د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

خواږه او ترخه

Azad Nazer
16.02.2004

٠دپښتو ژبې ټولواصيلو شاعرا نواو ليکوالانو په غافل خوب ويدو پښتنو باندی انتقاد کړې اوپښتانه يې هغه څه ته بللي ددی دراتلونکي ژونداو نسل لپاره ګټور وو٠هسې خو دهريوه په ليکنه کې دپښتنودژوند فلسفه نغښتې ده خو دوخت اووسايلو په نه درلودوبه څوغوره شوي شاعران او ليکوالان دموضوع سره جوړۀ کړم ٠ دپښتوژبې دغو قلمدارو مخکښوداسې کومه موضوع او مسله له پامه نه ده غورځولې چې هغه دپښتنې ټولنې سره تړلې وه ٠ دپښتنو دستانې سربېره يې هغو ستونځو او نيمګړتياوته هم ګوته نيولې چې دپښتنو دغفلت او لټۍ له کبله ددوی د وروسته والي ، بې سرنويشتۍ او بد بختۍ سبب شوي دي ٠ دستر خوشحال خان او داوسنۍ زمانې دپښتوژبې يوځلانده ستورې ښاغلې رښتين صېب هم دپښتنو څخه ګيلې کړي ٠ دخوشحال خان خټک له دې شعره چې وايي :

چې هرڅو يې جوړومه نه جوړيږي *********** پښتا نه دي دکږو کاڼو دېوال

دغه شعرکه سړې دپښتنو د پخوا ،اوس اوراتلونکي ژوندسره اوږه په اوږه کړي نو رښتيا چې دغه ستر شخصيت دخپل قام ديوالي او ملي اګاهۍ لپاره کوښښ کړی خو متاسفانه چې کوم ځای يې نه دې نيولې اويوازې يې په هيلوسود کړې اوبس ٠ خوشحال خان کوښښ کړې چې دخپلو خټکو ټبر ځان ته راوبلي نو وايي :

دخوشحال سره که کښيني يو څوکاله ************ دادغره خټک به واړه شاعران شي

ګل پاچاالفت نه يواځی تکړه شاعر دې بلکه دپښتو نثريو خوږژبې ليکوال هم دې ٠ که زه ددوی د شعرونو تفسير وليکم نوښه پوهېږم چې پاڼې به پرې ډکې کړم خو دلته به يې يو څو شعرونه رانقل کړم چې که پښتانه يې ولولي اوپرې پوه شي چې زمونږ ليکوال اوشاعران دخپل ټبر په لاس راپيدا شوو بدبختيوڅخه څومره لاله هانده وو٠ سړې بايد په ډاګه اوزغړده ووايي چې دپښتنو ځينې مشران داسې کارونه کوي چې دده دخپل وجود لپاره بې ګټی دي خو پرې پوهيږي هم نه اوکه چېرې کوم پوه او دفکر څښتن راوټوکيږي او دکوم مشر پام دونې هغه ښاخ ته واړوي چې دې پرې ناست دې اوبېخ يې ورته أره کوي نوترهغه يې په خبره پيا ز هم نه جووي تر څو چې دښاخ سره يوځای په ځمکه نه وي غورځېدلې او کوم هډ يې نه وي مات شوې ٠
حقيقت خو دادې چې دپښتنو سترو ليکوالانو اوشاعرانو دپښتنو څخه شکايتونه کړي ، هغوی ته يې په وخت دزيان خبردارې ورکړې خوڅوک وو چې په خپلو ټولنيزو ګټو وپوهيږي ٠دا خو لاڅه کوې چې تراوسه دا سې شواهد هم د ګوتو په شما ر دي چې پښتنو دی ګواکی دکوم پښتون ليکوال ، مبارز او شاعر قدر کړې وي ٠ دبېلګې په توګه دپښتنو زړورمبارزاو حقيقي روحاني لارښود لا قبر نه دې معلوم اوددوی داصلي دوښمن او دمغولو ګوډاګي ، اخوند دروېزه ته په شرک ګناهګار شوي ٠ بابربه نن هيڅ مشهور نه وای که پښتنو ورته پښتون باچا نه وو را پرځولې ، او بابر غوندی ترکومغول به هيڅکله باچا شوې نه وو که پښتون لودي باچا پښتانه دبا بر لمنې ته نه وای غورځولي ٠

زه حقيقي شاعران او ليکوالان دخدای وليان ګڼم اودپښتنو په شاعرانو اوليکوالانو ځکه وياړم چې هغوی نه يوازې د تلپاتې مفکورې خاوندان وو بلکه دپښتنوزړور مبارزين وواو دنورو ژبو دشاعرانو غوندې د ځاني جاهو جلال پروا يې نه ده کړې او نه يې کتابونه په (( شاه نامو )) او (( ايازنامو )) ډک کړي ٠ هررښتيني پښتون شاعر انتقادي اوحق ويونکې دې اودخپل اولس په غم سوې ٠ يو درباري شاعر به داولس بدبختۍ څه وويني چې دخپل اولس په منځ کي نه اوسيږي ؟
راځۍ چې ګل پاچا الفت پښتنو ته څه ويلي :

باغ وبڼ يې بې بلبل بې عندليبه **************** رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی **************** کوريې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه
چې رښتين خادم يې وينم بېنوا دي ************** پښتون ژبه ده په ژبوکی غريبه

همدارنګه پوهاند رښتين په دې پوهيږي چې پښتانه دڅه علت په اثر دومره دغفلت په ډوب خوب ويده شوي چې پېړۍ پرې واوښتې خو دوی را بېدار نه شول ٠ نوموړې دخپلی ژبې دخدمت لپاره ويښ پاتی کيږي او کوښښ کوي چې دغه ويده اوددنيا اوځانه ناخبره پښتانه راويښ کړي٠ ددې خبرې ثبوت دهغه پخپل شعر کی موندﻻی شو چې وايي :

