د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دخنځير ذکام يا Swine flu

ډوکتر څپاند
03.11.2009

[color=yellow:76be27012f]دخنځير ذکام يا Swine flu [/color:76be27012f]
[color=red:76be27012f]په کابل کی ددی ناروغې دخپريدو نه دمخنيوي لپاره،مکتبونه ددرې اونيو لپاره
رخصت کړی شول٠[/color:76be27012f]

دذکام ناوغئ(چه خلک ئی په نورو نومونوهم يادوي لکه :ريزش مې کړی،هوا را رسيدلې،ساړه مي شوي،،ولګی،
،common cold،cold,cold &flu،influenza,grip) ديوه تر ټولو کوچني 
ژوندي موجود چه دويروس (Virus)په نامه ياديږي ،په سبب رامنځ ته کيږي٠

هغه ویروس چه ددې ناروغې عامل دی د Influenza,para influenza اوداسی نورو ویروسي کورنيو يا ډلو پورې اړه لري٠

داناروغئ دسلونو کالو راهيسي انسان ته اشنا ده٠ويروس يا دناروغئ عامل
ديوه فرد نه وبل ته په اسانئ سره خپريږي٠کله چه پدی نارغئ اخته شخص
توخی،پرنجی او حتی عادی تنفس کوی،په سلګونو زره ويروسونه ،خوا او شاه
محيط ته خپروي او پدې توګه نور خلک پري اخته کيدی شي٠
دا ناروغئ کيدی شي چه خورا خفيف يا شديد او وژونکې وي٠په خفيف شکل کی ناروغ يواځی يو څو محدود شکايات ،مثلا دپوزې 
بهيدل،بندوالی يا سوزښت او خارښت ، چه ورسره کيدی شي دسرخوږ،تبه،
سړه لره (لرزه)دبدن دمختلفو برخو خاصتا دملا ،پښو،لاسو او هډوکو دردونه شامل وي٠ځينی اخته ناروغان،خاصتا دخنځير خوګ په ويروس اخته خلک قی اوساراناسته هم لرلی شي٠ټوخی،لږ څه روسته شروع کيږي٠ځيني کسان دسالنډې يا نفستنګې او يا هم دټټر له درد نه په عذاب وي٠
چه ناروغ ته وکتل شي نو دمخ يا سترګو سوروالی،دپوزې بهيدل،پرنجی،ټوخی
او دستومانتيا علامې په نظر راتلی شي٠دناروغ دبدن دحرارت درجه پورته تلی شي (تبه)،پوزه،ستونی اوغوږونه سور رنګي ښکاريدی شي٠
دستوني خوږ او خفيفه تبه هم موجوده وي٠دارنګه ناروغان په يو څو محدود
 ورځو کی شفا حاصلوي٠
خو په شديدو اشکالو کي،اخته ناروغ څه ناڅه ټول ،هغه اعراض او علايم لري
چه مخکې ترې يادونه وشوه٠
  
