د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آیا الله جل جلاله ته خدای ویلای شو؟

وصيل پېروز
21.01.2010

السلام عليکم
اوس مهال ډېری خلک پر دې بحث کوي چي الله جل جلاله ته دخدای لفظ استعمالول بې ځايه دی اوصحیح نه دی چي دليل یې داسپېڅلی ایت دی :
لله الاسماء الحسنی فادعوه بها
دمقابل لوري يوڅه دلايل چي ماکتلي کوم نقلي دليل نه لري بلکه ټول عقلي دلايل وايي نوستاسوپه دې اړه څه رايه ده؟.
ستاسودمستندوځوابونوپه هيله


كريم كامران
21.01.2010

پیروز صیب وعلیکم السلام
ښه پوښتنه ده، زماپه فکر د(خدای) کلمه د (الله) معنی ګرځیدلې او څرنګه چې دقران دایتونو او دالله تعالی دنورو اسماوو په ترجمه کې اشکال نشته د(خدای) کلمه هم همداسې درواخله.
په تفسیر روح المعاني کې غالبا دهمدې ایت شریف لاندې همدا موضوع مطرح شوې، هیله ده مراجعه ورته وکړې، علامة الالوسي جواز ورکړی دی.
دنورو لوستونکیو دآراوو په هیله



21.01.2010

ياهُو او ياهُوَ په تورات کې د الله له پاره ذکر شوی ، همدارنګه د اِله عامه معنی معبود يا خدای دی، ا َ ل اِله يعنی هغه چې خدای دی، اود الله معنی هم همدغه
ال اله ده ، داچې پښتونومونه ارټيکل لکه په انګلېش کې the نه لري نو خدای هم په عامه معنی اله يا God او هم په مشخصه معنی ال اله يا the God ذکر کيږي!


وصيل پېروز
22.01.2010

وروڼوالسلام عليکم
دکريم کامران صاحب اوپتوال له نظرونومننه . لکه څرنګه چي ماوړاندي يادونه وکړه ماويل هغه کسان چي دخدای نوم الله جل جلاله ته روانه بولي هغه په هغه ايت دليل نيسي اياددې سوال ددفع کولولپاره کوم نقلي دليل شته؟.[/img][/b][/i][/u]


عبد السلام
23.01.2010

پیروز خانه ! تاسو خو خپل نظر ندی څرګند کړئ ! چې تاسو په خپله دا آیت څنګه معنی کوئ ؟
ولله الاسماء الحسنی فادعوه بها وذروا الذین [color=darkblue:4a9ecdc7cd]یلحدون فی اسمآئه [/color:4a9ecdc7cd]سیجزون ما کانوا یعملون (180)الاعراف
او دهمدې سوره دا ړمبئ ایت څنګه معنی اوتفسیر وئ؟

واذ اخذ [color=blue:4a9ecdc7cd]ربک[/color:4a9ecdc7cd] من بنی آدم من ظهورهم ذریتهم واشهدهم علی انفسهم[color=darkblue:4a9ecdc7cd] الست بربکم [/color:4a9ecdc7cd]قالوا بلی شهدنا ان تقولوا یوم القیامة انا کنا عن هذا غافلین (172)الاعراف

اوکه تکلیف نه وي دا[color=blue:4a9ecdc7cd] اللات، والعزی، ومناه [/color:4a9ecdc7cd]په اړه هم را ته پوره تفصیل راکړئ ستاسو مهربانی به وي.

