د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دشرعي دلايلو په وړاندي عقل نه چليږي ؟؟؟


ع کريم حليمي
17.04.2004

ګرانه قدرمنه وروره عتيق صاحب سلام ! خدای دي راوله ٠ په دستو (ګيډۍ )ګلان دي مخ ته ايږدم
ستاسو وسوال ته مي نوی عنوان جوړ کړی ٠ او وماته دخوشحالۍ موضع ده ٠
ګرانه هر پوهه يا مسلک د ځانه سره يو ډول چمونه لری ٠ چه بغضي وخت دغه چمونه صحيح او بعضي وخت مطلق
غلط وي ٠ مثلأ که په يوه مجلس کی چا قسم په خدای يا GOD واخستۍ ٠ او په مجلس کی داسی يو ملا ناست
وي ٠ چه د دغه قسم خوره ئی ښه نه راځی نو ږغ پر وکي ٠ په دا د خدای په نامه بدي اوس کافر کم ٠ چپ سه !
څه چه ملا وويل هم صحيح دی ٠ او هم غلط دی ٠ چه دغه ته زه دعلم چم وايم
اوس به راسو دعقل و موضع ته ٠ لنډ جواب داسی دئ ٠ که انسان دعقل څه کار وانخلی يا عقل ونه لری ٠ نو دغه
انسان اصلأ ليونئ دی ٠ او ليونئ د هر څه څخه خلاص دی ٠
هو دا هم صحيح خبره ده ٠چه په شريعت کی عقل نه چليږی ٠ نه يوازی په شريعت کی او په قانون کی هم عقل نه
چليږی ٠ قانون په شورا کی چوړيږی ٠ که څوک غواړی چه قانون تغير کړی ٠ نو شورا ته بايد وﻻړ سی ٠
قانون شورا چوړ کړی او شورا به تغير پکښی راولی ٠ قانون دری قيسمه دئ ٠ يو قانون سماوي (قرأن)
او د نبی مبارک شرعه ده ٠ او مدنی قانون ٠
او شرعه نبوی هم موږ د احاديثو څه راټوله کړه ٠ مثلأ لکه دا د پنځو وختو لمنځو سونتونه چه سهار ٢
ماپښين ٢ ماښام ٢ او ماخستن ٢ او بيا ٢ او يو ٠ او اصلأ دغه لمنځونه او او تقسم ئی امامانو چوړ کړی دی
او امامانو ټوله پر موافق نه دی ٠ هو پر فرض لمانځ موافق دی ٠
اوبل داسی ده کم څه چه په قرأن شريف کی واضع امر وي ٠ نو عقل ته اجازه نسته ٠ او کوم ځای چه موږ دقرأن
د ايات د معنا (تأويل) څه کار اخلو نو عقل په کار اچوو٠
اوس نو راځو ٠ وعقل ته ٠ هغه عقل چه علم نوي ورسره نو حق نلری چه په شريعت قياس وکړی
او هر هغه عقل چه څه نا څه دغه لاندی علمونه ولری د قياس حق لری
علم قرأن ،علم تفسير٠
علم اسمأ الرجال ٠ ....................علم طبقات الحديث
علم الروايت ٠ ........................علم غريب الحديث
علم الدايه ٠ ..............................علم اجرح و التعديل
علم تدوين الحديث ٠ .................علم طرق الاحاديث
علم الناسخ والمنسوخ ٠ ..............علم الموضوعات
علم النزول ٠ ............................علم علل حديث
علم النظر واﻻسناد ٠ ...............
علم کيفيه الروايه
علم الفاظ الحديث
علم الموتلف و المختلف
نو داسی سوه چه انسان حق لری چه په شرعه کی خبری وکي ٠ کومچه امر مطلق دي ٠ عقل څه کار نه اخستل کيږی
يو څو مثاله لکه حج وکه ،لمونځ فرض ٥ وخته ، قصاص ، لاس پريکده دغله ، زکات ،نکاح شاهدان ، ٠٠ ٠ غيره
که مي سوال ته جواب پوره نوي ٠ نوبه ليکنی نور ملګری هم پر وکړی ٠
حليمي


عقل او شرعت

(( ښه ))
17.04.2004

ډير محترم ورور حليمي صاحيب زما سلامونه او نيکي هيلي ومنۍ . ډير خوشاله شوم چي تاسو زما د ليکني په اړه زما لپاره زيات او په زړه پوري معلومات ليکلي دي . الله پاک دي تاسو ته اجر در کړي .
ګرانه وروره حليمي صاحب ! زه غواړم په دې ټکي ځان پوه کړم چي د شرعي حکم لپاره خو اړتيا پيداشوي وه چي حکم صادر شويدۍ ؛ خو پوښتنه دا ده چي دا حکم ( البته ټول شرعي حکمونه ) د خپل ځان سره منطق او برهان لري که نه ؟ زما باور خو دادۍ چي هر شرعي حکم د خپل ځان سره او يا په بله وينا د صدور او عملي کيدو لپاره منطق لري . د بيلګي په توګه دا څو نمونې چي تاسو يادي کړيدي : قيصاص لنډ بيان يې دادۍ چي وايې قيصاص ژوند دۍ ؛ چي په حقيقت کي دا دټولنيز ژوندانه يو خاص ډول تنظيم را منځته کوي ؛ د حج فريضه هم د ځان سره پياوړۍ منطق او دليل لري او هغه د اسلام نړي وال رول جوت کيدل او د مسلما نانو تر منځ د نړيوالي ورورولۍ د زميني پيدا کيدل او هم دا چي د فرد په توګه د هر مسلمان ذهني ،کلتوري ، دنيوي ،اخلاقي او روحي پيا وړتيا تر څنګ د معلوماتو د زيرمي زيات والۍ دۍ اوداسي نور ؛ د نکاح مسله خو زه فکر کوم ډيره روښانه خبره ده او د دې منطق خو پوره څرګند دي ، چي زه فکر کوم تفصيل ته يې اړتيا نه شته .او په دي تر تيب نور هغه شرعي احکام .
ګرانه وروره حليمي صاحيب ! زه داسي فکر کړم چي د هر شرعي حکم سره منطق او برهان شته ، خو کله ناکله داسي پيښيږي چي موږ د هغه شرعي حکم په اړه وه نه پوهيږو ، زما په اند د دي ډول حالت چي موږ د شرعي حکم په منطق پوه نه شو دا بايد داسي ونه ګڼو چي ګويا شرعت عقل او منطق نه مني ، زما په اند بايد د ژور فکر کولو مخه ونه نيول شي او اجازه ورکړل شي چي د هر شرعي حکم لپاره برهان او منطق ولټول شي . او که داسي ونه شي دا به په انساني ټولنو کي د شرعي احکامو په اړه د غير ضروري او دانسانانو لپاره د نه منلو وړ حکمونه وګڼل شي او په پای کي به د شرعي نظام مسله تر داسي پوښتني لاندي راشي چي شرعي حکمونه غير منطقي او پرهغو حکمونو ولاړ عملونه د انساني ټولنو د زغم نه دي . په دي تر تيب نوري پوښتني .
محترم حليمي صاحيب ! زه دا خبره منم چي تاسو ليکلي دي چي ٠ [color=darkred:676accb0f4]چه د دغه قسم خوره ئی ښه نه راځی نو ږغ پر وکي ٠ په دا د خدای په نامه بدي اوس کافر کم ٠ چپ سه ! [/color:676accb0f4]ه غواړم ستاسو نه دا پوښتنه وکړم چي ايا اوس د دي وخت نه دي رارسيدلۍ چي (( والمعني في بطن الشاعر )) له حالته زموږ محترم ديني لارښوونکي او عالمان را بهر شي او د اوسني نړيوالو علمي او ټولنيزو پر مختګونو سره سمون پيدا کړي ؟
په درنښت



ع کريم حليمي
18.04.2004

محترم عتيق صاحب او درنو لوستونکو سلام ! جوړ او ارام اوسی
ډير مو ښايسته ليکی ٠ چه شريعت منطق او برهان لری ٠ تاسو داسی پوښتلی ٠پوښتنه دا ده چي دا حکم ( البته ټول شرعي حکمونه ) د خپل ځان سره منطق او برهان لري که نه ؟
هر فرض ، سنت ،نفل ځانته داسی منطق او برهان لری ٠ دنمونی په ډول د اودس منطق
هغه وخت ادم عليه سلام ميوه وخوړه ٠ چه دی ته شهوانی ګناه ويل کيږی ٠ کله چه ادم مځکی ته راغلی
اودس ئی لپاره دپاکی کاوه ٠ نه د نظافت د پاره ٠ نن چه پر موږ فرض دی هم د ګناه دپاکی دپاره فرض دی ٠ نه د
نظافت لپاره ٠ بلکی د صغيره ګناه د پاکی لپاره فرض دی ٠ که دنظافت لپاره وای نو به په خاورو تيموم روانوای
تشرح ئی داسيده ٠ الله ادوم د توبی لپاره څه ښودلی وه ٠ نو چه مځکی ته راغلی اول ئی اودس تازه کاوه
مخ ئی پريوللی ولی چه اول ئی ميوی ته مخ ور ګرځولی وو ٠ دوهم ئی لاسونه پريولل ٠ ولی چه په لاس ئی ميوه
اختی وه ٠ او سر ئی مسحه کوو يا کاوه ٠ ولی کله چه ادم ميوه وخوړل دخونده ئی سر په دوو لاسو کی نيولی وو
نو موږ اوس سر مسحه کوو ٠ او پښی مينځو ٠ چه په پښو ئی حرکت ور کړی وو
نو کله چه موږ اوستازه کوو ٠ په حديثو کی راغلی چه کوچنی ګناه وي مو په پاکيږی ٠ دغه د او دس منطق او برهان دی ٠ بيله شکه هرد شرعی عمل او قانون خپل منطق لری ٠
لکه تاسو چه ليکلی ٠ قيصاص ژوند دۍ ؛ چي په حقيقت کي دا دټولنيز ژوندانه يو خاص ډول تنظيم را منځته کوي
هو شرعی حکم ته تغير هيڅ انسان نسی ورکولای ٠ دپياوړتيا لپاره ئی منطق ويلای سی ٠ نه هغه منطق چه حکم
ته زيان ورسوي ٠
او تاسو ليکلی چه ٠ ((دا د خدای په نامه بدي اوس کافر کم ٠ چپ سه ! ه غواړم ستاسو نه دا پوښتنه وکړم چي ايا اوس د دي وخت نه دي رارسيدلۍ چي (( والمعني في بطن الشاعر )) له حالته زموږ محترم ديني لارښوونکي او عالمان را بهر شي او د اوسني نړيوالو علمي او ټولنيزو پر مختګونو سره سمون پيدا کړي ؟ ))
دغه قيسم خبری هغه وخت ورکيږی چه جامع کی پوه رياته سی ٠ د بطن الشاعر خبری تر ډيره حده په هوښيارو
مجلسو کی ملايانو ﻻس اخستی ٠ اما په سحرا کی اوس هم خلک په کوچنی کوی ٠ يعنی تر لاس ئی لاندی کوي
کله چه علم په افغان زيات سی ٠ نه دغه مشکل بلکی نور داسی مشکلات به هم حل سی
حليمي


