د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

درسول الله صورت اوسیرت (دشمائل ترمذی پښتو شرحه )

رښتینی
18.09.2010

.

دحدیثو دمشهور امام محمد بن عیسی الترمذی رحمه الله تعالی
دحدیثوکتاب ډیر مشهور دی ددی کتاب په پای کی د حدیثو یوه
مختصره رساله هم شتون لری چی په شمائل الترمذی سره شهرت لری
دا کتاب دافغانستان ، پاکستان او سیمی په دینی مدرسو کی درسا
ویل کیږی ما تیر کال ددی کتاب یوڅه برخه پښتوته ژباړلی او په هغه
می له مختلفو مراجعو نه زیاتونی لیکلی دی چی دا ډول لیکنه په علمی
کړیو کی شرحه بلل کیږی

کتاب د ځینی وجوهاتو له کبله لا چاپ شوی ندی اوس می نیت وکړ
چی په ټول افغان کی یی برخی برخی خپور کړم دابه یوه اوږده لږی وی
او ددی فورم کوم یو محترم مسئول که دا موضوع مهمه وبولی او د فورم
په سر کی یی ونښلوی منندوی به یی یم
نوری خبری نه اوږدوم ځکه ددی لیکنی په سریزه کی ما مهمی او اړوند خبری
په تفصیل سره کړی دی یواځی دفن له درنو استادانو دا هیله لر م چی په دی لیکنه
کی یی چی کومی نیمګړتیاوی تر سترګو شی په هغه می دیوه شاګرد په
ډول پوهه کړی

ستاسو حامد

رښتینی
18.09.2010

سریزه

.

نبوي شمائل او دهغو اهميت

الحمدلله وسلام على عباده الذين اصطفى

الشمائل : دشمال جمعه ده علامه ابن منظور (630-711 هـ)په لسان العرب کې ليکي:والشمال خليقة الرجل وجمعها شمائل وقال لبيد :
هم قومي قدانکرت منهم = شمائل بدلوها من شمالي

د(شمائل) تورى په عربي ژبه کې په ډیرو معناو راغلې دي خو دلته مرادخلقت او خلق دى يعني بدني جوړښت او خويونه او عادتونه عرب وايي : فلان مشمول الخلائق . يعني ښه اخلاق لري . اصلا شمال هغو اوبوته وایی چې د(شمال باد) يې سړي کړي . لنډه داشوه چې ( شمال ) بدني جوړښت او اخلاقودواړو ته ويل کيږي . يعني دانسان باندنى شکل او جول لکه : سپينوالى، لوړوالى، وېښتان او ..... او دانسان باطني صورت لکه : علم ، حياء، حلم ، او داسې نور.....

دشمائل اهميت

په دې کې شک نشته چې د الله جل جلاله پېژندنه او دهغه په دين عمل کول درسول الله صلي الله عليه وسلم په لارښوونو او سنتوپوري تړلى دى او دده په عملي ژوند او کړنو پوري ځکه دلوى څښتن له لوري رالېږل شوى قران او اسماني وحي دده په وينا ؤ او عملي ژوند سره څېړل شوي اوسپړل دی او دپوهي او عمل وړ ګرځېدلي دي . نو قران او سنت سره تړل شوي دي يو له بل نشي بېلېدلى .الله جل جلاله په قران کريم کې ويلي دي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم خبری هم دقرانکریم په څیردالله جل جلاله وحى دی او دادواړه په ګډه دالله جل جلاله کلام او پيغام ده او په قرانکريم کې داهم راغلي چې الله جل جلاله له خپل پيغمبر نه راضي دي، او دده خبرې هم دالله جل جلاله مراد او موخه بيانوي اوتشريح کوي ځکه خو يې ويلي دي چې تاسوته پيغمبر څه درکوي هغه درنيسئ او له کوم شي مو چې منعه کوي له هغه راوګرځئ.
اولوى څښتن داهم ويلي دي چې که تاسوله الله جل جلاله سره مينه لرئ نو د پيغمبرصلي الله عليه وسلم دخبرو او سنتو پيروي وکړئ بيابه الله جل جلاله هم له تاسو سره مينه وکړي ، له همدې امله دامت علماؤ ، پوهانو او محدثينو لکه څومره چې دقرانکريم او دهغه ترجمې او تفسيرد پام وړ بللى دومره يې دپيغمبر صلي الله عليه وسلم ژوند او سنتو ته هم توجه کړې ده دده دژوند ، سېرت ، اخلاقو او غزواتو په مختلفو برخو يې ګڼ شمېرکتابونه ليکلي او درسول الله صلي الله عليه وسلم ژوند ، سنت او شمائل او اخلاق يې په بشپړه توګه امت ته وړاندې کړي دي ، فجزاهم الله عن المسلمين خيرالجزاء
په دې پراخه مکتبه کې دشمائلوبرخه هم الحمد لله ښه بډايه او له ټولو تفصيلاتو سره زمونږ په مخکې پرته ده مونږ په دې لاندې برخو کې د رسول الله صلي الله عليه وسلم ټول حالات ترلاسه کولى شو لکه : دالله په اړه دده کړه وړه داراز له کور والو ، خپلوانو، ملګرو او دښمنانو سره دده دچلند ټول اړخونه په سېرت او شمائلو کې په تفصيلي توګه بيان شوي دي ، داراز دده دشپې او ورځې حالات ، پټ او ښکاره ، خوشحالي او دغم دجاموډولونه يې ، دمینی وړ جامې يې ، دده خندااو خپګان ، دده خوراک او څښاک ، دده وېښتان اوږيره مبارکه ، بدن ،لاسونه ،
دنبوت نښه ، او نور.... داهرڅه په شمائلوکې په تفصيل سره بيان شوي دي او داهرڅه له باوري لارو موږ ته رارسېدلي دي .

څرنګه چې داخبره ثابته ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم اخيري او خاتم النبيين دى له ده وروسته بل نبي نشي راتلاى او دده دامت لړۍ تر قيامته پوري غځېدلې ده، ددې امت د محدودو کسانو ( صحابه کرامو) په منځ کې ده خپل دري شپېته کلن ژوند تېر کړى دى ، پاته امت طبعا دده له ليدونه بې برخې پاتي دي او په دې کې شک نشته چې دده مينه د ټول امت دهر فرد ايمان برخه ده نو څرنګه چې دوى په فزيکي توګه دده له ليدلوبې برخي شوي او دهغه ليدل ناشوني دي نو دهغه دحليي ، شکل او صورت دبيان او په هغه دخپلي ميني دماتولو لاری چاری شتون لری او صحابه کرامو رضي الله تعالي عنهم دهغه تفصيلي حالات خپلو شاګردانو ته بيان کړي او ان مونږته رارسېدلي ، نو په دې توګه هر مؤمن امتي کولى شي دهغه دژوند له دې تفصيلاتو خوند واخلي ، او دهغه په شکل او صورت ځان برابر کړي ، .
محمدبن محمد الجزري رحمه الله ښه ويلي دي :

اخلاى ان شط الحبيب وربعه = وعزتلاقـيه وناءت منازله
وفاتكم ان تبصروه بالعـيون = فمافاتكم وصفه هذه شمائله

ژباړه

ګرانو ملګرو
که څه هم لرې
کور دجانان دی
ديدن يې ګران دی
نه شي کيدلی
چې په ديدن يې
خواږه لېمه کړو
اوتږي زړونه
اوبه اوبه کړو
خو يو ارمان مو
تر سره شوی
چې صفتونه
به يې تل وايو
چې څو ژوندي يو
چې تر څو پايو
حال د صورت يې
حال د سيرت يې
روښان روښان دی
دلته بيان دی

شاکری
19.09.2010

ګرانو لوستونکو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ښاغلی حامدجان ستاسې په دې اقدام ډير خوښ شوم
الله جل جلاله دی ددی اقدام د سر ته رسولو پوره توان درکړي
تر څو مونږ ورڅخه ګټه پورته کړو .
والسلام عليکم

رښتینی
19.09.2010

.
شاکری صیب ډیره مننه الله مو خوشاله لره
زما لیکنه تیاره ده ډیره کمه تصحیح غواړی
که ژوند وفا وکړه پرلیکه به یی کړم
ستاسو اونورو ملګرو ددعا اونیکو مشورو
په هیله

په مینه

رښتینی
19.09.2010

.
(په تیر پسی)

دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم له يوه حديث نه مونږ داحقيقت معلومولى شو ، هغه پوهېدى چې له ده سره به خپل ريښتوني امتيان څومره مينه لري ! او څومره به يې هر وخت په زړونو کې دهغه مبارک دليدلو هيلي ټوکيږي، او دده دمبارک وجود د نشتوالي له امله به يې داهيلي نهيلي او ارمانونه ناپوره پاته کيږي نو ځکه يې ويلي دي :
من راني في المنام فقد راني فان الشيطان لايتمثل في صورتي.
يعني ماچې څوک په خوب وويني نو زه يې وليدلم ځکه شيطان زماپه شکل نشي کېدلى . دادحضرت ابوهريرةرضي الله عنه حديث دى امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله تعالى دواړو روايت کړى دى . په خوب کې درسول الله صلي الله عليه وسلم په ليدلوسره داستره هيله هم دسړي ترسره کېدلى شي. دانېکمرغي هم دهر چادوس خبره نه ده او اصلا دخوبونو نړۍ بېله ده ، بناء دپاتې امت له پاره

الحمدلله درسول الله صلي الله عليه وسلم شمائل دحديثوپه درنه زېرمه کې په تفصيل سره خوندي پراته دي ، دبېلګې په توګه هغه څو کتابونه او دهغو دمصنفينو نومونه رااخلم چې په شمائلو ليکل شوي دي ، چې په هغو کې ځېني چاپ شوي او ځيني ناچاپ دي او ځيني يې بېخي ورک شوي دي او اوس په لاس کې نشته

۱- اخلاق النبي وادابه – عبدالله بن محمد الاصبهاني ( ٣٦٩هـ)
( چې په ابوالشيخ سره مشهور دي
٢_ الانوار في شمائل النبي المختار_ حسين بن مسعود البغوي (٤٣٢_٥١٦هـ)
٣_ زواهر الانوار وبواهرالابصاروالاستبصار في شمايل النبي المختار _ يحيى بن يوسف الصرصري(٦٥٦هـ)
٤_ شمائل النبي صلي الله عليه وسلم _ ابوالعباس جعفربن محمد المستغفري (٤٣٢هـ)
٥_ الشمائل بالنور الساطع الکامل – علي بن محمد الغرناطي ابن المقري (٥٥٢هـ)

داکتاب په څلور ټوکه کې دى او شل برخې لري چې ټولې يې شمائل ، سېرت ، اخلاق او اوصاف دي ،
٦_ مطالع الانوار في شمائل المختار _ حافظ محمد بن عتيق الازدي الغرناطي (٦٤٦هـ)
٧_ ينابيع المودة في شمائل النبي صلي الله عليه وسلم_ سليمان بن ابراهيم القندوزي (١٢٩٤هـ)
خيرالدين الزرکلي په الاعلام کې سليمان بن خواجه ابراهيم راخيستى دى او يواځې دومره يې ويلي چې همدا کتاب دده تاليف ده او دمړيني کال يې (١٢٧٠هـ) ليکلى دى .
٨_ ارجوزه في الشمائل – مصطفى بن کمال الدين الصديقي البکري( ١٢٦٢هـ)
٩_ روضة النبي في الشمائل – حبيب الله القنوجي (١١٤٠هـ)

١٠_ الشمائل المحمدية والخصائل المصطفوية. اودا ستاسو په لاس کې دامام ابوعيسى الترمذي کتاب دى چې په (شمائل الترمذي ) سره مشهور دى ، اوس راځوددې کتاب په اړه خبرې غځوو:

الشمائل المحدية :

دامام محمد بن عيسى الترمذي رحمه الله دا ښکلى کتاب ( ٥٦=٥٧) بابونه لري چې ( ٣٩٧) ياکه مکرر سندونه وشمېر ل شي ( ٤١٧) حديث پکې راغلي دي داکتاب که څه هم