أَفَرَأَيْتُمُ[color=darkblue:4a9ecdc7cd] اللَّاتَ [/color:4a9ecdc7cd]وَالْعُزَّى (19) وَمَنَاةَ الثَّالِثَةَ الْأُخْرَى (20) أَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ [color=darkblue:4a9ecdc7cd]الْأُنثَى[/color:4a9ecdc7cd] (21)


وصيل پېروز
23.01.2010

درنولوستونکو!
السلام عليکم
محترم ورورعبدالسلام صاحب تاسوچي کوم ايتونه وړاندي کړي لنډتفسيریې داسي دی :
ولله الاسماء الحسنی فادعوه بها وذروا الذین یلحدون فی اسمآئه سیجزون ما کانوا یعملون (180)الاعراف
ژباړه : الله جل جلاله لره ښائسته نومونه دي په هماغویې دربولئ،دهغوکسانوپېروي پرېږدئ چي دالله جل جلاله په نومونوکي کږه لاره غوره کوي (له ځانه نومونه پرې ږدي اوداسي صفات ورته ثابتوي چي الله جل جلاله نه په قرآن کريم کي ځان ته ثابت کړي وي اونه په نبوي صحيحواحاديثوکي ثابت وي) دوئ به ژردخپلوکړنوسزاوويني .

واذ اخذ ربک من بنی آدم من ظهورهم ذریتهم واشهدهم علی انفسهم الست بربکم قالوا بلی شهدنا ان تقولوا یوم القیامة انا کنا عن هذا غافلین (172)الاعراف
ژباړه : کله چي ستارب دانسانانوله شادهغوئ اولادونه پیداکړل اوپرخپلوځانونویې شاهدان کړل( ورته ویې ویل) ایازه ستاسورب نه یم؟ دوئ وویل : ولي نه موږشاهدان یوچي تاسودقیامت په ورځ داونه وایاست چي موږله دې ژمنې غافل وو.
وروستنی چي تاسوکوم ایت وړاندي کړی فکرکوم چي له اړوندې موضوع سره هیڅ تړاونه لري .


وصيل پېروز
23.01.2010

دلاة،مناة اوعزی په اړه به درته ووايم چي داپخواپه ټولنه کي صالح کسان تېرشوي دي چي دوئ یې په يادکي انځورونه جوړکړل اوان هغه په بوتانوبدل شول چي اخیریې عبادت هم پيل شو. اودابايدهم ووايم چي داډول پوښتنې له اړوندې موضوع سره هيڅ اړخ نه لګوي نورنه پوهېږم چي دعبدالسلام وروربه څه پکي مرادکړي وي؟.



ع کريم حليمي
25.01.2010

مکرم او محترم وصيل پېروز صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ډیره ښه موضوع او بحث مو شروع کړیدی ، د پښتنو قوم پر دېٖ ایمان لري چه د پاک خدای اسم ذات
الله ج دی ، او هر ښایسته صفت د پاک خدای صفت دی ، تاسو د سورت الاعراف آیه ترجمه کړېٖ او شان نزول ته يې تاسو مخ ندی وراړولی ، چه ولي ؟؟ اکثره وخت علما کراموته لازمه ده چه د ترجمو سره شان نزول هم زمیمه کړي ، که شان نزول له نظره و غورځوو نو ټول د پشتون قوم مو د ګناه کبیره په درشل کښي درولئ
خدائ تعالی اسم صفت دئ ، اسم ذات ندی !! ، لکه دا خالق تعالی چه د الله ج نوم ندئ

او په دا وچه کلکه او یوازي ترجمه ، زموږ امام صاحب به مو په قبر کښي را ناارامه کړئ وي !!

د ابو حنیفه رحمة الله علیه په فتویٰ ، په محکمه کښي قسم د پاک خدای ، خدا پاک په نامه روا دئ
په درنښت


عبد السلام
26.01.2010

دروند ورور ښاغلی پیروز ! او دبحث دوستانو سلامونه ودرناوی:
پیروز صاحب ! خدای دې وکړي چې پوښتنه مو ستاسو دخوښې ځواب ته یو څه نژدې شوې وي ! زما په نظر ښاغلي کامران په لمړی سرکې درته دسمې لورې لارښونه کړي ، او حلیمی صاحب خو هغه دی موضوع ستاسو دخوښې سره سمه روښانه کړي ، خو نه: تاسو نقلی دلیل غواړئ نه عقلی ! په داسې حال کې چې ایت مو نیم را نقل کړئ ! حال داچې ستاسو نقلی دلیل هم د ایت په باقی برخه کې دی. همداسې ده که نه؟
اوداهم ووایه چې هغه دبتانو په اړه زما نقلونه تر اوسه هم بې ربطه دي؟