[color=darkred:76be27012f]داچه ولې ځيني کسان خفيف او ځيني نور شديدا ناروغ وي،په نورو عواملو
پوری اړين دي٠[/color:76be27012f]ددی ناروغی عامل ويروس مختلف ډولونه لري چه هر يو ئی دخفيف،متوسط
يا شديدې نارغئ باعث ګرزي٠
دانسانانو دوجود دفاعي سيستم هم يو له بله توپير لري٠ځيني خلک دخورا
پياوړي اوځيني نور په طبيعي ډول کمزوره معافيتي يا دفاعي سيستم لرونکي دي٠
دغه راز،که يوفرد يوځل ديوۀ ویروس په ذريعه پدی ناروغئ اخته شي،تر شفا
وروسته،دنوموړي شخص بدن ددی او ديته ورته ويروسونوپه مقابل کی معافيت
اومقاومت پيداکوي٠دارنګه معافيت يو کال او کله هم ډير کلونه دوام کوي٠
[color=white:76be27012f]ځيني خلک په موقت يا دايمي ډول دضعيف معافيتي سيستم لرونکي وي٠
دبيلګې په ډول،ډير کوچني ماشومان(چه عمر ئې له دری مياشتو اوخاصتا له٢٨ ورځو کم وي)،اميدواره ميندې(باردار،حامله،pregnant) او دغه راز په
نورو ناغيو اخته کسان لکه دشکرې،زړه،سږو،بډوډو،سرطان،HIV،توبرکلوز او
ديته ورته نورې ناروغئ٠[/color:76be27012f]
ددی نارغئ ويروس هميشه دتغير اوتحول په حالت کی دی،پدي معنی چه
ددی تغير په وجه،دانسان دفاعي سيستم دهغه دپيژندو نه عاجز شي٠دلته غواړم
يو مثال راولم٠کله چه يو شخص (معمولا ماشوم) نوري ويروسي ناروغئ،مثلا
شری(شيری،سرخک،سرخکان،Measles)نارغي تيره کړي،نوددويم ځل لپاره
پدی ناوغئ نه اخته کيږي٠دليل داچه د شري دناروغئ ويروس،دتغير اوتحول
طبيعي امکان نلري٠يوځل چه ديوه شخص معافيتي سيستم ته ور وپيژندل شو،
او دهغه شخص په وجود کی دنوموږي ويروس په ضد انتي باډي(antibodies)
توليدی شوي،که دا ويروس ددويم ځل لپاره دنوموړي شخص وجود ته داخل 
شي هماغه دی چه د انتي باډي په وسيله له منځ وړل کيږي(مګر داچه معافيتي 
سيستم تضعيف شي،لکه په HIV اخته ناروغان)٠

مګر دذکام ويروس  دتغير له امله،يو شخص کيدي شي چه هر کال دهماغه يوه
اويا مشابه ويرس په واسطه په دی ناروغئ په مکرر ډول مبتلا شي٠

[color=red:76be27012f]را به شو دخنځير ذکام ته، [/color:76be27012f]چه دنوموړی ناروغئ  عامل،دذکام،داکثرونورو عواملو  پشان
دInfluenza په کورنۍ پوري اړه لري مګر اختصاسي نوم ئی H1N1 دی٠(دH1N1 په هکله اختصاي معلومات ددی بحث دحدودو او حوصلې نه بهر دی)٠
داویروس ،انسانانو ته له پخوا اشنا وه،مګر ترتير کال پوری ئی دا توان ندرلودچه انسان ته سرايت  وکړي،که سرايت به يي وکړ،
دنارغئ باعث نه کيده٠دا ناروغئ تير کال دلمړي ځل لپاره په مکسيکو  کی دخنځير يا خوک(Swine )د يوه فارم په کارکونکی کی تشخيص شوه او په چټکئ سره ئی ټولی نړۍ
ته سرايت وکړ (Pandemic)٠
ولي په چټکئ؟ داځکه چه تر دی پخوا،دانسان وجود او دهغه معافيتي سيستم
ددی ويروس سره اشنائې نلرله،معني داچه هر هغه څوک چه ددی ويروس اخته
ناروغ سره په تماس شو، هغه هم اخته شو (البته داخته کيدو خطر 100% ندی)٠

[color=white:76be27012f]ايا دخنځير ذکام (H1N1) تر نورو ذکامونو خطرناک دی؟[/color:76be27012f]
ځواب : هم هو او هم نه،مګر داولی؟
هو ځکه چه زموږ معافيتي سيستم ددی ویروس سره بلديت نلري،نودهرچاداخته
کيدو خطر شته٠خاصتا کوچنيو ماشومانو،بارداره ميندو او په نورو ناروغيو
اخته وګړو٠
نه پدی معني چه نوموړی H1N1 ويروس په ذاتي يا طبيعي ډول،ډير خطرناک 
ندی،يعني ،معمولا ديوه خفيف ذکام باعث ګرزي٠
نو چه داسی ده،ولي غربي نړۍ وارخطا ښکاري او ولي دکابل حکومت مکتبونه
رخصت کړل؟
غربي نړی يا بهتره ووايو غربي ميډيا دهر خبر نه غټ غټ خبرونه جوړوي٠دوی پکي سياسي،اقتصادی او نور اهداف لري٠
سياسي:کله چه غواړي چه دنړيوالو افکار د نورو عمده اواساسي ستونزو نه
وبلی خواته واړوي٠
اقتصادي:که چيري ميليونونه وګړی په يو دم ناروغ شي،کارخانۍ به په ټپه
ودريږي او اقتصادي ناورين به رامنځ ته کړي.او دويم داچه،غربي نړۍ د H1N1
دناروغئ دعلاج او وقائی لپاره په بيليونو ډالرلګولي،پدی وسيله خلک ډاروي
او تشويقوی ئی چه دوائی واخلی او ځانونه وقايه يا واکسين کړی٠ځکه چه
ددواجوړلو او واکسين جوړولو کمپني شخصي دي او داشخاصو دګټو لپاره
چليږي٠دولتونه اوميډياوې هم دهمدی سترو پانګوالو تر کنترول لاندی دي٠

