د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

پښتو نومونه

پښتون.
16.10.2010

بچو له چه مونږ نه کیدو نومونه په پښتو کښې
صبا به هغوئ څه لیکۍ خطونه په پښتو کښې
هغه ملا مې خوښ دې هم هغه مې د زړه سر دې
چه لیکې مئینانو له ساختونه په پښتو کښې

دا يو څو ښکلي افغاني او پښتني نومونه د هلکانو او نجوڼو د پاره :

غښتلی ، بهير ، پتنګ ، سمسور ، زرغون ، هلمند ، ميوند ، ايمل ، اجمل ، اکمل ، اتل ، اباسين ، ميرويس ، ولسمل ، پښتونمل ، خوشحال ، سباوون ، څپان ، روښان ،پتوال،تندر،ننګیالی،پښتون.
اوږی ،اناره،بدری،بریښنا،پلوشه،پښتنه،پرخه،تلوسه،تورپیکی،ډیوه،رڼا،زرغونه،زرلښته،سپوږمی،شغله،ښاپیری،ښایسته،غوټی،غاټول،ګلالی،ملالی.

ستاسی چی کوم نومونه زده وی مونږ سره یی شریکی کړی.
مننه


حذيفه
17.11.2010

ماشاءالله !داپه حقيقت کي هم ښائسته پښتونومونه دي،زمادنارينوپه نومونوکي دپښتون اوپه زنانه نومونوکي مي دملالئ نوم خوښ دی .په هرحال الله دي تاده په دارينوکي جزاءخيردرکړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more