د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ښاغلي عبدالباري ( جهاني) شعرونه


محمد اسحق شيوانی
18.03.2004

.......................................اوس به څه ليکي شاعره.

هغه ستا د ابا مينه تالا سوې
چه تندي کي دي سجدي ورته ساتلې
دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري
وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولي
پر کورورنو د بلا ساه ده ختلي
له باڼو تر ګريوانه د اوښکو کوردی
له زلمو شونډو موسکا ده کوچيدلي
پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره
د خند ا جنازه ولاړه غم لړلې

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس په ساندو کيسي وزي له کابله
چه کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو
سور سالو يې د لمبو رنګ دي اخيستی
چه په ښکلي وه باغونه د انګورو
پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟اړي
پر تېر سوی دی ناورين د زورورو
ماشومان يې بلا ګاني په خوب ويني
افسانې د بريتورور، ږيره ورور
د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده
هره مورده پر هارونه د ناصورو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

کډي کوم وطن ته وړي دا کور خرابي
اوس به څوک اوي آواز د پر ديسانو
کوم ولات کي يې درمل ورته ليکلي
څوک به اوري فريادونه د زخميانو
څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو
څوک به وزاړي سلګۍ د يتيمانو
څوک به بيرته لو پټه د خور پر سرکي
څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو
د نښتر وني جنډۍ سوې د فبرونو
لا رواني دي جوپې د شهيدانو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک له فلندره سره زاړي
اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه
څوک به اوښکي تويوي پر مينانو
څوک به ژاړي په کيږديوکي نکلونه
کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي
يادوي به ديارانو سفرونه
څوک به اوي کرامت د ددرووشانو
څوک به ګوري پر رحمان باندي فالونه
څوک به نيسي د ديدن د ګودر لاري
له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک د هندوکُش سندري بولي
اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو
اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي
څوک به ليکي قصيدې د کونړونو
څوک به بولي له آمو تر ابا سينه
غر او سمه د سرکښو اولسونو
څوک به بولي له اټکه تر مالانه
قلا ګاني د با با له ميراثونو
اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي
د هلمند څخه شر نګی د امېلونو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس به څوک را يادوي تيري خبري
اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه
اوس به څنګه نکچي غاړه تازه کي
اوس به څه وايې زامنو ته پلرونه
اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي
اوس به څوک تسليموي اصفهانونه
کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته
کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه
کوم اورنګ به خپل زخمونه ويني ژاړي
کوم خوشال به لړزوي په کټ کي زړونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کي
د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه
اوس به کومه تر پېکۍ ير بولدک ورسي
کومه چيغه به کي سره ساړه رګونه
کوم لاسونه به مرۍ د فاتل نيسي
څوک به راسي د ايوب سره ملګري
څوک به واچوي سندروته نومونه
څوک به تاوکړي د با با بکړۍ له سره
څوک به وران کي د ازل کښلي خطونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي
چي يې غړي تښتول د رستمانو
نن هغه غشي د خور ټيکري پېيلي
چه يې زړونه سوري کول د سر کښانو
نن هغه اور د اباپر مينه بل دي
چه کرلي يې لمبې پر ګُرګينانو
نن هغه توره د ورور په وينو سره ده
چه څيرلې يې سينې د غليمانو
نن هغه سالار د بل په پښو کي پروت دی
ککرۍ چه يې وهلې د بتانو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس له ګوتو د مطرب ويني را اوري
ژبي سل ځايه زخمي د شهبازونو
د سندرو سره غبر ګي واېي ساندي
د رنځورو زګيروي ځي له ربابونو
اوس به چېري د زلميو څوڼي غورځي
ګنهکاره سوه سورناږغ د ډولونو
شپې ته راغله انګولاد بلاګانو
شمع کوچ سوه د محفل له ماښامونو
د تيارو اجاره دار محتسب راغی
خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګي
نه شر نګۍ سته د پاوليو نه پايلو
پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی
زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو
نه محفل کي ګناهونه ياغي کېږي
نه خيام سته د توبو د ماولو
سپين لاسونه د ساقي به چيري ويشي
پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو
اوس به څوک رنګونه تش کي په قلم کي
څوک به ليکي دېوانونه د غزلو