داچه دکابل حکومت ولی مکتبونه ددریو اونيو لپاره رخصت کړل ،اسباب ئی
داسی توجه کيږي :
دهرې ساري ناروغئ دخپريدوپه وخت کي ،دناروغانو تجريدول او دخلکو تر
منځ دتماس کموالی يو معقول عمل دی٠مګر پداسي حال کي چه په افغانستان
کی دنورو خطرناکو او وژنکو ناروغيو، لکه محرقه (typhoid)،ملاريا،زيړی
(په خاص ډول Hepatitis A&B )نس ناسته(اسهال،استفراق Gastroenteritis)
،سينه او بغل(pneumonia)،توبرکلوز،سوۀ تغذي(malnutration) او ورته 
ستونزو،ته ډيره لړه توجه کيږی،داعمل دغربي نړی تقليد او په ادراتو کی د
مسلکي او زړه سوانده خلکو دنه شتون نه نمايندګي کوي٠

[color=red:76be27012f]درملنه:[/color:76be27012f]په H1N1 اخته ناروغانودرملنه،دنورو ورته ذکام دناروغئ سره ډير توپير نلري٠ 
اخته کسان استراحت ،په کافي اندازه مايعات(hydration)اوتبې يا خوږ ضد
داوائی ته اړ دي٠دا ناوغي په اوسط ډول ٥ ورځئ دوام کوي٠هغه ناروغان چه شديد او خطرناک حالت ولري ديوي مخصوئ ویروس ضد دوا
(مثلا tamiflu)په واسطه ئی درملنه کيدي شي،خوپدي شرط چه دH1N1
دناروغئ تشخيص په لمړيو ٧٢ ساعتو کی وشي٠

[color=green:76be27012f]وقايه يامخنيوی:[/color:76be27012f]په غربي نړۍ کی دH1N1 ضد واکسين جوړ کړی شوي دي٠دبيلګې په توګه
په استراليا کی دا واکسن دټولو خلکو لپاره په وړيا ډول ،تر تطبيق لاندی دي٠

[color=red:76be27012f]پياد ولرې :[/color:76be27012f]
هر ساري ناروغ بايد دامکان په صورت کی ،دنورو خلکو سره خپل تماس
 کم کړي ٠دخپلي پوزې،خولې،ستوني افرازات اوبلغم بايد په صحي توګه
ځاي پرځاي کړي٠که ټوخيږی نو خپلي خولې ته دی دستمال،مخصوص کاغذ
او ياخپل لاس ونيسي٠دپوزې يا خولی افرازات بايد دسړک اوعامه ځايو کی
ونه غورځول شي٠خپل لاسونه بايد دصابون او ابو سره ومينځي(که موجود وي :D ).
هغه کسان چه نوری ناروغئ لري،دباردارو ميندو اوکچنيو ماشومانو په شمول
بايد د خنځير په ذکام اخته ناروغ سره تماس حاصل نکړي٠
که تاسو مجبور ياست ناروغ ته ورشي،دامکان په صورت تاسو او ناروغ دواړه
دماسک يا "پوزپيچ" نه کارواخلې٠

[color=yellow:76be27012f]خپل لاسونه ومينځي[/color:76be27012f]٠

دنورو معلوماتو او درملنې لپاه ډاکتر ته ورشئ٠

په درناوی،


عبد السلام
03.11.2009

ډاکتر صاحب بیسدا! کور مو ودان ،اوخدای دې خیر درکړي . په زړه پورې
معلومات مو ددې ناولي والګې په اړه لوستونکوته وړاندي کړي .
زحمت مو په ښیګڼوکې حساب شه.
په درنښت


عادل عادل
07.11.2009

سلامونه

د یوې ساري بیمارئ په نړیواله وبا کې د بیمارئ د عواملو سره نه مخ کیدل تقریبا ناممکن دي په داسې حال کې چې په دغه بیمارئ د مبتلا کیدو د مخنیوي او وقایې لارې چارې شته دي.