شرعه او منطق

(( ښه ))
18.04.2004

ښاغلې استاد حليمي صاحيب دډيرو احتراماتو سره يو ځای زما سلامونه ومنۍ .
ستا سود جواب ليکلوڅخه ډيره مننه ، هيله من يم چي ستاسو په شان نور ديني علما هم فکر وکړي چي د في البطن شاعري حالت او د تجرد او وچ حکم د صدور لپاره زړه ښه نه کړي دا ده دي پر ځاي چي د اذهانو په تنوير کي مرسته وکړي نور کسان او نور اذهان د تقابل لوري ته بيايې ، چي يوه بيلګه يې د بتانو د ماتولو پر سر را ولاړه شوې مناظره او مشاجره ده .
زه په دي اړه ستاسو د نظرياتو پوره ملاتړ کوم او دا ځکه چي زما په نظر د شرعي حکمونو او هداياتو هر اړخيزه څيړنه په کار ده ، نه داچي په تحجر او تجرد کي د نورو اړخونو په نظر کي نيولو پرته د يوي مسلې شا ټينګه کړي . تاسو ډير ښه ليکلي وه چي انسان بايد د خپل عمل مثبت او منفي خواوي وشميري که مثبت ډيروه هغه عمل دي تر سره کړي او که منفي زيات وه د هغه عمل د کولو څخه دي لاس واخلي .
د بتانو د ماتولو په اړه زه ستاسو د دريځ ملاتړ کوم او هم د ښاغلي پاڅونوال صاحيب ، خو د ښاغلي طالب جان صاحيب خبري راته بل ډول ښکاري چي زه نه پوهيږم ولي زما د قناعت وړ نه دي ، يو دليل چي زه يې بايد وليکم هغه دادۍ چي ګران او محترم ورور ښاغلي طالب جان صاحيب په ليکنو کي يو ډول تحجر وينم او د دي تر څنګ دا هم ده چي د نوموړي په ليکنو کي زموږ د هيواد او اولس لوري او د هغو ټوليزو ګټو ته پام نه ساتل کيږي ، ښايې همدا خبره به د دي سبب ګرځيدلې وې چي زما پر زړه ډير اثر نه کوي . او د دي بحث بل ګډونوال ښاغلي باوري صاحيب دۍ ، تر هغه ځايه چي زه د ښاغلې باوري صاحيب مرکي ،ليکني او اثار لولم او يا هغه اورم فکر کوم هغه هم د خپل مسلک پر بنسټ د بتانو د ماتولو په اړه د دي بتانو د ماتولو مخالف دۍ . خو زه فکر کوم چي دومره هم مهم نه وه چي اوس يوشمير کسان په زياته پيمانه د هغو تبليغ کوي . زه فکر کوم که نه وای مات شوي دا به ډيره ښه وای خو اوس چي مات شويدي په دومره غم هم نه ارزي ، د دي پرځاي چي دهغو غم کوو زما په اند ښه به داوي چي د نورو تاريخي وياړنو د ساتني او پالني په اړه فکر وشي او زيار وباسو چي نوروته زيان ونه رسيږي .
په درنښت


Azad Nazer
18.04.2004

(( نو داسی سوه چه انسان حق لری چه په شرعه کی خبری وکي ٠ کومچه امر مطلق دي ٠ عقل څه کار نه اخستل کيږی ))

دا پورته جمله نه په منطق برابره ده ، نه په دينې او دنياوي علم برابره ده ، نه په کومو اصولو برابره ده ، نه يې سالم ، بالغ او عالم انسان مني اونه په عقل برابره ده ٠
هغه به څنګه عقيده او قانون وي چې نه منطق مني اونه عقل ؟
شريعت دين نه دې چې بدلون پکې نه شي راتلای بلکه ددين په رڼا کې وضع شوي اوصول دي او دټولنې د کنترول اونظم لپاره کارول کيږي اودعصرو ومکان لپاره يې ديني عالمانو ته دبدلون جواز ورکړې٠ هرهغه څه چې په عقل پورې تړلي ، هغه په انسان پورې تړلي ٠ بي عقلي هيڅکله علم کېدای نشي ٠
زه افسوس کوم ستاسو په منطق او تعريفاتو ٠ ستاسو له دغو تشريحاتو څخه هيڅ نتيجه په لاس نه راځي بلکه ټوله لارښوونه مو راته سرچپه ښکاري ٠

په درنښت

ازاد نظر



ع کريم حليمي
18.04.2004

[quote:16eaa1f171="Azad Nazer"](( نو داسی سوه چه انسان حق لری چه په شرعه کی خبری وکي ٠ کومچه امر مطلق دي ٠ عقل څه کار نه اخستل کيږی ))

دا پورته جمله نه په منطق برابره ده ، نه په دينې او دنياوي علم برابره ده ، نه په کومو اصولو برابره ده ، نه يې سالم ، بالغ او عالم انسان مني اونه په عقل برابره ده ٠
هغه به څنګه عقيده او قانون وي چې نه منطق مني اونه عقل ؟
شريعت دين نه دې چې بدلون پکې نه شي راتلای بلکه ددين په رڼا کې وضع شوي اوصول دي او دټولنې د کنترول اونظم لپاره کارول کيږي اودعصرو ومکان لپاره يې ديني عالمانو ته دبدلون جواز ورکړې٠ هرهغه څه چې په عقل پورې تړلي ، هغه په انسان پورې تړلي ٠ بي عقلي هيڅکله علم کېدای نشي ٠
زه افسوس کوم ستاسو په منطق او تعريفاتو ٠ ستاسو له دغو تشريحاتو څخه هيڅ نتيجه په لاس نه راځي بلکه ټوله لارښوونه مو راته سرچپه ښکاري ٠

په درنښت

ازاد نظر[/quote:16eaa1f171]

ښاغلی ازاد نظر صاحب سلام
داسی اند کوم چه تاسو ممکن اقتصاد ياد ژورناليزم لوستلی وي ٠
او قانون چلا علم دی ٠ په قانون کی خبری ليدای سی ٠ او عوام خلک تغير نسی ور کولای ٠ بيله شورا!
يعنی کومه قوه چه قانون چوړه وی هغه به ئی تغير کوی
اسمانی قانون يوازی او يوازی الله تغير کولای سی ٠ يهود ، کرشچن ، مسلمانان، او ملحد قانونپوهان پر دغه
منطق موافق دی ٠
کوښښ کوم ډير چه داسی څه ونه ليکم چه معقول نه وي٠ که تاسو زما ليکنه او نظر راته اصلاح کړی ٠ زما دخوشحالی سبب کيږي
حليمي


خاټول
18.04.2004

ښاغليو استاذانو او وروڼو مينه اوسلام
په زړه پورِي موضوع مو څيړلی ایا عقل په شرعی حکمونو کي څه رول لري او کنه؟ زه فکر کوم چي دا بحث په دوه ډوله شنلاي شو،لومړي داچی ایا دشرعي احکامو علتونه،لاملونه او گټي په عقل معلومولای شواو که نه؟یا په بل عبارت ایا خدای حکمونه دانساني سلیم عقل سره سمون خوري او که نه؟
دوم داچي که اللهي حکمونه نواي رانازل شوي، نوایا یو عاقل انسان به په هغو حکمونو چي الله تعالی ورباندی راضي کیږی مکلف واي ؟ او داچي ځني احکام فرضا دزماني دتغير اوپه اصطﻻح دترقي له وجي نا معقول ښکاري او په شريعت کي ي حکم واضح وي ایا موږ شرعا دا اتارټي لرو چي هغه حکم اگنور کړو؟.
که طالب جان ورور او استاد حليمي صِب دا رڼه کړي چي دوي دعقل درول په هکله کوم ډول بحث کوي لومړي ډول اوکه دوم ډول؟ نو ښاغلي ليکوالان په خلاص مټ بحث پري وکړي .
اذاد نظره وروره لږ تنگ نظره شوي نه يي؟ ها هاه هاه :D :D :D وروره لهجه ښه نرمه اوساته چي خبري دي اغيزه وکړي خپه نشي وروره.
وروڼو! که له حقيقت نه سترګي پټي نکړو نو يواځي دبتانو ماتول نه وو چي نړيوالو باندي توندغبرگون ښکاره کړ، بلکي ټول اسلامي حکمونه ،که دلاس اوپښي پريکول دي او که دپړومي په سرکول دا ټول دوي ته وحشت او له عقله لري ښکاري، نو زمونږ ديني سکالران اوپوهان دنده لري چي زمونږ لارښوونه وکړی، زما په أند طالب جان ورور،حليمي صيب، عتيق صيب، ښه وړتيا لري چي له نورو پوهانو سره خبره ګډه او پايله يي موږ ته وليکي.
یو ځل بیا مینه او درنښت.
خور مو خاټول


Azad Nazer
18.04.2004

خاټول خورې !

