د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

الرجی څه ډول مریضی ده

Mohammad Nabi
08.12.2009

د طب محترمو ډاکتر صاحبانو السلام علېکم
هیله لرم جوړاوروغ به یاست. له تاسو نه يوه مرسته يا مشوره غواړم :

الرجی څه ډول مریضی ده که پدی باره کی هر طبي داکتر معلومات راکړی مهربانی به يې وی.

هرډاکتر ته چی ورسم هغه راته وایی الرجی یې اوزه لاندی تکلیفونه لرم.

0. پزه می بندېږی.
1. پرسرمې درد کیږې او سر می درندوی.
2. ریزشت، نزله، زکام بیخی ډیر دی
3. د ستونی، غوږو، سترګو تکلیف لرم
4. په خوله او ستونی کی می بد بوی وی.
5. نفس تنګی میکیږی

دپزی اپریشین مه هم کړیدی خو هیڅ پایده ېې نده کړی

که تاسې مشهوره راکړې څه وکړم او چیرې علاج وکړم اوددی مریضې علاج چیری کیږی

علاج په افغا نستان، پاکستان او که په هندوستان کی وکړم.

مننه

محمدنبی


خیریوسی
09.12.2009

محترم ورور محمد نبی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

وروره ډاکتر صاحب فکر کوم دخپلو ناروغانو سره زیات مصروف دی کیدای شی چې ځواب به درته ولیکی او يا خو کيدای شي ټول افغان دطب کوم ډاکتر
ونۀ لري، اکثره د علومو ډاکتران دي ، نۀ د طب!

الرجي حساسيت لرلو ته وايي ، څنی کسان دځینو غذایې توکو لکه پلۍ ، هګۍ او شیدو سره حساسیت لری 90٪ حساسیت هم ددغو شیانو څخه ورته پیښیږی او لږ څه بیا په کور کې د فرش(کاپټ ) او دحیوان دویښتانو کوم چې په کور کې استوګنه کوی لکه پیشو ....
ایا تاسو دهګۍ ، پلۍ ، او شیدو سره کوم حساسیت لری ؟

خیریوسی


ډوکتر څپاند
30.12.2009

دالرژي ناروغئ ډير لوی بحث غواړي،خو مختصرابايد عرض کړم چه:
Allergy يادوجود حساسيت يوه نارمله او ضروري پديده ده٠مګر په يوشمير
خلکو کی داطبيعي يا ذاتي ميخانيکيت ،چه په عادي حالت کي يو مدافعوي حالت دی، خورا شديد اونامناسب شي٠
دبيلګې په توګه;که څوک دميږي يا غومبسې په وسيله وچيچل شي نو د درد،
سوروالي او پړسوب سبب ګرځي٠ددې غبرګون فايده داشوه چه دچيچلو نه
خبر شو او ملا صيب ته ددم لپاره ورځو٠دی ته ويل کيږي نورمل طبيعي غبرږون،عکسالعمل يا reaction ٠که داغبرږون موجود نه وي،نو کيدې شي
چه چيچل دوام وکړي ،زهريات دشخص بدن ته په پراخه پيمانه داخل، مګر شخص بيخبره پاته شي،مانا داچه چيچل دوام کوي او زهريات دبدن دنورو غړولکه بډوډي اوځګر د ناروغئ سبب شي.مګر ځيني خلک ددې زهرياتو سره
غير طبيعي حساسيت ياالرژي لري،چه دشدید پړسوب،ډیر سور والی او درد
سبب شي،کله هم دکانګې،نس درد،دوينې دفشار سقوط اوحتي مرګ سبب شي٠

ځيني خلک په ذاتي ډول دوجود په داخل کی په غير طبيعي توګه دحساسيت
دعواملو دتوليد مشکلات لري،ځينی نور چه شمير ئی ډير ندی،دخارجي عواملو په مقابل کی شدید يا غير طبيعي حساسيت لري٠

دالرژي پوري تړلي عمده ناروغئ د asthma(سالنډئ)،allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis,eczema,urticaria,migraine اونور دي٠

ګرانه وروره،
داسې برېښي چه تاسو په رښتيا هم د allergy په ناروغئ چه طبي نوم ئيallergic rhino sinusitis يا hay fever دی،اخته ياست٠
تاسو يواځې نه ياست،قريب ١٠ په سلو کې وګړي ستاسو پشان دپوزې حساسيت لري٠

[color=red:5769d59236]درملنه:[/color:5769d59236]

دمخنيوئ په هکله د خيريوسی هدايت مه هېروی٠

دپوزی حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي٠
١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others.
دپوزې جراحي هيڅ فايده نلري٠

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه چه د antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري٠

که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه ( RAST,IgE) او يا دپوټکي دحساسيت ټست،چه [color=yellow:5769d59236]دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو[/color:5769d59236] لخوا سرته رسې،کولی
شي چه د حساسيت عامل يا عوامل وپيژندل شي٠کله چه دحساسيت عامل
يا عوامل معلوم شيي،د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم،
دپيژندل شوي عامل شيره (extract) چه دطبابت په بازار کی شته،په خورا
لږ مقدار په هره اونئ يا ددوو اونيو کی يوځل ،ناروغ ته پيچکاري (injection) په ذريعه،د ١٢ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي(desensitisation)
داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل
ډول شفا مومي٠


Re: الرجی څه ډول مریضی ده

Lotfollah
30.12.2009

[quote:a1a58ce57c="Mohammad Nabi"]د طب محترمو ډاکتر صاحبانو السلام علېکم
هیله لرم جوړاوروغ به یاست. له تاسو نه يوه مرسته يا مشوره غواړم :

الرجی څه ډول مریضی ده که پدی باره کی هر طبي داکتر معلومات راکړی مهربانی به يې وی.

هرډاکتر ته چی ورسم هغه راته وایی الرجی یې اوزه لاندی تکلیفونه لرم.

0. پزه می بندېږی.
1. پرسرمې درد کیږې او سر می درندوی.
2. ریزشت، نزله، زکام بیخی ډیر دی
3. د ستونی، غوږو، سترګو تکلیف لرم
4. په خوله او ستونی کی می بد بوی وی.
5. نفس تنګی میکیږی

دپزی اپریشین مه هم کړیدی خو هیڅ پایده ېې نده کړی

که تاسې مشهوره راکړې څه وکړم او چیرې علاج وکړم اوددی مریضې علاج چیری کیږی

علاج په افغا نستان، پاکستان او که په هندوستان کی وکړم.