دا چې تر اوسه هم روغ یاست او بدن مو هغه نښې نښانې ندي ښودلې د کومو له مخې چې د خنځیر په والګي (A ډول) مبتلا کیدل یقیني کیژي، د لاندې څو ضروري ساده ټکو په عملي کولو سره ددغې بمارئ د ابتلا او خوریدو مخه ونیسئ.

ددغې والګي د ویروس یوازینئ د سرایت او انتقال لاره د انسان خوله او سپږمې تشکیلوي چې د هغې د مخنیوي لپاره کافي ده چې لاندې څو ټکي په ټینګه سره عملي کړئ:

1- خپل لاسونه د ورځې څوڅو ځله ومینځئ.

2- د خپل مخ هیڅ غړئ مه لمس کوی، او ددغې وسوسې په وړاندې کلک مقاومت وکړئ بغیر له ضرورت څخه چې خوراک، څښاک او مینځل دي.

3- د ورځې دوه ځله مالګوبئ غرغره کړئ، کولئ شئ د لیسترین د محلول نه هم استفاده وکړئ، د خنځیر د A ډول والګي ویروس د خولې او یا پزې له لارې تر ننوتو وروسته تر 2 یا 3 ورځو پورې په ستوني کې پاتې کیژي او هلته تکثیر کیژي، د تکثیر په څلورمه ورځ ټول بدن ته خوریژي، د مالګوبي یا لیسترین د ضد عفوني محلول په غرغره کولو سره کولای شئ د نوموړي ویروس د تکثیر او ابتلا نه مخنیوئ وکړئ، [color=darkred:6fd0efcacb]پام مو وي چې دغه ساده توصیه هیڅکله هم خدای مکړه ساده ونه شمیرئ![/color:6fd0efcacb]

4- د پورتنئ 3 ټکي په څیر خپلې سپږمې هم د ورځې لږ تر لږه دوه درې ځلې استنشاق (ومینځي) ، دغه کار کیدای شي ځنو ته ستونزمن وي خو په لږ تمرین سره بریاليتوب ته رسئ.

5- خپل مصونیت او ساتنه د هغو خوړو او میوو د مصرف په زیاتوالي سره یقیني کولای شئ چې ویټامین-C لري. که په ناچاره توګه د ویټامین-سي ګولئ مصرفوئ نو په هغې کې د Zinc د وجود اطمنان حاصل کړئ.

6- څومره چې کولای شئ ګرم اوبړن څیزونه لکه چای او قهوه ..... وڅښئ، د ګرمو مایعاتو څښل هماغه د مالګوبي په مثال دي په دومره توپیر چې د مالګوبي په محلول سره ویروس د بدن څخه خارجیژي، خو د ګرمو مایعاتو په څښلو سره معدې ته انتقال مومي چې هلته بیا د تکثیر تابیا او امکان نشي لرلای.

وړاندیز کیژي چې پورتني ټکي عملي کړئ او نورو ته یې هم ورسوئ ، تاسو نه پوهیژئ چې یو څوک به ضرور ددغې ټکو په عملي کولو سره ژوندئ پاتې کیژي.

په درنښت

یاددښت:

پورتنئ لیکنه مې د یوې HSE د بورډ نه راژباړلې ده.


ډاکټر څپاند
08.11.2009

ښاغلي ډاکټرصيب بيصدا ډير په زړه پورې مطلب په ليکه کړی٠
هيله ده چه خپلې علمي ليکنې جاري وساتي٠

چه ښاغلی کمپوډر(عادل عادل عادل)هم خفه نشي،موږ به مالګوبی نه هيروؤ
چه خپل زخمونه پرې تازه کړو :lol: ٠


عادل عادل
08.11.2009

سلامونه

ثبات صیب کم[color=white:eb0fa94d92]پوډر[/color:eb0fa94d92] خو پریژده چا چې پوډري شیدې هم خورلې وي نو د هر والګي د نیولو خطره یی زیاته وي.

