا )) بيهقي 9ټوک 11 مخ مستدرک حاکم 2 ټوک 307 مخ . ژباړه: ماته دعفوي امر شويدی نوتاسي کفار مه وژنۍ .
همدا راز امام قرطبي رحمه الله په خپل وتلي تفسير کي ليکلي دي چي (( ولم يؤذن للنبي صلي الله عليه وسلم في القتال مدة اقامته بمکة )) قرطبي 3ټوک 38 مخ .
ژباړه : تر څو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم په مکه مکرمه کي اوسيدلو تر هغه وخته پوري دقتال اجازه نه وه ورکړل شوي .
[color=blue:281c60fd22]دوهمه برخه .[/color:281c60fd22]
په دوهمه برخه کي په مسلمانانو قتال مباح وگرځول شو فرض لا نه وو په دې برخه کي دا آيت شريف رانازل شو !
(( اذن للذين يقاتلون بانهم ظلموا وان الله علي نصرهم لقدير )) 17 ټوک 39 آيت الحج .
ژباړه : اجازه ورکړه شويده هغو کسانو ته چي قتال ورسره کاوه شي ((دکفارو لخوا )) له دی امله چي بيشکه په دوی ظلم شوی او بی شکه چي الله تعالي ددوي په مرسته هرومرو ښه قادر دی . ابن کثير رحمه الله ددې آيت په اړه فرمايلي چي ((وقال غير واحد من السلف هذه اول آية نزلت في الجهاد )) تفسير ابن کثير 5ټوک 430 مخ .
ژباړه : ډيری علما دا وايي چي دالمړنی آيت دی چي دجهاد په اړه نازل شوی .
[color=darkblue:281c60fd22]دريمه برخه :[/color:281c60fd22]
پدې برخه کي په مسلمانانو قتال فرض شو مگر په دی شرط که دقتال پيل کفارو کړی وو يعني دفاعي جهاد فرض شو تعرضي نه . پدی مرحله کي دا آيت شريف رانازل شو :
((وقاتلو في سبيل الله الذين يقاتلونکم ولا تعتدو ان الله لا يحب المعتدين ))2ټوک 190 آيت سورة البقره .
ژباړه : او جنگ کوۍ ((ای مؤمنانو )) په لاره دالله کي له هغو کسانو سره چي جنگ کوي له تاسي سره اومه کوۍ زيادت بيشکه چي الله نه خوښوي تيريدونکي له حده . پدې برخه کي که دکفارو لخوا په مسلمانانو بريد شوی وای نو ددفاع په توگه په مسلمانانو هم قتال فرض وو.
[color=blue:281c60fd22]څلورمه برخه :[/color:281c60fd22]
دادجهاد هغه آخيرنۍ مرحله ده چي تر قيامته پوري به پاتي وي او هيڅ ډول تغير او تبديل نه شي پکي راتلاې پدې برخه کي لوي خداي جل جلا له مسلمانانو ته د اقدامي يا تعرضي جهاد عمومي امر وفرمايه اوويي ويل چي تاسي هر ځاي او په هرحالت کي کفار وژلاي شي که هغه په تاسي بريد وکړي که يي ونه کړي په تاسي فرض ده چي تاسي بريد ورباندي وکړۍ.
ددې برخي حکم دهجرت د نهم کال له حج څخه فقط څلور مياشتي وروسته پيل شو او ددې مرحلی امر په هماغه حج کي داسلا دڅلورم خليفه حضرت علي بن ابي طالب رضي الله تعالي عنه په مبارکه ژبه باندي وشو په سورة التوبه کي الله تعالي ددي مرحلې پوره تفصيل بيان کړی الله تعالي فرمايلي دي چي :
((فاذا انسلخ الاشهر الحرم فا قتلوا المشرکين حيث وجدتموهم وخذوهم واحصروهم واقعدو لهم کل مرصد ))10 ټوک 5 آيت سورة التوبه .
ژباړه : نوکله چي تيري شوې ((څلور )) مياشتي حرامي نو وژنۍ (اي مؤمنانو ) مشرکان په هر ځاي کي چي وموندل تاسي دوي او نيسۍ ( بنديان يي کړۍ) دوي او حصار کړۍ دوي ( په کلاگانو کي ) او کينۍ دوي ته په هرځاي دڅارلو او تيريدلو کي .
همدا راز په بل آيت شريف کي راځي چي (( وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ويکون الدين کله لِله )) 9ټوک 39 آيت سورة الانفال .
ژباړه : او وجنگيږۍ (اِی مؤمنانو ) له دغو کفارو سره تر هغه پوري چي نشي پاتي فتنه ( فساد په ځمکه کي ) اوشي دين ټول خالص الله لره (اونور باطل اديان ورک اونابود شي)
دجهادددغو څلورو برخو ذکر ډيرو علماو پخپلو کتابونو کي کړيدې . چي ځيني يي مونږ دحوالې په ډول لاندي ليکو .
امام شافعي رحمه الله پخپل کتاب ( احکام القرآن )2ټوک په 9 او 19 مخونوکي .
امام سرخسي رحمه الله پخپل کتاب ( المبسوط ) 2ټوک 10 مخ کي .
علامه ابن تيميه رحمه الله پخپل وتلي کتاب ( الجواب الصحيح لمن بدل دين المسيح ) 1 ټوک 74 مخ کي دا بحث په تفصيل سره ليکلې دې .
علامه ابن الرشد رحمه الله په ( بداية المجتهد) 1ټوک 371_372 مخونو کي .
علامه ابن قييم جوزي رحمه الله په ( زادالمعاد) 3ټوک 160 مخ کي دجهاد دغه بحثونه په تفصيل سره ذکر کړيدي .
دپورتنيو برخو په تحقيق او څيړنه کي علماوو فرمايلي دي چي دهري نوي مرحلې په راتلو سره دتيري شوي مرحلې حکم منسوخيږي نو په آخير کي چي داقدامي يا تعرضي جهاد کوم حکم ذکر شويدی نو هغه دپخوانيو ټولو برخو لپاره ناسخ دی او دا حکم به تر قيامته پوري جاري وي ځکه خو هم رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چي (( الجهاد ماض الي يوم القيامة )) ژباړه : جهاد به تر قيامته پوري جاري وي او له دې مرحلې مخکي ټولي مرحلې منسوخي دي او دتعرضي جهاد دنه فرضيت په اړه په هغوي باندي دليل نشي نيول کيداي .

