tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پخې خبري
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4, 5, 6  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   19, 2010 2:55 am    عنوان   : پخې خبري Reply with quote

.
بســــــــــــــــــم اللـــــــــــــه الـــــــــــــــرحمـــــــــــــن الــــــــــــــــرحیــــــــــــــم



دمطالعی اوځینی څیړنیزو کتنو په مهال کله سړی ته داسی پخی او
دکارخبری مخته ورشی چی دزړه تل ته ولویږی ، سړۍ یی په لوستلو
خوشاله شی او په هغه کی له فکر کولو وروسته سمی او دکار لاری ته
دبرابریدلوکوښښ پیل کړی اوله هغو خبرونه ګټه ترلاسه کی دلته
سړی ته په زړه کی ورتیره شی چی داسی خلک به هم شاید وی چی له
دی خبرو ناخبره وی خو دداسی خبرود او ریدلو اولوستلوتږۍ وی
په همدی نیت داخبری له دی یارانو سره شریکوم که کومه ګټه یی پکی
بیاموندله یایی ددی خبرو کومه یوه په مزاج برابره وختله اوخوند یی ورکړ
نو اقلا یوځل موباید په دعا کی یادکړی .

په مینه





قناعت یواځنۍ حل دی



لوی څښتن ددی نړۍ نظام داسی جوړ کړی دی چی دلته هیچاته هم هرڅه نه رسیږی له دی ستونزی سره هرڅوک لاس او ګریوان دی که هغوی لوی خلک او او شتمن خلک وی او که غریب او بی وسه خلک ولکم فیها ما تشتهی أنفسکم (۳۱فصلت)چی څه مو زړه غواړی هغه به په جنت کی دی هوکی په جنت کی به هرڅه وی په دی نړۍ کی هرڅه نشته دلته هیڅوک هم خپلی ټولی غوښتنی نشی ترلاسه کولی
په دی نړۍ کی هرسړۍ دنامیندیfrustyation ښکار لیدل کیږیهرسړۍ له ذهنی ستونزو سره لاس او ګریوان دی داځکه چی که دلته دیوچا نه نوی غوښتنی پوره شی او ایله یوه یی ناپوره پاتی شی بیا هم دی خپه او خوابدۍ وی دانسان مزاج داسی جوړ شوی دی چی له سلو په کمو نه راضی کیږی او دفطرت له قانون سره سم په دی نړۍ کی دچا سل په سلوکی غوښتنی نشی ترسره کیدی دنفسی غوښتنواوځمکنیو واقعیتون په منځ کی دی تضاد ټول خلک له ذهنی ډاډ نه محروم کړی دی .

ددی ستونزی حل دا نه دی چی تاسو د (الهکم التکاثر) روحیات خپل کړئ په دی ډول نفسیاتوسره ستاسو ستونزی نوری هم زیاتیږی ددی ستونزی حل یو دی او هغه قناعت خپلول دی دقناعت مطلب دادی چی ته کوم څه لری او ترلاسه کړی دی دی هغه دفطرت دویش پایله وبوله او په هغه راضی اوسه !
دفطرت په ویش چی څوک نه راضی کیږی هغه حریص بلل کیږی او ددی په مقابل کی قناعت دی ته وایی چی انسان د فطرت په ویش راضی شی
او دذهنی ډاډ او ذهنی نارامی اسباب هم دادی که یوڅو پوهه شی چی څه ورته رسیدلی داد فطرت د قانون دویش په پایله کی دی چا له ده سره ظلم نه دی کړی نو دا سړی به له بیځایه ذهنی نا ارامی څخه ژغورلی پاتی شی

داخبره په یوه حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی کړی ده :قد افلح من أسلم ورزق کفافا وقنعه الله بما آتاه (مسنداحمد ۲ټوک مخ ۱۶۸) یعنی هغه څوک بریالی دی چی اسلام یی ومانه او داړتیا پوره کیدلوپه اندازه روزی ورته ورسیده او الله په هغه څه قناعت ورکړ چی کوم یی ورکړی دی


وروستی ځل بدلون  رښتینی   په   ٣   شنبه   جون   14, 2011 10:34 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   4
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ريان احمدزى



دغړيتوب نېټه: 13 اپريل   2009
ليکنې: 23

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   19, 2010 12:25 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حامدصاحب

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانه !موږدي اقلاپه دوعاګانوکي يادوو خوکله چې داسي په زړه پوري شيان راته وړاندې کړې نوبيادي اکثرا يادوو حتى چې ديدن ته دي هم تږي شو .

له تاسوڅخه مننه چې داسي خوندوري ليکني راباندي لولئ .

اورښتاهم ډېروخلکوبه نه لوستلي وي اونه اورېدلي .

داسي ډېرشيان دي چې تاسوته به شايدداسي ښکاري چې ياره دابه زياتره خلکوليدلي وي خوپه حقيقت کي بياداسي نه وي بلکه ډېرخلک ترې نه وي خبر
تاسوبايددغه شان غوره ليکنوته دوام ورکړئ ترڅوهرڅوک درې ګټه واخلي .

ستاسوهره ليکنه په زړه پوري ده .

نورصفت به مو نه کوم Laughing

هسي نه په
[color=white]احثوافى وجوه المداحين التراب[/color]
کي مورانه ولئ .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   19, 2010 5:20 pm    عنوان   : Reply with quote

.

لومړۍ دفورم له محترم چلوونکی نه دزړه له کومی مننه کوم چی زما لیکنه
یی مهمه بللی اوپه همدی لړۍ کی یی دپاڼی دمثبتو موضوعاتو په توګه
تثبیت اوټومبلی ده الله دی اجرونه ورکړی .