سلام مو وعليک اوزماسلامونه هم ومنۍ ٠
ډېره مننه چې زما ليکنې ته مو پام شوې او ستاسو د وينا سره به هرو مروخپلو غلطيانو ته متوجه کېږم خو که خپلو جملو ته وګورم نو داسې څه پکې نه ليدل کيږي چې په تنګ نظرۍ بنا وي ٠ رښتيا چې په افغانستان کی طالبان اوملايان هغه څه ته علم وايي چې عقل پکې رول نه لري که چيرې عقل پکې رول درلودای نو افغانستان او وګړي به يې ولې په نني سرنوشت اخته کېدل اوکه په منطق پوهېدای نو نن به ورته دجاهلانواوترورستانو لقب نه ورکول کېده ٠
دوی بايد په دې وپوهيږي چې دا عقل دې چې انسان دين اودنيا پېژني ٠

ايا بې له عقله پوهه ، قضاوت ، ښه او بد پېژندل امکان لري ؟
څوک چې عقل نه لري ، دهغوی خبرې هم ارزښت نه لري ٠
زه دهغه سکالر او عالم له خبرو زده کړه کوم چې په عقل اومنطق ولاړې وي ٠ هغه ملايان چې په منطق او عقل باور نه لري ، زه نپوهېږم چې بې له عقله او منطقه به نور څه وي چې سړې پرې خبرې وکړي ؟


درنښت

ازادنظر


Azad Nazer
19.04.2004

ډېرمحترم حليمي صاحب ، روغ اوخوښ اوسې !
زه نه وايم چې زمادپوهې سطحه ډېره لوړه ده او يا په کومه برخه کې تخصص لرم ٠ کېدای شي زماژبنۍ تجربې زياتې نه وي ځکه ستاسودجملو په ربط نه پوهېږم خوکه بل چاته يې وروښيم هغه هم هغه څه وايي چې مافکر کاوه ٠اوس نو ستاسو خپلو جملو ته ځم او ګورم چې تاسو څه ليکلي :
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

(((((( دنمونی په ډول د اودس منطق
هغه وخت ادم عليه سلام ميوه وخوړه ٠ چه دی ته شهوانی ګناه ويل کيږی ))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

ترکومه ځايه چې ما اورېدلي نومنطق يو ژبنې علم دې چې په ځانګړي ميتود علتونه او دلايل تر څېړنې لاندې نيسي اوپه صحت يې سړې باوري کوي ٠
نو ستاسو له جملې څخه داسې مطلب اخيستل کيږي چې ګواکی دادم عليه اسلام ميوه خوړلو ته (( شهواني ګناه )) ويل کيږي مګر علت مو نه دې ښودلې چې ولې ؟
په بل ځای کی تاسوليکلي :
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

(((((((٠ کله چه ادم مځکی ته راغلی
اودس ئی لپاره دپاکی کاوه ٠ نه د نظافت د پاره ٠ نن چه پر موږ فرض دی هم د ګناه دپاکی دپاره فرض دی ٠ نه د
نظافت لپاره ٠ بلکی د صغيره ګناه د پاکی لپاره فرض دی ٠ که دنظافت لپاره وای نو به په خاورو تيموم روانوای ))))))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX
:?
ستاسو په نظر( (پاکي)) او (( نظافت )) دوه متضاد لغاتونه دي خو ماچې اورېدلي ، دواړه مترادف لغاتونه دي ٠ تاسو ګناه يواځې دجسمي خيرنتيا سره تړۍ خوزه فکر کوم چې په دې برخه کې يوه ندايه وکاروم او هغه دا چې ضروريات او مجبوريتونه کېدای شي چې له ګناهونو څخه استثنا وي ٠ له بله پلوه زما مشکل دادې چې ستاسو دجملوپه تړون کی دوتلو -رو- ورکهوم٠
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

تشرح ئی داسيده ٠ الله ادوم د توبی لپاره څه ښودلی وه ٠ نو چه مځکی ته راغلی اول ئی اودس تازه کاوه
مخ ئی پريوللی ولی چه اول ئی ميوی ته مخ ور ګرځولی وو ٠ دوهم ئی لاسونه پريولل ٠ ولی چه په لاس ئی ميوه
اختی وه ٠ او سر ئی مسحه کوو يا کاوه ٠ ولی کله چه ادم ميوه وخوړل دخونده ئی سر په دوو لاسو کی نيولی وو
نو موږ اوس سر مسحه کوو ٠ او پښی مينځو ٠ چه په پښو ئی حرکت ور کړی وو
نو کله چه موږ اوستازه کوو ٠ په حديثو کی راغلی چه کوچنی ګناه وي مو په پاکيږی ٠ دغه د او دس منطق او برهان دی ٠ بيله شکه هرد شرعی عمل او قانون خپل منطق لری ٠
لکه تاسو چه ليکلی ٠ قيصاص ژوند دۍ ؛ چي په حقيقت کي دا دټولنيز ژوندانه يو خاص ډول تنظيم را منځته کوي
هو شرعی حکم ته تغير هيڅ انسان نسی ورکولای ٠ دپياوړتيا لپاره ئی منطق ويلای سی ٠ نه هغه منطق چه حکم
ته زيان ورسوي ٠
او تاسو ليکلی چه ٠ ((دا د خدای په نامه بدي اوس کافر کم ٠ چپ سه ! ه غواړم ستاسو نه دا پوښتنه وکړم چي ايا اوس د دي وخت نه دي رارسيدلۍ چي (( والمعني في بطن الشاعر )) له حالته زموږ محترم ديني لارښوونکي او عالمان را بهر شي او د اوسني نړيوالو علمي او ټولنيزو پر مختګونو سره سمون پيدا کړي ؟ ))
دغه قيسم خبری هغه وخت ورکيږی چه جامع کی پوه رياته سی ٠ د بطن الشاعر خبری تر ډيره حده په هوښيارو

((((((((((((((((((((((اوس به راسو دعقل و موضع ته ٠ لنډ جواب داسی دئ ٠ عقل نه ٠ نو دغه
انسان اصلأ ليونئ دی ٠ او ليونئ د هر څه څخه خلاص دی ٠ چه په شريعت کی عقل نه چليږی ٠ نه يوازی په شريعت کی او په قانون کی هم چې

٠ قانون په شورا کی چوړيږی ٠ که څوک غواړی چه قانون تغير کړی ٠ نو شورا ته بايد وﻻړ سی ٠
قانون شورا چوړ کړی او شورا به تغير پکښی راولی ٠ قانون دری قيسمه دئ ٠ يو قانون سماوي (قرأن)
چليږی )))))))))))))))))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX
زه نه نپوهېږم چې تاسو چې کله څه ليکۍ ،هغه ته دمحتوا اوجوړښت له نظره ګورۍ کنه ځکه ستاسو خپلې ادعا ګانې يودبل سره سر نه خوري ٠ دمثال په توګه تاسو په يو ځاي کې عقيده لرۍچې که انسان دعقل څه کار وانخلی يا عقل ونه لری ٠ نو دغه
انسان اصلأ ليونئ دی ٠ او ليونئ د هر څه څخه خلاص دی ٠ مګرپه بل ځای کی خپله خبره پخپله ردوۍ اوواياست چې په شريعت کی عقل نه چليږی ٠ نه يوازی په شريعت کی او په قانون کی هم
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX
(((((((((( چې ٠ قانون په شورا کی چوړيږی ٠ که څوک غواړی چه قانون تغير کړی ٠ نو شورا ته بايد وﻻړ سی ٠
قانون شورا چوړ کړی او شورا به تغير پکښی راولی )))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

دغه شورا هم دعقل او منطق سره څه رابطه لري اوکه نه ؟؟؟ په شورا کی انسانان ناست وي که پيريان ؟؟
دغه شورا له اسمانه راکوزه شوې وي که خلکو ټاکلي وي ؟
په ټولنيزو قوانينو کی انسان رول لوبوي اودانسان دغوښتنو تابع وي مګر طبيعي قوانين دانسان له غوښتنو اواختيار څخه ازاد دي ٠
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

٠(((((((((((((( قانون دری قيسمه دئ ٠ يو قانون سماوي (قرأن)
او د نبی مبارک شرعه ده ٠ او مدنی قانون ٠
او شرعه نبوی هم موږ د احاديثو څه راټوله کړه ٠ مثلأ لکه دا د پنځو وختو لمنځو سونتونه چه سهار ٢
ماپښين ٢ ماښام ٢ او ماخستن ٢ او بيا ٢ او يو ٠ او اصلأ دغه لمنځونه او او تقسم ئی امامانو چوړ کړی دی
او امامانو ټوله پر موافق نه دی ٠ هو پر فرض لمانځ موافق دی ٠
اوبل داسی ده کم څه چه په قرأن شريف کی واضع امر وي ٠ نو عقل ته اجازه نسته ٠ او کوم ځای چه موږ دقرأن
د ايات د معنا (تأويل) څه کار اخلو نو عقل په کار اچوو٠
اوس نو راځو ٠ وعقل ته ٠ هغه عقل چه علم نوي ورسره نو حق نلری چه په شريعت قياس وکړی )))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

دمسلمانانو قانون خو ٧٢ قسمه دې :lol:
نورنوهغه زوړ ملا او زړې تراوې دي ، هسې په کليکونوځان نه ستړې کوم ٠

(( داسی اند کوم چه تاسو ممکن اقتصاد ياد ژورناليزم لوستلی وي ٠ ))))))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

مهمه نده چې مسلک مې څه دې ، مهم شې دادې چې په غلطه رهنمايي نه شو ٠
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