مننه

محمدنبی[/quote:a1a58ce57c]
سلامونه
ګرانه محمد نبی وروره یو بل دلیل یې په هوا کې د کوچني زراتو شته والی دی چې د تنفس او یا تماس له لارې د وجود عکسل العمل را پارولای شی.
د ساری په توګه په پسرلي کې چې ونې او بوټي غوړېږي د ګلانو په منځ کې یو ډول پوډر دي چې په تنفسی هوا کې ګډېږي او انسان متاثره کوی. ما خپله هم دا تجربه کړې ده او په پسرلي کې د ځینو ګلانو په وړاندې داسې حساسیت لرم چې:
- ستونی مې خارښت کاوه
- سترګې مې خارښت کاوه او سرې کېدلې
- د حده زیات برنجیدلمه ( عطسه مې وهله)
- ټوخیدلم
او داسې نور
معالج ډاکټر ما سره یو الرجی ټسټ تر سره کړ او په نتیجه کې یې ثابته شوه چې زه د ځینو ونو او بوټو د ګلانوپوډرو په وړاندې حساسیت لرم او را ته د Citricinتر نامه لاندې یو ډول تابلیت یې راکړل چې ډېر موثر دي.
نو که امکان ولری تاسې هم یوه متخصص ته ورشئ او د الرجی یو ټست تر سره کړﺉ

په درنښت


ډوکتر څپاند
31.12.2009

ښاغلی لطف الله سلام

تاسو يوځل داسی ليکلي ول:

[quote:0f7ba51098]زه فکر نه کوم چې طالبان د حکومت کولو لپاره جوړ شوي وي چې ورته مشورې ورکړﺉ شی. یوه ملا یا طالب ته د طبابت او یا انجینرۍ کومه مشوره ورکوﺉ؟ [/quote:0f7ba51098]

ما دطبابت دزدکړی لپاره دپوهنتون په شمول دا قريب ٣٣ کاله تکل کړی٠

ددی هيواد وال دپوښتنې ځواب ته مې ٢ساعته وقت ضايع کړی٠

ماستاسو دنظر په لوستو سره د"دلسردئ"احساس وکړ٠

هيله ده چه خفه نشئ٠


Lotfollah
01.01.2010

[quote:190cdd5b2f="Fared Besada"]

ما دطبابت دزدکړی لپاره دپوهنتون په شمول دا قريب ٣٣ کاله تکل کړی٠

ددی هيواد وال دپوښتنې ځواب ته مې ٢ساعته وقت ضايع کړی٠

ماستاسو دنظر په لوستو سره د"دلسردئ"احساس وکړ٠
[/quote:190cdd5b2f]
محترم ډاکټر بې صدا صاحب د سلامونو وروسته نوﺉ کال مو مبارک شه!
ګرانه ماته د ستاسو د " دلسردۍ " انګېزه د درک وړ نده . ځکه هغه څه چې ما د یوه ناروغ په صفت او دخپلې تجربې په اساس د الرژي په برخه کې معلومات ورکړي دي د ستاسو د مسلکی او علمی لیکنې نقض ندﺉ. کیدای شی تاسې پر ما باندې شوې تجربه او د تداوي متود د علمی له لحاظه رد کړﺉ مګر ما دغه تجربه کړې ده. څوک چې د خپله سرګذشت کیسه کوي د هغه مسلک تحصیل ته اړتیا نلری. ما دا ناروغۍ او ستونزه درلودله چې د خدای په مرحمت او دمعالج ډاکټر په مرسته تداوی شوه او هغه مې په عامه ژبه یوه بل هېوادوال سره چې ورته ستونزه لري شریکه کړه. نو زه پوه نشوم چې زما ګناه په څه کې ده چې د تاسو د دلسردۍ سبب شو؟

والسلام


ډوکتر څپاند
01.01.2010

محترم لطف الله بيا هم سلام

دمحترم محمد نبي پوښتنه داسې وه:
[quote:a7f35906af]Mohammad Nabi

د طب محترمو ډاکتر صاحبانو السلام علېکم
هیله لرم جوړاوروغ به یاست. له تاسو نه يوه مرسته يا مشوره غواړم :

الرجی څه ډول مریضی ده که پدی باره کی هر طبي داکتر معلومات راکړی مهربانی به يې وی.

[/quote:a7f35906af]

مګر موږ افغان ولس ،په تيره بياسواد لرونکي،دپوښتنې ترلوستلو دمخه ځواب
ليکو!


Lotfollah
01.01.2010

[quote:71e177b550]
مګر موږ افغان ولس ،په تيره بياسواد لرونکي،دپوښتنې ترلوستلو دمخه ځواب
ليکو![/quote:71e177b550]
کور مو ودان ډاکټر صاحب، اوس د افغانانو د خود خواهی او سر تمبګي ناروغۍ څرګنده شوه! محتوا مهمه نه وه ، مهم دا وه چې ډاکټر صاحب کسر شان شو! کامپلکس، Inferiority یا د شخصیت کموالئ احساس خو به انشا الله نه کوﺉ؟


ډوکتر څپاند
02.01.2010

[quote:832bc18d98]کور مو ودان ډاکټر صاحب، اوس د افغانانو د خود خواهی او سر تمبګي ناروغۍ څرګنده شوه! محتوا مهمه نه وه ، مهم دا وه چې ډاکټر صاحب کسر شان شو! کامپلکس به خو انشا الله نه لرﺉ؟[/quote:832bc18d98]

[color=white:832bc18d98]محترم لطف الله بيا هم سلام،
کسر شان خو ځکه ندی چه موږ په پټ يا مستعار نوم ليکنې وو٠
کامپلکس هم ورته نشم ويلی،مګر دسرتمبګی سره دناراحئ داحساس حالت
پکی ليدلی شم٠[/color:832bc18d98]دانټرنت په يوه سايټ کی افغانستان ته دخارجي پوځيانو دراتګ په هکله تود
بحش روان وو٠چا دملګروملتو دمنشور،ميثاق،مجوزاتو او چا هم دبشر د
حقوقو په هکله خپل اندونه ليکل٠دسياستوالو او حقوق پوهانو شمير هم کم نوه٠

پدي منځ کی ځما اوستا پشان يو څوک راپيداشو او داسې ئی کړه:

