د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دکمپیوټر دستونزوپه اړه څه معلومات

خیریوسی
25.03.2010

دکمپیوټر په اړه څه معلومات
که څه هم معلومات به دډیر خلګو دپاره مهم نه وی لاکن زما په شان د هغه چا دپاره چې دکمپیوټر په اړه زیات معلومات نه لری ښه دی
د کمپیوټر په مزربورډ کی یوه پیټري لګیدلی وی نوموړی بیټری دا وظیفه لری کله چې کمپیوټر بند شی ، ساعت ، کلیزه اوشیفر ساتی که بیټری ختمه شوی وی نیټه به ډیره زړه 2001یا 2002 .......... هر وخت چې کمپیوټر چالان کړی باید چې نیټه . میاشت ، کال او ساعت نوی ولیکي تر څو چې دزړې پیټری پر ځای نوی بیټری لګوی داسی ډیر پیښیږی چې کمپیوټر چالان کړی هیر مو شی نیټه اوساعت بدل نه کړی په کار پیل وکړي دبیلګي په ډول غواړی په انټرنټ کې د بینک حساب ګوری هغه به وتاسوته زوړ معلومات درکوی یا مو وکمپيوټر ته کوم پروګرام اضافه کړی وی هغه به کار نه کوی چې دا دزیاتی پریشانی لامل ګرځی
خیریوسې


پښتون یار
25.03.2010

خیر یوسی وروره د مینې ډک سلامونه مې ومنه
ډیره مننه ستاسو له مرستو نه
او ده نورو مرستو په هیله

ستاسو کشر ورور فخرالدین


خیریوسی
25.03.2010

سلام ته وعلیکم السلام وایم

س : سکرین بوی کوی ؟
ج : سكرين خيرن شودی خاوری دوړی پر پرزو پرتی دی پاک یې کړه که د سکرین ضمانت نه وی ختم شوی وشرکت ته مراجعه وکړه ۰

سوال : عکسونه ریږدی ؟
ځواب : ټول مشکل دبرق په تار کی دی دبرق تار وسکرین ته سم ولګوه ۰

سوال : چې کمپیوټر چالان کړم لس یا شل دقیقې هیڅ نشم لوستلای؟
ځواب : کمپیوټر د ددوړو ډک دی پاک یې کړه کومه بادپکه چی په مزوبود باندی لګیدلی هغه هم پاکه کړی تر بادپکې لاندی یوه المونیوم ټوټوه ده هغه هم پاکه کړه ۰

سوال : دکمپیوټر دحارډیسک اواز کوی ؟
ځواب : مشل دبرق په تار کې دی که هغه سم لګیدلی وی نو به کومه پرزه خرابه شوی وی هغه بدله کړه ۰

سوال : کمپیوټر کې می نیټه ، وخت سم نه دی ؟
ځواب : CMOS بیټری ختمه شوی ده نوی بیټری ورواچوه ۰

سوال : لیکلی General Failure Reading Drive C ? نه پوهیږم څه دی
ځواب : خدای دزړه صبر درکړی ستونزه په حارډسک کې ده خپل معومات دی ژر وبل حارډسک ته نقل کړه 0

سوال : کمپیوټر مې دویندوز څخه دوتولو او داخلیدولو په وخت کې اواز کوی ؟
ځواب : کمپیوټر ګرمیږی بادپکه یې وګوره یا یې بدله کړه ۰

سوال : کمپیوټر مې لږ وخت وروسته پخپله بند شی ؟
ځواب : کمپیوټر سم دی لاکن پر کمپیوټر لوډ زیات دی یابه ستونزه په SOFTWARE کې وی ۰

سوال : سکرین لږ وخت وروسته اواز کوی ؟
ځواب : دسکرین په کومه پرزه کې ستونزه ده دسکرین ضمانت وګوره که یې وخت پاته وی شرکت ته یې ورښکاره که چې نوی پرزه ورواچوی ۰