او د محترم ریان صاحب له پاره خو دمننی توری نلرم په تیره ددی ستری
پیرزوینی له پاره چی په دعاو کی مو هم یادوئ ! متقابلا ً دعا به درته کوو
الله دی ښاد او اباد لره

ریان صاحب زموږ ځینی ملګروته له مطلق سیاسی موضوعاتو پرته نور
هغه خوند نه ورکوی او دځینی مالومو مفکورو دپیروانو په څیر دین یواځی
سیاست بولی خو حقیقت داسی نه ده سیاست به ددین یوه برخه وی خو دین
ټول سیاست نده ترغیب اوترهیب ،اخرت اوځینی نور داسی موضوعات دی
چی ددین مهمی برخی بلل کیږی خو په سیاست کی هغه په لومړی کتار کی نه
راځی خیر دابیله تفصیلی موضوع ده موخه می داده چی له سیاسته پرته
داسی موضوعات شته چی دهغو له پاره په پښتو کی کار په نشت شمار ده
او شخصا زما تمایل اخلاقی لورته زیات ده اوپه دی لوری کی موږ په پښتو
کی ډیر څه نلرو

ما (دژوند راز )په نامه یوه لړۍ مخکی هم په ټول افغان کی پیل کړی اوپای
ته رسولی وه او هغه الحمد لله لوستوالوخوښه کړی وه اوس می داده یوه بله په
زړه پوری لړې د (پخی خبری) ترعنوان لادی را نښلولی ده الله دی وس راکړی
چی اوږده یی کړو .




.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   مارچ   19, 2010 5:29 pm    عنوان   : Reply with quote

.

دونی بیلګه


ونه دلوی څښتن په مخلوقاتو کی یوعجیب نظام لری ، دونی پيل له یوه کوچنی نیالګی نه کیږی په دی نیلګی کی دونی ټول سسټم په ډیر دقت سره ځای کول شوی وی کله چی خعخ ته برابر حالات تیار کړل شی هغه دونی په شکل کی راڅرګند شی دنیال د کرځای خاوری دی په کاڼی کی دهغه کرل ناشونی دی کله چی نیال پهخاورو کی وکرل شی دالله جل جلاله ټول مخلوقات په هغه پوری داسی ونښلی ته وا داټول ددی نیال دروزنی له پاره ګومارل شوی دی .

نرمی خاوری دنیال دریښو دغځولوله پاره غیږه پرانزی بی شمیره بیکټریاوی دهغه په بیخ کی راجمعه شی څو له فضا څخه نایټروجن رابیل کړی او دونی خوراک ته یی تیار کړی ځمه خپل معدنیات اونمکیات په اوبوکی ګډ کړی او دونی ریښوته یی ورسوی څو له دی لاری ونه په هغه سره وده وکړی له ځمکی نیولی تر لمره پوری ټول مخلوقات په خوځښت کی وی څو دونی له پاره مختلف موسمونه ، برانونه اوهواوی برابری کړی اوبه دی توګه دنیال په وده کی مرسته وکړی دا ونه بیا د الله جل جلاله له ټولو مخلوقاتوسره په مکمله توګه ځان یوغږۍ کړی دبیلګی په توګه که ونه له ځمکی نه اوبه اخلی نوپه خپلو پاڼو کی دځمکی لوندوالۍ اورطوبت هواته سپاری اوځمکی ته دباران په ورکولو کی له هغی سره مرسته کوی که ونه له ځمکی نه خوراک ترلاسه کوی نو دخپلو پاڼو، ګلانواومیوو له لاری دځمکی په زرغونتیا کی ونډه اخلی که ونه له هوانه کاربن ډآی ایکسایډترلاسه کوی خو دیوه بل ګټور اکسیجن په صورت کی یی بیرته هوا ته ورکوی .

موږ وویل ځمکی له ټولو مخلوقاتو سره همغږی ده که څوک په تبجنوګرمیوکی دسیوری په لټه کی وی د ونی سیوری ته پناه وړی اوونه په خپل سیوری هیڅ بخل نه کوی د ونی په خوا کی تیریدونکیو لارویانو ته ښه بوی اوښکلی منظر ورکوی .

او داراز دونی له لاری خلک ګڼ شمیر خوږی اوښکلی میوی ترلاسه کوی او ان که څوک دونی دوهلو نیت وکړی دهغه تبر ته لاستۍ هم ونه ورکوی څو په هغه سره دونی لرګی دګټی وړ وګرځوی له دی هرڅه سره ونه یو داسی مخلوق ده چی په ځمکه کی یی خپلی ریښی غځولی دی اوپه خپلوپښو ولاړه ده ویل کیږی دونی نیمه برخه په ځمکه کی دننه وی اوپاته نیمه برخه یی دباندی وی په ځمکه کی دومره ژوره تللی وی چی هیڅوک یی په اسانی سره نشی نړولی اودځمکی پرسر یی دومره پلنه تنه ښکاره ده چی بی له کومه خنډه له نورو مخلوقاتو خپله روزی اخلی .

په قرانکریم کی مسلمانان له ونی سره پرتله شوی دی له دی موږمالومولی شو چی مومن باید څه ډول صفات اوخویونه ولری په مومن کی باید هغه صفات په انسانی شکل کی موجود وی کوم چی په ونه کی په مادی جول کی شتون لری ونه چی کوم کارونه په طبعی توګه کوی مسلمان یی باید په شعوری توګه ترسره کړی مومن باید په خپله اراده سره دا نړۍ داسی ښکلی اوښایسته کړی لکه ونی چی دقدرت له نظام لاندی په جبری توګه ښایسته کړی ده

په ټولیزه توګه ونی له خاورو راپورته کیږی دمسلمان ونه باید دروحانیت له ربانی ځمکی راشنه شی یو ددنیا له مادی اجزاو جوړیږی بل داخرت له جنتی اجزاوڅخه نوری ونی دمادی نړۍ ونی دی مومن دانسانی نړۍ ونه ده ونه وده کوونکی موجود ده مومن هم وده کوونکی موجود دی مومن هغه انسان ده چی دربانی فکر په اساس باید ددی وړ وګرځی چی ټول مخلوقات دده له پاره دمعرفت دسترخوان وګرځی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   22, 2010 5:06 am    عنوان   : Reply with quote

