د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دارواښاد گل پاچا الفت دزیږدنی ۱۰۱ تلین په یاد!

ډاکټر څپاند
01.02.2010

[color=yellow:25ab5be738]دپياوړي ليکوال ښاغلي حبيب الله غمخور ليکنه[/color:25ab5be738]

دارواښاد گل پاچا الفت دزیږدنی ۱۰۱ تلین په یاد!
ساعت ٦:٤٩ ‎ق.ظ روز دوشنبه ۱۳۸۸/۱۱/۱٢

دارواښاد گل پاچا الفت دزیږدنی ۱۰۱ تلین په یاد!
دهیواد د وتلی متفکر، لیکوال او شاعر ښاغلی استاد ګل پاچا الفت د زوکړې د ۱۰۱ مې کلیزې ته ئې ډالۍ کوم .
[color=red:25ab5be738]زمــــــانه چی په مــــدار د کیـــــــــــنې راســـــــی
د کـــــــــمال پر مـــــــنارو ټکـــــی پرېباســـــــــی
ډیـــــرکلونه دی په کار چی په دې ملک کی
بـــیا "الفت" غوندی شــیوا شاعر پیدا سی[/color:25ab5be738]
علامه عبدالشکور رشاد
گل پاچا الفت څوک وو؟
په ډیر ویاړسره باید یادونه وکړم چی په ۲۰۰۰ م کال کی دلومړی ځل لپاره دلته د سو یډن د مالموپه ښارکی ددې منلی او ویاړلی ستر ملی شخصیت په ویاړ نړیوال علمی سمینار جوړ سوی وو، تر هغه وروسته دالړی گوډه , گوډه دوام لری .
ددغه شان وتلوملی اوسیاسی شخصیتونو یاد ژوندی ساتل اودځوان نسل دپوهاوی لپاره د هغوی دآثاروچاپ اوخپرول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانوملی اوانسانی وجیبه ده .
له بده مرغه په موږ افغانانوکی دخپلو ژوندیوقدرنسته کله چی مړسی یوه نیمه ور ځ ئی ویر وکړو اوبیادابدلپارهرانه هیرسی .هغه دمحترم ننگیال صاحب خبره نه د ژوندو چندان قدر کوو اونه دمړو،هغه پدې هکله ډیره پخه څرگندونه کړی وایی :
((دیوه لیکوال خبره ده ((دازمونږدقام بدقسمتی ده چی مونړعمر له خپل مړی ژ و ندی کوو اوخپل ژوندی وژنو.)) نگیال صاحب وایی خوکاشکی داسی وایی . دارښتیاده چی موږ خپل ژوندی وژلی او وژنو یې،خومړی موډیر لږ څه چی بېخی لږ ژوندی ساتلی دی . په مور کی چی څوک مړسی هغه پړسی دابیا د پېړ یود نصیبو نوخبره ده چی کله ناکله په چادژوند وږمه ولگېدلې ده.داچی په یوه دو مقا لومونږیومړی ژوندی ساتلای سوهسی ځان خوشحا لو و.گنې حقیقت دادی چی موږ له مړواوژوندیودواړوسره جفاکړې ده.
په موږ خوله بده بخته داسی کانه سوې چی ژوندی مو وژلی اومژی موپړه کړی دی . اوبیا نن سبا توبه نن خودمرگونوبلاگډه ده هر څه په مخه اخلی اوپه لمن کی ئی رانغاړی – ژوند ی وړنی اوپه مړودپړې خاوری انباروی .
ارواښاد الفت صاحب دادب اوشعرپه برخه کی دقلم چلولو تر څنگ یومبارز او وتلې څېره وه . هغه د ژوند په اوږدوکې د افغانانو دروا حقوقوددفاع په خاطر مبا رزه کړې او په دغه لاره کې یې ډېرکړاوونه اوزحمتونه زغملی دی ، هغه پدې هکله په خپل یوه شعر کی وایی :
[color=yellow:25ab5be738]د وطن د شرف سپریم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
دا خوږی ،غواړی کولی دی وی د نورو
د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم[/color:25ab5be738]
دپښتوژبې دغه پېژندل سوی ادیب اوشاعر،پرهیوادمین ډیموکرات سیاستوال گل پاچاالفت له نن څخه ۱۰۱کاله پخوا دې نړۍ ته په ۱۲۸۷لمریزکال دلغمان دعزیز خان کڅ په یوه منوره اوستانه کورنۍ کښی دنیاته سترگې روڼی کړې . ارواښاد گل پاچا الفت دمیر سید پاچا زوی اودسیدفقیرپاچالمسۍ په خټه سید پښتون دۍ .
په ۱۳۵۶لمریزکال دلیندۍ دمیاشتی په ۲۸نیټه یې دورپېښی ناروغی له امله په کا بل کښی دابد لپاره له پانې نړۍ نه سترگې پټې کړې اودلغمان په ولایت کښې په خپله پلارنۍ هدیره کښی خاوروته وسپارل شو .