کوچنى دی خو درسول الله صلي الله عليه وسلم دشمائلو او اخلاقو په باره کې ترټولو کتابونو جامع او ډېر ګټور کتاب دى ، ددې کتاب اهميت مونږ له دې معلومولى شو چې دامت زښتوزياتو پوهانو او محدثينو دا کتاب ډېر زيات ستايلى او ډېرویی خوراپه زړه پوري مفصلې شرحې پرې ليکلې دي چې دنمونې په توګه يې دڅوويناوي رااخلو:
لوى محدث اومؤرخ ابوالفداء اسماعيل بن کثير (٧٠٠_٧٧٤هـ) رحمه الله وايي: له ډېرې مودې راهسي خلکو په شمائلو کې ليکنې کړې دي ځينو په کتابونو کې دباب په شکل شمائل بيان کړي دي او ځيني نورو مستقل کتابونه پرې ليکلي دي خو په دې ټولو کې غوره ، ښکلى او ګټور کتاب دامام ابوعيسى محمدبن عيسى بن سوره الترمذي رحمه الله شمائل دي . ده په دې موضوع کې خپل کتاب ليکلى او زمونږ سماع هغه ته په متصله توګه رسېدلې ده .
دشمائل شارح علامه عبدالرؤف المناوي ( ت ١٠٠٣هـ) رحمه الله ليکي:
دروايت او درايت دستر امام الترمذي (کتاب الشمائل )په خپله موضوع کې ترټولو غوره او مکمل کتاب دى ، ډېر ښکلى ترتيب شوى او په موضوع يې احاطه کړې ده بل هيچاداسې کتاب ياددې په څېر کتاب ندى ليکلى ، ده خپل کتاب په يوه ښکلې او نوې طريقه ليکلى
اوحديث او اثاريې په ډېره ښائسته توګه اوډلی او ترتيب کړي دي ، ان تر دې پورې چې داکتاب ) المواهب( يعنې له الهي ورکړو نه بلل شوى دى
دشمائل يوبل وتلى شارح ملاعلي بن سلطان القاري رحمه الله (ت ١٠١٤هـ) ليکلي: دامام الترمذي دامختصر کتاب درسول الله صلي الله عليه وسلم دشمائلو او اخلاقوپه موضوع کې ترټولو غوره او مکمل کتاب دى ، درسول الله صلي الله عليه وسلم سېرت په ډېره مکمله توګه پکې راغلى په داسې توګه چې کله څوک داکتاب ګوري لکه دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم مبارک مخ ته چې ګوري ، او په هرباب کې دهغه ښېګڼې ويني.

كريم كامران
19.09.2010

زړه ته رانږدې حامد صاحب!
ډیره په زړه پورې او ګټوره موضوع مو رانیولې.
او دا چې پښتو ته مو دا کتاب ژباړلی ډيره د ویاړ خبره ده.
له بده مرغه چې پښتانه لیکوالان او ژباړونکي خپلې وړتیاوې او استعدادونه په ناڅیزو شیانو کې مصرفوي، د عشقي ناول په ژباړه به پښتو ژبه څه بډایه شي؟ سرې شونډې او نرۍ ملا به زمونږ د کوم درد دوا شي؟ زمونږ د قلم خاوندان باید خلکو ته داسې علمي موضوع ګانې ولیکي او یا راوژباړي چې هم دین ته خدمت کړی وي، هم ملت ته، او هم ژبې ته، او هم مو خپل مسئولیت ادا کړی وي، او داسې یو کتاب پښتو راونه ژباړو چې لایسمن ولایغني من جوع.

راځئ چې د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه په دې طریقه دفاع وکړو،که دښمنان مو پیغمبر ته توهین کوي مونږ باید د مظاهرو او لاریونو پرځای له خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره په دې ډول د مینې او محبت څرګندونه وکړو، دهغه سیرت او صورت هرچاته وروپیژنو، او خلک وپوهوو چې ددښمنانو توهین آمیزه تبلیغات بې ځایه، دروغ، او د عناد ځیږنده دي!!!

تاسو ډیر لوی خدمت ترسره کړی او زه یې یو ځل بیا د زړه له کومې مننه کوم، او که مونږ ته هم د خدمت څه وي په ډاډه زړه یې امر کولی شئ.

خو متاسفانه چې مونږ یې په ارزښت نه پوهیږو، دښمنان مو د پیغمبر د سپکاوۍ کاریکاتورونه نشروي، او مونږ دومره نه شي کولای لکه څنګه چې تاسو غوښتي د فورم چلوونکي دا موضوع مهمه وبولي او د بحثونه په سر کې یې ونښلوي.

رښتینی
20.09.2010

.

دروند او محترم ورور کامران صاحب !
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

الله دی روغ او خوشاله لره ستاسو له نظر او تشجیع نه مننه کوم
اوستاسو خبره بیخی کره ده رښتیا چی دپښتو په دی ګړندی یون
کی دینی موضوعاتو او په ځا نګړی توګه سیرت نبوی ته زموږ د
لیکوالانو توجه کمه ده په هرصورت هیله کوم چی دلیکنی تر پایه
راسره اوسئ

په مینه

رښتینی
20.09.2010

.

دشمائل شروح :
ددې کتاب د ډېر اهميت اندازه له دې نه هم معلومولى شو چې دامت څومره لويو او سترو علماؤ په ده شرحې ليکلې دی ځيني علماؤ مختصر کړى دى او ځيني علماؤ په شعر اړولى دى ، دلته دفائدې له پاره مونږ دڅوشروحو او دهغو دليکوالانو نومونه رااخلو چې لومړى دشرحې او دويم به يې دمصنف نوم وي :

١_ جمع الوسائل في شرح الشمائل- على بن سلطان القاري (ت١٠١٤هـ)
٢_ اشرف الوسائل في شرح الشمائل- احمدبن محمدبن على الهيثمى (٩٧٣هـ )
٣_اسنى الوسائل بشرح الشمائل- اسماعيل بن محمدالعجلونى الدمشقى (١١٦٢هـ)
٤_المواهب اللد نيه على الشمائل المحمديه _ ابراهيم بن محمدالباجورى ( ١٢٧٧هـ)
٥_ الفوائدالبهيه على الشمائل المحمديه _ محمد بن القاسم المغربى ابن الحسوس
٦_ المواهب المحمديه بشرح الشمائل الترمذيه – سليمان بن عمرالمعروف بالجُمل
(١٢٠٤هـ )
٧_الوفالشرح شمائل المصطفى – على بن ابراهيم الحلبى صاحب السيره (١٠٤٤هـ )
٨_ تحفة الاخيارعلى شمائل المختار- ابوالحسن على بن محمد الحريشى الفاسى (١١٤٢هـ )
٩_ الاتحافات الربانيه بشرح الشمائل المحمديه – محمد عبدالجواد الرومى
١٠_ شرح الشمائل للترمذى – ابراهيم بن محمد بن عربشاه (٩٤٣هـ )
١١_ شرح الشمائل للترمذى – ملامحمدالحنفى
١٢_ شرح الشمائل للترمذى _ محمدعبدالرؤف بن على المناوى (١٠٠٣هـ )
١٣_ شرح الشمائل للترمذى – سلطان بن احمدالمصرى المزاجى (١٠٧٥هـ )
١٤_ شرح الشمائل للترمذى – عبدالله الحموى الحمدونى ( توفى بعد ١١٣٣هـ )
١٥_ شرح الشمائل للترمذى_ حسن بن عبدالله البخشى الحلبى (١١٩٠هـ )
١٦_ شرح الشمائل _ عبدالله نجيب العينتابي شارح شفا(١٢١٩هـ)
١٧_ شرح الشمائل _ محمودبن عبد المحسن الدمشقي (١٣٢١هـ)
١٨_ شمائل النبي صلي الله عليه وسلم_ مصلح الدين اللاري محمدبن صلاح الدين (٩٧٩هـ)
١٩_ المختصر في الشمائل المحمدية وشرحها_ استاد محمودسامي بک
٢٠_ زهر الخمائل علي الشمائل _ جلال الدين السيوطي (٩٧٩هـ)
٢١_ شرح الشمائل _ عصام الدين ابراهيم محمد الاسفراییني (٩٤٣هـ)

٢٢_ شرح الشمائل محمد عاشق بن عمر الحنفي (١٠٢٢هـ)
٢٣_ تهذيب الشمائل _ محمدبن عمربن حمزه الانطاکي
داروستۍ شرحه دملاعلي القاري دجمع الوسائل تهذيب دى

رښتینی
20.09.2010

دامام الترمذي (رحمه الله )ژوندته لنډه کتنه

نوم ، نسبت او کنيت يې : حافظ ، امام ، ابوعيسى محمدبن عيسى بن سوره بن موسى بن الضحاک السلمي الضريري البوغي الترمذي .
اوځيني نورومؤرخينوويلي چې: محمد بن عيسى بن يزيدبن سوره بن السکن ...
اوځينوويلي چې : محمد بن عيسى بن سوره بن شداد بن عيسى ... دى

السلمي: دسين په ضمه سره بنو سليم ته منسوب دى ، اودادغيلان دقيس يوه پښه ده.
الضرير: دړانده په معنى ده مؤرخين په دې اړه مختلف دي ، چې ايادى له موره نابينا زېږېدلى ؤ او که نه ؟ امام الذهبي ليکلي چې دى په لوى عمر کې ړوند شوى له موره نابينا نه دى زېږېدلى ، اوله سفرونو او دعلم له ترلاسه کولو وروسته ړوند شوى دى .
البوغي: بوغ ته منسوب ده اوداد ترمذ په شاوخواکې يو کلى دى امام الترمذي په دې کلي کې وفات شوى دى رحمه الله تعالي تعالى ځکه البوغي ورسره ليکل کيږي .

الترمذي:دادده ترټولو مشهور نسبت دی ، عام اوخاص يې په دې نسبت سره پېژني ، په دې نسبت سره ځيني نور علماء هم شته لکه : حاکم الترمذي او نور خوامام ابوعيسى الترمذي ترټولو ډېر مشهور دى ، او چې يواځې ( الترمذي ) يادکړل شي مراددى وي .

الترمذي : د (ترمذ) ښارته منسوب ده او داداموسيند په شمالي غاړه پروت مشهور ښاردى ، په موجوده وخت کې دتاچکستان په هيواد کې راځي ، او داښار مسلمانانو دعبدالملک بن مروان په زمانه کې فتحه کړى ؤ ، وروسته سلجوقيانو ، مغولو او ازبکو واکمني پرې کړې ده

پيدائښ: مؤرخينوپه ټاکلى توګه دامام الترمذي رحمه الله تعالي دپيدائښ نېټه نده ليکلى بلکې د درېمې پېړۍ دپيل کلونه يې ښودلي دي ، امام الذهبي په سيراعلام النبلاء کې ليکي: دى د دوه سوه او لسو(۲۱۰هـ) په شاوخواکې زېږېدلى دى ، او ذهبي وايي چې دى داويا(٧٠) کلونو په عمر وفات شوى دى .او ډېرۍ مؤرخين وايي چې دى په کال ( ٢٧٩هـ) کې وفات شوى دى رحمه الله تعالى . له دې دارامعلومه شوه چې دى په کال (٢٠٩هـ) کې زېږېدلى دى

زده کړه او علمي سفرونه:

دډېرى علماؤ اوسلفودکشرتوب حالات پوره نه دي معلوم ځکه هغه مهال ددې شيانو دومره اهتمام نه ؤو ، دامام ترمذي رحمه الله تعالي په اړه مؤرخين ليکي چې دزده کړو پيل يې په خپل هيواد او خراسان کې کړى دى او ددې سيمې له وتليو علماؤ نه يې زده کړې ترلاسه کړې دي لکه ، اسحاق بن راهويه او محمدبن عمروالسواق.

وروسته عراق او حجاز ته تللى دى او دهغې سيمې له علماؤ يې روايتونه او رېدلي دي ، او دارازډېرونورو هيوادونوته هم دعلم له پاره تللى دى .