تاسو به ډیر پام کوئ :wink:


خیریوسی
12.11.2009

محترم ډاکتر صاحب او عادل عادل صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ورڼو کور مو ودان ولوستونکو ته مو ښه معلومات لیکلی دی لکه څنګه چې تاسو ومالګوبي ته اشاره کړی ده علاوه تر مالګوبی دانیسون چای هم دنوموړی نارغي څخه وقابه ده
په قاهره کې مصری عالم استاذ سعید شلبی چې دي د مركز القومي المصري للبحوث استاذ دی او عضوه دی په جمعية "الماكروبيوتيك" العالمية په ایټالیا کې دي وایې که څوک یو ګیلاس دانیسون چای وڅښی مخکی له دې نه چې دکور څخه ووزی دخنزیر دوالګې دناروغي څخه وقایه ده ولی چې د تامیفلو درمل چې اوس دنوموړی ناروغي دپاره جوړ شوی دی دانیسون څخه جوړ شوی دی
نوموړی استاذ توصیه کوی هغه خوراکې توکې په وینه کې تروشکې جوړوی لکه توری غوښی ، ماشنی چرګان ، توری چای ، بوره ، مستې او دمستو ځخه جوړشوی شیانو پر ځای باید ( دتورو غوښو او ماشنی چرګانو پر ځای غله دانې ، ماهیان او دتورو چایو پر ځای شنې چای دبورې پر ځای مالتوز چې مخمر شوی نه وی وخوری
په درناوی


باتور
17.11.2009

ښاغليو طبيبانو او ډاکټرانو عجاز، بېصدا او عادل ته سلامونه،

د زکام د مخنيوي او درملني په اړه له را وړاندي کړيو معلوماتو څخه مو کور ودان !

وای :
دوو نفرو خلګو ته د تندي ماتولو په اړه جالب معلومات وړاندي کول . .
لومړی :
چي تږي سوئ نو بايد کولا يا فانتا وڅښئ!! !
دا د تندي ماتولو لپاره تر هر څه بهتره دي، او ډېر خوندور هم دي. .

دوهم :
تنده په سړو پاکو اوبو تر هر څه ښه ماتېږي، په هرځای کي وړيا پيدا کېږي اوبدن ته کوم جانبي تاوان هم نه رسوي . .

د لومړي اعصاب په دوهم خرابيږي او ورته وايي چي زما بازار مه را خراپوه، که هر څوک خپله تنده په خالي اوبو ماته کړي، نو بيا به زما د پيپسي کولا دوکان ته څوک راځي؟ :wink:

په درنښت


باتور
08.12.2009

ټولو ته سلامونه او احترامونه،

زموږ د ټول افغان په سرپاڼه کي مي نن دا لاندي جالبه ليکنه تر سترګو سوه، زه په خپله د ليکونکي نظر تائيدوم، زما په نظر د خنځير والګی صرف د نړيوالو د د غولولو او د فکرونو د اړولو لپاره اختراع شوی دی، لېکن بيا هم ستاسو نظر زموږ د وطنوالو لپاره اړين دی .

اقتباس:
په U.S (Chattah Box) کی یوه عجیه خبره خپره شویده هغه داچی (Swine Flu) یادخوګ دوالګی واکسین دخلکودوژولوپټه نړیواله توطیه ده ، د (National of Islam) مشر (Louis Farakhan) ویلی چی د (H1N1) لپاره چی کوم واکسین جوړشویدی دادخلکودوژلولپاره دی،دی زیاتوی چی غربیان غواړی چی تردې نامه لاندی دانړېوالی هلې ځلې اوکمپاین پرمخ بوځی ادنړۍ نفوس په ځانګړی ډول سره مسلمانان دمځکی له مخ څخه ایسته کی؛ دی وایی چی ددې خلکوشعاردادی:
پرځمکه باندی (5۔6) بیلیونه خلک نشی اوسېدلای اونه هم ورته اړین توکی برابرېدلای شی اونه ئې هم موږمړولای شو، اواوس موږوساینس ته دومره ترقې ورکړېده دوی په وژولای شو اوورته وایوبه چی داددې ناروغې له کبله دی، اوحالی داچی دوی به خبرنه وی چی موږداکارپه پوره مهارت سره کړیدی۔
ای زموږکارکونکوچی څومره موپه وس کی وی مړه ئې کی!!!
ښاغلی فاراخان دیهودوپه مقدسه ورځ (یوم الکفاره) په غونډه کی داخبرې کولې اووټولوخلکوته ئې وویل:
زمامشوره داده چی ددې واکسین دلګوولوڅخه ډډه وکړی چی دانړیواله دخلکوپټه توطیه ده، اوددې واکسین دلګولوڅخه ورورسته پخپله داسړی دسرطان ښکارکیږی، اوداقصدی وژنه ده۔