گل پاچا الفت خپلی لومړنۍ زده کړې په ننگرهار او کابل کښې په خصوصې تو گه سرته رسولۍدی .دخپل وخت مروجه علوم یې لکه : صرف ،نحوه، تفسیر، حد یث ،معانی اوبیان په ښه توگه څېړلې او زده کړی وه .
استاد په ۱۳۴۳لمریز کال د(( انیس)) دورځپاڼې په اداره کښی دکاتب په توگه په رسمې مامو ریت شروع وکړه .
په ۱۳۱۵لمریزکال دادبی انجمن دتألیف او ترجمې په څانگه کښې دغړې په توگه ومنل شو. په ۱۳۱۶کال کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه،الفت صاحب دټولنې د غړ یتوب سره ددې ټولنې دنشراتی ارگان د((زیرې )) دجریدې مسول مدیر مقرر شو. دیادولووړده چی دزیری مجله تراوسه هم د افغا نستان دعلومواکاډمی له خوا خپر ېږی .
په ۱۳۱۸کال دپښتو ټولنې صحافت دمدیرمرستیال،په ۱۳۱۹کال دپښتو ټولنې دلغا تواو د قوا عدود څانگی مدیر وټاکل شو.
په ۱۳۲۰کال داصلاح دورځپاڼی مشاور،دپښتوعمومی مدیر،مبصراودکابل مجلې دمسول مدیر په توگه وټاکل شو .
استاد الفت په ۱۳۲۵کال داتحادمشرقې دجریدې مدیر دندهپرغاړه سو ،دوخت په تیر ېدوسره دغه نشریه دننگرهارپه نوم ونومول سوه ،اوپه ۱۳۲۷کال د ننگرها ر ولایت دقبایلوعمومې مدیروټاکل شو .
ارواښاد الفت صاحب د۱۳۲۸کال دجلال آباددخلکوله خوا دملی شوراپه اومه دو ره کی وکیل وټاکل سواودهمدې دورې دملی شوراددوهم مرستیال په توگه ئې په پار لمان کی دنده سرته رسولې .په ۱۳۳۱ ل کال دلغمان دقرغیو دخلک ولخوا د شو ر ااتمې دوری ته دوکیل په توگه وټا کل سو. په ۱۳۳۴ دننگرهار دخلکو لخو الویی جرگې ته داستازی په توگه وټاکل سو.
مرحوم الفت صاحب په ۱۳۳۵کال دپښتو ټولنې رئېس په توگه وټاکل سواوپه عین وخت کښی ئې دپوهنې وزارت دعالی شوراپه غړیتوب ومنل سو.د دغود ند وتر څنگ الفت صاحب دکابل پوهنتون دحقوقواوسیاسی علومودپوهنځۍ او ادبیاتودپوهنځۍ کی دپښتوژبې داستادپه توگه ځوان نسل روزلۍ دی .
په ۱۳۳۸ کال ئی دافغان شوروی ددوسۍ دټولنې درئېس دنده سرته رسولې ده .
په ۱۳۴۲کال دښاغلی ډاکتر یوسف دصدارت په دوره کی ښاغلی الفت صاحب د قبایلو د مستقل ریاست د رئېس په توگه مقررسو. په ۱۳۴۳ ل کال ښاغلی الفت صاحب دافغانستان دلومړنی اساسی قانون دتصویب لپاره درسبلل سوی لویی جر گی دغړیتوب افتخاردرلود.
اوپه ۱۳۴۸کال دولسې جرگې ددیارلسمی دورې لپاره دننگرهار ولایت دخلکو لخو ا استازی په توگه پارلمان ته وټاکل شو.
گل پاچا الفت د۱۳۳۰کال نه تر ۱۳۳۲کال پورې د((ولس)) ازاده ملې جریده چلو له چې په حقیقت کښی یوملی خپلواکه غورځنگ گڼل کېدای شی،چې ددمو کر اسۍ او ازادۍ په لاره کښی یې دمطبوعاتې مبارزې لار ښودنه کول .
ښاغلی الفت صاحب دخپل ژوند په ټول عمر کی دافغانی آدب،شعر اوملی سیا ست په ډگر کی داسی کارونه سرته رسولې چی په یقین سره به دافغانستان دځوان نسل دروزنې په موخه د تل لپاره دیوه علمی دستوراو لار ښو د په توگه ترېنه استفاده کېدای سی .
پیاوړې استادالفت دخپل لنډ عمر هرشېبه د گرانو هیوادوالو اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته ډالی کړې وه . هغه علاقه لرل اوددی لپارئی تلاښ کاوه چی ځوان نسل پداسی روحیه روزل شی ترڅودده په وینا دهر څه نه لمړۍ یو تل پاتۍ افغان ، ویښ ځلمۍ اودنړۍ د کار وان څخه شاته پاته نشی .
دعلم اوپوهی په ډگرکی د چاغلام نسی،که ئې دجگړی په ډگرکی گټې نوپه سیا ست کی ئی هم وساتی .
