د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

مورګانې, خورګانې

..Ahmadzai
28.09.2009

وروڼو
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په کلیواله لهجه کې ډیر خلک سته چې د مور او خور او ترور او داسې نور ښځینوو خپلوانو ‍ذکر چې د جمع په بڼه کوي نو ورته د ګانو یا ګانې روستاړی ورزیات کړي،
او متآسفانه چې دغه نا سم صورت د تکړه پښتنو لیکوالانو لیکنو ته هم سرایت کړی، اود ډیرو تکړو سیاستوالاو او ادیب انو په ویناوو خبرو او لیکنو کې هم تر سترګو کیږي.
نو کله هم ما ته دا سوال پیدا سي،چې ګوندې دا به هم یو صحیح صورت وي؟ او کیدای سي چې زه تیروتلی یم.
مونږ خو داسې وایو:
خورګانې= خویندې
مورګانې= میندې
ترورګانې= تریندې
لورګانې= لوڼې
توړۍګانې= ........
......................................................
او بله دا چې د نیا او انۍ څه توپیر ده، داسې مې اورېدلي ووچې انۍ د مور مور ته وایي، او نیا د پلار مور ته ویل کیږي، خو مونږ ورځیني زوند کې د پلار مور ته هم انۍ وایو، ایا دا نا سمه ده؟
بله مهمه خبره د ورور جمع ده ، چې بعضې ځایو کې د وروڼو په بڼه او نورو ځایوکې د ورونو په بڼه راځي ، یعني خلک یې لیکي.
هیله ده چې وروڼه پرې تبصره وکړي، او سم شکل او نا سم یې بیان کړي.
په درنښت


larghonay laraway
03.10.2009

ښه نظر دې ورکړی د مور جمعه میندې او داسې نور . مونږ هم درسره موافق یو


..Ahmadzai
03.10.2009

لاروی صاحب
السلام علیکم
مننه
وروره مونږ احمدزي د پلار خور ته ترور وایو او د مور خور ته توړۍ وایو
ستاسو څه نظر ده؟
په درنښت


و.افغان
03.10.2009

[quote:af05fd3765="jalal ahmadzai"]لاروی صاحب
السلام علیکم
مننه
وروره مونږ احمدزي د پلار خور ته ترور وایو او د مور خور ته توړۍ وایو
ستاسو څه نظر ده؟
په درنښت[/quote:af05fd3765]

ډاکټر صاحب:
السلام عليکم
ډېرې ښې سکالو ته مو پام شوی دی، زه خپله دغه د (ګانې) په روستاړي کې ډېر
خطا کېږم، کله کله خو راته په تلفظ کې احساس کيږي، چې د ځينو کلمو سره بيخي
زېب نه کوي: لکه د مور، خور له کلمې سره، خو د بديل د نه پېژندو له کبله بيا هم
همغه روستاړی ورپسې تړم.

مونږ د مور خور او د پلار خور دواړو ته ترور وايو، په دې که به ډېر التباس سره راته،
اوس کله کله د التباس د رفع کېدو لپاره عمه او خاله لفظ کاروو، چې دواړه عربي
الفاظ دي.

په درنښت


..Ahmadzai
03.10.2009

وهاج صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
[quote:14d67c6ce8]مونږ د مور خور او د پلار خور دواړو ته ترور وايو، په دې که به ډېر التباس سره راته،
اوس کله کله د التباس د رفع کېدو لپاره عمه او خاله لفظ کاروو، چې دواړه عربي
الفاظ دي. [/quote:14d67c6ce8]
وروره ماته دغه د توړۍ لفظ سره یوه جالبه واقعه راپه یاد سوه، هغه داسې:
یوه ورځ زما توړۍ(خاله) سره له بچیانو زمونږ کره راغلي وو، زما مور مشره ده، نو دا خپل خوریونه یې ډیر نازول نو خامخا دوۍ باندې هم ډیره ګرانه وه، دغه وخت کې مونږ میلمستون کې ناست وو، چې د باندې نه زما پلار راغی، نو زما د توړۍ میړه پوښتنه وکړه چې څوک راغی، څرنګه چې زوی یې (۱۲ کلن) وره سره نیژدې ناست ، نو غږ یې وکړ چې. [color=blue:14d67c6ce8]توړی [/color:14d67c6ce8] راغی، دې سره نور نو خندا د ټینګیدو نه وه.
دغه بیچاره له پښتنو څخه ډیر لرې پاتې سوی وو.
په درنښت


