د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دپښتنې ژوند؛ کلتورکه ظلم؟

حمید هڅــاند
25.09.2009

بسم الله الرحمن الرحیم
ثنااوستایني هغه لوړذات لره دي چې موږ انسانانوته یې ژونداو اوداشرف المخلوقات لقب یې راوباښه.
درنواوسرلوړوافغانانو،نن ستاسوپروړاندي دنن ورځي یوه تــــــــــــــــوده اوجنجالي موضوغ ږدم؛ هیله لرم خپل لیدلوری څرګندکړۍاودحل لاره یې هم په ګوته کړۍ!
غواړم دافغان مېرمني په اړه یوڅه خبري وکړم.لکه چې څرګنده ده زموږپه جګړه ځپلي هېوادکې هیچا هم خپل حق ندی ترلاسه کړی. په داسي یوه هېوادکې چې له خلکونه یې دژوندحق اخیستل کېږي هلته نودعدالت خبره څومره پرځای توری دی داهرچاته څرګنده ده. خو درنوافغانانو،په افغانستان کې که دخلکودژوندخبره ده خوپړه به یې په پردیولښکرواویاپردیودسېسوورواچوله شي،که زده کوونکي ته دحق نه ورکول دی، که له زده کوونکي نه دښوونځي دتللوحق اخیستل کېږي،که مودیني عالم اوښوونکي ته په سپکه سترګه کتل کېږي خوبهــــــــــــــــــــــــــــــانه موزده ده،سمدلاسه دخپلي بدمرغی خبري شروع کړو اووایوچې دپردیوپه دسېسوکــــــــــې څومره بې وسه یو!! زه نن یوه دیوه داسي ظلم یادونه کوم چې یواځـــــــــــــــــــــــــــــــــــــي همداموږاوتاسویې کوونکي یو. پوهېږۍ څنګه؟
ښځه هم اشرف المخلوقات ده،ښځه زموږ اوستاسودپښتني کوردملاتیرده، ښځه زمااوستاخور،مور،ورېنداراو... ده،ښځه زموږدپښتون بچي دراتلونکـــــــــې جوړونکې ده. که پښتنې مېرمني ته شریعت ورکړی حق ورنکـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــړل شي،زمااوستادکورنۍ دملاتیرماتېږي،زموږپښتون راتلونکی نسل دناسالمي روزني څښتن کېږي. ښځوته دحقوقوله ورکولو نه زمامطلب دهغوهقوقوندی چې دبشرخقوق یې نارې وهي،بلکه شریعت ورکړی حق اوحقوق دي.
پښتني ټولنه دخپل ډېرټینګ دریځ له مخي چې لري یې دداسي خبرپروړاندي سخت غبرګون ښیې نوځکه غواړم له تاسونه یوڅوپوښتني وکړم ترڅوپه هغه څــــــــه وپوهېږۍ چې زه یې دلته غواړم له تاسوسره شریک کړم:
. په سړه سینه سوچ وکړه،خپلي کورنۍ ته وګوره،ټولي ښځینه په نظرکې ونیسه اووایه،ستاسوپه کورنۍ کې څومره مېرمني لوست کولی شي؟،څومره مېرمني دقرانکریم تلاوت کولی شی؟؟؟،دڅومره مېرمنولمونځ سم زده دی؟؟؟،ایاکولی شي اسانه فقه غوندي یوکتاب پخپله ووایې ترڅووپوهېږي حیض اونفاس یانې څه؟؟
ښځینه ټولنه څومره په بدعتونواخته ده، ددوی زیارت ته تګ ،هلته دقبرخواته لمونځ کول ، ترې طواف کول او... ته مو کله فکر کړیدی؟ ایاپه کلي کي مودښځولپاره یوه مدرسه یوښوونځی شته؟څومره ډاډه یاست خپل بچي به موله مېرمني نه سالمه روزنه وویني؟.
ښاغلو،زموږ ښځینه ټولنه پرموږ حق لري ترڅودوی سمي وپوهوو،ددوی دیني مالومات زیات کړو،دوی دقرانکریم په تلاوت وپوهوواودلمانځه په سم اداکوولویې سرورخلاص کړو. ماداسي ډېري مېرمني لېدلي دي چې عمریې بیخي نورنودځوانۍ له مهاله دسپینساریتوب خواته اوړي خولایې هم دقرانکریم تلاوت نه وي زده. ماله یوې سپین سارې نه چې لاهم دقرانکریم په تلاوت نه پوهېده پوښتنه وکړه چې څنګه دقرانکریم تلاوت کوې؟ راته یې ځواب راکړ: زوی جانه هسي ګوتي پرې تېروم،خدای پاک خومهربانه دی رانه قبلوی یې!!! زه باورلرم چې الله پاک خومهربانه دی اودوی ته به انشاالله هرومروثواب ورکړي خو ددوی پړه هم دیوچاغاړي ته لوېږي چې همدازه اوته یو!!!. په ښځینه ټولنه کې بیخي نورشیونه رواج لري ماچې کله خپلوانومېرمنوته دیني درس ورکاوه نوکله کله به یې عجیبې خبري کولي،مابه ورنه وپوښتل چې داموچېري ویلي دي ویل به یې چې پلانۍ انا اوپلانۍ دادکي ویل!!. هغوی ته سم ندي ښوول شوي هغوی مجبورنوي شیان جوړکړي.
دوهمه موضوع چې غواړم یاده یې کړم دښځینه ټولني دژوند ډول دی.ایااسلام کې یې داویلي دي چې پیغله دي ترهغوپرکورکیني ترڅویاخوسپینسارې شي اویادښه ولوریوه مرکه راشي؟ ایاشریعت داوایې چې دنجلۍ واده دې له یوداسي چاسره وشي چې ان دنجلۍ موراوپلاریې لاسم نه پېژني،نجلۍ خوپرېږده؟ ایاشریعت داوایې چې کونډه دې هرومرولېوراویاډېرنژدې دوست ته کېنول شي ؟؟ په شریعت کې داراغلي چې کونډي موپه نومونو کړۍ چې دازماکونډه ده اوهغه دده؟؟ شریعت داوایې چې نجلۍ دې واده شي بیادې په کال یواځي یوځل دنوي کورله څلورودېوالونونه دپلارکره پرېښوده شي؟؟؟ ایا کله موهم سوچ کړی چې ښځه هم زړه لري؟؟؟ داوروستۍ خبره ښایې یوڅه هغه دچاخبره چپه وي خوورورجانه یواځي لس ورځي په خپل کورکې ننوځه اومه وزه وګوره څه پېښېږي!.زه نه وایم ښځي دي بهرچکري پیل کړي خوکه ورته دسیل باغونه اوپارکونه جوړشي چېري چې یوآځي ښځي تلای شي څومره به ښه وي.
کله به مودښځي دپېري کیسې اورېدلي وي، یاموښایې څوک له خپلوانونه پېری ولري اودرته ویلي یې وي چې پلاني زیارت ته مي بوځه .... ګوره داسي ونه کړې په ګناه اخته کېږي . زه به یې لامل درته ووایم :
میرمني په کورونوکې زړه چاود حالت ته رسېږي. دچکربله بهانه نه وي ، بی پېریان بهانه کړي اودکوم زیارت دچکر هوس وکړي. نوځکه زه خووایم چې ورته لازم چکرورکړۍ ،سات یې تېرکړۍ، درس پرې ووایاست، له اسلام نه یې خبره کړۍ، داولاد له حقوقویې خبره کړۍ، دقران تلاوت وروښایاست، دحیض اونفاس پرمسلویې خبره کړۍ اوانشاالله خوښه کورنۍ ، دسالمي تربیې اولاداودخوشاله ژوندڅښتنان به شۍ. زه باورلرم چې دثواب ګټونکي به هم شۍ.
په دې هیله چې یووخت دپښتني دودونوپرځای شریعت واکمن شي
حمید(هڅاند)/هند