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

اوس نسم راوړي خبر د تورو وځو
اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه
آفتونو پکښي کړي ځاګۍ دي
جنازو پکښي او ډلي دي کورونه
وايې نسته کجاوې شا ليا ورو ورو
پيغلي نه نيسي د اوښو پېزوانونه
اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېي
له قاصده سره نسته سلامونه
په کوذو کي يې زموږ پلونه بېګانه دي
له ا غيار سره يې کړي پيوندونه

اوس به څه ليکي شاعره راته وايه
راته وايه اوس به څه ليکې شاعره

................................................... ٢٠٠٠\٣\٦ وير جينيا

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی



هيواد شېرزاد
29.03.2004

ګران شيواني صيب او نورو ملګرو دوستانو ته ډېر ډېر سلامونه.
خورا ښايسته شعر مو د جهاني صيب ليکلی و، زه به هم د هغه يو ښکلی شعر درته وليکم.
د شعر نوم دی:

::::::::::::::::::::::::::: [size=22:d04bb4cc6e]د خلکو خولې نه تړلي کيږي[/size:d04bb4cc6e] :::::::::::::::

............ يــــو ســــړی وو خــــــپله ښځه ورسره وه
......................... دی پــــياده ښځه پر خره باندې سپره وه
............ د مــــېړه او دمـــــېرمـــــني مــــرکــــــه وه
......................... څـــــه غيبت وو څه صفت کيسه توده وه
............ څـــــــه له يوڼو څه له خواښې په ګيله وه
......................... څه يې نورې کيسې کړې لاره اوږده وه
............ پــــر سړي بـــاندې مېرمن وه ډېره ګرانه
......................... يـــــوه ورځ يــــــې ستړی نه سو له بيانه
............ چېرتــــــه نــــاسته وه ټولۍ د بېکارانو
......................... مسافر تـــــــه يــــې سو پــــام د ظالمانو
............ ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته
......................... دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته
............ دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي
......................... نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه شرميږي
............ نـــــــه معلوم دئ ورتــــــه قدر د مېړونو
......................... نــــــه بــــــېريـــــــږي د عالم د پېغورونو
............ د مېـــــړه مقام کتــــــاب دی ذکــــر کړئ
......................... خدای پـــــخپله پــــــه قران کي پېژندلئ
............ کــموي دمـــــــړو قـــــدر بـــې ننګان دي
......................... دا بې قومـــــــه دا بې پلاره ناکسان دي
............ سړي واورېـــدې د ډلي سپکي سپوري
......................... لا تـــر غوږ يې سوې يو څو خبري نوري
............ ويــــل ښځي تــــه پــــياده سه زه سپرېږم
......................... ددې خلــــکو لـــــه پــــېغور څخه بېرېږم
............ چي لــــه کلي څخه ووتـــو دبـــــانـــــدي
......................... زه پيـــــــاده ځم ته سپره له ما دوړانـدي
............ چي پــــياده ښځه روانه سړی سپور سو
......................... پــــــه يوه ګړي کي جوړ ورته پېغور سو
............ ويل وګورئ ظالم چي پر خره سپور دئ
......................... په مزلو يې ښځه مړه کړه مخ يې تور دئ
............ جګه ونـــــــه سور يې مخ دئ اوږې پلني
......................... پـــــه مړانـــــه کـي کمزورئ تــــر مېرمني
............ مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ
......................... پـــه خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ
............ دا لـــه خدايــــــه نه شرميږي ظـالمان دي
......................... په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دي
............ چي پـــه کور کي وي لوی سـوي نازولي
......................... دوی سپـــاره ښځي پياده ور سـره ځغلي
............ هـــمېشه د بل پــــه لاس پـه نس ماړه دي
......................... نــه دجنګ دي نه د ننګ تـيار خواره دي
............ چـــي ســـــړي خبري واورېدې حيران سو
......................... سمــدستي له خره را کښته سو روان سو
............ خـــــر د مــــــــخه دوی تر شا وهل مزلونه
......................... ويــــل ګوندي اوس به کم سي پېغورونه
............ لا يــــــې شـــــــل قدمــــــه نه وه اخيستلي
......................... لا دکــــــلي مــنځ تــــه نـــه وه رسېــــــدلي
............ چــــي تـــر غوږ يې سول د خلکو اوازونه
......................... د هلــــکانـــــو د لـــــويـــــانو ريشخندونه
............ دا ســــړی او ښــــځه دواړه لېــــونيان دي
......................... خــــر دمــــــخه دوی پياده پسې روان دي
............ کـــــه پـــه پښو يې دئ دا اوږد مزل وهلئ
......................... نــــــو يـــــــې خـــــر د څــــه دپاره رانيولئ
............ پــــه خنـــــــدا يــــــــوه را ږغ کړله ځوانانو
......................... لــــــــــــه عـــــــالمـــــــه بـــــــې خبره هلکانو
............ دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ
......................... پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ
............ دوی لـــه خـــره ســــره روان ورسره مله دي
......................... کـــه دا خــــر ور سره نه وي دوی ړانده دي
............ هم مـــــــېړه هم يې مېرمن پر دې سلا سول
......................... لــــــــه ناکام څخه سپاره د خره پر شا سول
............ بـــيا لـــه سره يې شروع خپلي کيسې کړې
......................... ور پــــه زړه يــــې تــيري تيري خاطرې کړې
............ ورپـــياد يـــــې کـــــړل د خلکو ريشخندونه
......................... پــــــــر هر موړ باندي ښکنځل او پېغورونه
............ چي نــــــاڅاپـــــــه يــــوې ډلــــــي د ځـوانانو
......................... لـــــــه عــــــــالمــــــــه بـــــــېخبره بـــــېکارانو
............ ويــل وګــــــورئ دا څــــونــــــــه ظـالمان دي
......................... پـــر يــــوه خــــره سـپاره دوه تــــنه لويان دي
............ نــــه زړه ســــوی لـــــري دا خلـک نه زوريږي
......................... نــــه لـــــه خدای نـــــه له عـذاب څخه بېريږي
............ نـــــــه يې شـــــرم لــــــه مخلوقــــه د دنيا سته
......................... نـــــه پـــــه زړه کي يـــــې څه وېره د عقبا سته
............ کــــه هر څو يې ځان لــــه موږ څخه پردی دئ
......................... کـــــه حيوان دئ ژبـــــه نــــــــه لري ګنګی دئ
............ خــــو د خـــــدای لــــــه قهره هم بېره په کار ده
......................... يــــــوه ورځ د ټــــولــــو خلکو ګـــور ته لار ده
............ پــر حيــــــوان باندي چا ايښئ دومره بار دئ
......................... خدای تــــه وګورئ يو څه انصاف په کار دئ
............ پــــه قيـــامت بـــــه راژوندی دغه حيوان سي
......................... سمدستي بـــــــه د خاونــــد پر لور روان سي
............ دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي
......................... پــــه اوږو بــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي
............ لــــه مېـــــړه لـــــه ښځي ورکــــه سولــــــه لاره
......................... هم لـــــه خره هم لـــــــه سفره ســـــــوه بـــــېزاره
............ مېــــړه بـــــيا پــــه پښو روان ښځه سپره سوه
......................... بـــــيا لـــــه ســـــره هغه نــــــوې نـــــنداره سوه
............ دروازې د ښــــار بــــنديــــــږي پـــــــــه قلفونو
......................... څوک تــــــړلای نـــــــه سي خولـــې د عالمونو

