د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د ويندوز ٧ لپاره پښتو ټکي اوکېبورد

م ن غروال
29.09.2010

سلامونه ومنئ
د ويندوز ٧ لپاره پښتو ټکي اوکېبوردبه وکړاي شئ مرسته وکړئ ؟
مننه کوم ٠

په درناوې
م ن غروال


كريم كامران
29.09.2010

محترم غروال صاحب
سلامونه او نېکې هیلې زما هم ومنئ.
د پوښتنې ځواب به مو بل څوک درکړي ځکه زه نه پرې پوهیږم.
خو ستاسو نوم داول ځل لپاره په فورم کې وینم، ستاسو د نامه له لیدو وروسته مې ستاسو په پخوانیو لیکنو یو ځغلند عبور وکړ، وروستۍ لیکنه مو څلور کاله وړاندې خوندې کړې او له اوږده غیابه وروسته مو دا اولنۍ لیکنه ده. چې داسې وي نو بیا تاسو په فورم کې مشران یاست او مونږ نوکیان یو، البته ستاسو لیکنې مې ډیرې خوښې شوې، ستاسو په راتلو خوشاله شوم او هرکلی درته وایم، او خوښ یم چې بحث فورمونه په خپلو لیکنو ښکلي کړئ.

په مینه او مننه


رښتینی
29.09.2010

دروند او مشر ورور غروال صاحب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه !
الله دی را وله او له لوی څښتن نه دی تل خوشاله اوسوکاله غواړم

او دا چی راسره به یی او په خپلو لیکنو به مو ونازوی او بلاخر به اوږد
غیاب پای ته ورسوی او که مهربانی وکړی ددی لینک دکتلو زحمت وکړئ

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4384


م ن غروال
29.09.2010

ډیرو عزتنمو ورونو هر یو ښاغلی کامران او حامد!
دسلامونو او نېکو هیلو په وړاندی کولو ستاسو د نهایت لطف او مهربانی څخه د زړه له کومې یوه دنیا مننه کوم او پرځان مو لوئ احسان بولم ۰
زه د ګډون ډیره ډیره معافی غواړم او ډیر مجبوره شوم چې د ټول افغان د دوستانو د مرستې هیله وکړم که نه دا کچکول به ما دلته نه وای راوړای ۰
خیر د یار لپاره د درمسال جارو کول ٬ په مونږه او تاسو کی متل دی ۰
په هر حال کومه غوښتنه چې شوې وه هغه تر ډیره حده حل شوه باقی د الله جله جلاله خیر کړی ۰
په درناوې
ستاسو ورور
م ن غروال


شبيراحمد
30.09.2010

غزوال صيب سلامونه

ستاسوغوښتنه که ځه ناځه حل شوي وي ښه خبره ده خوکه مولوستونکوته هم ښودلي واى چې څنګه حل شوه نوبه بيخي نعمت الله واى

نودلته به زه ستاسوسره دستونزي دپوره حل له پاره لږمرسته وکړم
له لاندي لينک څخه خپله ستونزه په زړه پوري ډول حل کولاى شئ

http://afghansoft.bloguna.tolafghan.com/posts/12826

په ونډوزسيون سربېره دنورو وينډوګانوله پاره هم پښتوتوري په ارزانه توګه ورکوي

په مينه اومننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more