بی ارزښته خبری


که تاسو وغواړئ دبانک له لاری چاته څوافغانۍ ورکړئ په یوه چیک کی به معلومی افغانۍ ولیکئ خودا چیک به هغه وخت ارزښتناک او دګټی وړ ګرځی چی تاوسو په بانک کی حساب اوپانګه ولرئ او په چیک کی چی څومره افغانۍ لیکئ هغومره به په بانک کی لرئ

که تاسو یو چاته چیک لیکئ اوپه بانک کی پانګه نلرئ نو دا چیک بیکاره او بی ارزښته دی او په دی چیک بانک چاته افغانۍ نه ورکوی ستاسو دا چیک دبانک چیک نه دی بلکی دادکاغذ یوه بی کاره پرزه ده او دی چیک ته دبانک په اصطلاح کی بی ګټی چیک dud cheque ویل کیږی .

که تاسو یوچاته خبری وکړئ او هغه ستاسو په خبرو پوری هیلی او امیدونه وتړی ددی مطلب داشو چی تاسو هغه ته ګواکی دبانک یو ارزښتناک چیک ورکړدخبرو دا چیک هغه مهال ارزښت موندلای شی چی څوک ستاخبری دعمل په ډګر کی نغدی کړای شی او که دعمل په ډګر کی تاسو دخپلو خبروغوښتنی پوره نکړای شوی نوګواکی تاسو خپل ورورته یوبیکاره چیک ورکړی دی تاسو هغه ته داسی خبری کړی دی چی ستاسو په اخلاقی پانګه کی دهغو مناسبه اندازه شتون نلری

په کوم قوم او ملت چی د زوال او زوړتیا وخت راشی نو ددی قوم هر وګړۍ داډول بیکاره چیکونه ویشی هغوی داسی خبری کوی چی عملی پانګه یی له هغو تشه وی یواځی دتشو خبرو او اوډلو تورو زمریان وی او دخپلو خبرو دعملی کولو نیت نلری

داد خبرو زمریان لوی څښتن په خپل ستر کتاب کی یاد کړی دی یعنی هغه چی په خولو خبری کوی او په زړونو کی یی دعمل اراده نه وی (آل عمران)
دا خلک تشی او پوچی خبری کوی او دکار اوعمل اراده نلری نن زموږ ډیرۍ مشران دتشو خبرو زمریان دی او دعمل اراده نلری قرانکریم داد منافقینو چلند بللی دی او دمنافقینو په اړه قرانکریم وایی چی دجهنم په لاندینی پوړ کی به لویږی (نعوذبالله )
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   مارچ   23, 2010 7:28 pm    عنوان   : Reply with quote

.
.

قیامت نږدی دی

دحدیثو په مختلفو کتابونو کی داروایت راغلی دی دایو اوږد حدیث دی حضرت اسماء بنت یزید رضی الله عنها روایت کړی دی او په مشکاة المصابیح کی (۵۴۹۱) پوره راغلی دی په دی روایت کی هغه نښانی بیان شوی دی چی له قیامت نه مخکی راتلونکی دی په دی نښوکی رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه داسی بیانوی : بین یدیه ثلاث سنین : سنةتمسک السماء فیها ثلث قطرها والأرض ثلث نباتها. والثانیة : تمسک السماء ثلثی قطرها . والأرض ثلثی نباتها . والثالثة : تمسک السماء قطرها کله والأرض نباتها کله (المعجم الکبیر للطبرانی رقم الحدیث : ۱۹۹۲۶. مسند احمد، رقم الحدیث : ۲۶۲۹۸) .

ژباړه : یعنی له قیامت نه مخکی د دجال په زمانه کی به پر دنیا
درۍ دورونه راشی

لومړۍ : اسمان به دریمه برخه باران ونیسی اوځمکه به دریمه
برخه حاصلات کم کړی .

دویم : اسمان به دووه دریمی برخی باران ونیسی اوځمکه به دووه دریمی برخی حاصلات کم کړی

دریم : اسمان به ټول باران ودروی او ځمکه به ټول حاصلات ونیسی

له پیښو داسی بریښی چی دحضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوینه رښتیا کیدونکی ده په موجوده وخت کی دګلوبل وارمنګ په پایله کی داوبو کنګل زیرمی لکه ګلیشر اونوری په ویلی کیدو دی او د سیندونو له لاری بحر ته بهیږی دبحر دتروشو اوبو شکل غوره کوی او له استعمال نه لویږی د شلمی پیړۍ ترپایه پوری تقریبا یوه دریمه برخه اوبه داسی بهیدلی دی اوس په یو ویشتمه سلیزه کی دویمه دریمه برخه تقریبا بهیدلی ده اوپه راتلونکی کی به پاتی دریمه برخه په دی توګه وبهیږی اوختمی به شی چی په پایله کی به یی نباتات او حیوانات په ورو ورو له منځه ولاړ شی د نبوی وړاندوینی په رڼا کی ګوا کی دا پیښی د قیامت وروستۍ زنګونه دی نو په یقین سره ویل کیدی شی چی قیامت ډیر رانږدی شوی دی اوس هغه وخت راغلی چی باید انسان را ویښ شی او دتوبو د دروازی له بندیدلو مخکی د ځان اصلاح غوره کړی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   25, 2010 2:31 am    عنوان   : Reply with quote