(((((((((((او قانون چلا علم دی ))))))))) بېشکه خو چې په عقل اومنطق بنا وي
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

٠((((((((((( په قانون کی خبری ليدای سی ٠ او عوام خلک تغير نسی ور کولای ٠ بيله شورا!
يعنی کومه قوه چه قانون چوړه وی هغه به ئی تغير کوی ))))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX
مګرکه د شورا پر ضد خلک قيام وکړي او هغه لمنځه يو سي او پر ځای يې نوې شورا وټاکي اودغه نوې شورا بيا قانون ته تغير ورکړي نو بيا؟؟؟
همدارنګه که شورا خپل ملت ته خيانت وکړي او يادملي ګټوپر خلاف وي نو بيا به څه کيږي ؟ ددغه ټولو نااهليو او جرمونو سره سره به شورا ته دهرڅه اختياروي؟
زه خوچې داسې شرايطو ته فکر وکړم نو له عقل اومنطق ته درجوع څخه پرته بله لاره نه وينم ٠
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

(((((((((((((کوښښ کوم ډير چه داسی څه ونه ليکم چه معقول نه وي)))))))))
XXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXXX

يره که دا کاروکړې نو ډېر به ښه وي :D

نوردې په خدای سپارم

ازادنظر



ع کريم حليمي
19.04.2004

جناب محترم ازاد نظر سلام
((ترکومه ځايه چې ما اورېدلي نومنطق يو ژبنې علم دې چې په ځانګړي ميتود علتونه او دلايل تر څېړنې لاندې نيسي اوپه صحت يې سړې باوري کوي ٠
نو ستاسو له جملې څخه داسې مطلب اخيستل کيږي چې ګواکی دادم عليه اسلام ميوه خوړلو ته (( شهواني ګناه )) ويل کيږي مګر علت مو نه دې ښودلې چې ولې ؟ )))
دخيره يوبله ورځ به ئی [color=red:558f58242d]علت[/color:558f58242d] وليکم
wooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooo
((((ستاسو په نظر( (پاکي)) او (( نظافت )) دوه متضاد لغاتونه دي خو ماچې اورېدلي ، دواړه مترادف لغاتونه دي ))))
خوابدئ مکړه ازاد نظر صاحب ٠ چه دوينو پشار په لوړيږی ٠ [color=blue:558f58242d]بل وخت به ليکم چه ګناه په رژيږی[/color:558f58242d]............دپاکۍ لغت د معنی دپاره استعماله وه ٠ اونظافت د مادې لپاره
wooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooow
((((دغه شورا هم دعقل او منطق سره څه رابطه لري اوکه نه ؟؟؟ په شورا کی انسانان ناست وي که پيريان ؟؟
دغه شورا له اسمانه راکوزه شوې وي که خلکو ټاکلي وي ؟
[color=darkblue:558f58242d]په ټولنيزو قوانينو کی انسان رول لوبوي اودانسان دغوښتنو تابع وي مګر طبيعي قوانين دانسان له غوښتنو اواختيار څخه ازاد دی))))
زه پوه سوم مسج دی صحيح اخستی دی ٠ هم دغه دي ما مطلب وو [/color:558f58242d]
((((مګرکه د شورا پر ضد خلک قيام وکړي او هغه لمنځه يو سي او پر ځای يې نوې شورا وټاکي اودغه نوې شورا بيا قانون ته تغير ورکړي نو بيا؟؟؟
همدارنګه که شورا خپل ملت ته خيانت وکړي او يادملي ګټوپر خلاف وي نو بيا به څه کيږي ؟ ددغه ټولو نااهليو او جرمونو سره سره به شورا ته دهرڅه اختياروي؟ ))))
نه محترم ازاد نظر صاحب ! ضرورنه ده چه شورا لمنځه بوځو ٠ سپريم کورټ په اسانی سره قانون استولايسی چه
چه شورا دوهم يا دريم وار ډيبېټ پر وکړی ٠ او اصلاح پکی راولی ٠دراسته لاس ډيمکراټان انقلاب دستی نکوی
يا شورا ړنګه کي ٠ د بامنطقه خلکو شورا قانونته په ډيره اسانی تغير ورکوي ٠ پرون ئی يوه قانون ته تغير ورکې په واشنګټن کي ٠
wooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooooow
((((مګرکه د شورا پر ضد خلک قيام وکړي او هغه لمنځه يو سي او پر ځای يې نوې شورا وټاکي اودغه نوې شورا بيا قانون ته تغير ورکړي نو بيا؟؟؟
همدارنګه که شورا خپل ملت ته خيانت وکړي او يادملي ګټوپر خلاف وي نو بيا به څه کيږي ؟ ددغه ټولو نااهليو او جرمونو سره سره به شورا ته دهرڅه اختياروي؟ ))))
هو که تاسو او ملګری مو ٠٠٠٠ وي ٠ نو شورا بمو هم خيانت کوي طبعی خبره ده ٠ که ملت تقوا ولری ٠ وکيلان
ئی هم د تقوا سره شورا ته ځی ٠( د غلو مشر غل وي ٠)

اقای اذاد نظر ٠ زه لوړه کوم چه دليکنی څه تاسو مطلب اخستی ٠
پوهيږم چه دليکنی 5 w پر ځای ندي ٠ ٠
چه جنون د چاکاميل سی د عقل پختګي ده .....بيا وحشت له روغونه کا چه سودا په ډېرېدو سی
[/quote]


م ن غروال
19.04.2004

محترمو وروڼو او خويندو ورسته د سلامونو او نېکو هيلو!
عجبه منفي ، غير علمي او حتی غير اسلامي جمله ده ((( عقل د شريعت په وړاندي نه چليږي ))) ٠
د جملي ليکونکي ته مناسبه ده چه ړومبئ عقل په پوره وضاحت راوپيژني او دوهم هم شريعت او د هغه هم منطق٠
البته د ده په نظر که چيرته وي منطق په شريعت کي، ځکه چه چيرته چه عقل نه وي نو د منطق شته والۍ بيا علم نه مني، او بيا هم که چيرته د جملې ليکونکي په اند شريعت هم علم وي!!!
د بدبختۍ ځاي خو همدا دي چه د يو څو اسلامي احکامو کاپي کولو ته علم او کاپي کوونکي ته هم عالم وايو٠ همدا ډول د شريعت کاپي کول وؤ چه غير انساني اعمال د اسلامي احکامو په نامه په افغان مظلوم مسلمان ولس وروتپل شول٠ او هېواد يې د تباهۍ کندو ته ورنسکور کړ٠ ددوئ په اند په ريښتيا چه شريعت کي عقل نشته او که وائ نو هغه به نه کيدل لکه چه وشول٠ او نتيجه يې نن ګورو چه د يوه اسلامي مجاهدزاده او قهرمانه هېواد امنيت پردي کافر نيسي او بيا د جهاد نارې هم وهوو٠ چه دا متبرکه تحفه دوئ د لاس مزد دي٠
په درناوې٠ غـــــروال


شرعه او منطق

(( ښه ))
19.04.2004

ګرانو دوستانو او د ليکونو برخه والو ټولو ته د درناوي سره يوځاي سلامونه او نيکي هيلي وړاندي کوم .
وايې چي خبره د خبري پيدا کيږي ، د ټول افغان د پاڼي چلونکو ته د زړه له کومي ناوی کوم چي دا زمينه يې برابره کړيده چي موږ پښتانه وروڼه او خويندي د دي پاڼي بر مخ خپلي خبري او ليکني يو او بل ته وليکو او ويې لولو . تر دې درناوي وروسته غواړم د ليکونو ګرانو برخه والو پام دي لاندي دريو ټکو ته راواړوم :
١ -- په بحثونو کي دي ده شخصي نيوکو څخه پر هيز وشي ؛
٢ -- د بحث لړۍ دي د مطرح شوي عنوان سره اړ وند تعقيب شي ؛
٣ -- په بحث کي پوښتني او هغو ته جوابونه بايد يوه تن ته ونه ګرځي ؛
د دي دريو يادونو وروسته د ښاغلي غروال صاحيب دا پوښتنه ډيره پرځای ده چي لومړۍ بايد د (( عقل )) او(( شرعت )) مفاهيم تعريف او وپيژنو هيله من يم چي دوستان په دي اړه خپل رايه څرګنده کړي .
په درنښت


