د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ذهنی ازمایښت

منلی
19.11.2009

ګراڼو دوستانو ! تاسو ټول ښه یی ؟
نن زه له تاسو ټولو نه یو څوو ذهنی پوښتنی کوم .......... صرف ددی له پاره چې ستاسو په علم کې زیاتوالی راشی
۱- په لار کې زما ملاقات دری عربو سره وشوو ، په هغوی کې یو دهغۍ دځوی پلار وو . ووایه ددوی په مینځ کې به کومه رشته وی ؟
۲- ۲۱۹۷۸ چې په ۴ کې ضرب کړو حاصل یی ۸۷۹۱۲ کیږی . تاسو په دغه دوه عدادونو کې کوم خاص شی وینی ؟
۳ - هغه څه شې ده چې همیش تاسره نښتی وی ،چیرته چې ځی هغه هم درسره وی مګر نسبت له تا څخه هغه نور خلک زیات استعمالوی ؟
۴- دڅلورو عداد ۷ واری داسی ولیکی چې حاصل یی ۱۰۰ راشی ؟ نوټ (په دغه سوال کې تاسو دحساب علامی یعنی + ، - ، ضرف او نور داسی علامات استعمالولی شی )

ددی پوښتنو ځواب کولو کوښښ وکړی که ونه شوو زه خو یم
او که تاسو سره هم داسی څه ذهنی سوالونه وی کولی شی چې مونږ سره یی شریک کړی
په درناوی

نور بیا


Dr. Zubair
19.07.2010

منلی صیب د اول سوال ځواب (میړه) دی.
یعنې ښځه او میړه.

په دوهم سوال کې خاص شی دا دی چې ددواړو عددونو ارقام یو شی دی، البته پرته له ترتیب څخه.

او نور دواړه سوالونه به تاسو ته پرېږدم ځکه چې تاسو ژمنه کړې چې
[quote:81487cf55e]ددی پوښتنو ځواب کولو کوښښ وکړی که ونه شوو زه خو یم [/quote:81487cf55e]
خو دا دې له دې ژمنې مو اته نهه میاشتې وتلي. خو تاسو نه یاست؟
والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more