[size=12:d0d0c8d944][/size:d0d0c8d944]


باتور
25.09.2009

هڅانده ورور ستړی مه سې !

ټولي خبري دي په حق دي او په يوه خوا کي هم د اعتراض لرلو ځای نه وينم .

لېکن،
ته زموږ خوارو بدبختو شرايطو ته هم يو څه پام وکه. . چېري موږ د خپل واک يو، چېري موږ کولای سو چي دې موضوعګانو ته سر ور واړوو. . موږ له مرګ او ژوند سره زور وهو، موږ د خپل طبيعي، انساني، اسلامي او ملي حق د لاس ته راوړلو لپاره زور وهو. دومره طاقت له کومه کو چي په يوه وخت کي په لسو جبهو کي وجنګېږو؟

هر شی خپل وخت غواړي، وخت سې راسې بيا به لومړی له سړو څخه سړي جوړ کړو، [color=white:888a956e96]سړي سي سړي سي[/color:888a956e96] نو د ښځو حقوق به خپله تامين سي .

په درنښت


دپښتنې ژوند؛ کلتورکه ظلم؟

حمید هڅــاند
26.09.2009

باتوروروره ، لمړی درنه مننه کوم چې باتوري دي وکړه اوزمالیکنه دي راځواب کړه.
یوځل بیامننه. خوباتورجانه خپه نشې ته خوزماله لیکني سره موافق وې خوزه ښایې ستاله لیکني سره یوڅه دممتحن چلند وکړم. ورورجانه تالیکلي ؤ چې موږګواکي دخپل ژونداومرګ سره په لانجه بوخت یو، مانا داچې دومره بوخت یوچې دې خبرو ته ان وخت نلرو. ورورجانه ښځي ته دپوهې ورکول دوخت خبره نده ، په ډېره سادګۍ اواسانۍ کولی شودډېروستروستونزومخه ونیسو، بس یواځي دلوست ورښودلوخبره ده اوفکرنه کوم چې موږ دومره سرګردان یوچې ان دې ډول خبرو ته موپام لانه ورګرځي.
په بېساري درنښت اومنني
حمید(هڅاند)/هند


