د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دپوهی دترلاسه کولو غوره لار

رښتینی
29.05.2010

،
،
،

دپوهی دترلاسه کولوغوره لار

په دی کی شک نشته چی نن سبادپوهی اوزدهکړی وسائل اولاری چاری دپخواپه پرتله ډیری شوی،اسانه شوی اوپرمخ تللی دی ډیرپخواخوداستونزه
بیخی زیاته وه آن تردی پوری چی دشاګردټوله تکیه به په خپل ذهن وه ځکه هغه مهال دچاپ اسانتیاهم لاشتون نه لاره اویواځی دګوتو په لیک به هرڅه روان و

او نن الحمد لله دزده کړی لاری چاری بیخی اسانه شوی دی ان تردی پوری چی سترنړیوال پوهنتونونه او جامعات د(تعلیم عن بعد) یا له لیری زده کړومنظم پروګرامونه لری او زده کوونکی کولای شی دانټرنیټ له لاری داخلی
وکړی او ټول درسونه په اسانی سره په خپل کور کی تعقیب کړی

نن سبادزده کړو مختلفی لاری شته او له دی ختلفولارو نه یی یوه داهم ده چی سړی دخپلی خوښی پرموضوع کتابونه پیداکړی او مطالعی ته یی کینی ځکه په هره موضوع تقریبا په هره ژبه کی پریمانه کتابونه او مقالی شتون لری او نن سبا په دی ډول معلومات ترلاسه کول بیخی عام شوی دی ډیرۍ کسان لیدل کیږی چی په دی توګه یی ډیر مالومات ترلاسه کړی وی خو پوهان لیکی چی دزده کړی او تعلیم ترټوله غوره لار داستاد اوشاګرد طریقه ده چی تر زمانو راپه دیخوا راروانه ده په دی اړه علماو شرایط او ضوابط لیکلی دی او ددی لاری دښه والی او اهمیت په اړه یی خبری کړی دی زه غواړم دا لیکنه په دی موضوع اوږده کړم

دپخوانی اندلس دغرناطی اوسیدونکی ستر امام ابواسحاق ابراهیم بن موسی اللخمی الشاطبی (۷۹۰هــ) د خپل غوره کتاب : الموافقات په دولسمه سریزه کی په دی اړه ډیری په زړه پوری خبری کړی دی چی څو یی دلته را اخلم دی وایی : دعلم او پوهی دترلاسه کولو ترټولو ګټوره لاره داده چی داړوند فن له محققینو پوهانو نه ترلاسه کړل شی زموږ خبره په هغه علومو کی ده چی نظر او پوهی ته اړتیا لری نو په داسی علومو کی خامخا استاد ته اړتیا شته که څه هم ځینی خلک په دی اړه مخالفت کوی چی ایا بی له استاده علم ترلاسه کیدلی شی او که نه ؟موږ وایو چی شونی ده او امکان لری خو په مروجه توګه داسی مالومیږی چی له ښوونکی پرته پوهه او علم نشی ترلاسه کیدلی او په ټولیزه توګه پوهان په دی خبره اتفاقلری

ویل کیږی چی علم دسړیوپه سینوکی ووروسته کتابونوته نقل شو اوکیلیانی یی دهمدوی په لاسونوکی دی له دی خبری داسی مالومیږی چی پوهه به لهمدوی (علماو) نه ترلاسه کیږی ځکه له دی پرته بله لارنشته اوددی خبری اصل هغه صحیح حدیث دی چی امام بخاری امام مسلم او امام ترمذی رحمهم الله په خپلو کتابونوکی رانقل کړی دی