هغه پدې باور ووچی افغان زلمی بایدپه آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنیزو اړیکو،له وطن سره مینه ، انسان ته په درناوی اوغیرت کی تر هیچا شاته پاته نشی .بشری عا طفه ،انسان دوستی اونوع پرستی ئې داخلاقو اوکړنو جزوی .
لوی استاددخپل لنډ ژوندپه اوږ دوکی هغه څه سرته ورسول چی دهیوادتاریخ او را تلونکی نسلونه به دتل لپاره پرې ویاړی .
ښاغلی الفت دخپل نه ستړی کېدونکی زیار اوزحمت په پایله کښې زیات علمی ،ادبی او فر هنگی اثار زموږ دجگړه ځپلی هیواد راتلونکو نسلونوته دیوې علمی اوادبی پانگې په توگه په میراث پرېښودل . خو داپه ځوان نسل پوری اړه لری چی ددې پټې خزانې نه څنگه استفا ده کوی .
پداسی شرایطواوترینگلوحالاتوکی چی زموږولس دیو سخت ازمون پر ډگر ولاړدی ،ددوستی په جامه کښی ډول ،ډول دسیسودبېلا بیلو زبر ځواکو د د ښمنیوله سختو سېلیواوتوفانونوسره مخامخ دی دهیواددداسی ملی اوعلمی شخصیتونودافکارو اوخیالاتو راسپړنه په رښتیا سره زموږ ځوان نسل ته هغه پیغام دی چی استاد الفت په خپل ژوند دهغې داسی یادونه کړېده :
اوس یې که څوک نه لولی عالم په خوب ویده دی ټول دادسباورځې ویښ ځلموته پیغامونه دی که الفت صاحب اودهغه پشان دنوروپوهانو،اد یبانوا وشا عرانو لیکنواوراپاته اثاروته د هغوی په ژوندکی چا دقدرپه سترگه نه کتل اویائی د هغوی دپوهی اوملتپالنې څخه گټه نه اخیستل اوس چی یوځل بیا زموږ هیواد دڅولسیزو دجگړوپه اورکی سوځی اړینه ده زموږ ځوان نسل دهغوی دعلمی او تاریخی اثارولوستلو اوڅېړنوته دتوان تر کچې خپل وخت وقف کړی تر څوله یوې خوادخپل هیوادپه تاریخی ارزښتونوپوه سی اودبلې خوادهغوی نه په استفادی سره وطن ،هیوادوال ،انسان اوانسانیت ته دیوه گټوراومژعقول انسان په توگه د خدمت جوگه سی اوله دگوتاریکیونه دتېرېدوپه موخه روښانه راتلونکی ته لار پرانیزی .
الفت صاحب آن دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دافغان ولس دا نسانی او رو ا حقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ په خاطرهرڅه پر ځان گا للی د ی . هغه تل مدام دې ټکی ته گوته نیول او پر دې ئې ټینگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلو نکې جوړوی،نوځکه دوی باید داسی وروزل شی ترڅووکولای شی دهیواد د ترقی او پر مختگ لپاره دمیرویس نیکه اولوی احمد شاه باباداصیلوبچوغوندی دافغان ولس لپاره دسترو خدمتونوجوگه شی .
الفت صاحب یوله هغو سیاست والوڅخه ووچی نه یوازی ئې په سیاسی لیکنو کښی ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکی دشعر په پېیلو جملو اوالفا ظو کښې نه یوازی داچی ظلم ،استبداد،ستم ، توپیر طلبی ، رشوتخوری اوپه دو لتی کچه فسادئې رسواکاوه ، بلکی هغه ئې کلکه غندلۍ دی .
دالفت په اندنه باید افغانان همیشه دمهر بانوگاونډیانوځیره خوراوخیرات خور وی، یادبه رنیانو لورېنو ته منتظراوسترگی په لار اوسی ،هغه افغانان هڅول تر څو خپله دخپلو ملی امکاناتو څخه په مقوله استفادې سره خپل هیوادپه سیاسی ، علمی ، اقتصادی اوټولنیزوبرخوکی دنړیوالوسیالیو جوگه کړی .
الفت صاحب وایی :
[color=red:25ab5be738]پرون سالار وې نن د نورو صوبه دار پښتونه
ډیورنډ شو خاورې ته یې خط کې یې ایسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسیر ډېر پښتانه وینمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه یې روان د احمد شاه شېرشاه میرویس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نیکه لار پښتونه[/color:25ab5be738]
الفت صاحب یوله هغو علمی ،فرهنگی اوسیاسی شخصیتونوڅخه وکوم چی د قومی بې اتفاقیو،ژبنی، مذهبی، اومنطقوی اختلافاتو،چاپلوسۍ اوغلامی سره مخالف و .هغه ته نه یوازی داچی داډول روحیه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکی د دغه ډول سیاست پلویان ئی په هرډگر کی چی ئې امکان پیداکړی په افغانی شها مت او مېړ ا نه رسواکړی اوترټلی دی . هغه په رښتیاسره دخپلی زمانې یو سرکښ لیکوال ،شا عر اوسیاستوال وو. ځکه خو هغه نه یوازی ادیب اوغښتلی شاعر یا دېږی بلکې پد ې سیمه کی دیوې وتلې اوزړه وری سیاسی څېرې په توگه به د تل لپاره دافغان ولس ددرناوی وړ شخصیت پاته وی .