..Ahmadzai
26.09.2009

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هڅاند صاحب
خدای دې ستا په ځوانۍ برکت وکړي.
خبرې دې ټولې سمې دي. ستاسو ددې خبرو یوه ښه بیلګه زما کورنۍ هم ده :
تیره روزه کې به کله چې زه کورته دننه سوم، نو مور به مې لیدله چې په تلاوت بوخته ده، هسې هم زما مور هر وخت تلاوت کوي، خو روزه کې ېې زیات وخت ورکاوو، تر څو ختمونه وکړي، نو ما به ډیر شکر وویست او دعا به مې ورته وکړه،چې خدای دې قبول کړي.
مور مې اکثر وخت په مطالعه تیروي، دیني، تاریخي، الفت او د رحمان بابا او نور کتابونه لولي، د رحمان بابا د دیوان اکثر شعرونه یې په یاد وي، چې کله یې هم د خبرو په جریان کې د پند په حیث کوم بیت یاد کړي.
[quote:c22d3d8302] بس یواځي دلوست ورښودلوخبره ده اوفکرنه کوم چې موږ دومره سرګردان یوچې ان دې ډول خبرو ته موپام لانه ورګرځي.
په بېساري درنښت اومنني
حمید(هڅاند)/هند[/quote:c22d3d8302]
زمونږ کورنۍ کې انپړې نسته د خدای فضل ده، او که کومې ښیخۍ به مووکړه، نو کله به چې ناوې راغله نو اول کار به زما د پلار دا وو، چې د دغې ناوې استا‍ ‍ذ به سو ، اول به یې ورته لیک لوست ورزده کړل، او بیا تلاوت، او نور مهم دیني زده کړې، او هر وخت به د دې تلاش کې وو چې ورته نوي نوي کتابونه برابر کړي، او ډیر زر به دې نه بل څه جوړ سو.
دغه عملي کار ما په خپلو سترګو لیده او ثمره مې هم لیدلې، زمونږ کور کې انپړ نسته، پلار چې نه وي، نو بچیانو ته د مکتب درسونه مور وایي، او کومک ورسره کوي، شرکیات بدعیات بالکل نسته، او د نر و ښځو عقیدې صفا دي، د دنیا په سور هم برابرې دې، خپل او پردي حقوق پیژني، ماشومان پاک صفا او با ادبه.
د کور جینکۍ اکثر دولسم پاسې، په ستر او پښتو برابرې.
نور څه غواړې، دا په داسې حال کې چې مونږ کوچیان یو د آحمدزیو کوچیان یو او د نعیم کوچې تربرونه یو، زما انا او ماماګان اوس هم کوچیتوب کوي، خدای دې ورته هدایت وکړي.
د خدای فضل ده.
مننه په دې ښکلې موضوع باندې
په درنښت


monir
26.09.2009

حمید خان څپاند صاحب د ټول افغان فاروم ته په خیر راغلې!
زه ستا ټولې خبرې تائیدوم. له بده مرغه پښتانه د ۲۱ مې پېړۍ د ژوند له کاروان څخه وروسته پاتې دي. دوی د خپلو پخواني توریالیو د کار نامو په یادولو هسې خوشې زړونه خوښوي او لا پدې فکر دي چې د هېواد ستونځې د جنګ جګړې له لارې حلوي. د پښتنو ځینې د فکري له لحاظه بې وسه نارینه نه یواځې د نجنو د تعلیم مخالف دي بلکه دوی د پښتنو د سیمو د هلکانو ښوونځي هم سوځوي . دا موجود جنګونه یواځې پلمې دي ، د جنګونو دمخه هم نارینه مظلومې جنکۍ یې د متاع په توکه د نارینه و د جنګونوپه نتیجه کې په بده ورکولې چې اوس هم دغه بهیر د پخوا په شان روان دﺉ.

بریالیتوب مو غواړم


و.افغان
27.09.2009

وروڼو !
سلام عليکم

[quote:56f4cb0582]
نور څه غواړې، دا په داسې حال کې چې مونږ کوچیان یو د آحمدزیو کوچیان یو او د نعیم کوچې تربرونه یو، زما انا او ماماګان اوس هم کوچیتوب کوي، خدای دې ورته هدایت وکړي.
[/quote:56f4cb0582]

ډاکټر صاحب:
يوه کيسه دې را په ياد کړه، دوه کاله د مخه د مسجد نبوي په ساحه کې مې له يوه
ملګرې سره قدم واهه، د حج موسم وو، په يوې زړې بوډۍ مو سترګې ولګېدې،
افغاني کالي يې په تن وو، هغې هم مونږ وليدو چې افغانان يې، خبرې يې پيل کړې،
له هغې څخه خپل ځوی ورک شوی وو، یا دا له ځویه ورکه شوې وه، ډېره وارخطا
وه، کېدای شي ځايونه یې سره غلط کړی وو، نو دې ښځې غريبې سره نه د هوټل کارت
وو، نه د بعثې کارت ورسره وو، نو ما ترې پوښتنه وکړه: مورې! موبايل نه لرې، د
هغه ځوی د موبايل نمره درسره نشته؟؟

نو ځواب يې راکړ: چې مونږ کوچيان يو، مونږ له دې موبايلونو سره څه کار

خبره دا ده چې له ناپوهو خلکو به څه ګيله وکړو، ځمونږ هغه پوه قشر چې تر لوړو زده
کړو پورې يې تعليم رسېدلی وي، د خپلو ښځو، خورګانو، او لورګانو د تعليم په هکله منفي نظر
لري، او د دغه منفي نظر لپاره دوی کوم شرعي يا منطقي مبرر نه لري، بلکه يواځې
ميراثي عادات او تقاليد ورته دليل نيسي، چې عذر بدتر از ګناه شميرل کيږي.