سوال : کله چې کمپیوټر چالان کړم یو اوږد شپیلک اودوه لنډ شپیلکونه ووهي ؟
ځواب : د VGA کارټ په خپل ځای کې نه دی لیګدلی سم یې ولګوه۰

سوال : کمپیوټر مې بند بند شپیلکي کوی ؟
ځواب : رامات RAM د سم نه دی لګولی رام په خپل ځای کی سم ولګوه ۰


سلام علیکوم

عبدالمتین
26.03.2010

سلامونه ومنه ډیره ډیره مننه له معلوماتو څخه مو،
ستا سو دلا زیاتو معلوماتو په هیله کامیابه موفق اوسی وسلام


خیریوسی
26.03.2010

عبدالمتین صاحب په سلامو دلمانځم جوړروغ او بریالي اوسې
وروره ما خپله دکمپیوټر درس نه دی لوستی دیوه اوبل لیکنی را ژباړم

خدای د وکړی یو ورور چې په کمپیوټر کې ښه بلد وی دټول افغان ولوسونکوته دکمپیوټر په اړه خپلی پیرزویې وړاندی کړی ولی چې نن سبا یې اړتیا زیاته ده

سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x0000001E
KMODE_EXCEPTION_NOT_HANDLED

ځواب : ستا کمپیوتر درته وایې چې وینډوز د ډریورسره موافق نه دی که تاسو په نژدی وخت کی کوم ډریورلګولی وی دهغه پر ځای داسی ډریور ورواچوه چې دوینډوز اکس فی سره موافق وی که تاسو ډریور نه وی لګولی نو ستاسو دکمپیوټر دنظام پیلونه په ویروس ککړ شوی دی انټی ویروس وچلوه چې کمپیوټر دویروس څخه پاک ۰

سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM

ځواب : ستا کمپیوتر درته وایې تاسو چې کوم ډریور وکمپیوټر ته اضافه کړی نوموړی ډریور د وینډوزاکس فی سره موافقت نه لری تاسو داسی ډریور ورواچوي چې دوینډوز اکس فی سره موافق وی ۰

سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x00000024
NTFS_FILE_SYSTEM

ځواب : نوموړی ستونزه د دنظام NTFS دپیلونو څخه وی اوکله هم دې ته ورته لیکنه وی خو په پای کی یې 32 لیکلی وی چې دا خاصیت FAT32 دنظام دپیل دی دنوموړی ستونزی دلری کولو دپاره دغه پیل chkdsk.exe له لاری سمیږی اوباید دکمپیوټردپرزو تارونه هم وکتل شی چې سم لګیدلی دی که نه

سوال : دسکرین رنګ شین دی او لیکلی دی ؟
Stop 0x0000003F
NO_MORE_SYSTEM_PTES

ځواب : نومړی ستونزه Backup دغلط استعما ل څخه منځ ته راځی کمپیوټر System Restore کړه

Start Menu> All Programs> Accessories> System Tools> System Restore

که تاسو کوم پروګرام وکمپیوټر ته واچوی په کمپیوټر کې ستونزه پیدا شی کمپیو ټر System Restore کړی
کمپیوټر به بیرته پخوانی حالت واوړی په لاندی تګلاره واړوی
1- Start Menu
All Programs- 2
Accessories-3
System Tools-4
System Restore- 5

په درناوی


خیریوسی
27.03.2010

سوال : کمپیوټر مې یو اوږد شپیلک یو لنډ اوبیا دری ځله پرلپسی لنډ شپیلکان ووهی ؟
ځواب : د CMOSبیټری چارج ختم شو بیټری نوی ورواچوه ۰
سوال : کمپیوټر مې خبر راکوی وایې په ذاکره کې ستنوزه ده ؟

ځواب : ته RDRAM او SDRAM سره وګوری یو ډول دی اوتیزی ( سرعت) یې سره برابر دی که نه ۰

