د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

له ډاکترصاحب څخه پوښتنه؟؟؟

عبدالمتین
19.11.2009

اسلام علیکوم ښه راغلاست وایم محترمولوستونکو داکترصاحبانوته،
زماپوښتنه : زه دپوستکی تکلیف لرم فقط دشونډو دپوستکی زماشونډی تقریبً 10کاله راهیسی وزی یعنی راپورته کیږی چی جوړی شی ځایونی سفین پاته شی نوداغه هغه وخط کی ډیری وزی چی سټری یاهم لیږ خفګان راباندی راشی زما عمر 20کاله ده نو دالس کاله کیږی داغه مشکیل راته پیداشوی بیازه داکتر صاحبانو ته هر وخط حاضر شوی یم او درمل می کارولی اوډیر زه کابل کی داکتر بشیر حلیمی ته ورغلی یم او غزنی کی داکتر غلام نبی وردګ چی راته ویل چی دوا وخوره انشاالله جوړ بشی نو هغو دوا سره زما دشونډو وتل جوړ شوی تقربً 3میاشتی کیږی ندی وتلی مخکی به یوه هفته کی دوه دری ځایه وتلی اوس فقط هغه دوتلو ځایونه سفین پاته دی کله کله هم سفی والی ډیر کم شی اوکله کله ډیر سفین والی وچوالی او سوخت پیداکړی اوزما دشونډو ښکولایی کمه کړی او سوخت او وچوالی بیخی زیاد کوی نو تاسو ته که ددی په اړه معلوما وی نوډیره ډیره مننه ستاسو محترمو دجواب په تمه وسلام


خیریوسی
19.11.2009

محترم عبدالمتین صاحب السلام علیکم ورحمة الله
تر هر څه نه مخکې وټول افغان ته ستاسو راتګ ته هر کلي وایم وروره زه خپله ډاکتر نه یم دغه نسخی ما په یوه کتاب کې لیدلی دهغه کتاب څه نسخی ما استعمل کړی دی ښه فایده یې کړی ده ۰
دوچو شونډانود علاج دپاره څو نسخی دی هره یوه چې ستاسو خوښه وی :
اوله نسخه :
روغن ګلاب او دبا دام تیل که خواږه وی اوکه ترخه سره ګډ کړی شونډان په غوړ کړی
دویمه نسخه :
دهګۍ په سپینو شونډان غوړ کړی
دریمه نسخه:
د بابونه ګل یا زعتر په ایشولو او بو کی لس دقیقې خیشته کړی شوڼدان په غوړ کړی
څلرمه نسخه :
دشنو دونې کونډری ( په عربی او فارسی یې مستکا نوموی ) او د ښون (زیتون )، یا دخوړو تېل سره ګډ کړی شونډان په غوړ کړی
پنځمه نسخه:
ملخوځی وایشوی په اوبو یې شونډان غوړ کړی
نوه په واسلینو غوړوه
نوټ : دجلدی ناروغيو دپاره دملخوځو چای څښل ډیره فایده کوی
په درناوی


یوه نړی مننه؟

عبدالمتین
19.11.2009

اسلام علیکوم !
بیا می هم سلام واخله
که چیری داغه شیان تجربه کړم نوداسفین والی یعنی درنګ خرابی بی هم جوړه کړی انشاالله کنه فقط وچوالی ؟ مننه


عبدالمتین
19.11.2009

[quote:8ce69428d3="ajaza"]
نوټ : دجلدی ناروغيو دپاره دملخوځو چای څښل ډیره فایده کوی
[/quote:8ce69428d3]
ایا داغه ملغوزی تاسی ورته وایی موږ کلی واله ژبه ځنغوزی ورته وای هغه دی کنه بل شی اوکه هغه وی نو ځرنګه چای ورنه وکړم او ویڅکم ؟ مننه