و.افغان
26.01.2010

يو ځل بيا ټولو درنو ښاغلو ته سلام عليکم:
پيروز صاحب په حقه غږيږي، مونږ چې کومې سکالوګانې مطرح کړي دي، د اصلي
سکالو سره له نږدې اړخ نه لګوي، نو سمه به وي چې هغه ټولې د نوي سرليک لاندې
مباحثه او مناقشه شي.

راځم د پيروز صاحب: سوال ته،
محترما! يو د الله جل جلاله د نومونو او صفتونو باب دی، چې دغه باب توقيفي دی،
يعنې مونږ يواځې هغه نومونه او صفتونه الله جل جلاله ته ثابتولی شو، چې الله جل جلاله
پخپله د ځان لپاره په قرآن کې ثابت کړي وي، او يا ورته نبي کريم صلی الله عليه وسلم
په صحيحو أحاديثو کې مونږ ته ښوولي وي.

د نومونو مثال: الله، الرحمن، الرحیم، السميع، البصير ..........
د صفتونو مثال: صفت العين، صفت اليد، صفت البصر، صفت السمع ..........

أما د الله جل څخه د إِخبــار باب بيا واسع دی،
د اخبار باب مثال، لکه چې وايو: الله جل جلاله واجب الوجود ذات دی، دا نه د الله
جل جلاله په نومونو کې راځي، او نه د الله جل جلاله په هغو صفتونو کې راځي چې
ځان لپاره يې په قرآن کې غوره کړی وي، يا نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته په سنت
نبوي کوي غوره کړی وي، او نه له اسماء الله الحسنی څخه دی. خو څنګه چې معنی
يې د قرآن او سنت له تعاليمو سره ټکراو نه لري، نو من باب الاخبار جواز لري، خو
دا اتفاقي مسئله نه ده، ځینې علماء د داسې غير شرعي يا غير وارد يا غير منقول
اصطلاحګانو سره کلک مخالفت ښيي.

راځو د (خداي) کلمې ته، نو ځینې چې ما اوريدلي دي د دې کلمې معنی په واجب
الوجود کوي، يا وايي چې فارسي کلمه ده، چې په اصل کې له دوو
کلمو جوړه ده، چې معنا يې داسې راځي: خود آی، پخپله راغلی، چې دا هم د واجب
الوجود يعنې أزل په معنی دی، اګر که لفظ څخه حادثيت هم حس کيږي.

نو پرته له شکه چې دغه کلمه (خدای) د الله جل جلاله د اسماء الله الحسنی څخه نه ده،
که جواز ورکول کيږي، نو من باب الاخبار جواز به صحي وي، يا په پښتو ژبه د الله
جل جلاله څخه يو تعبير دی، لکه god چې په انګليسي کې دی، البته افضل او بهتره
دا ده چې د (الله) جل جلاله کلمه وکارول شي، ځکه چې دغې کلمې ته هيڅ يوه بله کلمه
نشي رسېدی، او د الله جل جلاله نومونه خو ټول اعلی او له اعلی اعلی دي، او له اکمل
اکمل دي، او تر ټولو يې بهترين دغه (الله) نوم دی.

په درنښت



ع کريم حليمي
28.01.2010

درنو او مکرمو وړونو السلام علیکم و رحمة الله ،
له استاد قاري صاحب څخه بیا ډېره شکریه کوم ، دا د توقیفي اسماء او صفاتو او غير توقيفي خبري صحیح
خبري دي ، اکثره پخواني عرب علماء د خراسانۍ او هندۍ ژوبو سره اشنايې نه درلوده ، د خدائ ، بګوان ، او
god تر منځ ئې فرق نه دئ کړئ ، او داچه دوئ وایی چه "واجب الوجود" د خدای تعالی نوم ندئ دا روښانه خبره ده چه نوم نه دی !!