................................................................................. (جهاني)



محمد اسحق شيوانی
03.04.2004

ګران ورور هيواد جان شيرزاد صاحب هيله ده چه ده زړه له کومي مي سلامونه قبول کړي.
ښاغلي هيواد وروره! ډير ښه شعر مو ليکلي دي، خو ماچه کم شعر ليکلي دي، باور وکه چه هغه شعر ماته تر قندو کوږ ښکاري، او په ويلو يې ډير خوند اخلم، خو تاسو يې عنوان (ټايټل) بدل کړي . که دهغه څه خاصه وجه وي نو ماته يې بيان کړي ډيره مهرباني به دي وي.

..................................................[size=24:ba33d949ce]چي رانه سې پسرليه[/size:ba33d949ce]

.................................................[size=7:ba33d949ce]د خوشحال خان خټک د بهارپه قصيدې په پيروي[/size:ba33d949ce].

هی افسوس چي بيا به رانه سي بهار
نه ځولۍ ځولۍ ګلونه نه ګلزار
نه ښايسته به سي ټالونه په پېغلانو
نه ولاړ به وي زلمي کتار کتار
نه روان به وي همزولي لاس تر غاړه
نه نورورز نه ګل سرخ نه شالمار
نه به ښکلي وي د ښتونه په زلميو
نه به پورته له باغونووري چغار
نه هب بيا خوشال ايستلې توره راسي
نه به بازغوندي منګول سره کي په ښکار