مؤرخين ليکي چې امام بخاري رحمه الله تعالي هم دده استاد ؤ او هم يې دعلم دلاري ملګرى ؤ ده له امام بخاري نه ډېرڅه اورېدلي او زده کړي دي ، او داسي بريښي چې دحديثو او فقهې ډېره برخه يې له هغه نه زده کړې ده .
له امام مسلم بن الحجاج القشيري رحمه الله تعالي سره يې هم ليدلي او له هغه نه يې هم استفاده کړې ده او له ده نه يې يواځې يو حديث روايت کړى دى چې هغه د ابوهريرة رضي الله عنها روايت دی : احصواهلال شعبان لرمضان .
داراز له امام ابوداود سليمان بن الاشعث السجستاني رحمه الله تعالي سره يې هم ليدلي دي او په خپل جامع کې يې دهغه روايتونه راخيستي دي.
په علل الحديث او رجالو کې يې ددې فن له ستر امام عبدالله بن عبدالرحمن الدارمي نه هم استفاده کړې ده .او داراز له امام ابوزرعه الرازي رحمه الله تعالي څخه يې هم استفاده کړې ده لکه د خپل جامع په اخر کې ده په خپله هم داخبره کړې ده .
دلته دڅوهغو سترو امامانو نومونه رااخلو چې امام ترمذي او دصحاح سته ټولو مصنفينو له هغوى نه اخذ او استفاده کړې ده :

١_ محمد بن بشار( بنداد) ( ٢٥٢هـ)
٢_ ابوموسى محمد بن المثنى (٢٥٢هـ)
٣_ زيادبن يحيى الحساني (٢٥٤هـ)
٤_ عباس بن عبدالعظيم العنبري (٢٤٦هـ)
٥_ ابوسعيد الاشج عبدالله بن سعيد الکندي (٢٥٧هـ)
٦_ ابو حفص عمروبن على بن الفلاس (٢٤٩هـ)
٧_ يعقوب بن ابراهيم الدورقي(٢٥٢هـ)
٨ _ نصربن على الجهضمي (٢٥٠هـ)
٩_ قتيبة بن سعيد المدني ( ٢٤٠هـ)

١٠_ اسحاق بن راهويه (٢٤٠هـ)
١١_ على بن حجر المروزي (٢٤٤هـ)
١٢_ ابومصعب احمد بن ابي بکر الزهري المدني (٢٤٢هـ)
١٣_ سويدبن نصربن سويدالمروزي ( ٢٤٠هـ)
١٤_ عبدالله بن معاويه الجمحي ( ٢٤٣هـ)
١٥_ محمد بن عبدالعزيز بن ابي رزمة ( ٢٤١هـ)

داڅومودنمونې په توګه راوړل اوس څو هغه کسان رااخلو چې له ده نه يې استفاده کړې ده او دده شاګردان دي په دې برخه کې هم امام ترمذي رحمه الله تعالي دنړۍ ګڼ شمېردعلم تږي دخپل علم له سيند نه ماړه کړي او اوبه کړي دي ، ان تردې پورې چې امام بخاري رحمه الله تعالي هم له ده نه څوروايتونه کړي دي او په دې لړکې به وروسته دامام بخاري هغه مشهوره خبره هم راوړو چې ده ته يې کړې ده ، اوس يې دڅومشهورو شاګردانو نومونه رااخلو:
١_ ابوالعباس محمد بن احمد المروزي (٣٤٦هـ) دى د(مرو) لوى محدث او ستر شيخ ؤ اودامام الترمذي (جامع) هم ده روايت کړې ده.
٢_ ابوسعيد الهيثم بن کليب الشاشي ( ٣٣٥هـ) دى هم دماوراء النهر له سترو محدثينوڅخه دى او په خپله هم يو لوى مسند لري چې په دوه ټوکه کې دى ، او اوس يې ددکتور محفوظ الرحمن زين الله په تحقيق سره يو ټوک چاپ شوى هم دى ، دامام الترمذي د(الشمائل) راوي هم دى دى.
٣_ حماد بن شاکر بن سويه النسفي (٣١١هـ)
٤_ ابوبکر احمدبن اسماعيل بن عامرالسمرقندي
٥_ ابوحامد احمدبن عبدالله بن داود المروزي
٦_ ابوجعفر محمد بن سفيان بن نصر النسفي المعروف بـ(الامين)
اوداسې نور…..

دامام الترمذي علمي مقام
او دده په اړه دعلماؤ ويناوي

ډېروزياتو علماؤ او محدثينو امام الترمذي رحمه الله تعالي ستايلى او دده دلويي او علم اعتراف يې کړى دى او په دې اړه هيچا هم اختلاف نه دى کړى يواځې ابن حزم رخمه الله تعالي دده په اړه يوه خبره کړې چې وروسته به پرې وګړيږو.
١_ امام ابوسعد السمعاني رخمه الله تعالي يوه وتلې څېره او کتابونه يې دعلم شاهدي وايي ،او له سترو علماؤ نه دى ، دى دامام ترمذي رحمه الله تعالي په اړه وايي: دى يوله هغو سترو امامانو څخه دى چې په علم الحديث کې اقتداء پسي کيږي ، ده په عللو او تاريخ کې ښکلي کتابونه ليکلي دي او مشهور جامع يې دعلم او اتقان ښه بېلګه ده ، او په حفظ او کره توب کې متل و.
٢_ حافظ المزي وايي: دى له سترو او وتليو حفاظونه دى او دهغو علماؤ له جملې نه دى چې الله جل جلاله مسلمانانو ته ګټه پرې رسولې ده .
٣_ امام الذهبي وايي : ابوعيسى الترمذي ستر حافظ او لوى امام ؤ دجامع مصنف او ثقه دى او ټول علماء په يوه خوله دى ثقه اوکره بولي .
٤_ مبارک بن الاثير او طاش کبرى دواړه وايي : امام الترمذي له سترو علماؤ ، حفاظو او امامانو نه ؤ او په فقه کې يې هم پوره مهارت لاره .

٥_ ابن حبان وايي: دى يو له هغو ستروعلماؤ او محدثينو څخه ؤ چې غوره کتابونه يې ليکلي دي ، ښه حفظ يې لاره او ډېرو ته يې ګټه رسولې.
٦_ حاکم وايي له عمربن علک نه مې اوريدلي چې ويل يي : امام بخاري چې ومړ په ټول خراسان کي دابوعيسى په څېر بل ستر محدث او عالم نه ؤ دى لوى زاهد او خورا نېک انسان ؤ او دومره ډېر به يې ژړل چې اخر دډېرې ژړاله امله ړوند شو .
٧_ امام بخاري دنړۍ ټولو علماؤ( اميرالمؤمنين في الحديث ) بللى دى او دده په امامت کې هيچا شک نه دى کړى داستر امام دامام الترمذي له سترواستادانو څخه هم ؤ او په خپله يې له

ترمذي نه هم روايتونه اوريدلي دي ، دى يووخت امام ترمذي ته يوه خبره کوي چې له هغې نه دامام ترمذي دعلم او لويوالي ښه اندازه لګولى شو :
(ماانتفعت بک اکثرمماانتفعت بي) يعني تاچې له مانه څومره علم او ګټه ترلاسه کړې ده ماله تانه له هغه ډېره ګټه او علم ترلاسه کړى دى .دامام بخاری رحمه الله په څیر امام چی دخپل شاګرد په اړه داسی خبره کوی له دی نه دامام ترمذی رحمه الله عظمت او امامت ښه څرګندیږی
دده حفظ اویاد:
دلته دامام الترمذي دحفظ او ياد په اړه دده له خولې يوه کيسه رااخلو چې ذهبي په سيراعلام النبلاء او ابن حجرپه تهذيب التهذيب کې راخيستې ده ، امام الترمذي وايي:
زه مکې ته روان وم ديوه شيخ دحديثو مې دوه جزئه ليکلي ؤ په لاره کې چا وويل چې هغه شيخ دلته راغلى دى زه سمدستي ورغلم له ماسره مې په بار کې دوه جزئه ايښي ؤ ماګومان کاوه چې دادهمدې شيخ دوه جزئه دی، کله مې چې دى پيداکړ ورته ومې ويل ماستا له حديثو دوه جزئه ليکلي که يې راته قرائت کړې ، ده راته وويل سمه ده ماچې کله دواړه جزئه راواخيستل هغه سپيني پاڼې وې ، او هک حيران شوم.

شيخ قرائت پيل کړ او ماسپينو پاڼو ته کتل ، شيخ قرائت له يادو راته کاوه کله يې چې زماپه لاس کې سپينې پاڼې وليدلې په غصه شو او راته ويې ويل : اياته له مانه شرمېږې ؟! ماورته وويل داسې خبره نه ده او کيسه مې ورته وکړه . ورته کړه مې چې ماته ټول ياددي . وى ته يې ووايه ! ده چې په هغه مهال راته قرائت کړي ؤ ټول مې ورته قرائت کړل (دواړه جزئه) ده راته وويل : دانه منم تا مخکې يادکړي ؤ ماورته وويل : ښه ته خپل نور حديث راته قرائت کړه ! ده خپل څلوېښت نادر حديثونه راته قرائت کړل او راته کړه يې : اوس يې وايه ! ماله پيل نيولې ترپايه ټول حديث داسې ټکي په ټکي ورته وويل لکه څرنګه چې ده راته قرائت کړي ؤو.او په يوه حرف کې هم غلط نه شوم (!!) شيخ راته وويل : ستاپه څېر انسان ما ندى ليدلى.

دابن حزم ناخبرتيا

دالمغرب مشهور امام ابن حزم دامام الترمذي په اړه په خپل لوى کتاب : الاتصال الى فهم کتاب الخصال) کې ويلي دي : محمدبن عيسى بن سوره مجهولٌ. يعني ابن حزم امام الترمذي مجهول بللى دى .
خوعلماء ليکي چې دا دابن حزم ناخبرتيا ده او دترمذي شان ته هيڅ ضررنه رسوي، دابن حزم په اړه علماء ليکي: قلمه کسيف الحجاج بن يوسف

خودده داخبره ټولو علماؤ غندلې اودايې دده ناخبرتيابللې ده .
امام ذهبي رحمه الله تعالی په ميزان الاعتدال کې ليکي: دابن حزم خبره چې دى مجهول دى امام الترمذي ته تاوان نه رسوي ، ځکه ده نه ده پېژندلى اودده له مشهور ( الجامع) او ( العلل) نه هم نه ؤ خبر.
امام ابن حجر رحمه الله تعالی په تهذيب التهذيب کې ليکي : دابن حزم داخبره په خپله دده دناخبرتيا اعلان دى ، دې سړي نه يواځې دامام الترمذي بلکې دنورو وتليو امامانو په اړه هم د جهالت حکم کړى دى ! لکه ابوالقاسم البغوي ، اسماعيل بن محمدالصفار، ابوالعباس الاصم ، او نورډېر، نودده خبره دباور وړ نه ده ،
حافظ ابن کثيررحمه الله تعالی ليکي : دابن حزم داخبره امام ترمذي ته تاوان نه رسوي بلکې دابن حزم په دې خبره سره دحفاظوپه نزد ابن حزم خپل مقام ټيټ شوى دى .

21.09.2010

.

دامام الترمذي تصنيفات

دامام الترمذي رحمه الله تصنيفات دده دلوړ عملي مقام شاهدان دي دلته موږ دده تصنيفات رااخلو او لنډی خبری پرې کوو.

١_ الجامع :
چې په سنن الترمذي سره شهرت لري او يوله صحاح سته ؤ نه دى ، ددې کتاب په اړه په خپله امام الترمذي رحمه الله وايي: ماچې داکتاب وليکئ دحجاز ، عراق او خراسان علماؤ ته مې وړاندې کړ هغوى وکوت او ټولو خوښ کړ. دچاپه کور کې چې داکتاب وي ګواکې په کورکې يې نبى دى او خبرې کوي. شيخ الاسلام ابو اسماعيل وايي: جامع الترمذي له صحيح بخاري او مسلم دواړو نه ګټور دى ځکه په هغو دواړو به يواځې متبحر عالم پوهيږي او په جامع الترمذي هوڅوک پوهيږي .

٢_الشمائل المحمدية :
همداکتاب او پردې کتاب مخکې خبره شوې ده.

٣_ العلل: الصغير:

دادسنن الترمذي ملحق او مل دى داډېر ګټور کتاب دى په دې کتاب کې ځيني دحديثو اصول بيان شوي دي او ځيني يې داسې خبرې دي چې په (جامع) اودهغه په تفصيل پوري اړه لري . په دې ښکلي کتاب باندې حافظ عبدالرحمن ابن رجب الحنبلي (٧٩٥هـ) ډېره مهمه شرحه ليکلې ده او دکتاب اهميت يې دوه برخې کړى دى ، داشرحه د دکتور نورالدين عتر په تحقيق سره په دوه ټوکه کې چاپ شوې ده .

