د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو ياء (ى) په اړوند دپښتو ټولني پرېكړه ، او آيا په (ګاني) سره جمع سمه ده او كه نه؟

محمد احمد حمي
14.10.2009

دپښتو ياء (ى) په اړوند دپښتو ټولني پرېكړه

له لاندي لينك څخه پاڼه در كښته كړئ او ويې لولئ :

http://www.afghan-languages.org/types-of-y-in-pashto-content.pdf


محمد احمد حمي
14.10.2009

دپښتو يا په اړوند بله شپږ مخيزه ليكنه هم در كښته كړئ

http://www.afghan-languages.org/Comments-about-types-of-y-in-Pashto.pdf


هيواد دوست
14.10.2009

یره ورور جانه
په دی ياګانو زما سر نه خلاصيژي فايلونه مې دواړه وکتل ، خو داسی راته ښکاره سو
چی تر اوسه پوری زمونږ مشران لا نه دي سره متحد
کله چی سره متحد سو ، بيا به مونږ هم کوښښ وکړو چی يادی یی کړو
بيا هم يو جهان مننه
په مينه


larghonay laraway
07.07.2010

هيواد دوست صيب مشران متحد وو خو دا چې تاسو ځان نه ستړی کوئ نو دا ستاسو کار دی.
بيا هم يوه نړۍ مننه


عادل عادل
30.01.2011

سلامونه

لاندینی لینک کی می د پښتو ی-ګانو په اړه معلومات ولوستل:-

http://larawbar.org/details.php?id=1000

د هرې قاعدې او تعریف په پای کې د مثال یادونه یا ذکر که چیرته د تعریف د مکملې په توګه وړاندې شي نو دا حالت به د تعریف په نیمګړتیا باندې دلالت وکوي. په داسې حال کې چې مثال د تعریف او قاعدو لپاره ښایي چې صرف توضیحي او تشریحي تصدیق وکړي، نه دا چې د تعریف نیمګړی اړخ ورپوره کړي.

د ې-ګانو پنځګونې ویشنه به خدای خبر د پاړسي ژبو لپاره د پښتو د اسانه زده کړې په هدف منځ ته راغلې وي، کنه د پښتنو لپاره د ورته ویشنې ضرورت هومره اړین نه بریښي چې د واحدې پښتنې )ی( په سپین او ښایسته تندي دې څنګ په څنګ یا لاندې باندې غبرګ خالونه، د رنجو لکی او یا هم همزه وټومبل شي.

د سم تلفظ ستونزه په ټولو ژبو کې شته خو نه د هیڅ چا لپاره پخپله مورنی ژبه کې.


پښتون.
30.01.2011

[quote:c2106ed0a5="larghonay laraway"]هيواد دوست صيب مشران متحد وو خو دا چې تاسو ځان نه ستړی کوئ نو دا ستاسو کار دی.
بيا هم يوه نړۍ مننه[/quote:c2106ed0a5]
لاروی صاحب السلام علیکم!څنګه مو مومیایی لیکنه ځواب کړی لکه چی هیواد دوست مو په یاد شوی دی.
دا چی تاسو هغوی ته ویلی چی د پښتو ژبی لپاره تاسو ځان نه ستړی کوی او دا چی ولی د هغوی کار دی؟؟؟؟؟؟؟
خو زما په نظر تاسو او پتوال صاحب چی د پښتو د ګرامر سره ډیر ښه بلدیاست او تشریح او توضیح یی هم په خوندوری لیکنی کوی او د ي ګانو کارول هم ستاسو په لیکنو کی مراعت کیږی،نو ماته خو ستا او د هغو نورو مشرانو په منځ کی څه توپیر نښکاری .تاسی دا ګام اوچت کړی.
او هیواد دوست خو پخوانی ژورنالست دی نو زما په نظر چی دلته یی ټوکه کړی ده چی په ی ګانو نه پوهیږی.
په درنښت


larghonay laraway
30.01.2011

سلامونه!
باور وکړه په همدې خبره مې اووه کاله وړاندې له يو ستمي تاجيک سره جګړه کړې وه. هغه ويل د افغانستان اساسي قانون بايد يوازې په پاړسي چاپ شوی وای ځکه چې پښتو دومره ظرفيت نه لري.
ما ورسره په ډېره ترخه لهجه بحث وکړ چې پښتو تر پاړسو ډېره غني او پياوړې ده.
له بده مرغه چې اوس مې له يو پښتانه همغه خبره واوريده او له يو داسې پښتانه چې ځانته لا هيواد دوست هم وايي؟!

