د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دذکام علاج

خیریوسی
26.09.2009

ورڼو که موږ وخپل اوداسه ته ځیر شو دپزی پریولل دری واره سنت دی ظاهره خبره ده چې په دې کې زموږ دنوي او اخروي ګټی نغښی دی
که یو څوک ذکام وی زیات پریچیږی نو معلومه خبره ده چې په پزه کې مکروب دی بدن کوښښ کوی چې مکروب بهر ته خارج کړی نو موږ اوتاسو خپله پزه ددی پر ځای چې په اوبو سره ښه پریولو اوپزه د مکروب څخه پاکه شی په کاغذ یا دسمال سره پاکوو اوهغه په مکروب لړلی کاغذ او دسمال په واروار سره استعمالو که غواړی چې ذکام ژر ښه شی باید پزه ډیر او ژر ژر په اوبو سره ښه پاکه پریولل شی او داسی پاکه پریولل شی چې اوبه مناخیرو ته ورسیږی او دپزی پاکولو دپاره باید هره پلا نوی کاغذ استعمال شی
دذکام دپاره څو نسخی
1ـ هوږه:
دهوږی ژول او یا په پخلی کی خوړل ذکام سموی باید دورځی تر لسو زوڼو زیاتی نه وی ولی چې دهوږی زیات خوړل ښه نه دی

2ـ کورتوبه :
یو کیلاس دکورتوبې جوس سهار اوبل ماښام څښل ذکام سموی که زیات وڅښل شی دوینی فشارکموی دچاچې دوینی فشار ټیټ وی هغه دی یې نه څښی
3ـ زردکی :
که زردکی دپوستوکو سره وخوړل شی ذکام سموی ولی چې په زردکو کې(البيتا كاروتين ) ماده ده
4ـ ګل بابونه :
ګل بابونه که ښه میده شی او سوڼ شی ذکام سموی یا دټوکره کې غوټه شی او سوڼ شی ذکام سموی
4ـ زعتر ( کاکوتی )
دزعتر چای څښل دمناعی سستم قوی کوی که دزعتر چای که وڅښل شی ذکام سموی
5ـ دانار تازه دانې او شات ( عسل )
دانار تازه دانی ښه میده کړی شات (عسل ) په ګډ کړی په پزه کې یې څاڅکی کړی ذکام سموی

6ـ لونګ اود ښون ( زیتون ) تیل :
میده لونګ او ښون ( زیتون ) تیل سره ګډ کړی یا دښون دتیلو پر ځای ویکس په ګډ کړی ماښام دپښو تلې په غوړی کړی جراپی په پښو کړی سهار ته به انشاء الله ذكام سم وي ( دخلګو تجریبی )

7ـ لیمبو :
کاغذی لیمبو دپوستکی سره خوړل ذکام سموی او دلیمبو اوبه په خوږو چایو کې څښل ذکام سموی

8ـ وانجه ( سیاه دانه ) :
وانجه په غوړو( دغواغوړی ، دخوړو غوړی ، دښون(زیتون ) تیل ) کې سره کړی صاف یې کړی غوړی په پزه کې څاڅکی کړی
که یوه کاچوغه دوانجه تیل په شیدو کې سهار او ماښام وخوړل شی فایده یې نوره زیاته ده

9ـ کرفس ( یو ډول سابه دی ) :
دکرفس جوس دورځی دوه ګیلاسه ځښل ذکام سموی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more