د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دحاملې ښځی خواړه

خیریوسی
03.01.2010

محترم ډاکتر فرید صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
خلګو پخوا داعقیده درلوده چې د حاملې ښځی صحت او غذا پر ماشوم ( جنین) څه تاثیر نه کوی
دماشوم تر زیږیدو وروسته یې د ماشوم وصحت او غذا ته یې زیات پام کاوه
لاکن ډاکتران وایې چې اصلا دماشوم دمور صحت او غذا دیوه صحت مند ماشوم دپاره ډیره ضروری ده
که دماشوم مور کامله غذا وخوری ماشوم به یې دښه صحت خاوند وی
وروره هغه کومه غذا ده او په څه اندازه باید دماشوم مورهغه غذا وخوری ؟

خیر یوسی


خیریوسی
19.01.2010

وروڼو سلامونه مې قبول کړی
لکه مخکی چې مې وویل خلګو مخکی فکر کاوه چې دمور خواړه او صحت پر جنین باندی
کوم تاثیر نه لری دماشوم تر زیږید وروسته به یې دماشوم وغذا ته زیاته پاملرنه کول
اوس علماو تر څیړونو وروسته دا په ډاګه کړی ده چې دماشوم دمور غذا هغه اصلی لامل دی
دماشوم دښه صحت دپاره که دماشوم مور دحمل په شپو او ورځو کې کامله غذا وخوری
جنین به طبیعی وده وکړی ماشوم به تر زیږید وروسته صحتمند وی ۰
دبدن دجوړولو اساسی مواد لکه پروتین ، دهنیات کربوهیدرات ، معدنی مالګی ،
او ویټامین دی ۰
نوموړی مواد باید دجنین دمور په غذا کې موجود وی چې جنین دهغه څخه استفاده وکړی

پوهانو په ډاګه کړی چې چې ډیر حالات لکه دماشوم تر وخت نه مخکې سقوط( نخسان )،
دماشوم دصحت نیمګړتیا ..... لامل یې دماشوم دمور کامله غذا نه خوړل دی
پوهانو دا هم ویلی دی که چیری حامله ښځه دحمل په شپو او ورځو کې ډیر غوړ خواړه
وخوری نو به دماشوم وزن تر خپل طبیعی وزن زیات وی دماشوم مور که سمه او
مناسبه غذا وخوری ماشوم به یې دښه صحت خاوند وی
که حامله ښځه په لاندی ډول اویا دې ته ورته غذا وخوری کیدای شی چې د پروتینو ، دهنیات کربوهیدراتو ، معدنی مالګو ، او ویټامینو اړتیا پوره کړی
دحمل په لمړی نیمایې کې دحاملی ښځی غذا :
*200 ګرامه غوښه ( پسه ، غوایې ، چرګ ، کب )
*تر نیم لیټر زیاتی شیدې
*100 ـ 200 ګرامه خوږه چګیده
*20ـ 25 ګرامه پنیر
*یوه دانه هګۍ
* 500 ـ 600 ګرامه ترکاري ( پټاټه باید تر 200 ګرامه زیاته نه وی )
*200ـ 300 ګرامه تازه میوه
وروڼو ما خپله ګوډه ماته لیکنه وبحث ته وړاندی کړه خدای دی وکړی چې یو ډاکتر هم
زموږ سره مرسته وکړی زما په فکر دا ډول لیکنی او لار ښونی زموږ دماشومانو
د صحت دپاره ډیری ضروری دی
مینه


ډوکتر څپاند
20.01.2010

ګرانه دوسته،ډير ډير خيرونه،

هره ميرمن تر اميدوارئ دمخه،دحمل په دوره اوترهغې روسته سالم صحت او
مناسبې ياموزونې غذا يا خوړو ته اړتيا لري٠

ستاسو توصيه خورا مناسبه ده:

[quote:c64b958f3b]مالګو ، او ویټامینو اړتیا پوره کړی
دحمل په لمړی نیمایې کې دحاملی ښځی غذا :
*200 ګرامه غوښه ( پسه ، غوایې ، چرګ ، کب )
*تر نیم لیټر زیاتی شیدې
*100 ـ 200 ګرامه خوږه چګیده
*20ـ 25 ګرامه پنیر
*یوه دانه هګۍ
* 500 ـ 600 ګرامه ترکاري ( پټاټه باید تر 200 ګرامه زیاته نه وی )
*200ـ 300 ګرامه تازه میوه [/quote:c64b958f3b]