..Ahmadzai
03.10.2009

وروڼو
یوه بله مهمه خبره د اوښي ده.
آوښي دوه رنګه وي:
د میرمن ورور= اوښی
د خور میړه= اوښی
خو څومره چې ما اوریدلي زمونږ له مشرانوڅخه نو
د میرمن ورور ته ښالی وایي
او د خور میړه ته اوښی وایي
یا هم العکس
په درنښت


beett
08.10.2009

احمد زۍ صاحب په زړه پوری موضوع دی رانښلولی ده
په دی سره کولی شو له سیمیزو لهجو یا ګړدودونونه خبر
شو خو دی ټکی ته باید متوجه واوسو چی لکه څرنګه
چی یوه ژبه مترادف توری او الفاظ لری داراز اسماء
مشترکه هم لری اوګومان کوم داسی ژبه به نه وی چی مشترک
اسماء دی نلری او په دی کی به دالله خپل حکمت وی

په درنښت


باتور
08.10.2009

[color=white:4b6ecbb29e]اقتباس:
او بله دا چې د نیا او انۍ څه توپیر ده، داسې مې اورېدلي ووچې انۍ د مور مور ته وایي، او نیا د پلار مور ته ویل کیږي، خو مونږ ورځیني زوند کې د پلار مور ته هم انۍ وایو، ایا دا نا سمه ده؟[/color:4b6ecbb29e]

که :
اکا او اکۍ
ماما او مامۍ
ابا او ابۍ
. . . . . . . . ته پام وکړو نو نيا او انۍ به همداسي وي لکه څنګه چي ښاغلي احمدزي ورته اشاره کړي.

په درنښت


..Ahmadzai
08.10.2009

[quote:1111100f5e]باید متوجه واوسو چی لکه څرنګه
چی یوه ژبه مترادف توری او الفاظ لری داراز اسماء
مشترکه هم لری اوګومان کوم داسی ژبه به نه وی چی مشترک
اسماء دی نلری او په دی کی به دالله خپل حکمت وی [/quote:1111100f5e]
بیټ صاحب مننه

[quote:1111100f5e]
اکا او اکۍ
ماما او مامۍ
ابا او ابۍ

[/quote:1111100f5e]
باتورخانه
مننه
په ابۍ خو پوه سوم، خوپه اکۍ اومامۍ پوه نه سوم چې ستا موخه د اکۍ نه ترور ده که د اکا میرمن، همدا رنګه مامۍ څخه دې موخه توړۍ ده که د ماما میرمن.
په هر حال مونږ د تره کډې ته اکانې او د ماما کډې ته ممانې وایوچې دغه د نې روستاړی د ناوې څخه مشتق سوې یا بالاصح دناوې مخفف ده.


باتور
08.10.2009

ښاغلي احمدزی ته د سلامونو تر څنګ،

اکۍ اکثرا د پلار د خور ته ويل کېږي او مامۍ په عامه توګه د ماما ښځي ته ويل کېږي .
لېکن په ډېرو کورونو کي داسي هم سته چي اکۍ هم د پلار خور او هم د تره ښځي او يا هم د مور خور ته هم ويل کېږي . .

کومه معينه قاعده ماته هم نه ده معلومه چي زه وويلای سم چي دا سمه ده او يا هغه .

ګورو به چي ستا له خوا دا را مخ ته شوی ښکلی بحث موږ ته لا نور کوم جالب معلومات را په برخه کوي .

چا يوه يا دوه پوښتني کړي زه به دوه نه څلور وکړم . . هيله ده چي ځواب ومومم .

؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دپلار ورور
دپلار خور
د مور ورور
د مور خور
د ورور زوی
د ورور لور
د خور زوی
د خور لور
د ورور ښځه
د خور مېړه
د پلار دورور زوی
د پلار د خور زوی
د مور د ورور زوی
د مور د خور زوی
د پلار د ورور ښځه
د پلار د خور مېړه
د مور د ورور ښځه
د مور د خور مېړه
د پلار د ورور زوی
د پلار د ورور لور
د پلار د خور زوی
د پلار د خور لور
دمور د ورور زوی
د مور د ورور لور
د مور د خور زوی
د مور د خور لور
د ورور ښځه
د خور مېړه
د ښځي يا مېړه پلار
د ښځي يا مېړه مور
د ښځي يا مېړه ورور
د ښځي يا مېړه خور
د زوی يا لور زوی
د زوی يا لور د زوی زوی
د زوی يا لور لور
د زوی يا لور د لور لور
د پلار پلار
د پلار د پلار پلار
د مور مور
د مور د مور مور
. . . . . . . . . . . . . . . .
. . . . . . . . . . . . . . . .

؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

په درنښت


..Ahmadzai
10.10.2009

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دپلار ورور = [color=darkred:450dba70a5]تره، اکا، کاکا[/color:450dba70a5]
دپلار خور = [color=red:450dba70a5]ترورو[/color:450dba70a5]
د مور ورور = [color=darkred:450dba70a5]ماما[/color:450dba70a5]
د مور خور = [color=red:450dba70a5]توړۍ[/color:450dba70a5]
د ورور زوی = [color=darkred:450dba70a5] وراره[/color:450dba70a5]
د ورور لور = [color=red:450dba70a5]وریره[/color:450dba70a5]
د خور زوی = [color=darkred:450dba70a5] خوررې[/color:450dba70a5]
د خور لور = [color=red:450dba70a5]خورځه[/color:450dba70a5]
د ورور ښځه = [color=red:450dba70a5]وریندار[/color:450dba70a5]
د خور مېړه = [color=darkred:450dba70a5]ښالی[/color:450dba70a5]
د پلار دورور زوی = [color=darkred:450dba70a5] تره ځوې[/color:450dba70a5]
د پلار د خور زوی = [color=darkred:450dba70a5]ترورځی[/color:450dba70a5]
د مور د ورور زوی= [color=darkred:450dba70a5]ماماځی [/color:450dba70a5]
د مور د خور زوی = [color=darkred:450dba70a5]ترورځی، د توړۍ ځوې[/color:450dba70a5]
د پلار د ورور ښځه = [color=red:450dba70a5]تیندار[/color:450dba70a5]
د پلار د خور مېړه =[color=darkred:450dba70a5] د ترور میړه[/color:450dba70a5]
د مور د ورور ښځه= [color=red:450dba70a5]ممانې[/color:450dba70a5]
د مور د خور مېړه = [color=darkred:450dba70a5]د توړۍ میړه[/color:450dba70a5]
د پلار د ورور زوی =[color=darkred:450dba70a5] تره ځوې[/color:450dba70a5]
د پلار د ورور لور= [color=red:450dba70a5]تره لور [/color:450dba70a5]
د پلار د خور لور = [color=red:450dba70a5]ترور ځۍ[/color:450dba70a5]
د مور د ورور لور = [color=red:450dba70a5]د ماما لور [/color:450dba70a5]
د مور د خور لور = [color=red:450dba70a5]ترورځۍ[/color:450dba70a5]
د ورور ښځه = [color=red:450dba70a5]وریندار[/color:450dba70a5]
د خور مېړه =[color=darkred:450dba70a5] اوښی، ښالی[/color:450dba70a5]
د ښځي يا مېړه پلار = [color=darkred:450dba70a5]خوسر[/color:450dba70a5]
د ښځي يا مېړه مور=[color=red:450dba70a5] خواښې [/color:450dba70a5]
د ښځي يا مېړه ورور= [color=darkred:450dba70a5] اوښی، لیور [/color:450dba70a5]
د ښځي يا مېړه خور = [color=red:450dba70a5]ښینه، اندرور[/color:450dba70a5]
د زوی يا لور زوی = [color=darkred:450dba70a5]لمسی، نمسی[/color:450dba70a5]
د زوی يا لور د زوی زوی= [color=darkred:450dba70a5]کړوسی[/color:450dba70a5]
د زوی يا لور لور = [color=red:450dba70a5]نمسۍ، لمسۍ[/color:450dba70a5]
د زوی يا لور د لور لور = [color=red:450dba70a5]کړوسۍ[/color:450dba70a5]د پلار پلار =[color=darkred:450dba70a5] نیکه، بابا[/color:450dba70a5]
د پلار د پلار پلار = [color=darkred:450dba70a5]غورنیکه[/color:450dba70a5]
د مور مور =[color=red:450dba70a5] انۍ[/color:450dba70a5]
د مور د مور مور = [color=red:450dba70a5]غوره انۍ[/color:450dba70a5]
==== زما د انۍ مور ته به مونږ[color=red:450dba70a5] خړه انۍ [/color:450dba70a5]ویلې :wink:
په درنښت