کره انسان



این لینډرسann landers د کره او پاخه انسان په اړه یوه لیکنه کړی ده دی وایی : پختن اوکره والۍ دی ته وایی چی یوانسان په خپله غصه کنترول لری او وکولای شی له تخریب اوجکړی پرته اخلافات ختم کړی یو کره انسان هغه وی چی زغم ولری دیوی لوی ګټی له پاره له کمی ګټی تیر شی په اصل کی ثابت قدمی ته پختن او کره توب وایی له خنډونو سره سره خپله موخه پرمخبیول کره توب دی له اړو انسانانو سره مرسته او دضرورت په مهال دهغو په ښمر کیدل کره توب دی کره توب هغه وړتیا او استعداد ته ویل کیږی چی نابرابر حالاتو اودنامیندی حالات په ورین تندی ومنل شی
یو کره انسان هغه دی چی هغه تواضع ولری اودتیر وتنی په صورت کی بی له کومه شکه د غلطی اعتراف کولی شی ، او که په کومه موضوع کی دده رایه ثابته وخیږی نو داسی نه وایی چی ما مخکی درته ویلی و چی دا کاربه داسی وی پوخوالی اوکرهوالی دی ته وایی چی یو انسان دخلکو دباور وړ وی او ایمانداره وی هغه په هر صورت خپله وعده ترسره کوی او که داسی پیښه وی چی ځینی کارونه زموږ خوښ نه وی خو دهغو د بدلون وس او توان هم نلرو نو دهغو زغمل او له هغوسره په امن کی اوسیدل کره توب او پوخوالۍ دی

کره انسان هغه دی چی د نارینه و خویونه ولری او هر وخت د حقیقت او واقعی اعتراف کولی شی او دیوه کار په اړوند دحقیقت په اساس پریکړه کوی نه دی کوم وختی غبرګون په اساس
خپلی جذبی کنترول ولری له غم او ناوړه حالاتو نه د تیریدلو وړتیا لری او داوسپنی په څیر هر کار یی پوخ او باوری وی

دا پختن او کرهوالۍ انسانی کمال دی په کوم انسان کی چی دا خویونه وی هغه کامل انسان دی او هغه دانسانیت وروستی پوړ ته رسیدلی انسان بللی شو او داراز انسانان په ژوند کی ریښتونی کارنامی ترسره کولی شی او دا هغه انسانان دی چی یو قوم او ملت دبریالیتوب لورته بیولی شی
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
عادل عادل
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 24 مارچ   2008
ليکنې: 1289

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   مارچ   25, 2010 6:33 am    عنوان   : Reply with quote

سلامونه

حامد صیب الله پاک مو د نیک عمل سره مزید توفیق په برخه کړه.... آمین

ستاسو مطالب په سرو زرو سره تلو کوښښ به کوو چې د ورځني ژوند کړنلاره یې وګرځوو.

وروره یوه وړه مشوره درکوم هغه دا چې ځنې "غلط مشهور" اصطلاحګانو زمونږ او تاسو په منځ کې د پخوا نه ځای نیولئ چې باید سمې شي:

اقتباس:
.......شتون لری ونه چی کوم کارونه په طبعی توګه کوی مسلمان یی باید په شعوری توګه ترسره کړی ........


ستاسو د لا بریاوو په هیله

په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   29, 2010 8:06 am    عنوان   : Reply with quote

عادل عادل ليکلي:
سلامونه

حامد صیب الله پاک مو د نیک عمل سره مزید توفیق په برخه کړه.... آمین

ستاسو مطالب په سرو زرو سره تلو کوښښ به کوو چې د ورځني ژوند کړنلاره یې وګرځوو.

وروره یوه وړه مشوره درکوم هغه دا چې ځنې "غلط مشهور" اصطلاحګانو زمونږ او تاسو په منځ کې د پخوا نه ځای نیولئ چې باید سمې شي:

اقتباس:
.......شتون لری ونه چی کوم کارونه په طبعی توګه کوی مسلمان یی باید په شعوری توګه ترسره کړی ........


ستاسو د لا بریاوو په هیله

په درنښت



عادل صاحب ډیره مننه او له مشوری نه مو ډیره ډیره مننه
ستاسو مشوری زماد لاری مشالونه دی الله موبریالی لره
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   مارچ   29, 2010 11:23 am    عنوان   : Reply with quote

غوره حل

سوچ اوفکر کول (thinkingدانسانی نړۍ هغه عجیب او هیښوونکی عمل دی چی تر اوسه یی لا څوک پرکیفیت نه پوهیږی په دی اړه دعلم النفس پوهانوګڼ شمیر کتابونه کښلی دی اوخورا ډیر تحیقیقات اوژوری څیړنی شوی دی دی څیړنوکه څه هم زموږ په علم اوپوهه کی زیاتونه راوستی خو له دی زیاتونو نه یی هیښتیا زیاته کړی ده

له دی څیړنو څخه ډیر نوی مالومات ترلاسه شوی دی یو یی دادی چی ویل کیږی په انسانی ذهن کی دننه همیشه یو مهم عمل روان وی دسایکالوژی پوهان دا عمل په ذهنی توفان سره brainstorming نوموی دا عمل هغه مهال پیداکیږی چی انسانی ذهن له کوم چیلنج سره مخامخ شی په دی وخت کی ذهن ډیر اوژورو سوچونو ته اړ شی اود ورپیښو ستونزو دحل له پاره په کار بوخت شی اوپه دی عمل سره ددی ستونزی له پاره دغوره حل شونتیا او امکان زیات شوی

له دی څیړنو داسی مالومیږی چی انسان چی کله له بحرانی حالاتوسره لاس او ګریوان شی نو دده په يټو وړتیاو اوصلاحیتونو سره په ده کی ذهنی توفان راپورته شی او داتوفان دی ددی وړ وګرځوی چی د ورپیښی ستونزی له پاره غوره حل پیداکړی او ددی غوره حل له ترلاسه کولو وروسته انسان ته بریالیتوب دومره نږدی شی لکه ماښام ته چی سهارنږدی دی

دلوی څښتن عجیب شان او هیښوونکو حکمتونو ته ځیرشئ !
موږ ته یی زموږ له ستونزو او ربړو نه همزموږ دبریالیتوب
زینی تیاری کړی دی !!