ورور مو طالب جان


نقاد
13.05.2004

ګران ، محترم او مکرم مولينا طالب جانه وروره السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
ماشاالله څومره لوړ قراني احکام مو را نقل کړي دي ، چې سبحانالله څومره ستره علمي او مېتوديکه پانګه په کې د مسلمان اومت له پاره ، د اسلام د برياو او پرمختګ له پاره ، ان تر قيامته پورې د اسلام د ساتنې ، دفاع ، پالنې او بشپړتيا له پاره په ډاګه ښودل شوې ده: دا علمي مېتود د تاريخيت يا Historyty ميتود او
ديالېکتيکي طريقه ده ، چې د اسلام د بري ، لوړوالي او پرمختګ له پاره ا لله تعالی پخپله په خپل قران کې په عملي توګه مسلمانانو ته د خپل افضل رسول سرور کاينا ت په وسيله ښودلې ده، خو متاسفانه چې زمونږ په يوه سترګه ليدونکو ملايانو ، او خپل قدرت غوښتونکو سلاطينو يې ،هر يو په خپل وار او وسې سره ، تل مخه نيولې ده و داسلام اوګردې اسلامي ټولنې د پرمختګ پر ځای يې د خپلو ګټو وټو ، حيثيت او قدرت ساتنې او پر مختګ ته ټول پام اړولی دی : تاسو د جهاد په اړه د قراني ايتونو دغې تاريخي سلسلې ته چې طالب جان دلته ډيره ښه ښودلې ده په ځير سره وګورئ:
هغه مهال چې د سپيڅلي اسلام نطفه د مکې غوندې دهغه وخت په چاپيريال کې راوټوکيدله، د هغې د ساتنې له پاره د اسلام پيغمبر پخپله د ګوتو په شمير ځوتنو، اکثره ځوان ځلميو اصحابانو سره يو ځای پر دغه نوي زرغون شوي تيغ (جوانې) يا سپيڅلې نطفې باندې په اصطلاح ټپريدل ، ربړې، ظلمونه او سختۍ يې چې د ابوجهل او نورو کفارو له خوا پرې تحميليدلې ، ټول يې ګالل آو پر هيڅ وجه يې تورې ته ﻻس نه غزولو ، څو دکفارو قدرت ،
طاقت او زياتولی اسلام په نطفه کې له منځه يونسي . نو جهاد د صبر ، حوصلې، زحمتونو او زور او ظلم ګالل او کفارو ته مخ نه ور اړول وو. لا تر يوه وخته پورې به اسلام ته رابلنه هم په پټه او مفي توګه تر سره کيدله. دې ته وايي حکمت او فلسفه، دې ته وايي پوهه ، پوهنه او سياست ، هو ، ان سياسي مخفي مبارزه او مخفي جهاد چې بنسټ يې رسول اکرم (ص) ايښی دی . خو کله چې په مسلمانانو کې د ښکاره تبليغ زور او طاقت پيدا شو ، مبارزې او جدو جهد يا جهاد علني شکل وموند، وروسته يې چې د تورې په زور ددفاع توان ترﻻسه کړ،د جهاد دفاعي شکل هم فرض شو. د هجرت له نهم کال وروسته ، لکه څنګه چې طالب جان په ګوته کړې ده، په تعرضي شکل جهاد فرض شو. لنډه داچې د اسلام د پرمختګ د شرايطو او امکاناتو سره سم د اسلام د بري او لوړتيا له پاره ټول هاند او هڅې کولوپه توګه جهاد فرض دی. ددغو شرايطوتشخيص ، د اسلام د بري تشخيص، د بريالي جهاد د شکل تشخيص ــ دا ټول د علميت او اسلامي ټولنې د سياستوالود پوهې کر دی . که مسلح جهاد د اسلام د ناکامۍ، تجريد کيدلو او ضعيف کيدلو سبب ګرځي،نو ښکاره ده چې دغه شکل به له هرچا څخه مخکې د اسلام د ماتې او ناکامۍ غوښتونکي دوښمنان غواړي . نو له ١٩ پيړۍ راهيسې ، په تيره بيا اوس په ٢١ پيړۍ کې روان تاريخي شرايط او د قواو توازن هغه نه دی چې اسلامي ټولنې د اړونده دوښمنانو په وړاندې له ٩ اولسم کال وروسته او بيا د راشدينو خليفه ګانو په وخت کې او تر هغې وروسته تر ډيره پورې موجود و. زما په اند د جهاد موثر ترين شکل دغسې فرض دی لکه څنګه چې په سياسي مبارزه کې کله پارلماني، کله له پارلمان بهرنۍ مبارزه او په خاصو شرايطو کې وسله وال پاڅون موثر او د بري سبب ګرځي او دا بې تدبيره ، بي له تحليلي علميت او حکمت او پو سياسي تجربو لرلو پرته نشي کيدای، په تيره بيا چې نړۍ، د ځمکې ټولې کرې د يوه کلي شکل موندلی او نړيوال ځواکونه هر چيرې يا حاضر او يا ژر حاضريدای شي، بايد خودسرانه او جذباتي حرکتونه چې حتما د اسلام د تضعيف لامل ګرځي ونشي . د اسلام اوسنۍ نړيواله وضع زياتره بيرته وسلوالې دفاعي جهاد او د فکري اومعنوي مقابلې او علمې سيالۍ شکل ته راستنه شوې ده،دجهاد تعرضي شکل ته يې بيرته رسول په لومړيو دوه پړاوونو (علمي او کلتوري سيالۍ او په پوځي پياوړتيا) کې پوره سيالي غواړي . که
يواځې د کورکورانه افراطيت پر بنسټ څلورم لوړ پړاو چې تعرضي جهاد دی، ﻻس واچول شي ، په داسې حال کې چې ټولهاسلامي نړۍ تبليغي ، معنوي ، علمي او کلتوري جهاد او ددفاعي جهاد پړاو ونشي ګټلی ، د بري پر ځای به د اسلام د شاته غورځيدو او بيرته د ټپريدو لومړني پړاو ته ، خدای مکړه، د لويدلو سبب وګرڅي . آيا دا به بيا د افراطيت خيانت نه وي ، که چېرې په دې ډول د اسلام د تضعيف او زوال سبب وګرځي ؟ په درنښت او سلامونو .



ع کريم حليمي
14.05.2004

الحمد لله الذی احسن خلق الانسان وعدله وافاض علی قلبه خزائن الملوم فاکمله ثم امده بلسان يترجم به
[color=blue:007f59517a]عما حواه القلب وعقله ويکشف عنه ستره الذی ارسله[/color:007f59517a] امابعد
محترمو ښاغلو طالب جان صاحب ، پاڅونوال صاحب تر هرڅه دمخه مي سلامونه و منۍ!
طالب جانه نامي خدا ماشاالله ډيره پخه او پکه ليکنه موکړې ٠ چه بيله شکه دغه اسلامی حربی شرعه ده !
او پاڅونوال صاحب داسی ليکنه کړې چه د فقهی په اصل کي درسره موافق نه دئ او زه هم ٠
ولي ٠ تسو چه کوم اياتونه رانقل کړی ټوله حربی اصل دئ ٠ امر نسته پکښي ٠
او پاته سوه د فقهي موضع هغه حربي فقه ده ډيره زړه ده ٠ دعصر سره سرنخوري ٠
او زه چه دغه ايات ته ګورم ٠ دحربي شرعی اول شرط داسي دئ ٠ ويلای سم چه اول شرط!
بسمه تالی ٠ و اعدوالهم ما استطعتم من [color=red:007f59517a]قوه[/color:007f59517a] ومن رباط الخيل ترهبونه نه عدوالله وعدوکم
واخرين من دونهم لاتعلمونهم الله يعلمهم و ما تنفقوامن شی فی سبيل الله يوف اليکم وانتم ﻻتظلمون :!:
ترجمه ٠ [color=red:007f59517a]او تياروئ [/color:007f59517a] ای مؤمنانو لپاره (دجنګ) د دغو (ماتوونکودعهد يامطلق کفارو )
څومره چه توانېږئ (جمع کولی شئ) تاسي له قوت (اسباب دجنګ) [color=blue:007f59517a]او له روزل شوو ساتل شوو اسونو [/color:007f59517a]( لپاره د جهاد) چه و ويروئ تاسي په دغه ([color=red:007f59517a]قوت او تياري[/color:007f59517a] ) ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ :!:
ګرانو وړو نو اعتماد او توکل پر الله ښه دئ او دا مانا نونه چه موټرنلرم ټانک نلرم سړې نه لرم او زه جهاد کوم
نو دغه پورته ايات واضع وايی ٠ چه ټوله جنګي مهمات او لوازم ، تجهيزات تيارول او لرل او په استعمال اچول
حربي عصري فنون زده او داسي نور عمليات کول ٠ او ورسته تردې چه ايجاد او اختراع هم په کارده ٠
او دوهم داچه دعلماوو اجازه او اجماع نوي ٠ نوجهاد کله کيږی ٠ لکه دهند خلک چه ئی نکوي ٠
که جهاد اعلانوی ٠ نو اول ضرور ده چه ثبوت کړې چه کرزې اوبرهاندين او دا نو يا دجلال اباد دين محمد کافران دي ٠ ؟؟؟ و سلام ٠
حليمي



