د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د پښتو نوې ليك بڼه احسان ليك دود

احسان منيب
23.05.2010

ګرانو وطن والو
السلام عليكم
دا زما په دغه بحث فورم كې اولنۍ موضوع ده، او زه په دې موضوع كې خپلو ګرانو وطن والو ته يوه ډالۍ وړاندې كوم چې هغه د پښتو ژبې يوه ليك بڼه ده او زما له طرفه جوړه شوې ده
[img:fa5f77f20a]http://dl.dropbox.com/u/1879067/Title.jpg[/img:fa5f77f20a] البته د يادونې وړ ده چې ددې ليك بڼې عربي ليك بڼه ما د انټرنيټ څخه ښكته كړې وه چې د پښتو توري په كې زما لخوا اضافه شول او اوس دادې تاسو ګرانو وطن والو ته يې ډالۍ كووم تاسې كولاى شئ چې دغه لىك بڼه له لاندې ځاى څخه ښكته كړئ.
http://dl.dropbox.com/u/1879067/Ihsan%20likdood%20B.zip


شبيراحمد
24.05.2010

مينب صيب سلامونه مي ومنه

خداى دي اجردرکړي چې دګرانووطنوالوله پاره موفونټونه تيارکړي دي

غټ خدمت دى خداى دي يې درته يوپه لسه قبول کړي

آميـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن

ګرانه ماکوشش وکړ چې راښکته يې کړم خوبريالى نشوم لنک بدل دى اوکه زه پرې نه پوهېدم
که لږ يې لاره راته روښانه کړئ منندو‌ى به مويم

په مينه اومننه


پښتون یار
24.05.2010

احسان خانه د مينې ډک سلامونه مې ومني
ګرانه وروره ستا دغه پورتني لينک کار نه کوی
که مهربانی وکړې سم لينک ئې په ليکه کړي

فخرالدين ثاقب


فاطمي
24.05.2010

د ليکبڼې سم لينک پۀ لاندې ډول دی :

http://dl.dropbox.com/u/1879067/Ihsan%20likdood%20B.zip

ستاسو د برياليتوب پۀ هيله
ستاسو ورور فاطمي


احسان منيب
24.05.2010

له تاسو ښاغلىو څخه ډېره مننه ښكتن ليك نوى كړى شو تاسې اوس كولاى شئ چې له هماغه ښكتن ليك څخه يې ښكته كړئ او له ښاغلي فاطمي صاحب څخه ډېره مننه چې د ښكتن ليك په سمون يې خپل زيار وګاله.
له ګرانو وطن والو څخه يوځل بيا ډېره مننه


ذبیح الله
26.05.2010

منیب صیب سلامونه ومنئ، 
ډیره مننه چه تاسو دا لیک بڼه باندې کوشش کړئ یاست

په در نښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more