نه به سره تبۍ کي مځکه د مغولو
نه لښکر به د غليم کي تار په تار
نه مرغان به د رحمان پر غزل ژاړي
نه بې ګوري څوک فالونه پر ګفتار
نه به څوک د قناعت په اطلس وياړي
نه به ګرځي په خرقه کي شهريار
نه به کړنګ وشنو پيالو ته حميد ورکي
نه به شونډي پکښي ويني د خپل يار
نه به اوښکي تويوي پر مسافرو
نه به فرش کي په لېمو دلبر ته لار
مهاجري سولې ورځې شبستان ته
د تور تم لښکر نيولی د لمر ښار

نه د زرکو په نارو دي غورنه ښکلي
نه بازان خوني منګول تېره منقار
نه نارې دي د چڼچڼو د قُمريو
نه شاهين پسي وتلی دي په ښکار
په ګزمو د شيطانانو سترګي ګرځي
منګي نسته پر ګودر باندي کتار
پاولي نه کوي شرنګی پر ګودرونو
پېغلي نه لري خالونه د سينګار
نه غوټۍ دي د سوما له اوبو مستي
نه لښکري د بورا ګرځي خمار
نه وږمې ګرځي په شپوکي د ګلونو
نه شبنم له غونچو الوزي سهار
هره خوا ګرځي لښکر د صيا دانو
اوس بلبل ترانې نه وايې په جار

د نارنجو ګل به څوک ګرېوان ته يوسي
محتسب چي وي وهلی ننګرهار
څوک به وليکي خاټول ته غزلونه
د مرګي لښکر چه پروت وي پر مزار
ګناه کاري سوې جنډۍ د زيارتونو
نه سخي سته نه لمن د لاله زار
جنازې دي چي را اوري پر کورونو
مستي نه لري کوڅې د کندهار
ستا په نوم چي ورانوي د وطن څلي
ربه ته يې په لعنت که ګرفتار
د احمد پر مېنه مه وای زېږېدلي
مه يې مور ددې وطن وای مه يې پلار
نن يې اور د جنازو پر وطڼ بل کړ
هم لښکرو د غلم هم د بادار
خدايه يو زخم خونه دی چه به جوړ سي
کال په کال دي پرهارونه وار په وار
چه به ويښي په ناور وې د نکلونو
له هغو کيږديو پورته دی کوکار
چه دښتونه يې وه ښکلي په اورونو
له هغو خېمو کچکول باسي مالدار
نه شپانه سته نه کيږدۍ نه رمې ګرځي
نه په دښت کي د لېوانو پروت دی ډار

خدايه ورکي سوې شملې دشمله ورو
نه سرونه سول راپاته نه دستار
له قاصده سره نسته پيغامونه
بد شګون دی ستر ګي سری دي د رويبار

رباتونه نا بلده راته ښکاري
قافله پر کومه ځي کرار کرار
توره شپه ده کنډوونه کږ لېچونه
يابه ړوند وي يا جاهل کاروان سالار
له خزانه تر خزان پوري ژوندون دی
نه يوه لحظه سکون سته نه قرار
هره ورځ يې له دوږخ څخه را وزي
پر تندي د هري شپې ليکی نار
هر ساعت يې قيامتي اورونه اوري
زخمي کډي باروي زړونه افګار
کور او کلی د سکروټو کروندې دي
ورور له وروره زوی له پلار څخه بېزار
لاټولۍ د لېوني محتسب ګرځي
نه پر سد يې دی پرې ايښي نه هوښيار
د مطرب له شهرازونو اوښکي اوري
نه په سور کي يې رباب دی نه سيتار
نه په غلا نه په ښکاره يې ديدن کېږي
د جانان کوڅې نيولي دي اغيار
نه ساقي ډکي پيالې راوړي محفل ته
نه ياران دي په مستيو کي سر شار
نه دګل په نصيب سرې شونډي د پېغلو
نه بورا سينه څيرلې ده په خار
ځه په مخه دي ګلونه پسرليه
درته نور به وي ملکونه انتظار
دا يتيمي څڼي نه غوځي اتڼ ته
دا زوی مړي تاته نه دي د روزګار
ته د کونډو اوښکونه يې د پوښتني
د زهيرو زړونو مه اخله آزار
جهاني د خوشحال خا له برکته
د سکروټو په قلم ليکي اشعار

............................................................ ويرجينيا
........................................................... ٢٠٠١\١٠\٣

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی



محمد اسحق شيوانی
09.06.2004

................................ [size=24:890f538812]دغه زما غيور ولس دی.[/size:890f538812]....................