BBC همدا نن سهار وويل چه پخوانئ شوروي ،افغانستان اشغال کړی وو،مګر
امريکائی قواوي په قانوني ډول دی هيواد ته ورغلي دي :lol:  


Lotfollah
02.01.2010

[quote:dedc9e0552="Fared Besada"]
[color=white:dedc9e0552]
کسر شان خو ځکه ندی چه موږ په پټ يا مستعار نوم ليکنې وو٠
[/color:dedc9e0552][/quote:dedc9e0552]
و بښئ ما فکر کاوه چې تاسې په ریښتیا د طب ډاکټر یاست، اوس چې پدې ۳۳ کالو تحصیل سره مستعار وختای دا دﺉ دخپل معلومات نور هم بشپړ کړﺉ:

[color=blue:dedc9e0552]حساسيت:
د ټولنې دهرو پنځو كسانو نه يو یې داجنبي موادو لكه دوړه، دګلانو ګرده، خاص ډول خوړو او يا هم كيمياوي موادو په وړاندې حساس دي.
دحساسيت عامل د Allergen پنامه ياديږی.
الرجن د IgE (كوم چې Mast cells او Basophils پوښوي) دسویې دلوړيدو سبب ګرځي.
الرجنوته دIgE سره په تماس راځي او پوښل شوي حجرات ( Mast cells او Basophils ) ځينی امينونه لكه Histamine افرازوي.
الرجي هغه وخت پرمختګ كوي كله چې Suppressor – T-cell( كوم چی د plasma cells پواسطه د IgE توليد كموي ) مو جود نه وي او يا هم كم وي.
الرجنونه ښایي دپوستکي، هضمي او ياتنفسي سیسټم دلارې بدن ته داخل ته شي او د Ag – Ab عكس العمل سبب شي.
دالرجن او Ab د مخامخ كيدو ځای دحساسيت دشدت د درجې او اعراضو ښودنه كوي یانې كه الر جن دانتی باډی سره په سږوكې مخامخ شي نو حساسيت به ديړ شديد وي نسبت دې ته چې دبدن په كوم بل ځای كې مخامخ شي.

دحساسيت عكس العمل كيدی شي ګړندی او ياځنډنی وي.
۱-ګړندی حساسيت : كه يوکس پخوا د كوم الرجن سره مخامخ شوی او حساسيت یې ښودلی وي او د دوهم او نورو ځلو لپاره دهمدې الرجن سره بيا مخ شي ښایي چې ډير ژر او په چټک ډول سره ( دقائقو او ياساعت كې ) عكس العمل وښۍ ، چې دغه ډول حساسيتي عكس العمل دګړندی حساسيت په نامه ياديږی.
ديوه الرجن سره ديوكس لومړي ځل مخامخ كيدل د IgE د توليد سبب ګرځي چې دا IgE د Mast Cells او يا د دوراني بزوفيلونو د سطحې سره يوځای كيږي،اوپه Mast cells باندې كومه اغیزه نلري.
Mast Cells د خپل ځانګړي الرجن سره د بيا مخامخیدو په صورت كې ډير ژر التهابي مواد لكه هسټامين او Interleukin په خارج الحجروي خاليګا كې خوشې كوي چې ددغو موادو خوشې كول د Degranulation پنامه ياديږي. Histamin در ګونو Permibility (دموادو دتيريدو قابليت) زياتوي او دملساء عضلاتو د تقبض سبب ګرځي.
Interleukines د Mast cells او بزوفيلونو پذريعه جوړيږي او هسټامين ته ورته دنده او اغیزه لري مګر دتاثير دوام یې د ډير وخت لپاره پاتې كيږی.
د Mast cells پذريعه دافراز شوي كيمیاوي موادو له وجې پيدا شوی التهاب ښایي متوسط او يا شديد وي.
التهاب چې دبرانكسونو دملساء عضلاتو د انقباض سره يو ځای وي ممكن دومره شديد وي چې د تنفسي ستونزو دپيداكيدو سبب شي ، لكه هغه التهاب چې په استما (نفس تنګي ) كې پيدا كيږي.
په ډيرو حساسيتونوكې التهابي عكس العمل موضعي وي ، لكه د ګلانو د دوړې په وړاندې حساسيت (Hay Fever) كې التهاب دپزې په مخاطي غشاء كې تظاهر كوي.
كچيرې يوالرجن دوينې دوران ته ننوځي د بدن په مختلفو غړو او سیسټمونو باندی اغيزه کوي چې ددې ډول سيسټمك عكس العملونو مثال دحشراتو ، لړم او مارچيچل ، ځينی درملونه لكه پنسلين او د خوړو تركيبي اجزاوې كيدی شي.
په سیسټمك عكس العملونو كې التهاب او پړسوب زيات او پراخ وي ، دوينې فشار ټيټ وي او ښایي د Anaphylactic شاك سبب شي،حتی كيدی شي چې حساسيت دومره شديد وي چې په سږوكې د هوائي لارو د انقباض اوبنديدو سبب شي او كچيري په بيړنی (عاجل) ډول سره د Epinephrin او Antihistamin د پيچكاريو پذريعه درملنه صورت ونه نيسي د زندۍ كيدو (suffocation) سبب ګرځي.

يادونه:- حساسيت د لاندنيو درملونو پذريعه تداوي كيدی شي.
1- Antihistaminic دواګانو پذريعه چې د هستامين اغيزې په پوستكي او د وينې په رګونو باندې كموي.
2- د Immuno Suppressive دواګانو لكه Cartison او Cyclosporine پذريعه چې دوې د الرجن په وړاندې د انتي باډي جوړيدل کمزوری کوي.
3- د Desensitization يعنې بې حساسيته كولو په طريقه:- پدي ډول چې په اوله كې د الرجن ډير كم مقدار او وروسته تدريجاً ډير مقدارونه يو شخص ته پيچكارۍ كيږي ترڅو چې حساسيتي عكس العمل یې را ټيټ كړي.

پوښته:- آيا حساسيت له والدينو نه ماشومانو ته په ارثي ډول انتقاليږي اوكه څنګه؟
ځواب:- هو ممكن.
ليكن اصلي خبره داده چې يو ماشوم د حساسيت په وړاندې مستعد والی(susceptibility) په ميراث وړي نه د يوې ځانګړې مادې په وړاندې حساسيت.