[color=yellow:25ab5be738]ښاغلی الفت وایی :
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلی دی
نه مې چاته ورک شه یا ګم شو کله ویلی دی
نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نیسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلی دی
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وایمه
نه یمه منکر په مظلومانو مې ژړلی دی
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دی د ویلو هغه څه چې ما لیدلی دی[/color:25ab5be738]

مرحوم سید شمس الدین مجروح دالفت دزړه ورتیا اوشعری استعدادپه هکله لیکی : ((. . . دابې پرواشاعر چی اشعار ئې په انتقاد اوسپینه وینا کی دی ډیر محبوب سړی ؤ. دغه شاعر او ویناکوونکی چی تراوسه زموږ سره دشعر په ژبه گړېږی ډیر کم گویه اوخاموشه سړۍ و . ... ښې دمزې ټوکی ئې کولې خودده پو ټوقو او ټقالوکی هم ادبی نکات پراته وه اوزیاتره ئی ادبی تنزؤ.
مرحوم الفت هغه عالم ،ادیب اوشاعر وچی خپله جامعه ئې ډیره ښه عکاسی کړې ده اودتل لپاره ئ دظلم په مقابل کښی قلمی مبارزه جاری ساتلې اوهیڅ وخت د ظالم دظلمه اواستبداده ندی وېرېدلۍ.))یوافغان لیکوال دالفت په هکله وایی : الفت صا حب په لیکوالۍ او شاعرۍ کښې د یو خاص سبک خاوند ؤ. دده دنثر ونواو شعرونو لوى خصوصیت ساده او روانه ژبه ده. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لری خاص او عام یې په مطلب پوهیږی . هغه په خپلو شعارو او نثرونو،لوستونکی د ژوند هغو حقایقو ته متوجه کوی، کوم چه دمخه تر دې څو ک ورته ندی متوجه شوی . الفت هرڅه په رڼوسترگو لیدل اوهغه ئې بېله ډارنه تر خپل ولس پوری رسول ،الفت درښتیا ویلوسرسخت پلوی و،هغه لیکی : (( که چیرې دا ومنو چې د حقایقو تبلیغ کله مفید او کله هم مضر وی ، یو وخت یې پیروی فایده لری بل وخت ضرر ، نو د اخلاقو او انسانی فضایلو لوى اساس ورانوو او حق او باطل مخلوط کوو ، خداى دې نه کا .)) ښاغلی الفت څومره چی په شعر اولیکوالی ګښی بې سا ری و،همدا ډول دافغانستان دهغه وخت په سیا سی ډگرکی هم یوله دوتلو سیات وا لوڅخه شمېرل کېده . ښاغلی الفت دافغا نستان دنوروخواخوږوروڼ اندوسره یوځا ی دلومړی ځل لپاره دظلم او استبدادپر خلاف دیوه منظم سیاسی تحرک دجوړ ېد ولپاره له نورو سیا ستوا لوسره یوځای فعالیت کاوه .ښاغلی محمد عا لم بڅرکی په خپل کتاب ((ویښ ځلمیان د افغا نستان یوسیاسی تحریک )) نومی کتاب کی دلا سته راغلو لاسوندوله مخې لیکی : (( . . . د۱۹۴۷ م کال په شاوخوا کی دکابل ښار دچنداول دقرتا په سیمه کی دحاجی گل محمد خان په کورکی چی ددفیض محمد انگار (دانگاردجریدی دامتیازخاوند) پلار ودمنوروشخصیتونولخوایوه غو نډه جوړه سوه ،چی په هغه کښی له کند هارنه پوهاند عبدالحی حبیبی ،محمد رسول پښتون قاضی بهرام خان عبدالهادی خان توخی ،حاجی محمدانورخان اڅکزی ،غلام جیلانی خان الکوزی اوداسی نور ،له ننگرهار اولغمان نه گل پاچا الفت ،غلام حسین خان ساپی ،سید شمس الدن مجروح ،مولوی قیام الدین خادم ،پوهاند صدیق الله رښتین ،غلام محمد غبار ،ډاکتر عبدالرحمن محمودی اونور شخصیتونه را ټول سوی وه ،پدې غونډه کی دیوه ملی تحریک دجوړېدوپر سر بحث اوخبری وسوې او پرېکړه ئی وکړه چی دنوی غورځنگ نوم به وېښ ځلمیا ن وی .)) که دویښ زلمیانو دسیا سی تحریک تاریخ ته نظرواچوو نودابه راته څرگنده سی چی الفت صاحب دویښ زلماینو د غورځنگ په جوړېدوکی زیات رول درلود.الفت صاحب دهمدې غورځنگ نشراتی ارگان چی د((ولس )) په نامه یادیده دامتیازخاوند اوددې حرکت ویاند وو. ښاغلی الفت زیاتی لیکنې اوشعرونه د((وطن)) او((ندای خلق )) په نشراتوکی خپرېدل اوددغونشراتوترټولوښه لیکوال و. د ولس ملی جریده د لوستونکو د شمیر له مخې د هغه وخت د ډیرو لویو آزادو ملی جر ایدو څخه ګڼل کیده چی تر زره گڼوپوری هم چاپ سوېده .
