د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دپښتو ژبې لنډ ګرامر

زهيرشينواری
17.02.2004

د پښتو ژبي لنډ ګرامر
د پښتو ژبي دغه لنډ ګرامر په سويډن کي د مورنۍ ژبي پښتو د زده کوونکو سره دمرستي دپاره ليکل سوئ دئ.پدې ليکنه کي تر ډيري اندازې کوښښ سوئ دئ چي د پښتو ژبي ګرامر په ډېره لنډه توګه دزده کوونکو سره لومړی دپښتو په زده کړه او بيا د سويډني ژبي د ګرامر په زده کړه کي مرسته وکړي. خو په دې ليکنه کي بيا هم د پخوا په شان ټوله نومان په عربي ليکل سوي دي لکه اسم، فعل، صفت او نور. ما اوس د يوې خوا د زده کوونکو ددې جلا وطنۍ او د بلي خوا د خپلي مورنۍ ژبي پښتو څخه د ليري والي په سبب هغه عربي نومان دلته ليکلي دي چي شايد د زده کوونکو سره به دباندي تر ټولګي کوم داسي څوک مرسته وکړي کوم چي د هغه زړو عربي نومانو سره اشنايي لري.
دپښتو ژبي الفبې
دپښتو ژبي د الفبې توري په لاندي ډول ليکل کيږي:
اب پ ت ټ ث ج چ ح خ څ ځ د ډ ذ ر ړ ز ژ س ش ښ ص ض ط ظ ع غ ف ق ک ګ ل م ن ڼ و ه ی.
په پورتنيو تورو کي دغه لاندي اته توري خاص د پښتو توري دي.
ټ څ ځ ډ ړ ږ ښ ڼ
که غواړئ چي سوچه پښتو خبري وکړئ نو هر وخت هغه کلمې په خپلو ليکنو او خبرو کي خوښي کئ کوم چي ددغو تورو د جملې څخه يو يا څو توري پکښي راغلي وي. څرنګه چي په پښتو ژبه کي يو شمېر عربي کلمې هم راځي ځکه نو دغه لاندي لس عربي توري په پښتو کي راځي لکه:
ث ح ذ ص ض ط ظ ع ف ق
يعني په هره هغه کلمه کي چي ددغه لسو تورو څخه يو يا څو راغلي وي نو عربي کلمه ده.
په پښتو ژبه کي( و ا ی ) اواز لرونکي توري يا vokaler دي او هغه نور يې بې اوازه يا konsonanter دي.
که سويډني ژبي ته وګورو، يوشمېراواز لرونکي توري اوږده او يو شمېرلنډ اواز ورکوي لکه : bok چي (o) يې اوږد اواز ورکوي يعني که ييې په پښتو وليکو نو به ( بوک ) وويل سي. او په bock کيo) ) لنډ اواز ورکي يعني که په پښتو وليکو نوبه (بک) وويل سي. پدې ځای کي د( ب ) او ( ک) تر منځ هيڅ ( ا ) ، ( و ) يا ( ی ) نه ده راغلې مګر يو اوازلرونکئ تورئ سته چي نه دئ ليکل سوئ او هغه د عربي ژبي پېښ ( بُ ) دئ . لنډه يې دا چي په پښتو کي دغه لنډ اواز لرونکي توري چي د عربي ژبي زور، زېر او پېښ په پښتو کي تلفظ کيږي مګر ليکل کيږي نه.
په پښتو ( ی ) لاندي يولونه لري:
( ی ) : لکه سړی ، سپی ، دی ، غويی او نور.
( ي ) : لکه کالي ، دي ، بنګړي ، لري او نور.
( ې ) : لکه ادې ، شيدې ، مستې ، پيالې اونور.
( ۍ ) : لکه ملالۍ ، ګاډۍ ، چوکۍ ، غالۍ او نور. دغه ( ۍ ) يوازي د ښځينه
( مونث ) نومو د پاره راځي.
( ئ ) : لکه ښوونکئ، زده کوونکئ ، دئ اونور. زياتره د نرينه ( مذکر ) نومو دپاره راځي.