ځنډنی حساسیت:- كه د يوه حساسيتي عكس العمل د پرمختګ او برسیریدو نښې څو ورځې ونيسي د ځنډنی حساسيت پنامه ياديږي.
T-Cells د ځنډني حساسیت مسول دي او د حساسيت ښودلو ميكانيزم ئې هماغه شان دی كوم چې د T حجراتو لپاره مخكې شرح شو.
په حقيقت كې ځنډنی حساسيت به د T حجراتو د نورمالو فعاليتونو سره چې په داخل حجروي انتاناتو او سرطاني حجراتو كې رهنمائي كيږي توپیر ونلري. ځنډنی حساسيت د نسج او غړو په هغو پيوندونو كې چې د يوه كس نه بل ته صورت نيسي د نه لګيدو سبب ګرځي.
د پيوندونو دنه لګيدو عكس العمل اساساً د T حجراتو پواسطه صورت نيسي.
د پيوند نه لګيدل يو معافيتي عكس العمل دی چې د پيوند شوي نسج پر سطح د انتي جن د موجوديت له وجې چې په كوربه انساجو كې موجود نه وي منځته راځي.
كله چې پيوند اجرا شي نو T حجرات په جوړيدو شروع كوي، پيوند شوي ساحې ته درومي او په پيوند شوي نسج باندې برید كوي.
دا چي قرنيه دوينې رګونه نلري يعنې په حقيقت كې T حجرات نلري نو د يوه كس نه بل ته پرته د عكس العمل ښودلو پيونديدی او انتقاليدی شي.

معافيت كمزوري كوونكي دواګانې:
هغه دواګانې چې د بدن معافيتي عكس العملونه كمزوري كوي د Immune suppressive Drugs پنامه ياديږي،نوموړي دواګانې د پيوندونو په لګيدو كې ډيرې موثرې دي.
ممكن يو اجنبي نسج د ډيرې مودې لپاره پرته لدې چې د ځنډني حساسيت سبب شي پاتې شي ځكه كيدی شي چې پيوند شوی نسج د بدن د خپل نسج په ډول قبول شوی وي چه دغه پیښه د تحمل (Tolerance) پنامه ياديږي.
د غړو د پيوندولو نه وروسته د معافيت د كمزوري كولو او پيوند د لګيدو لپاره ډيرې دواګانې استعماليږي .
اصلاح شوي او پرمخ تللي معافيت كمزوري كوونكي دواګانې د پښتورګو، ځيګر، زړه اود سږو پيوندول یې تر يوې اندازې پورې ممكن او كامياب كړيدی. ځینې معافيت كمزوري كووونكي دواګانې لكه Azathioprin او 6- Mercaptopurin د DNA د جوړيدو د نهي كولو د لارې خپل عمل اجرا كوي چې په پایله كي د T لمفوسايټونو ډیرښت او پرمختګ Cytotoxic حجراتو ته محدودوي.
نورې دواګانې لکه Cortisone د التهاب د كمولو پډول عمل اجرا كوي.
يوه بله معافيت كمزورې كوونكې دوا (Cyclosporin) د Interleukin- II او لمفوكينو عمل، جوړيدل او يا هم دواړه بلاك او منع كوي.[/color:dedc9e0552]

محمد نبی وروره ، که دې لاندې پاڼې ته لاړ ښئ نور طبی معلومات هم ترلاسه کولای شئ. هلته ځینې با احساسه هیوادوال زحمتونه ګاللي او طبی مسایل یې په پښتو مطرح کړي دي.

http://darmalana.bloguna.tolafghan.com/posts/1003


pattang
03.01.2010

وروڼو !
د محمد نبي دسوال ځواب هيچا هم راڅونل ندی ورکړی که تاسو يو پرابلم
داسې حلوۍ لکه دمحمد نبي ځواب نو د کرزي لالا له کابينې څخه څه ګيله !
داسې محتويات بايد مطرح شي :
- الرګي څه ډول مرض دی ?
- الرګي ساري ده ?
- الرګې تر موسم او محيط پورې تړلې ?
- الرګي د سن پورې تړلې ?
- دالرګي اقسام ?
- د الګي دپيدا يښت علتونه ?
- دالرګي تداوي ?
- دياګنوزه ?,......,
......................................................
محمد نبي ورور اوله نقطه غواړي :
الر جي څه ډول مرض دی ? ==> نو تاسوبه څرنګه لنډ ځواب ور کوۍ ?
سړی پرنجېږي ، له سترګو يې اوښکې ځي ، د بدن ځينې ځايونه بخار کوي
ځينې وخت د بدن پوست تغير کوي ,سالنډي ،...... اوبس
وروڼو چې خپه نشۍ داسې شيان له عامې پوهې general education پورې
تړلي ، مسلکي پوهه بيا بل شی دی .

[quote:8116c07ec4]د طب محترمو ډاکتر صاحبانو السلام علېکم
هیله لرم جوړاوروغ به یاست. له تاسو نه يوه مرسته يا مشوره غواړم :
الرجی څه ډول مریضی ده که پدی باره کی هر طبي داکتر معلومات راکړی مهربانی به يې وی.[/quote:8116c07ec4]


ډوکتر څپاند
03.01.2010

محترم پتنګ صيب،
ستاسو په احترام مي دادی يو څه وليکل،هيله لرم چه دبحث دختم لپاره يوه
لاره پرانيزي٠
[quote:f522809b76]وروڼو !
د محمد نبي دسوال ځواب هيچا هم راڅونل ندی ورکړی که تاسو يو پرابلم
داسې حلوۍ لکه دمحمد نبي ځواب نو د کرزي لالا له کابينې څخه څه ګيله !
داسې محتويات بايد مطرح شي :

محمد نبي ورور اوله نقطه غواړي :
الر جي څه ډول مرض دی ? ==> نو تاسوبه څرنګه لنډ ځواب ور کوۍ ?
سړی پرنجېږي ، له سترګو يې اوښکې ځي ، د بدن ځينې ځايونه بخار کوي
ځينې وخت د بدن پوست تغير کوي ,سالنډي ،...... اوبس
وروڼو چې خپه نشۍ داسې شيان له عامې پوهې general education پورې
تړلي ، مسلکي پوهه بيا بل شی دی [/quote:f522809b76].
[color=white:f522809b76]