٤_ العلل الکبيرأوالمفرد :

په دې کتاب کې مصنف رحمه الله حديث رااخلي اوبيايې په عللو خبرې کوي او محدثين چې وايي : ( رواه الترمذي في العلل ) له هغه نه داکتاب مراد دى ، په دې کتاب کې ده ډېر اعتماد په امام بخاري رحمه الله تعالي کړى دى ، يعني دهغه علم يې پکې رااخيستى دى ، داکتاب علماؤ ستايلى او دباور وړ يې بللى دى ، دکتورنورالدين عتر وايي: چې ددې کتاب يوه کامله نسخه يې موندلې ده چې ابوطالب القاضي په ډېره ښه توګه ترتيب کړې ده .
٥_ تسمية اصحاب رسول الله صلي الله عليه وسلم: داکتاب ( مؤسسة الکتب الثقافية) چاپ کړى دى ، په دې کتاب کې د صحابه کرامو رضي الله عنهم نومونه او
کنيې راخيستل شوې دي ، چې په پيل کې يې عشره مبشره بالجنة راغلي او پاتې يې دحروف المعجم په ترتيب سره راخیستل شوي دي .
٦_ التاريخ : اسماعيل باشا البغدادي په هدية العارفين او ابن نديم په الفهرست کې دامام الترمذي په تصنيفاتو کې داکتاب هم راخيستى دى خوتراوسه داکتاب ( التاريخ ) چانه دى ليلى .
٧_رباعيات الحديث: داهم اسماعيل باشا په هدية العارفين کې راخيستى دى او دترمذي تصنيف يې بللى دى.
٨_ الزهــــد : حافظ بن حجررحمه الله په تهذيب التهذيب کې دترمذي په ترجمه کې ددې کتاب يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې مونږ ندى ليدلى.
٩_ الاسماء والکنى : ددې کتاب يادونه هم ابن حجر په تهذيب التهذيب کې دامام الترمذي په ژوندليک کې کړې ده، او داسې بريښي چې داکتاب هم او س شتون نه لري . والله اعلم

١٠_ الاثارالموقوفه : په خپله امام الترمذي دالعلل الصغير په پيل کي په يوه بحث کې وايي: داموضوع مونږ په پوره توګه په هغه کتاب کې بيان کړى ده چې په هغه کې د(الاثارالموقوفه) بحث شوى دى .

دامام الترمذي وفات :

دحديثواو ديني علومو په لاره کې دې ستر امام او لوى محدث او فقيه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې اوډېرې خوارۍ کړې دي او امت ته يې دعلم غوره خزانې په مېراث پرې ايښې دي . الله جل جلاله دي دده ټول عملونه قبول او الله جل جلاله دي پرګور دنور بارانونه وه وروي. دعلم له داسې بېساري چوپړ سره دهغه د ورع او تقوى کيسې هم ډېري دي ، چې دده دژوند دحالاتو ليکونکو علماؤ راخيستې دي . او دده دژړا او له دې امله دړندېدلو کيسه مونږ مخکې وليکله.
جمهورو علماؤ دده دوفات ورځ : دوه شنبه ديارلسم درجب دوه سوه نه او يا( ٢٧٩هـ) ؛ ليکلې ده او ويل کيږي چې دى په ( بوغ) يا (ترمذ) کې وفات شوى دى.

رحمهم الله تعالى وجزاه الله خيرالجزاء هو وائمة المسلمين
الذين حفظواعلوم الدين وادوها لمن بعدهم کماسمعوها.

M Tahir
21.09.2010

محتر مولانا حامد صاحب
الله جلجلاله مو پر مټو برکت او قلم پياوړی کړه چې دومره ارزښتمن کار ته مو لېڅې رانغښتې دي . زموږ خو نور څۀ پۀ وس کې نشته (لکه چې تاسو يي د فن له خاوندانو څخه هيله کړې ده) يوازې دعا کولای شو چې الله رب العزت مو سينه پۀ قراني او نبوي علومو ډکه او منوره کړه چې خپلې ټولنې ته يي هم رڼا او ځلا ورسوئ . امين ثم امين
پۀ مينه
ستاسو طاهر

رښتینی
21.09.2010

محترم محمد طاهر صاحب له نظر او پیرزوینو نه مو مننه
الله دی خوشاله اوسوکاله لره زموږ اهل نظر وروڼه دسیاست
خدای وهلی له ګرمو او غوړو موضوعاتو ندی خلاص او دی
خواته څومره توجه نلری

په مینه

رښتینی
21.09.2010

.

زمونږ دپښتوشرحې په اړه څو خبرې

څومره خوږ تړون خاونــــــده!
موجود زماوستاترميان دى

محمد ســـــــــتاهم جانان دى
محمد زمـــــــــاهم جانان دى

حضرت مطرف بن عبد الله العامري رصي الله عنه يو صحابي دى ده يوه ډېره ژوره او دقيقه خبره کړې ده دى وايي:
کفى بالنفس اطراء ان تذمها على الملأکأنك تريد بذمها زينتها وذلك عند الله سفه.
يعني کله داهم پېښيږي چې يو څوک دعاموخلکوپه منځ کې دخپل ځان کمزوري بيانوي او دخپل نفس بدي بيانوي او موخه يې دځان ستاينه اوښايست وي ، مطلب داچې په دې خپله کمزوري او نفس ماتونه سره به خلک وايي چې فلانکى سره له دومره پوهې او تقوى بياهم ځان کمزورى بولي ، ولاداخو ريښتيالوى انسان دى ! حضرت مطرف رضي الله عنه وايي : دادخداى جل جلاله په نزد سفاهت او بې عقلي ده.
امام ابن رجب الحنبلي دحضرت مطرف رضي الله عنه ددې خبرې په تفصيل کې کاږي چې داډېره ژوره او دقيقه نکته ده او ډېر خلک په دې ستونزه اخته وي او پاموړيې نه بولي.
داخبره مې دشمائل دشرح په اړه وکړه ، ددې ستر او ګټور کتاب دپښتو کولو او په هغه شرحه ليکلو ؛ اهميت دپوهي خاوندان پېژني ، زمونږ په هيواداو سيمه کې ډېر تکړه علماء تېرشوي دي او الحمدلله اوس هم شته دوى چې کوم ديني کتابونه ليکي لومړى کوښښ يې داوي چې په پښتو نه بلکې په کومه پردۍ ژبه يې وليکي ، او زه وايم داکار چې په هرڅومره

سپېڅلې موخه وي ، وي به ؛ خوله پښتنوسره یی ښه اومناسب چلند نشوبللی .قرانکریم وایی : وما ارسلنا من رسول الا بلسان قومه .... ددی قرانی ارشاد موخه همداده چی دهرقوم پوهان او علماء باید په خپله ژبه کی خپل قوم ته دعوت وکړی او که موږ خپلی سیمی او شاوخوا نړۍ ته ځیر شو وبه وینو چی دهرځای علماو دقرانکریم له دی ارشاد سره سم خپلو قومونو ته په خپلو ژبوکی ددعوت کار کړی دی خو الحمد لله اوس مهال ډیر داسی علماء لیدل کیږی چی په خپله ژبه کی دینی لیکنی کوی
دمطرف رضي الله عنه خبره مې ددې له پاره وليکله چې ګومان کيږي زمونږ ډېرې رواجي کسر نفسي بيانول دده له خبرې لاندې راځي داچې له داډول کسر نفسي مو ځان ژغورلى وي دتحديث بالنعمةپه توګه ويلى شو چې لوى څښتن دقلم او يوڅه پوهي نعمت راباندې لورولى دى (ولله الحمد ) نو ددې جنجالي حقيقت په اعتراف سره وايم چې ددې ستر او ګټور کتاب ( شمائل الترمذي ) شرحه مې ضروري او ګټوره وبلله او څه موده مخکې مې پيل پرې وکړ . الحمدلله ، وسائل او مختلفي شرحې برابرې شوې 72حديث چې په لومړيولسوبابونو کې راغلي شرحه او تقريبا يوټوک برابرشو .
ماپه خپله شرحه کې له مختلفو شروحو اوکتابونو څخه اخذ او اخيستني کړې دي ، اما دحديث دتشريح له پاره مې زيات اخذدشمائل له څوشروحو نه کړى دى ، چې هغه:
دابن حجر الهيثمي ( اشرف الوسائل )
دملاعلي قاري ( جمع الوسائل)
دعبدالرؤف المناوي ( شرح الشمائل ) دي
اود متن دسمونې او دحديث په تخريج کې مې له دوو نويو عربي شرحو څخه کاراخيستى چې يوه يې :
دابوعبدالله السيد بن احمد حموده ( شمائل النبي صلي الله عليه وسلم ده
او بله دسيد بن عباس الجليمي ( الشمائل المحمدية) ده
داراز دتخريج په برخه کې مې د (اشرف الوسائل) دذيل له تخريج نه هم کار اخيستى چې هغه هم يو ه عرب ليکوال ابوالفوارس احمد بن فريد المزيدي ليکلى دى .

دتشريح او ژباړې منهج اولاره

مونږ لومړى په خپله شرحه کې دحديث متن په ساده توګه ژباړلى او دمتن حاصل او خلاصه مو بيان کړې ده څو شرحه دعامو او خاصو ټولو دګټې وړ وګرځي ، تحت اللفظ ژباړه مطلب په سمه توګه نشي افاده کولى ځکه مود متن حاصل او مطلب بيان کړى وروسته مو دحديث اړوندتفصيل او تشريح تقريبا په ساده او علمې ژبه څېړلي دي ځکه دايو درسي کتاب دى او دطالبانو له پاره موعلمي څېړنې ضروري بللې، نحوي تحقيق او دحديثو دتدافع او تعارض بحثونه مونه دي پرې ايښي اوپه دې برخه کې مودمعياري پښتو او نويو پښتونګه الفاظو رعايت ندي کړى ، او په اصطلاح ملائي پښتو موکارولې ده چې عربي توري زيات پکې راغلي دي ځکه دايو درسي کتاب دى او دمنتهي طالبانو له پاره ده نو له مجبوري مودهغو له سويې سره سم په ملائي پښتو ليکلى دى. اوپه يوه علمي کتاب کې داهل فن ژبه کارول دبلاغت غوښتنه ده ، يو نيم ځاى که په متن کې کوم د تشريح وړ توري راغلي وي هغه مو هم له دې عنوان لاندې څېړلي دي .
دراويانو په حالاتو کې مو دسند ټول راويان بالالتزام راخيستي دي ، دسند يو راوي هم ندى پاتې شوى او داکاردفن اړوند بحث ده ، ډېرومخکنيو شارحينو هم ځينو يې هر راوي بالالتزام راخيستى دى ، خو مونږ دځيني راوايانو حالات درجالو دفن داسلوب په خلاف دتاريخ دسوانحودفن په ډول راخيستي دي ،داسماء الرجال فن يواځې دراوي کره توب او عدل معلوموي اوداچې له چايې روايتونه کړي دي ، اوله ده نه چاکړي دي اوداچی دکوم ځای دی ، امادتاريخ دسوانحوبرخه بيا دمترجم فضائل ، ښېګڼې او ژوندپېښې راوړي . مونږ دځينې لويو کسانو حالات تفصيلي بيان کړي دي ځکه چې امام ابوحنيفه رحمه الله وايي :
دلويو کسانودژوند حالات اودهغوښیګڼی بیانول ماته له ډېرې فقهې خوند راکوي ځکه دادقوم اخلاق او اداب دی او ددی خبری دلیل دا ایت شریف دی : أولئک الذین هدی الله فبهداهم اقتده. او دا ایت شریف : لقد کان فی قصصهم عبرة لأولی الألباب.

حضرت سفیان بن عیینه رحمه الله تعالی وایی : دعلماؤدحالاتو دبيانولو پر مهال رحمتونه نازليږي ،

حضرت جنید البعدادی رحمه الله تعالی وایی :دنیکانو کیسی او دهغو ښیګڼی بیانول الهی لښکری دی چی په دی سره دخپلو ولیانو زړونه ثابتوی او ډاډه کوی چا ورته وویل ددی خبری له پاره کوم دلیل شته ؟ ده ورته وویل : هو کی الله جل جلاله وایی : وکلا نقص علیک من أنباء الرسل ما نثبت به فؤادک

حضرت محمدبن یونس رحمه الله تعالی وایی : دنیکانو اوصالحینوله یاد نه ما دزړه له پاره بل دومره ګټور شی ندی لیدلی .

حضرت مالک بن دینار رحمه الله تعالی وایی : دصالحینو کیسی دجنت ډالۍ او تحفی دی .

بناء داکارهيڅکله بې ګټې او له موضوع وتلى نشوبللى .
وروسته مودحديث تخريج په لنډه توګه راخيستى دی پټه دي نه وي چې داتخريج مو په پيل کې په پښتو ليکلى وروسته مو عربي کړى دى ځکه دايوه نګه علمي موضوع ده او داهل علم دضرورت شى دى ځکه مو په عربي ليکلى دى .