خیریوسی
19.11.2009

نه وروره جنغوزی نه دی پر ملخوځو جلا بحث سوی دی لاندی لیک وګوره

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2728


ډوکتر څپاند
20.11.2009

ښاغلی عبدالمتين ورور ته سلامونه،
داستاسې دپوټکي ناروغئ کيدای شي چه cold sore يا Herpes labialis٠وي٠
دشوڼډو او ياپوټکي داډول ناروغي ديوه ويروس په ذريعه چه د Herpes  Simplexپه نامه ياديږي،رامنځ ته کيږي٠
ددی ناروغئ ويرس،کله چه دانسان بدن ته داخل شي،نو دتل لپاره همالته پاته
کيږي٠مګر،داويروس،اکثرا دخفا،خاموشئ يا خوب په حالت کی وي،معنی داچه
دشوڼډو وتل تل پاتې نه دي٠مګر کله چه دانسان وجود ضعيف شي،مثلا تبه
وکړي يائي لمر ووهي او ياهم مزاجي حالت ئي ښه نه وي،نو دا ويروس دوباره
په فعاليت شروع کوي او دشوڼډو يه پوستکي دناراحتئ سبب شي٠
ستاسو دخوښئ لپاره غواړم وليکم چه په سلو کی ٨٥ غربيان او ممکن ٩٩ فيصده افغانان پدی ناروغي مبتلا دي٠خو فرق دا دی چه دا ويروس،دځينو
خلکو په وجود کی ژر ژر او دنورو په وجود کی کله ناکله را ويښ او په فعاليت
پيل کوي٠
په غربي نړۍ کی ددی ناروغئ علاج ديوی دوا سره چه Famvir نوميږي،
سرته رسي٠کله چه يو شخص احساس وکړي چه دادی شوڼډې مې وځي،نو د
Famvir ګولۍ اخلي٠(Rx Famvir 500mg 3 tablet single oral dose).
نو کله چه ددی دوا نه استفاده وشي،دشوڼدو د وتو(تب خال)نه مخنيوی کوي٠
مګر،ددی دوا په نه په استفادی سره،نوموړی ويروس،له منځه نه ځي،او کله
چه نوموړی شخص بيا هم دجسمي ياروحي ستړياسره لاس ګريوان شي،نو د
شوڼډو وتل تکراريدی شي٠
نوموړې دوا خورا موثره اوبي ضرره مګر ډيره قيمتي يا ګرانه ده٠

[img]http://www.atlasdermatologico.com.br/ListaImagens/Herpes_Simplex3[/img].JPG

[img]http://www.atlasdermatologico.com.br/ListaImagens/[/img]

[img]http://dermimages.med.jhmi.edu/thumbnails/Herpes[/img]

[img]http://dermimages.med.jhmi.edu/images/Herpes_Labialis[/img]

دشوڼډو يا پوټکي دسپيواله په هکله،دداکټر صيب حليمي،ډاکټر وردک(ګمان
کوم چه زما سره په يوه ټولګي کی وو) او محترم Ajaza صيب مشورې په پام
کی ساتئ٠
په دناوي٠


عادل عادل
20.11.2009

سلامونه

خدای مو په پوهه کی برکت واچوه

[quote:f0bdef044b]Rx Famvir 500mg 3 tablet single oral dose). [/quote:f0bdef044b]

محترمو داکتر صیبانو

که مهربانی وکی په نسخو کی د Rx د لیکلو په مطلب او مانا لوستونکی وپوهوی

په درناوی


ډوکتر څپاند
20.11.2009

.Rx دالانې مفاهيم معرفي کولی شي:

Prescription
Recipe
treatment
therapy
pharmacy
prescribed medication

Recipe, take, receive

مګرپه ورځني ژوندکی کله چه يوډاکتر دکاغذ پرمخ Rx ليکي،مانا داشوه چه
دا يوه نسخه ده،ددوا نوم ورپسې ليکل کيږي٠


عبدالمتین
20.11.2009

[quote:b70505c0ed="Fared Besada"]ښاغلی عبدالمتين ورور ته سلامونه،
داستاسې دپوټکي ناروغئ کيدای شي چه cold sore يا Herpes labialis٠وي٠
دشوڼډو او ياپوټکي داډول ناروغي ديوه ويروس په ذريعه چه د Herpes  Simplexپه نامه ياديږي،رامنځ ته کيږي٠
ددی ناروغئ ويرس،کله چه دانسان بدن ته داخل شي،نو دتل لپاره همالته پاته
په دناوي٠[/quote:b70505c0ed] سلامونه می ومنه محترم ډاکتر حیب ډیر خوښ شوم چی ماته مو لارښونه وکړه ډیره مننه ،
خو داکتر حیب کله کله خو دی راشی دامرض زیکر شوی تابلیت سره به زما دشونډو سفین والی یا رنګ هم جوړ شی اوکنه بل څه کار وکړم او داغه ګولی با انشالله چی دلته ایران کی هم پیداکړ م شاید پیداشی او دسفین والی په باره کی مو که لیږ نور معلومات راکړه نو مننه وسلام


باتور
20.11.2009

ټولو وروڼو ته سلامونه،

ډاکټر بېصدا وروره، د معلوماتو له را وړاندي کولو او نورو هلو ځلو څخه دي داسي ښکاري چي په رښتيا هم په خپل وطن او په خپل افغان مين يې. .

