د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دطبي بحث برخه هم تغيراتو ته ضرورت لري

ډوکتر څپاند
16.11.2009

محترم ډاکتر صيب وطنمل سلامونه ومنئ،

دطبي بحث برخه هم تغيراتو ته ضرورت لري

لکه چه ليدل کيږي،دبحث په فورم کی تغيرات راغلي،زماپه اند دطبي بحث په
هکله هم بايد نوښت وشي٠
دبېلګي په توګه زه وړانديزکوم چه پرساينس استوار طبي معلومات بايد دافاقي
اوغير علمي نظرياتو نه ځانګړي شي٠
هرليکوال حق لري چه دطب اوروغتيا په هکله خپل معلومات څرګند کړي،مګر
هغه محترم ليکوال چه پر مالګوبي ياداناروپه معجزو معتقد دي،کولی شي او
بايدوکړی شي چه خپل هغه مالومات،چه ددي عصر دمنل شويو ساينسي معياراتوسره، سر نخوري،په ځانګړي بحث کی په ليکه کړي.
ولې؟داځکه چه عام خلک بايد پرساينيس اوتجربو ثابت کړی شوي معلومات د
تاريخي اوافاقي معلوماتو نه تفکيک کړی شي٠


..Ahmadzai
16.11.2009

[quote:334b5c88c6]ځکه چه عام خلک بايد پرساينيس اوتجربو ثابت کړی شوي معلومات د
تاريخي اوافاقي معلوماتو نه تفکيک کړی شي٠[/quote:334b5c88c6]

زه هم د ښاغلي ډاکټر صاحب بې صدا د دې وړاندیز تایید کوم.
دې سره به طبي موضوعګاني مسلکي او په علمي میتودو برابرې وړاندې سي
او د مسلکي او غیر مسلکي ګډونوالو تر منځ به توپیراوسي.
په درنښت


عادل عادل
17.11.2009

سلامونه

ښه وړاندیز مو کړئ، خو ګناه به نه وي که څوک زما په شان امپړ هم د مالګوبي د ګټو او توصیې په اړه څه ولیکي، مطلب مې د ناروغئ پیشګیرانه ټکي دي، او دا د ډاکټر نه بلکه د ټولنې د هر فرد وظیفه ده. ما د مالګوبي د لیکنې په پای کې د HSE یادونه کړې وه HEALTH, SAFETY & ENVIRONMENT

پورتني درې اصله د انساني ټولنې د هر فرد وظیفه ده چې پاملرنه ورته وکړي، چې د ډاکټرصیبانو ونډه یوه اندازه ډیره او د عامه پوهاوي دنده تشکیلوي.

رابه شو د افغاني ډاکټرصیبانو مسلکي غرور, پوهی او تعصب ته:

زه خو شخصا د افغاني ټولنې د ډاکټرصیبانو سره اصلا جوړ نه یم، ځکه چې نیم مریضان مرض وژني او نیم نور همدغه زمونږ د ټولنې ډاکټرصیبان، قانون خو هسې هم په نشت حساب دی خو زمونږ ساده خلک بیا خپل تسل په تقدیراتو کوي، خبرې به مې خامخا ترخې تمامې شي، خو په والله چې همداسې ده.

تر ټولو بده یې اخلاقي انحطاط دی، چې د دیموکراسئ په دوران کې خپل اوج ته رسیدلئ دئ.

د مهاجرت د دوران او بهر کې فارغ شوي ډاکټرصیبان مثتثنی دي، خو بیا هم یو د بل په دفاع او د ناوړه طبي او غیراخلاقي پیښو په پرده پوښئ کې ټول یو لاس او ګډ مصلحت لري؟

هیله ده زما نیوکو ته ښاغلي ډاکټرصیبان په خورا مثبته سترګه وګوري او درنو د بحث لوستونکو او ګډونوالو ته اجازه ورکړي چې د پورتنیو نیوکو په رڼا کې خپلې نیوکې، مثالونه او د اصلاح حل لارې وړاندې کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more