د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

نيمګړې شاعري

جلال نجيب) صافی
29.02.2004

دوستانو سلامونه او نيکي هيلي
زه شاعر نه يم او نه ځان په شاعرانو کې شميرم خو ډير لږ وخت کيږي چه د شاعر ۍ سره مې علاقه پيدا شوې او کله نا کله څه ليکم دا يو شعر مې د نموني لپاره ستاسو په خدمت کې وړاندې کړ اوميدلرم چې دې باره کې به خپل نظرونه او انتقادونه وليکي- نيمګړتياوي به پکې زياتي وي-- ستاسو د لارښوني او مرستي په هيله-
په درناوي--- ج نجيب صافی

............................................ديار دميني ملنګ

زه به په فخردميني بيرغ دنــــــــــــګ کړمـه ....... په ډير فخر به د ميــــــــــــنې بيرغ دنګ کړم
کـــه يي جـــــــــوګه د خپـل دننــــــــــګ کړمـه...... که په عشق کې دې جوګه د نام او ننګ کړم

کچـکو پلاس ديار دميني خيرات غــــــواړم...... زه کچکول پلاس دميني خيرات غــــــواړم
درپه در ورپسي ګرځم ميني يې ملنګ کړمه ...... خوږو سترګو دې د ځان پسې ملنګ کړم

د رنګ دوينــي مي قبــول دی په ځيــګر ديـــار ...... د ځيګر وينه مې رنګ د ګلاب اخلي
کـه يې چرته زه په خپله ميـنه رنـــــګ کړمــه ...... که اشنا چيرته په خپله مينه رنګ کړم

سر مې ديــار د تورو ذولـــفو په دار ايښــي ........ د ډيوې پر مخ د زلفو په دار خيژم
دا زه وعـــده ور سره خپــل د نــــنګ کړمـــه ....... دا وعده ورسره زه لکه [color=blue:f5d21104b6]پتنګ[/color:f5d21104b6] کړم

غوټـي د آرمانونو به وسپړيږي ګل به شــي ....... داميـــــد غوټۍ به هـــله زمــــا ګل شـــــــــــي
کــه يي ځان ته رانزدې او تر څنــګ کړمــه ....... که دې ځان سره له مينې څنګ په څنګ کړم

تاخو شمع دښايست يې خوري دې رڼاګانـي
زه به ستا په مينه ځان لمبه لکه [color=red:f5d21104b6]پتنګ [/color:f5d21104b6]ګړمه ......... تکرار دی پتنګ

راشـه شيرينې شه تا زما خوا ته نزدې شــه ....... د شـــيرنې غوندې غلې خواته راشه
زه به دفرهادغوندې غرونه درته ړنګ کړمه........ د فرهاد غوندې به غرونه درته ړنګ کړم

مــنجاور به ستا د حسُن د زيــارت شــــم ....يا..... ابدي به ستا د مينې لونګين شم
کـه ميلمه دې په سينې لکه لونــــګ کړم............. که دې يوځل د سينې سره په جنګ کړم

..................................... ما صافی درته سوګــند د وفـــا ياد کړ
.....................................په جنون کې به تا هم د ځان په رنګ کړم
09-02-2004 ډنمارک

ښاغلی صافي صاحب ، سلامونه او نيکې هيلې ومنئ. ټول افغان ته مو راتګ يو نيک فال ګڼم او هر کله راشئ
که (له وزن او قافيې څخه مو ) آزاد شعر ويلای، يقينأ چې ژر به مو شعر ښې پوړۍ ته رسولی وای.
خو د وزن له پاره بايد د هر نيم بيت د څپو شمير د خپل بل نيم بيتي دڅپو د شمير سره يو بربر اوسي .
خو همدې ته ښا يي ﻻ ستاسو پام نه وي . ما چپ ﻻس ته ستاسو دبيتونو شکل يو څه واړاوه ، د څپو شمير يې سرهبربر شو . څپې ، د مثال په ډول په وروستي بيت کې دغسې وي :
ما ـ صا ـ في ـ در ـ ته ـ سو ـ ګند ـ د ـ وا ـ فا ـ ياد ـ کړ . مساوي ١٢ څپې شوې، نو دويم نيم بيت هم بايد ١٢ څپې ولري : په ـ جه ـ نون ـ کې ـ به ـ تا ـ هم ـ د ـ ځان ـ په ـ رنګ ـ کړم : ټيک ١٢ څپې دا هم شوې . قافييې ته خو مو پام دی ، ولې کټ مټ يو وييز(لغت) بايد د قافيي په توګه دوه ځلې تکرار نشي . لکه ننګ مو ٢ ځلې تکرر کړی ؤ . نور مو نوی شاعري مبارک او برياوې مو نصيب شه . والسلام. وطنمل