ژباړه:
خدای جل جلاله دا علم داسی نه ختموی چی له خلکو نه یی واخلی بلکی علم دعلماو په له منځه تللو سره ختمیږی تردی پوری چی یو عالم به هم پری نښودل شی او خلک به ناپوهه مشران کړی له هغوی نه به پوښتنی کیږی او دوی به په له ناپوهی سره فتواوی ورکوی نو په خپله به بیلاری او ګمراه شی اونور به هم ګمراه اوبیلاری کړی
کله چی خبره داسی شوه نو بی له شکه چی علماء په خپله دعلم کیلیانی دی اوپه دی خبره دټولو پوهانو اتفاق دی خو له کوم عالم نه چی علم ترلاسه کول کیږی دهغه له پاره پوهانو شرطونه ایښی دی هغه دا چی په کوم علم کی ددی علم له عالم څخه زده کوه کیږی هغه باید ددی علم په اصولو په پوره توګه خبر وی او کولی شی خپل مطلب په واضحه توګه نوروته رسولی شی په دی علم او دهغه اړوند چی کومی نیوکی او اعتراضونه وی دهغو په ځوابولو پوره قدرت لری او دا شرط نشته پکی چی خطا کیږی به نه حتما انسان خطاوی لری خو په ټولیزه توګه دمحقق عالم دری نښی ښودل شوی دی چی په لاندی ډول دی :

(۱)
په خپل علم عمل او داځکه ضروری ده څو یی خبره دباوروړ وګرځی اوکه خبری یی دعمل پرخلاف وی بیا ددی وړ نه دی چی زده کړه ځنی وشی او نه ددی وړ دی چی په دی علم کی دده پیروی وشی

(۲)

دویم دا چی په دی علم کی به د باوری پوهانو په لاس روزل شوی وی او له هغوی نه به یی دا علم ترلاسه کړی وی او له هغوی سره به یی وخت لګولی وی نو کوم علوم چی دده استادانو لرل او خلکو په هغوسره متصف بلل دی هم باید په هغو علومو متصف وبلل شی او دسلفو علماو همدا لاره وه

(۳)

له چانه چی علم ترلاسه کول کیږی دهغه پیروی به هم کیږی او زده کوونکی به کوښښ کوی چی دهغه اخلاق او اداب په ځان کی پیدا کړی
لکه صحابه کراموچی کوښښ کاوه چی درسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاق او خویونه خپل کړی داراز تابعینو کښښ کاوه چی دصحابه کرامو رضی الله عنهم اخلاق خپل کړی او په دی توګه په ټولو زمانو کی دا تعامل روان و .خو کله چی دا تعامل پریښودل شوبدعتونو او بیلاریو سرونه راپورته کړل ځکه دخپل لارښود او استاد دلاری او پیروی دپریښودلو دا موخه کیدلی شی چی پریښودونکی کومه بله لاره موندلی ده او هغه دخپلو خواهشاتو پیروی ده

دکره اومحقق عالم ملتیااوصحبت

په دی دویمه نښه کی یوڅه خبری اوږدوواو دا خبره په عقلی اونقلی توګه سره ثابتوو چی دکره اومحقق استادملتیا او له هغه سره ملازمت ضروری دی ددی لومړی بیلګه دصحابه کرامو رضی الله عنهم
له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګرتیا او ملازمت ده او دهغه خبری اوکړنی زده کول او په هغو عمل ده او په هر حالت کی دهغه په خبره اعتماد اوباور کول و له ده نه چی کوم عمل او قول په کوم ډول دوی حاصل کړی هغه یی کټ مټ عملی کړی دی که به هغه خبره ددوی په عقلونو برابره وه یابه نه وه بابره دوی به منله او په هغه به یی یقین کاوه او هغه به یی حق باله دا ډول تسلیمی ا و انقیاد هغوی درسول الله صلی الله علیه وسلم دملګرتیا او له هغه سره د ناستی پاستی په برکت ترلاسه کړی واو دهغه دمبارک صحبت دا اغیزښکاره و چی دوی یی هری خبری ته دمننی سرونه ټیټول