ځکه یی په تکرار اوټینګار سره ویلی دی:
ان مع العسر یسرا ان مع العسر یسرا



سبحانه ما اعظم شانه !!
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   مارچ   31, 2010 2:49 am    عنوان   : Reply with quote

ځان ژغورنه



یوبی پروا سړۍ په یوه داسی لاره روان دی چی هلته دونوډیر ی ازغنی لښتی او غنی پرتی دی دی له ځانه اوخپلوجامو سره اتیات نه کوی اوبی پروا روان دی په تیرو ازغو یی جامی بزه او څیری شوی ، په بدن کی یی دازغو تیری لشی خښی شوی ، خپل هدف ته ناوخته ورسید ، او ذهنی ارام یی له لاسه ورکړ .

اوس باید دا سړۍ څه وکړی ...؟

ایا دی دازغیو پرخلاف یو کنفرانس راوبولی او د ازغیو په باره کی تیزی او تندی خبری او تروشی ویناوی وکړی له ملګرو ملتونو په ټینګه غوښتنه وکړی چی دنړۍ له ټولو ونو باید ازغی ختم کړل شی څو په راتلونکی کی مسافر دازغیو له ستونزی بی غمه شی اوټوله نړۍ پسته اونرمه وګرځی Smile

یوهوښیار او عاقل انسان داسی نه کوی بلکی هغه ددی پرخلاف یواځی دومره کولی شی چی دخپلی بی اتیاتی احساس وکړی هغه به له کنفرانس رابللو تیریږی بلکی ځان ته به مخاطب کیږی او وایی به : تاته خدای دووه سترګی نه دی درکړی ؟!تا ولی په ازغنه لاره په اتیات سره تګ نه کاوه ؟تابه خپله لمن ټوله نیولی اوپه اتیات سره به پر ازغنه لاره تلی په دی توګه به دی بدن او جامی له ازغیو ژغورلی وی او خپل مزله ته به هم په خپل وخت رسیدلی وی

دونو او ازغیو په منځ کی دتګ اوسفر له دی بیلګی نه موږ ددنیا دژوند په سفر کی دانسانانو په منځ کی دتګ له پاره ډیر څه ترلاسه کولی شو خو داسی مالومیږی چی دالله جل جلاله په دی نړۍ کی چا دی بیلګی ته توجه نده کړی او دالله له دی نښانی نه چا د عبرت درسونه نه دی ترلاسه مړی

نن داسی ګڼ شمیر خلک شتون لری چی دانسانی ازغیو په منځ کی په بی اتیاتی سره سفر کوی او کله چی یی کوم انسانی ازغۍ پر بدن کی خښ شی او تکلیف ورکړی نو له سوچ اوفکر پرته ازغیو ته په بدو اوردوسر شی خپله کمعقلی پرنورو وتپی اوبی ګټی هڅی پیل کړی .

هرڅوک باید په دی خبر ښه ځان پوهه کړی چی لکه څرنګه چی له نړی نه ازغی او ازغنی ونی نشی ختمیدلی داراز د دنیا له ټولنیز ژوند نه ازغن انسانان نشی ختمیدلی ترڅو چی قیامت نه وی راغلی په دی نړۍ کی به دازغیو په څیر ضرر رسوونکی انسان شتون لری نو په دی نړۍ خوندی لاره اودبریالی ژوند راز په دی کی ده چی له انسانی ازغیو نه ځان وژغورل شی له دی پرته بله هره لاره دبربادی لاره ده
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   03, 2010 2:56 am    عنوان   : Reply with quote

،
.

دژونداصولی لار



په ژوندکی دیر ځله یوانسان له داسی حالت سره مخ کیږی چی دیوه کار دکولو او نه کولو پریکړه باید وکړی په داسی حالت کی دپریکړی له پاره زموږ په مخ کی دووه خیارات یا افشنونه اویا هم غوراوۍ وجود لری یودا چی سم کار کوم دی اوبل دا چی کوم کار شونۍ دی

اصولی اوحکیمانه لاره داده چی دځان په باره کی باید سړۍ د سم کار په لټه کی شی یعنی وګوری چی کوم کار سم او غوره دهی او هغه ځان ته انتخاب کړی خو په ټولنیزو چارو کی باید سړۍ د ممکن اوشونی کار په لټه کی شی او کوم کار چی دده له پاره شونتیا لری هغه باید غوره کړی .

دا ډول توپیر ته موږ ځکه اړ کیږو چی د خپل ځان په اړه موضوع دسړی په لاس کی وی او د خپل ځان هرڅوک اختیار لری دځان له پاره ته کولی شی چی څه وغواړی هغه وکړی او کولی شی ځان ته کوم ډول کار غوره کول وغواړی کولی یی شی نود خپل ځان په باره کی باید سړۍ معیار غوره کړی اوله خپله وسه باید داسی چلند غوره کړی چی له اخلاقو او مذهب سره مخالفت ونلری .

خوپه ټولنیزو چاروکی بیا انسان ګوښۍ نه وی بلکی هلته یو بل فریق شتون لری او هلته مخالف لوری موجود وی ته په هغوی باندی واک نلری ته هغه ته څه ویلی شی خو څه کولوته یی اړ کولی نشی په داسی حالت کی دهوښیاری خبره داده چی په ټولنیزو چارو کی باید ممکنو اړخونو ته وکتل شی په دوو صورتونو کی به دی ته نه ګوری چی ستا دخوښی یو یی کوم وی هغه غوره کړی بلکی دی ته به ګوری چی په دی دوو کی کوم یو شونی اوممکن وی هغه به غوره کوی .