دالفت صاحب دسیاسی خوځښت په هکله میر غلام محمد غبار په خپل کتاب افغا نستان در مسیر تاریخ کی لیکی : په ۱۳۲۶ ل. کال یوه سیاسی گوند د ویښ زلمیا نو په نامه علنی فعا لیت پیل کړ. د دې گوند بنسټ ایښودونکی او مشران په کابل، کندهار او ننگرهار کې دا کسان یادوی : عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت، فیض محمد انگار، نور محمد تره کی، غلام حسن خان ساپی، (این دو نفر اخیر از دسته عبدالمجید زابلی بودند)، محمد رسول خان پشتون، عبدالشکور رشاد، عبدالهادی توخی، محمد انور خان اڅکزی، قاضی بهرام خان، غلام جیلانی خان، قاضی عبدالصمد خان، فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضی خیل، محمد ابراهیم خواخوږى، محمد ناصر خان لعل پوری، صوفی ولی محمد خان، آغا محمد خان کرزی، محمد موسی خان شفیق، غلام محمد خان پو پل، محمد طاهر خان صافی، قیام الدین خادم، ارسلا خان سلیمی وردگ، نیک محمد خان پکتیانی، صدیق الله رښتین، عبد العزیز خان، عبدالخالق خان وا سعی، محمد علم خان، نور احمد شاکر، محمد رسول خان مسلم، محمد حسین خان رېدی، عبدالرزاق فراهی، محمد نور خان علم، عبید الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهور الله خان همدرد، محمد شریف خان قاضی، عبدالمنان خان درد مند ، آقاملیا، عبدالصمد خان ویسا، محمد علم بڅرکی اوڅونورکسان .
ارواښادعلامه عبدالحى حبیبی دالفت صاحب په باب لیکی : یو ښکلى ګل زرغو ن شو اوهغه یې ګل پاچا وباله. دا ګل د فطرت په لمن کې لوى شو، د طبیعت روز نه او پالنه یې ولیده او لکه د کابل د سیند د غاړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوى کړ. د لغمان د نرمو اوبو، پستې هوا او شنې ورشو په غیږه کې لوى شوى ما شوم مهربان پلار د وخت له دود سره سم د کلی ملا ته د دینی درسونو زده کړی ته کښېناوه، که څه هم د ضربا ضربوا قهر آمیز ګردانونه یې ډیروکړل خود نرمو اوبو، شنو شنیلیو،نازکو ګلونو ترڅنګ لویېدونکى او د وریښمو په پسته لار تلونکى ماشوم د نرم طبیعت، زړه سواند زړه، عاطفې اوالفت په غیږه کې وده کوله، د درس دمحدو دوکتابونو ترڅنګ یې د طبیعت ویړکتاب مخې ته پرانستل شو، د فطر ت له کرشمونه یې زده کړه وکړه، د خپلې هسکیرلې ټولنې د څیرې ویرې کتاب په پاڼو کې یې د بېوزلو او مظلومو انسانانو اصلی او خوارخواکې څیرې ولیدې. هر څه ته ځیر شو او هر څه ته یې په ځیر وکتل .
پوهاند محمد طاهر بورگی لیکې : ((پخپلو ملت پاله اجتماعی ،انتقادی مقالو کښی الفت صا حب په خوږه اوپسته ژبه ډیر سریح اوبې لحاظه وو.)) زموږ د هیو اد پېژندل شوۍ لیکوال او ادیب پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار دالفت په هکله لیکلی دې : استاد الفت دفرهنگیالۍ تر څنگ یو جنگیالۍاوترهر څه دمخه د خپل هیواددپرمختیا،دهیوادوالو دروزنې اولارښو ونې لیوال و،لدې امله یې غوښتل دقلم په توره مخ ته پراته خنډونه له منځه یوسې .
ښاغلی عبدالرحمن پژواک لیکی : دالفت دجمال اوشعر په دنیا کی یوسیر کړی اوکائیناتوله لیدلوئې یوموټی افکار راټول کړی ،ښایسته ښایسته ئی بوی کړی مست شوی اوپه هغه پاکه مسخه کی یې دزړه غوږونه پورته سوی ،دده گوتو د هغه دارزوگانوریکارډثبت کړی دی . دالفت په شعر کی دشاعرنصبالعین چی زه ورته دمرادټکی وایم ښه څرگندیږی اوداپه پښتو شعرکی زمایودزړه ارمان ؤ چی الفت ویوست .