دتلفظ د مخي دغه هره ( ی ) په هر ځای کي خپل اواز ساتي.مګر د پښتو ژبو منطقو تر منځ د ځينو کلمو په تلفظ کي څه توپير موجود لکه:
څوک وايي: دا کتاب دئ.
څوک وايي: دا کتاب دی.
څوک وايي. دا کتاب دې.
١- تمرين: اوس نو يوه سپينه پاڼه او قلم را واخلئ او په لاندي جملوکي ( ی ) د خپل تلفظ له مخي صحيح کئ
او بيا يې د کتاب په پای کي د جوابو دپاڼي سره وګورئ.
يو سړی ډاکتر ته ورغی او دخپلی ناروغی څخه يی شکايت وکړ.
ډاکتر ورته وويل: ’’ولی وختی رانه غلی؟’’
نا روغ وويل:’’ پخوا می د يونانی طبيب څخه دوا اخيستله.’’
ډاکتر وويل: ’’ هغه مزخرف سړی دی او دڅو مزخرفو دواوو نومونه يی زده دی او ډ ير نه پوهيږی.’’
ناروغ وويل:’’هو! ستا مزخرف نوم يی هم زده وو.’’
په پښتو کي ( و ) دوه ډوله دئ مګر په ليکلو کي دواړه يو شان ليکل کيږي لکه:
( و ) لکه : کډو، بازو، زوی، بوی او نور. چي يوازي د نرينه نومو دپاره راځي.
( و ) لکه : بيزو، زانګو، ښارو او نور. چي يوازي د ښځينه نومو د پاره راځي.
په پښتو کي ( ه ) دوه ډوله ده او دا هم په ليکلو کي يو شان ليکل کيږي لکه:
( ه ) : پسه، واښه، بيده، وراره او نور چي يوازي د نرينه نومو دپاره راځي.
( ه ) : پښه، ښځه، خميره، ګډوه او نور چي يوازي د ښځينه نومو دپاره راځي.
کلمه ord
هر تورئ چي معنا ولري کلمه بلل کيږي.کلمه لاندي ډولونه لري لکه:
اسم substantiv
ضمير pronomen
صفت adjektiv
فعل verb
قيد adverb
د وصل يا يو ځای کولو تورئ konjunktion
د ربط تورئ preposition

اسم يا نوم :substantiv
اسم هغه کلمه ده چي د يو شي، انسان، حيوان يا ځای نوم وي لکه: سړی، کتاب، ښوونځی، کور، موږک، ښار، کاغذ، افغانسان، خوب، ژړا،خندا او نور.
٢- تمرين:
اوس نو يوه سپينه پاڼه او قلم را واخلئ او په لاندي کرښو کي اسمونه پيدا کئ اوبيا يې د جوابو د پاڼي سره وګورئ.
يوه سلماني د يوه سړي سر په پڅه چاړه ور خرايه او پر سر يې ويني را بهېدې.پدې وخت کي سلماني پوښتنه ځيني وکړه:څو وروڼه ياست؟
سړي جواب ور کړ: که ستا د چړې څخه ژوندی پاته سوم نو درې وروڼه يو.
اسم پر دوه ډوله دئ لکه عام اسم او خاص اسم
١- عام اسم:
هغه اسم ته وايي چي د هغه جنس د ټولو غړو نوم وي لکه مېز، کتاب، هلک، ښځه، ښار،قلم، غوا او نور.
٢- خاص اسم:
هغه اسم ته ويل کيږي چي دهغه په ډول بل نه وي.لکه احمد، کابل، مالمو، حليمه، جرمنی،لمر او نور.
٣- تمرين: په لاندي جملو کي عام او خاص اسمونه پيدا کئ او بيا يې د جوابو د پاڼي سره وګورئ:
کله چي احمد شاه بابا دهندوستان تر سفر وروسته د خپل لښکر سره بيرته د کندهار خوا ته را رهي سو، د کندهار ښار ته نيژدې يې د شپې د تېرېدو تياري ونيول. يو عسکر په تېښته کور ته ولاړ.
اسم د شمېر د مخي يا مفرد( يو ) وي او يا جمع ( ډېر ).
مفرد يعني يو لکه قلم، کاغذ، مېز، سړی او نور.
جمع يعني ډېر لکه قلمان، کاغذونه، مېزونه، سړيان، يا سړي او نور.