هــــيـــــــله

داښکاره خبره ده چی هر انسانی کار نیمګړتیاوی لری له درنو علماؤ او مشائخو نه هيله کوم که زمونږ په دې کارکې يې نيمګړتياوي وليدلې نو حتما يې بايد په هره ذريعه چې وي مونږ پرې خبر کړي هغوى کولى شي دانيمګړتياوي ديوه مضمون په شکل په يوه مجله يانيټ پاڼه کې خپرې کړي ، زماموخه دنيمګړتياؤ په ګوته کول دي او ددې شرحې کره کول دي داد محقینو علماو او پوهه نقادانواصول دی چی چیرته دچا په تصنیف او لیکنه کی نیمګړتیاوی ووینی نو که کولی شی مخامخ یی هغه ته وښیی مخامخ هغه ته دهغه دلیکنی نیمګړتیاوی او سالم نقد وړاندی کړی چی ستاسو دا ځای ناسم او داصلاح وړدی او که داسی شونی نه وی نو په لیکلی توګه خپل نقد ولیکی او اړوند لوری ته یی ولیږی که فرضا هغه بی دلیله له سرټمبګی نه کار واخلی بیا خپل نقد خپور کړی څو خلک له دی نیمګړتیاو او تیروتنو خبر کړی

خو له بده مرغه زموږ په موجوده پیر کی دا اصول ډیر کم خلک عملی کوی لکه چی وایی من صنف فقداستهدف زما پر ځینی لیکنوما له مختلفو لوریونه ډیری بی رحمه نیوکی او انتقادونه اوریدلی دی خو تراوسه می داسی نقادان تقریبا ندی لیدلی چی مخامخ یا په لیکلی توګه یی زه خپلو کړمو او نیمګړتیاو ته ځیر کړی یم والله المستعان کوم انتقاد چی دموضوع دماهرینوله خوا نوی شوی بلکی هسی دکوم مغرض لوری په حقد او کینه ولاړ وی دهغه نقداهمیت نلری بلکی دموضوع دماهرینو له لوری نقدداعتبار وړ وی بناء دحدیثو له متخصصو علماو نه په ډیر احترام هیله کوم چی زموږ نیمګړتیاوی راته وښیی او په دی اړه دی هیڅ مجامله اواغماض نکوی ځکه موضوع او خصوصاپه دی موضوع کی زما نوی ګام پورته کونه ددی غوښتنه کوی چی باید په دی اړه له ډیر دقت نه کار واخیستل شی بناء ددی لیکنی دسموالی او کره والی له پاره دی ته اړتیا لیدل کیږی چی په دی لیکنه نقاد علماء هیڅ رحم ونکړی اوپرته له مجاملی او دودیز اعتذاردزړه له کومی له درنو علماو نه مکررا هیله کوم چی نیمګړتیاوی مو په مخلصانه توګه راته په ګوته کړی .

رښتینی
22.09.2010

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وسلام على عباده الذين اصطفى
قال الشيخ الحافظ ابوعيسى محمدبن
عيسى بن سورة الترمذى

________________________________________
ژبـاړه او خــلاصـــه : ټولې ستاينې اوتعريفونه يوازې دالله له پاره دي اوسلامتي دخداى جل جلاله دې په هغوبندګانووي چې هغوى غوره كړل شوي دي '' په نوروباندې '' (پيغمبران) شيخ اوحافظ ابوعيسىٰ محمدبن عيسىٰ بن سوره الترمذى رحمه الله ويلي دي. :
دتسميې اوتحميدبحث:
الحمدلله
پخواني علماء اومصنفين دكتابونوپه پيل كې "بسم الله" او"الحمدلله" خامخا راوړي ،چې ځينې لاملونه اووجوهات يې په لاندې ډول بيانيږي :
1 - دقرآنكريم تقليد:ځكه دقرآنكريم په پيل كې هم بسم الله اوالحمدلله راغلې دي .
2 - دبسم الله اوالحمدلله په غوره كلماتوسره تيمن اوبركت ترلاسه كول.
3 - دهغه حديث دپيروي اواتباع له پاره چې په هغه كې راغلي : كوم كار ياكومې خبرې چې په بسم الله ياالحمدلله سر پيل نشي هغه به ناقص اوبې بركته وي .

4 - دسلفوعلماؤ تقليد.
5 -
دامام الترمذى رحمة الله عليه دالنډه خطبه دقرآنكريم ديوه ايت شريف ديوې برخې اقتباس ده، په سورة النمل كې راځي: [قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلاَمٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ] .اوس شارحينوپه دې خطبه كې پوښتنې اوځوابونه راپورته كړي دي چې مصنف ((الحمد)) معرفه ويلې او((سلام)) يې نكره ويلې داولې؟يوه شارح يوځاى دې پوښتنې ته ځوابونه ويلي دي يويې داسې دى چې په "الحمدلله" كې دالله تعريف ويل شوى ده اوثنا اوپه ((سلام)) كې په انبياوو سلامتيا ويل شوې ده نودالله اودهغه دبندګانو په منځ كې دتوپير له پاره مصنف الحمد معرفه اوسلام نكره راوړى دى اوس دځواب له صحت اونه سموالي سره زماكار نشته ځواب به سم وي خودتعجب ځاى دادى چې همدې شارح وروسته ويلي دي چې داخطبه ديوه ايت اقتباس ده ؛ نوايت خودالله خبري دي مصنف له قرآن سره دمينې اومحبت په خاطرايت شريف راخيستى دى اوپه اقتباس كې خوڅوك تغيرنشي كولى كه تغير وكړل شي بيااقتباس اقتباس نشو.
نوښه خبره داده چې مونږپه دې خطبه كې په دې حيثيت خبرې وكړوچې دادقرآنكريم ديوه ايت برخه ده اوهلته چې كوم شكونه اوپوښتنې راولاړيږي هغه ځواب كړو.
دحمدله پاره علماوومختلفې جملې كارولې دي لكه دكتابونوپه خطبوكې چې ليدل كيږي امام ترمذى دلته له هغوخطبو نه يوډول هم نده راخيستې او داايت يې اقتباس كړى دى، ددې وجه داده چې خداى جل جلاله خپل پيغمبر ته دحمد ويلوكومې جملې ښوولې وې هغه دحمد ترټولوغوره اوبهترې جملې دي، خداى جل جلاله خپل پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته وايي: [ وقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ وَسَلاَمٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى آللَّهُ خَيْرٌ أَمَّا يُشْرِكُونَ ] نوځكه مصنف داايت شريف اقتباس كړ

وَسَلاَمٌ عَلَى عِبَادِهِ
دلته سلام نكره راوړل شوى ځكه په نكارت سره تعظيم پيداكيږي لكه په [هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ] كې اوداراز په نكارت كې تعميم هم افاده كيږي لكه "تمرة خيرمن جرادة" نومعنى داشوه چې ډېره لوړه اوعامه سلامتيا دې وي په غوره بندګانو دخداىجل جلاله

الَّذِينَ اصْطَفَى

له غوره بندګانو څخه مراد ټول هغه بندګان دې چې خداى جل جلاله دنوروعاموبندګانو په منځ كې غوره كړي دي اوفضيلتونه يې وركړي دي لكه انبياء عليهم السلام ،ملائكې اودټولوانبياوو پيروان اوخپلوان ،نوپه دې جمله كې رسول الله صلي الله عليه وسلم ،دده كورنۍ ،اهل بيت اوټول صحابۀ كرام داخل شول .
دلته يوه بله شبه هم شته هغه داسې چې امام النووى اوځينې نوروعلماؤويلي دي چې دسلام افرادمكروه ده بايدخامخا صلوة ورسره ذكركړل شي ځكه په قرآنكريم كې راغلي دي چې [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا]
دې شبهې ته داځواب شوى چې دمصنف خطبه اصلاً رواجي اودعامو علماوو په څېرخطبه نده بلكې دادايت اقتباس دى علامه عبدالروف المناوى رحمه الله تعالي وايي: ډېرعلماء دانه مني چې دسلام افرادمكروه دى لكه امام ابوالفضل ابن حجر اوالشيخ الجزرى . اوبل داچې مصنف ته به دكراهت خبره نه وي ثابته نوځكه يې يوازې سلام راوړى دغه راز مصنف دخپل كتاب په مختلفو ځايونوكې سلام اوصلوة دواړه راوړي دي دلته يې هغه كارونكړ اوايت يې راوړ څودقرآنكريم دايت تلاوت هم وشي اوخطبه هم وويل شي .

يوبل اعتراض داكيږي چې امام ابوداود په خپل سنن كې يوروايت راخيستى په هغه كې راغلي دي چې هره خطبه چې په هغه كې تشهد (اشهدان لا اله يااشهد ان محمد...) نه وي هغه داسې ده لكه جزام وهلى لاس نومصنف بايدتشهد ويلى وى! ددې ځواب دادى چې مصنف به ددې خطبې دليكلو پرمهال په خوله تشهد ويلى وي نوليكلو ته يې اړتيا نه شوه پېښه اوياداچې دابوداود په روايت كې دنكاح خطبه مراد ده دكتابونو اورسالو خطبې ندي مراد ځكه خو امام ابوداوددغه روايت په كتاب النكاح كې راوړى دى.
دې اعتراض ته دځينو خلكو داځواب چې داحديث كمزورى دى ؛سم نده ځكه په فضائلو كې په ضعيف حديث هم عمل كيدلى شي اوپه دې باندې علماوو تصريح كړې ده . او د وسلام على عباده ...جمله دلته دانشاء په معنى اخيستل كيږي يعنې دلته دخداى نيكوبندګانو ته دعامراد ده اخبارندى اوكه فرضاً اخبارمراد كړل شي بياهم كومه بدي نه راځي خو داخبارپه صورت كې دايوه پوښتنه رامنځته كيږي چې انبياء (عليهم السلام) خودخداى په لاره كې له هرچازيات كړېدلي اوزورېدلي دي ؛ نوبيادسلامتياخبره سمه نشوه ؟ ځواب داده چې انبياء کړيدلي اوځورېدلي دي خودنبوت دمنصب په سرته رسولو كې پاته نه دي راغلي بلكې په دې لاره كې يوه زره مخالفت هم ندى ورنه شوى نوکه دهرڅومره ربړوپه ګاللوسره که مسؤليت سم سرته ورسول شي بیاهم دسلامتيامعنى خوندي شوه !!
دلته انبياء د(عباد) په صفت سره يادكړل شوي دي .اوديوه بنده له پاره عبديت ترټولو غوره صفت دى آن تردې پورې چې علماء ليكي : دنبي له نبوت اورسالت نه هم دهغه دعبديت صفت غوره دى ځكه دعبديت دصفت په صورت كې دهغه تړاوله الله جل جلاله سره وي اودرسالت دصفت په صورت كې يې اړيكي له مخلوق سره وي .
لكه په قرآنكريم كې چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دعبدپه صفت سره يادشوى دى دسورت كهف په لومړي ايت كې راځي :[ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا ]دلته دعبداضافت الله جل جلاله خپل ځان ته كړى دى دااضافت تشريفي

اوتكريمي بلل كيږي دلته دمصنف په خطبه كې هم اضافت تكريمي اوتشريفي دى [عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى] پټه دې نه وي چې اضافت هرځاى تشريفي اوتكريمي نه وي په دې ځايونوكې چې مونږ يادكړل خارجي قرائن داښيى چې اضافت دلته تشريفي دى ځكه په نورو ځايونوكې دعبدياعباد اضافت راغلى خو تشريفي اوتكريمي نه دى لكه په :[ ثمبَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُوْلِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُواْ خِلاَلَ الدِّيَارِ]دلته له عباد نه مرادبخت نصراودهغه ملګري دي اوپه دې اضافت كې تشريف اوتكريم نشته.
مونږ وويل چې له (عباد) نه مرادټول انبياء دي په خطبه كې د مصنف له داسې ډول عموم نه كاراخيستل مونږ ته يوه باريكه اولطيفه اشاره په لاس راكوي هغه داسې چې له خطبې نه به مونږ ته په اجمالي توګه دامعلومه شي چې خداي جا جاتاه ټول انبياء (عليهم السلام) غوره اوښه انسانان پيداكړي وو له دې وروسته چې دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم داخلاقو اوشمائلو بحث پيل كيږي له هغه نه به داثابته شي چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته څومره خصوصيات وركړل شوي وو!!!

و.افغان
22.09.2010

ډېر محترم او ګران ورور حامد صاحب:
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ما شاء الله، ډېره ښکلې لړۍ مو پيل کړېده، د امام ترمذي په دې قيمتي کتاب کې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د لوړ عالي کردار او لا مثاله او ښکلو اخلاقو بيان په ډېر
لوړ معيار کې شوی دی.

محترم حامد صاحب ډېر محظوظ دی، چې د داسې يوه مبارک کتاب ژباړه او خدمت
يې په نصيب شوی دی.

جزاک الله أحسن الجزاء وأفضله وأوفاه، وبارک رب العالمين في وقتک وعمرک، وختم
لنا ولکم بالخاتمة الحسنة.

په درنښت

رښتینی
23.09.2010

وهاج صاحب ستاسو له نطر څرګندونی نه مننه
اوددی موضوع دمهمو موضوعاتو په کتار کی
له نښلولو نه مو هم ډیره مننه الله مو تل خوشاله
اوسوکاله لره

رښتینی
23.09.2010

.