متاسفانه،زموږ افغانانو دکله شخې،خودخواهي او خود منم دبل چانه،کلچر
په وجه ددې برخي نه هم دسياسي بحثونوپشان ،دجګړې ډګر جوړ شوی دی٠
ماچه په تيرو څو کلونو کی، دسياسي بحثونو په برخه ، قريب دوسوه مواردو کي يو يا څو کرښې ليکني کړي،پدی پوهيږم چه دلته هر سړی غواړي چه دخپلي
عقيدي او نظر دتايد په خاطر،هرډول منطقي او غير منطقي استدلال وکړي٠

ما داسې ګڼلې وه چه زه به په مستعار نامه(چه هيڅ ډول شخصي ګټه پکی نشته)
دخپلو تجاربو نه په استفادی سره،خپل ولس ته خدمت وکړی شم٠مګر داسې
بريښي چه پدي سايټ کی هر څه سياسي کړی شويدي٠

کله چه زه يو طبي مطلب ليکم،دی ته اړه نه پيښيږی چه ديوه مشخص مبدا او
ماخذنه استفاده وکړم،بلکه دخپلو تجاربو په بنياد،کوشش کوم داسې مالومات
وليکم،چه دناروغ په ګټه وي٠مانا داچه اړ کسان پدی وپوهيږي چه سم دم څه وکړي٠زه دشاګردانو دتريننګ په فکر کې نيم٠

له نيکه مرغه،ما ديوه بل افغاني سايټ دامکاناتو نه په استفادی سره،دطبي
مالوماتو يوه کړکئ پرانيستي،څو وکړاي شم ،اړوند دوستانوته لااقل خدمت وکړم٠[/color:f522809b76]

[color=red:f522809b76]- الرګي څه ډول مرض دی ?

[/color:f522809b76]دالرژي ناروغئ ډير لوی بحث غواړي،خو مختصرابايد عرض کړم چه:

[color=white:f522809b76]Allergyيادوجود حساسيت يوه نارمله او ضروري پديده ده٠مګر په يوشمير
خلکو کی داطبيعي يا ذاتي ميخانيکيت ،چه په عادي حالت کي يو مدافعوي وظيفه ده، خورا شديد اونامناسب شي٠ [/color:f522809b76]

[color=yellow:f522809b76]دبيلګې په توګه;که څوک دميږي يا غومبسې په وسيله وچيچل شي نو د درد،
سوروالي او پړسوب سبب ګرځي٠ددې غبرګون فايده داشوه چه دچيچلو نه
خبر شو او ملا صيب ته ددم لپاره ورځو٠دی ته ويل کيږي نورمل طبيعي غبرږون،عکسالعمل يا reaction ٠[/color:f522809b76]
که داغبرږون موجود نه وي،نو کيدې شي
چه چيچل دوام وکړي ،زهريات دشخص بدن ته په پراخه پيمانه داخل، مګر شخص بيخبره پاته شي،مانا داچه چيچل دوام کوي او زهريات دبدن دنورو غړولکه بډوډي اوځګر د ناروغئ سبب شي.مګر ځيني خلک ددې زهرياتو سره
غير طبيعي حساسيت ياالرژي لري،چه دشدید پړسوب،ډیر سور والی او درد
سبب شي،کله هم دکانګې،نس درد،دوينې دفشار سقوط اوحتي مرګ سبب شي٠

ځيني خلک په ذاتي ډول دوجود په داخل کی په غير طبيعي توګه دحساسيت
دعواملو دتوليد مشکلات لري،ځينی نور چه شمير ئی ډير ندی،دخارجي عواملو په مقابل کی شدید يا غير طبيعي حساسيت لري٠
[color=yellow:f522809b76]دالرګي اقسام ? [/color:f522809b76]
دالرژي پوري تړلي عمده ناروغئ د asthma(سالنډئ)،allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis,eczema,urticaria,migraine او،Allergic conjunctivitisاونور دي٠
[color=red:f522809b76]الجي ساري نه ده،مګر دځينو کورنيو په غړي
کی زيات ليدل کيږي،چه په ارثيت باندي دلالت کوي٠[/color:f522809b76]

[color=yellow:f522809b76]- الرګې تر موسم او محيط پورې تړلې ? [/color:f522809b76]:
هو،هغه نارغئ چه د الرجي "الرژي" دهغو په فعاليدو يا تکرارپوری اړه لري،
 اکثرا دموسم په بدليدو،يعني دتودوخی،رطوبت،باد اوباران،دنباتاتو خاصتا
دګلانو دنشونما،ګرد او غبار،لوګي او سګرټ،دميکروبي ،خاصتا ويروسي 
امراضو دزيادښت اويو شمير نورو عواملوسره نږدې تړاو لري٠

[color=red:f522809b76] - الرګي د سن پورې تړلې ? [/color:f522809b76]
هو،الرجي پور تړلې ناروغئ،اکثرا په ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او دځوانئ
په عمرډير ليدل کيږي٠مګر که څوک په ځوانئ کې په يوه "الرژيک مرض مبتلا
شي،کيدی شي دعمر په تيريدو يوڅه بهبودي پيدا کړي،ندرابرعکس٠

[color=yellow:f522809b76]- د الرګي دپيدا يښت علتونه ? [/color:f522809b76]،ددي پوښتنې ځواب د
لمړنئ پوښتنئ (الرګي څه ډول مرض دی ? ) په ځواب کې ومومۍ٠

[color=white:f522809b76]ګرانه وروره، [/color:f522809b76]
داسې برېښي چه تاسو په رښتيا هم د  يو ډول allergy په ناروغئ چه طبي نوم ئيallergic rhino sinusitis يا hay fever دی،اخته ياست٠
تاسو يواځې نه ياست،قريب ١٠ په سلو کې وګړي ستاسو پشان دپوزې حساسيت لري٠

[color=red:f522809b76]درملنه: [/color:f522809b76]

دمخنيوئ په هکله د خيريوسی هدايت مه هېروی٠
[color=yellow:f522809b76]- دالرګي تداوي ? [/color:f522809b76]

......................................................
دپوزی حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي٠
١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others.
دپوزې جراحي هيڅ فايده نلري٠

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه چه د antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري٠

که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه ( RAST,IgE) او يا دپوټکي دحساسيت ټست،چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې،کولی
شي چه د حساسيت عامل يا عوامل وپيژندل شي٠کله چه دحساسيت عامل
يا عوامل معلوم شيي،د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم،
دپيژندل شوي عامل شيره (extract) چه دطبابت په بازار کی شته،په خورا
لږ مقدار په هره اونئ يا ددوو اونيو کی يوځل ،ناروغ ته پيچکاري (injection) په ذريعه،د ١٢ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي(desensitisation)
داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل
ډول شفا مومي٠