١- په لاندي جملو کي لومړی اسمونه پيدا کئ او بيا يې جمعي وليکئ:
يوه غله د يوه سړي د کور دېوال سوری کړ او کور ته ننوت. د کور خاوند پر را ويښ سو. غل وبېرېدئ او ويې غوښتل چي ددېوال تر سوري ووزي.د کور خاوند تر پښه ونيوئ. غله ناره کړه: وروره! دا پښه مي خوږيږي ، هغه بله پښه مي ونيسه، دکور خاوند د غله پښه ايله کړه، غل ځني وتښتېد.
اسم د حالت له مخي يا فاعل وي يا مفعول:
فاعل subjekt:
فاعل هغه څوک ياشی دئ چي يو کار کار کوي يعني فعل يا کار دده له خوا اجرا کيږي لکه:
احمد ښوونځي ته ولاړ.
په لوړه جمله کي احمد فاعل دئ.
مفعول objekt :
مفعول هغه څوک دئ چي د فاعل فعل يا کار پر اجرا کيږي لکه:
زمرک سدو ته وويل.
په لوړه جمله کي سدو مفعول دئ ځکه چي د ويلو فعل پر اجرا کيږي.
يو بل مثال يې لکه: ښوونکي زده کووني ته وويل.
پدې جمله کي ښوونکئ فاعل او زده کوونکئ مفعول دئ.
٥- تمرين: په لاندي جملو کي فاعل او مفعول پيدا کئ او بيا يې دجوابو د پاڼي سره وګورئ.
خوشال انځرګل ته وويل ، د جمعې په ورځ به موږ احمد ووينو.احمد يو ډېر ښه ټيلويزيون لري، موږ به په هغه ټيلويزيون کي د فټبال لوبه وګورو.بيا به موږ د احمد دپلار سره خبري وکړو.

اسم د جنس د مخي درې ډوله دئ لکه:
مونث (ښځه) : لکه غوا، پښه، پياله، انا او نور.
مذکر ( نر ) : لکه نيکه، پلار، ورور، توتي او نور.
مستوي جنس: چي دواړو نر او ښځي ته يو ډول راځي لکه مېږی،شپږه، کيکه، مچ ، غوماشه او نور.
ضمير pronomen
ضمير هغه کلمه ده چي د اسم يا نوم پر ځای راځي لکه:
زه موږ
ته تاسي
دی،دا، دغه دوی
زما زموږ
ستا ستاسي
دده، ددې ددوی
ددغه ددغو
او نور. په لاندي جملو کي د ضميرو مثالونه وګورئ، تر هر ضمير لاندي خط کش سوئ دئ :
دې لوست زده کړ.
زه ستوکهولم ته ولاړم.
ما دده سره خبري وکړې.
ته ولي نه وې راغلئ.
٦- تمرين: په لاندي جملو کي ضميرونه پيدا کئ او بيا يې د جوالو د پاڼي سره وګورئ:
ده ددوی سره خبري کولې چي ددې ورور راغئ. ما ددې کتابونه وروړه.
تا ولي دوی ته خبر ور کړ چي زما قلم ورک سو.
ضمير دغه درې حالته لري لکه:
متکلم förste person
مخاطب andre person
غايب tredje person
متکلم هغه څوک دئ چي خبري کوي لکه:
زه کور ته ځم. دلته ( زه ) متکلم دئ.
موږ کور ته ځو. دلته ( موږ ) متکلم دئ.
مخاطب هغه څوک دئ چي متکلم خبري ورته کوي لکه:
ته کور ته ولاړ سه. دلته ( ته ) مخاطب دئ.
تاسي کور ته ولاړ سئ. دلته ( تاسي ) مخاطب دئ.
غايب هغه څوک دئ چي متکلم د مخاطب سره دده په باره کي خبري کوي لکه:
دی کور ته ځي. دلته ( دی ) غايب دئ.
دا کور ته ځي. دلته ( دا ) غايب دئ.
دغه راوړه. دلته ( دغه ) غايب دئ.
دوی کور ته ځي. دلته ( دوی ) غايب.
