د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دمیرمنوجامی بایدڅه ډول وی

اسماء بی بی
26.06.2010

له اسلام ویب پآني څخه په مننه

جامي موبایدڅه ډول وي؟

وعن عائشة رضی الله تعالی عنها قالت یرحم الله نساء المهاجرات الاول لمّاانزل الله ولیضربن بخمرهن علی جیوبهن شققن اکثف مروطهن فاختمرن بها (سنن ابوداؤدجلد۲ باب قول الله تعالی ولیضربن بخمرهن)
ژباړه : حضرت عائشة رضی الله تعالی عنها فرمایی :الله دی په هغه میرمنورحم وکړي چې داسلام په ابتدایي دورکې یې (له مکي څخه مدیني ته )هجرت کړی ،هغه مهال چې داآیت نازل شو وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ نوهغوئ خپل پنډپنډ څادران څیري کړل اوله هغه څخه یي پړوني جوړ کړل ،
تشریح :
مفسرین لیکي چې دجاهلیت په زمانه کي دمیرمنوداعادت ؤچې په پړوني به یي سرپټ کړی ؤ اونورپړونی به یي شاخواته اړول ،نومسلمانومیرمنوته حکم وشوچې په پړوني خپل سرهم پټ کړئ اوغاړه اوسینه هم پري پټه کړئ ،ددي حکم په اوریدلوسره صحابیاتو خپل ډبل ډبل څادران څیري کړل اوله هغه څخه یي پړوني جوړکړل ،اودقرآن ددي حکم سره سم یي خپلي سیني اوغاړي هم پټی کړي ، داځکه چې په نرموجامودسر اوبدن پرده نه کیږي ،لکه نن صباچې یي میرمني استعمالوی ،
هسي خوپه نني عصر کي له بده مرغه ډیري میرمني سرپټول یوعیب اوبدکاربولي ،اوکه کوم پړونی په سرکوي هغه هم داسي باریک وي چې دحسن اوجمال ځایونه له ورایه تري معلومیږي ،اوبعضي میرمني خولاداډول ښوي پړوني په سراچوي چه بار بار له سره ایسته کیږي،اودپردي مقصدیي بلکل نه پوره کیږي،
دابوداودپه یوه روایت کي دي چې حضرت دحیة بن خلیفه رضی الله تعالی عنه فرمایي: چې درسو ل الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې دمصر باریکي جامي وړاندي کړی شوي، په هغه کي یې ماته هم یوه جامه راکړه اوراته ویې فرمایل : چې دادوې ټکړي کړه له یوي څخه یي ځان ته کرته جوړه کړه ،اوبله ټوټه خپلي میرمني ته ورکړه چې پړونی ورڅخه جوړکړي ،زه چې کله دکورپه خواروان شوم نوراته ویې ویل :چې خپلي میرمني ته دي ووایه :چې تردي لاندي کومه جامه استعمال کړي،(چې ددي جامي نرم والی لیري شي ،اوسراوبدن ورباندي پټ کړل شي)
په موطاء امام مالک کي دي چې کله حضرت عائشة رضی الله تعالی عنها ته دهغې دورور لور حفصه راغله ،چې په سریې دنرمي جامي یوپړونی ؤ،حضرت عائشة رضی الله عنها هغه پړونی ورڅیري کړاوهغې ته یي خپل پنډ پړونی ورپه سرکړ،
له دي روایاتومعلومه شوه چې میرمني بایدنرم ټکري ،پړوني استعمال نه کړي اوکه یي استعمالوي هم نوتري لاندي دي یوه ډبله جامه ضروراغوندي چې سراوبدن یي پټ شي ،

اسلام دی چې میرمنوته دشرم اوحیادرس ورکوي،اوله نامحرمو نارینه ؤ سره یي له خلطیت څخه راګرزولي ،اوله داډول جامواغوستلوڅخه یي منع کړي چې اغوستل یي له نه اغوستلوسره برابردي،اسلام په میرمنوغږکوي چې داډول جامي اوپړوني استعمال کړي چې بدن اوسریي ورباندي پټ شي،قمیص ،جامپر،اوفراک هم باید داډول جوړکړي چې څوک یي بدن تري ونه ویني،

