د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دسخر او سخرترمينځه رشته

انوارالحق
01.03.2010

سلامونه او نيکې هيلې
زه يوسوال تاسو نه پوښتل غواړم چه دسخر او سخرترمينځه رشته چه په هندۍ ژبه کښې ورته سمدهی(سړی)سمدهن (ښځه)ويئل کيږی ته په پښتو ژبه کښې څه ويئل کيږی


و.افغان
07.03.2010

سلامونه
د پښتو پړانګانو!
ځمونږ د ګران نوي راغلي ورور انوار الحق د دې ښکلې پوښتنې ځواب ورکړئ.
چېرته ورک يئ چې درک مو نشته.

په درنښت


انوارالحق
22.03.2010

وهاج ساپی صیب ډیره ډیره مننه

خه نو ګرانه پښتنو ستاسو دخاموشۍ نه زه دا مطلب اغستې شم چه په پښتو کښې ددې رشتې له پاره خاص نوم نیشته که څنګه؟


ستاسی ځواب انورالحق وروره

پښتون.
22.03.2010

اسلام علیکم !
په پښتو کښی د یو سخر (خسر )او د بل سخر (خسر)او ښځی چی ورته خواښی ګانی وایی ، دی د یو بل سره خیښی لری پدی خاطر ورته پښتو کښی خیښان ویل کیږی .او دا کیدای شی چی د پښتنو په نورو سیمو کی په بل نوم سره یاد شی.
هیله ده چی ستاسی د قناعت وړ اوسی.خو ستاسی هندی ولی د پښتو نه دومره غښتلی ده .
سخر=سسر
خواښی=ساس
خیښ=سمدهی
خیښه=سمدهن


پښتون.
26.03.2010

زما په خیال چی دا ځوابونه ستاسی د قناعت وړ ندی ؟ او که د بل چا نه مو د ځواب غوښتنه وه.


انوارالحق
09.04.2010

ګرانه پښتون صیب

ډیره مننه ستاسو په جوابی لیکنه ډیر زیات خوشال شوم
او ستاسو داخبره سمه ده زمونږ په سوات کښې ورته هم خیښی دوستی ویئلې کیږی خو زه په دې نه وؤم پوهه چه دغه رشتې ته مخصوص نوم په پښتو کښې ورکړې شوې کنه
بله خبره داده چه دا نومونه ډیر زیات استعمالیږی هم نه ٠ په دغه وجه ددې په باره کښې چاته ډیر علم نیشته

ستاسو يو جهان مننه


انوارالحق
09.04.2010

دهندۍ او پښتو خبره خو داده ګرانه روره چه نن صبا که هر ځایې کښې اوګورو نو په پښتو وینا کښې پښتو دومره نه ویئلې کیږی څومره چه پکښې هندی یا اردواستعمالیږی او ویئلې کیږی٠
وجه دهغې یو خو په پاکستان کښې داردو ژبه ده اوبل په پښتنو کښې د هندۍ فلمونو کتلو زیات والې دې٠
خیر دا خو دژبو دپاره یو فطرتی عمل وی چه پکښې دنورو ژبو الفاظ او ټکی شامليږی او دهغې سره دغه ژبه نوره فراخه کیږې او دخپل ارتقایې عمل نه تیروؤځې ترقی کوې٠
زه په خپله داشوق لرم چه دپښتو هغه الفاظ مخی ته راولم کوم چه ډیر کم استعمالیږی یا دهغې استعمال متروک شوې دې ، خلقو دخپلو ویناګانو نه ویستې دې ٠ په دغه وجه ددې ټکو پوښتنه مې وکړه
زما پښتو کمزوری ده که په څه ټکو کښې خطایې راغلې وې نو بخښنه غواړم