متکلم، مخاطب او غايب واحد او جمع لري لکه:
د متکلم مفرد زه، ما
د متکلم جمع موږ
د مخاطب مفرد ته، تا
د مخاطب جمع تاسي
د غايب مفرد دی، دا، دغه
د غايب جمع دوی
٧- تمرين:
په لاندي جملو متکلم، محاطب او غايب ضميرونه پيدا کئ:
تاسي ددې په باره کي دده سره حبري نړي دي.
دوی ماته کتاب را کړ.
ما لا خپل لوست نه وو خلاص کړئ چي دوی راغله.
تا چي زموږ سره خبري وکړې دوی راغله.
هغې چي تاسي وليدلاست ډېره خوشاله سوه.
صفت subjekt
صفت هغه کلمه ده چي پر اسم تاثير کوي لکه:
جګ سړی، توره غوا، زوړ کتاب، کوچنی هلک، ښه مېوه او نور.
دلته جګ، توره، زوړ، کوچنی، او ښه صفتونه دي.
٨- تمرين :
په لاندي جملو کي صفتونه پيدا کئ:
احمد ښه زده کوونکئ دئ.
زموږ کور په هغه سره تعمير کي دئ.
احمد چي راغئ د ځانه سره يې يو ښکلئ بايسکل راوست.
پدې لوی ښار کي د برېښنا جګي پايې سته.
فعل verb
فعل هغه کلمه ده چي ديوه کار کول ښکاره کوي لکه:
ځم، خورو، لکې، راوړئ، ګوري، خاندي او داسي نور.
٩- تمرين:
پدې لاندي جملو کي فعلونه پيدا کئ:
ميرويس د ښوونځي څخه راځي. پر لاري د احمد ورور ور سره ملګرئ کيږي. بيا نو د کتاب خرڅوونکي ددکان څخه کتابونه را اخلي.کله چي يې کتابونه راوړه بيا نو دخپل ښوونکي سره خبري کوي.
مصدر infinitiv : مصدر هغه کلمه ده چي د هغه څخه د فعل مختليف حالتونه جوړيږي او د مصدر په اخر کي (ل) وي لکه:
ليکل، کتل، ښکاره کول، ښکاره کېدل، ځغستل، پرېکېدل او نور.دلته به يو مثال راوړو چي څرنګه د خوړل د مصدر څخه د فعل نور حالتونه جوړيږي
مثال: خوړل
خورم و مي خوړ خوړلئ مي دئ خوړلئ مي وو وبه يې خورم
خورو و مو خوړ خوړلئ مو دئ خوړلئ مو وو و به يې خورو
خورې و دي خوړ خوړلئ دي دئ خوړلئ دي وو وبه يې خورې
خورئ و مو خوړ خوړلئ مو دئ خوړلئ مو وو وبه يې خورئ
خوري و يې خوړ خوړلئ يې دئ خوړلئ يې وو وبه يې خوري

د فعل يا کارکولوڅخه وخت هم ښکاره کيږي لکه حال (اوس)، ماضي(تېره زمانه ) او استقبال( راتلونکې ) زمانه.اوس به دلته هره زمانه ولولو:
١- حال presens: هغه زمانه (وخت) دئ چي يو کار اوس کيږي لکه:
ځم، ليکي، خورئ، وړئ او نور.
٢- ماضي يا تېره زمانه: دا هغه زمانه ده چي يو کار په تېر وخت کي سوئ وي او دا زمانه پر درې ډوله ده لکه:
الف:
مطلقه ماضي imperfekt : چي يو کار په تېره زمانه کي سوئ وي لکه:
احمد ښوونځي ته ولاړ.
تا ډوډۍ وخوړه.
زه کور ته راغلم.
موږ ښوونځي ته ولاړو.
او نور.
ب:
قريبه يا نيژدې ماضي perfekt : پدې زمانه کي يو کار اوس ته نيژدې په تېره زمانه کي سوئ وي لکه:
تا ډوډۍ خوړلې ده.
موږ کتاب راوړئ دئ.
تاسي کور ته تللي ياست.
ج:
بعيده يا ليري تېره زمانه pluskvamperfekt: چي يوکار په ليري تېره زمانه کي سوئ وي لکه:
موږ خپل کار کړئ وو.
ته کابل ته تللئ وې.
دوی راغلي وه.