اصلاً خبره څه شي ده ، یا ئې الله او یا ئې گارډ ، یا ئې خدا ، خدای
خبره د عقیدې ده !! که یو مسلمان خپل خالق او رب العزت په داسي يو نامه یاد کړي چه جسم ئې په ثابتیږي
نو هغه رب العالمین نه دي څرنګه چه قرآن مجید فرمایی چه لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَىْءٌ

د انګلیسي ژبي ګارډ جسم دي ، نو مسلمان ته نه ښایی چه لاس پورته کړي او له گارډ څخه غوښتنه وکړي
مسلمان ته نه ښایی چه د بگوان نه ِغوښتنه وکړي ، او نه ښایی چه ووایی الله جان ، خدا جان
سخي جان ولي چه جان او سخي مثل لري ، هر هغه نوم چه مثل ولري ، او الله په يادوي هغه نوم ناروا دئ او د عقائدو له نظر ناروا دئ ، "خدای " داسی یو نوم دئ چه مثل نه لري ، که يو مسلمان ووایی چه :‌
خدای ته دي حمد وي ، د دېٖ جملې او د الحمد الله فرق نسته ، بهتره خو دا ده چه و دي وایي : الحمدالله !!!
او بل بیا دا باب الإخبار ابلاغي : لکه لاس ،سترګه له داسي صفاتو سره به ضرور ویل کیږي چه : بلاکیف لاس .....
او حتی ! ثُمَّ اسْتَوى عَلَى الْعَرْشِ : استوی په تکیه نه شو ترجمه کولي ، ولي چه رب پر خپل مخلوق تکیه نه کوي
عرش ، مکان ، چوکۍ ، وخت دا هر څه مخلوق دي ، رب العزت و مخلوق ته محتاجي نه لري


عتیق الله
28.01.2010

سلام
محترم حلیمي صاحب تاسو ښې خبرې لیکلي خو دا مو نه دي ویلي چې ایا د چا نوم (خاص) نوم ترجمه کیدای شي او کنه؟ ځکه (الله جل جلاله) خو یو خاص نوم دی!



ع کريم حليمي
31.01.2010

وعلیک !!
عتیق الله صاحب

اَلْقُرْاٰنُ ذَلُوْلٌ یعني قراٰن مجید ښکاره کوونکئ د ډېرو معناوو دئ ، او په مسند أحمد کښي داسي هم راغلي چه: الْإِسْلَامُ ذَلُولٌ

او ذُوْ وُجُوْهٍ یعني څښتن د ډېرو تاویلاتو دئ ،

او فَاحْمِلُوهُ عَلٰی اَحْسَنِ وجُوهِـــهٖ، يعني مطلب دا چه : تاسي حمل کړئ قراٰن پر ښو او نېکو تاویلاتو ، ښه تاویل
اراده کړئ له قراٰن څخه

"الأَسْمَاء الْحُسْنَى" هر زین او جَمِیل نوم د رب العزت نوم دئ ، او په داسي نامه ئې نه سو بللئ چه د بنده صفت وي ،
تر اسلام له مخه ، جهالو به رب العزت ابو المکارم او ابیض الوجه ، ابو المسح بللئ داسي نومونه د رب العزت
نومونه نه دي او ښایسته هم نه دي !!!! او په بعضو فلسفي اصطلاحاتو کښی رب العزت ته "علت اولی" وايي
دا هم ښایسته نوم نه دئ غلطططططططططططططططططططططططططططططططططططططططططططططط

خدا ، خدای : دا د اسم ترجمه نده ، خو څرنګه چه : إِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللهِ لاَ تُحْصُوهَا......
نو ښایسته نومونه ئې هم حساب کولی نه شو ،  


عبد السلام
01.02.2010

پوښتنه : مز او مجذوبه او معذوره وه ، د تصحیح لپاره ستاسو پر ادرس در ولېږل شوه
تاسو ته دا حق نه درکوو چه : و موږ ته مرموزي جملې ولیکئ (مزور قاضي ؟)، جمله اقتباس که ، نظر دي څرګند که !