نقاد
19.04.2004

[color=blue:4e5eae2ae0](( نو داسی سوه چه انسان حق لری چه په شرعه کی خبری وکي ٠ کومچه امر مطلق دي ٠ عقل څه کار نه اخستل کيږی ))[/color:4e5eae2ae0]
د سلام او درناوي له وړاندې کولو څخه وروسته به د درنولوستونکو په هوکړه د پورتنۍجملې دلومړۍ نيمې برخې ته وګورو چې انسان ته حق ورکوي ،څو په شرعه کې خبرې اتري او عقلي او نقلي بحثونه وکړي . که بحثونه په درې ډولو وويشو ، چې يو يې تاييدي، بل يې تأويلي او دريم يې ترديدي بحث او منطق وګڼو ، نو ويلی شو ، او حليمي صيب ﻻ دمخه په ګوته کړې ده چې په شرعه کې هم تائېدي او هم تأويلي بحثونه شته اوله اړونده منطق څخه په کې کار اخيستل کيږي . داچې تاييدي بحث او منطق چيرې او تأويلي چيرې خپل ځای لري، د شرعي دﻻيلو پورې تړاو نيسي چې له کوم شرعي دليل څخه بحث کيږي : البته ټولو ته مالومه ده چې شرعي دلايل څلور ډوله دي چې قراني آيت کريمه ، حديث نبوي ، اجماع او قياس دی . که د ايت کريم حکم صريح او روښانه وي اعتبار يې تاويل او منطقي استدلال ته اړتيا نه لري ، بلکې پخپله لومړی دليل دي او مافوق منطق اعتبار لري . مافوق په دې معنی چې د خدای تعالی وينا حقيقت بيانوي ، او حقيقت تل کمپلېکس او ډير ابعاد لري ، چې د درک له پاره يې عقل او منطق يوه اړينه مېتود او طريقه ده، خو داچې ايتونه تاريخي ابعاد لري او ان تر قيامته پورې زمانې په لمن کې رانغاړي، کيدای شي تحقق يې په بيلابيلو عصرونو او زمانو کې په بيلابيلو شکلونو رامنځته شي چې په ټولو يې انسان له وخته څخه مخکې نشي پوهيدای . خو کله هم چې پوهيږي بي له منطق او عقل او علم له مرستې څخه يې پوهه امکان نه لري . [color=red:4e5eae2ae0]د غروال صيب مطلب هم همدا وروستۍ برخه بريښي چې له عقل او منطق پرته خو هيڅ ديني احکام امکان نلري اوحليمي صيب خو د شرعي ځکم سره سم بي عقله او بې منطقه سړی مکلف نه ،بلکی ليونی بللی دی [/color:4e5eae2ae0]، نو دا ټکی په هېڅ وجه د نظر د اختلاف وړ کيدلی نشي اودبحث بل کوم برخه وال هم بايد په دې برخه کې چې اظهر من شمس ښکاري سره ونه پيچي . هو ، د الله تعالی د ايتونو د تاييد او ﻻ پياوړتيا او روښانتيا له پاره تاييدي منطق او بحثونه کيږي، بايد وشي او ثواب هم لري . په تأويلي بحثونو کې خو منطق او منطقي بحثونه بيا يو جدي ضرورت او اړينه مرسته ده . خو برعکس ، له همدې کبله دا ا جازه هم نشته چې نعوذ بالله ، انساني منطق يې د ترديد هڅه وکړي ، نو (( کوم چه امر مطلق دي )) د ترديد له پاره يې له (( عقل څخه کار نه اخستل کيږي )) ، او د صريحو ايتونو تائيد د عقل او منطق او د غير صريحو ايتونو تاويل د شرعي علومو اوعلمي منطق له مخې د ديني علماو او مجتهدينو کرامو دنده ده .
په تيره بيا د شرعې په څلورم دليل يعنې قياس کې منطق ستر رول لري . دلته قياس د شرعې د نورو درې دلايلو له احکامو څخه د اړونده موضوع له پاره استنتاج او قياس کوي ، چې اصلأ د منطق کار او طريقه ده ، او د مجتهدينو پورې اړه لري . نتيجه داچې مبارک ايتونه په منطق سره تائيد لی او تأويلېدلی شي خو ترديد کيدلی نشي .دلته د منطق سره ضديت نه ، بلکې د نړۍ د خالق د کتاب قران کريم د منطق ، حکمت ، حق او حقيقت مقام تر انساني منطق ډير لوړ دی ، چې پر هغې تاييد کيدای شي خو رد کيدای نشي . همدغه مطلب حليمي صيب داسې بيان کړی دی :
(( [color=blue:4e5eae2ae0]هو شرعی حکم ته تغير هيڅ انسان نسی ورکولای ٠ دپياوړتيا لپاره ئی منطق ويلای سی ٠ نه هغه منطق چه حکم ته زيان ورسوي [/color:4e5eae2ae0])).
البته شرعه او شرعي حکمونه له دين څخه څکه بيل نشي ګڼل کيدای چې شرعه لومړی په قراني ايتونو او بيا په احاديثو ولاړه ده، او د اسلام مبارک دين هم د قران کريم او احاديثو ټولګه ده .دغه کيفي يووالی او کټ مټتيا په هغه هغه توپير سره م له منځه نځي چې شرعه د دين يواځې حقوقي او د ژوندانه د عملي قوانينو برخه ده چې د نقضولو په صورت کې مجازات هم ورسره تلي دي ، خو اساس او بنسټ يې سپيڅلی قران او نبوي احاديث دي.

خود محترم طالب جان دا فيصله چې (( ستاسي دلایل هم په عقلي دلایلو مبني دي او دشرعي دلایلو په وړاندي عقل نه چلیږي ځکه نو مسآله همدا ده چي دبتانو ماتول ضروري دي هرځای چي وي که کور وي که میوزيم)) ځکه سمه نه بريښي ، ځکه د بتانو موجوديت هغه وخت هر ځای او هر چيرې بايد ختم شي چې د اسلام د خپرونې او استحکام سره دومره نږدې زماني او مکاني تړاو ولري چې اسلام ته يې معنوي اغيزه ګواښ جوړولی شي ، حال داچې
د باميانو بتانو نه يواځې دغسې تړاو ، اغيزه او ګواښ نه درلود ، بلکې برعکس د تيرې پخوانۍ بت پرستۍپه وړاندې يې کرکه راپروله او پر اسلام يې شکر او وياړ پياوړی کاوه . عربو دغه بتان نور خطر نه بلکې د اسلامي فتوحاتو ښه يادګار باله، نو ځکه يې د خپل اوږده حاکميت په موده کې ونه غورځول ، ايا طالبان د راشدينو خليفه ګانو او د حضرت عثمان (رض) په دوره کې له ژونديو اصحابانو څخه ښه مسلمانان او بهتر بتشکنان وو چې هغوی دغه بتان لا همغه وخت له منځه وې نه وړل، بلکې د هغوی د مخونو د پورتنۍ نيمو برخو په توږلو يې بسنه وکړه، خو د طالبانو کرامو جهالت بيا ١٤ سوه کاله وروسته له منځه وړل ؟
اصلأ کله چې طالبانو دژوندانه په ډګر کې اولس ته هيڅ ، او مطلقأ هيڅ نشول وړاندې کولی، نو د آخرت په
په مسئلو يې ځانونه او تر ځانه زيات پر اسلام پوه اولس مصروف ساته ، څو له د افراط په پرده او نقاب کې خپلو نيمګړتياو څخه د هغوی پام بلې خواته واړوي، نو د ديوالونو په غورځولو، ﻻسونو په پرې کولو، د سرونو په خريلو او ږيرو په کنترولولو، پينڅو په لنډولو او ارتولو ، د ښځو په تعقيبولو ، د درو په وهلو سره د افغانانو په بې عزته کولو او تحقيرولو او داسې نورو سطحي ريفورمونو باندې ځانونه کړل او نه پوهيدل چې نور په اسلام څه سودا وکړي ؟ نو د زاړه هندو کانه يې پيل کړه ، وايي د هندو چې سودا نه کيږي، نوبيا ډنډۍ په ـ ـ ـ منډي ، دوی هم ﻻړل او د باميانوپر بتانو يې راباندې کړل ، او د افغانستان څخه يي ددې غچ واخيست چې تير ١٤ سوه کاله ولې کافراو په کلتور بت پرسته پاتې شوئ دئ (؟).

په مينه او درنښت



ع کريم حليمي
19.04.2004

[quote:ff93b98ec0="غروال"]محترمو وروڼو او خويندو ورسته د سلامونو او نېکو هيلو!
عجبه منفي ، غير علمي او حتی غير اسلامي جمله ده ((( عقل د شريعت په وړاندي نه چليږي ))) ٠
د جملي ليکونکي ته مناسبه ده چه ړومبئ عقل په پوره وضاحت راوپيژني او دوهم هم شريعت او د هغه هم منطق٠
البته د ده په نظر که چيرته وي منطق په شريعت کي، ځکه چه چيرته چه عقل نه وي نو د منطق شته والۍ بيا علم نه مني، او بيا هم که چيرته د جملې ليکونکي په اند شريعت هم علم وي!!!
د بدبختۍ ځاي خو همدا دي چه د يو څو اسلامي احکامو کاپي کولو ته علم او کاپي کوونکي ته هم عالم وايو٠ همدا ډول د شريعت کاپي کول وؤ چه غير انساني اعمال د اسلامي احکامو په نامه په افغان مظلوم مسلمان ولس وروتپل شول٠ او هېواد يې د تباهۍ کندو ته ورنسکور کړ٠ ددوئ په اند په ريښتيا چه شريعت کي عقل نشته او که وائ نو هغه به نه کيدل لکه چه وشول٠ او نتيجه يې نن ګورو چه د يوه اسلامي مجاهدزاده او قهرمانه هېواد امنيت پردي کافر نيسي او بيا د جهاد نارې هم وهوو٠ چه دا متبرکه تحفه دوئ د لاس مزد دي٠
په درناوې٠ غـــــروال[/quote:ff93b98ec0]
محترمو،قدرمنو پاڅونوال صاحب،غروال صاحب، عتيق صاحب سلامونه مې ومنۍ!
لتاسوڅه ډيره مننه ٠ او زه سل په سل کی ستاسو دليکنی سره موافق يم ٠
ښاغلی غروال صاحب داسی ليکي ([color=red:ff93b98ec0]عجبه منفي ، غير علمي او حتی غير اسلامي جمله ده ((( عقل د شريعت په وړاندي نه چليږي ))) [/color:ff93b98ec0]
زه هم د طالب جان دغې عجبي جملې ته حېران يم چه دغه بحث مې ددغه لپاره شروع کړې ٠ څه چه طالب جان ليکلی دي ٠ ممکن طالب جان به خپل ښه منطق او دلائل ورته لرې٠ د ايات او حديث په ړنا کي

ګران پاڅونوال صاحب ستاسو له ښايستې ليکني څه هم خاصه مننه
اوعتيق صاحب ستاسونه هم ډيره مننه چه زموږ دبحث مخه مو رهنمايی کړه ٠ زه هم پوه سوم چه بحث زنديق کېدی
حليمي


Azad Nazer
19.04.2004

(((((هو که تاسو او ملګری مو ٠٠٠٠ وي ٠ نو شورا بمو هم خيانت کوي طبعی خبره ده ٠ که ملت تقوا ولری ٠ وکيلان
ئی هم د تقوا سره شورا ته ځی ٠( د غلو مشر غل وي ٠) ))))