پخوا چي به مي ستا ليکنو ته د سياسي بحثونو په برخه کي کتل، نو ويل به مي چي يا خو دا شخص ډاکټر نه دی او بيا که ډاکټر هم وي نو چندان ډاکټر نه دی، لېکن له يو څه مودې نه را په دې خوا دي هم خپل ډاکټرتوب او هم خپل پوهاوی ټولو ته په مثبته توګه ثابت کړ. .

موږ خوارو افغانانو ته د سرلوړۍ او افتخار ځای دی، چي په دې جونګړه کي يو داسي ښه ډاکټر ولرو چي د مسلکي پوهي برسېره د انساني او ملي احساساتو له ښېګڼو څخه هم برخوردار دی .

د دې په امېد چي تل د خپل خوار ملت غمخور اوسئ !

په درنښت


ډوکتر څپاند
21.11.2009

باتوره وروره دتشويق نه موډيره مننه٠
زه اوزما پشان نوروګړي،دخپل هيواد اوبيچاره خلکووپه پانګه اوددوئ په
همت اوزيار تربيه شوې يو٠
يوخواربزګر، ييوه کړې او زما دژوند، ښونې او
روزنې مصارف يي ورکړي٠زه چه هرڅه يم دخپل خوار اوغريب ملک له
برکت نه ودې مرحلې ته رسېدلی يم ،چه د ستاسوپشان دروښان انده اوپه وطن
مينو خلکو دتايد اوتشويق وړشوی يم.

ماته دډيرافتخار ځای دی که وکړی شم دخپلو ګرانو هيوادوالو روغتيائي پوښتنو ته مالومات عرض کړم٠
په درناوي٠


خیریوسی
04.01.2010

وروڼو ټول جوړ او رغ اوسی
عبدالمتین وروره هغه ناروغي چې تاسو شکایت ځنی کوی
په عربی ویپ پاڼو کې دا نسخه ډیره لیکل شوی دناروغ یو دوست لیکی
چې زما ودوست ته په چین کې یوه ډاکتر ښوولی وه هغه یوکال نوموړی نسخه
استعمال کړه دهغه ناروغي سمه شوه

دلیمون ( لیمبو) خالصی اوبه چې نور څه په ګډ نه وی په شات ( عسل ) خوږی کړی
دورځی دری واره څښل کیږی

خیر یوسی


سلام

عبدالمتین
04.01.2010

سلامونه ،
بښنه غواړم که ددغو نوم راته په فارسی ولیکی نو منندوی به یم څکه دلته چی هغه فارسی نوم ورته وانخلی نو څوک نه ورباندی پیژی؟ وسلام


خیریوسی
04.01.2010

وروره
لیمبو په عربی (ليمون ) په فارسی (لیمو ترش) په انګلیسی (Lemon ) په دوتش المانی (Zitrone ) په فرانسوی (Citron) نوموی ۰
او شات په عربی ( عسل النحل) په فارسی (عسل) په انګلیسی (Honey ) په دوتش المانی (honig ) په فرانسوی (miel ) په اوردو ( شهد)نوموی۰

خیر یوسې


سلامونه

عبدالمتین
04.01.2010

سلامونه می قبول کړه ،
ډیره بښنه غواړم که په شات عسلو باندیخوږی نشی نو نشی کیدای دغسی خالص اوبو یی وڅښل شی ؟


خیریوسی
04.01.2010

وروره تاسو تر هر څه نه مخکی دوسواس تداوی وکړی
چې نوموړی ناروغي دی سمه شوه
وروسته که دخپلی مور کي دڅښلو اوبو څخه پاته شونی اوبه په بسم الله سره
په خپلو شونډانو وموږې نو به هغه ستا دوا شی ۰
که دا وسواس درسره وی ته داروپا او امریکا او هندپر ټولو ډاکترانووګرځی
دهغوی دوا وتاته څه ګټه نه رسوی
خیریوسې