مادامعلومات له ((ALBALAGH Internaional مجلې څخه رااخیستی دی
1430/DECEMBER 2009) (DHUL-HIJJAH2
Vol.20 No.12
اودنورومعلوماتولپاره تاسی کولای سی چی لاندی ویب سایټ وګوری:
WWW.darululoomkhi.edu.pk

Farrakhan suspicious of H1N1 vaccine

H1N1 vaccine: Protection or conspiracy theory?

له ښاغليو ډاکټرانو، طبيبانو او نورو پوهانو څخه هيله ده چي په دې اړه خپل نظر څرګند کړي .

په درنښت


ډوکتر څپاند
31.12.2009

محترم  باتور صيب سلامونه،

دخنځير دولګئ خلاف واکسين په ټوله غربي نړۍ کې تر تطبيق لاندی دی٠
پدی کی شک نشته چه امپرياليزم هميش دبيوزلو لپاره هره ګړۍ نوي پلانونه
جوړي،خوباور مې نشي چه دومره ښکاره به وي٠
دوائی کمپنۍ لدی درکه تر اوسه دوه زره ميلونه ډالره ګټه کړی ده٠

[color=yellow:dd4b72fce9]نيمسري يا Migraine[/color:dd4b72fce9]اګرشما از migraine رنج ميبريد،تنها نيستيد چون اغلبا اقارب تان ودرحدود
ده در صد از افراد جامعه،نيز مانند شما از درد سر که دريک ياهر دو طرف
 احساس ميشود متاثرا ند٠
درد وصف نبضاني داشته (هول ميزند)،ساعتها وندرتا روزها دوام ميکند٠
بعضا مترافق با سرچرخي بوده وبا حرکات سر شدت يافته ميتواند٠
برخې ازمريضان ازدلبدي،استفراق،تشوش رويت وحتی فلج موقت نيز حکايت
ميکنند٠برخی از بيماران از مواجه شدن به روشني ويااواز بلند ناراحت ميشوند٠
درمراحل بعدي مرض،احساس ناراحتي، درصورت تماس جلدسر وحتي باشانه 
کردن مو، عايدميګردد٠
عواملیيکه سردردي راتحريک ميکنند در اشخاص متفاوت  ،ازهمديګر فرق
ميکند٠معمولا خواب کم يا بيش ازحد،نخوردن غذا طور منظم،بعضي غذا ها
ومشروبات الکولي خاصتا red wine,چاکليتها،پنير،نارنجباب،سترس اعم از جسمي يا روحي 
عادت ماهوارخانمهاويا تابليت هاي ضد حاملګي وامثال ان شامل اين لست بوده
ميتواند،ولي ازيک فردتا فرد يګر متفاوت است٠
نيمسري در اغاز يا اواخر جواني عايد ګرديده ولې درسنين ٤٥-٥٠ تخفيف يافته
ويا هم کاملا شفاياب شده ميتواند٠(انشالله)٠
بعضااطفال نيز از اين مرض رنج برده ودر عده از اطفال بشکل درد شکم و
استفراق تظاهر کرده ميتواند٠
[color=red:dd4b72fce9]تداوي:[/color:dd4b72fce9]عدۀ از بيماران باګرفتن قرسهای Paracetamol،Ibuprofen،Aspirine(يکي انها)  ودوای ضداستفراق واستراحت در اطاق خاموش وتاريک بهبودي 
حاصل ميکنند٠[color=white:dd4b72fce9]
ادويه جات مخصوص ،جهت رفع حمله اين نوع سردرديها در بازار طبابت وجود
دارد که بدو ګروپ عمده تقسيم ميشوند٠[/color:dd4b72fce9]

