د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د وړو نجلکو لوبې او سندرې، او نور ٠٠٠

پښتون ځلمی
07.05.2004

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ ګرانو مشرانو او تنکيو ګلونو ماشومانو
[د ډېر وخت نه مې غوښتل چې د ماشومانو د لوبو، ساتېريو، او سندرو لۀ پاره يوه موضوع پرانېزم چې نور ورونه او (پۀ تېره) خويندې هم پکې خپلې ليکنې وکړي خو پۀ نن او سبا کې او د يو څو ستونزو لۀ کبله را باندې مياشتې تېرې شوې٠خير، اوبۀ به لۀ ورخه تېرې نۀ وي :) ]

پيل به د دغې لوبې/سندرې نه وکړو چې ماشومان او پۀ ځانګړي توګه نجلکۍ يې کوي٠ کۀ تېر وتلی نۀ يم نو دوه يا درې (او لا څلور) ماشومان لاسونه يو بل ته پۀ داسې ډول ور کړي چې هر يو خپل لاسونه د x غوندې پۀ يو بل تېر کړي وي او يوه ګردله (دايره) يې جوړه کړې وي٠ بيا پۀ دې لاندينۍ سندرې/کيسه/شعر پيل وکړي او پۀ دې ګردله کې تاوېدل بنا کړي٠

[color=green:60b60f4c9e]ورور مې تلی دی غلې ته
را به شي غرمې ته
ما ته به سابۀ راوړي
سالو به زۀ غوا ته ور کړم
غوا به ما ته پۍ را کړي
پۍ به زۀ سين ته ور کړم
سين به ما ته کاڼی را کړي
کاڼی به زۀ خدای ته ور کړم
خدای به ما ته ورور را کړي
وه وروره بيدار شه
ستا پۀ لونګۍ (؟) جنګ دی
قلې قلې بادرنګ دی (؟)[/color:60b60f4c9e]

پۀ دې وروستيو کرښو کې يې لږ خوند ځي :)
کۀ زۀ تېروتلی يم او يا بل چا ته يې کومه بله سيمييزه بڼه (؟) version ورځي نو مهرباني وکړئ
پۀ مينه او درنښت


د وړونجونو لوبې او سندرې

زرکه
18.06.2004

ګرانو خويندو او ورونو سلامونه مې ومنۍ .
عزتمن ورور پښتونه ! ستاسو په پورتنۍ ليکنه کې دويم بيت داسې دی :[color=blue:384ee2b00a]
ما له به سابه راوړي
سابه به زه غوا ته ورکړم [/color:384ee2b00a]
او دا هم يوه بله لوبه

[color=red:384ee2b00a]نری نری باران دی
ورور مې راروان دی
کټ لاندې پيشو ده
پيشو ته وايم پشې
موږکه ستړی مشې [/color:384ee2b00a]

[color=green:384ee2b00a]په درنښت ستاسو خور زرکه
[/color:384ee2b00a]


پښتون ځلمی
23.06.2004

سلامونه
زرکه خورې، ښۀ راغلاست دې فورم ته او ډېره مننه پۀ دې موضوع کې د برخه اخيستو نه٠ زۀ خو لږ خواشينی شوی غوندې وم چې ګينې دې مو ضوع سره د چا جوړه نۀ ده، خو الحمد لله٠ د دې اصلاح نه مو هم مننه٠ مونږ تل "سالو" وېلې٠ ما وېل د غوا به ساړۀ کېږي چې سالو ور پۀ سر کوي :)

يوه بله سندره چې پيل يې مې پۀ ياد شي خو نوره را نه هېره ده، پۀ دې ډول پيل کېږي (څو وار مې کور کې زمونږ ماشومانو ته و وېلې چې پۀ برېښناليک کې يې را ته وليکي خو چا ته يې وايې :( )

بېنډۍ بېنډۍ، پۀ چپو (څپو؟) مۀ راځه بېنډۍ
پۀ هلکانو کې مې ورور دی شهزادګی
پۀ نجلکو کې مې ورېندار ده مرغاوۍ
...........................................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more