سوال : یوه نښه می تر سترګو کیږی ******** نه پوهیږم چې څه دی ؟
ځواب : که بیټری نوی وی او بیا هم نیټه ، ساعت بدلیږی پر خپل حال نه پاته کیږی نو د CMOS ذاکره بدله کړه ۰

سوال : کمپیوټر راته لیکي
DISK FAILURE INSERT SYSTEM DISK AND THEN PRESS ENTER ?
ځواب : ګوره وروره لمړۍ به د DATA او POWER دحارډسک تارونه وګوره که بیا هم پورتنی جمله لیکی نو تاسیوینډوز انسټال کړی که یې تر وینډوز انسټالولو وروسته هم پورتنی جمله درته لیکل نو ستاسو دکمبیوټر حارډستک خراب شوی دی نوی حارډسک ور واچوی ۰
سوال : کمپیوټر چې مې چلالان شی safe mode وی ؟
ځواب : وروره وویندوز ته safe mode له لاری داخل شه کوم پروګرام چې تاسو وکمپیوټر نوی اچولی هغه حذف کړه ډسک سکین کړه scandisk او کمپیوټر ریسټارټ کړه restart کله چې کمپیوټر په چالانیدو پیل وکړی F8 تڼي ژر ژر وهه خیال کوه چې دکیبورډ تڼی ماته نه کړی کله چې یوه پاڼه درته خلاصه شی ۰
safe mode
.............
................
................
NORMAL وټاکه او انټر تڼی کښیکاږه ستاسو کمپیوټر به نورمال چالان شی ۰

سوال : زما کمپیوټر ته چې سی ډی څو ځله یې لولې ؟
ځواب : ستونزه په CD-ROOM کې ده کله کله پر عدسه باندی دوړی پرتې وی کمپیوټر سی ډی نشی پیژندلای کمپیوټر د ویو کس ته چې دکمپیوټرپه پرزو بلد وی ور ښکاره کړه ۰

سوال : CD-ROOM نه خلاصیږی اونه بندیږی ؟
ځواب : ستاسو CD-ROOM خلاص ؤ تاسو په هغه باندی تکیه کړی وه مات شوی دی ۰

خیر یوسې


خیریوسی
28.03.2010

سوال : دموږک اشاره حرکت نه کوی ؟
ځواب : دموږک تار سم نه دی لګیدلې یا موږک خراب شوی دی
لمړی دموږک تار سم ولګوه کمپیوټر ریسټارټ کړه که بیا هم دموږک اشاره حرکت نه کوی موږک خلاص کړه پاک یې کړه ۰

سوال : دکیبورډ لږ یا ډیری تڼي کار نه کوی ؟
ځواب : دکیبورډ تار سم نه دی لګیدلی یا کیبورډ خراب شوی دی
لمړی دکیبورډ تار سم ولګوه دخاورو او دوړو څخه یې پاک کړه کمپیوټر ریسټارټ کړه ۰

سوال: دکمبیوټر سرکرین نه روښنانه کیږی ؟
ځواب : سکرین ته برق نه رسیږی لمړی دبرق تارونه وګوره سم یې ولګوه کمپیوټر ریسټارټ کړه ۰

سوال : دکمپیوټر په سکرین کې برق شته کار نه کوی او دوه واره شپیلک ووهی ؟
ځواب : دسکرین کارټ په خپل ځای کې سم نه دی لګیدلی پر خپل ځای یې سم ولګوه ۰

سوال : سکرین روښاني ولاړه ګروپ یې مړ شو ؟
ځواب : دسکرین څخه برق قطع شو دبرق تارونه وګوره ۰

سوال : سکرین عکسونه تور ښکاره کوی ؟
ځواب : یابه عیب په سرکین وی یا به عیب دسکرین په کارټ کې کمپیوټر بند کړه او سکرین چالان کړه که چیری سکرین نه ریږدي عیب دسکرین په کارټ کې دی که ریږدیدي نو عیب په سکرین کې دی ۰

...