دمروج لباس خرابتیاوي

په ننی عصر کي دداډول جامورواج مخ په ډیریدلودی چي دننه بدن تري ښکاري ،ډیرداسي نارینه اومیرمني لیدلي کیږي چې یواځي یې دجامي نوم په تن وي اونورهیڅ نه وي،یعنی داسي جامي چې اغوستل یي دنه اغوستلوپه معنی دي ،اوپه داډول جاموکي لمونځ کول هم روانه دي،
په خاص ډول ډیري میرمني ډیري باریکي ،لنډي اونرمي جامي اغوندي چې دبدن ټول غړي يي تري ښکاري دادغرب اونوروکفارو دړانده تقلیدنتیجه ده چې مسلماني میرمني یي دي کارته هڅولي دي،ان داچې په اوس وخت کي ډیري داسي میرمني چې ځانونه دینداره هم بولي په دي وبااخته دي،اوبیاپه دغه نرموجاموکي لمونځ هم کوي ،حج ته هم ځې اودنورونامحرموپه مخ کي هم په همدغه باریکواونرموجاموکي ګرزي چې دداډول کړنوپه شریعت کي هیڅ جوازنشته ،اوپه پاک شریعت کي یوه سخته ګناه بلل شوي،ډیري میرمني خولاداسي جامي هم اغوندي چي لستوڼي یي ډیرکوچني اولنډوي اونیمایي لاسونه اولیچونه یي ښکاري، په اسلام کي دیوي ازادي اوحري میرمني لپاره دټول بدن پټول فرض دي چه په هغه کي لیچونه اودبدن نورغړي هم شامل دي،زموږمسلمانومیرمنوته په کاردي چي دصحابیاتوکرامورضی الله تعالی عنهن پوره اتباع وکړي اودهغوئ هره کړنه دخپل ژوندلپاره یواساس وبولي ،په همدي سره به دوئ په دنیااوآخرت کي له کامیابي اوسوکالي سره مخ کیږي،
هغه مهال چي داآیت مبارک نازل شوچې په خپلوپوړنوخپل ځګرونه پټ کړئ نوصحابیاتوبي له دي چي دکوم نوي پوړني انتظاروباسي سمدستي یي خپل څادرونه څیري کړل اوپوړني يې ترینه جوړکړل ،
آه افسوس چې دفیشن په نامه مسلمان له خپل دین څخه ډیرلیري بیول کیږي اودجهنم دکندي په لوریي ټیل وهي ،داډول جامي لکه په اوس عصرکي چې یي میرمني په غاړه کوي دایووخت دمینځوجامي وي چي هیڅ اهمیت یي نه درلود،یوي ازادي اوحري ښځي به چیرته هم داډول جامي دځان لپاره نه وي خوښي کړي ،
خودغرب فیشن اودغرب له لنډغروڅخه مسلمانان په ډیرچټکتیاسره تأثراخلي ،همدادمسلمانانودناکامي اوپه هرځای کي دهغوئ دذلت سبب ګرزیدلي ،که مسلمانان په هرڅه کي په خدایي قانون چې رسول الله صلی الله تشریح کړي پوره پوره عمل وکړي هیڅ کله به داحالت بیاڅوک ونه ویني ،اسلام یوکامل اومکمل دین دی په هغه کي موږته دشیبي شیبي ژوندتیرولولارښوونه شوي ،په لباس ،خبرواترومطلب په هرڅه کي یې زموږرهنمایي کړي نوپه کاردي چې داسلام ټولواحکاموته متوجه شو،

هغه میرمني چې دخلګونظرونه ځان ته راکاږي

وعن ابی هریرة رضی الله تعالی عنه قال : قال رسو ل الله صلی الله علیه وسلم صنفان من اهل النار لم أ رهما قوم معهم سیاط کأذناب البقر یضربون بها الناس ونسآء کاسیات عاریات ممیلات مائلات رؤسهن کأسنمة البخت المائلة لایدخلن الجنة ولایجدن ریحها وان ریحها لتوجد من مسیرة کذا وکذا ، رواه مسلم ،مشکوة المصابیح ص ۳۰۶

ژباړه : حضرت ابوهریره رضی الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ددوزخیانو دوي ډلي ماتراوسه نه دي لیدلي (ځکه دهغوظهور تردغه مهاله نه دی شوی وروسته به پیداکیږي) یوه هغه ډله چې له هغوسره دغوایی دلکۍ په شان کوړي اودرې وي چې خلګ به (ظلماّ) ورباندي وهي،دوهمه ډله به هغه میرمني وي چې جامي به یي په غاړه وي (لیکن له دي سره به هغوئ ) بربنډي وي ،(نارینه به )خپل ځانونوته مایل کوي،او(خپله به هم دهغوئ لوري ته )مایل کیدونکي وي،اودسرویښتان به یي داوښانودکوهان په څیر وي چې راکاږه شوي وي،دامیرمني به جنت ته داخلي نه شي اونه به يې دجنت بوی ترسپوږموشي اوبیشکه دجنت بوی له ډیره لیري لیري ترسپوږموکیږي،