حلیمي


شبيراحمد
01.02.2010

دبحث ټولوګډونوالوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترم م،وصيل پېروزصيب خداى دي ژوندى لره چې دومره په زړه پوري موضوع مودبحث له پاره غوره کړ ي اودلته موراوړي ده مننه
محترم حليمي صاحب له تاسوڅخه هم مننه چې تسلي بخش ځوابونه موويلي دي ماچې کله موضوع وليده نومي زړه وکړچې ستاسوپه شان خبري وکړم ياني ( خداى ) دالله ج يوصفتي نوم وبولم خوچې لاندي راتلم نوستاسوپه ځواب مي سترګي خوږې شوې اوخوندمي ترې واخست .

مننه
خداى جل جلاله دي نوروس هم درکړي چې په دې ته ورته ځوابونوموپه هره موضوع کي ونازوې اوخداى جل جلاله موله مرګ څخه هېرکړه
کورموودان


و.افغان
01.02.2010

[quote:68787f01e5]
ياني ( خداى ) دالله ج يوصفتي نوم وبولم
[/quote:68787f01e5]

شبير أحمد صاحب:
په کوم دليل (خدای) د الله جل جلاله يو صفتي نوم دی؟ او د کوم الاهي نوم يا صفت
تفسير دی؟.

په درنښت



ع کريم حليمي
02.02.2010

ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
خدا، خدای = خداوند = مالک مطلق
رب عالمین ښه پوهیږي


و.افغان
02.02.2010

[quote:254376da98="ع کريم حليمي"]ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
خدا، خدای = خداوند = مالک مطلق
رب عالمین ښه پوهیږي[/quote:254376da98]

محترم او معزز مولانا حليمي صاحب: وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
پرته له شک چې مالک د الله جل جلاله نوم دی چې د مالکيت صفت ترې ثابتيږي، او د
الله جل جلاله هر نوم او صفت د معنی په لحاظ حدود او اندازه نه لري، مالک مطلق،
رازق مطلق دی .....

خو خبره د دغه تفسير په مستند کې ده؟ که مستند مو وړاندې کړ؛ نو ډېر زيات به
خوښ شم.

په درنښت


میوند ننګیال
02.02.2010

ټولو درنو ورڼو ته د رړه له تله سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ماشاءالله بحث مو ښه روان دی لمید کوم لږ به نور هم پراخ شی او مونږ به تری نور هم مستفید شو.
جزاکم الله الله مو کامیابه او سرخرو لره



ع کريم حليمي
02.02.2010

ګران او مکرم استاد قاري صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله

تر ډېره حده ادبیات هم اکثره وخت د سند په ډول وړاندي کېدای سي ( خداوند ذوجلال من آمرزنده است )
د بعضو لغتونو او اسماوو ترجمې او پېږندنه اکثره وخت په اشعارو کي لټولی سو


وصيل پېروز
07.02.2010

الحمدلله تراوسه لاهم دبحث لړۍ شلېدلې نه ده اوګومان کېږي چي لابه هم دې لړۍ ته داسي نوري زرينې کړۍ هم ورزياتې شي اوڅرګنده ده چي ډېری لوستوونکی یې لاهم لاري څاري .
خيرراځوموضوع ته :
لکه څرنګه چي ډېری محترمينووړاندي وويل چي دالله جل جلاله اسماء توقيفي دي يعني موږله ځانه ورته کوم نوم نه شوجوړولای چي پرې يادیې کړواوکه موږپه دې اړه خپل مذهب هم مطالعه کړوهمداترې راوزي اواصل خبره داده چي په شريعت کي دالله لپاره دخدای لفظ ته هيڅ اجازه نه ده ورکړل شوې اودادتوقيفيتوب قاعده چي ورته ايښودل شوې داهم پردې دلالت کوي چي بايدله ځانه یې په څه ونه نومووبلکه په څه چي الله جل جلاله ځان نومولی دی په هماغه یې يادکړوکه موږددې خبرې داثبات لپاره شرعې ته رجوع وکړوان شاء الله ډېرژربه حل شي .


