د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

د ډيورن د کاغذلاين حقوقي ارزونه

اور- بل
08.02.2010

په دغه لينک کليک وکړئ :

http://www.larawbar.net/detail.php?id=72


محمد احمد حمي
09.02.2010

غوټۍ وربل خوري يوه نړۍ مننه


كريم كامران
15.02.2010

السلام عليكم.

په دې لینک کې استاذ روستار تره کي د يوه بهرني تړون د تصويب او نافذيدو لپاره ځیني شرطونه ذکر کوي.
ماته داپوښتنه راپیدا شوه چې آیا دا شرطونه مخکې له دې چې دډیورنډ تړون لاسلیک شي، په هغه وخت کې هم په نړیواله کچه متفق علیها شرطونه ول؟؟ ترڅو دخلاف ورزۍ په صورت کې تړون باطل وګڼل شي؟؟
مثلا استاذ تره کی دبهرني تړون دتصویب او نافذیدو لپاره یو شرط دا وړاندې کوي:
[quote:a905662e66]۵- په موافقه ليك باندې بايد په اتفاق سره، د دولتي اړخونو له خوا په نړيوالو سازمانونو چې وروسته جوړ شول لكه جامعه ملل يا ملګرو ملتونو د تړونونو په ارشيف كې ثبت شوي واى. دغه عمليه هم تر سره نشوه. [/quote:a905662e66]
دملګرو ملتونو سازمان خو په ۱۹۴۵م تاسیس شوی چې دډیورنډ دموافقتنامې څخه څه دپاسه ۵۰ کاله وروسته وو چې طبعا ددې شرط په ځای کول ناشوني وو.

یا مثلا بل ځاي لیکي:
[quote:a905662e66]د ويانا د ۱۹۶۹ ز كال د شپږمې مادې د كانوانسيون له مخې په نړيوالو حقوقو كې يوازې يو خپلواك دولت او يوه بين المللي موسسه د بين المللي حقونو د متصدي يا فاعل په توګه يو بين المللي تړون د لاسليك كولو اهليت لري.[/quote:a905662e66]

دلته هم استاذ د ۱۹۶۹م کال دویانا د کانوانسیون پریکړې په ۱۸۹۳م کال دډیوړنډ په موافقنامه کې له اعتباره غورځیدلې ګڼي. او زیاتوي:
[quote:a905662e66]د ويانا ۱۹۶۹ ز كال كانوانسيون په خپل ۵۳ ماده كې ليكلي: (( هغه تړون باطل شمېرل كېږي چې د انعقاد په وخت كې د بين المللي حقوقو د عمومي موازينو سره په تضاد كې قرار ولري. دغه موازين په مجموعي توګه د نړيوالې ټولنې له خوا منل شوي او تر هغه وخته پورې اعتبار لري چې نوي حقوقي اصول د هغو ځاى ونيسي. د ډيورنډ موافقه ليك موضوع د پولو تثبيت و. بناً په دغه اړه باندې د تړون مشروعيت تر سوال لاندې نه راځي.[/quote:a905662e66]

نو که دا شرطونه په نړیوالو حقوقي تعاملاتو کې نوي شرطونه وي لکه څنګه چې له پورتنیو اقتباساتوڅخه ښکاري آیا دا شرطونه به څومره داعتبار وړ وګرځي؟؟؟؟

ستاسو دځواب په هیله


pattang
15.02.2010

دا قوانين مخته او هم شاته صدق کوي٠
دواړو اميران چې د ډېورن کرښه يې امضا کړې خپلواک نوو٠ نو څکه دملت استازي
نشي ګڼل کېدی ، دواړه دا نګليس مذدوران وو ، ددوی لاسليک په حقيقت کې
ديوه انګليسي مامور لاسليک دی نو داسې خلک د ملي خاورې دخرڅېدو حق نلري
٠ يانې داپر دې مانا چې انګليس په خپله امضا کړې ٠


عادل عادل
16.02.2010

سلامونه

"تحت الحمایه" څنګه تعبیروئ؟

ایا دا پر ځای اصطلاح ده او که د ویرې او شخصي مصلحت محصول؟


عبد السلام
16.02.2010

واضحه خبره ده چې په زور تپل شوې موضوع ده ، نه یواځې دا چې په امیر عبدارحمن خان په زوره تپل شوي ، بلکې داستقلال داخیستو په وخت کې هم کله چې دټولې پښتونخوادآزادۍ موقعه وه هم دانګریزي ایجنټانو له خوا دملت سره په پوره پیمانه خیانت شوئ.په دې کې نه نادر خان بری دی او نه هم امان الله خان .
دا اوس فی الحال چې په نادعلی اومارجه کې د هر یو کس په سر ۵۰۰ کسه دتوپ ،ټانک اوطیارو سره یو خوا شوي ، دهمغې زړې انګریزی نقشې اوهم دخپل پنجابی ایجنټ د حفاظت اوبقا لپاره دي . طالبان یواځې اویواځې ددوې دپراخو او پټو اهدافو ته درسیدو په لړ کې په پوره سادګۍ دسر په بیه استعمالیږي .


pattang
16.02.2010

داستا نظر دی خو نيم يې درست او نيم يې سادګي دالا نظر (کوچي) دی ٠
کومه بله سياسي لار لرې ?????????

[quote:2b62015d0b="عبد السلام"]واضحه خبره ده چې په زور تپل شوې موضوع ده ، نه یواځې دا چې په امیر عبدارحمن خان په زوره تپل شوي ، بلکې داستقلال داخیستو په وخت کې هم کله چې دټولې پښتونخوادآزادۍ موقعه وه هم دانګریزي ایجنټانو له خوا دملت سره په پوره پیمانه خیانت شوئ.په دې کې نه نادر خان بری دی او نه هم امان الله خان .
دا اوس فی الحال چې په نادعلی اومارجه کې د هر یو کس په سر ۵۰۰ کسه دتوپ ،ټانک اوطیارو سره یو خوا شوي ، دهمغې زړې انګریزی نقشې اوهم دخپل پنجابی ایجنټ د حفاظت اوبقا لپاره دي . طالبان یواځې اویواځې ددوې دپراخو او پټو اهدافو ته درسیدو په لړ کې په پوره سادګۍ دسر په بیه استعمالیږي .[/quote:2b62015d0b]


Dr. Zubair
19.07.2010

ما اوریدلي چې دډیورنډ په اړه دوی هم له حقوقي پلوه دلایل او لاسوندونه لري.
که ددوی دلایلو او لاسوندونو ته څوک یوه کتنه وکړي او له حقوقي پلوه یې وتلي چې څومره په تول پوره دي؟
ډیره به ښه وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more