د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

افغاني ميرمنې دلامبوحوضونه اوميله ځايونه نه غواړي


مجيب انګار
12.03.2004

دمارچ اتمه دښځودپيوستون نړيواله ورځ وه ،په همدې مناسبت په پيښورکې ځينې افغاني ټولنيزو،سياسي اوتعليمي ارګانونوداړوندې ورځې په درنښت غونډې جوړې کړې وې چې دښځوحقوقواوستونزوپه باب په تيره زموږپه هيوادکې دښځودمقام اوپه ټولنه کې يي درول په اړه خبرې وشوې.
په دغوغونډوکې دزياتروويناوالو،په تيره دافغاني ميرمنواوخويندوپه ويناؤکې ډيرپه صراحت په هيوادکې دښځودوضعې څخه ناخوښي څرګنده وه.
سږکال په دغوغونډوکې دتيروکلونوپه څيردطالب د ٌکوتکواکۍ ٌ اوٌ کيبل واکۍٌ دغندولوپرځای دزياتروويناوالوپرخولودديموکراسۍ له علم بردارانوڅخه ګيلې وې زياتوميرمنواوخويندوپه خپلوويناؤکې ويل چې نړيواله ټولنه اواسلامي انتقالي اداره په هيوادکې دښځوداصلي ستونزودحل پرځای هسې تشريفاتي اوياغيرضروري فعاليتونه لري .
دوي په زغرده ويل چې موږدلامبوحوضونه اوياپارکونه اوميله ځايونه نه غواړولومړی موبايددبې علمۍ اوبې کارۍ چاره وشي.
واقعيت دادی چې دايوه ښه پرمختياده اوافغان اولس که هرڅومره اوږدوجګړوځپلی دی بياهم دخپلوستونزوپراساسي حل فکرکوي اوهسې په شعارونونه قانع کيږي.
بايدنړيواله ټولنه اواسلامي انتقالي اداره دې ټکې ته جدي پام وکړي بايدلومړيتوبونه وټاکي اودوږې خيټې دعياشۍ پرځاي دې دعام اولس په تيره دښځوپه اړه دمناسبودا سې پروګرامونوپه پيل لاس پورې کړي چې ديوې سوکاله اوهوسی ټولنې جوړولو بنيادشي.
زموږپه جګړه ځپلي هيوادکې چې عامه دژوندسطحه ډيره ټيټه ده سمدستي دنيويارک اولندن دکوڅودظاهري ژوندکاپي هغه هم يوازې دجامواوسينګارتربريده هيڅکله هم زموږژونددهغوټولنوسطحې ته نشي رسولای بلکې دغه ړوندتقليدزموږټولنه له يوې بلې بربادۍ اوټکرسره مخامخ کوي.
په هرصورت الله پاک دې وکړي دمارچ داتمې په مناسبت اړوندچارواکي زموږدخويندو اوميندودارسا اعتراض واوري چې دوي سواداوکارغواړي دلامبوحوضونه اودښځو پار کونه اوباغونه نه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more