دبیلګی له پاره دحدیبیی دسولی پرمهال دحضرت عمربن الخطاب رضی الله عنه کیسه رااخلوچی امام بخاری رحمه الله تعالی په خپل صحیح کتاب التفسیرفی تفسیرسورة الفتح باب : اذیبایعونک تحت الشجرة کی راخیستی ده عمربن الخطاب رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : یارسول الله ! ایا موږ پرحق اودوی پرباطل ندی؟ هغه ورته وویل ورته وویل : هوکی ولی نه .عمروویل چی داسی ده نو ولی موږ له حق سره سپکی ته غاړه کیږدوموږ بایدبیررته وګرځو ترڅو الله جل جلاله زموږاودوی په منځ کی پریکړه وکړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل ای دخطاب زویه ! زه دالله رسول یم هغه به می هیڅکله ضایع نکړی عمر صبر ونکړ ، په عوسه و او ابوبکر رشالله عنه ته ورغی هغه ته یی هم هماغه خبر وکړه هغه هم هغه خبر ورته وکړه چی دی دالله رسول دی او هغه به یی هیڅکله ضایع نکړی وروسته په رسول الله صلی الله علیه وسلم دالفتح سورت نازل شو او هغه یی حضرت عمر ته ورولیږه هغه چی دا ایتونه ولوستل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یی وویل : یارسول الله ایادافتحه ده ؟یعنی داد حدیبیی سوله په حقیقت کی فتحه ده هغه ورته وویل هوکی . بیا هغه خوشاله شو . دحدیبیی دسولی پر مهال دډیرو صحابه کرامو همدا حال و او په دی سوله خوښ نه وو خو چی رسول الله صلی الله وسلم داپریکړه لاسلیک کړه دوی مجبوره و او ویی منله که څه هم ددوی له رأیی سره برابره نه وه او دوی ټول پری خپه وو

امام شاطبی وایی دا قاعده په ټول تاریخ کی همداسی راروانه ده داسی کوم امام او لوی انسان به پیدا نکړل شی چی هغه دی یولوی استاد او لارښود یا په اصطلاح هیرواو نموذج ونلری او له دی کبله په ابن حزم الظاهری بد ویل کیږی چی هغه له شیوخو نه استفاده او اخذ نه وکړی او له هغوی نه یی اخلاق او اداب نه و ترلاسه کړی او ددی پرخلاف دسلفو په لویو امامانو کی داسی څوک نشته چی هغوی دی له کوم معلوم او وتلی شیخ او امام نه علم نه وی ترلاسه کړی تاسو دڅلورومذاهبو دامامانو او نورو ډیرو علماو ژوند لیکونه وګوری دهریوه په ژوند لیک کی راځی ولازم فلان …..واستفاد منه …..وتأدب بادابه …..او داسی نور یعنی له فلانی شیخ سره یی دومره وخت تیرکړ له هغه یی علم ترلاسه کړ او له هغه نه یی اخلاق زده کړل زموږ په موجوده پیر کی دابن حزم الظاهری په څیر په سیدابوالأعلی مودودی باندی هم محققین علماء دانیوکه لری او وایی چی هغه یواځی یو تکړه لیکوال او ناقل بلل کیدلی شی خو عالم او محقق هیڅکله هم نه دی ځکه هغه له معلومو پوهانو څخه په رواجی توګه اخذ او استفاده نده کړیځ که خو هغه ډیری تیروتنی لری او په مخکینیو علماو او ان ټول امت باندی په ډیره بی تکلفی سره نیوکی اوانتقادونه کوی لکه دابن حزم په اړه چی ویل شوی دی : قلمه کسیف الحجاج یعنی قلم یی دحجاج دتوری په څیرو هیڅوک له هغه نه روغ ندی پاتی شوی او دا مشکل په مودودی صاحب کی هم و الله دی په دوی رحم وکړی

