د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

infertility ياعقامت

ډوکتر څپاند
11.05.2010

[color=yellow:e6a8525c0a]infertility ياعقامت[/color:e6a8525c0a]

ولې په يوه کورنۍ کې ماشوم نه زيږي؟
نن صبا په يو زيات شمير کورنيو کې ،ميندې دحمل دنه اخيستو او داولاد
دنلرلو دمشکل سره مخامخ دي٠
ددی مشکل پايله په کورنيو کې دشخړو،دمتعددو ودونو او حتی دطلاق او جدائئ
خطردی٠

ددی لپاره چه وپوهيږو چه ولې ،ځيني کورنۍ ماشوم نشي لرلی،لازمه ده چه
پدی هکله دانسان په فزيولوژئ يا نارمل وظييفوي تغيراتو رڼا واچول شي٠
پداسې حال کې چه يونارمل نارينه،دمياشتې په هره ورځ،ددی ذاتي خصوصيت
لرونکی دی چه داولاد دنطفې په تشکيل کی برخه واخلي،خو ميرمنې يا ميندې
په متوسط ډول په هر مياشت(يا بهتره وويل شي په هرو ٢٨ورځو کې) يو ځل تخمه ازادوي٠دتخمې ازاديدل، دمياشتني په نيمائي کې واقع کيږي٠پدې معنی،چه کله چه يوه ميرمن،مياشتني عادت ياوينه وګوري،نوپه څورلسمه ورځ تخمه يا مونثه هګئ ازاديږي٠
نو که يوه جوړه(ماندينه او ميړه) غواړي چه داولاد څښتن شي،ددوي چانس په
١١نه تر ١٤تاريخ کې(هدف،دميرمنې د٢٨ ورځني عادت ،مياشت دی) ډيروی٠
دميرمنو دبار دارئ چانس،دعمر په تيريدو سره کميږي٠
پدي معنی چه د٣٠ کلنئ نه روسته، دهر کال په تيريدو د حمل چانس لږ شي٠
تر ٣٠ کلنئ پوري،په هره مياشت کی دباردارئ يا حمل چانس په سلو کی ٣٠
دی،مګر کله چه دميرمنې عمر تر ٤٠ کلو پورته شي دا چانس په هر مياشت
٥ فيصده او حتی يو فيصد ته تنزيل کولی شي٠

که يوه ځوانه کورنۍ په ١٢ مياشتو کې داولاد څښتن نشي (په ١٢ مياشتو کې حمل واقع نشي)،لازمه بريښي چه دډاکتر سره په تماس کی شي٠

[color=red:e6a8525c0a]په لمړي ګام کې ښځه اوميړه بايد دتخمئ دازاديدو دوخت،په هکله معلومات
حاصل او دضرورت په صورت کی، دخپلو اړيکو پ هکله تغيرات راولي٠[/color:e6a8525c0a]
که يوه مير من، په متوسط ډول،په ٤ انيو کې يوځل "مياشتنی عادت يا وينه"
ګوري،ددی معنی دا چه تخمه تقريبا په منظم ډول ازاديږي٠
[color=green:e6a8525c0a]مګر که يوه ميرمن په کال يواځي يو څو محدود اويا هيڅ ،دعادت وينه نګوري
ياداچه عادت ژر ژر واقع کيږي،معنی دا شوه،چه نوموړئ ميرمن په منظمه توګه تخمې نه ازادوي،او دحمل چانس ئی ضعيف يا ډير ضعيف دی٠[/color:e6a8525c0a]

نارينه هم بايد دخپل جنسي توان په هکله،په صادقانه ډول،داکترته معلومات ورکړي٠
ددی نه روسته،داکتر ميړه او ماندينه معاينه او لازم معاينات ورکوي٠

ددې لپاره چه پوه شو چه يوه ميرمن په هره مياشت کې تخمه ازادوي او که نه،دويني معاينې ته ضرورت دی٠ دا معاينه دمياشتني عادت په ٢١ ورځ سر ته رسي٠پدې معاينه کی، د يوه هورمون چه پروجسترون نوميږي ،اندازه کول ،په همدی مياشت کې دتخمې دازاديدو په هکله معلومات راکوي٠
دغه راز د نارينه semen analysis ،دهغه دتخمونو د شمار او فعاليت په هکله معلومات راکوي٠
که دنارينه د تخمونو معاينه ،نارمله نه وي،نو پدی حالت کی ،په طبيعي ډول دحمل چانس خورا لږ او يا هم نشته٠مګردخاصو طبي تخنيکونو نه په استفادې سره د نارينه او ميرمنې،تخمونه په لابراتوار کی سره يو ځای(artifecial insemonation) او د ميرمن رحم ته منتقل کيږي٠دمصنوعي القاح طريقه د (Invitro fertalisation (IVF په نامه ياديږي٠پدی تداوی کی دموفقيت چانس نظر و دميرمنې عمر ته فرق کوي٠
په ځونانو کی د بري چانس زيات وي٠په عمومي توګه،په يوه ځوانه ميرمن ،په هر ځل IVF سره دماشوم دلرلو چانس د ٥٠ فيصده تخمين شوی دی٠
دا تداوي يا درملنه،په فقيرو هيوادو کی مروج شوی نده٠
دتداوی مصرف هم زيات دی،مثلا په غربي نړۍ کی د ٤ نه تر ٨ زرو ډالرو مصرف غواړي. ديادولو وړ ده چه ځيني نارينه،په ذاتي ډول،ځيني ناروغئ لري چه دپلار کيدو امکان ئي نشته٠ددغه راز نارينوو تعداد خورا کم دی،او بايد له کوژدې يا واده دمخه،ډاکتر ته مراجعه وکړي،ترڅو تشخيص کړی شي او د ميرمنې ژوند ،د جنجالو نه بچ شي٠

که نارينه روغ او مشکل په ميرمن کی وي،نوميرمنه طبي او ناريه رواني مرستې ته اړتيا لري٠
هغه ميرمنې چه وزن ئي زيات يا چاقوالی ولري،بايد کوښښ وکړي چه خپل وزن کم کړي٠
هغه ميرمنئ چه عمر ئي د ٣٥ او خاصتا ٤٠ نه پورت وي،که د ٦ تر ١٢ مياشتو کی ،حامله داره نشي،بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي٠
ددې رشتې متخصصين ،دلازمو معايناتو تر تکميلولو روسته ،دمخصوصو دواګانو(هورمونونه) په مرسته،ميرمنو ته دا چانس مساعدوي چه تخمې ازادې کړي٠
خو تر نن ورځې داسې دوا نده پيدا شوې چه دنارينه دتخمونو دکمبود يا بهبود سره مرسته وکړی شي٠خوهغه نارينه چه erectile dysfunction لري،کولې شي چه دډاکتر نه مرسته وغواړي٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more