محمد اسحق شيوانی
01.03.2004

صافۍ ورورکيه سلامونه او پيرزوينې
ګرانه وروره دټول افغان پاڼي ته اول ښه راغلاست وايم، او بيا زه فکر کوم چه دا پاڼه خپل خپل ځايونه لري: دمثال په ډول:- سياسي بحثونه جلا ځاي لري، دانټر نيټ په باره کي جلا ځاي سته، دوطنپال شعرونو لپاره جلا ځاي سته ، دعشقي شعرونو لپاره جلا ځاي سته، او داسي نور..............................................
نو ګرانه وروره که خپل د شعر نيمګړتياوي په ګوته کول غواړي نو په (((پښتو شعر څنګه جوړيږي))) کي خپل شعرونه وليکه، او مونږ په دي پاڼه کي ډير ښه تکړه دپښتو شاعران لرو، لکه ،، اُستاد (هيواد) او اُستاد (هادي) ، چه زماله فکره دپښتو ډير ښه شاعران دي........ او هغه به يې نيمګړتياوي په درته په ګوته کړي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


Re: نيمګړې شاعري

جلال نجيب) صافی
02.03.2004

[quote:d322fdc11d="جلال نجيب) صافی"]دوستانو سلامونه او نيکي هيلي
زه شاعر نه يم او نه ځان په شاعرانو کې شميرم خو ډير لږ وخت کيږي چه د شاعر ۍ سره مې علاقه پيدا شوې او کله نا کله څه ليکم دا يو شعر مې د نموني لپاره ستاسو په خدمت کې وړاندې کړ اوميدلرم چې دې باره کې به خپل نظرونه او انتقادونه وليکي- نيمګړتياوي به پکې زياتي وي-- ستاسو د لارښوني او مرستي په هيله-
په درناوي--- ج نجيب صافی

............................................ديار دميني ملنګ

زه به په فخردميني بيرغ دنــــــــــــګ کړمـه ....... په ډير فخر به د ميــــــــــــنې بيرغ دنګ کړم
کـــه يي جـــــــــوګه د خپـل دننــــــــــګ کړمـه...... که په عشق کې دې جوګه د نام او ننګ کړم

کچـکو پلاس ديار دميني خيرات غــــــواړم...... زه کچکول پلاس دميني خيرات غــــــواړم
درپه در ورپسي ګرځم ميني يې ملنګ کړمه ...... خوږو سترګو دې د ځان پسې ملنګ کړم

د رنګ دوينــي مي قبــول دی په ځيــګر ديـــار ...... د ځيګر وينه مې رنګ د ګلاب اخلي
کـه يې چرته زه په خپله ميـنه رنـــــګ کړمــه ...... که اشنا چيرته په خپله مينه رنګ کړم

سر مې ديــار د تورو ذولـــفو په دار ايښــي ........ د ډيوې پر مخ د زلفو په دار خيژم
دا زه وعـــده ور سره خپــل د نــــنګ کړمـــه ....... دا وعده ورسره زه لکه [color=blue:d322fdc11d]پتنګ[/color:d322fdc11d] کړم

غوټـي د آرمانونو به وسپړيږي ګل به شــي ....... داميـــــد غوټۍ به هـــله زمــــا ګل شـــــــــــي
کــه يي ځان ته رانزدې او تر څنــګ کړمــه ....... که دې ځان سره له مينې څنګ په څنګ کړم

تاخو شمع دښايست يې خوري دې رڼاګانـي
زه به ستا په مينه ځان لمبه لکه [color=red:d322fdc11d]پتنګ [/color:d322fdc11d]ګړمه ......... تکرار دی پتنګ