په کوم دليل اومنطق ؟؟؟ هو ، رښتيا تاسو خو عقل او منطق نه منۍ نو حاجت څه دې چې بحث درسره وکړو ٠ زما ملګري ستا غوندې سرسام چې کله هغه غر او کله داغر ولي ، له سره په مجلس کې پرېږدي نه ٠

ته دخپلوخبرو ربط نشې برابرولې ، په ګډووډو سريې ، ته بيا بل څوک چې هيڅ يې نه پيژنې ، په خيانت تورن کوې ٠ افغانستان خو ستاسو غوندې جاهلانو تباه کړ چې نه عقل لري ، نه منطق مني او نه انسانيت ٠

ازا دنظر



ع کريم حليمي
20.04.2004

[quote:9387a19fc0="خاټول"]ښاغليو استاذانو او وروڼو مينه اوسلام
په زړه پورِي موضوع مو څيړلی ایا عقل په شرعی حکمونو کي څه رول لري او کنه؟ زه فکر کوم چي دا بحث په دوه ډوله شنلاي شو،لومړي داچی ایا دشرعي احکامو علتونه،لاملونه او گټي په عقل معلومولای شواو که نه؟یا په بل عبارت ایا خدای حکمونه دانساني سلیم عقل سره سمون خوري او که نه؟
دوم داچي که اللهي حکمونه نواي رانازل شوي، نوایا یو عاقل انسان به په هغو حکمونو چي الله تعالی ورباندی راضي کیږی مکلف واي ؟ او داچي ځني احکام فرضا دزماني دتغير اوپه اصطﻻح دترقي له وجي نا معقول ښکاري او په شريعت کي ي حکم واضح وي ایا موږ شرعا دا اتارټي لرو چي هغه حکم اگنور کړو؟.
[/quote:9387a19fc0]

درنو ښاغلو پاڅونوال،غروال ،عتيق صاحبانو او قدرمنو لوستونکو سلام !
اول به د ٢ سوالجواب تاسوته وليکم ٠
هيڅ وخت به داسی پيښه نسی چه اسمانی حکم نامعقوله ښکاره سی ! د اسباط اسناد ئی ډېر دی سره دمنطقو
1400 کاله او + داسمانی احکامو قدر ورځ په ورځ ډېريږی ٠ که ئی ګراف ته وګورو ٠ لوړ رواندی
ساينس يو + علم دی او تسدق ئی کوي ٠ چه زه به دغه يو ايات په ساينس درته سابط کړم
بسمه تعالی ٠ [color=red:9387a19fc0]يأيهاالنمل ادخلوا مسکنکم ﻻيحطمنکم سليمن وجنوده وهم ﻻ يشعرون [/color:9387a19fc0]
ترچمه ٠ ای مېږيو ننوځئ ټوله کورو خپلوته چه مات مونه کړی سليمان او لښکر دده حال داچه دوی به نوی پوه٠
تاسو وګوری چه الله څنګه ګرامر زموږ سره خبری کوی ٠ دميږی سره دمات (يحطمنکم )استعماله وی ٠ او موږ
په خپلو خبروکی چختاڼ استعماله وو ٠ دغه لغت چه الله استعمال کړی ايا غلط دی ؟ نه دالغت 1400 + کاله دمخه
استعمال سوی دی ٠ نن چه لابراتوارپيداسو ٠ د دغه لغت د استعمال تصديق کوي ٠
ميږی 75% هنداره ده چه 1000 کاله دمخه هيڅوک خبر نه وه چه ميږی ماتيږی ٠او يا جسم ئی له چشی چوړ دی
بل مثال ٠ ابرهيم ع ته الله و فرمايل چه مکه چوړه که ٠ او ږغ وکه چه خلک دلته عبادت ته راسی ٠ نو ابراهيم و
الله ته عرض وکړی ٠ چه زما ږغ به تر کومه ځايه و رسيږی ٠ الله و فرمايل چه رسول ئی زه کوم ٠
نن موږ د اسلام د لمانځ ږغ د هر تلويزون تر لوډسپيکر اوريدلی دی او په مقابل کی ٠ دنورو اديانو ږغ په دومره
اندازه نه اورو ٠
کله چه موسی ع ته خدای و فرمايل چه يهود مصر څه راوباسه ٠ تاسو دغه حکمت ته وکورۍ ٠ کله چه موسی ع
فرعون ته ورغلی ٠ هغه په قهر سو ٠ ورته وئی ويل چه سبا و ميدانۍ ته راسه سره ګورو به ٠ دغه خدای وو
چه پخپله په فرعون ئی يهودان ورته راټول کړه او موسی حال ورته و وايه چه راځی ٠ او که د موسی سره فرعون
کومک نوای کړی ٠ نو موسی نسولای کولای چه يهود ئی په ځان خبر ړی وای٠ يعنی د اسلام دين نه يوازی په
مسلمان مخته روان بلکی په کافرانو هم نن ورځ روان دی (مخته ځی) نو ځنګه امکان لری چه نامعقوله سی ٠
لکه بن لادن ئی هم يو مثال دی
زه فکر کوم چه اول سوال ته مې هم جواب و وايه

حليمي


م ن غروال
27.04.2004

معززو ليکوالو او درنو لوستونکو احترامات عرض کوم
ښاغلي عتيق ورور ډير ښايسته وړانديز کړۍ دی غوره به همدا مونږ او درنو لوستونکو ته هر يو شريعت او عقل تعريف شي او ددوې تر منځ اړيکه راوپيژني٠ د هغوئ له مهرباني زه مننه کوم٠



ع کريم حليمي
29.04.2004

[quote=" غوره به همدا مونږ او درنو لوستونکو ته هر يو شريعت او عقل تعريف شي او ددوې تر منځ اړيکه راوپيژني٠ د هغوئ له مهرباني زه مننه کوم٠[/quote]
درنو لوستونکو ستاسو دغښتني سره سم به کوښښ وکړم چه در وئی پيژنم ٠
اول-- عقل هغه دماغی پاور دی چه انسان ته ئی طبيعت ورکوي ٠ يعنی دمغز په پېچ وتاب اړه لري ٠
يا داسی و وايم چه عقل په کتابو کښي نسته ٠ عقل په سردی٠ داسی ويلای سو چه عقل کم وي ٠ نو احمق ورته ويلاسو٠ او ځنی خلګ هوښيار ورته وايی ٠ چه دهوښيار لغت د پنډي څه نيولې بيا تر ډاکتره پوری استعمال کولای سو٠ دا مانا نه چه ډاکتر او پنډی په يوه اندازه هوښياران دي ٠ وايو چه الله داد په پنډيانوکی هوښيار دی
او خدای داد په ډاکترانو ی هوښيار دی ٠ متل دی چه عقل په قبرو کی دی او علم په کتابو کی دی ٠ يعنی که څوک
مړ سی ٠ عقل قبر ته ور سره ځی ٠ او علم ئی پاته سی و موږته ٠
مثال ئی په موټر کی ٠ غټ سلنډر اوپسټم چه غټ وي ٠ نوهورس پاور ئی ډېر وي
په رېډيو کی ئی مثال ٠ ټرانزسټر او کنډنسرونه غټ وي او غټ فلټرونه ولري ٠ ريډيو قوي وي
دغه ئی منطقی تعريف دي ٠ اود بايالچی قصه نو بيا بل شئ ده ٠ هغه نو خير ٠
دوهم --- شرعه ډېر لنډ تعريف ئی په پښتو درته ليکم او پوره تعريف به ئی په انګلسی درته وليکم
Islam possesses a religious law called al-Shari'ah in Arabic which governs the life of Muslims and which Muslims consider to be the embodiment of the Will of God. The Shari'ah is contained in principle in the Quran as elaborated and complemented by the Sunnah. On the basis of these principles the schools of law which are followed by all Muslims to this day were developed early in Islamic history. This Law, while being rooted in the sources of the Islamic revelation, is a living body of law which caters to the needs of Islamic society .
Islamic laws are essentially preventative and are not based on harsh punishment except as a last measure. The faith of the Muslim causes him to have respect for the rights of others and Islamic Law is such that it prevents transgression from taking place in most instances. That is why what people consider to be harsh punishments are so rarely in need of being applied.
اسلام دين خپل يو قانون لری چه شرعه ورته ويل کيږئ ٠ معنی دشرعی ([color=red:54df43d236]دشرعی تر حکومت لاندی ژوند دمسلمان) [/color:54df43d236]
چه مسلمانه دايو اسمانی قانون دی چه قرأن او احاديثو څه عبارت دي ٠
حليمي


م ن غروال
30.04.2004

ښاغلئ حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته !!!
يوه دنيا مننه ستاسو له ښايسته ليکنې څخه ! اما زما وړانديز هغه ورور ته متوجه وؤ کوم چه تاسو د هغې له جملئ څخه عنوان جوړ کړئ دی٠ اما په هر حال که د بعضو انسانانو د تحليل او سنجش قدرت په شرعي احکامو کي د لږ يا کمزوري کار سره مخامخ شي معنی داسی نده چه ګواکي شريعت کي عقل نه چليږي ٠ او شريعت او عقل دا خپلو کي د يو بل لازم او ملزوم دي چه ددوئ تر منځ بيليدونکي اساسات اصلا نشته ځکه چه په دين کي شريعت له لوړترينو علمو څخه دی او علم پرته له عقله، دا يو نا منلۍ اصل دي٠ او اصلا شريعت د بشر د عقلي ودې له
ړومبۍ ترينو علتو څخه دي چه له بشر علم او د اسلامي ټولنو يو مسلکي مؤمن جوړوي٠ او آخري جمله هم دا ده چه شريعت د پوهې زيږنده ده چه قدرت يې بايد عقل وي او هغه چه د بشري عقل څخه بهر وي هغه علم نه بلکه فلسفه د علم په مټ او بس !!!
خير لنډيز دا چه مونږ کوﻻئ شو داسي ووايو چه کلا د قرآن عظيم الشان علم او فلسفه د انسان د پوهې او د انساني علم او تحليل له چوکاټ څخه خورا لوړ دي چه انسان پکي واقعا عاجزه کيږي اما نه داسي چه خداي مکړه شريعت کي عقل نه چليږي٠ پدې هکله ما د پوهې او فلسفې په فورم کي هم د (( د يو څو پوهئيزو اصطلاحاتو پيژندنه )) ترعنوان ﻻندي بحث کړۍ دي چه مکررا به لازمه نه وي٠ په درناوې