طالب جان
14.05.2004

[quote:b1a32d66b3="abdul karim Halimi"]
ولي ٠ تسو چه کوم اياتونه رانقل کړی ټوله حربی اصل دئ ٠ امر نسته پکښي ٠
او پاته سوه د فقهي موضع هغه حربي فقه ده ډيره زړه ده ٠ دعصر سره سرنخوري ٠
او زه چه دغه ايات ته ګورم ٠ دحربي شرعی اول شرط داسي دئ ٠ ويلای سم چه اول شرط!
بسمه تالی ٠ و اعدوالهم ما استطعتم من [color=red:b1a32d66b3]قوه[/color:b1a32d66b3] ومن رباط الخيل ترهبونه نه عدوالله وعدوکم
واخرين من دونهم لاتعلمونهم الله يعلمهم و ما تنفقوامن شی فی سبيل الله يوف اليکم وانتم ﻻتظلمون :!:
ترجمه ٠ [color=red:b1a32d66b3]او تياروئ [/color:b1a32d66b3] ای مؤمنانو لپاره (دجنګ) د دغو (ماتوونکودعهد يامطلق کفارو )
څومره چه توانېږئ (جمع کولی شئ) تاسي له قوت (اسباب دجنګ) [color=blue:b1a32d66b3]او له روزل شوو ساتل شوو اسونو [/color:b1a32d66b3]( لپاره د جهاد) چه و ويروئ تاسي په دغه ([color=red:b1a32d66b3]قوت او تياري[/color:b1a32d66b3] ) ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ :!:
ګرانو وړو نو اعتماد او توکل پر الله ښه دئ او دا مانا نونه چه موټرنلرم ټانک نلرم سړې نه لرم او زه جهاد کوم
نو دغه پورته ايات واضع وايی ٠ چه ټوله جنګي مهمات او لوازم ، تجهيزات تيارول او لرل او په استعمال اچول
حربي عصري فنون زده او داسي نور عمليات کول ٠ او ورسته تردې چه ايجاد او اختراع هم په کارده ٠
او دوهم داچه دعلماوو اجازه او اجماع نوي ٠ نوجهاد کله کيږی ٠ لکه دهند خلک چه ئی نکوي ٠
که جهاد اعلانوی ٠ نو اول ضرور ده چه ثبوت کړې چه کرزې اوبرهاندين او دا نو يا دجلال اباد دين محمد کافران دي ٠ ؟؟؟ و سلام ٠
حليمي[/quote:b1a32d66b3]
گرانه محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره حليمي صيب !
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دقدر وړه : له چا سره دجهاد کولو لپاره ضروري نه ده چي هغه دي کافر وي بلکه دجهاد موخه دفساد جرړي ايستل دي نو که هر څوک په ځمکه کي فساد خپروي جهاد ورسره روا دی دا خبره ځما نه ده پالونکي خداي 1400 کاله تر مخ داخبره راته روښانه کړيده په قرآن کريم کي راغلي دي چي (( وان طائفتان من المؤمنين اقتتلوا فاصلحوا بينهما فان بغت احداهما علي الاخری فقاتلوا التي تبغي حتي تفئ الي امر الله )) 26ټوک 9 آيت سورة الحجرات
ژباړه : کچيري دمؤمنانو دوه ډلي په جنگ سره اخته شي پس روغه جوړه او صلحه وکړۍ په منځ دهغو دواړو جنگ کوونکو کي نو که تيری وکړيوې له دغو دواړو په هغي بلي ډلي باندي پس جنگ کوۍ تاسي ټول له هغي ډلي سره چي ظلم او له حده تيريدنه کوي په هغي بلي مظلومي ډلي تر هغه چي بيرته راوگرځي دوې حکم دالله ته .
نو گوره وروره په دي آيت کريمه کي دواړه ډلي مسلمانان دي مگربيا هم که هغه يوه ډله ظالمه او فاسده وه نو جهاد ورسره روا دې معلومه شوه چي جهاد فقط له کفارو سره ځانگړې نه دی لکه څنگه چي تاسي فکر کړی .
همداراز په بل ځاي کي خداي پاک فر مايي : (( انما جزاء الذين يحاربون الله ورسوله ويسعون في الارض فسادا ان يقتلوا او يصلبوااو تقطع ايديهم من خلاف او ينفو من الارض ذلک لهم خزي في الدنيا ولهم في الآخرة عذاب عظيم )) 6ټوک 33 آية سورة المائده .
ژباړه : بيشکه چي جزا دهغو کسانو چي دوی دخدای اودهغه درسول پرخلاف جگړه کوي او په ځمکه کي دفساد دشيندلوهڅي کوي (داده) چي دوي دي ووژل شي يادي په دار راوځړول شي او يادي هم ددوی لاسونه اوپښی مخالفي(يانی ښی لاس کيڼه پښه يابرعکس) پريکړل شي اويادي دځمکي له مخ نه وشړل شي.داجزا ددغو غلو لپاره په دنيا کي رسوايی ده او په آخرت کي دهغوی لپاره لوی عذاب دی.
نژدی ټول مفسرين پدی خبره سره يوه خوله دي چي دا آيتونه عام دي او له هغه نه داپه ډاگه شوه چي په ځمکه کي دفساد دخپرونکو لپاره هم دقتل دسزا دورکولو حکم شويدی که څه هم چي هغه مسلمان وي.
اوپه مشکواة شريف کي په باب الظلم کي داحديث راغلی: من مشی مع الظالم ليقويه ويعلم أنه ظالم فقدخرج من الأسلام.
ژباړه: څوک چي ظالم ښه پيژني چي ظالم دی او دهغه سربيره يی هم مرسته کوي نو داسړی له اسلامه خارج دی.
اوس نو له پورتني حکم نه دټولو هغو کسانو ديني سرنوشت په ډاگه کيدای شي چي نه يواځي داچي دظالم بلکي ديوه مطلق کافرځواک ملگرتيا يی غوره کړي وي او دهغه په ظلم کفر اوجبر باندي په پوهيدو سربيره يی هم دهغه مرستي او ملاتړته نه يواځي داچي ملاتړلي وي بلکي دهغه په ځواکمن کولو کي شپه ورځ عملا په هاند اوهڅو کي اخته وي.گومان نکوم که له پورتني شرعي حکم سره سم دي هغوی ته څوک په اسلام کي په برخه باندي قائل شي.
اوپاتي شوه ستاسي له لوري دذکرشويو داشخاصو دکفر خبره نو له پورته حکم نه داپه ډاگه شوه چي جهاد له منافق او فاسق,ظالم فاجر او مفسد في الأرض سره هم کيدای شی. دقتال داهل کيدا لپاره دهغوی کفر شرط ندی.
بله داچي له پورتني حکم نه خو دظالم مرستندويان هم له اسلامه ووتل نو دکافر او مفسد مرستندويان خو په هيڅ ډول نشي تری مستثنی کيدای.
پاتي شوه ددښمن په مقابل کي دځان دتقويی او اعداد خبره نو داڅه په کور کي نشي ترلاسه کيدای چي يوڅوک دي په کور کينی او ددی تمه دي کوي چي دی يوڅه ځواک ومومي نو به دکفارو پرضد قتال ته ووزي. نه داسي نده بلکي دقتال پيل داعداد مقدمه هم کيدای شي.موږوکتل چي مسلمانانو حکومتونه درلودل او دقران دپورتني حکم له مخي يی دکفاروپه مقابل کي له قتال نه مخکي دځان په اعداد لگيا وو مگر کفارو هغه پرينښودل او دخپلو شيطانی دسائسو په ترڅ کي يی له منځه يوړو.داسلامي امارت دخاتمی اوسقوط بنسټيزعلت همدا داعداد په لاره کي دهغوی هڅي وی. دصدام حسين رژيم هم دوسلو دجوړولو له امله راوپرزول شو. دايران اوسوريی ددولتونو پرضد دامريکااونورو کفره وو اوسنۍ هڅي هم يوازي دهغوي داعداد له امله ترسره کيږی. نو مسلمانان بايد ترکله په کور کي په خيالی اعداد لگيا وي؟؟؟ او که تاسي واياست چي نه دمسلمانانوپه هيوادونو کي دي دکفرترچترۍ لاندي حکومتونه وي او بيادی مسلمانان په واعدوا لهم مااستطعتم من قوة....... الاخ ...باندي عمل کوي!!!
تاسي قضاوت وکړي آياداڅه ممکن دي؟؟؟ ايا مسلمانان کولای شي چي دوی په داسي حالت کي يوه ستن هم جوړه کړي؟؟؟ پداسي حالت کي چي موږ يی په افغانستان عراق اوفلسطين کي وينو چي مجاهدين ترځمکه لاندي دي خو دبرياليو تکتيکونو او اعداد له امله يی ددښمن پرکور زلزله جوړه کړيده.
دپای خبره يی داچي تاسي ليکلي دافقه ډيره زړه ده او له عصر سره سر نه خوري.نو عرض دادی چي دفقهی دتبديلۍ هڅي ځکه هم بايد ونه شي چي برج به را نه کاه دانه شوی وي.او لکه دمسيحيانو دولس رقمه انجيلونه به مورامنځ ته کړي وي!!! اوداچي تاسي واياست چي دلته امر نشته. آيا و أعدوا دأمرصيغه نده؟؟؟ او ايا اعداد يی دجهاد لپاره ذکر کړی ندی؟؟؟ والسلام عليکم ورحمت الله <<<<<<<<<ورور مو طالب جان>>>>>>>>>>>>>