په دی اړه یوه نوی څیړنه

یوه مبصردنوبل دانعام ګټونکوپه یوه ډله له څیړنو وروسته ویلی دی چی ذهنی تمایل attitadeo of mindهغه آرټکۍ دی چی یولوی ساینسپوهه یی خپل شاګرد ته ورکوی دی وایی دډیروساینسی مالوماتو په ترلاسه کولو سره یوساینسپوهه دنوبل انعام نسی ترلاسه کولی بلکی یواځی داخذ او مطالعی دیوه ځانګړی ذهنی تمایل په برکت سره خلکو داستر نړیوال انعام ترلاسه کړی دی او داځانګړۍ ذهنی تمایل هغه دیوه لوی ساینسپوهـ په ملتیا سره ترلاسه کړی وی او همدا ددیوه لوی استادملتیادی دبریالیتوب لوړ پوړ ته رسولی وی

دصوفیانو په نزد صحبت هم په همدی معنی ده او موږ چی دیوه محقق عالم دملتیا خبره کوو او هغه ضروری بولو دهغی هم دامطلب دیداصحبت اوملتیا کوم پټ اوغامض شی ندی دایوساده فطری حقیقت دی له مذهبی خلکوسره هم داحقیقت شتون لری اوله بی مذهبه خلکو سره هم

یوکس چی له اوږدو تجربواو ډیرو خواریو وروسته دعلم او پوهی خپله خپله برخه ترلاسه کړی دهغه هره خبره عمیقه اوژوره وی کله چی خبری کوی دعلم رازونه راسپړی اوکله چی تبصره کوی نودکتابونودیوی پراخی زیرمی غورچاڼ بیانوی کله چی خپلی تجربی بیانوی دڅوکلونو دسفرهڅی په څوجملوکی داوریدونکومخته ږدی کله چی چاته مشوره ورکوی ددی مشوری شاته یی دلوړو، ژورو ، بریالیتوبونواوناکامیولوی داستان پروت وی چی له هغه نه دی راتیرشوی وی دده هره جمله یوکتاب وی اوهره وینایی دپوره کتابخونی غورچاڼ وی دده خبری ژوندی تاریخ وی اوسوچ یی دټولی بشری نړۍ سوچ وی او داد ملګرتیااوصحبت دفلسفی لنډیز دی له داسی کس سره اوسیدل ډیر ګټور وی له ده سره چی څوک وخت تیر کړی په کمه موده کی له هغه نه دهغه تجربی او مهارتونه ترلاسه کولی شی له ده سره چی څوک اوسی هغه له ده نه یواځی علم نه ترلاسه کوی بلکی له ده نه دفکر اوسوچ یوه ځانګړی زاویه زده کوی له داسی کس سره په ملتیا یو شاګرد کولی شی له هغه نه دمطالعی هغه ځانګړې تمایل ترلاسه کړی اوپه دی توګه له هغه نه دعلم په سمندر کی دغوپو وهلو چلونه زده کړی

