د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

غزل،،،،حميدشجاع ځاځی

Arman zazai
06.04.2004

غزل
چې ورته وينه مې د زړه راشي دتن راشي
ګوره سپرلئ به په ډاګونو دوطن راشي
نصيبه دومره به يې هم زړه ته ورتير نه يمه
چې د سبا وعده يې کړې وي او نن راشي
شاعر ملګرئ مې مين په نرګسي سترګودې
عجيبه نه ده که يو تور يې په لمن راشي (درمل ځاځي ته)
يوه شيبه خو خنداراوله په سپورو شونډو
بيرته به چم ته ليوني راشي مين راشي

ډاکټرحميدشجاع ځاځی


mahboob
02.09.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه .
ځاځی صاحبه ستاسې شعرونه ډېر خوندور دي او موږ يې په مينه لولو، په راتلونكې كې هم شعرونه وايه او په ټول افغان كې يې ليكه ځكه چې موږستا شعرونو ته تږي يو . په مينه ستا (محبوب)



هيواد شېرزاد
06.09.2005

سلامونه!
ښاغلی ځاځی ډېر ښکلي شعرونه ليکي، دلته يې يو نوی شعر درته ليکم،

[color=green:d6e1b5a233]شین دسمال[/color:d6e1b5a233]

زمونږ د کلي د جومات تر څنګه
د دنګو شنو ونو تر سیوري لاندې
یو ښایسته زیارت دی
چې کلیوال ورته ( مجي پیر) وایي
زمونږ سپین ږیري وایي
ډیر نازولی پیر دی
****
د کلي ټولې جینکۍ ورته په خپلو لاسو
شنه دسمالونه ګنډي
او چې په سره غرمه زیارت ته راشي
نو دسمالونه په جنډو پسې ښه کلک غوټه کړي
بیا نو خپل سره لاسونه
پورته کړي او سوال وغواړي
د کلي پیغلې دي
له میندو خو به خود ویریږي
چې یې په زړه وي هغه سوال په خوله غوښتلی نشي
****
زما همځولي هم قسم خورمه چې ټول مین دي
خو بس شرمیږي او زیارت ته نه ځي
وایي چې مونږ څه جینکۍ خو نه یو
****
خو زه .......زه نور صبر کولی نشم
ځکه مې نیت کړی دی
سبا ماښام به پټ زیارت ته ځمه
چې نه همځولي او نه کور خبر شي
زه به هم ستا په نوم جنډې پسې دسمال غوټه کړم
او شکرانه به هم پر قبر کیږدم
بیا به نو سوال وغواړم
چې یوه ورځ دې بس ناڅاپه خدای راپیښ کړه ګله
چې سره غیږ په غیږه ښه وژاړو
****
نور خو به هر څه اوشي
د شکرانې پیسې مې هم ساتلي
خو بس په یوه خبره نه پوهیږم
چې ( [color=green:d6e1b5a233]شین دسمال[/color:d6e1b5a233]) به راته څوک جوړوي ؟؟؟؟؟

۲۰۰۵ / ۷ / ۱۴
--------------------------------

په لاندې پيوند وټوکئ نو د ډاکټر صيب نور شعرونه به هم ولولئ .
http://www.hewad.com/poetry/zazay/


سلامونه

الهام
14.03.2007

ګران ډاکټر صيب سلامونه

شعر مې ستا ولوسته ډېره مزه يې وکړه هغه دهېواد ټکي کام والا مې هم ولوستل . همدا سې تکړه او ګړندی وسې
خو جانانه هغه درمل جان نه ښکاري?چې ولې

ورور دې نصرت الهام


larghonay1
10.04.2007

شجاع ځاځى صيب مې ډېر ليدلى و خو له شعر او شاعرۍ يې نه وم خبر ماويل كه يوازې دميډيوټيك په ځينو ماښامنيو بنډارونو كې كله كله وياندويي كوي خو دا چې شاعر هم دى نو غوړي لا غوړ. خو ځاځى صيب بايد له قافيو سره لږ ګوزاره وكړي ځكه چې (تن، وطن) له ( نن، لمن، مين ) سره نه غاړې وزي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more