ع کريم حليمي
14.05.2004

[quote:086d432cff]دصدام حسين رژيم هم دوسلو دجوړولو له امله راوپرزول شو. دايران اوسوريی ددولتونو پرضد دامريکااونورو کفره وو اوسنۍ هڅي هم يوازي دهغوي داعداد له امله ترسره کيږی. نو مسلمانان بايد ترکله په کور کي په خيالی اعداد لگيا وي؟؟؟ او که تاسي واياست چي نه دمسلمانانوپه هيوادونو کي دي دکفرترچترۍ لاندي حکومتونه وي او بيادی مسلمانان په واعدوا لهم مااستطعتم من قوة....... الاخ ...باندي عمل کوي!!!
تاسي قضاوت وکړي آياداڅه ممکن دي؟؟؟ ايا مسلمانان کولای شي چي دوی په داسي حالت کي يوه ستن هم جوړه کړي؟؟؟ پداسي حالت کي چي موږ يی په افغانستان عراق اوفلسطين کي وينو چي مجاهدين ترځمکه لاندي دي خو دبرياليو تکتيکونو او اعداد له امله يی ددښمن پرکور زلزله جوړه کړيده.
دپای خبره يی داچي تاسي ليکلي دافقه ډيره زړه ده او له عصر سره سر نه خوري.نو عرض دادی چي دفقهی دتبديلۍ هڅي ځکه هم بايد ونه شي چي برج به را نه کاه دانه شوی وي.او لکه دمسيحيانو دولس رقمه انجيلونه به مورامنځ ته کړي وي!!! اوداچي تاسي واياست چي دلته امر نشته. آيا و أعدوا دأمرصيغه نده؟؟؟ او ايا اعداد يی دجهاد لپاره ذکر کړی ندی؟؟؟ والسلام عليکم ورحمت الله <<<<<<<<<ورور مو طالب جان>>>>>>>>>>>>>
ډير ګران او علی قدره وروره طالب جانه ، درنو لوستونکو سلام !
آيا و أعدوا دأمرصيغه نده هو دا د امر صيغه ده خو مادرته ليکلې ده ٠ ستاسو په اول ليکنه کی داسي يو ايات
حواله ما ونه ليده چه د امر صيغه پکښې وي ٠ کوم ايات شريف چه ما حواله در کړې ٠ امر ئی مقدموالی لري ٠
او بل تاسو دصدام خبره کوئ ٠ هر ملک چه داسي اصلحه جوړه وي چه قتل عام پکيږي ٠ په هيڅ شرعه روا نده !!!
زه دصدام دستي نه لرم ٠ د اسلام په تاوان وو ٠ او بل تا سو خبره د فساد ، مفسدکوئ ٠
تاسو ته ښه معلومه ده چه ډېر په قرأن کي راغلي
لايردون علوا فی الاض ولا فساد ٠ بل ٠ لوکان فيها الهه الا الله لفسد ٠ اوبل ٠ سعی في الارض ليفسدفيها
فساد په لغت لي تبا کولو ته وايی او مفسد تبا کونکی ته وايی ٠ اوس نو راسه ٠ ته دمفسد سره غزا غواړې
اول کوم مفسد ٠ ږيره چه خروي ٠ غل، شرابي،چغلي ګر ٠ هر سړی چه شرعه تبا کوي هغه فساد کوي او شرعه
تبا کوي ٠ د کوم يوه سره غزا کوې (قتل او قتال ) ٠ و واياست ٠ چه محترم الجاج دين محمد د جلال اباد ،
حامدکرزې فساد کوي ٠ هغه څوک چه لويه لار ئی نيولې وي ٠ فساد دئ لاس يا پښه ئی بايد پرې سي ٠
دوی طاليبان فساديان نولي او طاليبان بيا حکومت فساديان بولي ٠
ستاسو په منځ سره جنګ دئ ٠ بايد يو څو مسلمانان ستاسو جوړه در وکړي ٠ [color=red:086d432cff]انماالمؤمنون اخوه فأ صلحو بين
اخويکم واتقوا الله لعلکم ترحمون٠ [/color:086d432cff]غزا ته ضرورت نسته ٠ ولی چه قتل او قتل کي صيغه د امر نسته ٠ په جوړه او ورور ګلوې کي د امر صيغه سته ٠
او خدای په هر کار کی اساني غواړي ٠ يريد الله بکم اليسر ولايريد بکم العسر٠ او تاسو په سختو لارو ځې
اوفقه خو زموږ دعقل محصل شئ ده ٠ فقه معنی پوه ٠ امام ابو حنيفه خو هيڅ حکم نه ورکاوه چه هغه ځای ته
ور رغلی نوای ٠ په زمان او مکان کي موږ يو ٠ فقها بايد دپله عقله کار واخلي ٠ په داسي شکل د عقل کار واخلي
چه د خدای د کتاب سره موافق وي ٠
او باخبر که يو ايمانداره سړی ددښمن په طرف کي وي او او يا هلته اذان کيږئ ٠ د هغو سره جنګ ناروادئ
حرام دئ !!!!! و ګوره چه فساد په هند کي ډير دئ که په افغان کي ٠ او په هند کي تر افغان مسلمانان ډير دئ
د قتل او قتال اعلان نه کي ٠ ولي چه فقها ئی د نوي فقهی (پوهی ) څه کار اخلي
حليمي[/code][/quote:086d432cff]



ع کريم حليمي
15.05.2004

ډير ګران او علی قدره وروره طالب جانه ، درنو لوستونکو سلام !
آيا و أعدوا دأمرصيغه نده٠ هو دا د امر صيغه ده خو مادرته ليکلې ده ٠ ستاسو په اول ليکنه کی داسي يو ايات
حواله ما ونه ليده چه د امر صيغه پکښې وي ٠ کوم ايات شريف چه ما حواله در کړې ٠ امر ئی مقدموالی لري ٠
او بل تاسو دصدام خبره کوئ ٠ هر ملک چه داسي اسلحه جوړه وي چه قتل عام پکيږي ٠ په هيڅ شرعه روا نده !!!
زه دصدام سره دوستي نه لرم ٠ د اسلام په تاوان وو ٠ او بل تا سو خبره د فساد ، مفسدکوئ ٠
تاسو ته ښه معلومه ده چه ډېر په قرأن کي راغلي
[color=red:16930603a1]لايردون علوا فی الاض ولا فساد[/color:16930603a1] ٠ [color=blue:16930603a1]بل ٠ لوکان فيها الهه الا الله لفسد [/color:16930603a1]٠ اوبل ٠ [color=cyan:16930603a1]سعی في الارض ليفسدفيها [/color:16930603a1]
فساد په لغت لي تبا کولو ته وايی او مفسد تبا کونکی ته وايی ٠ اوس نو راسه ٠ ته دمفسد سره غزا غواړې
اول کوم مفسد ٠ ږيره چه خروي ٠ غل، شرابي،چغلي ګر ٠ هر سړی چه شرعه تبا کوي هغه فساد کوي او شرعه
تبا کوي ٠ د کوم يوه سره غزا کوې (قتل او قتال ) ٠ و واياست ٠ چه محترم الجاج دين محمد د جلال اباد ،
حامدکرزې فساد کوي ٠ هغه څوک چه لويه لار ئی نيولې وي ٠ فساد دئ لاس يا پښه ئی بايد پرې سي ٠
دوی طاليبان فساديان بولي او طاليبان بيا حکومت فساديان بولي ٠
ستاسو په منځ سره جنګ دئ ٠ بايد يو څو مسلمانان ستاسو جوړه در وکړي ٠ [color=darkred:16930603a1]انماالمؤمنون اخوه فأ صلحو بين
اخويکم واتقوا الله لعلکم ترحمون٠[/color:16930603a1] غزا ته ضرورت نسته ٠ ولی چه قتل او قتل کي صيغه د امر نسته ٠ په جوړه او ورور ګلوې کي د امر صيغه سته ٠
او خدای په هر کار کی اساني غواړي ٠ [color=red:16930603a1]يريد الله بکم اليسر ولايريد بکم العسر٠ [/color:16930603a1]او تاسو په سختو لارو ځې
اوفقه خو زموږ دعقل محصل شئ ده ٠ فقه معنی پوه ٠ امام ابو حنيفه خو هيڅ حکم نه ورکاوه چه هغه ځای ته
ور رغلی نوای ٠ په زمان او مکان کي موږ يو ٠ فقها بايد دپله عقله کار واخلي ٠ په داسي شکل د عقل کار واخلي
چه د خدای د کتاب سره موافق وي ٠
او باخبر که يو ايمانداره سړی ددښمن په طرف کي وي او او يا هلته اذان کيږئ ٠ د هغو سره جنګ ناروادئ
حرام دئ !!!!! و ګوره چه فساد په هند کي ډير دئ که په افغان کي ٠ او په هند کي تر افغان مسلمانان ډير دئ
د قتل او قتال اعلان نه کي ٠ ولي چه فقها ئی د نوي فقهی (پوهی ) څه کار اخلي
نوټ ٠ هرڅوک دظلم په مقابل کي را ولاړ سي ورسته د ده څه پخپله ظلم شروع سي ٠ او که په انتخابانو دظلم مخه
ونيول سي ٠ نو دټول عمر دپاره ظلم کميږي ٠ کراراو لږلږ٠
حليمي



