د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

Autism څه ډول ناروغي ده او علاج یې څه دی؟

عادل عادل
21.07.2010

سلامونه

د محترمو ډاکټر صیبانو، ارواپوهانو او د بحث درنو ګډونوالو او لوستونکو څخه هیله کوم تر څو د Autism د ناروغئ، اسبابو، کنټرول او علاج په باره کې خپل مالومات شریک کړی.

په درنښت


Dr. Zubair
21.07.2010

وعلیکم السلام

اوتیزم هغه نفسي اضطراب دی چې دماشوم تصرفات، تفکیر، له نورو سره تعامل، او راکړه ورکړه تر اغیز لاندې راولي.
هغه ماشومان چې په اوتیزم باندې اخته وي په ځینو کې ددې مرض کچه ټیټه وي او کولای شي انفرادي او په یوازې ډول ژوند وکړي. مګر په ځینو کې کچه ډیره لوړه وي او دژوند او کار کولو لپاره ټول عمر مرستې او هڅونې ته اړتیا لري.

اسباب:

تراوسه پورې د اوتیزم څرګند اسباب نه دي معلوم شوي، خو څیړنې ددې مرض احتمالي سبب په دماغي حجرو کې خلل، او همدارنګه وراثي سبب ښيي.
او همدارنګه له ځینو غذاګانو سره حساسیت او الرجي ته هم اشاره کیږي خو تراوسه پورې دقیق سبب ورته نه شو ویلای.

علائم:
ماشوم په مشکله له خپل چارچاپیر سره بلدتیا مومي، په ځنډ سره خبرې زده کوي. او یو څو خاصې کلمې بیا بیا تکراروي.

په اجتماعي تعامل کې کمزوري وي.

د اهتمام، تصرفاتو، او سوچ دایره یې محدوده وي.

ځینې حرکات په تکراري توګه اجراء کوي لکه په مکرر ډول لاسونه ښورول.

یوازې او انفرادي لوبې کول.

د نورو ماشومانو په لوبو باندې بې پروايي.

د شیانو ترتیب او تنظیم سره مینه، او خوښوي چې د رنګونو په ترتیب سره یې منظم کړي.

یو ناڅاپه خبرې بس کول، او په نیمايي کې خبرې پرېښودل.

نه غواړي دچا لاس یې په بدن ولګي.

یوازې اوسیدل خوښوي.

د ناڅیزو اسبابو له امله تر اوږدې مودې پورې غوسه وي.

ژړا، یا خندا، پرته له کوم سبب څخه.

هرڅومره چې ورسره له عاطفې او مینې کار اخلې اغیز پرې نه کوي.

له خطرناکو شیانو، نه ویریدل.

خوباید وویل شي چې لازمه نه ده چې په یو ماشوم کې دې ټول پورتني علايم راجمع شي.

علاج:
ماشوم باید نفسیاتي ډاکټر، یا ارواپوه ته وروښودل شي.
خو موراوپلار یې په علاج کې ډیر لوبولای شي.
باید کوښښ وکړي له خپل ماشوم سره له اتفاق وروسته یو کار ترسره شي.
ماشوم ته داسې ځای برابر کړه چې هغه پکې دآرامۍ احساس وکړي.
ماشوم ته دهغه صفت او ستاینه کوه، او کوښښ وکړه دهغه په زړه کې په ځان باندې باور او اعتماد وټوکوي.
هغه ته خپله مینه او محبت اظهار کړه.

غربي اروا پوهانو ډيرې نورې طریقې هم ښودلي دي چې زموږ له دین او کلتور سره توافق نه کوي.
دهغې پرځای باید والدین هڅه وکړي ماشوم ته دپیغمبرانو کیسې، د صحابه وو کیسې، په تیره بیا هغه چې دماشومانو له ذوق سره برابرې وي.

ډاکټر صاحبان او ښاغلي ارواپوهان کولای شي په دې معلوماتو کې اضافه او سمونه وکړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more