تشریح : په دي مبارک حدیث کي رسول الله صلی الله علیه وسلم ددؤ داسي ډلویادونه کړي چې دده په مبارکه زمانه کي یي وجودنه درلود،لیکن په نني عصرکي دغه دواړه ډلي چې په دغه حدیث کي یي وړاندویونه شوي له خپل شراوفسادسره وجودلري ، دخدای جل جلاله رښتیني پیغمبراول دهغه کسانویادونه کړي چې کوړي به یي په لاس کي اوخلګ به ورباندي په ظلم سره وهي ،دایي دهغه خلګواړوندفرمایلي چې دخپل اقتدار په نشه کي په خلګوباندي رنګارنګ ظلمونه کوي اوپه معمولي خبره باندي دبیچاره ګانو وهل ډبول پیل کوي ،ډیرخلګ لیدل کیږي چې کله دیوه کلي یاعلاقي واک ورسره وي نودهغي سیمي له خلګوسره چې یي په وس پوره وي دومره ظلم اووحشت کوي ،له خلګو نه ناجائز بیګاراخلي اوداسي نور...

دوهمه وړاندوینه په دغه مبارک حدیث کي دمیرمنوپه هکله ده چې رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې داسي ښځي به هم راشي چې جامي خوبه یي په غاړه وي لیکن بیابه هم هغه بربنډي وي ،یعني داډول نرمي جامي به یي په غاړه وي چې له اغوستلوڅخه به یي دبدن پټولوته هیڅ فایده نه رسیږي ،یاداچې جامه خوبه نرمه اوباریکه نه وي لیکن داسي به په بدن پوري مښتي وي چې دبدن دهرغړي عکاسي به کوي چې اغوستل یي له نه اغوستلوسره برابردي،ددي یومصداق هغه جامي هم دي چې دبدن لږبرخه یي پټه کړي وي اونوري هغه برخي یي چې یوه حیاناکه میرمن یي دپردیومخ کي ښکاریدل نه غواړي لوڅي وي ،لکه دیورپ اوپه نامه متمدن هیوادونوکي چې میرمني هغسي جامي کوي چې یاخولستونړي نه لري اویاهم ډیر وړوکي وي چې یواځې دیوڅوګوتوبرابروي ، اودپښوبجلکي خویي له ورایه ښکاري ،اودجاموڅاکونه یي دومره پورته وي چې نیمه ملا اونیمه نس یي تري ښکاریږي ،

بیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې داسي میرمني چې پردي خلګ ځان ته مایل کوي ،اوخپله هم دهغوئ طرف ته مایله کیدونکي وي ،یعني دبربنډکیدلو رواج به دمفلسي اومسکنت له کبله نه وي،بلکه دبدن په لوڅولوبه یي دهغوئ زړونه پورته کول وي ،اودهغوئ دزړونو راښکلو لپاره به یوه داطریقه هم کوي چې خپل سرونه (چې پوړني به هم نه وي ورباندي) داوښ دکوهان یاکومي په څیرجوړوي اوپه تګ تګ کي به ښکته پورته کیږي ، داوښ له کوهان سره دتشبیه ورکولو مقصددادی چې دوئ به دسرونوویښتان داسي رانغاړي چې خپل سرونه به غټ ورباندي ښکاره کوي،

دنارینه ؤ ځان ته دمایل کولو یوه طریقه داهم ده چې چادري یابرقع ډیره په نقش اونګارسره جوړه کړي یایي په مخ داسي نرم ټوکراچولي وي چې دحسن اوزینت ټول ځایونه تري معلومیږي ،یاهم دومره وړوکي وي چې دمخ یوه اوبله خواتري معلومیږي یاډیره چسته اوتنګه چادري یي اغوستي وي ،
دفیشن وبا
دفیشن وبادډیرو عزتمنو اوشریفو کورنیو میرمني هم دنصراني لیډیز اوفلمي کمپنیوکارکونکوښځوپه شان دډیروخوارو اوذلیلوپه تقلید اخته کړي، دسینماګانواونورفحش الیکټرونک وسائلو یولوی تاوان هم دادی چې ډیری میرمني دهغه مغربي ښځوچې دوئ یې ننداره کوي په شان لباس کوي یو داسي لباس چې له شرم اوحیاسره هیڅ تړاو نه لري، اوبیاپه همدغه لباس باندي فخر اولویي هم کوي ،