راشـه شيرينې شه تا زما خوا ته نزدې شــه ....... د شـــيرنې غوندې غلې خواته راشه
زه به دفرهادغوندې غرونه درته ړنګ کړمه........ د فرهاد غوندې به غرونه درته ړنګ کړم

مــنجاور به ستا د حسُن د زيــارت شــــم ....يا..... ابدي به ستا د مينې لونګين شم
کـه ميلمه دې په سينې لکه لونــــګ کړم............. که دې يوځل د سينې سره په جنګ کړم

..................................... ما صافی درته سوګــند د وفـــا ياد کړ
.....................................په جنون کې به تا هم د ځان په رنګ کړم
09-02-2004 ډنمارک

ښاغلی صافي صاحب ، سلامونه او نيکې هيلې ومنئ. ټول افغان ته مو راتګ يو نيک فال ګڼم او هر کله راشئ
که (له وزن او قافيې څخه مو ) آزاد شعر ويلای، يقينأ چې ژر به مو شعر ښې پوړۍ ته رسولی وای.
خو د وزن له پاره بايد د هر نيم بيت د څپو شمير د خپل بل نيم بيتي دڅپو د شمير سره يو بربر اوسي .
خو همدې ته ښا يي ﻻ ستاسو پام نه وي . ما چپ ﻻس ته ستاسو دبيتونو شکل يو څه واړاوه ، د څپو شمير يې سرهبربر شو . څپې ، د مثال په ډول په وروستي بيت کې دغسې وي :
ما ـ صا ـ في ـ در ـ ته ـ سو ـ ګند ـ د ـ وا ـ فا ـ ياد ـ کړ . مساوي ١٢ څپې شوې، نو دويم نيم بيت هم بايد ١٢ څپې ولري : په ـ جه ـ نون ـ کې ـ به ـ تا ـ هم ـ د ـ ځان ـ په ـ رنګ ـ کړم : ټيک ١٢ څپې دا هم شوې . قافييې ته خو مو پام دی ، ولې کټ مټ يو وييز(لغت) بايد د قافيي په توګه دوه ځلې تکرار نشي . لکه ننګ مو ٢ ځلې تکرر کړی ؤ . نور مو نوی شاعري مبارک او برياوې مو نصيب شه . والسلام. وطنمل[/quote:d322fdc11d]

ښاغلی وطنمل صاحب سلامونه --ستاسو د کتني او اصلاح څخه ډيره ډيره مننه څرنګه چه ما په ړومبي ليک کې ليکلي چې دشعر او شاعرۍ پدې طولاني او نه ختميدونکی سفر کې ما لا يو ګام هم نه دی پورته کړی-نو ستاسو مرستو ته تل اړتيا لرم- خو پدې پوه نه شوم چه دې ته شعر ويل کيداي شي او که نه اوکه په شعر کې شميرل کيږي نو په کوم کې- غزل -ازاد شعر او که بل کوم يو - د آزاد شعر ځانګرتياوې څه دي -
ډيره مننه ج ن صافی


جلال نجيب) صافی
02.03.2004

[quote:3e01c2479d="محمد اسحق شيوانی"]صافۍ ورورکيه سلامونه او پيرزوينې
ګرانه وروره دټول افغان پاڼي ته اول ښه راغلاست وايم، او بيا زه فکر کوم چه دا پاڼه خپل خپل ځايونه لري: دمثال په ډول:- سياسي بحثونه جلا ځاي لري، دانټر نيټ په باره کي جلا ځاي سته، دوطنپال شعرونو لپاره جلا ځاي سته ، دعشقي شعرونو لپاره جلا ځاي سته، او داسي نور..............................................
نو ګرانه وروره که خپل د شعر نيمګړتياوي په ګوته کول غواړي نو په (((پښتو شعر څنګه جوړيږي))) کي خپل شعرونه وليکه، او مونږ په دي پاڼه کي ډير ښه تکړه دپښتو شاعران لرو، لکه ،، اُستاد (هيواد) او اُستاد (هادي) ، چه زماله فکره دپښتو ډير ښه شاعران دي........ او هغه به يې نيمګړتياوي په درته په ګوته کړي

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی[/quote:3e01c2479d]

ګرانه محمد اسحق خانه ورره سلامونه - ستا د لارښوني او توجه څخه يو جهان مننه - انشالله بيا به خپل ځای ته رسي -
په مينه ج ن صافی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more