د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

ويټامينونه

ډوکتر څپاند
08.06.2010

ويټامينونه
ويټامينونه هغه خواړه دی چه دژوندانه لپاره خورا مهم شميرل کيږي٠
پدې بحث کې دوه ډوله يا درې ډوله توضيح ته ضرورت پيښيږي٠
اول دهغه چا لپاره چه په افغانستان کې اوسيږ ي او دفقر سره لاس او ګريوان
دي٠
دويم هغه وګړي چه په هيواد کې دښه ژوند لرونکي دي٠
دريم هغ خلک چه دهيوداد نه بهر په پرمختللو ټولنو لکه امريکا،اروپا ،
استراليااودې ته ورته نورو هيوادوو کې اوسيږي٠
لمړی:
هغه هيوادوال چه په فقر کې ژوندکوي:
ددې هيوادوالواو لپاره ددې ويټامينونو په هکله مالومات خورا ضروري بريښي٠
1 -فوليک اسيد:
داهغه وټامين دی چه دمور لپاره خورا مهم شميرل کيږي٠
هغه ميرمنه چه غواړي ماشوم وزيږوي،دې ويټامين ته ترهرچا زياته اړه لري٠
داويټامن(folic acid or Folate)دتابليټ په ډول په درملځيو کې تر لاسه
کيداي شي،او ټولې هغه ميرمنې چه داولاد ددرولودو هيله لري،بايد دا ويټامين
هرورځ ترلاسه کړي٠
شنه او تازه ميوې او ترکارۍ ددې ويټامين غني منابع دي٠
Vitamin A:
داويټامين په حیواني محصولاتو کې په زياته پيمانه شتون لري٠ګازرې ددې
ويټامين غني منبع ګڼل کيږي٠
ددې ويټامين کمبود دړنيدو سبب کيدې شي٠
مګر که داويټامين دضرورت له اندازې نه زيات واخستل شي د لړمون يا ځګر
د ناروغې باعث کيږي٠
Vitamin B:پدې ډله کې B1,B2,B6 او B12 شامل دي٠
ځما په اند دB12 ويټامين ترټولومهم دی٠داځکه چه ددی ويټامين دکمبود په
وجه دويني کموالی(megaloblastic anemia) او دعصبي رشتو ابناملټي
(neuropathy)رامنځ ته کيدی شي٠حيواني خواړه ددې ويټامين اساسي منبع
شميرل کيږي(هګئ،غوښه،کوچ او نور)٠نوځکه ددې ويټامين کمبود او ورسره
تړلې ناروغئ دفقر او غربت سره کلک تړاو لري٠
VitB1:
ددی ويټامين کمبود په خورا فقيرو کورنيو کې د يوې خاصې ناروغې
چه دberi beri په نامه ياديږي،سبب کيدای شي٠ ددې ناروغئ اساسي نښئ
(diarrhoea,dermatitis and dementia) يعنې اسهالات(ساراناسته)،دپوټکي ناروغئ او عقلي يا رواني ناروغې دي٠
مګر په پرمختللو ټولنو کې د زياتو الکهولي مشروباتو دمصرف په وجه
د Vit B1 کموالی ليدل کيږي٠ دوريجو وينځل،ددی ويټامين په ضايع کيدو
کې عمده رول لري٠
Vit B2 and B6:ددې ويټامينونومنشه ميوجات،سبزيجات او حيواني محصولات ( غوښه،لبنيات )دي٠ددې ويټامينو دکموالې تشخيص يا پيژندنه ګرانه ده نوپدې وجه،دورته ناروغيو په هکله ډير معلومات نشته٠دغه راز،داچه يادويټامينونه په طبعيتوکې ډير دي،کمبود ئی هم نادر دی٠
ويټامين C:
نوموړی ويټامين په تازه ميوو اوشنو نباتاتو کې په پراخه پيمانه شتون لري٠
دا ويټامين دپخولو اوحرارت له امله له منځه ځي،نو موږ ته لازمه ده چه ددې
مادې دلاس ته راوړولپاره دتازه ميوواو ترکارۍ نه استفاده وکړو٠
داويټامين، دنورو ويټامينونو تر څنګ دانسان دبدن دحجرو په نشونما
او معافيت کې ډير مهم رول لوبوي٠
سره ددې چه يو زيات شمير ډاکتران،داويټامين د مختلفو ناروغيو دعلاج،
خاصتا دريزش ياذکام لپاره توصيه کوي،خو متاسفانه تر نن پورې داسې
ثبوت نشته چه ګواکې دا ويټامين دې دنوموړو ناروغيو په علاج کې عمده
رول ولري٠
VitD:
زما په اند ياد ويټامين خورا مهم ويټامين دی٠
داځکه چه ددی ويټامين کمبود خورا ډير ليدل کيږي،پداسې حال کې چه نوموړی
ويتامين ،يواځنی ماده ده چه په طبيعت کی په وړيا توګه دلمر دوړانګو نه
حاصليدی شي٠څومره چه ستاسو پوټکی تور دی،هغومره ډير لمر ته اړ ياست٠
په حيواني خوړو کې ياد ويټامين شتون لري مګر دکافي مقدار حاصلول ئي
دلمر وړانږو ته اړين دی٠
ددی ويټامين دکمبود په وجه دهډوکو او عضلاتو ناروغئ رامنځ ته کيږي٠
هډوکي ضعيف او نازکه شي او عضلات ددردونو نه علاوه،کمزوي هم شي٠

هغه هيوادوال چه په هيواد کې دننه يا بهر دښه اجتماعي او اقتصادي ژوند
لرونکي دي،معمولا دويټامينو دکمبود نه بلکه دهغو دزياتولي له امله د
مشکلاتو سره مخ دي٠(Vit D يوه اثتثنا ده،لطفا پورته متن بيا ولولئ)
يادو هيوادوالو ته مشوره ورکوم چه دخپلو معالجو ډاکترانو نه پدې هکله
لارښونې تر لاسه کړي٠
ډيره مهمه يادونه:
هغه کسان چه دهغو خواړه ،په کافي اندازه ميوه جات،سبزيجات او حيواني
محصولات لري،اضافي ويټامينونو ته هيڅ ضرورت نلري٠
ځيني ډاکتران،ناروغانوته د نورو دارو ګانو تر څنګ،قيمتي
د"قوت شربتونه يا ستنې"توصيه کوي چه دکورنيو په اقتصاد ناوړه اغېزي لرلې شي٠په تکرار سره غواړم وليکم چه که تاسو لازم خواړه تر لاسه کولی شئ،هيڅکله هم شربت يا دويټامينو ستنو ته اړ نه ياست٠
داړتيا په وجه،دګولئ(تابليتونه) يا کپسولونو استفاده وکړئ چه هم ارزانه او
هم ښه تاثير لرلی شي٠
په درناوي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more