په ذاتی معامله کی د سم اوغوره شی اختیارول شونی دی او په دی توګه انسان کولی شی دخپل ژوند سفر روان ولری خوپه ټولنیزو معاملاتو کی داسی نشی کیدلی ځکه هلته مخالف لوری ستاد لارو دډب کولو له پاره رامخته کیږی او په دی صورت کی دژوند یون روان نشی ساتل کیدلی په داسی صورت کی که سړی خپل سفر وځنډوی او له مخالف لوری سره په جګړه بوخت شی نو انسانی ځواک او انرژی بیځایه ضایع کیږی اویو هوښیار انسان داسی نه کوی په داسی حالت کی باید دمخالف لوری رعایت وکړل شی او سړی دی ځانته ممکن لوری غوره کړی څو دژوند سفر له ځنډیدلو او انسانی انرژی او ځواک له بیځایه ضایع کیدلو وژغورل شی او داد ژوند له پاره اصولی اوله حکمته ډکه لار ده
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   اپريل   06, 2010 10:33 am    عنوان   : Reply with quote

9

غوسه مکوه !

یوه هوښیار ډیره کره خبر کړی ده هغه وایی داور دخلی یا اورلګیت یو سر وی خو په هغه کی دماغ نه وی کله چی په څه شی په زور سره وموښل شی او په غوسه کړل شی سمدستی لمبه شی او داور په همدی لمبو کی خپل سر وخوری په دی کی شک نشته چی غوسه دیوی لمبی په څیر وی په خپل مالوم سبب ډیره ژر راوپاریږی او لیږځنډ وروسته سړه او ختمه شی خو انسانی سرباید داور لګیت د سرپه څیر دخپلی غوسی لمبه کنترول کړی او که نه په دی لمبه کی داسی هم پیښیږی چی خپل سر وخوری یا بل کوم انسانی زیان رامنځته کړی

داور له لمبی سره د غوسی پرتله ډیره معقوله اوپرځای خبره ده موږ وینو چی دغوسی پرمهال دانسان عادی حالت تغییر وکړی اوپه مخ کی یی دوینی دجریان په تیزیدلو سره مخ تک سور واوړی سترګی یی سری او رګونه یی وپړسیږی ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی :غوسه دبنیادم په زړه کی یوه سکروټه ده تاسو دده دسترګو سوروالی اورګونوپړسیدلوته نه ګورئ څوک چی غوسه احساس کړی هغه دی پرځمه څملی.
عن أبي سعيد الخُدري رضي الله عنه مرفوعاً أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " ألا وإن الغضب جمرةٌ في قلب ابن آدم ، أما رأيتم إلى حُمرة عينيه وانتفاخ أوداجه ، فمن أحس بشيءٍ من ذلك فليلصق بالأرض " (الترمذي ، ج4 ، الحديث رقم 2191 ، ص 483)
داراز په یوه بل حدیث شریف کی راغلی :غوسه دشیطان له لوری ده اوشیطان له اوره پیداشوی دی اوموږ چی اور وژنونوپه اوبو سره یی وژنوکله چی تاسو کوم یو په غوسه شئ نواودس وکړئ !

عن عطية بن عروة السعدي أنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إن الغضب من الشيطان ، وإن الشيطان خُلق من النار ، وإنما تُطفأ النار بالماء ، فإذا غضب أحدكم فليتوضأ " (أبو داود ، ج 4 ، الحديث رقم 4784 ، ص 249)

دادغوسی دسړولونبوی لارښوونی دی زموږ خلک هم دغوسی پرمهال سری سترګی اوپړسیدلی رګونه په دوو نه تم کیږی اودغچ اخیستلو له پاره شلیدلی تڼۍ نڅیږی بناء داراز نوری نبوی لارښوونی هم شته چی دهغو په خپلولوسره له دی بدمرغه انفعالی حالت نه ځانونه ژغورلی شو. لکه له رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه سړی وویل :وصیت راته وکړه هغه په لنډ ډول ورته وویل غوسه مکوه !هغه داخبره څوځله ور تکرارار کړه ده بیا هم ورته وویل غوسه مکوه ! :
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رجلاً قال للنبي صلى الله عليه وسلم : أوصني ، قال : " لا تغضب " ، فردَّد مراراً ، قال : " لا تغضب " (البخاري ، الحديث رقم 6116 ، ص 1066)


وروستی ځل بدلون  رښتینی   په     شنبه   جولاي   02, 2011 9:34 am   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اپريل   08, 2010 6:58 am    عنوان   : Reply with quote

اختلاف رحمت دی



په الجامع الصغیر لومړی ټوک ۱۲ مخکی دا حدیث راغلی دی چی زما دامت اختلاف رحمت دی (اختلاف أمتی رحمة ) که څه هم ځینی علماو ددی حدیث په صحت کی شک کړی دی خو په دی کی شک نشته چی دقران او حدیثو څومره تفسیرونه اوشروح چی اوس یی موږ په لاس کی لرو په دی کی په پریمانه توګه دعلماو اختلافات شتون لری دقرانکریم تفسیرونه او دحدیثو شروح له زیاتواختلافاتو ډک دی .

پوښتنه داده چی دومره اختلافات دڅه له پاره ؟او دا چی اختلاف رحمت دی که زحمت . قران په داسی ریاضی ډوله ژبه کی هم نازلیدلی شوی چی په تفسیر او تاویل کی به یی دهیچا له پاره داختلاف ځای نه و داراز په حدیثوکی هم رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی ژبه غوره کولی شوی چی د دووه او دووه څلور په څیر به دچا له پاره داختلاف ځای نه و پکی او دهغو په شرح کی به چا اختلاف نشوی کولی .