الله جل جلاله دې ځمونږ په مظلومو ښځو او دوطن په نورو ټولو مظلومانو رحم وکړي.

په درنښت


رښتینی
27.09.2009

لومړۍ هڅاند صیب ته هرکلی وایم خدای دی وکړی چی
په ټول افغان کی تل راسره پاتی شی

اوبیا د احمدزی او وهاج صیب دخبرو په اړه دومره زیاتونه لا کوم
چی داسی صاحبان می لیدلی چی فعلا هم دښځو له پاره لیک
زده کول حرام !!! بولی

الی الله المشتکی


زبير نجيب
27.09.2009

سلامونه وروڼو،
دا زمونږ بدبختی ده،تر څو خپلو خویندو او میندو ته د ې ملالې په سترګو و نه ګورو، نو په مونږ کې به 
میرویس نیکه او د نورو غازیانو په څېر څوک پیدا نه شی٠
علم په نر او ښځه فرض دې.


..Ahmadzai
27.09.2009

محترم وهاج صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خداي دوکړي چې روغ یې
[quote:84ecc7499a]
چې مونږ کوچيان يو، مونږ له دې موبايلونو سره څه کار [/quote:84ecc7499a]

رښتیا هم کوچیان بیچارهګان له ډیرو څه نا خبره دي.
له تعلیم څخه محروم دي، په آرزښت یې هم دومره نه پوهیږي.
خو کله چې تعلیم او تمدن ته مخه کړي، نو بیا لکه ډاکټر اشرف غني غوندې بچیان هم ځیږوي، او داسې ډیر نور مثالونه هم سته، خو ګیله له هغو پکار ده چې ځانونه دیشین بولي، او د خپلو بچواو ښځینوو د تعلیم او زده کړې ولو که په ټیټ معیار هم وی غم نه خوري.
د ښځو تعلیم زما په اند د نارینوو تعلیم نه که زیات ضرور نه وي، نو ترې کم خو هم نه ده، چې پکې دیني ضوابط او حیامراعات سي.
په درنښت


و.افغان
27.09.2009

پورتنۍ خبره مې د ډاکټر احمدزي خبرې پورې را ياده شوه، مطلب مې ترې دا وو، چې
افسوس په داسې ذهنيت چې ځمونږ ښځې پرې تربيه کيږي، چې کوچۍ ښځه يا
پښتنه ښځه معنا دا چې نه به تعليم کوي، او نه به د نوي عصر له نوو آلاتو څخه ګټه
پورته کوي، بل هيڅ مقصد مې نه وه.
پښتو کې يو متل دی، چې وايي: بزه خوله نه لګوي، او که خوله ولګوي نو له پړانګه
هم زياته ده.
مونږ ټول افغانان (ښځينه او نارينه) له هيچا په هيڅ کې کم نه يو، افسوس چې ځمونږ
ښځو او نارينه وو دواړو ته د تعليم او زده کړې فرصت مساعد شي.
دا بې سواده افغانان او خصوصا بوډاګان او بوډۍ چې کله حج يا عمرې ته لاړ شي،
د بې سوادۍ له وجې له يوه بل څخه ورکيږي، او څنګه چې زمونږ په وطن کې دا خبره
ډېره د شرم خبره ده، چې څوک چاته ووايي: چې ښځه را څخه ورکه ده، نو ميړه بېچاره
به یو شل کرته ستا مخې ته تيريږي را تيريږي، جرأت به نه کوي، حيا به ورځي،
له شرمه درته نشي ويلی، چې ښځه را څخه ورکه ده، په ساعتونو ساعتونو خپلې
ښځې پسې ګرځي، کله چې نور مأيوسه شي، نو په خپل زړه پښې کيږدي، او يو
کس چې د پښتون ګمان پرې وکړي، په غوږ کې ورته غلی ووايي: ښځه را څخه ورکه
ده، داسې ډېرو حالتونو سره زه مخ کيږم، الله حاضر دی، چې هم خندا راځي، او هم
ژړا، خندا راته ددغه جاهل مېړه په حرکت او خبرو راځي، او خپګان راته د دوی په
جهل راځي، در حاليکه د نورو دولتونو ښځې له دغو سړیو ډېرې پوهې او ځيرکې وي.