دافغانستان مشهور تاریخ لیکونکۍ غوث خیبری داستاد الفت په اړوند لیکې: ((گل پاچا الفت دپښتو ادب ((اناطول فرانس)) دنظم اونثردآسمان غه ځلانده ستوری دۍ چې افغانیت او انسا نیت یې دلیکنو اصلی جوهر گڼل کیده ،او(( لوړ خیالونه ژورفکرونه)) یې دهمدې اندېښنې راټولېدونکی گلان دې .))د هیواد مشهور لیکوال ډاکتر اکرم عثما ن بیاهغه داسی ارزوی ،لیکې : درباغستان پرپهناومعطر ادبیات معاصر پشتو ، شادروان گل پاچا الفت چهرۀ شا ذماندگارواستثنایی است .که هرچه زمانمیگذرداوخردراژرفترپویاتر وگو هرتر نشان مید هد .عدهای اورافقط یک شاعر شناسند،عده ای نویسنده ومتر جم قطعات ادبی، عده ای خامه پرداز اثار سیاسی واجتماعی،عده ای منتقدبی ترسومنصف مفا سد دولتی وعده ای هم آموز گار شرین کلام ودلسوز .
دکتور شمس الحق آریانفر وایی : ((گل پاچا الفت، شاعر ذو لسانین بود، ترجمه های خوب از خویش به یادگار گذاشت، آثاری در نثر و تحقیقات لغوی و ادبی آفرید و پارچه های ناب ادبی را خلق کرد. الفت در همه آفریده هایش، دارای سبک و بیان و دید ویژه است. از کنار مسایل اجتماعی بی تفاوت نمی گذشت. درد مردم را صریح و شجاعانه می نوشت. شاید همین حساسیت اجتماعی و توجه عمیق اش به مردم و نحوة زیست آنها و علایقش به سعادت افغانستان بود که او را به سیاست کشاند تا آنجا که امروز به عنوان مرد ادب و سیاست شناخته می شود.))دالیکوال وړاندی لیکی : الفت به عنوان موسس و عضو فعال ویش زلمیا ن، در انتشار جریدة آن حزب "انگار" نقش موثری داشت. انگار همیشه از راهنما یی ها و مطالب و نوشته های الفت بهره مند بود.
زمانی که نشرات انگار متوقف شد، به اساس فیصله ویش زلمیان نشریة دیگری رویدست گر فته شد که "ولس" خوانده می شد و صاحب امتیاز این نشریه گل پاچا الفت بود.
این ها بیانگر آن است که کارکرد های الفت، بنیادی و راهگشا بود، که راهیانش تا هنوز آن را ادامه می دهند و به آن باورمند اند.
در ایجاد ویش زلمیان،‌ الفت نقش موثری داشت. دانشمندی در بررسی حیات سیاسی الفت می نویسد: "در زمان الفت، شماری از نویسندگان و شاعران متر قی، تحول طلب و طرفدار دمو کراسی، حزبی را به نام ویش زلمیان اساس گذ اشتند، که الفت صاحب در ایجاد حزب نامبرده نقش بزرگ و فعال داشت و از شمار موسسین آن بود." (دادمحمد دلگیر، مجلة ننگرهار، شما ر ه 5، 1385)
این هم نمونه یی از سروده های دری گل پاچا الفت:
آزادی
به تن برهنه و عریان خوشم، نیم پیله
که بی خبر به اسیری روم به بند حریر
به مشت خاک که از دشت حریت خیزد
اسیر هیچ نیرزد بدیدگان بصیر
گر از کمان اسارت شود خلاص کسی
ز شوق پرکشد و در هوا رود چون تیر
خیال اگر چه شب و روز می کند پرواز
چو هست در قفس تن، بود چو مرغ اسیر
دمی که آب سرازیر گردد از لب جام
به قهقه کند از حسن حریب تعبیر
پری که می نگری در میان بالینش
همان زشهپر مرغی است کامده است اسیر
څېړنوال عبدالرحیم بختانى خدمتگار دالفت صاحب دادبی اوسیاسی چوپړپه اړوند لیکی : (( استاد گل پاچا الفت د افغانستان په معاصرو شاعرانو او ادیبانو کې دخپلو دینی، ادبی، انتقا دی ،علمی ، حقوقی ، تاریخی ، ټولنیزو او څیړ نیزو لیکنو په څنگ کې سیاسی لیکنې هم لرې او د هیواد په سیاسی بهیر کې فعال او مثبت دریځ او نظر درلود. ))ښاغلى حبیب الله رفیع وایی ((د الفت صیب څیړنیز اثار تر ډیره حده تحلیلی اثار دی ،ده مراجعو او منابعو ته مراجعه کړې، خو لکه څنگه چې په څیړنو کې حوالې ورکول کیږی او دقیق متنونه یې اخستل کیږی ددې پر ځاى ده تحلیل کړى دى، یانې د سرچینو په استناد یې تحلیل کړى دى مثلا ملی قهرمان د خوشحال بابا د افکارو په باب یوه تحلیلی څیړنه ده ،چې په دې کې یې د خوشحال بابا شعرونه راوړی دی لیکن په عین حال کې یې هغه تحلیل کړی دی،او له خپل تحلیل نه یې د خوشحال بابا څیره په کې راځلولې ده))دروسې دفدراتیف جمهوریت دعلومو اکاډمۍ غړې اومشهورې لیکوالې چې په پښتو ژبه هم ځېنی اثار لری میرمن آ. س .