حقیقت دادی چی اختلاف بی ګټی او نامطلوب شی نه دی بلکی ګټور او عین مطلوب شی دی او ددی اختلاف په برکت شونی سوی ده چی خلک په قرانکریم اوحدیثوکی زیات غور او فکر وکړلی شی او دهمدی اختلاف په برکت دا ممکنه شوه چی اسلام یوجامد شی نه دی بلکی هغه له هروخت سره سمون لرونکی حقیقت ګرځیدلی دی او په دی سره دا ممکنه شوی ده چی په خلکو کی ذهنی وده مخ پروړاندی روانه وی او مومن به دیوه تخلیقی فکر لرونکی انسان وی .

عیب لټونه او تور لګول یوه اخلاقی کمزوری اوسپک کار دی خو په سم غور اوفکر ولاړ علمی اختلاف یو نعمت او رحمت دی او د بشریت د ودی اوپرمخیون له پاره لازمی شرط بلل کیږی آن دومره لا ویلی شو چی په کومه ټولنه کی علمی او تحقیقی اختلاف نه وی هغه به وروسته پتی ټولنه وی او له پرمخیون څخه به بی برخی وی .

دانسان ذهن یوه تړل شوی خزانه ده او اختلاف ددی تړل شوی خزانی کیلی ده د رأیی په اختلاف ذهن ترقی کوی او له انسان نه لوی انسان جوړیږی

اوس زموږ پر وړاندی دا مسئله پرته ده چی په دین کی چی له لومړۍ ورځی رانیولی تر ننه پوری څومره اختلافات شوی ددی توجیه وکړو دا نه چی اختلاف دی وشی یادی نه وشی اختلاف به په هره موضوع کی کیږی او هرډول اختلاف به کیږی .

دبیلګی په توګه تاسو دقرانکریم یو مستند تفسیر در واخلئ لکه الجامع لاحکام القران للقرطبی هغه چی د بسم الله الرحمن الرحیم تفسیر پیل کوی نو لیکی : فیها سبع وعشرون مسئلة په بسم الله کی ۲۷ مسئلی دی ګوا کی ددی څلورو تورو په جمله کی اووه ویشت اختلافی مسائل دی داراز الحمد لله چی یو کوچنۍ سورت دی په دی باندی یی ۴۳ مخه تفسیر لیکلی دی چی زښت زیات اختلافی موضوعات پکی څیړل شویدی په دی شل ټوکیز تفسیر کی دقرانکریم تر معوذتین پوری ګڼ شمیر اختلافات بیان شوی دی .

داراز که د حدیثو شروحوته ولاړشو تر دی زیات اختلافات شتون لری تاسو به په دی شروحو کی په هر مخ کی د اختلف او اختلفوا ګڼ شمیر جملی ووینئ اوداراز دفقه او عقائدو په کتابونو کی بیخی ډیر اختلافات لیدل کیږی دا اختلافات هیڅ بده خبر نده بلکی دا اختلافات دفکری ودی اساس جوړوی په دی سره خلک سوج او فکر ته تیاریږی دا اختلاف ذهن په خوځښت را ولی او د پرمختګ لورته یی سوق کوی .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1807

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اپريل   12, 2010 2:21 am    عنوان   : Reply with quote

.
.
.
درښتیاپه لټه کی

له یوی نقطی بلی نقطی ته غځیدلی کرښه یواځی یوه کیدلی شی داراز له بنده نه د الله لورته غځیدلی ډیری لاری نه دی یواځی یوه لاره کیدلی شی ددی لاری نوم رښتیا ده اوس پوښتنه داده چی د رښتیا لاره څنګه پیدا کیدلی شی

زموږ له ښه مرغه لکه څرنګه چی رښتیا یوه ده داراز هغه په میدان کی هم یوه ده دلته ډیر شیان نه دی چی دهغوپه منځ کی دانتخاب او غوره کونی خبره رامنځته شی دلته یواځی یو شی دی او موږ ددی یوه شی له غوره کولو پرته بله چاره نلرو اوهغه رښتیا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لارښوونی دی که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی نو هغه پوهیږی چی دی لوی څښتن د انتخاب په ازموینه کی ندی اچولی لوی څښتن موږ په داسی نړۍ کی پنځولی یو چی هلته دحق او نا حق په منځ کی دانتخاب خبره ده نه د یوه حق او بل حق د انتخاب خبره (یونس ۳۲).

د رښتیا په لټه کی فلسفی پنځه زره کال هڅی کړی دی خو دهغی دی اوږدو هڅو هغه یواځی دی خبری ته رسولی ده چی هغه په خپله اعتراف کوی چی دا وروستی رښتیا ته نده رسیدلی او نه به ورسیږی د رښتیا دپلټنی له پاره دفلسفی لاره داده چی هغه دعقل دغور اوفکر په ذریعه رښتیا ته درسیدلو هڅی کوی خو د عقل دغور خبره دهغه په محدود مالوماتو پوری تړلی ده اود رښتیا په اړه یوی واقعی نتیجی ته درسیدلو له پاره دټولو کایناتو دعلم لرلو ته اړتیا ده او دا مالومات یوفلسفی هم نشی ترلاسه کولی نوځکه درښتیا په اړه هغه کومی پایلی ته نشی رسیدلی .

ساینس په دی اړه ځان ددی وړ نه بولی چی درښتیا دپلټنی کار وکړی ساینس دتجربو او له هغو نه دسمدستی پایلو دترلاسه کولو په کار بوخت دی دبیلګی په توګه ساینس چی د ګل له موضوع نه کله بحث کوی نو هغه دګل بوی له خپل بحث نه وتلی موضوع بولی ځکه دګل کیمایی اجزاء تلل کیدلی اوپیمانه کیدلی شی خو دبوی دتللو او پیمانی له پاره ساینس کومه ذریعه په لاس کی نلری نود ساینس د بحث کړۍ محدوده ده او په خپله اعتراف کوی چی هغه دحقایقو دنړۍ په اړه دهغو له جزئی برخی نه بحث کوی نه له کلیاتو نه اودکلی حقایقوپه اړه هغه څه نشی کولی