په نني عصر کي نڅاهم یوډیر ښه کار بلل کیږي ،په ښوونځیو اوپوهنتونونوکي ددي باقاعده تربیت ورکول کیږي په کلبونو اوهوټلونوکي خو بربنډي ښځي نڅاکوي ،چې داټول دیورپ دنفس پرستانو په تجویز سره وشول ، هغوئ داتجویز وړاندي کړ چې بایدښځه له پردي سړي سره وناڅې اوکه کومه میرمن ترينه انکارکوي هغي ته دي دټولني یوه ناپوه ،بي عقله اوبي سواده وویل شي، په مسلمانانو ډیرافسوس دی چې دیورپ ددغه بي حیااوبي شرمه ښځوپه ړانده تقلید پسي روان دي ، اودادترقي یو لپاره یو مهم کاربولي ، نڅا دخلګوځان ته دراکاږلو ترټولو لویه اوکامیابه وسیله ده چې په دي سره جنسي خوځښت پیداکیږي اودبي حیایي ټول منزلونه په ښه توګه ترسره رسوي ،

دحدیث په آخر کي رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : چې داسي میرمني به دجنت بوی ونه ویني اودجنت بوی ترډیره لیري لیري محسوسیږي ، دلته دانه دي بیان شوي چې څومره اندازه لیري ، خوپه ځینوحدیثونوکي ددي اندازه دسل کاله مسافت بیان شوي
نوله داسي جنت څخه محرومي دڅومره بدبختي نښانه ده ؟
غوراوژورفکرپه کاردی.

الله جل جلاله دي موږ له جنت څخه نه محروموي، آمین


رښتینی
27.06.2010

اسماءخورمننه شه ليكنه موراخيستي ده
الله دي اجرونه دركي


عبد السلام
27.06.2010

اسما جانې بې بې ! سلامونه او هرکلئ درته وایم :
اوبیا:
بې شکه : چې له خدایه به دحق اوباطل تر منځه توپیر په یوه عمل او له بله لیرتوب غواړوو!
[quote:2f0aa7e963]اللهم ارناالحق حقاوارزقنااتباعه وارناالباطل باطلاوارزقنااجتنابه[/quote:2f0aa7e963]
ستاسو له خوا دې اقتباس شوې لیکنې ماته ډیرې پوښتنې پیداکړي ، ټولې پوښتنې به یې راتلو ته پریږدم ، خو په لنډه ، که په دې څو پوښتنو رڼا واچوئ زه به ډیر خوشحاله شم او په دې توګه به زما د لارښونې ثواب هم در په برخه شوی وي .

اسما جانې بی بی ! پوښتنې دا دي :
(۱) : ((له اسلام ویب پآني څخه په مننه)) دالیکنه تاسو داسلام ویب پاڼي څخه یواځې کاپې کړي ، اوکه تاسو د کوم عربي اسلامي ویب پاڼي څخه پښتو ته ژباړلي ده ؟
که مو کاپی کړي وي دلیکوال نوم یې څه دی؟
(۲) : بی بی ـ ستاسو دنوم جز دی او که تاسو پخپله دا تخلص ځانته غوره کړئ دی؟
زه دبی بی صفت داصطلاحی مفهوم سره هیڅ ستونځه نلرم ، او دبی بی صفت دتقوی اوعفت سره تړلی پیژنم ، خو تر تقوی هم د ( بی بی) دودیزه اواصطلاحی صفت کلک ټینګار په عفت کې وینم ، حال دا چې عفت ، پاکي، اوسپیڅلتیا، چې تقریباَد نا مشروعه شهوانی او جنسی ککړتیاو څخه دعفت په مراد دی، ولی دې یواځي ښځو ته منسوبه وي ؟
(۳) : که د عفت صفت نر اوښځی ته یو شانتي اړین دی ، (او ځکه خو هم اړین دی چې دنارینه پرته نړۍ کې دښځې ستر او عفت ته اړ تیا نه رامنځته کیږي )
نو دبی بی د صفت په شان همرنګه او هم خونده کو م صفت باید نارینه ته منسوب شي ؟
په پاکستانیانو کې دنارینه دپاره د ( بابو) صفت کاروي ، آیا دبی بی او بابو تر منځه تړاو شته؟
ډیره مننه، هدف مې یواځي پوهاوی دی .


