د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

څنګه کولی شو ژر ویده شو؟

رښتینی
31.05.2010

.

بسم الله الرحمن الرحیم

څنګه کولی شوژرویده شو؟

دټول افغان درنوګډونوالو له تاسوسره ځینی هغه لاری چاری شریکوم چی پوهانو دژرویده کیدلو له پاره کارګری ښودلی دی

لومړۍ لاره یی دخوب بستر ته له تللومخکی په مستقیمه توګه پر یوه پښه دریدل دی لکه په دالوړ انځور کی

کوښښ وکړئ چی د دیرشو ۳۰ ثانیو له پاره په یوه پښه ودریږئ او داډول دریدل ګټور دی ته چی کله داډول ودریږی او خپل بدنی توازن ته ځیراوسی نو دماغ دی له نورکارنه لاس واخلی او دی عجیبی ولاړی ته ځیروی په دی توګه دماغ هوسا شی او کله چی بستر ته ولاړ شی نو ژر به خوب درباندی راشی

دویمه لاره یی دداسی خوړو خوراک ده چی کالسیوم ولری اوپوهان وایی چی کالسیوم دعصبی سیستم په استرخاء اوسستوالی اغیز کوی او په دی سره کولی شی ۵۰٪ کی سړی ژر ویده شی


نو که له خوب مخکی یوګیلاس تودی شیدی وڅښل شی دابهګټوری وی او که له شیدږ سره مومینه نه وی نو له خوب نه یوساعت مخکی ۱۰۰۰ ملی ګرامه داسی خواړه وخوره چی کالسیوم لری
------


دریمه لاره یی دسا نیول دی کله چی په بستر څملی ژوره سا واخله او د۱۰ ثانیوله پاره سا ونیسه دا کار څوڅو واره تکرار کړه څیړنو ثابته کړی ده چی داډول کړنه ددماغی څپو خوځښت ورو کوی او سړی دخوب لومړۍ مرحلی ته رسوی

------


دخپلی خونی دیوالونه په شنه رنګه رخت وپوښه او دخوب بستره هم په داډول رنګ وپوښه ځینی څیړنو ښوولی ده چی داډول رنګ په بدن کی استرخا راولی

------

دپښومساج

د۳۰ثانیوله پاره پښودګوتوپه لاندنۍ برخه زورکول
هم ددی لامل کیدی شی چی سړی ژر ویده شی
داځکه چی دپښودابرخه په مستقیمه توګه له دماغوسره اړیکه لری اوپه مږلوسره یی په دماغوکی استرخاء راځی

------

دعطروپه کارونه سره هم شونی ده سړی ژر ویده شی په تیره بیا دیاسمین دعطرو کارونه او داخبره پوهانو له خپلو څیړنو وروسته کړی ده
------

دژرویده کیدلو دالوړی لاری چاری می یوځای ولیدلی اودادی تاسو ته می راوژباړلی ازمویلی می لاندی تاسو یی هم وازمویئ او له هغه وروسته به خبری پری کوو