دغه توري سپيني ږيري
داببر ببر لاسونه
دا سري سري دا غټي سترګي
له هيبته ډک مخونه
داله زوره ډکي موټي
دپولادو مړوندونه
غيرتي ډبرين زړونه
دا زيږې زيږې خبري
دزمريو آوازونه
په سرونو کي يې شوردی
په سينو کې توپانونه
دا کږې وږي بګړۍ به
يوه ورځ سره غونډيږي
تر يو څو جرګو را وروسته
دتوپان په دود خروښيږي
دکلو تږي درې به
بيا په وينو اوبه کيږي
د غليم په بنګلو کي
هلته بل ميوند جوړيږي

جلا لا به را ژوندۍ کي
د اکبر په ميخانوکي
درز به واچوي سينو کي
ډار به واچوي په زړوکي
د خنجر عکس به يوسي
جهانګير ته په جاموکي
د اورنګ شراب په ورکي
دسرونو په کاسوکي

دا تر پښو لاندي قبرونه
دا هېرسوي لحدونه
هر لحد يې افتخاردی
پکي پټ دي داستانونه
دا تاريخ دمېړنيو
دنيکونو يادګارونه
هره پاڼه يې غيرت دی
په هرباب کي توپانونه
دا په وينو روزل سوي
دا لاله دا سره ګلونه
دا دغورنو لوړي څوکي
په لمنو کي لالونه
يو دبل په غېږا غوستي
لاړ پر لاړ پېيلي غرونه

دا وطن دعقابانو
دا ځالۍ ده دبازانو
دا خيبر دي دا شمشاد دی
قتلګاه دپرنګيانو
دا سرکښه دا مغروره
غزرائيل د دښمنانو
هر سيلاب يې بتشکن دی
هره دښته يې ميوند دی
د توپانه ډکي وريځي
هريو څاڅکی يې هلمند دی
هر وړوکي يې دريادی
افريدی دی که مومند دی
پکي غورځي د پلار وينه
د ميرويس نيکه پيوند دی

دا ميوند ميوند دښتونه
دا هلمند هلمند رودونه
له غيرته ډکه مېنه
دا اټک اټک سيندونه
په څپوکي يې رزمونه
په هر موج کې سيلابونه

دا وطن دی زمريو
دا هيواد به آزاديږي
دا دمست پښتون ولس دی
دا په وينو کي غوريږي
په دې جنګ يې پلار مړ دی
چي ميدان ويني مستيږي
هيبت پروت دی دې لاسوکي
زولنې ځني بيريږي
دا يې زېری دطغيان دی
لا سبا توپاني کيږي

بيا به ګرم کي بزمونه
بيا به خپل کي دا دښتونه
بيا به سور دسمال تر ملا کي
بيا به تاوکي چنګ برېتونه
له آمو تر اباسينه
سره يو به کي موجونه
کي به ناڅي ښکلي پېغلي
سپيني لېچي سره لاسونه
کي به ځي کاروان د اوښو
ور آزاد به وي مزلونه
کوچۍ ښکلې به ور اخلي
تر سالو لاندي ګامونه

يوه ورځ پر دغه ځمکه
په همدې تنګ دروکي
د آمو مستو څپوکي
د اټک دسند موجوکي
تر همدغه آسمان لاندي
ه همدې خاوري دښتوکي
د بازانو له ځاليه
د عقاب په آشيانوکي
د پړانګانو په کوروکي
د زمريو په زانګوکي
د همدې غرونو لمن کي
دغو ورانو خرابو کي
د سکندر لېچي وې ماتي
د چنګېز پر کور ناورين ؤ
د اورنګ خنجر يې پڅ کی
د پرنګ توپ يې خاموش کی
دبابا زړه يې لا شين ؤ
هره تيږه يې پاميرؤ
هر لښتی يې اباسين ؤ

دغه شني آسمان شاهد دی
دغه ستورو هم ليدلو
دغه لمر، دغه سپوږمۍ وه
دغه ورېځو هم کتلو
دسبا د جنګ په طمع
موږ دا نن لا خروښېدلو
دسرونو بازار تودؤ
مستانه باندي ورتللو
بيا به ګورئ بيا به وينئ
پردې ځمکه قيامونه
زندانونه به ماتيږي
ترې راوځي به مړونه
شخي- شخي به شملې وي
تور ببر- ببر برېتونه
د ملالي دننګ چيغي
پر دښمن باندي تاختونه
بريالي به را روان وي
د نېزو په سر،سرونه
بيا اختر به وي دفتحې
په سرو وينو سره لاسونه
نړوي به سوځوي به
د زاړه دښمن قصرونه
هيبتي ناري به واورئ
لړزوي به آسمانونه