اسماء بی بی
29.06.2010

عبدالسلام وروره سلامونوته دي وعلیکم السلام وایم
دغه لیکنه مي داسلام له ویب پاڼي کاپي کړي ده چې لیکونکی یی م م \محمد دی ،زماځکه ډیره خوښه شوه چې په اسلام کي دمیرمنودجاموحیثیت په کي ښکاره کیدو،اوپه اوس زمانه کي ډيري خوندي دغربیانواونورو وپه تقلیدداډول جامي کوي چې یقینامیرمن بربنډه تري ښکاري لکه چې په دغه لیکنه کې له دغه مبارک حدیث څخه څرګندشوي،

پاته شوه دبي بي په هکله نوداپه پښتني ټولنه کي بیاخاص ډول دلته په غزني کې دمیرمنوله نامه سره وي ،یعني دنامه جزء یي وي ، لکه حواء بي بي ، بي بي زلیخا،اوداسي نور ،یعني کله بي بي ترنامه له مخه اوکله هم شاته ذکرکیږي،
په دي کي شک نشته چې اسلام دمیرمن اونارینه دواړولپاره عفت اوپاکلمني ډیره ضروري بولي
یواځې په نامه سره څوک پتمن عفیف نه شي کیدای په حقیقت کي بایدله لوی خدای جل جلاله څخه وویريږي اوپه هرځای کې چې وي که څوک دي ویني اوکه نه نوبایدځان عفیف جوړکړي،
ښځوته ځکه دادبی بی صفت منسوب کیږي ، چې که ښځي سمي شي اصلاح شي نوبیانارینه هم اصلاح کیږي ،که ښځه عفیفه شي نوبیابه نرهم عفیف وي، که یوه میرمن عفیفه وي دهغې ټول اولادونه به عفیف وي داپه تجربه سره ثابته ده ، خوداخبره هم بایددلته ولیکوچې میرمن دټولني په جوړښت کې خوراستره ونډه لري بیاهم دلته یواقتباس رااخلو،
http://alemara.co.cc/aslam
دماشومانوپه پالنه اوتربیه کي دموراهمیت

دپلارپه نسبت موردماشوم په روزنه ،پالنه ،تربیه ،اودهغه داخلاقي لیول په برابرولوکي زیات اهمیت لري،ځکه موردماشوم په فطري ضرورتونواومسائلوتربل هرچاښه خبره اوپوه وي،همداوجه ده چې ماشوم ته زیات ارام اواطمنان له موره حاصلیږي،ماشوم پوهیږي چې موریې دهغه داسانتیااوماشوموهیلو ترټولوستره مرجع ده ،اوهمهغه له ده سره ترټولوزیات مینه محبت لري ،اوپه ده باندي شفقت اورحم کوي،ځکه دماشوم په ذهن کي موریوه ستره هستي اوسترشخصیت څرګندیږي،هغه دمورخبري منې ،اودهغه په ټول ژوندباندي دموردشخصیت جادوییز اثرپروت وي،
دتاریخ ډیروستروشخصیتونو چې دخپل شخصیت دتعمیر اوتشکیل لپاره کوم عوامل اوسببونه ذکرکړي په هغوکې یې دمور نه ختمیدونکی مینه اومحبت ،دهغې ایثاراوقرباني اودهغې دمشفقانه تربیې اولارښووني په خاص ډول یادونه کړي،

دهرسترشخصیت له شا دیوي ستري مورلاس وي،

دټولني په ثقافتي کلتوري ډګر،اودهغه په ساتنه کي هم مور پوره ونډه لري ، هغه دکوربي تاجه ملکه وي ،لکه څرنګه چې مومخته وویل : په اصل کي په کورکي هغه انسانان روزل کیږي چې دمستقبل واګي اوملونه يې په لاس کي لویږي،په اسلامي تاریخ کي هم مورخوراښه زړور غیرتي اومیړني زامن داسلا م په تربیه روزلي ،که په اسلامي تاریخ کي دستروشخصیاتوتجزیه وشي نوڅرګنده به شي چې دهغوئ ترشا دیوي مهرباني ،کلک عزم اویقین څښتني اوکلکي عقیدي مسلماني میندي لاس لري،

زه اکثره وخت انترنیت ته نه وزګاریږم ،ډیره مصروفه یم خوکه بیاهم ستاسوپوښتني یادکومي خورپوښتني وي نوجواب به یي لیکم ،ان شاء الله خوپه ځنډکي به مي معذوره ګني


عبد السلام
03.07.2010

اسماء بی بی ! بیا هم سلام په عرض رسوم :
خورې ډیره مننه چې زما پو ښتنو ته مو ځواب ووایه ، خوشحاله یم چې داسې روښانه ، برد ه باره ،خود ګذ ره ، او ملایکو ته ورته ، خویندي هم لروو . چې داسلام له خوا ټولو ورکړل شو حقوقو ته ( سمعاً و طاعه ) نه یواځې داچې غاړه ږدي بلکې مینه هم ورسره لري ، اونور هم ورته تشویقوي . آفرین !

په ډیر درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more