طالب جان
01.05.2004

[quote:23608b6bbb="غروال"]خير لنډيز دا چه مونږ کوﻻئ شو داسي ووايو چه کلا د قرآن عظيم الشان علم او فلسفه د انسان د پوهې او د انساني علم او تحليل له چوکاټ څخه خورا لوړ دي چه انسان پکي واقعا عاجزه کيږي اما نه داسي چه خداي مکړه شريعت کي عقل نه چليږي٠ پدې هکله ما د پوهې او فلسفې په فورم کي هم د (( د يو څو پوهئيزو اصطلاحاتو پيژندنه )) ترعنوان ﻻندي بحث کړۍ دي چه مکررا به لازمه نه وي٠ په درناوې[/quote:23608b6bbb]
گرانه محترمه مکرمه او عزتمنه وروره غروال صیب :
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسي له لیکني نه مننه . یقین وکړۍ چي په لوستلو مي زړه یخ شو او ډیر خوښ شوم داسي وبوله چي د نښي منځ مو ویشتلی دنوموړي موضوع په اړه ما یوه تفصیلی لیکنه کړیوه چي ما هم همداخبره پکي لیکلي وه چي شرعه ټول عقل ده خو زمونږ عقلونه دځینو شیانو له ادراکه عاجز دي چي دا پخپل وار زمونږ دعقلونو کمزوري ده نه دشریعت .


نقاد
02.05.2004

[quote:7b18283e63](((((هو که تاسو او ملګری مو ٠٠٠٠ وي ٠ نو شورا بمو هم خيانت کوي طبعی خبره ده ٠ که ملت تقوا ولری ٠ وکيلان ئی هم د تقوا سره شورا ته ځی ٠( د غلو مشر غل وي ٠) ))))

په کوم دليل اومنطق ؟؟؟ هو ، رښتيا تاسو خو عقل او منطق نه منۍ نو حاجت څه دې چې بحث درسره وکړو [/quote:7b18283e63]٠

دروند ورور ازاد نظرته سلام او نېکې هيلې !
وروره، مونږ پر دې خوښ يو چې په ټول افغان کې ستاسو په څير ، د غروال صيب ، طالب جان ــ او طالب خان صيب ، حليمي صيب او عتيق صيب په څېر ورونه او د اغلو نيلو فر او ليمأ الفت په څېر خويندې لرو چې له قلمي کواندتيا څخه يې لوستونکي ګټه اخيستلای شي. او همدا ښايي زمونږ د ملګتوب بنسټ هم وي. خدای تعالی دې تاسو ټولو ته ددې اجرونه ، په ژوند کې نيکمرغي او برياليتوبونه در په برخه کړي . په تيره بيا ستاسې ليکنې چې لولم د تائيد په له پاره وايم چې:
[color=blue:7b18283e63]د اند پرواز کې بي وزره مشې ...آزاد نظره له نظره مشې . [/color:7b18283e63]
خو ددې ټولو سره بيا دا له تاسو سره نه ښايي چې د استاد حليمي صيب په وړاندې ، چې دهغه په څېر يو محترم روڼ اندوده او مترقي فقهي عالم به بل پيدا نکړئ، مو غبرګون د درناوي په تول پوره نه اوسي او يا ورته دغسې يو ځواب وليکئ چې : [quote:7b18283e63]
زما ملګري ستا غوندې سرسام چې کله هغه غر او کله داغر ولي ، له سره په مجلس کې پرېږدي نه ٠ [/quote:7b18283e63]
يا داسې نورې په شخصي لحاظ تحقيري جملې چې له تاسو څخه کارول شوي دي او دلته دتکرارولو وړتيا نلري . په داسې حال کې چې مونږ هم ځانونه ستاسې ملګري بولو، حليمي صاحب ته هم د ملګرتوب په سترګه ډير زيات درناوي لرو . زه باور لرم چې ستاسو په اقتباس شوې برخه کې د حليمي صيب مطلب شخصأ تاسو نه ياست ، بلکې د ساري او مثال په توګه يې دا جمله ليکلې ده چې (( [color=blue:7b18283e63]که [/color:7b18283e63] چيرې تاسې ..... نو وکيلان به مو هم .....وي))، چې البته د ( [color=red:7b18283e63]که[/color:7b18283e63]) له توري څخه دا خبره جوتيږي چې د هغه مطلب تاسو شخصأ نه وۍ ، د هغه له ليکنو څخه هم څرګند جوتيږي چې سپکاوی د هغه په انددود کې نشته ، خو په اولسي ژبه کې ډير داسې له سړي څخه پيښيږي چې د مثال راوړل په يوه شخصي بڼه بيان شي، خو د هغه مطلب هيڅکله هم شخصې نه اوسي. په مينه درنښت او نيکو هيلو !



طالب جان
02.05.2004

گرانه محترمه او عزتمنه وروره پاڅونوال صیب :
السلا علیکم ورحمة الله وبرکاته
زه هم ستاسي له خبرو سره سر ښوروم دنظر اختلاف کومه بده خبره نه ده مگر یوه او بل ته باید دځوابونو په ویلو کي ادبي جملی استعمال شي هیڅکله هم باید نیغ په نیغه په یوه او بل گوت نیوني ونه شي له ټولو وروڼو نه مننه .


Azad Nazer
03.05.2004

ښاغلې پاڅونوال صېب ، ددرناوي سره سلامونه قبول کړۍ !

ستاسو لنډ شعر دپېرزوينې اودرناوي هسکې څوکې ته و خېژولم او ډاډه يې کړم چې له دغه ځايه به هيڅوک زما په بېرته ښکته راښکلو خوښ نه شي ٠ هغه څوک چې هرچاته په درنه سترګه ګوري ، هغه پخپله دلوړ فکر او لوړ مقام خاوندان دي ٠ دا يو انساني فطرت دې چې ديوفاميل غړي هم پخپلو کی سره يو نظر ، يو رنګ اويو خاصيت نه وي خودغه مات ګوډ اختلافونه زياتره دهغوی ددوښمنۍ سبب نه ګرځي ٠ زه به ضرور له ځانه دفاع کوم مګر زما دغه کړه ددې معنا نه لري چې ځانته برأت ورکووم ٠ که ستاسو پام وي نو ما له پېله خپلو نيمګړتياوو ته ګوته نيولې ٠ ددې ترڅنګ مې دا يادوونه هم کړې چې زه يو ازادليکونکې يم او په ډاګه وايم چې په هيڅ لوري پورې تړلې نه يم ، بس هغه څه چې زما دعقل اوفکر په تله درانه و خيژي ، هغو ته (((((((((ښه)))))))) وايم او سپکوته دنقد په سترګو ګورم ٠
که تاسو زمونږدټولو ليکنې په څېړنيز غلبېل کی واچوۍ نووبه وينۍ چې د چاله دانو څخه خزلې بېليږي خېر ، دابايد ارزښت ونه لري ځه چې په دې فوروم کې مونږ ددې لپاره راټولشوي نه يوچې يودبل سر مات کړو اويا په جهالت هر څه پای ته ورسوو بلکه کوښښ کوو چې په ګونګو اوهمدارنګه په حياتي مسايلو علما" بحث وکړو ٠ مونږ چې ليکنې کوو نو په دې ورسره وپوهيږو چې پرته له مقابلو لوريو نور څارونکي ، مينه وال او زده کوونکي هم شته چې زمونږ ليکنې به لولي اودهغوی قضاوت به زمونږ دنظر په پوخوالي بنا وي ٠ خدای ، دين او دنيا ټول دپوهې او عقل په بنسټ پېژندل کيږي او پرته له دې به بل امکان نه وي ٠ خدای پخپله ويلي چې دعلم په مر سته ما ته رانږدې کېږۍ ٠ عقل او علم سره نه شي بېلېدای ځکه چې عقل دعلم دپوخوالي سره او علم دعقل دپوخوالي سره مرسته کوي ٠ دا خبره به سمه نه وي که ووايو چې په اسلام ياشريعت کې عقل يا پوهه نه چليږي ٠ دا په ځان باندې دناپوهۍ اعتراف دې اوداسلام ددين په نيمګړتيا شاهدي ده که څوک علم او عقل ترې بېل کړي ٠ دمثال په توګه مونږپخپلوخبروکې د انسان دپټو اعضاوو نوم په ډاګه نه اخلومګرپه شريعي عدالت کی که موضوع داسې وي چې په دغو پټو اندامونوپورې تړلي وي نو قاضي دثبوت لپاره مستقيما" دهغواندامونو نومونه اخلي او له مرتکب څخه غو ښتنه کوي چې خپل عمل ټکي په ټکي په عدالت کې ووايي ٠ دارنګه ډېر نورشرعي مسايل د خپلې ځانګړو اسلامي لارښوونو سره څېړل کيږي اوفيصله کيږي ٠ زه فکرکوم چې هيڅ شې به پرته له پوهې اوعقل جواز ونه لري ٠ له بله پلوه شرعي حکمونه يواځې هغه څوک صادرولای شي چې پېژندل شوې عالم وي او دفقهې علم يې کړې وي ٠ يوبې سواده بزګر نه شي کولای چې شرعي حکمونه يا فتوې صادر کړي ځکه چې هغه محترم بزګر په دغه برخه کی تخصص نه لري ٠ ددې نه مطلب داشوچې شرعه پوهې ، اهليت ، عقل ، منطق اوڅېړنې ته پوره اهميت ورکوي او په پټو ، بې ثبوتو او نامعلومو مسايلواو اعمالو تکيه نه کوي ٠ بل مهم ټکې چې زه ورته اشاره کوم هغه دادې چې فرض کړه دبل دين کوم پلوي درسره مخ شي او هغه همدغه دپوهې او عقل موضوع رامنځ ته کړي نوهغه ته به دا اهميت ولري چې (((((((((په والله باالله چې همداسې ده )))))))))) که هغه ته به عقلا"، منطقا" او علما" قناعت ورکو و ؟
همدارنګه نورې داسې پوښتنې لکه دشرابو څښل يا د خنځير غوښه خوړل ولی حرام دي ، علمي او منطقي توضيحاتو ته زياته اړتيا لري ٠
ايا دابه صحيح اواغېزمن وي چې خپل دين مکمل ، په علم او منطق ولاړ ، دصلحې ، عدالت اواصولو طرفدار معرفي کړو او خپله دا ادعا په ثبوت ورسوو چې اسلام مکمل دين دې او که دهغو خلکو چې په مسلمانانو د جهالت او تروريستۍ تورونه لګوي تبليغ ته ځان وبايلو؟