تل اباد او خوشال اوسئ



10.04.2010

انوارالحق صيب پخير راغلئ او هر کله راشئ !
خېښي همدغو نوې خپلوۍ کولو ته وايي، اړونده غاړې سره خېښان ياديږي، د ناوې مور او پلار د شاوو خواښې او خسر دي او د شاوو مور او پلار د ناوې خواښې او خسر دي . خينه د ناوې خور ته او ليور د شاوو ورور ته وايي ، نور خپلوان لکه ما ما ، کا کا ، د مقابل لوري د خسر- ماما، خسر- کاکا په نامه يادوي!
په بښتو کې عمه ته ترور وايي ، خو د خاله ته نوم نه لري، که خاله(دمور خور) ته
د ماما سره نږدې [color=blue:40d4c8a4da]مامور[/color:40d4c8a4da] وويل شي ، بده به نه وي ، بيا به نو په نوې خېښۍ کې هم د هلک او جلۍ مامور ته مقابل لوری [color=yellow:40d4c8a4da]خسر- مامور [/color:40d4c8a4da]وايي!
خو دغه جمله ډير محدود او په ځانګړو شرايطو کې اعتبار پيدا کوي او له ډير احتياط نه وروسته بايد بايد وويل شي چې :
[quote:40d4c8a4da]خیر دا خو دژبو دپاره یو فطرتی عمل وی چه پکښې دنورو ژبو الفاظ او ټکی شامليږی او دهغې سره دغه ژبه نوره فراخه کیږې او دخپل ارتقایې عمل نه تیروؤځې ترقی کوې٠ [/quote:40d4c8a4da]
که نه دا جمله د ګمراهۍ سبب ګرځي ! ځکه مونږ او تاسې خو وينو چې د انګلېش او اردو ټکو کارولو بښتو نه يواحې محدوده کړې بلکې ورکه کړې ده او د همدې ورکاوي له پاره ار دو په لرو پښتنو تحميل شوې ده ، د پښتون د وطن نوم او ژبه چې ورک شو نو پښتون او د هغه هويت هم ختم شو، ځکه خويې نه صوبې پښتو نوم درلود او نه يۍپښتو ژبې رسميت ! دا دواړه بنديزونه د پښتون د ورکولو شتراتيژۍ وې او لا دي چې پنجابيانو، په تيره مسلم ليک پلي کړي او لا هم پلي کوي يې !


انوارالحق
10.04.2010

ګرانه پتوال صیب ډیره مننه اباد وؤسې
تاسو ډیر په تفصیل سره دپښتو رشتې ذکر کړې ډیر خوند یې وکړو
ماچه کومه خبره لیکلی ده ددې نه زما قطعاً دغه مطلب نه دې چه انګریزی او اردو دې په پښتو کښې داسې ګډه شې چه دپښتو رنګ ختم شې بلکه ما دا لیکل غوښتل چه هغه الفاظ او ټکی کوم چه په پښتو کښې نه وې او یا هغه نومونه او څیزونه کوم چه نوې په وجود کښې راځی او عموماً نومونه یې په انګریزۍ ژبه کښې وی هغه که پښتو ته راشی نو بده به نه وی او دغه نومونه خو په نورو ژبو کښې هم په دغه ډول شاملیږی لکه که مونږ دعربۍ ژبې مثال واخلو نو په هغې کښې دغه نوی الفاظ شاملیږی او استعمالیږې دغه شان دغه نوی الفاظ دعربۍ رنګ اخلی او ځان په عربۍ ژبه کښې ځایې کړی خومهم خبره داده چه عربانو عربی ژبه خپله کړی ده که انګریزی زده کوی او که فرانسی خو هر څه په عربۍ ژبه کښې کوی
اوس که مونږ خپلې پښتو ته اوګورو نو داژبه مونږه په خپله سپکه کړی ده ددې په زدکړه استعمال او ترقۍ کښې مونږ دومره غوروفکر نه دې کړې کوم چه دې ته پکار دې په پاکستان کښې خو پښتو صرف دویئلو پورې محدود ده که تعلیم دې او که دفتر په هغې کښې پښتو ته دیوې ژبې حیثیت نه دې ملاو او که چرې څوک دا دعوه کوی هم چه پښتو دپښتونخوا قامی ژبه نو صرف تر وینا پورې ده
په پاکستان کښې دتعلیم یافته پښتنو خوداحال دې چه پښتو لوستې قدرې نه شی پاتی لا دا خبره چه دوی به په پښتو کښې لیکل وکړی او مقالې به ولیکی ډیره ناشنا خبره ښکاری او تاسو څه فکر لرئ چه دغه خلق به دپښتو غم اوکړی او دپښتو په ترقۍ کښې به خپل کردار ولوبوی ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ هیڅ کله نه
دا خو شکر دې چه څه لږ ډیر فکر لرونکی پښتانه شته چه لا دخپلې ژبې غم ورسره شته ګینې زمونږ ه خپل قام پرسته پښتانه هم لا تر اوسه په دې کښې شاته دې صرف دخبرو دې چه په جلسو جلوسونو کښې غټې غټې دعوې کوی خو تر اوسه ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ ٠ دپکۍ واده دې کله به کیږی
هغه دصوبې نوم موهم ډیر په منتونو دهغوی پنجابیانو د مرضۍ مطابق په نصیب شو
داټول څه دې مونږ ځان په خپله ورکوؤ او که نور څوک په دې کښې ګډون لری زما سره دخپلې ژبې قدر په خپله نیشته نو زه د نورو نه دڅه طمع وکړم پتوال صیب دا خو یو څو غمخوار دې ګینې دوې ته چه دپښتو خبره کوې وخت ورسره نه وی چه صرف ستا خبره واوری ٠ ګیله مې دخپل ځان نه ده بل څوک ګرم نه دی ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more