په درنښت

ــــــــــــــــ
ځما په پورتنۍ ليکنه کې يو غير مقصودي غلطي وه، باتور صاحب ورته پامځير کړم ، له هغه څخه په مننې سره مې سمه کړه.
رښتيا له ښاغلي حميد هڅاندصاحب څخه د هرکلي د تأخير په وجه بخښنه غواړم،
ټول افغان فورمونو ته د هغه مبارک او ميمون راتګ ته هرکلی وايم:
هيله ده چې له مونږ سره پاتې شئ، ستاسو د پيل د ښکلې ليکنې په رنګ د نورو ښکلو ليکنو په انتظار.
په درنښت


هیښ
02.10.2009

سلامونه

هر انسان چې په سینه کې ئې زړه دکاڼي په شان کلک نه وي او لږ څه احساس ولري ،نو دافغانستان دښځو دکورني او اجتماعي غیر انساني وضعیت او بدمرغه ژوند په هکله به ئې داوښکو په ځای وینې له سترګو وبهیږي .
ځنې وخت چې کله دخپلو خلکو دې بدې ورځې ته ګورم ،چې یوه بدبدختي نه وي ختمه شوې او بله ئې په ځائ را پیدا شي ،په خپل ټول تاریخ کې ئې ښه ورځ نه ده لیدلې ،دبې سوادئ او جهالت نه نیولې تر بې اتفاقۍاو خودخواهۍ پورې ،دسرزورۍ نه شروع تر بې سرۍ پورې ،دلوږې نه نیولې تر بې دوائۍ پورې ، دمادي فقرنه نیولې تر فرهنګي نیستۍ پورې ،دیوه یرغلګر نه خلاصون او دبل په منګولو کې لویدل او نورې ناخوالې نو دا پوښتنه راته پیداشي چې افغانانو څه ګناه او جرم کړئ دئ ؟ چې د دا ډول مصیبتونو او ناورینونو سره تل لاس او ګریوان دي او دنن ورځې ژوند ئې دپرون نه بدتر او بدمرغه تر دئ .
ددې سوال دحل دپاره دراز راز عواملو او ځوابونو تر ځنګ دا فکر راته په مغز کې را وګرزي ،چې دا به دالله (ج) قهر وي چې په دې قام رانازل شوئ دئ او دهغه ظلم ،غیراسلامي ،غیرانساني او غیر عاطفي برخورد او رویې له کبله چې دپښتنو خویندو ،میندو ،لوڼو او میرمنو سره جریان لري به جزا وي او دا جزا به ترهغه وخته دوام لري ترڅو پښتانه ددې نارواوو او تعدی نه لاس واخلي او زموږ معصومو ،مظلومو ،صبرناکو اوپه ژوند کې په مرګ محکومو او ژوندیو شهیدانو ته دانسان په سترګه وګوري او انساني مقام ئې ومني.
دپښتنو میرمنو سره دټولو دیني،انساني ،مدني،اخلاقي او عاطفي موازینو او اصولو خلاف رویه کول هغه هم دخپلو خپلوانو (پلار،ورور،خاوند،کاکا،ماما او...) له لوري دپښتنی ټولنې په زړه هغه ناسورزخم او دافغاني کلتو ر په ټنده هغه تور داغ دئ چې زغمل او پاتې کیدل ئې نور دهر پښتون دپاره که ځوان دئ او که بوډآ،که عالم دئ او که امي ،که روحاني دئ او که روڼ اندئ په حاضرژوند کې لوئ شرم او په اخرت کې ستر عذاب دئ چې ددې شرم او عذاب نه دخپلو ځانونو دخلاصولو له پاره ئې جدي او فوري تدبیر په کاردئ.

پښتانه دخپل تاریخ په دوران کې دازادۍ ،خپلواکۍ او یرغلګرو سره دمبارزې او مقابلې اوږد تاریخ لري او په دې برخه کې ئې بې شماره فداکارۍ،شهکارۍ او قهرمانۍ سرته رسولې دي ،خو دخپلو خویندو ،میندو ،لوڼو او میرمنو د ظالمانه اسارت او محکومیت دغیر انساني زندان ددیوالونو په نړولو او ددې بې عدالتۍ په ختمولو کې پاته راغلي اودپښتنو ښځودمظلومیت او زخمي زړه دفریاد اوریدلو ته ئې دتش غرور او ړانده جهالت له کبله غوږونه کاڼه او سترګې ړندې دي.

دپښتنو میرمنو ددې مصیبت باره حالت دتداوم او دنه تغیر مسؤلیت دټولنې په هغه قشر پورې اړه لري چې دخلکو دادارې ،رهبرۍ،ارشاد او لارښوونې ادعا کوي لکه روحانیون ،روښانفکران ،باسوادان ،سیاست مداران او ددولتونو ګردانندګان،چې دخپلو شخصي ،فامیلي او ډله ایزو مفاداتو له کبله ئې نه دخدائ(ج) احکام عملي کړي او نه ئې دانسانیت اصولو ته توجه کړي ده ،ترڅو پښتني ښځې دخپلو خدائي ،فطري او انساني حقوقو نه برخورداره شي.