بيا به دا آسمان شاهدوي
زموږ دفتحي د جشنونو
خُم به سر پر سر تشيږي
دمستانو په جامونو
غليمان به فراريږي
د ايمل بابا دغرونو

څوچي غرونه وي پرځمکه
څو سيندونه لا بهيږي
څو مجمر د آسمان تود وي
دجهان پر مخ ځليږي
څو چي ورېځ پر آسمان ګرځي
څوچي څاڅکي ترې توئيږي
څو په نوم انسانيت وي
د بشر په نوم ياديږي
دپښتون قام به ژوندی وي
او همدلته به اوسږي
دغه زما غيور ولس دی
دغه زما توپاني قام دی.
...................................... ښاغلی عبدالباري (جهاني)
*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+* ١٩٧٤__اګست، کابل

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی



هيواد شېرزاد
19.06.2004

::::::::::::::::::::: موږک شېر ::::::::::::::::::::::::

د لـوی ښار څخه دبـــــانـــــــدې يــــــــــــــو دره وه
جوړه کړې يـــــــــــــوه شيخ پــکښې دېــــــــره وه

پر سجده به خدای ته پروت و په خواستونـــــو
ټـــــــولې شپې يې تــــــېرولې پـــــــه نــفلونــــــــو

که هر څو د ښار پـــــر خلکو بــــــانـــــدې ګران و
دی د خلکو را ګـــــــوښه پـــــــــــه غم د ځـــــان و

د وولس مياشتې بــــه يې تــــل روژې نيــــــولې
يــــــــوه ورځ يې چا ډوډۍ نـــــــــــــه وه ليـــــدلې

يـــــــا پـــــــــــه ذکر يا پـــــــــه فکر بـــــه مشغول و
پير پر هر چا باندې ګران ورتــــــــــه مقبــــول و

نــــــــه يې وړلې شکرانې نـــــــه خـــــيراتــــــــــونه
نـــــــــه يې چاتـــــــه ور ليکله تعويــــذونــــــــــــه

د دعــــــــــــا دپــــــــــاره خلک چې ور تـــــــــللــــــه
پــــــير بــــــــه يــــــو ګړۍ حضور تــــــه ور بـــــلله

نـــــــــور نـــــــه شيخ ددنيـــــــا کــــــار لره وزګار و
نـــــــــــه له ښو نـــــــه يې له بـــــــدو ســـره کــار و

يــــــوه ورځ يــــــوه مـوږک پــــــــــــه حجــــــــره کې
شـــــل او سل ځله ازار کړ پـــــــــه ســــجده کې

چې بـــــه شيخ کله ور ټيټ سو وسجدې تــــــــــه
د موږک لکۍ بــــه ورغــــــله و خــولې تــــــــــه

شيخ کرار ور څخه وکړلــــــــــــــه پــــــــوښتنــــــــه
ما پــــر څه ازاروې پــــــــه بــــخت پــــــــــــــــمنه

موږک وويــــــــــله شيخـــــــــه ستــا قربان ســـــــم
د مرګي مخ تــــــــه دي سپر بــــــــلا ګــردان سم

د پيشو لــــــــــــه لاسه ډېـــــر يــــــــــــم کړېـــــــدلی
شوم نــــهار يــــــــم وږی تـــــــــــږی ژړ زبــېښلی

د ظالـــــــمو پــــــــيشوګانـــــــو لـــه نــــــــاتــــــــاره
يـــــــــو ګړۍ وتــــــــــــلای نــــــــه شمـــه لــه غاره

تــــــــه دعا وکـــــــړه چې زه غــــــټه پيشـــو شـم
نــــــور بـــــــه هر ګـړۍ بېغمـــه لــــــــه حملو شم

شيخ دعا وکـــړه موږک توره پيشـــــــــو شــوه
هغه دم خدای تـــــه دشکر پــــه ســـــجدو شوه

سمدستي يــــــــې کړه حملـــــــــه پــــر موږکانــــــو
مرګ يې ګډ کړ پـــه خپل کور کې په خپلوانو

نـــــه يې مخ وکـــــوت د خپلو ګاونـــــډيــــــانــــــو
نــــــــــــه د وروڼـــو، د زامنـــــــو، اکاګانـــــــــــــو

خپله مور او پـــلا ر يې څيرې پــــــــه منګل کړل
مېــــلمانــــه يې خونــــدې وروڼــــه د اجـــل کړل