گیراسیموا دمرحوم استاد الفت هغه سمینارته چی په ۲۰۰۱ دمالمو په ښارکی دافغان روړاندو اوافغانی کلتوری ټو لنوپه نښت جوړشوۍ و پخپله رالېږل شوې مقاله کې لیکې :(( دالفت شعر له حکمته ډک او آرام دۍ ،دژوندانه او مرگ ،حرکت او سکون اوپیغام رسو نکی په توگه دشاعر دونډی په اړه پکې دفلسفی تفکر نښې له ورایه لیدل کیږی .))محترم محمدگل وطنپال دیانی دالفت صاحب په باب لیکې : (( استاددهغو کلتو ری اوټولنیز و کمښتونواو نواقصو ته هم گوته نیسی چې ملی وحدت،ملی هویت اوملی اصالت ته ضرراو تاوان رسوې .)) ارواښاد گل پاچا الفت په هیواد کښی دخپل عصر دملې دموکراتو دډلې یو له سرغندویانو او زحمت کښو وطنپا لو مبارزینو څخه شمیرل کیږې .هغه په افغانستان کښی دویښو زلمیانو چې یو دموکراتیک نهظت ود فعال غړې په توگه په هیواد کښی ددموکراسۍ ،ټولنیز عدالت دراتگ اوټینگښت لپاره زیات زیار ایستلی دئ ،هغه په دولت کښی داداری فساد اوپه ټولنه کښی داجتماعی ناانډولۍ خرافاتو سر سخت مخالف انسان و . الفت صاحب په خپلو شعرونو کښې نه یوازی داچې ټولنه یی منعکسه کړیده بلکه په ټولنه کښی یې دټولو ناخوالو پرخلاف دشعر اونثرپه ژبه خپل غبرگون ډیر واضح او روښانه څرگند کړی دۍ .
استاد گل پاچا الفت ډیرې سیاسی او تاریخی لیکنې ، مقالې ، وینا وې او طنزو نه لری چی نه یوازی په هغه زمانه کې د ارزښت وړ وه بلکې اوس مهال هم د ټو لنیزو ستونزو د حل لپاره په هغوباندی پوهېدل ډیری گټوری پالی لری . زموږځوان لیکوال او څېړونکی بایدله دغو مقالو،اشعارو او طنزونو څخه پخپلو لیکنو کې د سرچنې په توگه استفاده وکړی .
گل پاچا الفت د ټولنې د اصلاح اوخیر لپاره ځینې سیاسی طنزونه په دری او ځینې په پښتو ژبه دی . په ١٣٣١ هـ ل کال د اولس اونیزې په ٣٩ مه گڼه کې د استاد یو دری سیاسی طنز د (( شرایط وکیل رجب خان )) تر عنوان لاندې خپور شو. چی تر اوسه دپوهانو اوسیاسی څېړونکوپر ژبه دی .
محمودنظری دالفت صاحب دکنایې اوطنز په هکله پخپله یوه لیکنه کی وایی :
د الفت صاحب شعرونه لږ خواږه او ډیر دترخو طنزونو توکې لری، چې بېله کومې ویرې سیا سی، ټولنیزو بدو کړو ته ګوته نیولې اوهغه یې رسوا کړی اوله هغه نه یې کرکه ښوولې ده هغه په ظاهر کې چوپ دی شعرونه یې ساده او روان دی خو په شعرونه کې یې سکروټې پرتې دی لکه پر انګار چې ایرې پرتې وی او په پو کولو سره سره غورځکه ترې پورته کیږی چې د کږو خلکو ږیرې ا و مخونه سوځی هغه له ډول ډول غلامیو څخه پرده پورته کوی او وایی دا ټوله یو دی یوازې یې وخت او زمان یې نوم بدل کړی دی او بیا د بیان د آزادی ګټو ته ګوته نیسی اوولس د هغه په ارزښت پوهوی
[color=red:25ab5be738]زه پټی سترګی نه یمه په هرڅه اوس پوهیږم
په خلاصو سترګو باندی ماجهان لیدل دی
له دامه که دی خلاص کړم په قفس کښی دی ایسار کړم
صیاده ؟ ماخو څو رنګه زندان لیدلی دی
عمل چی وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی
ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان لیدلی دی
که هریورانه وژنی خیال او فکر مومه وژنه
په دی کی می وطن ته لوی تاوان لیدلی دی[/color:25ab5be738]
تور یا تریخ طنز لکه د جراحی چاړه تیزه او پاکه ده اولکه د واښو شیره ترخه ده چې یوازې د نا علاجو ناروغیو لپاره په کاریږی چې په عادی وخت کې هیڅ څوک په خپله خوښه عملیاتو ته زړه نه ښه کوی او ترخه شربت نه خوری
[color=yellow:25ab5be738]دغنا د تن جامه که مفلسی ده
د تقوای لباس کښې پته ابلیسی ده[/color:25ab5be738]
په بل ځای کی لیکی :
له همدې کبله د الفت صاحب دشعرونو اولیکنو زیاته برخه، ټولنیزی او سیاسی نیوکې دی چې د ټولنې د نیمګړتیاوود سمون په پار یې ویلی دی .
