د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

هم دوا ده هم غذا

خیریوسی
30.09.2009

دانار روب
دانار روب دزیات چاغوالی مخنیوی کوی، درنګ بڼه سره کوی ،که د انځر یا ملخوځو سره وخوړل شی دمزمن ټوخ علاج دی ، دځیګر ناروغيو فایده رسوی ، که داوربشو داوبو سره وخوړل شی دپښتورګې ډبری ماتوی او دبندونو دردونه سموی
[img:c1b2260fa4]http://www.lakii.com/cookportal/images/cookimages/pomegranate.jpg[/img:c1b2260fa4]


ازغن انځر

خیریوسی
03.10.2009

محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
نن دټول افغان په بلاکونو کې پر داسی عسکونو سترګې ولیدې چې ما تر اوسه دا میوه نه وه لیدلی که څوک ددې میوې په اړه معلومات لری دلته د یې ولیکی چې دلوستونکو ددې میوی څخه خبرشی
دمیوې عکسونه په لاندی لینیک کې کتلای شی
http://bloguna.com/kisb%20aw%20kar/view/7047

په درناوی


باتور
05.10.2009

ښاغلي ajaza او نورو ورونو ته د سلامونو تر څنګ :

اغزن انځير يوه صحرايي ميوه ده چي له ٦ تر ١٠ سانتي متره پوري غټوالي لري، خوند يې تروش ـ خوږ دی . ژېړ، نارنجي او سره رنګونه لري.
اغزن پوستکی يې د ام په شان بايد ولړول سي او مغز يې له تخمونو سره د خوراک وړ دی، هم خام خوړل کېږي او هم د مربا په طور.
د دې مېوې وطنځای مکسيکو دی، وني يې له يوه تر شپږو مترو پوري جګي دي. مکسيکويان يې د ونو له وړو او تازه پاڼو څخه هم په خپلو خوراکونو کي د سبزي )ترکاري( استفاده کوي.

[img:3678b72626]http://elmilia.e.l.pic.centerblog.net/5sg7y6de.jpg[/img:3678b72626]

[img:3678b72626]http://elmilia.e.l.pic.centerblog.net/ts2kmzv6.jpg[/img:3678b72626]

په درنښت


خیریوسی
06.10.2009

محترمو وروڼو ، باتور صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وروره تاسو دازغن انځر په اړه ښه معلومات وړاندی کړی کومو ودان ستاسو په اجازه ما هم ددې میوې په اړه می څه پیدا کړه ولوستونکو ته به یې ولیکم
دازغن انځر میوه زموږ غذا ده او پاڼی یې څاروي غذا ده
ازغن انځر په داسی ځایو کې هم شنه کیږی چې لوی ګاروی او ډبری وی هواره ځمکه نه غواړی ډیر صبر ناکه بوټی دی دباران په اوبو شنه کیږی او بل داچې نه یوازی دانسان دپاره ګټور بلکی بو ټی یې د اوښانو او وزو دپاره ښه غذا ده
په ازغن انځر کې 14٪ شکری مواد 1.5 ٪ پروټین او زیاته اندازه ویټامین A , ویټامین C معدنی مالګی فوسفور ،کلسیم وجود لری
د ازغن انځر قبضیت ماتوی ، که سهار په تشه خوا وخوړل شی ګیډه پاکوی فضله مواد خارجوی ، تنده ماتوی ، عربی طبیبانو به وچاغانو ته دازغن انځر په خوړولو توصیه کوله ولی چاغان ډنګروی ، عربی طبیبانو دازغن انځر پاڼی دټوخ په علاج کارول
هغه داسی چې دپاڼی پا داخل کې به یې میده بوره ودوړول پاڼه به یې په تار لوړه وتړل لاندی به یې پیاله ورته کښیښول چې هغه خوږی اوبه پکښی ټولی کړی بیا به هغه اوبه وناروغ ته ورکولی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more