قال الشيخ الحافظ:
ددې جملې په اړه شارحينو دوه رايې ليكلې دي يوه داچې دادمصنف رحمه الله خبره نده بلكې دده كوم شاګرد چې له ده نه يې داكتاب روايت كړى دهغه زياتونه ده دغه

شاګردځينو شارحينو ابوالعباس محمدبن محبوب المروزى (مړ ۳۴۶هـ) يادكړى دى اوبله رايه داده چې دادمصنف ويناده .په لومړۍ رايه كې دااشكال شته چې په اصولواومتونوكې څوك داډول تغيرات نه كوي، ډېرځله ليدل شوي چې په متن كې غلطۍ اوتحريفونه وي نوتصحيح كوونكى هغه له منځه نه وړي بلكې تصحيح كوي يې. بناءً دادمصنف قول اوويناده اوپه دې صورت كې بياډېرملايي شكونه اواعتراضونه راپورته كيږي چې دهغو ځوابونه ضروري دي .لومړى دكلام تصدير دغائب په صيغه سره ځكه شوى ده چې دادمخكنيو علماوو عادت وو چې هغوى د(انا) له ضميرسره مينه نه لرله اوخپلې خبرې يې په "اقول " سره نه پيل کولې اوياخوبه دكتاب له تكميل وروسته خطبه

ليكل كيده نوكله چې مقول مخكې موجودوي دهغه له پاره دغائب صيغه (قال) راځي اوياپه دې موخه چې دده ډېره هيله وه اوقوي اميديې لاره چې داخبرې به دخداىپه فضل سره كوي اويايې تفاولاً داسې ګڼله لكه داخبرې يې چې ګواكې پوره كړي ځكه اوس دغياب صيغه ورته كاروي.
بل اعتراض داده چې مصنف رحمه الله تعالي ځان ته ولې دالشيخ اوالحافظ القاب وركړي دي؟ددې له پاره يوځواب دادى چې دادواړه لقبونه دده شاګردانوزيات كړي دي مصنف يواځې دومره ويلي : قال ابوعيسى... خودلته هغه زموږ مخكينۍ ياده كړې نيوكه بياسرراپورته كوي چې په اصولواومتونوكې تغيرات اوتداخل نه كيږي نوداسې بايد وويل شي چې داالقاب كه مصنف له خپله ځانه سره ليكلي وي هم كومه بدي نشته اوداپه دې موخه چې خلك باوراوعتماد پرې وكړي اويادتحديث بالنعمة په توګه لكه امام بخارى هم په ځينې ځايونوكې له ځانه سره الحافظ ليكلى دى اويالكه يوسف  چې دمصر باچاته وويل: [ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَآئِنِ الأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ]

وروستۍ نيوکه داده چې داكه دمصنف خبروي اوكه دهغه دشاګرد زياتونه ؛په كارخوداوه چې له بسم الله اوالحمدلله مخكې يې راوړې وى ځكه هغه خو هم دمصنف دوينا برخه ده .ځواب داده چې هغه په هرصورت كې دتقدم غوښتني لري ځكه تيمن اوتبرك په پيل كې ترلاسه كول په كاردي اوبل اساسي ځواب دادى چې دلته دې ته اړتيا ده چې داوروسته حديث اسناد ته ضرورت لري اوبايد داواضحه كړل شي چې داحديث چاروايت كړى دى بسم الله اوالحمدلله دې ته ضرورت نلري چې يوه قائل ته يې اسناد وكړل شي.

شيخ اوحافظ چاته وايي؟
شيخ ديوه فن كره ماهرته وايي داسې چې خلك دده په علم باور اواعتمادلري له دې وروسته دصحيح قول له مخې دعمرتحديدشرط نه دى.دلغت لوى امام الراغب الاصفهانى وايي:شيخ په اصل كې دپاخه عمرسړي ته وايي خووروسته يې دپاخه علم لرونكوله پاره استعمال زيات شوى دى اوهرهغه چاته شيخ ويل كيدى شي چې هغه دډېراوكره علم خاوندوي .امام بخارى لاتنكى زلمى ؤچې لويوعلماووله هغه نه درواياتو ليكل اواوريدل پيل كړل دحديثو سترامام اسحق بن راهويه دحديثوزده كوونكو ته وويل چې له دې ځوان نه حديث ليكئ اواورئ! ځكه كه دى دامام حسن البصرى په زمانه كې واى دهغه به هم ده ته اړتياپيداشوې وه.

دحديثو په فن كې دبوختو خلكو
له پاره دالاندې القاب كارول كيږي:

"طالب" هغه چې دحديث په فن كې يې نوى پيل كړى وي اومبتدي ته طالب وايي. "محدث" محدث هغه دى چې روايتونه يې كړي وي اودحديثو په اړه درايت اوپوهه هم لري
"الحافظ " دحديثو په فن كې له الحافظ نه مراد دحديثو حافظ دى نه دقرآنكريم حافظ اوحافظ هغه چاته ويل كيږي چې سل زره حديث يې متناً اواسناداً ياد وي.
"الحجة " الحجة هغه چاته وايي چې درى سوه زره احاديث يې متناً اواسناداً يادوي "الحاكم" الحاكم هغه چاته وايي چې ټول حديث يې يادوي..

رښتینی
24.09.2010

.

.

دابوعيسى كنيت:

ملاعلى قاري په جمع الوسائل كې ليكلي چې دچازوى عيسى نوميږي نوهغه ته په كارنه دي چې ځان ته دابوعيسىٰ كنيت غوره كړي ځكه په يوه روايت كې راځي چې يوه صحابي ځان ته دابوعيسىٰ كنيت غوره كړى ؤنوچې كله حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم واوريد ويې ويل دعيسىٰ پلارنشته، ملاصاحب ليكي چې داكراهت په ابتدايي وخت كې ده اوكه يوڅوك په دې كنيت سره شهرت پيداكړي بيايې په دې كنيت سره يادول مكروه نه وي لكه دامام ترمذى په كنيت سره چې ټول علماء كرام متفق دي اوټول يې دتميز له پاره په ابوعيسىٰ سره يادوي ځكه په حديثوكې دالترمذى په نامه نورامامان هم شته اوځينې شارحينوليكلي چې له شهرت وروسته له دې كنيت نه كراهيت ختميږي اوويل كيږي چې دمغيره بن شعبة رضي الله عنه كنيت هم ابوعيسى ؤاوحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم هم په دې كنيت سره يادكړى دى.ابن الاثير په الكامل فى التاريخ كې دحضرت مغيره بن شعبة رضي الله عنه په ژوندليك كې کاږي چې په ده باندې رسول الله صلي الله عليه وسلم دابوعيسىٰ كنيت ايښى ؤاو وروسته حضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه دابوعبدالله كنيت پرې كيښود.والله اعلم

دعائيه جمله:ه
دهندچاپ يوې زړې نسخې له مخې دخطبې په پاى كې د((رحمة الله عليه )) دعائيه جمله هم ليكل شوې ده.اوداجمله دشمائل ترمذى په يوه بله نسخه كې هم راغلې ده چې هغه دمكې مكرمې چاپ دى اوديوه عرب عالم سيدبن عباس الجليمى په تحقيق سره چاپ شوې ده، ګومان كوم دمكې مكرمې ددې نسخې اساس هم دغه هندي نسخه ده ځكه ده په مقدمه كې يوه هندي نسخه ياده كړې ده . په هرصورت له ماسره په موجودوشپږو اوو نسخوكې دادعائيه جمله نشته اونه كوم شارح ددې جملې يادونه كړې ده اوزه ګومان كوم چې دادنشتوالي صورت يې قوي دى اوكه نه دمصنف دخطبې په څېړنه كې ځينې خبروته صدمه رسيږي .
ماددې جملې يادونه ديوه بل غرض له پاره وكړه چې هغه دترحم اوترضى مسئله ده.امام نووى رحمه الله دمسلم دشرحې په مقدمه كې ليكي : دحديثودكاتب اوليكوال له پاره مستحب ده چې كله دالله جل جلاله نوم ليكي بايدد (عزوجل).(تعالى) ياسبحانه وتعالى جمله ورسره وليكئ اويادېته ورته نورې جملې ،اودارازبايد درسول الله صلي الله عليه وسلم له نامه سره هم پوره (صلى الله عليه وسلم)وليكئ اوپه مقطعه حروفو يايوه جمله دې كفايت نه كيږي، دصحابي له نامه سره هم بايد(رضى الله عنه) وليكئ اوداراز مستحب ده چې له هرعالم اولوى انسان سره دترضى ياترحم جمله وليكل شي كه فرضاً له كوم كتاب يابل ځاى نه داسې څه رااخلي چې په هغه كې دالله عزوجل يارسول الله صلي الله عليه ولم اوعلماورحمهم الله تعالى نومونه وي اوهلته داجملې نه وي ليكل شوې بايددى يې له ځانه څخه ورزياتې كړي ځكه داجملې خو دروايت برخه نه وي بلكې دعائيه جملي وي. امام النووى رحمه الله ليكي چې كاتب بايدددې جملوپه تكرار ستړى نشي اوكه نه له لوى خيرنه به بې برخي پاته شي امام النووى رحمه الله داخبره په خپل يوه بل كتاب ''الاذكار'' كې هم كړې ده.

دځينې علماوو داخبره چې (رضى الله عنه)په صحابه كرامو او(رحمه الله تعالى) په نوروعلماوو پورې خاص ده؛ سمه نده، دلته دجمهورو خبره په ځاى اوسمه ده هغه داچې له ټولو نيكومسلمانانوسره دترضي اوترحم دواړه جملې ويل كيداى اوليكل كيدى شي لكه دقرآنكريم په سورة البينة كې چې دعامو مسلمانانو يادونه شوې اوالله جل جلاله دترضي جمله ورسره ويلې ده.[ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُوْلَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ 7 جَزَاؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ذَلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ 8]اوكه يوصحابي دابن فلان په نامه سره يادشوى ؤاودامعلومه وه چې پلاريې هم صحابي مسلمان ؤنودترضي په جمله كې بايددتثنيې ضمير وكارول شي لكه :حضرت ابن عمر(رضى الله عنهما)ابن عباس،ابن الزبير،ابن جعفريااسامه بن زيدرضي الله عنهم.
علماء ليكي چې تيروسلفوعلماوورحمهم الله تعالى دامت دخيرښيګڼې له پاره ډېرلوى ،لوى كا رونه كړي دي نودسليم طبيعت خاوندان اوهوښيارخلف بايداقلاً دهغوى دښيګڼواواحساناتوپه بدل کې دهغوى تعظيم اواحترام وكړي هغوى په ښه خوله يادكړي اونيكې دعاګانې ورته وكړي، ددې امت دپوهانو اوزده كوونكو دالاره وه اواوس هم بايدهيره نكړل شي ځكه اروپايانوداسې لاكړي دي چې ديوه ورك عسكرپه يادكې يې لوى يادګاري څلى جوړكړى دى اودنوموركوخلكواحترام ته قائل دي نوزموږ دامت هرفردبايدداحسان كوونكو احسان هيڅكله هيرنكړي اوهغوى بايدخپل محسنين په ښه خوله ياداونيكې دعاګانې ورته وكړي په داډول ذكرجميل اوښويادونوسره لوى څښتن دمسلمانانو ستاينه كړې ده اوپه قرآنكريم كې وايي:[ وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإِيمَانِ وَلاَ تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلاًّ لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ ] (سورة الحشر۱۰ايت)
داراز دهغومنكرينو اوكفارو يادونه هم په قرآنكريم كې راغلې چې دهغوى وروستنيو په مخكنيو لعنتونه ويلي دي اودهغوى دانكار اوسرټمبګي يادونه شوې ده. كلما دخلت امة لعنت اختها.

دمعذرت په وړاندې كولوسره دومره بايدووايم چې په دې اړه موخبره ځكه اوږده اودومره وغځوله چې نن سباځينې داسې ليكوالان اوپوهان شته چې هغوى دختيځ پوهانو اومسشرقينوپه تقليددسلفولوى علماء اوددې امت دسترو محسنينو نومونه دومره په سپكه توګه يادوي لكه دوړو ماشومانو نومونه اوياته به وايي چې دابيخي عادي خلك وو.اوحال داده چې دهغو علماوو دهڅو په بركت نن موږ ته داسلام نعمت اودهغه اړوند ټول علوم رارسيدلي دي اودهغوى په روښانه عقلونوسره نن نړۍ ځلانده اوښكلې ده فرضى الله عنهم وجزاهم عنا خيرالجزاء.

رښتینی
25.09.2010

.