طالب جان
15.05.2004

گرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره حليمي صيب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دقدر وړه : تاسي ويلي چي په قرآن کريم کي دقتال امر نشته نو وروره په قرآنکريم کي ډير ځايه د(( وقاتلو )) صيغه راغلي ده چي دا دامر دجمعي صيغه يا لفظ دی او له دی څخه دکفارووژل مراددي .
تاسي ويلي چي دهر ډول وژونکي اسلحی جوړول منعه دي ::: نو وروره آيا چيري نه وژونکي اسلحه هم وجود لري ؟؟؟ مونږخو چي کومه اسلحه هم ليدلي ده هغه دوژلو لپاره جوړيږي . دوهم داچي ستاسي په خپلو خبرو کي تضاد ښکاري چي دجهاد خبر راشي نو وايي چي اوس داعداد وخت دی دجهاد نه دی او چي داعداد خبره راشي نو بيا داسلحی په جوړولو دحرمت ټاپه ولگوې .
چي جهاد او اسلحه جوړول حرام دي نو فکر کوم چي ((نعوذ با لله )) چه قرآنکريم کي دا دقتال او اعداد آيتونه هسي بي فايدي دي حال داچي دا خبره تاسي هم نه منۍ چي دقرآن کوم آيت دي بي فايدی وي نو ښه بيا به جهاد مونږ څه وخت کوو ؟؟ آيا تر نن ورځي به هم سخته ورځ راروانه وي چي حتي مونږ اوس جهاد ونه کړو او په هغه وخت کي به يي کوو ؟؟ دقتال او جهاد او اعداد په آياتونو به مونږ څه وخت عمل کوو ؟؟؟
ښه نو مسلمانان آخير څه وکړي چي نه ورته جهاد روا بولی او نه ورته داسلحی دجوړولو اجازه ورکوۍ آيا دکفارو ظلمونو ته لاس تر زني کيني ؟؟؟ بل تاسي دږيرو دخرييلو خبره کړيده نو وروره دږيري خرييل يا يي له سنت اندازي څخه کمول دا په فسق کي راځي له داسي خلکو سره جهاد نه بلکه داسي خلکو ته امر بالمعروف کول په کاردي تر څو له داسي گناهونو څخه توبه گار شي آيا چي نوح عليه السلام خپلو قوميانو ته نهه نيم سوه کاله سمه او نيکه لاره ورښودله او دهغوي هر ډول ربړي يي په ځان منلی سره له دی چي نبي وو نو زه اوته يي په ځان نه شو منلای ؟؟
وروره په جهاد کي سختي او سپوري شته دا به گالو او جنت داسي اسان نه دی چي سړی دي په کور کيني او بيادي نو دجنت توقع هم ولري جنت داسلام دکلمی دلوړولو په لاره کي په ځان دسختيو دمنلو پايله او نتيجه ده .



ع کريم حليمي
16.05.2004

ښاغلې اومحترم طالب جانه ، درنو لوستونکو سلام ، احترامونه !
[color=red:62978bfbfe]دطالب جان ليکنه[/color:62978bfbfe] انما جزاء الذين يحاربون الله ورسوله ويسعون في الارض فسادا ان يقتلوا او يصلبوااو تقطع ايديهم من خلاف او ينفو من الارض ذلک لهم خزي في الدنيا ولهم في الآخرة عذاب عظيم )) 6ټوک 33 آية سورة المائده .
دغه ايات شريف هيڅ لار نه لري دجهاده سره ٠ په نن عصر کي يو ځايدی چه څارنوالي ئی بولي district attorney دغه دڅارنول او پوليسو دپاره يو ښرعي قانون يا اجازه ده چه غله ونيسي ٠ ٠٠٠٠٠ او جزا ورکړي ٠
ته که خلک وهې،فرانسوې وژنې، چرسي نيسئ،شرابي نيسئ او که قتل او قتال کوئ ټولوته دي دغه يوه د فساد لار نيولې ده ٠ په داسي حال کي چه طالب نه څارنوالي لري نه شورا نه اجماع ٠
[color=red:62978bfbfe]طالب جان ليکي[/color:62978bfbfe] ٠نو وروره آيا چيري نه وژونکي اسلحه هم وجود لري ؟؟؟
خبره د توپک او ټانک نه ده ٠ هغه اسلحه چه يوه بسته قريه لمنځه وړي ٠ ددغي اسلحې جوړيدل حرام دي ٠
لکه يورپ،امريکا،روس ،اسرائل، ٠٠٠٠٠٠٠٠ ايران چه کوښښ کاوه چه جوړه ئی کړي ٠
[color=red:62978bfbfe]طالب جان ليکي[/color:62978bfbfe] ښه نو مسلمانان آخير څه وکړي چي نه ورته جهاد روا بولی او نه ورته داسلحی دجوړولو اجازه ورکوۍ آيا دکفارو ظلمونو ته لاس تر زني کيني ؟؟؟
داسي کول ضروردي ٠ چه لوی ملاصاحب ضرور اعلان وکي چه دحکومت سره جوړي ته اماده يم ٠
ملت پوهيږي چه ملا عمر بې ګناه انسان دئ ٠ نوبه ملت په دفاع کي ورسره ودريږي ٠
ګرانه وروره هغهدئ خلقيان را ولاړ سوي دئ ٠ حزب ئې را ږوندی کړی ٠ بل نوم ئی ورکړی ٠ او غواړي چه قدرت
په ﻻس راوړي ٠ دانتخاباتو له لاري ٠ چه دا يو حق مسلم ئي دئ ٠ که زموږ خوښه يا ناخوښه ٠
که طالنان هم راوړاسي او خپل حزب ته بل نوم جوړ کي او ميدان ته راووزي ٠ او په انتخاباتو کي ځان داخيل کړي
او په ولايتو کي چوکۍ وګټي ٠ بيله چنګه به قدرت په لاس ورسي ٠ او که ئی چوکۍ نه يوړې ٠ لکه په نوره دنيا
کي چه هر حزب داسي يوعمل وويني چه دحزب خوښ نوي ٠ مظاهره وکړي ٠ تر څو هغه عمل اصلاح کړي
که طالبان هم يو څوکاره دحکومت ور اصلاح کړي ٠ ملت هم سترګي لري ٠ پوه بسي چه فلان حزب دملت او شريعت په ګټه دئ ٠ نوبه په ټاکنو کي رايه درکي ٠ هم به قدرت و رسېږي ٠ اوفسادبه له منځه يوسۍ٠
داسي نه ده چه دطالبانو اجاره د خدايه سره خلاصيږي ، يا د دنيا ګرسره سل کاله پاته دي چه قيامت کيږي ٠
نه قيامت کيږي او نه طالب د دين ټېکدار دئ ٠ که طالبان ټېکداران وای نو عاجله ورته په کاروه ٠
عاجله ٠٠٠ کارده ٠
[color=red:62978bfbfe]طالب جان ليکي[/color:62978bfbfe] ((وقاتلو في سبيل الله الذين يقاتلونکم ولا تعتدو ان الله لا يحب المعتدين ))2ټوک 190 آيت سورة البقره .
ژباړه : او جنگ کوۍ ((ای مؤمنانو )) په لاره دالله کي له هغو کسانو سره چي جنگ کوي له تاسي سره اومه کوۍ زيادت بيشکه چي الله نه خوښوي تيريدونکي له حده .
ګرانه وروره ٠ داتاسو ډېر ښه ايات شريف د جهاد په بار ه ليکلي دئ ٠
که فرضأ داسي وای چه د حکومت رئيس او کابينه کمونسټان ، او ايمانداره نوای نو جهاد پر موږفرض کېدی
لکه د روسانو په وخت کي ٠ اوس خو ټوله زاړه مجاهدين پر قدرت دي ٠
که تاسو واياست ٠ چه خارجي عسکر په وطن کي دي ٠ نن په يمن ، سعودي، پاکستان ، جورډن،کويټ، ملېژيا ،
سوډان، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ روسيه ،جاپان، جرمن،کوسبو ټوټل په 120 ملکو کي خارجي عسکر سته ٠
نو ولي دغه اسلامي ملکونه جهاد نه اعلانوي ؟
او سعودي عربستان چه ددغه ايات په زور ( انما جزاء الذين يحاربون الله ورسوله ويسعون في الارض فسادا ان يقتلوا او يصلبوااو تقطع ايديهم من خلاف او ينفو من الارض ذلک لهم خزي في الدنيا ولهم في الآخرة عذاب عظيم )) 6ټوک 33 آية سورة المائده .)
اسامه له وطنه و استلي ٠ او هغه ته بيا موږ قدرت په لاس ور کوو ٠ چه ښه دي خپله بدي د سعود سره کوه زموږ
له وطنه ٠ په داسي حال کي چه سعودي اعلان کړی چه اسامه په سعودي کي فساد کاوه ٠
حليمي