راوتـــــــلای موږکان نــــــه شوای لــــــه غـــــــــاره
سپـــوڼ پـــــــه کور کې هــــيچا نه واهه لـه ډاره

يــــــو څو ورځې يې پــــــر خپل کلي مېــــــــــله وه
د پيشو بـــــــــرېتونـــــه غوړ منګول يې سـره وه

بــــــيا خلــــــــوت ته شــوه دننـــــه ويـــل پيـــــــــــره
ستا قربـــــــان شم د خــــــوارانــــــــــو دستګيره

د ښار سپيو مې تريخ کړی خــــــوږ ژوندون دی
ښکار له بېرې نه شم کړای وچ مې لړمون دی

راتــــــه غـــــاپي پــــــــــه کورو کې پر بــامونـــــــو
ګرځــــــېدای نــــــه شم پـــــر جګو دېـــــــــوالونو

په دعا دې يـــو لـــوی سپی راڅخه جـــــوړ کــــړه
په دې سپيو په کوتريانو مې زړه ســــــــوړکړه

شيخ پر چوف کړه پيشو ځای پر ځای خډل شو
هغه دم دپــــيشو ګانـــــــو پـــــــه تکل شــــــــــــو

پــــــــــــه ځغستا بــــــــــه يې ايستې له کلي کوره
نـــــــــــه يې خړه پيشو پـــــــــــــرېښوده نـــه توره

کــــــه پيشو بــــــــــه پيدا نــــــــــــه شوه د کورونو
واړه سپي بــــــــه يې داړلــــــه پــــــه غاښونــــــو

لاروي يـــــــــې ډارولــــــــه پــــــــــــه ګواښـــونــــــــو
مـــــــــاشومـــــــــان يــــــې ځغلول تر خپلو خونو

و هر چا تـــــــه يې ښــــــــودلې خپــــــــــــلې داړې
څوک ترې خلاص نـــه وه په ناستې په ولاړې

خـــو څـــــو ورځې وروسته بيا لاړو حجرې ته
شيخ يې نـــه خوشې کاوه خپلې سجدې تــــــه

ويل شيــــــــخه زه پـــــــه کومه خوله ګويان شم
ستا تـــــر پښو دې صدقـــــــــــه سمه قربان شم

پـــــــــه عذاب کړم پـــــــــه کوڅو کې ماشومانو
کاڼي وينــــــــــم پــــــــــــه لاسو کې د لويانــــــــو

نـــــــــه کورو کې مې پـــــــرېږدي ډلې د سپيانو
نـــــه پــــــــه ښار کې پــــــر دکان د قصابانــــــــو

دا يو زه پـــــــه ټولــــــــه ښار کې خوار و زار يم
تـــــــه وا زه دښمن د هر سړي دپـــــلار يــــــــــــم

شيخه ما تــــــــــه دعـــــا وکړه چې لـــــــــېوه شم
کـــــــــوڅې پرېږدم اوسېدونکی د ځنګله شم

شيخ پر چـوف کړه سپـــی هغـــه ګړۍ لېوه شو
پــــــر سجده شو او روان پـــــــر لور د غره شو

يـــــو څو ورځې يې کړې تــــــيري په ښکارونو
ګرځېدئ پـــــــر لويـــــو غرونـــــــــو پر دښتونو

دواړي زامې بــــــــه يې سرې وې په ښکارونــو
پـــــــــه څيـرلـــــــو د اوزګړو د پـــــــــــــسونــــــــو

انګولا يې خـــــــوب حرام کړ د کوچيـــــانــــــــــو
ســـــرګردانـــــــــه يې کړې ورځې دشپنيانــــــــو

ډار يې واچاوه د دښت پــــــر ماشومـــــانـــــــــــو
تـــــر ګودر پـــــوري پـــــــه لار کي د پېغلانــــــو

يوه شپه په نيمه شپـــــه کې را روان شـو
بيا د پيـــــر دېرې تــــــه ورغی نالان شو

ويل شيخه په دې غرونو کې پړانګان دي
د ځنګله په هغه بل سر کې زمريان دي

لـــــه هيبته يې پـــــــه ښکار وتلای نه شم
له ستمه يې خپل ښکار خوړلای نه شم

ځغلـــــوي را څخه زمـــا کړي ښکارونـــــه
کــــه څــــه وايــــم راتــــــه وښيي غاښونه