عبدالمتین
04.01.2010

یوه نړی مننه خدای دی وکړی چی داسی زر راته په قهر نشی نو ستاسو دښه صحت په هیله وسلام


خیریوسی
04.01.2010

بیا هم السلام علیکم ورحمة الله
قهر نه دی راغلی دا هم یوه نسخه ده خپل سوالونه کوه که ته نه نو به یو بل ورور
ګټه ځنی واخلی
تر څپله وسه به کوښښ کوم معلومات درته راټول تا او دټول افغان ومینوالو
ته به یې ولیکم

خیریوسې


سلامونه اونیکی هیلی می ومنه

عبدالمتین
05.01.2010

سلامونه می ومنه محترم خیریوسی !
نن می ملخوځی لاس ته راوړل !
زیړی وړی وړی دانی لری لکه څنګه چی تا لیکلی ول همغه رقم دانی دی ،
دملخوځیو بحص می ولوستلوو خو هغلته دپوستکی لپاره پکی زیات معلومات نول غواړم چی راته ولیکی چی څومره او څرقم چای یا بل شی سری وخورم په تشه خوا، که په ډکه خوا، او څومره اوبو کی څومره واچوم او څومری ویشوم ؟
اویوځای کی زیکر شوی ول چی ملخوځی ویشوه او شونډان ورباندی غوړکړه څومره اندازه څومره اوبو کی واچوم او څو دقیقی باید جوش وخوری ، او میده یی کړم کنه همداسی ،
مننه دی لدی چی ډیر په زړه پوری معلومات دی راکړل څکه چی دګیاوو پلورنځی ته ورغلم او په فارسی می ورته وویل چی شنبلیله غواړم نو دستی راته وښودل او ترلاسه می کړل یوه نړی مننه ستاسو دنورومعلوماتو په هیله وسلام


خیریوسی
06.01.2010

عبد المتين وروره ښه صحت درته غواړ م
ملخوځی په ریشتا هم ډیر ی ګټوری دی زما دکور نیم درملتون دی
خو ځنی کسان یې نه خوری ولی چې بوی لری
وروره زه خپله په کور کې ملخوځی دری ډوله په لاندی ډول استعمالوم
1ـ دملخوځو چای : دوی کاچوغي ملخوځی په یولیټر اوبو کې ایشول کیږی
تر څو چې دملخوځو داوبو رنګ ښه زیړ شی لکه تیزی شنې چای
دورځی یو ګیلاس سهار په تشه خوا څښل کیږی
2ـ یوه برخه میده ملخوځی او دوی برخی شات سره ګډیږی
یوه کوچني کاچوغه سهارپه تشه خوا خوړل کیږی
3ـ یوه کوچني کاچوغه میده ملخوځی په یوه ګیلاسګرمواوبو کې
په بوره یا شات خوږی سهارپه تشه خوا خوړل کیږی
وروره داچې موږ اوتاسو کار کوو کیدای شی سهار وخت نه وی
چې دملخوځو چای جوړی کړو هر وخت چې دکار څخه راستون شې د ډوډۍخوړولو نه مخکی چای جوړی کړه اوویې څښه تاسو دملخوځو چای 120 ـ 180 ورځی وخوری
[color=blue:adae045d15]یادونه : هغه میندی چی وماشوم ته پوډری شیدې ورکوی که دریمه نسخه استعمال کړی او سمه غذا وخوری ماشوم به یې په خپلو شیدو موړ شی [/color:adae045d15] ما چې کله دملخوځو فایدې پیژندلی دی دهغه وروسته دپوډری شیدو درانیولو څخ بیغمه شوی یم


خیریوسی
08.01.2010

عبدالمتین صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره دغه دوی نسخی می نوری هم درته پیدا کړی هره یوه ځان ته نسخه ده ستاسو خوښه هره یوه چې استعمالوی

1ـ لږ څه نوشادر او شات ( عسل ) ښه سره ګډ کړه هغه په هغه ځای چې دپوست رنګ سپین شوی دی په غوړوه

2ـ لږ څه دپیازو اوبه دلږ څه سرکې سره ګډ کړه دورځی 5 واره هغه ناروغ ځای په غوړیږی دا نسخه 3 میاشتی استعمالیږی

خیریوسې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more