[color=red:25ab5be738]یو بیکاره او ناکاره به کاردار کړی
یو بی واکه او بېوسه به واکدار کړی
د یابو زین او افسار به کړی دزرو
ګمان نه کړم چه بدل به یې رفتار کړی [/color:25ab5be738]
الفت صاحب په پښتومعاصر ادبی بهیر کښی دیوه ځلانده ستورې پشان وځلېد ،چې ځینو ادب پوهانوهغه ان دخپلې زمانې ((خوشحال)) وباله .
الفت صاحب ډیر اثاره لرى چی یوشمیر ئی تراوسه ندی چاپ سوی ،خوله چاپ سو و اثاروله جملې نه ئې،غوره نثرو نه ، د لیکوالۍفن ، د زړه وینا ، لوړ خیالونه او ژور فکرو نه اوغوره اشعار ډیر زیات شهرت موندلی .
الفت صاحب دخپل خدمت په وخت کښې د خوشحال خان ادبی جائزه او د ابوعلى سینا علمی جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دویمه او د ستورى دریمه درجه نښا نونو او ددویمې تقدیر نامې په اخستلو هم بریالى شویدى .
زه باید دې ټکی ته اشاره وکړم چی نه الفت اونه هم الفت غوندی کسان په خپل ژوندکی هڅول سوی اونه ئی هم درناوی سوی ،لکه چی پورته ورته اشاره وسوه په ژوندپه ئی په ډبرو ولو اوپر مرگ ئی دڅوشېبولپاره ویر کوو. خودادالفت صاحب بخت بیدارسوچی پدی ورستیوکی دده نوم دخلکوپر ژبه دی .زما وړاندیز دادی چی ځوان نسل تر هرڅه وژاندی دالفت په اثاروځان پوره پوه کژی ،په همدې اثار وکی دخلاصون لاره په ډیره ساده گۍ موندل کېدای سی .
داړونده دولتی چارواکونه په تکرار غوښنه کوو چی دپښو ژبې ددې ستر ادیب او شاعر ټول ناچاپه لېکنې راټولې اوچاپ کړی .ترڅوله یوې خوائې دورکېدو مخه نیول شوې وی اوله بلې خوادهیواد راتلونکی او اوسنۍ نسل دالفت صاحب واثارو ته لاس رسۍ پیدا کړی .
الفت صاحب د استبداد په چوپه چوپتیا کې د آزادۍ او دیموکراسۍ چیغه پور ته کړه اوپدې چیغه ئی افغانان ویښتیا ته راوبلل . الفت په خپل ژوندکی داپه ثبوت ورسول چی دمختلیفو دولتی رتبواومقاموپه ترلاسه کېدو سره هغه یوه لحظه هم دخپل ربړېدلی ولس له دردو نو اوخواریونه لیری نسو اونه ئی هغه له پامه غورځولی ځکه خوده ویل :
[color=yellow:25ab5be738]زړه یې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
په لیدودزخمی زړه چې زخمی نه شی[/color:25ab5be738]
که دالفت په لیکنې دهغه په ژوندکی دپام وړنه وې،ځکه خوبه هغه تل سرټکاوه او ویل به ئی ((اوس ئی که څوک نه لولی عالم په خوب ویده دی ټول .)) پدې هیله چی اوس دهغه له مرگ نه څوکاله وروسته زموږ ځوان نسل ورته متوجه سی ، دهغه ټول اثار مطالعه اود هغو نه په الهام اخیستلوسره دخپل هیوادپه جوړونه اوبشرته دخدمت مصدر وگرځی .
زما وروستى وړاندیز دادى چې د ټولنې د اصلاح او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره دغه سیاسی لیکنې اوس هم باید د هیواد په خپرونو او انترنیټ پاڼوکی په مسلسل او منظم ډول خپر ې او چاپ شی ، تر څولوستونکی وکولای سی هغوته لاس رسۍ ومومی .
مرحوم استاد گل پاچا الفت زموږ دهیواد دپښتو ادب دپنځو ستور له جملې څخه یو ځلانده او تل پاته ستوری دۍ . روحدې ښاد اویادې تل پاتی وی دې ښاد او یاد دې ابدې وې دالیکنه چی دپیاوړی شخصیت دزېږېدو ((۱۰۱)) کلیزی په ویاړ تهیه شوی ده

پای


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more