خیریوسی
28.03.2010

سوال : په کمپیوټر رام 128 Mbلګیدلی دی خوهغه Mb 46 ښکاره کوی ؟
ځواب : رام په بل کمپیوټر کې وګوره که بیا هم ستونزه حل نشوه رام بدل کړه
نوټ : نن سبا باید لږ ترلږه رام Mb256 وی

سوال : کمپیوټر مې پخپله ریسټارټ شي ؟
ځواب : ستونزه لویه ستونزه ده کیدای شی چې مزربورډ ، رام یا پاورسلای دروسوځي دا ستونزه یاخوبه دکور برق ضعیف وی تاسو باید stabilizer ولګوی چې برق 220 ثابت پاته شی او بل لامل کیدای شی چې با دپکه سمه نه وی لګیدلی اودریم لامل که پاورسلای کمزوری ده دنوو کمپیوټرونو دپاره باید 400 واټه پاور سلای ولګیږی ۰

سوال : کمپیوټر وویندوز ته نه داخلیږی راته لیکې disk boot faileur څه حل یې شته ؟
ځواب : کمپيو ټر ریسټارټ کړه F8 تڼی ژر ژر وهه کله چې وضع آمن ته ننوزي
last known good وټاکه انټر تني کښیکاږه که وویندوز ته داخل شوی ښه که نه نو وینډوز انسټا کړه

سوال : کمپیوټر وویندوز ته نه داخلیږی راته لیکې keyboard controller faileur څه حل یې شته ؟
ځواب : دکیبورډ تار سم نه دی لګیدلی کمپیوټر بند کړه دکیبورډ تار سم ولګوه کمپیوټر چالان کړه ۰

..


خیریوسی
29.03.2010

که غواړی چې کمپیوټر د ګړندي شی په څو ورځی کې دخپل کمپیوټرڅخه دپیلونواختصار اود انټر نټ پاته شونی په لاندی کړنلاره سره پاک کړه :
1- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې recent ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰
2- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې prefetch ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰
3- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې temp ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰

--


کمپیوټر مو ګړندی کړی

خیریوسی
29.03.2010

ډیر خلګ دخپل کمپیوټرڅخه شکایت کوی چې په چلانولو کې زیات وخت په برکې نیسی که په کمپیوټر کې که تاسو WinAmp, RealPlayer NetMeeting, MSN Messenger, Net2Phone پروګرامونه ولری نوموړی پروګرامونه دکمپیوټر دچالانولو سره سره اوتوماتیک چالانیږی ددی وجهی نه کمپیوټر ژر نه چالانیږی ۰
که غواړی چې په کمپیوټر کې مو وینډوز Windowsسم کار وکړی باید هغه پروګرامونه په کمپیوټر کې ځای پر ځای چې څوک وهغه ته اړتیا و لری ۰
که غواړی د ځینو پروګرامونو اتوماتیک چالانیدل بند کړی په لاندی کړنلاره سره هغه بندولای شی :
Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې Msconfig ولیکه ok تاسو ته به یوه کړکۍ خلاصه شی په نوموړی کړکۍ کې به Startup ته ولاړشی هلته چې کوم پروګرامو نه لکه WinAmp, RealPlayer NetMeeting, MSN Messenger, Net2Phone کوم چې تاسو نه غواړی چې اتوماتیک چالان شی اشاره پاکه کړی
خو پام کوه چې دوینډوز دپاره ضروری پروګرامونه لکه :
internat.exe

