د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

نن به څه پخوو؟؟(دمیرمنو دورځنی ژوند ستونزمنه پوښتنه)

رښتینی
17.09.2010

دکاله دمیرمنی له پاره دخوړو پختن دومره ګران نه وی لکه د هغه
انتخاب یانی چی نن باید څه پاخه کړی ؟ داپوښتنه کله میرمنی ته دومره
سخته شی چی آن دی ته اړه شی څو له ګاونډۍ میرمنی نه پوښتنه وکړی چی
نن څه پاخه کړی ویل کیږی یوی میرمنی له بلی نه دا پوښتنه کړی وه چی
نن څه پخوی ؟ خدای خبر هغه به په څه شی غوسه شوی وه
په قهر سره یی ورته وویل د خواښی ینه پخوم هغی ورته وویل پخولو ته یی
اړتیا نشته اومه یی وخوره .

ددی پوښتنی په دروندوالی اوسختوالی پوری هغه د پخوا زمانی دیوه باچا
کیسه رایاده شوه چی ملکی ورته ویلی و نن څه پاخه کړی هغه ورته ویلی و چی
داخو اسانه خبر ده ته لیږ صبر وکړه .باچا سلامت د کرهڼی وزیر راوغوښت چی
نن می میرمنی محترمی پوښتنه کړی ده چی څه شی پاخه کړی ته می ددی له پاره را وغوښتلی چی ددی پوښتنی ځواب راکړی چی نن څه پاخه کړی ؟

وزیر صیب وویلی باچا سلامت دهر کار خپل خلک وی داپوښتنه باید
دزراعت وزیر ته راجع شی ځکه داد هغوی کار دی سمدستی د زراعت وزیر
حاضر کړل شوهغه دځان خلاصولو په موخه ورته وویل چی صیب ! دا پوښتنه
د صحت په وزارت پوری تړاو لری داباید هغوی ته راجع شی دصحت وزارت
مسئول راوغوښتل شو هغه ورته وویل چی ددی له پاره خپل متخصص ډاکټر
شته چی هغه د تغذیی ماهر دی هغه به راوغواړو هغه و چی د تغذیی متخصص
ډاکټر صیب حاضر کړل شو هغه ددی ستونزمنی پوښتنی دځواب له پاره خپل
تقریر پیل کړ :

وزیر صیب وویل باچا سلامت ددی پوښتنی ځواب دومره اسانه نه دی
ددی له پاره به زه لومړی دشاهی کورنۍ دټولو غړو طبی معاینه کوم او
د هغوی وینی به کتل کیږی چی په وینو کی یی دشوګر او کولیسترولو
تناسب څنګه دی او دابه هم ګورو چی ستاسو وجود څه ډول وټامنو ،
معدنیاتو، څومره کلسیوم اوفولادوته اړتیا لری او دا چی ستاسو د
هاضمی حالت څنګه دی او د کوم ډول خوړو دهضم توان لری ؟؟؟؟؟

که څه هم باچا صیب ته په پیل کی دخپلی میرمنی پوښتنه اسانه او ساده
ښکاره شوی وه اوپه ډیره سادګی یی ورته ویلی وچی ددی پوښتنی ځواب
به ورته پیداکړی خو دمختلفو وزیرانو پریوه بل حوالی اوبیا د دتغذیی د
متخصص ډاکټر اوږده پر پړه ددی لامل شوی چی باچا یی دخپلی میرمنی
په مخ کی شرمنده اوسرکوزی کړاو فکر یی وکړ چی داسی وزیران به څه کوم
چی ددی پوښتنی ځواب یی را نکړای شو هغه و چی دڅو وزیرانو د معزولی
امر یی وکړ