١[color=green:dd4b72fce9]-triptans از قبيل sumatriptan ,naratriptan ،zolmitriptan ٠[/color:dd4b72fce9]
sumatriptan علاوه بر تابليت،بشکل سپري بيني (nasal spray) وهم بشکل
injection ياپيچکاري قابل دريافت ميباشد٠[color=brown:dd4b72fce9]
قابل ياداوريست که ادويه جات فوق در کشور های مختلف جهان،توسط کمپني
هاي دوا سازي،تحت نامهاي متفاوت به بازار عرضه ميګردد،ولي نامهاي
فوق الذکر اسماي تجارتي نبوده،دوکتور معالج تان ،درزمينه کمک خواهد کرد٠
اين ګروپ ادويه که درحدود بيست سال دربازارها موجود است،عوارض
جانبي کمتر داشته ولی ګرانتر نيز اند٠[/color:dd4b72fce9]

[color=red:dd4b72fce9]٢-Ergotamine[/color:dd4b72fce9]
cafergot که از ترکيب ergotamine وcaffeine ساخته شده است بشکل
تابليت و suppositories وجود دارد٠
[color=white:dd4b72fce9]نوع suppositories که از طريق مقعد بکار
ميرود،تاسير سريعتر داشته ودرصورت استفراق موجه تر است٠[/color:dd4b72fce9]
cafergot ارزانتر بوده ولي عوارض جانبي بيشتر دارد٠[color=yellow:dd4b72fce9]
قابل ياداوري است که اشخاص مختلف،به اديه جات مختلف،درمراحل مختلف
مريضي شان به دواهاي مختلف بهبودي بيشتر ميابند٠لذا بخاطر داشته باشيد
که ازبيماران ديګر تقليد نکرده،درتحت رهنمایی دوکتور معالج تان موثر ترين
انرا انتخاب کنيد٠[/color:dd4b72fce9]
[color=red:dd4b72fce9]وقايه[/color:dd4b72fce9]

يکي ازادويه جات ذيل در وقايه مرض توصيه شده ميتواند:
[color=white:dd4b72fce9]Propranolol[/color:dd4b72fce9] دواي شناخته شده وارزان بوه،معمولادر قدم نخست توصيه ميشود٠
Amotriptyline,cyproheptadine,clonidine,verapamil,sertraline، sodiam valproate,atacand,Vit B2 400mg/dayوTopamax شامل ليست
ادويه جات وقايوي برای نيمسري ميباشد٠
باز هم قابل اداوري ميدانم که تاثيرات ادويه جات متذکره،دراشخاص مختلف
باهم تفاوت داشته،بالعموم ٦٠ درصد مريضان با استعمال يکي ازين دواها،
احساس بهبودي خواهد کرد٠[color=red:dd4b72fce9]
ادويه جات فوق در کشور های مختلف به چندين نام وجودداشته،در زمينه
محطاط بوده،هدايات دوکتورمعالج تانرا اکيدا رعايت نمايد٠[/color:dd4b72fce9]
درصورتکه ادويۀ مجوزه،در مدت الي٦ هفته مفيد واقع نشود،دوکتور معالج 
انرابه دواي ديګري تعويض خواهدکرد٠[color=white:dd4b72fce9]
همچنان،ادويه جات مذکور منوط وقايۀ نيمسري نبوده،جهت تداوي ويا وقايۀ
امراض مختلف بکار ميروند٠[/color:dd4b72fce9]همچنان برخي از اين ادويه جات،در بعضي
ازکشور هاي جهان تاهنوز بصورت رسمي ترويج نيافته است،بګونه مثال
[color=red:dd4b72fce9]topamax[/color:dd4b72fce9] که اکثر مريضان نيمسرييکه در تحت تداوي بنده قرار دارند،وبه
نظر من موثريت بيشتر وعوارض جانبي کمتر دارد،دربخي از کشورهای اروپائی
وامرکائی ،تاهنوز رواج نيافته است٠
درصورتيکه دوکتورمعالج تان در تدوای يا وقايۀ بيماري مذکور مشکل داشته
باشد،هرچه زو تر نزد متخصص neurology (که بنامneurologist مثمي است)مراجعه نمايد٠

داکتر صافی،سدني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more