د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

غواړمexe فايل اپلوډكړم


Shpoon
19.02.2004

سلامونه تاسي ټولو قدرمنو وروڼو اوخويندو ته وايم.
مادمحترم عبدالكريم صاحب ډيري ليكني ولوستي.هغوي شكايت كړي وو چي پښتو وندوز نلري اوپه ماوس باندي ليكنه كوي.بي شكه دايولانجه من كاردي.
زه غواړم چي دخپلو هيوادوالو يوخدمت وكړم اوهغه داچي دلته په كراچۍ كي زما يو ګران ملګري دي.له ديوي مشهوري ورځپاڼي سينير مدير دي(مګرهغه افغان دي).هغه ماته دويندوز ايكس في XP يو پښتو كونكي فايل راكړيدي.ډيراسانه اوخوندور فايل دي يوځل چي يي ډاونلوډ كړۍ نو په خوند به يي پوهه شي.ټوله ايكس في پښتو ته په خورا خوندوره طريقه اړوي.تاسي بيا كولاي شي چي خپل ټول ډاكيومنټونه پښتو ته واړوۍ.
دغه فايل exe دي زه غواړم چي دهيوادوالو دفايدي لپاره يي دلته اپلوډ كړم خو چل يي نه راځي لطفن طريقه يي راته وخايي.دابه ستاسو غټه مهرباني وي.


HOTAK-amin
19.02.2004

ګرانه وروره ، د عزت خاوند سې :
زه هم د نوموړي تکليف سره لاس او ګريوان يم ٠ د موږک په وسيله ليکل کوم ،چي ډير ګران کار دۍ٠
زړه مي غواړي د ټول افغان د هر ليکونکي او لوستونکي سره د زړه خواله وکړم ، خو په موږک ليکل دومره ګران سي چي د حوصلې او د وخت د نسته والي له کبله عاجز ، عاجز ګورم او ګورم٠٠٠
که چيري کوم ورور تاسي ته په دې ﻻره کي لارښونه وکړي او موږ له پښتو ليکدود نه برخه من کړې ،نو موږ به درته د خدای (ج)تر کوره دوعا ګاني وکړو ٠
د زيري اوريدو او ليدو ته سترګي په لار ٠


پښتو وينډوز

زهيرشينواری
21.02.2004

ګرانو ورورنو ! تاسو د وينډوز2000 او XP له پاره په ډيرې اسانۍ پښتو وينډوز ډاونلوډ کولی شې . ددې کار له پاره د ټول افغان لومړي مخ ته لاړ شی او ښکته کونې و ګوری ، د لارښونو سره سم به په خپل کمپيوټر کې د پښتو فونټ او کيبورډ جوړ کړی ، بيا به هر ډول ليکنه بې له ماوسه کولی شې .



Shpoon
21.02.2004

زهير صيب ستاسي له لطف نه يوه دنيا مننه.
زما مطلب دانه وو چي گواكي زه پخپله دټايپنگ له كوم مشكل سره مخ يم.بلكي زه پخپله غواړم جي دهيوادوالو دخدمت لپاره دلته خپله پښتو ونډوز اپلوډ كړم.څنگه چي دايو اگزيكيوټيبل ياEXE فايل دي ځكه نو زه نه غواړم چي له غيرتخنيكي لاري يي دلته اپلوډكړم.زه به خورا خوشاله شم كه وطنمل صيب د Download په پاڼه كي دخپلو اودابراهيم خيل دويندوز ترڅنگ زما ويندوز هم كيږدي. مننه



هيواد شېرزاد
21.02.2004

ګرانه شپونه! سلامونه مې ومنه.
ته بايد پې هکله ددې پاڼې د ادمين شېرزاد کامه وال سره تماس ونيسې. د هغه د برېښنايک پته داده:
k_shirzad@hotmail.com
هيله مند يم چې مرام دې پوره شي.


omarzoy
06.07.2004

ګرانه اوعزمنده وروره شپونه !
دهرڅه دمخه زماسلامونه اونېکې هيلې ومنه ٠اوکه چېرې زياريې نه ګڼې نودغه له تا سره دوېندوس(کړکۍ)دپښتو
کولوبچوکې لمړې غوټه-ګنډه (Zip) کړه اوبيايې ماته زما دبرېښناليک په پته راولېږه!!!!!
نه يوازې زه بلکه نورډېردلته مېشته هېوادوال به درته دعاکوي اوپېرځوينه به مونه هېروي٠
زمادبرېښناليک پته داده - ho.omarzoy@zonnet.nl
زه به يې دټورنټ په شکل ستاسې له خوانړېوال ته پوره کړم٠
په درنښت عمرځوئ
دکنړدولايت څخه



ع کريم حليمي
07.07.2004

قدرمن شپون جانه سلامونه مي ومنه ٠ او خدای دي پر ځواني برکت ، په ژوند کي کاميابه اؤسې
دغه زما Email ته ئې راواستوه habdulkarim@optonline.net
ما کوښښ وکړی چه دفرنټ څخه ئې کاپي کم ومي سوای کولای ٠ ماخپل کمپيوټر څو واره خرابکړی ٠ نه غواړم
چه نور ئې بيا خراب کړم ٠ چه تاسو ئې رامېل کړی ٠ او يا ستاسو دوست ته زمامېل ورکړی ٠ چه هغه ئې رامېل
کړي ٠ يو چهان مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more