نوداخبره ثابته شوه چی علم اوپوهه به له اهل علم نه ترلاسه کول کیږی او ددی ترټولو غوره لاره داده چی زده کوونکی داستاد مخته کینی اودهغه د درسونو له لاری پوهه ترلاسه کړی داځکه چی لوی څښټن د عالم او متعلم په منځ کی یوه ځانګړنه او خاصیت ایښی دی چی یواځی هغه چاته مالومیږی چی په علمی کړیو کی یی وخت تیرکړی وی اوپه خپله یی دشاګردی او استادی مراحل وهلی وی داسی ډیرپیښ ښوی چی یو شاګرد په یوه کتاب کی یوه مسئله یا یوه موضوع ولولی ، تکرار یی کړی اویاده یی هم کړی خو په مطلب یی نه پوهیږی خو کله چی داستاد له خوا هغه موضوع ورته تدریس شی نو په ناڅاپی توګه په موضوع پوهه شی او سمدستی دهغی مسئلی علم ترلاسه کړی او په ذهن کی یی خبره ځای ونیسی او دا پوهه په عادی توګه ترلاسه شی بس استاد په موضوع تفصیلی خبری وکړی بیلګی او مثالونه بیان کړی او دحالاتو په لحاظ سره هغه موضوع شاګردته اسانه وګرځی او پری پوهه شی
او کله بیا دا پوهه په غیر عادی توګه ترلاسه کیږی او هغه داسی چی شاګر په عاجزی سره داستاد په مخکی کینی او ځان دهغه پوهی ته اړ او محتاج وګڼی نو په همدی وخت کی الله جل جلاله په شاګرد باندی دعلم او پوهی داسی دروازی را پرانزی چی هغه یی له دی مجلسه او درسه پرته بل ځای نشوی ترلاسه کولی او دا هسی هوایی خبری ندی له دی نه باید انکار ونشی تجریو داسی ښوولی ده او بل د حضرت حنظله الأسیدی رضی الله عنه له حدیث نه هم داخبره ثابته شوی ده دا صحیح حدیث دی امام مسلم بن الحجاج په خپل صحیح او امام ابو عیسی الترمذی په خپل جامع کی دا حدیث داسی راخیستی دی :

حنظله الاسیدی رضی الله تعالی عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چی یارسول الله ! موږ چی کله له تاسره ستا په مجلس کی ناست یو نو ډیر ښه حالت مو وی او په هغه حالت خوشاله یو خو چی کله له تانه ولاړ شو دا حالت ختم شی !! نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : په هغه ذات می دی سوګند وی چی زما ساه یی په واک کی ده که تاسو هر وخت داسی وای لکه له ما سره چی په مجلس کی ناست یئ نو خامخا به ملایکو له تاسو سره ستاسو په ځایو نو اولارو کی روغبړ کړی وو!!

له حضرت عمر رضی الله عنه څخه یو روایت راغلی دی وایی چی زه له خپل رب سره په دریو شیانو کی موافق شوی یم او په اړه په علم التفسیر کی موافقات عمر بیله موضوع ده نو دا هر څه له علماو سره دناستی په برکت ترلاسه کیږی شاګر د استاد په مجلس کی هغه څه ترلاسه کولی چی نه یی په خپلو هڅو او نه بل کوم ځای ترلاسه کولی شی او دمحقق او کره استاد ملتیا هغه ستر برکتی نعمت دی چی په برکت سره یی په شاګر د دعلم دروازی را خلاصی شی او دا په هر صورت ګټوره لاره ده

زمایوه ډیر پوهه ملګری ماته خپله تجربه بیانوله ویل یی ما ټول مروج علوم په ښه دقیقه توګه له استادانو وویل او الحمد لله ډیر ښه علم الله پری لورولی دی خو ده ویل چی د درسونو پر مهال ما وخت پیدا نکړ چی دعلم المیراث معروف کتاب سیراجی ووایم اخر می له ځانه سره پریکړه وکړه چی دا یو کتاب او تقریبا مختصر علم به له فراغت وروسته دمطالعی له لاری ترلاسه کړم له فراغت وروسته می وخت هم لاره او اوس یی هم لرم او څو څو ځله می ددی کتاب او ددی علم اړوند دنورو کتابونو دمطالعی هڅه کړی ده خو تراوسه نه یم بریالی شوی چی ددی علم یوه مسئله هم زده کړم که څه هم دا کتاب په بیخی کم وخت کی تدریس کیږی او ډیر وخت نه غواړی په هرصورت استاد ته د شاګر دی ځانو وهل او له هغه نه علم ترلاسه کول دعلم دزده کړی ترټولو پخه او غوره لاره ده او دا لاره بیا په خپل ځای کی خپل شرایط او تفصیلی اداب لری چی دهغو په مراعت کولو سره سړی خپل مراد ته رسیدلی شی او هغه بیله موضوع ده


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more