دپښتنو په ټولنیز جوړښت کې ددیني عالمانو او امامانو ټولنیزه رابطه اوتماس دوولس سره ترهردولتي او حکومتي مرجع ډیره نږدې اوکلکه وه او ده اوترهرچا په وولس کې ددې ناوړه رواجونو دوجود اودښځوسره دغیرعادلانه سلوک او چلند لیدونکی او شاهدان وو او دي ،نو بناءً ددې غمیزي دورکولودپاره باید تر ټولو دمخه لمړئ دیني عالمانو خپل شرعي تکلیف په دې هکله رفع کړئ وائ او ددې ناروا او ظالمانه سلوک مخه ئې په قاطعیت سره نیولې وائ ،لاکن بدبختانه لکه هرڅه چې په افغانستان کې فرمایشي ،نمایشي او مصلحتي صورت نیولئ دئ ،نو روحانیون هم ددې قاعدې څخه مستثنا نه دي او دپښتني خویندو او میندو د ژورو ټپونو ددرملنې او دخشونت نه دخلاصون دپاره ئې دالله (ج) داحکامو دتطبیق په ځائ درواجونو سره دسازش او جوړجاړي لاره دمختلفو ملحوظاتو او انګیزو په اساس انتخاب کړي او ددې وحشت دنابودلو له پاره ئې کوم دپام وړ کارنه دئ کړئ.
داسلام مقدس دین چې دانسان جوړونې او دانسان د معنوي روزنې او پالنې له پاره ارزښتناکه دستورونه او احکام لري او دښځو سره دتبعیضي او غیرانساني رویې سخت مخالفت لري ،ددرباري اواجرتي اخوندانو اوانګریزي پیرانو او حضرتانو دبې مسؤلیتۍ،بې تفاوتۍ او جفا له کبله دمزخرفو او ورستو رواجونو او دودونو سره په مبارزه کې دکلک او محکم سنګر په توګه نه دئ کارول شوئ او یوازې دحاکمه او ظالمانه طبقاتو دستم او ظلم ددوام دپاره دیوې وسیلې په توګه ورڅخه سؤاستفاده شوې ده ،دپښتني میرمنو هغه امیدونه چې یوه انساني ژوند ته رسیدل او ددې بدبختیو څخه خلاصون وو ددیني واکدارانو له لوري په مایوسئ او ناامیدئ بدل شول .

ددې تر څنګ هغه څوک چې دروښانفکرئ او مدنیت مدعیان وو هم دپښتنو میرمنو ددې تورې ورځې په ختمولوکې دپام وړ او ضروري اقدام او حرکت نه دئ کړئ ،بلکه دخپلو تقلیدي او جعلي نسخو له کبله ئې دافغاني ښځومشقت باره ژوند نور هم تریخ کړئ او دکونډتوب ، بورتوب ،یتیم توب اوورور مړتوب غم ئې د خپلو افراطی او بې سنجشه اعمالو او افعالو په ترسره کولو سره وراضافه کړئ دئ.دیوه پوشالي ،غیروولسي اومصنوعي قدرت دلاسته راوستلو له پاره ئې خپل ټول عمر دپردیو اډیولوژیګانو او افکارو په نشرولو او خپرولو کې دخپلو خلکو سره ددښمنۍ تر پولې ضایع کړئ ،مګر دافغاني میرمنو دظالمانه چاپیریال دتغیر دپاره ئې دټولنې دعیني او ذهنی شرایطو په نظرکې نیولو سره خپله انساني او افغاني وظیفه نه ده اجراکړي ،حال داچې دروحانیونو تر څنګ په دوهم کتارکې همدا روښانفکران دي چې دټولنی دعامه اذهانو دتنویر ،پوهولو او خبریدنې مکلفیت لري ، خلکو ته دښو اوبدو دتمیزاوتوپیر قدرت اولیاقت باید ددوئ په وسیله صورت ونیسي ،چې متاءسفانه زوموږ تش په نامه روښانفکرانو کې دالیاقت او وړتیا بروز ونه کړ اوحتا پخپله دسیده او سمې لارې دپیداکولو نه عاجزدي او دپردیو نه په کاپې کولو او سازشونو ئې اکتفا کړې ده .

همدارنګه هغه خویندې او میندې چې دسواد ،علم او پوهې دزده کړې زمینه ورته مساعده شوې ده او څه ناڅه ئې سترګې غړیدلې دي هم دپښتني میرمنو دخاموشه او شدید درد او عذاب نه ځانونه پردي کړل او خپله همبستګي ئې ورسره وشلوله ،دوئ هم دهندي او غربي مبتذلو کلتورونو او موډونو دتقلید په مرض ګرفتارې شولي او ځانونونه ئې د سینګار ددکانونو په شان د مک اپ ویترینونه وګرزول .
هغه مثالي اونمونه اي رول چې دافغانستان په سنتي او وروسته پاته ټولنه کې باید دوئ ادا کړئ وائ او په خپلو کړنو او اداګانو ئې دخلکو دتحسین او تقدیر توجه جلب کړی وائ او په دوسیله ئې دخلکو ذهنونه روښانه کړي وائ ا و دښځو دزده کړې او تعلیم اهمیت ئې په خپل درانه اوباحجابه ظهور او حضور سره په ټولنه کې عملاًپیاده کړئ وائ،له بده مرغه چې زموږ دښځینه باسواده او تعلیمیافته قشرله لوري ادا نه شو او بالمقابل په خپلو غلیظو اوافراطي فیشنونوسره ئې دخلکو حساسیتونه او شکونه دښځو دتعلیم په برخه کې نورهم زیات شول .
داووځنې علتونه او عوامل چې دپښتني میرمنو ددې رقتباره ژوند په تداوم او ددوئ دژوند دنه بدلیدو په برخه کې ئې اساسي رول لوبولئ دئ .