hewad
07.02.2010

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
هيله ده چې ټول روغ او جوړ وئ٠

خدای خو پښتانۀ الله سبحان تعالی ته وايي٠ کۀ څوک وايي چې دا سم نۀ دئ بايد ونه ويل شي نو دا وييونه هم بايد ونۀ ويل شي٠ څښتن تعالی، کۀ خدای کول (انشاالله) او داسې نور٠
ما دلته د خدا د کلمې مانا لۀ غياث الغاته راوخسته ، هليه ده چې لۀ سکالو سره مرسته وکړي٠
خدا به معنی مالک و صاحب ٠ چون لفظ خدا مطلق باشد بر غير ذات باری تعالی اطلاق نکنند مګر در صورتيکه بچيز مضاف شود چون کدخدا٠
خدا به معنی خود ĩ ينده است چه مرکب است از کلمه خود و کلمه ĩ که صيغه امرست از ĩ مدن و ظاهرست که امر بترکيب اسم معنی اسم فاعل پيدا ميکند و چون حق تعالی بظهور خود بديګرې محتاج نيست لهذا باين صفت خواندند٠


شبيراحمد
12.02.2010

دبحث ګډونوالوته سلامونه اونيکي هيلي
محترموبحث ښه راوان دى خوزماپه خيال که وتړل شي ښه به وي ځکه چې څوک ددليل منلوته تيار ندي په داسي حال کي زموږله پاره له حديث اوآيات پرته په ورته واقعاتوکي تاريخ اوشعريادلغاتوکتابونه هم دليل کېدلى شي لکه يوه ورورچې وړاندي کړى ده .
ګڼي نوبياموشاعران ولي نبي عليه سلام ته جانان وايي ( مدني جانانه ) ياداسي نوري جملې .
زماپه اندلکه هيوادورورچې وليکلي دي چې
[quote:d53eaa0057]ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
هيله ده چې ټول روغ او جوړ وئ٠

خدای خو پښتانۀ الله سبحان تعالی ته وايي٠ کۀ څوک وايي چې دا سم نۀ دئ بايد ونه ويل شي نو دا وييونه هم بايد ونۀ ويل شي٠ څښتن تعالی، کۀ خدای کول (انشاالله) او داسې نور٠
ما دلته د خدا د کلمې مانا لۀ غياث الغاته راوخسته ، هليه ده چې لۀ سکالو سره مرسته وکړي٠
خدا به معنی مالک و صاحب ٠ چون لفظ خدا مطلق باشد بر غير ذات باری تعالی اطلاق نکنند مګر در صورتيکه بچيز مضاف شود چون کدخدا٠
خدا به معنی خود ĩ ينده است چه مرکب است از کلمه خود و کلمه ĩ که صيغه امرست از ĩ مدن و ظاهرست که امر بترکيب اسم معنی اسم فاعل پيدا ميکند و چون حق تعالی بظهور خود بديګرې محتاج نيست لهذا باين صفت خواندند[/quote:d53eaa0057]

ستردليل دى که څوک يې نه مني دهغه يې خپله لاره خوښه به وه


وصيل پېروز
12.02.2010

نه ! شبيراحمدوروره!
دبحث کړکۍ بايدهمداسي پرانيستې وي داخوستاسوپه څېرکسان دليل نه مني موږ درته دټول اهل سنت والجماعت دعقيدې يوکلک اصل وړاندي کووخوتاسویې په مقابل کي دعلم کلام بې ځايه تأويلات اوبې بنسټه بحثونه وړاندي کوئ .