طالب جان
21.05.2004

[quote:03e125af34="abdul karim Halimi"] ددغي اسلحې جوړيدل حرام دي ٠
لکه [color=red:03e125af34]طالب جان ليکي[/color:03e125af34] ((وقاتلو في سبيل الله الذين يقاتلونکم ولا تعتدو ان الله لا يحب المعتدين ))2ټوک 190 آيت سورة البقره .
ژباړه : او جنگ کوۍ ((ای مؤمنانو )) په لاره دالله کي له هغو کسانو سره چي جنگ کوي له تاسي سره اومه کوۍ زيادت بيشکه چي الله نه خوښوي تيريدونکي له حده .
ګرانه وروره ٠ داتاسو ډېر ښه ايات شريف د جهاد په بار ه ليکلي دئ ٠
که تاسو واياست ٠ چه خارجي عسکر په وطن کي دي ٠ نن په يمن ، سعودي، پاکستان ، جورډن،کويټ، ملېژيا ،
سوډان، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ روسيه ،جاپان، جرمن،کوسبو ټوټل په 120 ملکو کي خارجي عسکر سته ٠
نو ولي دغه اسلامي ملکونه جهاد نه اعلانوي ؟
حليمي[/quote:03e125af34]
ګرانه عزتمنه او محترمه وروره (( حليمي )) صيب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
تاسي ليکلي چي ( ددغي اسلحې جوړيدل حرام دي ) نووروره ستاسي داخبره فکرنه کوم شرعي بنسټ ولري هو ستاسي نظربه وي احترام يي کوم اما قرآنکريم بيا دتوپ ، طيارې ،ټانک ،اوحتي دايټم بم جوړول په مسلمانانو فرض ګرځولي دي په عام مطلق ايت کي دخپل نظر مطابق تخصيص راوستل داحنافو دمذهب خلاف کاردی ځکه چي داقاعده عامه ده چي مطلق په خپل اطلاق بايد پريښودل شي همداراز عام نه مقيد کيږي په کوم قيد مګر که کومه قرينه موجوده وي اوداعداد په ايت کي هيڅ داسي کوم قيداوقرينه نشته چي هغه دي پدې دلالت وکړي چي ګويا ددرنې اسلحې جوړول منع دي دحراموالي خويي هيڅ دليل نشته .
تاسي ليکلي چي (نو ولي دغه اسلامي ملکونه جهاد نه اعلانوي ؟ )
ګرانه وروره دچا جهادنه کول ښايي زمونږلپاره دجهادنه کولودليل نشي کيداي ځکه مونږ اوتاسي ته پخپل ځاي اوخپل وارسره دقتال اواعداد ايتونه راجع دي که يي څوک نه کوي نه دې کوي مونږاوتاسي به يي کوو خلک خو شراب هم څښي نواوس به مونږوايو چي دشرابو حرمت ختم شو ځکه چي فلانيان يي څښي .نووروره ددې خلکو دجهادنه کولومعنا دانه ده چي جهاد ختم شو اويا روا نه ده بلکه هغوي به سستي کوي هغوي به ګناه کوي نو ايا مونږ هم بې ننګي غوره کړو ؟؟؟ همداراز هغوي ته هم نن وګورۍ څومره بي عزته دي څه حيثيت يي پاتي دې په ډاردامريکي دپوځيانو تر سيوري لاندي ژوندتيروي الله تعالي دي مونږ اوتاسي ددغسي بي عزته له ژونده وساتي امين اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله څومره ښه فرمايلي چي (( ديوې ورځي باعزته ژوند دټول عمر تر بي عزته ژوند ډير غوره دې )) .
تاسي طالبانوته په حکومت کي دشامليدو مشوره ورکړي وروره طالبان له کرزي سره هيڅ مشکل نه لري طالبان تيري کونکي اومتجاوزامرکايان په خپل ګران هيواد کي نه خوښوي . کرزی دي امريکايا ن وباسي او شريعت دي نافذ کړي دحکومت واګي دي دهمدې کرزي په لاس کي وي بس ارامه ارامي به شي طالبان دقدرت وږي نه دي بلکه په ګران هيوادکي دشريعت غوښتونکي دي اوبس . طالبانو که قدرت غوښتلاي نو دامريکي خبربه يي منلي وه حکومت به يي تراوسه په لاس کي وو خو نه دطالبانو جهاد داسلامي نظام دنفاذ لپاره روان دې اوترڅوچي يي خپله موخه ترلاسه کړي نه وي ارام به نه کيني . انشاألله .



ع کريم حليمي
22.05.2004

[quote:a785413576]ګرانه عزتمنه او محترمه وروره (( حليمي )) صيب ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
تاسي ليکلي چي ( ددغي اسلحې جوړيدل حرام دي ) نووروره ستاسي داخبره فکرنه کوم شرعي بنسټ ولري هو ستاسي نظربه وي احترام يي کوم اما قرآنکريم بيا دتوپ ، طيارې ،ټانک ،اوحتي دايټم بم جوړول په مسلمانانو فرض ګرځولي دي په عام مطلق ايت کي دخپل نظر مطابق تخصيص راوستل داحنافو دمذهب خلاف کاردی ځکه چي داقاعده عامه ده چي مطلق په خپل اطلاق بايد پريښودل شي همداراز عام نه مقيد کيږي په کوم قيد مګر که کومه قرينه موجوده وي اوداعداد په ايت کي هيڅ داسي کوم قيداوقرينه نشته چي هغه دي پدې دلالت وکړي چي ګويا ددرنې اسلحې جوړول منع دي دحراموالي خويي هيڅ دليل نشته . [/quote:a785413576]

ګرانه عزتمنه او محترمه وروره (طالب جانه) او درنو ملګرو ٠ سلامونه مي ومنۍ٠
هو ګرانه وروره د ايټم جوړول حرام دي ٠ شرعي دليل لرم ٠ نوبه ولي داسي څه ليکم چه په قرأن يا حديث باندي
نوي حرام سوي ٠
ايټم اصلأ اسلحه نه ده ٠ ايټم اور دي ٠ تعميرات نه خرابوي ٠ هرڅه اور اخلي چه استعمال سي ٠ په حاديثو کي راغلي چه هيڅوک حق نه لري ٠ چه چاته دي د اور جزا ورکي ٠ يوازي الله دا حق ځانته اخستی دئ

[color=blue:a785413576]دغه دوه حديثه درته کاپي کوم يو د بخاری،اوبل سنه ابو داود[/color:a785413576]
Sahih Al-Bukhari HadithHadith 4.259 Narrated byAbu Huraira

Allah's Apostle sent us in a mission (i.e. am army-unit) and said, "If you find so-and-so and so-and-so, burn both of them with fire." When we intended to depart, Allah's Apostle said, "I have ordered you to burn so-and-so and so-and-so, and [color=red:a785413576]it is none but Allah Who punishes with fire, so, if you find them, kill them[/color:a785413576]."

Sunan of Abu-DawoodHadith 2667 Narrated byHamzah al-Aslami

The Apostle of Allah (peace be upon him) appointed him commander over a detachment. He said: I went out along with it. He (the Prophet) said: If you find so-and-so, burn him with the fire. I then turned away, and he called me. So I returned to him, and he said: If you find so-and-so, kill him, and do not burn him, for [color=red:a785413576]no one punishes with fire except the Lord of the fire[/color:a785413576].

[color=red:a785413576] لنډه ترجمه ٠ هيڅوک دي د اور جزا نه ورکوي ٠ د اور جزا يوازي د اور خدای چاته ورکوي [/color:a785413576]
...................[color=red:a785413576] لنډه ترجمه ٠ هيڅوک بيله الله د اور جزا چاته نسي ورکولای٠ که مو ومنده مړ ئی کړي[/color:a785413576]
حليمي[/code]



طالب جان
28.05.2004

[quote="abdul karim Halimi لنډه ترجمه ٠ هيڅوک بيله الله د اور جزا چاته نسي ورکولای٠ که مو ومنده مړ ئی کړي
حليمي[/code][/quote]
محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( حليمي ))صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دقدروړه له تاسي څخه دوه مسألې ګډ وډي شوي په اور سوځول ځانته مسأله ده او اسلحه جوړول ځانته مسأله ده په عرف عام کي ايټم ته هم اسلحه وايي کله چي امريکې په عراق يرغل کاوه نو داسي يي نه ويل چي هغوي اور جوړوي بلکه ويل يي چي ايټمي اسلحه جوړوي هوکې ايټم ته به هرومرو سوځونکي ماده ورګډيږي خوداددې دليل نه دې چي ايټم بم اسلحه نه ده ځکه سوځونکي ماده يا بارود خو نژدې هرډول اسلحې لکه راکټ اوحتي دکلاشنکوف مرمۍ ته هم ورګډ وي نو بيا ښايي ستاسي په قياس هغه هم حرام شي حال داچي دهغوي دحرمت تاسي هم قايل نه ياست .