دپښتنو میرمنو ددې فلاکت باره او غیر انساني حالت دتغیر او دهغوئ دانساني مقام داحیا کولو له پاره یوه پراخه،جدي، هراړخیزه اوبې له ځنډه مبارزه او تلاش په کاردئ .ددې غمیزي له منځه وړنه دیوه سازمان ،یوه تحریک او یوه دولت دتوان نه خارج ده ،بلکه دټولنې ټول افراد،سازمانونه ،اقشار او تشکیلات باید دخپل توان په اندازه ددې ناروا ووڅخه دافغاني میرمنو دخلاصون او نجات له پاره خپل ایماني ،انساني او اسلامي مسؤلیت ادا کړي او ددې بېعدالتۍ دورکولو له پاره جدي اقدام وکړي.

زموږ په ټولنه کې چې ټول غړي ئې داسلام دمقدس دین پیروان دي او ځانونه خپلو دیني او مذهبي اعتقاداتو ته متعهد بولي ،روحانیون او علمایې کرام دخلکو دذهنونو په روښانولو او د ښځو سره دغیر انساني چلند نه دمنع کولو دپاره ډیر مهم او برخلیکټاکونکئ رول لري او دپښتني میرمنو ددې غمجن حالت دختمولو اودیوه انساني وضعیت دراوستلو له پاره دنورو تلاشونو او کوښښونوترڅنګ ډیره مؤثره او اغیزمنه لاره ددیني عالمانو ،ملایانو ،مولویانو ،واعظانو او طالبانو له لوري ددې ناوړه دودونوپه مقابل کې تبلیغ او د نارینه وو خبرول او پوهول دي ،چې په جوماتونو ،ممبرونو،مدرسوکې دخطبو ،موعظواو بیانیو په وسیله دپښتني میرمنو دمظلومیت او معصومیت غږ پورته کړي او پښتانه دښخې دعظمت او مقام نه اګاه کړي.
دهیڅ شخص او مرجع خبره دپښتون زړه او دماغ ته دومره ژر او سیده نه شي ننو تلائ لکه دیوه دیني عالم ،نو زموږ روحانیون باید دخپل معنوي نفوذ او قدرت څخه کارواخلي او دپښتني میرمنو ددوزخي ژوند په تغیر کې خپل دیني او انساني فرض ادا کړي او پښتانه په دې معتقد کړي چې ښځه هم انسان او دخدائ مخلوق دئ او دنارینه ووسره دعقل ،احساس ،عاطفې،ترحم ،مینې ،استعداد،وړتیا،هیلې،ارمان ،خیال او هوښیارئ له مخې کوم توپیر نه لري.

ددیني علماوو ترڅنګ روښانفکران ،هنرمندان ،سیاسي ـ اجتماعي سازمانونه او ګوندونه باید ښځې چې دافغان ملت دبدن دنیمائې نه زیاتې برخه تشکیلوي واقعاُ دخپل بدن برخه وبولي اود هغه غیرانساني او فرسوده دودونو او رواجونوسره چې پښتنه میرمن ئې دانسانیت دکتارنه غورځولې او ژوند ئې ورته په دې دنیا دوزخ ګرزولئ مبارزه او مجادله دخپلو پلانونو او پروګرامونوپه اولویت کې راولي .
همدارنګه هغه خویندې چې سواد او پوهې ته لاسرسی لري باید ترهرچازیات د پښتنی میرمنو درد او رنج احساس کړي، دجهالت او ناپوهئ په بند کې اسیرې او دغیرانساني دودونو قربانیانې پښتنې میرمنې هیرې نه کړي،په بېځایه او سپکو تقلیدونوسره دخلکو کینه اونفرت دتعلیم اوزده کړې سره ونه هڅوي او خپلې کړنې او رویې داسې تنظیمې کړي چې داسلامي معتقداتو او افغاني سوچه فرهنګ سره په تضاد اوتقابل کې نه وي .دعلم او سواد ترڅنګ دحیا او لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو په لرلوسره په ټولنه کې داسې وځلیږي چې خلک دپوهې او تعلیم اهمیت ته لیواله شي اوپه خپلو اعمالوسره خلک دې مسئلې ته متوجه کړي چې دیوې نیکمرغه،مترقي او رشیدې ټولنې جوړونه یوازې دښځو په رشد او مشارکت کې امکان لري .نیکمرغه هغه ټولنې دي چې نارینه او ښځې ئې دسیاسی،اقتصادي،اجتماعي ،فرهنګي او تربیتي ستونزو دحل کولو له پاره په ګده بې له تبعیض او تعصبه خپل جسمی او فکري استعدادونه او وړتیاوې په کاراچوي،نه هغه ټولنې چې ښځو ته دمریونواوکالیو په سترګه ګوري.
دهغه ورځې په هیله چې پښتنې میرمنې خپل انساني کرامت او مقام ته ورسیږي او دبدمرغیو توره شپه ئې دنیکمرغئ په سهار بدله شي.