روحانی شخصیتونه دعوه لری یا کم له کمه دهغوی پیروان په دی ګروهه دی چی دوی ته درښتیا لاره مالومه ده اوپه دی اړه باوری مالومات لری خو ددی ګروهی کوم اساس نشته دوی چی له خپلی دعوی سره سم په کومه ذریعه رښتیا ته رسیږی هغه روحانی ریاضتونه دی خو دا تش په نوم روحانی ریاضتونه په حقیقت کی جسمانی ریاضتونه دی اوپه جسمانی ریاضتونو سره روحانیت ترلاسه کول یوه بی اساسه خبره ده بل داچی روحانی شخصیتونه دنورو عامو انسانانو په څیر په خپلو انسانی محدودیتونو کی راګیر دی نور عام انسانان چی ددی محدودیتونو له کبله رښتیا ته نشی رسیدلی داراز دروحانی شخصیاتو په مخ کی هم هغه محدودیتونه خنډ دی او رښتیا ته نشی رسیدلی اوهیڅ ډول ریاضت او دنفس تزکیه انسان له خپلو محدودیتونو څخه نشی لوړولی ځکه خو یوډول ریاضت هم رښتیا ته په رسیدلو نشی بریالۍ کیدلی .

له دی وروسته یواځی پیغمبر په میدان پاتی شو پیغمبر یواځی هغه انسان دی چی وایی دی خدای غوره کړی دی اوده ته یی درښتیا لاره ورښوولی ده څو هغه ټولو انسانانو ته ورسوی او یواځی دپیغمبر دعوی دباور وړ کیدلی شی ځکه درښتیا حقیقی علم یواځی له خدای سره ده چی هغه ازلی او ابدی دی او ټول حقیقتونه ورته مالوم دی او یواځی هغه دحقیقت پوره علم لری نوڅوک چی دادعوی کوی چی درښتیا لاره هغه ته خدای ورښوولی ده یقینا چی دده دعوه حقه ده او باید دده خبر ومنل شی .

دلته یوه پوښتنه راپیدا کیږی چی زموږ په نړۍ کی خو یو نه بلکی ډیر پیغمبران شتون لری او هغوی کتابونه هم لری نو باید کوم پیغمبر ومنل شی او له کوم یوه سره په ریښتونی توګه درښتیا لاره شتون لری .خو که څوک په واقعی توګه درښتیا په لټه کی وی دهغه له پاره ددی پوښتنی اسانه حل شته او ددی ځواب داسی ده چی په دی کی شک نشته چی مخکی ډیر پیغمبران تیرشوی دی خو دانسان له پاره دماضی دکومی پیښی دمنلو له پاره یواځنۍ معیار تاریخی کره توب دی او دا تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری نور یی نلری نن زموږ په نړۍ کی یواځی یو تاریخی پیغمبر شتون لری نور ټول عملا اعتقادی پیغمبران دی نه تاریخی .
تاریخی کره والۍ یواځی یو پیغمبر لری چی هغه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی دده په باره کی هره خبره په تاریخی توګه ثابته ده او دده ژوند نن ټول په کره تاریخی توګه زموږ په مخکی پروت دی .
ټول پیغمبران په روایاتوکی ورک دی ددوی په اړه پوره اوکره تاریخی مالومات شتون نلری او نه دهغوی کتابونه اوس په خپل شکل کی پاتی دی دایواځی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چی ټول ژوند یی په کره توګه زموږ په مخکی پروت دی او هغه کتاب چی ده خلکو ته ور ښوولی و او ویلی یی و چی داد الله کتاب دی هغه هم نن په پوره خوندی توګه زموږ په لاس کی دی


حقیقت دادی چی که په نګه علمی او عقلی اعتبار سره وکتل شی نو درښتیا لاره یوه ده او نن هغه یوه لاره په میدان کی شتون لری نوری لاری نشته موږ نشو کولی په ډیرو لارو کی یوه لاره غوره کړو بلکی همدا یوه لاره ده او همدا به غوره کوو .

دا رښتیا دخدای خبره ده او دخدای خبره همیشه یوه وی لکه دنړۍ دنورو شیانو له پاره دالله حکم یو دی داراز دانسان له پاره هم د الله یو حکم دی او تل به یو وی دسلهاو کلونو په تیریدلو سره دځمکی او اسمان قانون ندی بدل شوی داراز پر ځمکه ولاړی ونی او اوبه هم دهغه یوه قانون تابع دی د انسان په اړه دالله دحکم هم دا حالت ده د انسان په اړه چی دالله کوم حکم زرګونه کلونه مخکی و اوس هم هماغه حکم دی او همدا قانون دهر وخت او هر هیواد دخلکو له پاره ده .

دژوند ځینی داسی اړخونه شته چی هغه بدلیږی لکه سورلۍ داوسیدلو ودانی او داسی نور خو رښتا له داسی شیانو سره اړیکه نلری رښتیا له انسان سره اړیکه لری چی هرو خت په یوه حالت کی وی یعنی دژوند دنورو تمدنی څیزونو په څیر تغیر نه منی رښتیا له دی سره اړیکه لری چی بنده به خپل خالق او مالک څوک بولی هغه به چاته سرټیټوی اودچا نمانځنه به کوی هغه به له چا ویریږی او له چا سره به مینه کوی هغه به خپل بریالیتوب او ناکامی په کومه تله تلی دده دژوند موخه به څه وی دی چی دخلکو په منځ کی اوسی دکوم قانون او اخلاقو په اساس به له هغوی سره چلند کوی رښتیا دژوند له دی چارو سره اړیکه لری او دا چاری په کومه زمانه او جغرافیه پوری ندی تړلی دا په هر وخت او له هرچا نه په یوه ډول غوښتل کیونکی چاری دی الله جل جلاله یو دی او ابدی دی همداراز رښتیا هم یوه ده او له دی سره ابدی هم ده .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2, 3, 4, 5, 6  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  6

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.