دې د خپل پلار سره خبري کړي وې.
٣- راتلونکې زمانه futurum: چي يوکار په راتلونکې زمانه کي کيږي لکه:
احمد به راسي.
موږ به وخاندو.
دوی به خط وليکي.
١٠- تمرين:
په لاندي جملو کي لومړی فعلونه پيدا کئ او بيا وښياست چي په کومه زمانه کي پېښ سوئ دئ. اوبيا يې د جوابو د پاڼي سره وګورئ.
دی زما سره کابل ته ځي.
ته خپل لوست لولې.
دوی د احمد دتره سره ولاړه.
ما خپل کتاب لوستلئ دئ.
دې تاسي ته پخوا ويلي وه.
هغه به سبا د افغانستان څخه راسي.
امر imperativ: دا فعل ديوه کار د کولو امر کوي لکه:
ډوډۍ وخوره!
دلته راسه!
کور ته ولاړ سه!
کتاب ووايه!
متعدي او لازمي فعل:
متعدي فعل transitiv verb : هغه فعل ته ويل کيږي چي فاعل او مفعول دواړه ولري لکه:
ماتول، پرې کول، بيدول، ايسته کول، خوړل او نور.
احمد قلم مات کړ. په دغه جمله کي( احمد ) فاعل،( قلم ) مفعول او (مات کړ )متعدي فعل دئ چي د ماتول مصدر څخه جوړ سوئ دئ.
لازمي فعل intransitiv verb: هغه فعل ته ويل کيږي چي مفعول لري او په جمله کي د فاعل و ښکاره کولو ته ضرورت نه وي لکه:
ماتېدل، پرې کېدل، ايسته کېدل، بيدېدل او نور.
مثال:
قلم مات سو. دلته (قلم) مفعول دئ او مات سو لازمي فعل دئ. پدې کي شک نه سته چي د( ماتېدل ) فعل يو فاعل لري مګر دلته په جمله کي نه دئ راغلئ.
١١- تمرين:
د( غوځارول )د متعدي فعل او د( غوځارېدل ) دلازمي فعل د مصدر څخه د فعل نور حالتونه جوړ کړئ او بيا يې د جوابو د پاڼي سره وګورئ.
قيد adverb
قيد هغه کلمه ده چي پر اسم، صفت او بل قيد باندي تاثير وکي لکه په لاندي جملو کي:
سدو په خندا راغئ.
په لوړه جمله کي ( په خندا ) قيد دئ ځکه چي د راغئ پر فعل يې تاثير کړئ دئ.
دده کور په هغه ډېر جګ تعمير کي دئ.
په لوړه جمله کي ( ډېر ) قيد دئ ځکه چي د( جګ ) پر صفت يې تاثير کړئ دئ.
زمرک ډېر ژر راغئ.
په لوړه جمله کي ( ډېر ) قيد دئ ځکه چي د( ژر ) پر قيد يې چي د( راغئ ) د فعل د پاره قيد دئ، تاثير کړئ دئ.
د وصل توري konjunktioner
دا هغه توري دي چي دوه اسمونه يا دوې جملې سره مښلوي لکه په لاندي جملو کي:
احمد او محمود راغله.
ده وويل چي دی ناروغه دئ.
دی راغئ مګر دوی را نه غله.
که څه هم ته په کور کي نه وې زه راغلم.
دی به در سي که ته غواړې.
دی يا دا به موټر وچلوي.
هر څومره چي مي درته وويل غوږ دي ونه نيوئ.
احمد رانه غئ لکه چي نا جوړه وو.
په لوړو جملو کي ( او، چي، مګر، که څه هم، که، يا، هر څومره چي، لکه چي ) د وصل توري دي.
د ربط توري preposition
د ربط توري د اسم يا ضمير سره يو ځای راځي او د اسم يا ضمير رابطه دد فعل سره ښيي لکه:
احمد محمود ته وويل.
ما په ښوونځي کي لوست ووايه.
په لوړو جملو کي ( ته، په ) د ربط توري دي.
د ربط نور توري لکه: ( پر، تر، له، سره، څخه، و، د، پوري، باندي، په...کښي، د...څخه اونور).
د پښتوژبي لنډګرامر پاتي به ډېر ژرخپورشـی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more