مننه



29.09.2010

سلامونه او درناوی !
د پښتنې ښځو د حقوقو په اړه ښاغلي هيښ ادبي انځور ډير په زړه پورې دی، په يوه برخه کې يې داسې ليکي :

[quote:2e7c0032f4]همدارنګه هغه خویندې او میندې چې دسواد ،علم او پوهې دزده کړې زمینه ورته مساعده شوې ده او څه ناڅه ئې سترګې غړیدلې دي هم دپښتني میرمنو دخاموشه او شدید درد او عذاب نه ځانونه پردي کړل او خپله همبستګي ئې ورسره وشلوله ،دوئ هم دهندي او غربي مبتذلو کلتورونو او موډونو دتقلید په مرض ګرفتارې شولي او ځانونونه ئې د سینګار ددکانونو په شان د مک اپ ویترینونه وګرزول .
هغه مثالي اونمونه اي رول چې دافغانستان په سنتي او وروسته پاته ټولنه کې باید دوئ ادا کړئ وائ او په خپلو کړنو او اداګانو ئې دخلکو دتحسین او تقدیر توجه جلب کړی وائ او په دوسیله ئې دخلکو ذهنونه روښانه کړي وائ ا و دښځو دزده کړې او تعلیم اهمیت ئې په خپل درانه اوباحجابه ظهور او حضور سره په ټولنه کې عملاًپیاده کړئ وائ،له بده مرغه چې زموږ دښځینه باسواده او تعلیمیافته قشرله لوري ادا نه شو او بالمقابل په خپلو غلیظو اوافراطي فیشنونوسره ئې دخلکو حساسیتونه او شکونه دښځو دتعلیم په برخه کې نورهم زیات شول .
داووځنې علتونه او عوامل چې دپښتني میرمنو ددې رقتباره ژوند په تداوم او ددوئ دژوند دنه بدلیدو په برخه کې ئې اساسي رول لوبولئ دئ . [/quote:2e7c0032f4]
دلته د نورو مسوليت لرونکو تر څنګ د روزل شويو ښځو له خوا د نورو مظلومو ښځو د ژغورلو له پاره د لازم اغيز شندنې او لازم رول په لوبولو کې
د ميکپ شيکپ له امله پاتې راتلل تنقيد شوي دي . ولې دا نيمګړتيا بايد ددې سبب ونه ګرځي چې مونږ د همدغو ښځو د تعليم له هغه
رول او اغيز څخه سترګې پټې کړو چې پخپله د تعليميافته ښځو د حقوقو په
خوندي کولو کې يې په ژوره توګه شندلی او لوبولی دی !
هغه ټولې نادودې چې په يوې پيسواده پښتنې ميرمن، خور او لور سره په کور دننه کي تر سره کيږي په يوه تعليميافته پښتنې ميرمن ،
خور يالور سره نۀ کيږي يا کمې کيږي !
هو! په ټولنه کې دوی هم لا د نارينه و سره نه دي برابرې شوې، چيرې چې بيسواده ښځې اصلا ً د انسان په توګه مطرح شوي نه دي،
ولې تعليميافته ښځې د څلورو ديوالونو په قفس کې نه څوک بندي کولی، نه ځپلی او وهلی شي او نه يې څوک
له حقوقو، امتيازاتو او برخليک سره په خپل سر لوبې کولی شي ! سواد ،تعليم، تحصيل ، پوهه او پوهنه د ښځو مقام په کور او ټولنه کې
په انقلابي تو ګه لوړوي ! تعليميافته ښځې د خبلې تجربې له مخې د نورو ښځواو نجونو د ژغورنې له پاره د همدغه ازمويل شوې او کوټلې لار
مطالبه کوي او له تعليم پرته په تشو تبليغاتو او نيکو مشورو باور نه لري چې ګوندې پښتانه نارينه به د ښځو د حقوقو منلو ته اړباسلای شي !
او زما په اند دوی په دې کې حق پر جانب هم دي اود مسئلې د حل له پاره د هيښ صيب دغه ړانديز د تنوير له پاره اغيزمن ، خو تشې تنويري هڅې
نيمګړې او کم ثمره بولم چې وايي :[quote:2e7c0032f4]
دپښتنو میرمنو ددې فلاکت باره او غیر انساني حالت دتغیر او دهغوئ دانساني مقام داحیا کولو له پاره یوه پراخه،جدي، هراړخیزه اوبې له ځنډه مبارزه او تلاش په کاردئ .ددې غمیزي له منځه وړنه دیوه سازمان ،یوه تحریک او یوه دولت دتوان نه خارج ده ،بلکه دټولنې ټول افراد،سازمانونه ،اقشار او تشکیلات باید دخپل توان په اندازه ددې ناروا ووڅخه دافغاني میرمنو دخلاصون او نجات له پاره خپل ایماني ،انساني او اسلامي مسؤلیت ادا کړي او ددې بېعدالتۍ دورکولو له پاره جدي اقدام وکړي. [/quote:2e7c0032f4]
[color=blue:2e7c0032f4]همدغو پښتنو نارينه و ته هره جمعه ديني عالمان څومره ديني تبليغ کوي خو ددوی په خپل عمل کې کوم مثبت بدلون نه راځي، نو دوی به په کور
کې د ښځو دحق په وړاندې څنګه په ځانونو کې بدلون راولي ؟ تبليغ صرف په هغه چا مثبت اغيز کوي چې الله ورته هدايت کړی وي او پخپله د اړونده ستونزې د حل په لټه کې وي او بس ![/color:2e7c0032f4]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more