باتور
10.10.2009

احمدزيه وروره کور دي ودان، زه د اضافې لپاره صرف يو څو ټکي لرم:

دپلار خور = ترورو،[color=brown:12e9026b2c] اکۍ[/color:12e9026b2c]

د مور د ورور ښځه= ممانې،[color=darkred:12e9026b2c] مامۍ[/color:12e9026b2c]

د پلار د ورور لور= تره لور، [color=brown:12e9026b2c]ترله[/color:12e9026b2c]

د پلار د ورور زوی = تره ځوی، [color=darkred:12e9026b2c]تربور[/color:12e9026b2c]

زما په نظر هم همدا نومونه په ټولو پښتنو کي مروج دي، او که چاته له دې نومونو پرته نور معلوم وي نو له موږ سره دې شريک کړي .

په درنښت


pattang
11.10.2009

داخو يواځې د احمدزيو او سليمانخيلو نومونه دي ، ودرېږۍ چې دا نور
څه درته ليکي ! يوشی لکه چې درڅخه پاتې وي :
لېور، لېورڅی ، لېورڅۍ
- بن ،بنڅی،بنڅۍ 
- ندرور،بچندر ،انۍ،اکۍ
د تره لمسي يا کړوسي..... ته تربور وايې ، خو نه د تره زوی ته٠  


باتور
11.10.2009

پتنګ خانه کور دي ودان چي په لست کي دي يو څو نومونه ور اضافه کړل؛

لېورځی = د مېړه د ورور زوی
لېورځۍ = د مېړه د ورور لور
بن = دمېړه بله ښځه
بنځی = د مېړه د بلي ښځي زوی
بنځۍ = د مېړه د بلي ښځي لور

لېور او مامۍ خو موږ هم يادي کړي دي، لېکن دا

ندرور = ؟؟؟؟؟؟؟
او
بچندر = ؟؟؟؟؟؟؟

په درنښت


pattang
11.10.2009

ددووروڼو ښځې يوې بلې ته ( ندرو ر, ندرندې ) کېږي ٠
بچندر : که څوک کنډه ښځه وکړي او زوی ولري ، نو زوی ته يې ( بچندر) او د مور
مېړه ته يې  ( پلندر) وايې .
تېندار ،ترندې : د تره / ترو ښځې ، ښځو ته وايې ٠
انۍ ،بره انۍ، غوره انۍ ، ټره انۍ ٠ ، نيکه ،برنيکه، غور نيکه ، ټر نيکه
دجد او برجد اصطلاحګانې هم شته .


باتور
11.10.2009

مننه وروره !

ګورو به چي له احمدزيو او سلېمانخېلو پرته د نورو سيمو خلګ خپل خپلوان په کومو نومونو يادوي .

په درنښت


و.افغان
11.10.2009

باتور صاحب مونږ هم تشويق کړو چې د خپلې کلي کور اصطلاحات رابرسېره کړو:
مور: ابۍ
پلار: دادا
تره: کاکا
ماما: ماما
د ماما ښځه: مامۍ
د کاکا ښځه: تندار
له پلار طرفه نيا: غټه ابۍ
د مور له طرفه نيا: نېاابۍ
د ورور ښځه: وريندار.
د پلار خور: ترور
د مور خور: ترور
د ښځې بچې (پرکټيان): بچندر
د مور مېړه (چې پلار نه وي): پلندر
د ميړه خور: اندرور
د ښځې ورور: اوښی.
د خور مېړه: اوښی.
مشر ورور: لالا
نيکه: بابا
د مېړه بله ښځه: بن
د بن ځوی: بنځی
د مېړه ورور: لېور.
د لېور ښځه: يوور
د مېړه مور: خواښې
د مېړه پلار: سخر.
د ځوی ښځه: ننګور. (لکه چې اصل کې ننګ + ګور، الله دې ورحميږي)، ښځه يا د کور ده، يا دګور.
د ښځې خور: ښينه.
د ښځې د خور مېړه: سانډو.
د لور جمعه: لوڼې.
د مور جمعه: مورګانې.
د خور جمعه: خورګانې.

زمونږ یو رشته دار د غزني دی، هغوی نيا ته دادا وايي، ستاسو په کې څه نظر دی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more