دا چې تر اوسه پښتانه په دې نه دي يو شوي چې يوه ليکنۍ ژبه ولري نو دا خو بيا هيڅ ژبه هم نه ده؟
خو نه!
داسې نه ده. بلکې څوک چې څراغ نه ويني نو په څراغ به څه وويني؟
هيواد دوست په سمتي او لهجوي کرغېړن چاپېريال کې دومره غرق دی چې د پښتو د پنځو ستورو او د پښتو ژبې په اړه د پښتنو پنځه شپږ غونډې، پرېکړې او هوکړې يې هيڅ نه دي ليدلي .
ګرانه که پښتو همدومره پست او بې قاعدې ژبه وي نو بيا ولې په بله ژبه ليکل نه کوې؟

[quote:db1033884f]یره ورور جانه
په دی ياګانو زما سر نه خلاصيژي فايلونه مې دواړه وکتل ، خو داسی راته ښکاره سو
چی تر اوسه پوری زمونږ مشران لا نه دي سره متحد
کله چی سره متحد سو ، بيا به مونږ هم کوښښ وکړو چی يادی یی کړو
بيا هم يو جهان مننه
په مينه[/quote:db1033884f]


پتوال
30.01.2011

[quote:a3b45a353f="هيواد دوست"]یره ورور جانه
په دی ياګانو زما سر نه خلاصيژي فايلونه مې دواړه وکتل ، خو داسی راته ښکاره سو چی تر اوسه پوری زمونږ مشران لا نه دي سره متحد
کله چی سره متحد سو ، بيا به مونږ هم کوښښ وکړو چی يادی یی کړوبيا هم يو جهان مننه په مينه[/quote:a3b45a353f]
الفبا د هرې ژبې اکزيمزنه ( Axiums) دي چې له ثبوت پرته اعتبار لري !
په اکسيوم کې اختلاف د خامتيا نخښه ده نۀ د مشرتيا، نو هغه مشران چې لا په ځينو تورو سره توافق نه کوي ښايي مشران نه وي، نو باور نه کوم چې مشران مو دغه لانجه ولري، بايد د هغوی پريکړې په دقت ولولو، خو دلته ورکړل شوي لېنکونه په پردۍ ژبو او د پر ديژبو له پاره ټاکل شوي څو د پښتو ژبې له غنا څخه خبر شي !
په هر صورت د (E, I, Y) له شتون څخه په هره ژبه کې څرګنديږي چې مونږ هم بآيد اساساً ددغوې درې حرکي تورو معادل خوځنده توري ( e, i, y) حتما ً ولرو چې لرو يې ، انګليسي :
e = ي
i=ې
y= ی
دا د پښتو اصلي او نورې دوه ( ئ )او( ۍ ) تکميلي ياګانې دې ! خو پام مو وي چې دلته د انګليسي e, i, y تلفظونه د پرتلې له پاره مطرح دي ، د الماني e او i بيا سرچپه تلفظونه لري :
الماني e = ې او i=ي دي!
نو مونږ د انګليسي e, i,y په پام کې نيسو
ی چې د y سره سمون خوري لکه y دا ی هم حرکي توری نه بلکې يو اصلي ساکن توری دی او د خپل حرکت له پاره بل حرکي توري ته اړتيا لري .
دی (ی) ته مونږ ساکنه يا ويلی شو لکه په يوم، يرغل، ياسر، چوپتيا، ريا، پای، چای، زوی، بوی، دوی هغوی کی ساکنه (ی) چې په الف يا (و) سره يې حرکت موندلی دی !
همدغه ساکنه (ی) ده تکميلي يا ګانې (ئ او ۍ ) هم ترې جوړې شوې دي :
د تلفظ له مخې ددې ساکنې (ی) سره دمخه توری هم ساکن وي که له هغې څخه
د امريه جمع له پاره (ئ) ترکيب موندلی وي او که د اسم د تانيث له پاره (ۍ) ترې جوړه شوې وي لکه :
وکړئ ، وخورئ وڅښئ : دلته په ټولو کې له (ئ) څخه مخکينی توری (ړ)، (ر) او (ښ) دريواړه ساکن دي او د ساکنې (ی) سره يې ترکيب لفظي موندلی او د همدې سکون د څرګندولو له پاره د (ی) پر ځای (ئ) ليکل کيږي !
همدغسې سپوږمۍ، وړۍ، شړۍ هم درواخله ، چې صرف د امريه (ئ) سره د شکلي توپير له پاره د (ۍ) په شکل د ځينو نومونو تانيث څرګندوي ، که نه په تلفظ کې هماغه [color=red:a3b45a353f]سکاکن توری + ساکنه (ی)[/color:a3b45a353f] ده او بس په ويلو کې هېڅ توپير سره نه لري!
هغه کسان چې وايي صرف همدغه (ی ) دې وکارول شي او بس ، نو دوی له دوه حالتو نه خالي نه دي :
١- دوی يا دې ته متوجه نه دي چې د i,e, د حرکي تورو معادل اود y غير حرکي توري معادل زمونږ په حرکي او غير حرکي تورو کې کوم کوم دي ؟ آيا د هغوی توپيرول اړين نه دي ؟؟؟

