د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

سیول انجنیري

khalilullah mayar
02.11.2009

ګرانو او محترمو لوستونکو سلامونه او نیکي هیلې مو ومنۍ!
لکه څنګه چي تاسو ته بهتره معلومه ده پښتو ژبه د شعرو شاعري او ادبیاتو په لحاظ بډایه اما له علمي او مسلکي پلوه ډیره خواره ژبه ده.
د همدي کمې په احساس کولو سره مي د سیول انجنیريcivil engineering تر نامه لاندي ویبلاګ د ټول افغان له لاري په پښتو ژبه پر لیکه کړی ده.
د ټولو محترمو انجنیرصاحبانو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چي د سیول انجنیري اړوند موضوعاتو په راستولو سره ګران هیواد ته د چوپړ په دغه هڅه کې زمونږ سره ونډه واخلې.
د ویبلاګ پته:
http://civil_engineering.bloguna.tolafghan.com
دبریښنالیک پته:
khalilullahmayar@yahoo.com
همدارنگه د بحث فورمونو له چلوونکې ډلي څخه هیله کوم چي د مسلکي مسائیلو لپاره یو ځانګړی فورم په نظر کي ونیسي.
په سپیڅلي اسلامې او پښتنې مینه
انجنیرخلیل الله مایار
مقر


محمد احمد حمي
02.11.2009

ګرانه ښاغليه وروره ستا له هڅو څخه يوه نړۍ مننه ، الله جل جلاله دي نور هم بريالى لره ، دبحث دفورمونو په اړه ستا نظر په بشپړه توګه تائيدوم ، هيله كوم چي نظربه دي ومنل شي.


khalilullah mayar
03.11.2009

ُُُښاغلی محمد حامد صاحب ستاسو له نیک نظر څخه مننه.هیله ده چي نور وروړنه هم راسره موافق وي.


حمید هڅــاند
03.11.2009

ښاغلی انجنیرصاحب خلیل الله مایار ته،
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
انجنیرصیب لمړی خودټول افغان دبحث فورمونو ته ښه راغلاست درته وایم. تاسوښه وړاندیزکړی دی، هیله لرم وړاندیزدی ومنل شي. رښتیا، هیله مندیم چې دټول افغان دبحث په فورمونوکې به راسره پاتې شې.

ملګری دی؛ حمیدهڅاند/هند


khalilullah mayar
04.11.2009

گرانه هڅاند صاحب زما سلامونه او نیکي هیلي هم ومنۍ.ستاسو له نیک نظر څخه ډیره مننه ،هیله مند یم چي د بحث فورمونو اداره به په دي اړوند غور وکړي.
ستاسو د لا زیاتو بریاوو په هیله!
خلیل الله"مایار"


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more