[color=red:f522809b76]- دياګنوزه ?,......, [/color:f522809b76]
دتشخص لپاره دناروغ حکايت اوشکايت ،اکثرا کافي شميرل کيږي٠
مګر دالرژي پوری دتړلي مرض په نظر کي نيولوسره ځينئ خاص ټستونه اجرا
کيږي٠دبيلګې په ډول دپوزې،سترګو او دپوټکي دالرجي دتشخيص لپاره،
د ويني معاينه (RAST&IgE) او دپوتکي الرجي ټست اجرا کيږي٠


pattang
03.01.2010

ډاکتر صيب ډېره مننه !
ډېر وخت دضايع کړی او زما پوښتنو ته دې ټول ځوابونه ورکړي٠
طب لکه نور طبعي علوم ډېر اړخونه لرې ، يوډاکتر، يو ٠٠٠ په ټولو برخو کې
نه پوهيږې . يادونې يې دوخت ضايع کول دي.
سر تمبګې خو زمونږ دخلکو عادت دی خو ډېره بېځايه٠
په مينه

[quote:593b526ebf="Fared Besada"]محترم پتنګ صيب،
ستاسو په احترام مي دادی يو څه وليکل،هيله لرم چه دبحث دختم لپاره يوه
لاره پرانيزي٠
[quote:593b526ebf]وروڼو !
د محمد نبي دسوال ځواب هيچا هم راڅونل ندی ورکړی که تاسو يو پرابلم
داسې حلوۍ لکه دمحمد نبي ځواب نو د کرزي لالا له کابينې څخه څه ګيله !
داسې محتويات بايد مطرح شي :

محمد نبي ورور اوله نقطه غواړي :
الر جي څه ډول مرض دی ? ==> نو تاسوبه څرنګه لنډ ځواب ور کوۍ ?
سړی پرنجېږي ، له سترګو يې اوښکې ځي ، د بدن ځينې ځايونه بخار کوي
ځينې وخت د بدن پوست تغير کوي ,سالنډي ،...... اوبس
وروڼو چې خپه نشۍ داسې شيان له عامې پوهې general education پورې
تړلي ، مسلکي پوهه بيا بل شی دی [/quote:593b526ebf].
[color=white:593b526ebf]

متاسفانه،زموږ افغانانو دکله شخې،خودخواهي او خود منم دبل چانه،کلچر
په وجه ددې برخي نه هم دسياسي بحثونوپشان ،دجګړې ډګر جوړ شوی دی٠
ماچه په تيرو څو کلونو کی، دسياسي بحثونو په برخه ، قريب دوسوه مواردو کي يو يا څو کرښې ليکني کړي،پدی پوهيږم چه دلته هر سړی غواړي چه دخپلي
عقيدي او نظر دتايد په خاطر،هرډول منطقي او غير منطقي استدلال وکړي٠

ما داسې ګڼلې وه چه زه به په مستعار نامه(چه هيڅ ډول شخصي ګټه پکی نشته)
دخپلو تجاربو نه په استفادی سره،خپل ولس ته خدمت وکړی شم٠مګر داسې
بريښي چه پدي سايټ کی هر څه سياسي کړی شويدي٠

کله چه زه يو طبي مطلب ليکم،دی ته اړه نه پيښيږی چه ديوه مشخص مبدا او
ماخذنه استفاده وکړم،بلکه دخپلو تجاربو په بنياد،کوشش کوم داسې مالومات
وليکم،چه دناروغ په ګټه وي٠مانا داچه اړ کسان پدی وپوهيږي چه سم دم څه وکړي٠زه دشاګردانو دتريننګ په فکر کې نيم٠

له نيکه مرغه،ما ديوه بل افغاني سايټ دامکاناتو نه په استفادی سره،دطبي
مالوماتو يوه کړکئ پرانيستي،څو وکړاي شم ،اړوند دوستانوته لااقل خدمت وکړم٠[/color:593b526ebf]

[color=red:593b526ebf]- الرګي څه ډول مرض دی ?

[/color:593b526ebf]دالرژي ناروغئ ډير لوی بحث غواړي،خو مختصرابايد عرض کړم چه:

[color=white:593b526ebf]Allergyيادوجود حساسيت يوه نارمله او ضروري پديده ده٠مګر په يوشمير
خلکو کی داطبيعي يا ذاتي ميخانيکيت ،چه په عادي حالت کي يو مدافعوي وظيفه ده، خورا شديد اونامناسب شي٠ [/color:593b526ebf]

[color=yellow:593b526ebf]دبيلګې په توګه;که څوک دميږي يا غومبسې په وسيله وچيچل شي نو د درد،
سوروالي او پړسوب سبب ګرځي٠ددې غبرګون فايده داشوه چه دچيچلو نه
خبر شو او ملا صيب ته ددم لپاره ورځو٠دی ته ويل کيږي نورمل طبيعي غبرږون،عکسالعمل يا reaction ٠[/color:593b526ebf]
که داغبرږون موجود نه وي،نو کيدې شي
چه چيچل دوام وکړي ،زهريات دشخص بدن ته په پراخه پيمانه داخل، مګر شخص بيخبره پاته شي،مانا داچه چيچل دوام کوي او زهريات دبدن دنورو غړولکه بډوډي اوځګر د ناروغئ سبب شي.مګر ځيني خلک ددې زهرياتو سره
غير طبيعي حساسيت ياالرژي لري،چه دشدید پړسوب،ډیر سور والی او درد
سبب شي،کله هم دکانګې،نس درد،دوينې دفشار سقوط اوحتي مرګ سبب شي٠

ځيني خلک په ذاتي ډول دوجود په داخل کی په غير طبيعي توګه دحساسيت
دعواملو دتوليد مشکلات لري،ځينی نور چه شمير ئی ډير ندی،دخارجي عواملو په مقابل کی شدید يا غير طبيعي حساسيت لري٠
[color=yellow:593b526ebf]دالرګي اقسام ? [/color:593b526ebf]
دالرژي پوري تړلي عمده ناروغئ د asthma(سالنډئ)،allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis,eczema,urticaria,migraine او،Allergic conjunctivitisاونور دي٠
[color=red:593b526ebf]الجي ساري نه ده،مګر دځينو کورنيو په غړي
کی زيات ليدل کيږي،چه په ارثيت باندي دلالت کوي٠[/color:593b526ebf]