(۱)

بــَابٌ مَاجَــاءَ فِىْ خٌَلْــقِ رَسٌــوْلِ
اللهِ صـــلي الله علــــيه وســـــلم

دالفاظو تشريح اونحوي څېړنه
باب
دكتاب ديوې برخې خبروته باب وايي .كتاب داسې ده لكه جنس،باب لكه نوعه اوفصل لكه صنف داسې دى دلته دكتاب په باره كې يومعقول شى له محسوس سره تشبيه كړل شوى دى نوكتاب ديوه كورپه څېردى چې په هغه كې خوني وي دلته هره نوعه دمسائلو يوې خونې ته ورته ده اوددې نوعې دپيل خبرې دخونې دباب اودروازې په څېردي.علامه عبدالروف المنادى دابوداود دشارح ابن محور په حواله ليكي چې دباب تورى دتابعينو په زمانه كې كارول شوى دى اوترننه پورې يې لا خلك كاروي .په نحوي تركيب كې دباب دتوري له پاره څواعرابونه راتلاى شي لومړى رفع په دې صورت كې به (ماجاء) ته مضاف شي اودارفعه به يې په خبريت بناء وي اومبتدابه يې محذوفه وي يعنې

:هذا باب ماجاء فى .... اوياخو پخپله (باب ماجاء)مبتدااوخبربه يې محذوف وي چې هذا الكلام الاتى.
اوياخو باب بايد منون وويل شي اودهذا له پاره خبرشي دابه مستقله جمله اودماجاء فى خلق... به مستانفه جمله شي اودتعداد په توګه يې سكون هم راغلى دى چې بيااعراب نلري.
خلق:
دخاء په فتحه اودلام په سكون سره مرادده دادانسان بدني جوړښت ته وايي اويادهرشي جوړښت ته خَلُق اوخلقت وايي لكه [فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ ]
اوخُلُق دخاء اولام په ضموسره يادخاء په ضمه اودلام په سكون سره انساني خويونو ، عادتونواواخلاقوته وايي : دامام الترمذى په داپورتني عنوان كې لومړى خلق مراد دى هغه چې دانسان دبدني جوړښت په معنى ده.
مصنف رحمه الله درسول الله صلي الله عليه وسلم دبدني جوړښت اوخلقت په اړه راغلي احاديث دهغه داخلاقو اوشمايلو په حديثونو باندې ځكه مخكې كړل چې اصلاًبدني خلقت په وجودكې مخكې رامنځته كيږي اووروسته بيااخلاق اوشمايل راځي اوياخوظاهري وجودپه اخلاقو دال، وي ويل كيږي چې ظاهردباطن عنوان دى .
رسول الله صلي الله عليه وسلم
رسول الله دحديثو اودشريعت په كتابونوكې دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم نوم ګرځيدلى دى امام الشافعى رحمه الله تعالي وايي چې يواځې رسول ويل مكروه دي بايد خامخا رسول الله وويل شي.په ځينې نسخوكې (باب ماجاء فى خلق النبى صلي الله عليه وسلم)راغلى چې په هغه ځاى كې بيادالنبى الف لام دعهدله پاره دى اوپه ځينې نسخوكې (باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم )راغلى خوله دې دواړونسخونه داموجوده دباب ماجاء فى خلق ... نسخه غوره ده اوډېروشارحينو دې نسخې ته ترجيح وركړې ده.

نوداباب درسول الله صلي الله عليه وسلم دحليى ،قداوقامت په باره كې دى ناويلي دې نه وي پاتې چې امام الترمذى په خپل كتاب الشمائل كې ټول (400) حديث په شپږپنځوسو بابونوكې راوړي دي اودايې لومړى باب دى چې څوارلس حديثونه لري اولومړى حديث يې دازمونږ تربحث لاندې حديث دى .

1ـ أخبَرَنَا:أَبُو رَجَاءٍ قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، عَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ ، عَنْ رَبِيعَةَ بْنِ أَبِي عَبْدِالرَّحْمَنِ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، أَنَّهُ سَمِعَهُ ، يَقُولُ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، لَيْسَ بِالطَّوِيلِ الْبَائِنِ ، وَلاَ بِالْقَصِيرِ ، وَلاَ بِالأَبْيَضِ الأَمْهَقِ ، وَلاَ بِالآدَمِ ، وَلاَ بِالْجَعْدِ الْقَطَطِ ، وَلاَ بِالسَّبْطِ ، بَعَثَهُ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى رَأْسِ أَرْبَعِينَ سَنَةً ، فَأَقَامَ بِمَكَّةَ عَشْرَ سِنِينَ ، وَبِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ ، وَتَوَفَّاهُ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى رَأْسِ سِتِّينَ سَنَةً ، وَلَيْسَ فِي رَأْسِهِ وَلِحْيَتِهِ عِشْرُونَ شَعَرَةً بَيْضَاء

رښتینی
26.09.2010

دالفاظو تشريح
أخبَرَنَا:
محدثين په دې جملوكې خامخاتخفيف كوي اودامام النووى رحمه الله په وينا داله پخوا راهيسې يوعادت جوړشوى دى خوپه عمومي توګه دلته درې صيغې ډېرې كارول كيږي چې هغه:اخبرنا ،حدثنااو انبأنادي .ددې صيغو دتخصيص له پاره دوى دوه ايتونه په دليل كې راوړي دي چې هغه(يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا)او( وَلاَ يُنَبِّئُكَ مِثْلُ خَبِيرٍ) دي ،

دحدثنا اواخبرناصيغې په لغت كې په يوه معنى استعماليږي اودمتقدمينومحدثينولكه امام مالك امام بخاري (رحمهماالله تعالى) په نزد په اصطلاحي توګه هم په دې صيغوكې كوم توپيرنشته.ځينې محدثين لكه ابن جريج رحمه الله اوامام الشافعى رحمه الله بياپه دې دووصيغو كې دفرق قائل دي .دوى وا يي چې استاد حديث وايي اوشاګرد يې اوري په هغه ځاى كې دحدثنا لفظ ويل كيږي اوكه شاګرد داستاد په مخ كې حديث وايي اواستاديې اوري په هغه ځاى كې اخبرنا لفظ استعماليږي اوكه قرائت نه وي يواځي له استاد نه اجازه غوښتل شوې وي په هغه ځاى كې أنبأ ناكارول كيږي.
مخكې مونږ په دې صيغوكې دتخفيف خبره وكړه داتخفيف په مختلفوطريقو كيږي لكه (حدثنا)"يواځې ثنا" ويل كيږي يعنې په ثاء المثلثه ،ونون اوالف سره ،كله كله خوالمثلثه هم لري كړي اويواځې نون اوالف پاتې وي(نا) اوكله بيا(دنا)په دال المهمله ،نون اوالف سره ويل كيږي اوداراز(دثنا)هم ليكل كيږي او(اخبرنا) هم په مختلفو طريقوويل كيږي لكه: (انا) (ارنا) (ابنا)او(رنا).

دحديث سند

دامام الترمذى ددې حديث په سندكې څلوركسان راغلي دي چې دهريوه ژوندته لنډه كتنه كوو داڅلور : ابورجاء قتيبه بن سعيد،مالك بن انس،ربيعه ابن ابى عبدالرحمن اوانس بن مالك رضي الله عنهمدي.

ابورجاء قتيبة بن سعيدرحمه الله :

دافغانستان دبغلان اوسيدونكى دى ،دى دحديثوډېرلوى اوكره امام دى اودامام بخارى امام مسلم اوامام ترمذى (رحمهم الله) استاددى.څوك وايي دده نوم يحى اوقتيبه يې لقب دى اوځينې بياوايي چې نوم يې علي ؤ.ده دعلم له پاره عراق ،مدينې منورې ،شام اومصرته سفرونه كړي دي .اوله امام مالك رحمه الله اونورولويوامامانوڅخه يې حديث اوريدلي، دى په كال(184هـ)كې پيدااوپه (240هـ )كې وفات شوى دى .

مالك بن انس رحمه الله :

په امام دارالهجره سره مشهوراودمالكي مذهب مؤسس دى .دابن عمر(رضى الله عنهما) له مولى نافع اوامام الزهرى رحمهما الله نه يې حديث روايت كړي اوويل كيږ ي چې نهه سوه ''900'' استادان يې وو دامام الشافعى اوامام محمد بن الحسن الشيبانى(رحمهماالله تعالى)په څېرامامان دده شاګردان دي.دى په كال (95هـ)كې زيږېدلى ويل كيږي چې دمورپه نس كې يې درې كاله تېركړي دي .اوپه كال(179هـ)كې په مدينه منوره كې وفات شوى دى .دغه راز ويل كيږي چې نوموړي له امام ابوحنيفه رحمه لله سره هم ليدلي دي اواخذ ( زده کړه ) يې هم ورنه كړى دى ځينې وايي چې دواړو له يوه بل نه اخذ( زده کړه ) كړى دى.

ربيعه بن ابى عبدالرحمن رحمه الله :

سترفقيه،مجتهد اولوى امام تېرشوى دى .اودډېرفقاهت له وجې په ربيعه الراى سره مشهورؤ دده په فقاهت اوكره توب كې ټول علماء يوه خوله دې .دى دعراق په الانبار نومي ښار يامدينه منوره كې په كال (136هـ) كې وفات شوى دى دده په وفات چې كله لوى امام: مالك بن انس رحمه الله خبرشوويې ويل چې دده په مړينه نور دفقهې خوندولاړ.

انس بن مالك رضي الله عنه :

ددې حديث راوي دى ، دده پوره نوم ابوحمزه انس بن مالك بن نضرالانصارى الخزرجى دى .له هجرت نه لس كاله مخكې په مدينه منوره كې زيږېدلى كله چې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم هجرت وكړ اومدينې منورې ته راغى دى هغه مهال ماشوم ؤخپلې مورام سليم رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راووړ اوورته ويى ويل:يارسوالله !داستاخادم دى اودعاورته وكړه.حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:

ياالله!دده په مال اواولادكې بركت واچوې دده عمر زيات كړه اوده ته بښنه وكړه حضرت انس رضي الله عنه وايي دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ددعادرې برخې زماله پاره قبولې شوې دي . اولاديې له سلونه زيات وو او په الجارف نومي طاعون كې دده
اتيا(80) زامن مړه شوي وو دمال په اړه دى مبارك وايي چې زماباغ به په كال كې دوه ځله ميوه كوله اوژوندمې هم دومره زيات دى چې نورله ژونده تنګ يم اميد لرم څلورمه دمغفرت دعابه هم زماپه باره كې قبوله شي.
ده لس كاله دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم خدمت كړى دى دى په كال (93هـ ) كې په بصره كې وفات شوى دى اودوفات په وخت كې يې عمرڅه دپاسه سل كاله ؤرضي الله عنه .

دحديث دمتن ژباړه

حضرت انس رضي الله عنه وايي چې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ډېرجګ ؤ اونه ټيټ ؤ(بلكې ميانه قده اوجګوالي ته نږدې ؤ) نه ډېرتك سپين ؤ(لكه چونه)اونه غنم رنګه ؤ، وېښتانويې ډېرولونه نه لرل اونه يې ښوى والى لاره .لوى خداى جل جلاله دى دڅلويښتو كلونو په عمركې پيغمبر كړ په مكه مكرمه كې يې لس كاله تېركړل اوپه مدينه منوره كې يې هم لس كاله تيركړل.دشپيتو كلونوپه عمروفات شوچې دوفات په وخت دده په سراوژيره مباركه كې شل سپين وېښتان هم نه و.

مومن مهاجر
28.09.2010

محترم حامدصاحب ! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
الله جل جلاله دي ستاسوداقیمتي،دقدروړاوله ویاړه ډک علمي خدمت په خپل ستردربارکي قبول او منظورکړي . محترمه! باوروکړه چي ستاپه دې کاردومره خوښ شوم چي ستایني اومنني ته الفاظ راسره نه شته خوزمادعاوې به ستاسوهره شېبه ملې وي موږهم له دعاوومه هېروئ!