له دی کیسی نه ددی پوښتنی دروندوالی ښه مالومیږی او په دی پوری
ها یوه بله خوږه غوندی دیوه زوم کیسه هم رایاد شوه وایی چی یوښاغلی د
خسر کره ولاړ هلته چی ورسید اس یی د خسر دکور مخته په یوه ونه پوری
وتاړه او کورته ورغی . خواښی او خوښینی یی پری راټولی شوی او له څه
مجلس وروسته دخوراک وخت را نږدی شو د ښاغلی زوم څنګته په لیږ
فاصله کی یی څو خوښینی ناستی وی هغوی په خپلو کی دا سلا کوله چی
زوم ته باید څه پاخه کړی یوی به وویل سبزی پخوو بلی ویلی هګۍ تیاروو
او بلی یی بل څه ویل . ددوی مخته یو سور مزۍ چرګ ګرځیدی او دانه یی
ټولوله په نس مین زوم دخوښینو مهمو خبرو ته ښه ځیر و او دهغوی خبری
یی په دقت سره اوریدلی خو خوښیدلی یی نه ځکه هغوی بیخونده خواړه
یادول نهو هوښیار زوم زیاته کړه چی که دخوراک څه شی نه وی زما آس به حلال
کړو هغوی په حیرانتیا وویل چی نو ته به کورته په څه شی باندی ځی ؟
ده ورته وویل ولی په دی چرګ
هغه و چی دخوښینو توجه دچرګ لورته شوه او چالاک زوم په خپله هوښیاری
سره د خوراک بندو بس وکړ

خوراک او پختن دژوندیو له پاره کیږی او ژوندی په دوه ډوله دی یو هغه
چی خواړه ددی له پاره خوری څو ژوندی پاتی شی او بل هغه چی ژوند دخوړو
له پاره کوی هغه لومړۍ ډله انسانان دومره پیا کو ی چی ایله ژوند ور وبښی
او دا دویمه ډله دومره لری چی په دی کی حیران وی چی څه پاخه کړی ؟؟
او دا ستونزه یی دمیرمنو پر اوږو پرته وی

په ټول افغان کی دمیرمنو شتون دی ته اړ کړم څو دهغوی له پاره یوه
فکاهی لیکنه وکړم که په دی توګه هغوی رامخته شی او څه راسره شریک
کړی داړوند موضوع په اړه له دهغوی نظرونو ته سترګی په لاره یو او په
دی اړه که کومه یوه بله ښه لیکنه راولوره منندوی به یی یم

په مینه او بیا په مینه
ستاسو حامد


عبد السلام
18.09.2010

[quote:559551aeda]باچا سلامت د [color=green:559551aeda]کرهڼی[/color:559551aeda] وزیر راوغوښت چی
نن می میرمنی محترمی پوښتنه کړی ده چی څه شی پاخه کړی ته می ددی له پاره را وغوښتلی چی ددی پوښتنی ځواب راکړی چی نن څه پاخه کړی ؟

وزیر صیب وویلی باچا سلامت دهر کار خپل خلک وی داپوښتنه باید
د[color=darkblue:559551aeda]زراعت[/color:559551aeda] وزیر ته راجع شی ځکه داد هغوی کار دی.[/quote:559551aeda]
حامد خانه وروره کیسې دې جالبه وي ، خو زه ددې کرهڼې او زراعت تر منځه په توپیر چندانې پوه نشوم .


رښتینی
18.09.2010

زرا عت ـــــ عربی
کرهڼه ـــــــ پښتو

اوس به نو خبره په دی لوری وڅرخیږی
او اصلی موضوع به پانی وی :!: :!:


Shir Baz
18.09.2010

[quote:28b1e4d243]زرا عت ـــــ عربی
کرهڼه ـــــــ پښتو[/quote:28b1e4d243]
نو حامد صیب د عبدالسلام صیب پوښتنه خو ځواب نشوه!
یانې د کرهڼې وزیر وویل چې دا پوښتنه باید د کرهڼې وزیر ته راجع شي. :shock:


پښتون.
18.09.2010

سلامونه !
حامد جان ډیر په زړه پوری بحث رانیولی دی چی د ټوکو ټکالو نه په اصلی موضوع څه ولیکل شی ښه به وی او هغه هم د فورم محترمی ګډونکونکی خویندی ، چی ددی موضوع په اړه خاطری ولری او نور دوستان چی د همدغسی پوښتنو سره مخامخ شوی دی که خپلی خاطری او یا لیدلی حال ولیکی د بحث خوند به نور هم ډیر شی.
او ټوکه خو ټوکه وی که هغه کرهڼی وزیر اوسی او که د زراعت وزیر خو چی د (نن به څه پخوو)پوښتنه د هر چا نه وپوښتی نو بیا خوله یی ورته ط ظ شی او په دی قناعت کوی چه نن زه هیڅ نخورم خو دا پوښتنه ما نه مکړی چی نن به څه خورو.