System Tray

ScanRegistry

TaskMonitor

LoadPowerProfile
په هغوی کار ونه لری

--


كريم كامران
29.03.2010

[quote:b3ed43f6a1]1- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې recent ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰
2- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې prefetch ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰
3- Start ته ولاړشه run وټاکه درن په کړکۍ کې temp ولیکه ok تاسو ته به کوم پیلونه ښکاره شی کوم چې ستاسو تر سترګو کیږی ټول حذف کړه ۰[/quote:b3ed43f6a1]
خیریوسې صاحب فایلونه خو دې راباندې ټول ختم کړل، ځیني پکې ډیر مهم معلومیدل خو داملوکو په تول کې راغلل، وبه ګورم چې څه کیږي، ویریږم اخیر ارمان رانه شي چې له دې نه خو هماغسې سست ښه وو :lol: :lol: :lol:


خیریوسی
30.03.2010

کریم کامران صاحب خیر یوسې
وروره دکمپیوتر دستونزو په اړه باید یو دبل سره مرسته وکړ
هغه څه چې ما ولوستونکو ته لیکلی وه د recent ، prefetch او Temp دوسی ( فلوډر ) لمړی ما پخپله پر خپل کمپیوټر تجریبه او بیا مې وتاسو ته ولیکل ان شاءالله چې کمپیوټر به دی توره غاړه نه نیسی
ګوره وروره یوه لار هغه وه چې ما مخکی درته ولیکل دویمه لاریې Disk Clean Up له لار ده چې دا ډیره ښه لار ده
یوه بله لار یې به یې هم ذده کړو چې Temp فلوډر په اتومات ډول دموقتی پیلونو څخه پاکیږی هغه داسی ده چې :
Start ته ولاړ شه Run درن په کړکۍ کې ولیکه sysedit او ok تڼۍ کښیکاږه تاسو ته به دپروګرام پاڼه خلاصه شی System Configuration Editor .. . ۰ هلته
Autoexec.bat وټاکه تاسو به تر اخیری لیکنی لاندی دا دوې جملې ولیکي
@DelTree /Y C:\WINDOWS\Temp
@MD C:\WINDOWS\Temp
دلمړۍ جمله وکمپيوټر ته امر کوی چې "C:\Windows\Temp" حذف کړه
او دویمه جمله وکمپيوټر ته امر کوی چې"C:\Windows\Temp" نوی جوړ کړه
اوس نو پیل وساته و File ته ولاړ شه Save اختیار کړه
دریمه لار هغه څوک کولای شی چې په کمپیوټر ښه بلد وی
که مو دا لار هم خوښه نه وی نو (سوفر کلینر )پروګرام دانترنټ څخه راکښته کړی
ظرفیت یې 545 کیلو بایت دي کمپیوټر پاکوی او ښه کار کوی

--


خیریوسی
30.03.2010

که وغواړو چې په ډسک نور خالی ځای پیدا کړو تاسو ته معلومه ده چې وینډو ز ، انټر نټ او نور پروګرامونه یو پلو ډر جوړوی په هغه کې ځنی پیلونه خوندی کوی که دډسګ ضرفیت زیات وی دپیلونو دحذفولوڅه اړتیا نشته
او که دډیسک ضرفیت لږ وی او کمپیوټر مو هر ګړي خبر راکوی چې ستاسوډسک ډک دی ۰
باید لږ ترلږه دسک کې 10٪ ځای خالی وی۰
که موږ وغواړو چې پر ډیسک باندی څه نور خالی ځای پیداکړو
نو به دانټی ویروس پروګرام څخه څه خالی ځای په لاس راوړو هر انټی ویروس د زړو ویروسونو نومونه ساتی موږ کولای شو چې هغه به په لاندی ډول پاک کړو
دبیلګی په ډول موږ په کمپیوټر کې Norton Anti Virus لرو نو دا په لاندی مسار کې دی
C:\Program Files\Common Files\SymantecShared\VirusDefs

اوبله دورتګ لار یې د run له لاری تاسو به هلته کوم چې تر ټولو زوړ دی هغه به حذف کړی ۰
دبیلګی په ډول
دیوه نوم 020.20020507 نیټه یې 7/5/ 2002
اودبل 20010713.68 نیټه یې 13/7/2001
خذف کول و پروګرام ته کوم زیان نه رسوی

--


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more