[color=yellow:593b526ebf]- الرګې تر موسم او محيط پورې تړلې ? [/color:593b526ebf]:
هو،هغه نارغئ چه د الرجي "الرژي" دهغو په فعاليدو يا تکرارپوری اړه لري،
 اکثرا دموسم په بدليدو،يعني دتودوخی،رطوبت،باد اوباران،دنباتاتو خاصتا
دګلانو دنشونما،ګرد او غبار،لوګي او سګرټ،دميکروبي ،خاصتا ويروسي 
امراضو دزيادښت اويو شمير نورو عواملوسره نږدې تړاو لري٠

[color=red:593b526ebf] - الرګي د سن پورې تړلې ? [/color:593b526ebf]
هو،الرجي پور تړلې ناروغئ،اکثرا په ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او دځوانئ
په عمرډير ليدل کيږي٠مګر که څوک په ځوانئ کې په يوه "الرژيک مرض مبتلا
شي،کيدی شي دعمر په تيريدو يوڅه بهبودي پيدا کړي،ندرابرعکس٠

[color=yellow:593b526ebf]- د الرګي دپيدا يښت علتونه ? [/color:593b526ebf]،ددي پوښتنې ځواب د
لمړنئ پوښتنئ (الرګي څه ډول مرض دی ? ) په ځواب کې ومومۍ٠

[color=white:593b526ebf]ګرانه وروره، [/color:593b526ebf]
داسې برېښي چه تاسو په رښتيا هم د  يو ډول allergy په ناروغئ چه طبي نوم ئيallergic rhino sinusitis يا hay fever دی،اخته ياست٠
تاسو يواځې نه ياست،قريب ١٠ په سلو کې وګړي ستاسو پشان دپوزې حساسيت لري٠

[color=red:593b526ebf]درملنه: [/color:593b526ebf]

دمخنيوئ په هکله د خيريوسی هدايت مه هېروی٠
[color=yellow:593b526ebf]- دالرګي تداوي ? [/color:593b526ebf]

......................................................
دپوزی حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي٠
١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others.
دپوزې جراحي هيڅ فايده نلري٠

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه چه د antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري٠

که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه ( RAST,IgE) او يا دپوټکي دحساسيت ټست،چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې،کولی
شي چه د حساسيت عامل يا عوامل وپيژندل شي٠کله چه دحساسيت عامل
يا عوامل معلوم شيي،د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم،
دپيژندل شوي عامل شيره (extract) چه دطبابت په بازار کی شته،په خورا
لږ مقدار په هره اونئ يا ددوو اونيو کی يوځل ،ناروغ ته پيچکاري (injection) په ذريعه،د ١٢ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي(desensitisation)
داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل
ډول شفا مومي٠

[color=red:593b526ebf]- دياګنوزه ?,......, [/color:593b526ebf]
دتشخص لپاره دناروغ حکايت اوشکايت ،اکثرا کافي شميرل کيږي٠
مګر دالرژي پوری دتړلي مرض په نظر کي نيولوسره ځينئ خاص ټستونه اجرا
کيږي٠دبيلګې په ډول دپوزې،سترګو او دپوټکي دالرجي دتشخيص لپاره،
د ويني معاينه (RAST&IgE) او دپوتکي الرجي ټست اجرا کيږي٠[/quote:593b526ebf]


pattang
03.01.2010

ګران ډاکتر صيب مننه!
زماټولو سوالونو ته دې پاخه ځوابونه ورکړي ، خدای پاک دې کامياب لره .
زمونږ خلک بېځايه سرتمبګي کوي ، خدای پاک دې هدايت ور ته وکړي٠
طبعي علوم ډېر پراخه دي هريو ډاکتر او نور په ټولو برخو کې نه پو هيږي٠
ډېر وخت دې ضايع کړی کامياب اوسې٠
په مينه

[quote:eeb36564eb="Fared Besada"]محترم پتنګ صيب،
ستاسو په احترام مي دادی يو څه وليکل،هيله لرم چه دبحث دختم لپاره يوه
لاره پرانيزي٠
[quote:eeb36564eb]وروڼو !
د محمد نبي دسوال ځواب هيچا هم راڅونل ندی ورکړی که تاسو يو پرابلم
داسې حلوۍ لکه دمحمد نبي ځواب نو د کرزي لالا له کابينې څخه څه ګيله !
داسې محتويات بايد مطرح شي :

محمد نبي ورور اوله نقطه غواړي :
الر جي څه ډول مرض دی ? ==> نو تاسوبه څرنګه لنډ ځواب ور کوۍ ?
سړی پرنجېږي ، له سترګو يې اوښکې ځي ، د بدن ځينې ځايونه بخار کوي
ځينې وخت د بدن پوست تغير کوي ,سالنډي ،...... اوبس
وروڼو چې خپه نشۍ داسې شيان له عامې پوهې general education پورې
تړلي ، مسلکي پوهه بيا بل شی دی [/quote:eeb36564eb].
[color=white:eeb36564eb]

متاسفانه،زموږ افغانانو دکله شخې،خودخواهي او خود منم دبل چانه،کلچر
په وجه ددې برخي نه هم دسياسي بحثونوپشان ،دجګړې ډګر جوړ شوی دی٠
ماچه په تيرو څو کلونو کی، دسياسي بحثونو په برخه ، قريب دوسوه مواردو کي يو يا څو کرښې ليکني کړي،پدی پوهيږم چه دلته هر سړی غواړي چه دخپلي
عقيدي او نظر دتايد په خاطر،هرډول منطقي او غير منطقي استدلال وکړي٠

ما داسې ګڼلې وه چه زه به په مستعار نامه(چه هيڅ ډول شخصي ګټه پکی نشته)
دخپلو تجاربو نه په استفادی سره،خپل ولس ته خدمت وکړی شم٠مګر داسې
بريښي چه پدي سايټ کی هر څه سياسي کړی شويدي٠

کله چه زه يو طبي مطلب ليکم،دی ته اړه نه پيښيږی چه ديوه مشخص مبدا او
ماخذنه استفاده وکړم،بلکه دخپلو تجاربو په بنياد،کوشش کوم داسې مالومات
وليکم،چه دناروغ په ګټه وي٠مانا داچه اړ کسان پدی وپوهيږي چه سم دم څه وکړي٠زه دشاګردانو دتريننګ په فکر کې نيم٠

له نيکه مرغه،ما ديوه بل افغاني سايټ دامکاناتو نه په استفادی سره،دطبي
مالوماتو يوه کړکئ پرانيستي،څو وکړاي شم ،اړوند دوستانوته لااقل خدمت وکړم٠[/color:eeb36564eb]

[color=red:eeb36564eb]- الرګي څه ډول مرض دی ?