رښتینی
29.09.2010

ګران ورور مهاجر صیب ! السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

الله مو تل بریالی او خوشاله لره ستاسو له نظر ، تشجیع او دعاو
نه مننه الله دی نیکی بدلی درکړی
او دا چی د دعاو ژمنه دی راسره شوه نو باور وکړه چی ډیر دی خوشاله
کړم او موږ به دی هم نه هیروو الله دی تل مل اوسه

په مینه

رښتینی
29.09.2010

تفصیل اوتشریح اونحوی څیړنه

لَيْسَ بِالطَّوِيلِ الْبَائِنِ البائن :په همزه سره دبَانَ اسم فاعل دى دظهوراويا دبُعدپه معنىٰ ده كله چې له طويل سره دبائن صفت راشي نومعنىٰ يې ښكاره دنګ اولوړ،اودپورتنۍ جملې معنى دا چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دومره ښكاره
اوډېردنګ نه ؤ

وَلاَ بِالْقَصِيرِ ، اونه ټيټ ؤ موخه داشوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ډېردنګ ؤاونه ټيټ . په يوه بل روايت كې راغلي چې :كان ربعة وهوالى الطول اقرب .يعنې ميانه قده ؤاوجګ والي ته يوڅه مائل اونږدې ؤ.
ملاعلى قارى ليكلي چې لوى څښتن دقداوونې له پلوه هم خپل پيغمبرمعتدل پيداكړى ؤ څرنګه چې ډېرټيټوالى اوجګوالى دواړه يوډول عيبونه دي له دې عيبونوهم دى پاك ؤ،كه مونږ دې دواړو جملونه ته ځېرشو دابه راته معلومه شي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم جګوالي ته مائل ؤ ځكه په لومړۍ جمله (ليس بالطويل البائن) كې دډېردنګوالي نفي راغلې ده اودمطلق دنګوالي نفي نشته ځكه په جمله كې نفي قيدته متوجه وي اودلته البائن دالطويل له پاره قيدده په دويمه جمله كې قيد نشته دمطلق ټيټوالي نفي راغلې ده (ولابالقصير ) نومعنى داشوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ټيټ ؤ اونه ډېرجګ .

وَلاَ بِالأَبْيَضِ الأَمْهَقِ ، وَلاَ بِالآدَمِ ، "ولابالابيض الامهق" جمله دليس په خبر(باالطويل)باندې عطف ده او(لا) دنفي دتاكيدله پاره راغلې ده داتاكيدي (لا) په معطوفاتو كې راځي ځكه معطوف دمعطوف عليه له نفي كوونكي نه لري شوى وي
اوداصل نافيه حرف يااسم اوده په منځ كې معطوف عليه راغلى وي نوځكه تاكيدي نفي ته اړتيا پېښه شي لكه مونږ په پښتوكې هم وايو محمودغبي اوناپوه طالب ندي، داراز احمداوبريالى هم ندي ناپوه. په دې جمله كې نفي قيدته متوجه ده چې هغه امهق ده ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم خوله رنګه سپين ؤنو الابيض ته نفى نه متوجه كيږي " الامهق " بيكاره سپين والي ته وايي داسې چې له ليري داسې بريښي لكه برص وهلى انسان چې په پښتوكې مونږ تك سپين ورته وايو داسې لكه دچينې سپينوالى .امام الترمذى په خپل جامع كې يوروايت رااخيستى په هغه كې وايي:امهق ليس بابيض.ددې روايت په اړه تقريباً ټول شارحين وايي چې مقلوب دى يعنې :ابيض ليس بامهق اوقاضي عياض خوويلي دي چې داروايت وهم ده.
نورسول الله صلي الله عليه وسلم دومره تك سپين نه ؤ.داډول ډېراوبې كاره سپينوالى په ځينې اروپايي خلكوكې ليدل كيږي.اونه غنم رنګى ؤ.دلته د "الادم" تورى راغلى دى الادومة دسپينوالي اوتوروالي په منځ كې درنګ يوه درجه ده لكه دافغانستان خلك اودسعودي اويمن زيات خلك غنم رنګي دي .په راتلونكي روايت كې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم اسمراللون ؤ چې هغه هم دغنم رنګي په معنى ده .اوپه ځينې نورورواياتوكې داسې توري راغلي دي چې له يوه بل سره په ظاهري توګه متضاد برېښي ددې ټولورواياتو خلاصه امام القسطلاني رحمه الله داسې رااخيستې ده :
له ټولورواياتو داسې معلوميږي چې دهغه سپينوالي نفي راغلې له كوم سره چې سوروالى نه وي .اوكوم ځاى چې د( السمرة) اثبات راغلى هلته سمرة مرادده هغه چې له سوروالي سره سپينوالى ګډوي نوموخه داشوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم داسې سپين ؤچې سپينوالي ته يې يوڅه سوروالى ورګډؤ.

وَلاَ بِالْجَعْدِ الْقَطَطِ ، وَلاَ بِالسَّبْطِ ، (الجعودة) دوېښتانو داسې صفت دى چې ډېر ولونه لري اوپه ژمنځوالي سره هم سيخ اواوږده نه لوېږي.بلكې ولونه اوكړۍ يې په خپل حال پاته وي .لكه دافريقائى خلكو وېښتان او( سبط ) هغووېښتانوته وايي چې ښوى اواوږده غځيدلي وي لكه دهنددخلكو وېښتان نوددې جملې معنى داشوه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتانو يوڅه جعودة اوولونه لرل اوسيخ اواوږده نه ؤ غځيدلي كه مونږ ځېرشو دلته هم لوى څښتن داعتدال درجه په خپل پيغمبر لورولې ده اوطبعاً په وېښتانو كې يوڅه جعودة ډېرخوندكوي.

بَعَثَهُ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى رَأْسِ أَرْبَعِينَ سَنَةً ، ددې جملې معنىٰ داده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دڅلويښتوكلونوپه عمر كې پيغمبرشوى يانبوت وركړل شوى ؤ.دلته د (رأس) توري دحديثو شارحينو ته ستونزې پيداكړې دي خوملاعلى قارى وايي چې د ( رأس ) تورى مقحم اوزيات دى اودازياتوالى دبخارى له يوه حديث نه هم معلوميږي چې په هغه كې راغلي: (انزل عليه الوحى وهو ابن اربعين سنة) داروايت امام احمدرحمه الله هم په خپل مسندكې راخيستى دى نوپه دې سره خبره سپينه شوه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دڅلويښتو كلونو په عمركې پيغمبرشوى دى. اوكه د( رأس ) تورى مقحم نشي بيابه په دې اړه راولاړې ستونزې اواشكالات له منځه وړو.خوله ( رأس ) نه مخكې داربعين تورى هم جنجالي ده كله كله اربعين له اول نه نيولې بياله يوڅلويښم نه مخكې (څلويښتم)كال ټول پكې راځي لكه چې ويل كيږي :( عمرفلان اربعون ) اوکله له اربعون نه يواځې څلويښتم (له نهه څلوېښت دپاسه اوله يوڅلويښت لاندې عدد٤٠) مراد وي لکه الحديث الاربعون ، داراز ( رأس ) هم په دوومعناوكې كاريدلى شي چې هغه دكال پيل اواخردى او دايت داخر له پاره هم دراس اورؤس توري استعماليږي لكه راس الاية يارؤس الاى خوپه دې ځاى كې مراد دكال اخردى.اوداخبره دحديثو لوى شارح امام الطيبى كړې ده.په دې توګه به معنى داسي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دخپل عمرڅلويښت كاله پوره كړي ؤ بيا نبوت وركړل شو.خوپه نورورواياتو كې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ربيع الاول كې زيږېدلى اوپه رمضان كې نبوت وركړل شوى چې په دې حساب ياخو نه ديرش نيم كاله كيږي اوياڅلويښت نيم كاله .نوپه دې صورت كې چې چااربعين ويلي دي هغه دكسر يانيم كال لحاظ ندى كړى خودامام المسعودى اوابن عبدالبر په يوه روا يت كې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ربيع الاول كې مبعوث كړل شوى دى اوملاعلى قارى داروايت سم اوصحيح بللى دى .والله اعلم.

فَأَقَامَ بِمَكَّةَ عَشْرَ سِنِينَ ، رسول الله صلي الله عليه وسلم له نبوت نه وروسته لس كاله په مكه مكرمه كې پاتې شو دلته بيا په رواياتوكې تعارض راغلى ځكه په صحيح رواياتوكې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له نبوت نه وروسته په مكه مكرمه كې ديارلس كاله تېركړي دي .نوددې تعارض دله منځه وړلوله پاره ځينې شارحينو داروايت مرجوح بللى دى اوهغه دديارلسوكلونو روايت يې په مختلفو وجوهاتو سره راجح اوكره بللى دى .اوځينوشارحينوبياله تاويل نه كاراخيستى هغه داسې چې دڅلويښتوكلونو په عمركې نبوت وركړل شوى ؤاودرې كاله دوحي دبنديز زمانه وه وروسته بيارسالت وركړل شوخويواشكال بياهم په خپل ځاى پاتې ده اوهغه داچې دروايت په پاى كې وايي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دشپيتو كلونوپه عمركې وفات شوى اوداخبره ناسمه ده نوددې له پاره كه داووايو چې اصلاً راوي دكسورولحاظ ندى كړى لكه مخكې موچې په اربعين كې هم وويل نودلته يې ددريالسو په ځاى لس اووروسته يې ددره شپيتوپه ځاى شپيته ويلي دي .

وَبِالْمَدِينَةِ عَشْرَ سِنِينَ ، اورسول الله صلي الله عليه وسلم په مدينه منوره كې لس كاله تيركړي رسول الله صلي الله عليه وسلم دربيع الاول يالومړۍ خورپه دولسم ددوشنبې په ورځ مدينې منورې ته هجرت وكړاودورځي دڅاښت مهال و

فتَوَفَّاهُ اللَّهُ تَعَالَى عَلَى رَأْسِ سِتِّينَ سَنَةً ، له هجرت نه وروسته لس كاله رسول الله صلي الله عليه وسلم ژوندى ؤاوددې لسوكلونو په پوره كيدو سره دده دره شپيته كاله عمرپوره شو اوبياوفات شو.دلته هم مختلف روايات راغلي: شپيته ،دره شپيته اوپنځه شپيته خوصحيح روايت ددره شپيتو(٦٣)ده داروايت امام بخارى رحمه الله له حضرت عايشې (رضي الله عنها)نه راخيستى ده هغه وايي:ان النبى صلي الله عليه وسلم توفى وهوابن ثلاث وستين.اودپنځه شپيتو كلونوپه روايت كې داتاويل هم شوى چې راوي دزيږېدنې اووفات دوه مستقل كلونه راخيستي اودره شپيتوته يې ورزيات كړي دي خوهغه دواړه پوره كلونه نه ؤ.والله تعالى اعلم.

وَلَيْسَ فِي رَأْسِهِ وَلِحْيَتِهِ عِشْرُونَ شَعَرَةً بَيْضَاءَ:دراوي موخه داده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په شپيته كلنۍ كې وفات كيده نوپه سركې يې سپين وېښتان ډېركم ؤچې كه فرضاً شمارل شوى وى نوله شلوبه هم كم ؤ.دحضرت انس رضي الله عنه يوبل روايت حاكم په مستدرك كې راخيستى په هغه كې وايي چې د رسول الله صلي الله عليه وسلم دسراوږيرې سپين وېښتان دومره كم ؤچې كه شمارلى شوي واى يولسوته به هم نه ؤرسيدلي.اودحضرت عبدالله بن عمر(رضي الله عنهما ) په روا يت كې راځي چې شاوخوا شل سپين وېښتان يې لرل.داروايت ابن حبان اوبيهقى راخيستى دى اوپه يوه بل روايت كې لس اوپه بل كې اوولس راغلي دي .په دې رواياتوكې كوم تناقض نشته ځكه داټول په تخمين اواندازه ولاړدي داسې نده چې حضرت انس رضي الله عنه ياكوم بل صحابي درسول الله صلي الله عليه وسلم په سراوږيره كې لګياؤ اودهغه سپين وېښتان يې ګڼل بلكې هرراوي خپله اندازه لګولې ده .دادخداى عزوجل خپل حكمت ؤچې په دومره عمركې يې دخپل پيغمبر وېښتان نه وسپين كړي اوحضرت انس رضي الله عنه په يوه بل روايت كې وايي چې دوېښتانو دسپينوالي له عيب نه يې ژغورلى وولم يشنه الله بالشيب
علماو ددې حكمت داسې بيان كړى دى چې كه څه هم دوېښتانو سپينېدل دعزت اووقار خبره ده اوپه روايت كې راځي چې په اسلام كې دچاږيره سپينه شي داسپينوالى به دده له پاره په اخرت كې نوروي.خوڅرنګه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ډېرې مېرمنې لرلې اوښځوته طبعاً سپين وېښتان خوندنه وركوي اوښه نه پرې لګيږي نوكه درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان ډېرسپين شوي واى بيايې ميرمنو ته ستونزه پيداكيېده بناءًدانوګواكې لوى څښتن په امهات المؤمنين باندې مهرباني كړې ده.چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان يې تورساتلي ؤځكه كه سپين وى كيدى شي په ميرمنو كې يې كراهت پيداشوى واى اودادهغوى له پاره خطرناكه خبره وه .

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more