٢- يا د حکمتيار صيب غوندې غواړي چې دا توري په زير ، زوَر او پېښ سره په نښه کړي او عربي طرزالخط خپل کړي ؟؟؟؟
څرګنده ده چې دا دواړه لارې د پښتو له پاره مردودې دي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ډاکټر څپاند
03.03.2011

محترمو ژبپوهانو،لوی خدای ج دې خېرونه درکړي چې خپلې ژبې ته خدمت کوئ٠

سوال:
ژغورندو(ئ)،څارندو(ئ)،ساتندو(ئ)، څرنګ (ی) ده؟
که دلته دې ئ استعمال درست دی؟خوماته دې وخورئ،وکړئ سره يو شان غږ نه راکوي!
کېدی شي نورې بېلګې هم وليکۍ٠


پتوال
04.03.2011

[quote:16c20fea32="subat sabit"]محترمو ژبپوهانو،لوی خدای ج دې خېرونه درکړي چې خپلې ژبې ته خدمت کوئ٠

سوال:
ژغورندو(ئ)،څارندو(ئ)،ساتندو(ئ)، څرنګ (ی) ده؟
که دلته دې ئ استعمال درست دی؟خوماته دې وخورئ،وکړئ سره يو شان غږ نه راکوي!
کېدی شي نورې بېلګې هم وليکۍ٠[/quote:16c20fea32]
کړی،کړي، وکړئ، کړۍ ..... په وکړئ او کړۍ کې به د يا تلفظ يوشی وي، خوپه کړی، کړي او وکړئ کې د (ی) تلفظ له نورو سره فرق لري ،
که د همدې (ی) د مخه حرکي (و= o) يا (ا) وي لکه په زوی، څارندوی او ژغورندوی په کلمو يا پای ، ځای او چای په کلمو کې هم همدغه ساکنه غير حرکي (ی) ده او بس .
نو : د (ۍ) او (ئ) د مخه يواځې غير حرکي توری راځي ، خو د (ی) د مخه هم حرکي توري لکه (و) او (ا) او هم غير حرکي توري لکه سړی، سړي، غوړي ، دی ، دي او نورو کې .
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more