[/color:eeb36564eb]دالرژي ناروغئ ډير لوی بحث غواړي،خو مختصرابايد عرض کړم چه:

[color=white:eeb36564eb]Allergyيادوجود حساسيت يوه نارمله او ضروري پديده ده٠مګر په يوشمير
خلکو کی داطبيعي يا ذاتي ميخانيکيت ،چه په عادي حالت کي يو مدافعوي وظيفه ده، خورا شديد اونامناسب شي٠ [/color:eeb36564eb]

[color=yellow:eeb36564eb]دبيلګې په توګه;که څوک دميږي يا غومبسې په وسيله وچيچل شي نو د درد،
سوروالي او پړسوب سبب ګرځي٠ددې غبرګون فايده داشوه چه دچيچلو نه
خبر شو او ملا صيب ته ددم لپاره ورځو٠دی ته ويل کيږي نورمل طبيعي غبرږون،عکسالعمل يا reaction ٠[/color:eeb36564eb]
که داغبرږون موجود نه وي،نو کيدې شي
چه چيچل دوام وکړي ،زهريات دشخص بدن ته په پراخه پيمانه داخل، مګر شخص بيخبره پاته شي،مانا داچه چيچل دوام کوي او زهريات دبدن دنورو غړولکه بډوډي اوځګر د ناروغئ سبب شي.مګر ځيني خلک ددې زهرياتو سره
غير طبيعي حساسيت ياالرژي لري،چه دشدید پړسوب،ډیر سور والی او درد
سبب شي،کله هم دکانګې،نس درد،دوينې دفشار سقوط اوحتي مرګ سبب شي٠

ځيني خلک په ذاتي ډول دوجود په داخل کی په غير طبيعي توګه دحساسيت
دعواملو دتوليد مشکلات لري،ځينی نور چه شمير ئی ډير ندی،دخارجي عواملو په مقابل کی شدید يا غير طبيعي حساسيت لري٠
[color=yellow:eeb36564eb]دالرګي اقسام ? [/color:eeb36564eb]
دالرژي پوري تړلي عمده ناروغئ د asthma(سالنډئ)،allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis,eczema,urticaria,migraine او،Allergic conjunctivitisاونور دي٠
[color=red:eeb36564eb]الجي ساري نه ده،مګر دځينو کورنيو په غړي
کی زيات ليدل کيږي،چه په ارثيت باندي دلالت کوي٠[/color:eeb36564eb]

[color=yellow:eeb36564eb]- الرګې تر موسم او محيط پورې تړلې ? [/color:eeb36564eb]:
هو،هغه نارغئ چه د الرجي "الرژي" دهغو په فعاليدو يا تکرارپوری اړه لري،
 اکثرا دموسم په بدليدو،يعني دتودوخی،رطوبت،باد اوباران،دنباتاتو خاصتا
دګلانو دنشونما،ګرد او غبار،لوګي او سګرټ،دميکروبي ،خاصتا ويروسي 
امراضو دزيادښت اويو شمير نورو عواملوسره نږدې تړاو لري٠

[color=red:eeb36564eb] - الرګي د سن پورې تړلې ? [/color:eeb36564eb]
هو،الرجي پور تړلې ناروغئ،اکثرا په ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او دځوانئ
په عمرډير ليدل کيږي٠مګر که څوک په ځوانئ کې په يوه "الرژيک مرض مبتلا
شي،کيدی شي دعمر په تيريدو يوڅه بهبودي پيدا کړي،ندرابرعکس٠

[color=yellow:eeb36564eb]- د الرګي دپيدا يښت علتونه ? [/color:eeb36564eb]،ددي پوښتنې ځواب د
لمړنئ پوښتنئ (الرګي څه ډول مرض دی ? ) په ځواب کې ومومۍ٠

[color=white:eeb36564eb]ګرانه وروره، [/color:eeb36564eb]
داسې برېښي چه تاسو په رښتيا هم د  يو ډول allergy په ناروغئ چه طبي نوم ئيallergic rhino sinusitis يا hay fever دی،اخته ياست٠
تاسو يواځې نه ياست،قريب ١٠ په سلو کې وګړي ستاسو پشان دپوزې حساسيت لري٠

[color=red:eeb36564eb]درملنه: [/color:eeb36564eb]

دمخنيوئ په هکله د خيريوسی هدايت مه هېروی٠
[color=yellow:eeb36564eb]- دالرګي تداوي ? [/color:eeb36564eb]

......................................................
دپوزی حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي٠
١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others.
دپوزې جراحي هيڅ فايده نلري٠

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه چه د antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري٠

که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه ( RAST,IgE) او يا دپوټکي دحساسيت ټست،چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې،کولی
شي چه د حساسيت عامل يا عوامل وپيژندل شي٠کله چه دحساسيت عامل
يا عوامل معلوم شيي،د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم،
دپيژندل شوي عامل شيره (extract) چه دطبابت په بازار کی شته،په خورا
لږ مقدار په هره اونئ يا ددوو اونيو کی يوځل ،ناروغ ته پيچکاري (injection) په ذريعه،د ١٢ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي(desensitisation)
داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل
ډول شفا مومي٠

[color=red:eeb36564eb]- دياګنوزه ?,......, [/color:eeb36564eb]
دتشخص لپاره دناروغ حکايت اوشکايت ،اکثرا کافي شميرل کيږي٠
مګر دالرژي پوری دتړلي مرض په نظر کي نيولوسره ځينئ خاص ټستونه اجرا
کيږي٠دبيلګې په ډول دپوزې،سترګو او دپوټکي دالرجي دتشخيص لپاره،
د ويني معاينه (RAST&IgE) او دپوتکي الرجي ټست اجرا کيږي٠[/quote:eeb36564eb]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more