مګر دفقر اوکمسوادئ په وجه،ددی غذائی رژيم مراعات مشکل بريښي٠

علمي تحقيقات څرګندوي چه:
ډيره کوچنۍ يا زړه مور دحمل په دوران کی د يوزيات شمير ناروغيو،لکه
دويني دفشار،دشکرې،بډوډي،کمخونۍ اوورته نورو ناروغيو سره مخامخ کيدی شي٠
دغه راز که دمور وزن ډير کم يا ډيرزيات وي،مور او ماشوم ته خطر لرلی شي٠

که ميړه په کور کی سګرت ياچلم څکوي،اوياهم مور لوږي تنفس کړي،دمور او
ماشوم په صحت ناوړې اغيزې کوي٠

ترټولو مهم ټکی دادی چه مور دحمل نه دمخه د اقلا د دوه دريو مياشتو
لپاره [color=yellow:c64b958f3b]فوليک اسيد (folic acid )[/color:c64b958f3b] واخلي٠داويټامين په شنو تازه نباتاتو کی په
پراخه پيمانه موجود وي٠مګر په پرمختللې نړئ کې ميرمني تر حمل دمخه دنوموړي ويټامين ،ګولئ يا تابليټونه،يوه دانه په ورځ کی
او دحمل په لمړنيو دری مياشتو کی اخلي٠ دا ويټامين دماشوم دمغز (brain) په نمو اوتکامل کی ډير عمده رول لوبوي٠ددی ويټامين دکمبود په وجه
ددماغ او شمزئ ناروغئ رامنځ ته کيدی شي٠
[color=green:c64b958f3b]اوسپنه يا اهن (Iron)[/color:c64b958f3b] هغه ضروري منرال دی چه تر حاملګي دمخه،دحمل په
په دوران او تر هغي روسته دتي ورکولو په دوره کی،بايد ميرمنو ته ورکړی شي٠سره ددی چه اوسپنه په حيواني غذا،خاصتا دغوائي په غوښه او نباتي خوړو،
خاصتا په حبوباتو کی موجوده وي،مګر په غربي نړئ کی نوموړی ميندی د 
اوسپني ټابليتونه يا شربت نه ګټه اخلي٠ديادولو وړ ده چه داوسپنی مرکبات 
دقبضيت باعث کيدي شي،نو اکثر ميرمنې دهغې داخيستو نه خود داري کوي٠
لازمه ده چه داوسپني دتداوی سره سم دقبضيت دمخنيوي چاره هم وشي٠

دهرې کورنۍ داقتصادي حالت سره سم،کيدی شي چه دمحترم خيريوسي دمشورونه ګټه واخستل شي٠
ترکاري او دانې،لکه نخود،لوبيا،باقلي،مۍ،دال،دالنخود اونور ،ارزانه او په اسانۍ سره تهيه کيدی شي٠ترکاريباب اوسابه ،که ممکنه وي بايد خام وخوړل شي٠دغوائی غوښه،ځموږ دعام ولس دعقايدو خلاف،خصوصا حامله ميرمنو ته تر
ټول ښه غوښه ګڼلي شي٠
شدې،مستې،هګۍ ا وچرګان يا ماهيان هم با ارزښته غذائی مواد لري٠
دډير غوړ او مالګې داستعمال نه مخنيوی لازم بريښي٠

دحمل په لمړنيو دری مياشتو کی معمولا حامله داري ميرمني دلبدي او يا هم 
کانګې لري٠ځيني ميرمنې وزن هم بايلي٠دا مشکل دډير تشويش وړ نه ګڼل کيږي،لازمه ده چه دا ناروغان،کافي اوبه وڅښي او دغړو موادو نه ډډه وکړي٠ددی نه روسته،درې مياشتو په مده کی وزن
 اندک زياتوالي مومي خو په ورستيو دریو مياشتو کی دحامله ميرمنې وزن 
خورا زيادښت موندلی شي،چه احطياط لازم دی٠

په خلص ډول،که دکورنۍ اقتصاد ښه وي،دهغو د سواد او تعليم دسطحي 
په مد نظرنيولو سره،حامله ښځې هم نارمله غذا خوري مګر فوليک اسيد او
اوسپنې ته ضرورت لري٠
په ناداره ،کمسواده او فقيرو کورنيو کې چه دمسلسل،متکرر او متعددو حملونو شميرهم زيات وي،ميرمنئ خاصې توجه اوخوړو ته ضرورت لري٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more