ستاسو ددعاوپه هیله


ډوکتر څپاند
01.06.2010

خوب مې خراب دی
ټوله شپه مې په ويښه تيره کړه
ولې خلک نشي بيدېدی؟
خوب دژوندانه ډيره مهمه برخه ده٠دانسان دژوند ددريو برخو نه يوه په خوب
کې تيريږي٠خوب دانرژئ ددوباره لاسته راوړو اودروحي اوجسمي روغتيا لپاره دژوند عمده،اساسی او ضروري برخه تشکيلوي٠هر هغه څوک چه ښه خوب نلري،دبيدارئ په وخت کی ستړی، ستومانه،بي انرژي،
خوبجن او حتی غسه ناک بريښي٠فکر ئی ښه کار نشي کولی،حافظه ئي ضعيفه
او ډيري خطاګانې اواشتباهات کوي٠پخپل کار کې بيرته پاته کيږي اوهره شيبه
دتصادم خطر ورته متوجه وي٠دموټرو او نورو تخنيکي سايلو چلونکي،دښه خوب دنلرولو په وجه،د خپل ځان او دنورو وګړو د ژوند سره، لوبې کوي٠
دخوب دنشتوالي عوامل ډير دي،خو دهغې جملې نه خفګان (depression)،اضطراب (anxiety) اوروحي فشار(stress) تر ټولو مهم شميرل کيږي٠
دنورو سببونو په ليکه کي جسمي ناروغئ (شديد دردونه،دشکری ،زړه،سږو او
بډوډو ناروغئ)،ځينې طبي دواګانې،الکولي مشروبات،په وظيفه کې بينظمي
(ډاکټران،نرسان،ټکسي چلونکي او نور) شامل دي٠
[color=red:4bbd2ff721]درملنه[/color:4bbd2ff721]
[color=yellow:4bbd2ff721]عمومي تدبيرونه[/color:4bbd2ff721]
دخوب کوټه ياخونه بايد ارامه او دتودوخې درجه لږ شانتې سړه وي :D
دخوب وخت بايد منظم وي،پدی معنی چه دخوب او ويښيدو وخت بايد معين شي٠
مثلا هره شپه په لسو بجو بيده اودسهار په شپږ بجو راويښ شئ٠
که په بستر کي دشلو ياديرشو دقيقو روسته لاهم ويښ ياست،لازمه ده چه بستر
ترک کړئ او ديوې مودې لپاره ځان په بل ډول مشغول وساتئ،مثلا مطالعه وکړئ
يا تلويزيون(غږليد) ته مخچل(مصروف) شئ٠
دخوب په بستر کې د مطالعي يا دموسيقئ داوريدو نه ډډه وکړئ٠
خوب ته په ډکه ګيډه مه ورځئ،اودماښام نه روسته د قهوې ،چای او د ډيرو ابو څکلواودورزش نه هم ډډه وکړئ٠
[color=white:4bbd2ff721]دسهارله خوا دلمر وړانګي په سترګو داسي تاثير لري چه د ورځې له خوا مو ويښ ساتي اودشپې لخوا ارام خوب کولی شئ٠نوکه ممکنه وی ،هر سهار دلمر وړانګو ته مخامخ د افتابي عينکو نه بغير دڅه وخت لپاره پياده ګردي وکړې٠[/color:4bbd2ff721]
البته هغه کسان چه دروحي يا جسمي نارغيو په سبب ،ښه خوب نلري،لازمه ده
چه دخپل ډاکتر سره مشوره وکړي٠
دخوب دواګانې،صرف دهغه چا لپاره چه خوب ئی خورا لږ وي،ديوې لنډې مودې لپاره ګټور تماميږي٠پدې ناروغانوکې،کله ناکله دخوب دوا،په يوه اونۍ کې دحداکثر درې څلورو شپو او په اعظمي ډول ددرې يا څلورو اونيو لپاره استعماليدی شي٠خوپيادولرې چه حتی دلنډې مودې استعمال داعتياد اوتحمل باعث کیدی شي،چه پايله دخوب بينظمي او تصادمات دي٠ځيني خلک الکولي مشروبات دخوب دبهبود په خاطر مصرفوي،خو متاسفانه
دا طريقه ،برخلاف ستاسو خوب درګډوډ کړي اوداعتياد خطر هم لري٠
دزياتو معلوماتو لپاره دخپل ډاکتر سره مشوره وکړی،او دخودسر دواګانو
داستعمال نه مخنيوی وکړئ٠


رښتینی
01.06.2010

.

ډاکټر صاحب ډیره مننه !
بیخی په زړه پوری مالومات مو رالورولی دی الله دی خوشاله
اوسوکاله لره خو دا زما دهغو په اړه دی څه نه دی ویلی چی
سم دی که ناسم دی ؟؟
ستاسودنظء په هیله


ډوکتر څپاند
02.06.2010

حامد صيب،متقابلې ښي هيلي ومنۍ٠

علم درياب دی،هرڅوک ديوه يا بل اړخ نه مالومات ترلاسه کوي٠
ستاسو هدايات چه ستاسو په اجازه ئي،زه يو ډول Relaxation exercise نومولی شم، حتما ګټور تماميدی شي٠
په درناوي٠


عادل عادل
19.06.2010

سلامونه

[quote:89dcd5bea7]لومړۍ لاره یی دخوب بستر ته له تللومخکی په مستقیمه توګه پر یوه پښه دریدل دی لکه په دالوړ انځور کی

کوښښ وکړئ چی د دیرشو ۳۰ ثانیو له پاره په یوه پښه ودریږئ او داډول دریدل ګټور دی ته چی کله داډول ودریږی او خپل بدنی توازن ته ځیراوسی نو دماغ دی له نورکارنه لاس واخلی او دی عجیبی ولاړی ته ځیروی په دی توګه دماغ هوسا شی او کله چی بستر ته ولاړ شی نو ژر به خوب درباندی راشی [/quote:89dcd5bea7]

بالکل موثره طریقه کیدای شي، که مو پام کړئ وي چرګ هم په ورته طریقه سره خوب کوي، :lol:

یوه طریقه به هم زه پرې ورزیاته کړم

ددې په نیت چې خوب درشي، تر څملاستو وروسته سترګې پټې او ایة الكرسی شریفه ووایئ، ډیر کم به پیښ شي چې تاسو به ویښ او نوموړئ آیه مو تر پایه لوستې وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more