تــــــه دعا وکــــــــــــړه وماته چې زمری شم
هــــــــم په ځغاسته هم څيرلو ګړندی شم

چې د چا نـــــــــــــــه وي تر ما تېره غاښونه
تــــــــــــــر مرګي پورې و نه وينم ظلمونه

بيا بـــــه نـــــــه راځمــــــه پيره ستا تر کوره
لــه لمــــونځونـــو به دې نه باسم په زوره

پير پر چوف کړه لېوه ځای پر ځای زمری شو
انـګولا ور څخه هېره سوه غړومبی شو

شور يـــې ګــــــــــډ کړ د ځنګله په حيوانانو
سـم، غر، ځنګل يې اور کړ د هوسيانو

چا ليـــــــــــــدای نه شوای ټولۍ د ګيدړانو
پـــــه غـــــــــــــارو کې ارام نه و د خوارانو

که بــــــه وږی و کــــــه نــــــــــه و ده وژل کړل
د سهاره تـــــر ماښامـــــــــــه يې داړل کړل

لــــــه ځنګله څخه کــــــوچ وکړ چغالانـــــــــو
تــــــخم ورک شو د هوسيانــــو د سويانو

ګـــــــــــوره څرنګه دا فـــــــــــکر ور پيدا شو
چي د شپې روان د شيخ د کور پر خوا شو

شيخ چــــې وليدی زمری ويــــــل يې وايـــــه
څـــــــه مشکل يې راوستلی تــــــر دې ځايه

اوس بــــــــه چــــــا يې پـــــر دې سيمه کړولی
پــــه ځنګله کي خـــو تـــر تا نه شته ښاغلی

زمــــــري وويل دا نـــــــــــــن ځکه غړومبېږم
چــــي يـو بل موږک زمری نه کړې بېرېږم

بـــل مي ښکار مندلئ نه دئ په ځنګله کې
ګوندي ستا غوښي د ږړه سوده را وکې

چي زمري کړې شيخ ته سپيني خپلي داړي
شيخ يــــې تـــو کړلې له قهره پر مخ ناړي

ويـــــل ځغله زمــــــا لـــــه کوره څخه ورک شه
نــــــــــه لېوه يې نه زمری بيرته موږک شه

زمــــــري وکتـــــــــــــل وځان ته چي موږک شو
پښېمانــــۍ څه ګټه نه کول هک پک شو

د خپل غـــــار پــــر لور يې پورته کړل ګامونه
رېږدېدلـــــــه يې لکۍ، اوربوز، غوږونه

خو پـــــــــــه غار کي نه ملګري نه خپلوان وه
ده وژلــــي وه کـــــه وروڼـــــه که سيالان وه

چـــــي پـــــــه شاوخـــــــوا کې پاته موږکان وه
ټـــــــول دده د ويـــــنو تــــــــږي دښمنان وه

پــــه هر پـــــــوست کې يې وژلي حيوانان وه
مــــوږکـــــان وه کــــــه پسونه که لېوان وه

چــــي د بــــــــل په مټو غټ شي يا زمری شي
پــــــــــه هغه ګړي لــــه قام څخه پردی شي

اول غــــوښي خــــــــــــــــــــوري د خپلو قريبانو
ښــــــخوي داړي پـــــــه خپلو پــــــه يارانو

دا يې هـــــــېر وي چې نـــــــــــن ته تېرېدل شته
چې هسکيږي يوه ورځ کښته کېدل شته

چي يې عقل خدای موږک غوندي کوچنی کي
يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځی کړي



محمد اسحق شيوانی
01.07.2004

[color=darkred:b574ca6ac9]يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=red:b574ca6ac9]سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=orange:b574ca6ac9]د پانوس لمبې به سوځي يې فرياده وزرونه
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=brown:b574ca6ac9]تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د ميني وژني
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=yellow:b574ca6ac9]د باطل نمرود به اور وي د حق چيغي شوروي
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=green:b574ca6ac9]لا چښي به په خلوت کي غلي غلي شرابونه
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=cyan:b574ca6ac9]څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندي
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=blue:b574ca6ac9]بازاري ميني به پلوري اشاري دبورو سترګو
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=violet:b574ca6ac9]له شهبازه به را اوري ((جهاني)) ستا غزلونه
ستا دميني به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم[/color:b574ca6ac9]

[color=white:b574ca6ac9]+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*+*:[/color:b574ca6ac9] ويرجينيا ___ ٢٠٠٠\٧\٢٦

په پښتنه مينه
ستاسو کشرۍ ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more