ع کريم حليمي
29.05.2004

[quote:1be2607184]دقدروړه له تاسي څخه دوه مسألې ګډ وډي شوي په اور سوځول ځانته مسأله ده او اسلحه جوړول ځانته مسأله ده په عرف عام کي ايټم ته هم اسلحه وايي کله چي امريکې په عراق يرغل کاوه نو داسي يي نه ويل چي هغوي اور جوړوي بلکه ويل يي چي ايټمي اسلحه جوړوي هوکې ايټم ته به هرومرو سوځونکي ماده ورګډيږي خوداددې دليل نه دې چي ايټم بم اسلحه نه ده ځکه سوځونکي ماده يا بارود خو نژدې هرډول اسلحې لکه راکټ اوحتي دکلاشنکوف مرمۍ ته هم ورګډ وي نو بيا ښايي ستاسي په قياس هغه هم حرام شي حال داچي دهغوي دحرمت تاسي هم قايل نه ياست .[/quote:1be2607184]

محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( طالبجان ))صيب او درنو لوستونکو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داخبره واقعت دئ چه اټاميک بام په عرف عام کي اسلحه ده ٠
پخوا په دنيا کي توراو سپين دوه رنګه وه٠ او نن ورځ لس رقمه سپين سته او لس رقمه تور سته ٠ او فرق کول
ترمنځ ئی اسانه نه کيږي ٠ ډېر حساسي سترګي يا دقت غواړي ٠ داسي نده تاسو هر څه دبارودو په مثال و وينۍ
ايټم داسي اسلحه نه ده لکه تاسو چه فکر کوۍ ٠ يو atomic bomb چه استعمال سي 50 په 50 مايله کي بيله
د اورلمبې هر څه سوځي ٠ تاسو فکر وکړۍ چه په 50 مايله فاصله کي څومره اسسانان ږوند کوي ٠
لږ تر لږه 300000 انسانان ږوند کوي ٠ او پلس حيوانات ،خشرات خزندې ٠ دغسي قتال روا بلل کيږي ؟؟؟
او بل به 50 کاله زراعت او شينګيا هم نه پر پيدا کيږي ٠ او radioactive زهري موادو خطر به پر ټوله همسايه
ملکو ته انتقاليږي ٠ او راتلونکۍ نسل چه پيداکيږي هم به معيوب وي ٠ ايا دغسي عمل ته انسان اجازه لري ؟؟
دغه دوه خطره ئی ما درته وليکل او داسي خترونه لري چه په پښتو ژبه نه ليکل کيږي ٠ او که ئی هم درته
وليکم يوازي به ئی ( حروف رفت) پښتو وي ٠ atomic bomb اسلحه نه ده تروريزم دئ ٠
پاکستان چوړ کۍ غواړي چه د هندستان په زړه کي وهم اوبيره واچوي ٠ زه داسي وايم چه يو مثقال انسانيت
په انسانيت وي ٠ atomic bomb به دوهم واری پرمځکه استعمال نکړي ٠
او په ملکي يا اينرجۍ لپاره هم ښه نه دئ ٠ په روسيه کي د برق دستګا څه radioactive مواد هوا ته ووتل يو
بسته ښار خراب سو ٠ اسلحه زيور دئ اما atomic bomb دخداي لعنت دئ ٠
توره بحيره روسيی په radioactive موادو ټوله مرداره کړه ٠ او سيمخاردار ئی پر راڅرخولۍ دئ ٠
هر وخت چه يوه شي ته حلال يا حرام څوک وايی بايد هغه پوره مطالعه کړي ٠ چه پوه سي چه دا اصلأ چشي دئ
خطرونه او منافع ور معلومسي نو بيا فيصله وکي !!!!!
او نن د دنياپه ښارو کي داسي ښار نسته چه هلته په سلهاوو زره مسلمانان نوي ٠ امريکا 8000000 مسلمانان لري
فرانسه تقريبأ 25 فيسده ٠٠٠٠٠ مسکو،بلجيم
نو که مسلمان atomic bomb ولري او استعمال ئی کي ٠ نو الله ته به څه وايئ ٠ او قرأن داسي وايی
بسمه تعالی [color=blue:1be2607184]٠ ومن قتل مظلومأ فقد جعلنا لوليه سلطنأ فلا يسرف فی القتل انه کان منصورا ٠ سورت 17 ايه 34 [/color:1be2607184] الله فرمايی چه قصاص کوي لابه احتياط کوئ ٠ چه غيري حق سړې قصاص نه کړې
او د انسانيت څه کار واخله ٠ طالب جانه موږ ته دي خدای انصاف راکي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او داسي نور څه چه ضرور دي
حليمي



طالب جان
30.05.2004

[quote:e360fcf62e]محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( طالب جان ))صيب او درنو لوستونکو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داخبره واقعت دئ چه اټاميک بام په عرف عام کي اسلحه ده ٠
پخوا ٠ او قرأن داسي وايی
بسمه تعالی [color=blue:e360fcf62e]٠ ومن قتل مظلومأ فقد جعلنا لوليه سلطنأ فلا يسرف فی القتل انه کان منصورا ٠ سورت 17 ايه 34 [/color:e360fcf62e] الله فرمايی چه قصاص کوي لابه احتياط کوئ ٠ چه غيري حق سړې قصاص نه کړې
او د انسانيت څه کار واخله ٠ طالب جانه موږ ته دي خدای انصاف راکي .......اوداسي نورڅه چي ضروري دي [/quote:e360fcf62e]
محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره ((حليمي )) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
خوښ شوم چي ومومنله چي ايټم بم اسلحه ده .تاسي چي په کفاروباندي دايټم بم دنه استعمال په اړه کوم ايت ليکلي او کفارمو مظلومان ثابت کړي پدې اړه ښايي چي ووايم چي کفر اوشرک پخپله لوي ظلم دی ځکه چي په قرانکريم کي راغلي چي ((ان الشرک لظلم عظيم )) ايت ١٣ ټوک٢١ سورة لقمان . بيشکه چي شرک ډيرلوي ظلم دې . نود کفارو همدا ظلم پوره دې چي کفاردي ايا ترکفر لوي ظلم شته ؟؟؟ نو په کفر سربيره څنګه مونږکفاروته مظلومان ووايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دوهم داچي داکفار ولي په مونږ ايټم استعمالوي ؟؟؟ دطالبانو ديوه ديوه وتلي ديپلومات له وينا سره سم امريکي په افغانستان باندي دحملې په وخت کي پنځه (( منځني )) ايټمي بمونه دپاکستان خاوري ته راوړي وو که دحق د ﻻري پتنګانو له فراست او عقل څخه کار نه واي اخستی اوپه شا شوي نه واي نو اوس به د هيواد پنځه ولايتونه دوهم هيروشيما اوناګاساکي وو . نو کله چي کفار په مسلمانانو ايټم بم ورغورځوي نو مسلمان ولي بايدورته لاس تړلې کيني پاتي شوه په ايټمي بريدونوکي دځينو مسلمانان شهيدان کيدل نو هغه شهيدان دي خداي به داخيرت په ورځ اجرورکړي اوددې خلکودوژلو ګناه هيچاته هم نشته ځکه شرعي مسأله داسي ده چي کچيري کفاردمسلمانانو په يوه کلا ورننوځي او دکلا اوسيدونکي مسلمانان دمسلمان لښکر په مقابل کي دډال په توګه استعمال کړي نو بيا دي هم مسلمان پوځ په کفاروباندي بريدوکړي که څه هم په هغي کي د مسلمانانودوژلو امکان هم وي .



ع کريم حليمي
30.05.2004

محترمه مکرمه او عزتمنه وروره (( طالبجان ))صيب او درنو لوستونکو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:9c7c5dff6e]نو په کفر سربيره څنګه مونږکفاروته مظلومان ووايو؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:9c7c5dff6e]
نه ٠ګرانه وروره مطلب مي کفار ندي ٠ مظلومان مي مطلب هغه مسلمانان دي چه د ايټم د اسعمال په وخت کي مړه
کيږي ٠ او داسي جنګ ته هيڅ اجازه نسته ٠ چه تر [color=red:9c7c5dff6e]حد[/color:9c7c5dff6e] تېرې وسي ٠
شرعي قانوندی داسي دی !! [color=blue:9c7c5dff6e]کنتم قوما مسرفين [/color:9c7c5dff6e]
کفر چه ظلم کوي خو ظالم دي ٠ دا مانا نه چه دې ظلم کوي نو مسلمانته نو اجازه سوه ٠ (په يوه غلط بل غلط نه صحيح کيږي ) زموږ او د دوۍ دغه فرق دی ٠ چه اسلام ظلم لمنځه يوسي٠
که تاسو د دغه ٠ ومن قتل مظلومأ فقد جعلنا لوليه سلطنأ فلا يسرف فی القتل انه کان منصورا ٠ سورت 17 ايه 34 ايات شريف شانزول په نظر کي نيولې وای نو غلط فهمي نه پېښده ٠
[quote:9c7c5dff6e]دوهم داچي داکفار ولي په مونږ ايټم استعمالوي ؟؟؟[/quote:9c7c5dff6e]
دا ادعا مو سمه نه ده ٠ ستاسو (طالب) ډيپلومات چه وويل چه استعمالاوه ئی (atomic bomb )
حمد ديوي الله ته چه طالبانو نه درلودی ٠ امريکا ته ئی انتقال سخت وو نو پر پاکستان به ئی ور غورځاوه ٠ يو
څو امريکايان او نور به ئی ټوله سپين مسلمانان وژلي واي ٠ فقه اجازه در کوي ٠ او شرعه به تر پښو لاندي وای !!!
[quote:9c7c5dff6e]دځينو مسلمانان شهيدان کيدل نو هغه شهيدان دي خداي به داخيرت په ورځ اجرورکړي اوددې خلکودوژلو ګناه هيچاته هم نشته ځکه شرعي مسأله داسي ده چي کچيري کفاردمسلمانانو په يوه کلا ورننوځي او دکلا اوسيدونکي مسلمانان دمسلمان لښکر په مقابل کي دډال په توګه استعمال کړي نو بيا دي هم مسلمان پوځ په کفاروباندي بريدوکړي که څه هم په هغي کي د مسلمانانودوژلو امکان هم وي .[/quote:9c7c5dff6e]
دغه قانون دفقهي دی ٠ [color=red:9c7c5dff6e]اما شرعه نه ده[/color:9c7c5dff6e]!!!!!
کوښښ به کوو چه عملونه مو پر شرعه برابر وي اول ٠ د فقها وو عقلونه لوړ او ضعيفه لري
ډېر داسي پېښيږي چه فقه غلط وي ٠ انسان له خطا خالي ندی ٠ [color=blue:9c7c5dff6e]شرعه خطا نه لري [/color:9c7c5dff6e]!!!!
حليمي