مسلمانان بايددادرک کړي چې دا وخت دعلم او د عقل دې او يواځې په علم او عقل دخپل ځان ، دين او ملکيت څخه دفاع کولې شي ٠ له دې حقيقته سترګې نشي پټېدای چې دعالم سره مقابله يواځې عا لم کولای شي ، دساينسپوه سره مقابله يواځې ساينس پوه کولای شي او د تخنيکر سره مقابله يواځې تخنيکر کولای شي ٠ مسلمانان به پرته له عقل او پوهې څخه څنګه وکولای شي دنننيو خطرونو مخه ونيسي ؟
زه به يو مثال ووايم او هغه به د ((((((((((((مايکروڅپو )))))))))))) په برخه کی ٠ دننني تخنيکي پرمختګ سره عسکري اونظامي وسايلو هم پرمختګ کړې ٠ دستلايت او نظامي الوتکو په ذريعه کېدای شي چې له محفوظو ځايونو څخه د مايکرو څپو په ذريعه پټ شوي انسانان راوباسي اويا يې هملته پاخه کړي ٠ اوس نو پوښتنه داده که مسلمانان دداسې حالت سره مخ شي څه ته به ضرورت ولري ؟
که مسلمانان د ستلايت ، مايکرو څپو ، لېزر وړانګو ، روبوټ او کمپيوتري وسلو ديرغل مخنيوې ونه شي کولای نو نتيجه به يې څه وي ؟
خدای ژوند مقدم پيدا کړې اودانسان دديني اودنياوي مقاصدو دحاصلولولپاره ٠ دغه مقاصدوته درسېدو پاره يې انسان ته عقل ، پوهه او تکامل ورکړه ، انسان يې اشرف المخلوقات کړ اوددې سره يې مسوليتونه ورپغاړه کړه او ورته ويې ويل چې يوه ورځ به ماته ځواب وايې ٠ زه فکر کوم چې خدای به يواځې له انسانه پوښتنه کوي نه له حيواناتو او خوځندو څخه ٠

که مې غلطي کړي وي راته اصلاح يې کړۍ اووبه مې بخښۍ

په درنښت
ازاد نظر



ع کريم حليمي
03.05.2004

ګران او محترم پاڅونوال صاحب ، درنو لوستونکو سلام !
ستاسو هره جمله زما دپاره complement دئ ٠ او يوه دونيا مننه ٠ تاسو درانه ياست ٠ چه ماته په درنه سترکه ګورې ٠
ملګرې ازاد نظره او هم افغانه وروره ٠ بيا سلام ٠
تاسو داسي ليکلي چه ((عقل موضوع رامنځ ته کړي نوهغه ته به دا اهميت ولري چې (((((((((په والله باالله چې همداسې ده )))))))))) که هغه ته به عقلا"، منطقا" او علما" قناعت ورکو و ؟
تاسو پوهېږئ چه منطق هغه علم دي چه ٠ که په منطق ما يوه هګې درته دوې کړې ٠ راسره وه به منۍ ٠ کله چه يوه
زه وخورم تاسوته به هيڅ پاته نسي ٠ حال داچه په منطق به تاسو منلي وي ٠ چه ودې وې ٠
بل ٠ يو وخت سری کور ته راغلی ٠ ښځی ئی درته وويل چه ها مستې دي نه را وړې ٠ ده ورته وويل ٠ هيري مي سوئ٠ زوی ته ئی وويل چه دا زما د ږېري تار واخله مستې والا ته ورسه د دوو روپو مستې په پور ځنی را واخله
هلک چه ورغلۍ دوکاندار ورته وويل چه پلار دي د ږېري سره راته ولاړ وو ما پور نه ورکاوه ٠ نو په وريښته ئی چېري ٠ در کوم ٠ ګران وروره نبی ږوندې وو ٠ تاريخ شاهد دئ ٠ قران شاهد دئ ٠ چه نبی به معجزه و کړه ٠
داسي خلګ وه چه ايمان ئی نه راوړئ ٠
سيرت النبی کابل چاپ داسي ليکي (چه معجزه د دې لپاره نوه چه خلګ اسلام په راوړي ٠ يوازي د دغه لپاره وه
چه دمسلمانانو نور ايمان په ټنګ سي ٠او د زړه هنداره ئی نوره په صفا سي ٠
اسلام يو باور دئ او بس ٠ که هر چا الله په ساينس سباط کی ٠ نو والله چه مکان ته ئی هم ورتلای سي ٠
هو تر يو ځايه منطق صحيح دي خو يوځای ټپ دريږې ٠ بيا منطق نه ويل کيږئ ٠
هر څومره چه دعلم او احساس دا الات او ذريعی پر مخ تګ او ترقی کوي په هغه اندزه د روح علم او احساس هم ترقی او پر مختګ کوی تر څو چه دغه پر مخ تګ يوې مخصوصی نقطې ته رسيږی او پر ځای د ريږی ٠
نو يوازی تر دغه نقطی ورسته قدسيه روح کار کوي او بس ٠ والله باالله چه ساينس هم تر ننه روح نه پېژني !!!!
که ئی پيژني نوحوال راکړی ٠ ؟؟ يا وليکې چه روح څشي دئ ٠ ؟؟؟
کومه موضع چه په منطق حل کوۍ نو تر اخيره بيا منطق غواړي ٠ اخيره ئی روح او الله دئ ٠
که تاسو منطق ورته لرې ٠ زهوبه د شا په سيټ کښي کښېنم ٠
اخيره ئی دا ګرانه وروره چه زه منطق يوازي په فقه کي منم ٠
او که تاسو منطق په قران کي واياست ٠ مانا دا چه هر منطقي خبره چه کوو ٠ په زور د قرأن ٠
نو معروف منطق دي ٠ هر علم خپله ژبه خپل منطق لري ٠ د فزيک ژبه جلاده ،دکيميا دا جلا ده
د اسلام زبه جلا ده او منطق ئی ليمټ لري ٠ شب بخېر ٠ خوږې شپې او ورځی درته غواړم ٠
زه باور لرم چه ودي وينم ٠ ډېر به راته ګران سئ ٠ ولي چه خط 1/2 ديدن دئ ٠
حليمي



ع کريم حليمي
04.05.2004

محترم پاڅونوال صاحب او ازاد نظره وروره او لوستونکو سلامونه دي وي پر تاسو!
په علم هيڅ وخت څوک خدای ،ورور،مور،اشنای ٠٠٠٠٠٠٠ نه نيزدې کيږي ٠
که څوک غواړي چه چاته يا الله ته ځان نيزدېکړي ٠ هغه څه وکړي چه د الله، ملګري،پلار،مور ٠٠٠٠ رضا پکښي وي٠ هو علم ښه شئ دئ ٠ دوست نه پيداکيږي ٠ پيژندګلوي په کيږي ٠ دغه جمله منطقي او علمي غلطه ده چه ليکي ٠ ازاد نظرصاحب ((( [color=red:2177f0491e]خدای پخپله ويلي چې دعلم په مر سته ما ته رانږدې کېږۍ [/color:2177f0491e])))
خدای داسي خبره نه ده کړې چه منطق ئی نه مني ٠ يا داسي ووايم موږ چه څه منطق وايو ٠ داثبات لپاره ئی د خدای
دکلامه کار اخلو٠
چه منطقي دليل مي دغه دئ ٠ چه حديث دئ ٠ چه احاديث هم منطق دي اوهم دليل دئ ٠
Sahih Al-Bukhari HadithHadith 8.509 Narrated byAbu Huraira

Allah's Apostle said, "Allah said, 'I will declare war against him who shows hostility to a pious worshipper of Mine. And the most beloved things with which My slave comes nearer to Me, is what I have enjoined upon him; and [color=orange:2177f0491e]My slave keeps on coming closer to Me through performing Nawafil (praying or doing extra deeds besides what is obligatory) till I love him,[/color:2177f0491e] so I become his sense of hearing with which he hears, and his sense of sight with which he sees, and his hand with which he grips, and his leg with which he walks; and if he asks Me, I will give him, and if he asks My protection (Refuge), I will protect him; (i.e. give him My Refuge) and I do not hesitate to do anything as I hesitate to take the soul of the believer, for he hates death, and I hate to disappoint him."
لنډه ترجمه ٠ زما بنده رانيزدېکيږي وماته په کولو دنفلوو لمنځو بالابود پر فزضو عملو
نوټ ٠ څوک چه علم کوي نورو انسانانو ته ئی ګته رسېږي ٠ او څوک چه لمنځونه کوي يوازي ځانته کټه رسوي ٠
پر هر انسان جامعه حق لري ٠ او خپل ځان هم حق پر لري ٠
حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more