د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

دعبدالمتین سروری پښتنه ځواب ته اړتیا لری؟

عبدالمتین
26.11.2009

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی ټولو لوستونکو ته داختر مبارکی وایم خدای دی بختور کړی ؟
زما پوښته : مخکی ماهم داغه پوښتنه کړی خو چا دقیق معلومات رانکړل
که راته ولیکی چی پټوشاپ کی یا کورل ډارا کی پښتو لیکنه ولی نشم کولای ورد او ایکسل فاور پونټ کی لیکنه کوم پښتو باندی ګرافیکی پروګرامونو کی نشم کولای زما ویندوز هم اکس فی ده ګولډین ایډیټون ده اوفټوشاپ می 7ورژن ده نو که چا معلومات راکړل نو داسی داختر مبارکی به ورته واستوم چی خپله به خوند ورکړی ډیره ډیره مننه وسلام


monir
09.02.2010

عبدالمتین خانه وروره ښې چارې

دا دﺉ ستاسو د پوښتنې ځواب:

تاسې کولای شئ په Photoshop کې په لاندې ډول پښتولیکنې وکړﺉ:

1 - په Photoshop کې یوتش یا خالی فایل خلاص کړﺉ
2 - په Word کې هغه څه چې غواړﺉ په پښتو ولیکئ
3 - print Screen تکمه کلیک کړﺉ
4 - Photoshop خلاص کړﺉ او د print Screen محتوا paste کړﺉ. د لیکنې رنګ اوسایز د خپل په خوښه سم کړﺉ.
5 - په Photoshop Tools کې د Rectangular Marquee په مرسته د خپل پښتو لیکلئ Text لومړﺉ selct او بیا copyکړﺉ.
6 - اوس یوه نوې پاڼه خلاصه او کاپی شوﺉ Text بیا paste کړﺉ.
7 - اوس د Magic Wand په مرسته د نوې خلاصې شوې پاڼې په یوه تش ځای کې کلیک کړﺉ ( پام کوﺉ چې پر Text باندې کلیک نکړﺉ)
8 - اوس په Menu Select کې Inverseوټاکئ
9 - په Menu Layer کې Flatten Imageوتاکئ
10 - اوس کولای شئ د خپل پراسس شوﺉ ټکسټ Copy او هر چېرې مو چې غوښتئ وي paste کړﺉ او یا د یوه Image File په توګه Save کړﺉ.
له دغه Image File څخه کیدای شی چې په Pinnacle Studio کې د فلمونو په جوړولو کې استفاده وشی.

و من الله التوفیق


محمد احمد حمي
17.02.2010

ډېر محترمه وروره، لطفاٌ يو څو ورځي انتظار وباسه وروسته تر هغې به ان شاء الله په سلګونو پښتو ليكبڼي په پوټو شاپ (Middle East) CS ME ياايډوب 8 ورژن دمنځني ختيځ لپاره، او كورل ډرا X4 يعني څوارلسم ورژن كي پوره كار كوونكي درته برابر كړو.

تاسي تر هغو پوري په انټرنيټ كي د ايډوب پوټو شوپ CS ME او كورل X4 دكښته كولو لينكونه پيدا كړئ، او دلته يې ملګرو ته كښېږدئ ترڅو ټول پښتو ډيزانران په ګرافكس كي له دې مشكل څخه خلاص سي.
په همدې خطونو باندي يو ډيزاين دلته درته مښلوم دسمپل په ډول، چي په اصطلاح له الف څخه تر ياء پوري په ايډوب كي ډيزاين شويدى.
يوه نړۍ مننه

[img:24355edec4]http://img687.imageshack.us/img687/7303/000rm.jpg[/img:24355edec4]


وعلیکوم سلام

عبدالمتین
17.02.2010

دیره ډیره مننه صاحب له ملتیا ځخه مو یوه نړی مننه انشاالله مونږ به هم کوښښ پیل کړوو وسلام


محمد احمد حمي
09.03.2010

متين صاحب وعده شوي فونټونه له لاندي پاڼي څخه دركښته كړئ:

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5456


او هر قسم پټوشاپ دلته کښته کولایشی!

عبدالمتین
11.03.2010

سلامونه اونیکی هیلی فاطیمی صاحب او ټولو لوستونکو ته
فاطیمی صاحب دپښتو لیکلو موقع برابره کړه چی مننه ورڅخه کوو
او پټو شاپ کولایشی له لاندی لینک څخه کښته کړی مننه

http://www.brothersoft.com/downloads/photoshop.html


كريم كامران
12.03.2010

له ايران څخه عبدالمتین سروري ورور ته سلامونه وروره زه خو ولاکه ستا په سوراوبور پوهېږم کله خو له دټکنالوجۍ له عصر سره دومره نابلده شې چې یو انټي وایرس نه شې انسټالولې او املاء دې دومره کمزورې شي چې وعلیکم السلام، وعلیکوم سلام لیکې او کله بیا له انټرنټ سره دومره اشنا شې چې ویبلاګ هم چلوې، فوټو شاپ کورل ډرا هم پېژنې او ورژنونه یې هم درته معلوم وي. خپه نه شې الله مې دې نه ګنهګاروي ماته خو ښه پوخ پتیر ښکارې والله اعلم.
خو دښه استعداد څښتن یې الله دې نور هم توفیق درکړي.


سلامونه کامران صاحب

عبدالمتین
12.03.2010

سلامونه اونیکی هیلی کامران صاحب او ټولو لوستونکو ته،
کامران صاحب هک پک پاته شوم چی ستادنیوکو ځواب څرنګه درکړم
ډیر هم راته په قهر شویی یۍ کامران صاحب کله ناکله زه ریښتیا هم پوښتنی کوم اوځوابونه غواړم که زما لیکنی ولولی داسی لیکنی دی چی انشاالله ډیرو پشتنو وروڼو ته اسان تیاوی برابروی دنور تفصیل لپاره بیا درته رازم


كريم كامران
12.03.2010

وعليكم السلام عبدالمتين وروره الله دې نه کړي چې به درته په قهر شوی یم زما ستاسو په څېر دصفا زړه کسانو سره مینه ده لکه څنګه چې له لیکنو مو څرګندېږي . او دې کې شک نشته چې ستاسو پوښتنې رښتیا هم دډیرو وروڼو لپاره داستفادې وړ ګرځي خو نن مې هسې یوه پوښتنه په زړه کې راپیدا شوه ځکه مې دا خبره وکړه او زما عادت دی چې څه مې په زړه وي هغه په خوله وایم نور څه نه وو زما په لیکنه کې، نه قهر وو، نه غوسه، نه نیوکه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more