طالب جان
04.06.2004

[quote:4b69f03814]دغه قانون دفقهي دی ٠ اما شرعه نه ده!!!!!
کوښښ به کوو چه عملونه مو پر شرعه برابر وي اول ٠ د فقها وو عقلونه لوړ او ضعيفه لري
ډېر داسي پېښيږي چه فقه غلط وي ٠ انسان له خطا خالي ندی ٠ شرعه خطا نه لري !!!!
حليمي[/quote:4b69f03814]
محترمه مکرمه اودقدر وړه وروره (( حليمي )) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
داسي ښكاريږي چي تاسي فقه او شريعت دوه جلاتوكي بولۍ.كه دغسي وي لطفا دفقهي اوشريعت ترمنځ توپير راته واضح كړۍ ترڅو ستاسي په دريځ سم پوه شو.والسلام عليكم



ع کريم حليمي
04.06.2004

محترمه مکرمه اودقدر وړه وروره (( طالب جان )) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:de01652107]داسي ښكاريږي چي تاسي فقه او شريعت دوه جلاتوكي بولۍ.كه دغسي وي لطفا دفقهي اوشريعت ترمنځ توپير راته واضح كړۍ ترڅو ستاسي په دريځ سم پوه شو.[/quote:de01652107]
ګرانه وروره او درنو لوستونکو ! دا ډيره ښه خبره ده چي واضع سي ٠ شرعه څشي ده او فقه ٠
شرعه اوفقه ډېر سره نيزدې ٠ په فقه کي غلطۍ امکان سته ٠ او په شرعه کي عيب ،غلطي ګراهرۍ٠٠٠٠ نه سته
نه به وي ٠ شرعه د محمد (ص)اصول دي ٠ [color=blue:de01652107]وماينطق عن الهوی ان هو اﻻوحی يوحی[/color:de01652107]
او ما [color=red:de01652107]يعلم تأويله الا الله والرسخونه فی العلم ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ اﻻ أولوا الألبب٠[/color:de01652107]
العمران ايه ٧ /النجم ايه ٢،٣
هيڅوک پر دغه دنيا په قرأن نه پوهيږي ٠ يوازي چه پوره پوهيدی ٠ زموږ مبارک عليه السلام ٠ او بس
نو فقهی هغه څوک دی چه لږ پوه ئی حاصله کړئ وي له قرأنه او دمبارک لهحديثو ٠
نو دغه علت دی ٠ چه بعضی فقها د بعضو سره اختلاف حسن لري ٠

که پښتنه نوي حل سوئ نو به نور ورسته کورو ٠
حليمي



طالب جان
06.06.2004

[quote:efe3aa521c]ګرانه وروره او درنو لوستونکو ! دا ډيره ښه خبره ده چي واضع سي ٠ شرعه څشي ده او فقه ٠
شرعه اوفقه ډېر سره نيزدې ٠ په فقه کي غلطۍ امکان سته ٠ او په شرعه کي عيب ،غلطي ګراهرۍ٠٠٠٠ نه سته
[/quote:efe3aa521c]
ګرانه اومحترمه مكرمه حليمي صيب السلام عليكم ورحمت الله
داچي دشريعت تعريف تاسي كړى اودفقهي دتعريف په برخه كي مو له اغماض نه كاراخستى نو زه پخپل وارسره دفقهي تعريف او پيژندنه ليكم:
تعريف: فقهه دشرعي احكامو هغو فروعاتو ته ويل كيږي چي هغه له څلورو ادله و يعني كتاب الله،سنت رسول الله،اجماع اوقياس څخه اخستل شوي وي.
څرنگه چي دفقهي ماخذ هم پورته څلورشيان دي او شريعت خپله عبارت له پورتنيو څلورو ادله و نه دى،ځكه نو فقهه دشريعت يوه ضمني برخه وگرزيدله او پدى ډول دشريعت اوفقهي ترمنځ هغه توپير له منځه ولاړچي تاسي يى قائل ياست.دپورتني تعريف له مخي هغه احكام چي په فقه ثابت دي هغه عين شرعي احكام او پخپله درجه كي عمل ورباندي كول ضروري او سرغړونه كول ترى ناروادي.
څنگه چي تاسي داخبره كړي چي په فقهه كي دغلطي امكان شته او په شريعت كي نشته.نووروره څرنگه چي فقهي احكام مستنبط او اجتهادي احكام دي ځكه نو تريوه بريده په ځينودا كي يى داشتباه امكان كيداي شي وجود ولري خو داپه دى معنا قطعا ندي چي هغه نو گواكي ترك العمله دي.نه بلكي پرموږباندي يى عملي كول ضروري دي.پاتي شوه دغلطي مسئوليت نو هغه فقهاو ته راجع كيږي البته فقهاء كرام دنبوي حديث له مخي ددغسي اشتباهاتو له امله وار له مخه بښل شويدي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه مبارك حديث كي فرمايى چي مجتهد به يا پخپل اجتهاد كي غلطيږي اويابه يى سم اجتهاد كړى وي.كه سم وو نو خداى جل جلاله به دوه ثوابونه وركوي او كه اشتباه يى كړي وه نو يو ثواب به يى په برخه وي.په هرحال موږدفقهاو په تقليد باندي مكلف يو او موږدهغوي په هڅو اعتماد لرو..............................والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته................................................



ع کريم حليمي
07.06.2004

[quote:6d09c6c999]داچي دشريعت تعريف تاسي كړى اودفقهي دتعريف په برخه كي مو له اغماض نه كاراخستى [/quote:6d09c6c999]
ګرانه اومحترمه مكرمه طالب جان صيب او درنو لوستونکو السلام عليكم ورحمت الله !
ګرانه وروره ٠ د اغماض څه مي کار نه دي اختسۍ ٠ دابه ډير بد کار وي ٠
ما تاسوته اصول او اساس وليکۍ ٠ زه پوهيدم چه ستاسو دفقهی تعريف زده دی ٠
ما داسي څه نوه ليکلي په تيرو ليکنوکي چي تاسو نه پوهيدلاست ٠ تاسو سترګي پټيده کول (اغماض) يا په بل عبارت سر مو نه خلاصاوه ٠
نو ماته مو د اغماضي لقب راکړي ٠ په داسي حال کي چه زه حزبي اړيکي نه لرم ٠ چي حق تر پښو لاندي کم ٠
حليمي



طالب جان
07.06.2004

[quote:a4f12e31b6]ما داسي څه نوه ليکلي په تيرو ليکنوکي چي تاسو نه پوهيدلاست ٠ تاسو سترګي پټيده کول (اغماض) يا په بل عبارت سر مو نه خلاصاوه [/quote:a4f12e31b6]
محترمه مکرمه اوعزتمنه وروره (( حليمي )) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دعزت وړه : ما تل کوښښ کړې چي داسي څه ونه ليکم چي ستاسي يا دنور وروڼو دخفګان لامل شي بيا هم که په کوم لفظ ستاسي دل ازاري شوي وي بښنه غواړم هيله لرم چي دخپلي فطري عاطفې له مخي به مي وبښۍ .
غوا ړم دبحث داکړکۍ په همدې ځاي وتړم له ټولووروڼو نه مننه کوم چي په ډير ورين تندي يي ديوه اوبل پوښتنواونيوکوته ځوابونه وويل . والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more