و.افغان
12.02.2010

شبير أحمد خانه!
د ټول افغان له اصولو سره سم د بحث کړکۍ هغه وخت تړل کيږي، يا بحث هغه وخت له پيله تر آخره ړنګيږي چې په بحث کې اسلامي قداست، يا ملي ګټې، يا روا ولسواکي تر پښو لاندې شي، در غير آن هر څوک حق لري چې خپله خبره په دلائلو پوښلې د فوروم غړو ته د بحث لپاره وړاندې کړي، او لوستونکي حق لري چې د دلائلو له مخې هغه تأييد، رد او يا تنقيد کړي.

په اسلامي امورو کې عموما او د الله جل جلاله د ذات پوري مربوطه امورو کې خصوصا هر
وينا يا خبره چې وړاندې کيږي؛ نو فرض، واجب او لازمه ده چې د قرآني آيتونو او نبوي
احاديثو په رڼا کې وي، په داسې ثابت او غير متجدد امورو کې بايد استدلال له قرآن او
حديث څخه د صالحو سلفو په فهم سره وي، او بس.

هر څوک چې نوره کومه فلسفه او منطق غږوي، نو حق لري چې ويې غږوي، البته کوښښ
دې نه کوي چې د اسلام نوم ورکړي.

قال الله تعالی:
لا اکراه في الدين قد تبين الرشد من الغي.
دين الحمد لله واضح دی، د نېکۍ لاره د ګمراهۍ له لارې جلا او واضحه ده، که څوک يې بيا هم نه مني، نو په دنيا کې اختيار لري چې پر کوم يو معتقد د معلومو ضوابطو لاندې ژوند وکړي، البته مسلمانان ورسره په قطعي توګه دا نشي منلی، چې د خپلې غلطې
فلسفې، او کاږه منطق خبره ځمونږ پر پاک دين مبارک اسلام وتپي.

په درنښت

[quote:c77685fd7d="شبيراحمد"]دبحث ګډونوالوته سلامونه اونيکي هيلي
محترموبحث ښه راوان دى خوزماپه خيال که وتړل شي ښه به وي ځکه چې څوک ددليل منلوته تيار ندي په داسي حال کي زموږله پاره له حديث اوآيات پرته په ورته واقعاتوکي تاريخ اوشعريادلغاتوکتابونه هم دليل کېدلى شي لکه يوه ورورچې وړاندي کړى ده .
ګڼي نوبياموشاعران ولي نبي عليه سلام ته جانان وايي ( مدني جانانه ) ياداسي نوري جملې .
زماپه اندلکه هيوادورورچې وليکلي دي چې
[quote:c77685fd7d]ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
هيله ده چې ټول روغ او جوړ وئ٠

خدای خو پښتانۀ الله سبحان تعالی ته وايي٠ کۀ څوک وايي چې دا سم نۀ دئ بايد ونه ويل شي نو دا وييونه هم بايد ونۀ ويل شي٠ څښتن تعالی، کۀ خدای کول (انشاالله) او داسې نور٠
ما دلته د خدا د کلمې مانا لۀ غياث الغاته راوخسته ، هليه ده چې لۀ سکالو سره مرسته وکړي٠
خدا به معنی مالک و صاحب ٠ چون لفظ خدا مطلق باشد بر غير ذات باری تعالی اطلاق نکنند مګر در صورتيکه بچيز مضاف شود چون کدخدا٠
خدا به معنی خود ĩ ينده است چه مرکب است از کلمه خود و کلمه ĩ که صيغه امرست از ĩ مدن و ظاهرست که امر بترکيب اسم معنی اسم فاعل پيدا ميکند و چون حق تعالی بظهور خود بديګرې محتاج نيست لهذا باين صفت خواندند[/quote:c77685fd7d]

ستردليل دى که څوک يې نه مني دهغه يې خپله لاره خوښه به وه[/quote:c77685fd7d]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more