د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

په ماشومانو کې دقی اوساراناستې ناروغي

ډوکتر څپاند
07.03.2010

[color=yellow:fe7522b66f]په ماشومانو کې دقی اوساراناستې ناروغي ! [/color:fe7522b66f]

هرکال په روسته پاته نړۍ کی په ميلينونو ماشومان داسهال او استفراق چه په طبي ژبه ورته gastroenteritis ويل کيږي مري٠
زموږ په هيواد کې دانارغئ داوړي په موسم کي زياد ليدل کيږي٠
لاملونه :
[color=white:fe7522b66f]په فقيرو ټولنو کی ميکروبي ناروغئ دقی اونسناستې عمده سبب دی٠اوداپخپل وار د محيط،خوړو اوڅښاک دناولتيا په وسيله رامنځ ته کيږي٠[/color:fe7522b66f]
که څه هم په ماشومانو کی هره ميکروبي ناروغئ لکه دغوږ،ستوني ناروغئ، د سږوناروغئ(سينه وبغل)اوورته نورې ناوغئ داسهال اواستفراق سبب کيدی شي،مګر په فقيروکورنيو کي ميکروبونه دناولو ياچټلو اوبو او خوړو له لارې بدن ته لاره مومي٠ناروغ ماشوم دبدن اوبه او ما لګې ضايع کوی٠
نتيجه داشي چه ماشوم خورا ضعيف اوناتوانه شي٠که دماشوم دبدن مايعات او مالګې معاوضه نشي خدای مکړه دمرګ سبب کيدی شي٠
تداوي:
که ماشوم دمور په شدو تغذي کيږي،نوبهتره ده چه دتي رودل دوام ومومي٠
ټول ماشومان اوبو اومالګو ته اړ دي٠ترټولو مناسب محلول (ors(oral rehydration salt په نامه ياديږي چه دمالګو او قندنه ترکيب شوی او داوبوسره ګډيږي٠[color=red:fe7522b66f]
ناروغ ماشوم بايد په تدريجي ډول اوبه وڅښي،معني داچه کوشش مکوې چه داستفراق نه روسته سم دم ناروغ ته ډيرې اوبه ورکړی،داځکه چه ناروغ ماشوم ډيری اوبه نشي تحمل کولی اودډيرو اوبو ورکړه دقي يا استفراق دتکرار باعث ګرزي٠[/color:fe7522b66f]تر ټولو ښه لاره داده چه ماشوم ته صرف دابو غړپ ورکړشي او لړ صبر وشي اوبيا دويم٠٠٠٠٠غړپونه ورکړو٠
که وغواړو چه په ساينتفيک ډول ،دناروغ ماشوم داوبو ورکړه محاسبه کړو نو دماشوم دبدن دهر کيلو ګرام دوزن په مقابل کی ml 0.5 اوبه په هرو 5 دقيقو کی ورکول کيږي. دبيلګې په ډول يو کلن ماشوم چه معمولا 10kgوزن لري،که نوموړی ماشوم داسهال او استفراق په ناروغئ اخته وي نو دی ماشوم ته پهرو 5 دقيقو کی 5ml اوبه ورکولی شي٠البته که ماشوم وکړی شي چه نوموړې مقدار اوبه تحمل کړي،په متوسط ډول په هرساعت کي داوبو(ors محلول يادهغه معادل چه په ددرملتون يا درملځي نه ترلاسه کيږي) مقدار دوه چنده او دڅکلو تر منځ وقفه هم دوه چنده شي٠
که ناروغ ماشوم پدي ډول تداوي شي،تر 6 ساعتو روسته به وکړی شي چه جامد غذائی مواد يا خواړه لکه وچه ډوډۍ يا وريجي وخوری اوتحمل ئی کړي٠کوښښ وکړئ چه ماشوم ته غوړين خواړه تر٢٤ ساعتو پوری ورنکړی شي٠که دماشوم ښه نه وي ،په عاجل ډول شفاخانې ته ورشې٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more