په مینه او درناوی


نفيسه جلال
18.09.2010

حامد صیب او ټولو ورونو ته سلامونه.
ریښتیاهم داسی ده چی دښځولپاره دخوراک انتخاب ډیرسخت دی که یوه ورځ وی یادوه یادري ورځی خوداسی نده ټول عمر اوبیاهره ورځ دوه کرته دخوراک انتخاب ډیرستونزمن دی.
ځیني سړی له ښځوسره دامرسته کولی شي اوکوي یې چي کله بازارته لاړشي پخپله خوښه دپخولو څه له ځانه سره راوړي اوښځه یي په انتخابولو نه تکلیفوي.
ځیني خلکودروزمره خوراکونولپاره تقسیم اوقات جوړکړي وي دهمدی تقسیم اوقات له مخي هره ورځ خوراکونه انتخابوي. په دې طریقه هم په ښځې باندی بوج نه راځي.
حامدصیب اونورورڼه که چیرته یوتقسیم اوقات ولیکي زماپه شمول ډیرخلک به تری استفاده وکړي. مادپخوانه لاندی تقسیم اوقات جوړ کړی دځان سره. خوتراوسه موپه کورکي صحیح ندي عملي کړی ځکه چې ذوقونه مختلف دي. تقسیم اوقات په کوچنیوکورونو کي کامیاب وي اوپه لویوکورونوکي هم کامیاب وي که چیرته ټول پری اتفاق وکړي. بایدویل شي اولني خوراک دغرمي او دوهم دماښام دی:

شنبه: وریژي بامیه
یکشنبه: لوبیا سابه
دوشنبه: [color=red:294be151e5]کروت[/color:294be151e5] کچالو
سه شنبه: دچرګ غوښه ټینډۍ
چارشنبه: دال لری (شازاده)
پنجشبنه: طورۍ کوفته
جمعه: پلاو [color=red:294be151e5]بولاني (پیرکي)[/color:294be151e5]

نوټ: د سوررنګ خوراک په هره هفته کې بدلیدای شي اوکولاي شی ددي پرځای بل داسي څه پاخه کړې چي په تقسیم اوقات کي نه وي.

هیله ده تاسوهم تقسم اوقاتونه راسره شریک کړۍ چي وکولای شم تقسیم اوقات ددی هم ښه جوړکړم.


رښتینی
18.09.2010

بښنه غواړم په لومړۍ ځای کی مطلق وزیر مراد دی
او دویم دزرا عت یا کرهڼی وزیر مراد دی

نوربیا


عادل عادل
30.09.2010

سلامونه

ګران ورور حامد صیب

د نوموړې پوښتنې مطرح کول میرمنو ته ستونزمن کار نه دی، خو که ووایو چې د ورته پوښتنې ځواب د نارینه وو لپاره ستونزمن دی، نو بیا یو سر لري.

خو که د نارینه ځواب فرمایشي وو نو بیا به پوښتنه خامخا غزیږي، خو ډیری وختونه د پوښتنې نه مطلب د مسوولیت نه ځان ایستل دي، کنه دا چې څه پاخه کړي، کیدای شي متعدد ډیر اسانه انتخابونه ولري........

نور به یې نه اوږدوم تر څو راته د کومې لوستونکې خور غصه رانشي چې دا دوهم سعدي صیب څوک دی چې زمونږ په اړه خدای مکړه بې ځایه قضاوتونه کوي.

که نارینه غواړي نو د ورته پوښتنو د مخنیوي یوازینئ لار دا ده چې د هر څاښت د خوړو د نوش جان کولو وړاندې او ورپسې د کور د میرمنې څخه د هغې د زحمت او تیار کړل شوو خوړو ستاینه او مننه وکړي، او دا په حقیقت کې په ټولو نارینه وو باندې د ښځو اخلاقي حق دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more