که مې دا خدمت پښتو لره په کارشي *************** پښتانه پرې هم له خوبه رابيدارشي

په همدغه فکر او هيله ښاغلې بېنواصېب په دې پوهيږي چې پښانه له ازله داسې نه ووبلکه ددوی د وروسته پاتی کيدو اوغفلت علتونه شته ٠
دا به سمه نه وي که څوک د پښتنو کمزوريانې ازلي وګڼي ٠خودابه دپښتنوپه ګټه وي که زمونږ پښتانه ليکوالان او شاعران هغه اسباب ولټوي چې پښتانه پرې هرومرو رابيداريږي اودغه اسباب يقينن په (( شابسي )) کی نه موندل کيږي بلکه پښتنو ته دهغوی د غلطيوپه ګوته کولو کی ، هغوی ته په مخامخ ويلو کی او هغوی ته په سمه او ساده ښوونه کی ٠عبدالروف بېنوا دپښتو ژبې هغه نوميالې شاعر دې چې دپښتون په ژوند کړيږي
راشۍ چې بېنوا صېب څه ويلي :

نه دروغ نه ټيټالونه *********** نه دورورسره جنګونه
خپل يې فکر خپل دماغ وو *********** خپله خونه خپل څراغ و
نه پرې نوم دبې ننګۍ و ********** نه پرې داغ دغلامۍ و
هره خواته خوشحالي وه ********** دپښتون پښتونولي وه
نه پوهېږم چې څه وشو ********** څه بلا په کوردده شوه
يوه توره تياره راغله ********* سپينه ورځ يې لکه شپه شوه
نفاق راغې دده کورته ********* شووحدت لمنځه پورته
رنګ دوينو يې بدل شو ********* شوروان دفنا لورته
يوبدن ټوټې ټوټې شو ********** هريو هډ زرې شو
وطن خپل اختيار دبل شو ********** قوت خپل په کار دبل شو
خپله ژبه خپله خوله کی *********** پری جاري ګفتا ر دبل شو
باندی وشول ډېر ظلمونه *********** هم هزاررنګ ستمونه
اوس دمړه په شان بې ځانه ********** ناخبر دي له جهانه
نه يې پوهه نه يې کارشته ********** هرڅه غواړي له اسمانه

تش خپل نوم ورباندی باردې ********* داپښتون دا يې روزګار دې

دافغانانو ازاد نظر
____________________________________
چې لومړې خپل ځان ونه پېژنم بل به څنګه وپېژنم ؟


Azad Nazer
06.03.2004

د (( خوږواوترخو )) دسرليک لاندی به دپښتو ژبې د مشهورو لهجو په هکله نن ستاسو دلوست دڅکا لپاره ستاسوراتګ ته دلهجوي لغاتونو خوږې وڅکې اودجملوسپينې پټاسۍ شيندم اوکه کومه پټاسه دچا په تندي ولګېده نوداوس نه دې داسې وانګيري چې مابه له قصده نه وي کړي ٠
ډېرځلې مې اورېدلي چې وايي ، فلانې سړې لنډاکه دې ، ګزاره ورسره پکارده ، اودهغوی نه يوزه يم ،خو ستاسو ليکنو ته چې ګورم نوزړه می ډاده دې چې دسړې سينې پښتانه ډېردي ، په اندکه شي سر نه خوږوي ٠ تاسو خودې ووبښه ، دادلهجو خبره به را ميدان ته کم که څوک پکې لاندې باندې کيي نو هم خوښې خپله او که منږ ته غوږ نيسي هم خودې دی وسه خه وکي ٠
زۀ ، زه به دهرچا پېخې درته وکم خو دمې ته به مې پرېږدۍ چې يووار نسوار وته واچوم نو بيا ښې پېخې کوم ٠ هه ، که چا راته ووېل چې دا دکم ځي جبه ده نو قسم دې چې دا دپولی مټک نسوار چې په دې بل کدوګي کی مې ساتلي، ورکومې :
(( موحبه هرچي ناره کدم ، سټېشه خپ انداخت به ما نيګا م نه کد ))
دامې يو کنړي ته وويل ، ماوېل ځنې خلک په کنړ کی دسې خبرې کۍ ٠ هغه وېل نه غوچې ، دسې خبرې په جلال اباد اولغمان کې خلک کۍ ٠
ماوېل ښه نو چې ته دهرڅه نه خبر يې نووايه دا څه شې دې ،وادې ورېده؟
(( تېرتيتون په تېره تيږه ټېل خروب شوي ))
خودې مې دې غاړه نه بندۍ خو کېدې شي چې د جنوبي والو جبه يي٠بس په دې مې نور ونه چېړه اومخه خه می وسه وکله ٠
که شينوارې دې نه پېژانده نو په دې بې پېژنې چې په خبرو کی به ((خولا)) او (( دوربابا)) ډېر يادوي ٠او که غواړې چې کوچې وپېژنې نو (( ژ)) به په ((ځ )) درته وايي لکه ( ځرنده ، وريځې ، پېزاندل )
که سړې په پښتو خبروکی د هر ځای لهجې ته ځير شي نوترټولو ښه خوندد هغه چا خبرې کوي چې په کليو او بانډوکی اوسيږي ٠ هغوی لهجوي توري په طبيعي ډول داسې ادا کوي چې سړي ته ان دهغوی بدرد هم په زړه پورې برېښي او په سړي ښه لګيږي ٠ دکليوالو خلکو ساده ژوندوي او خبرې يې سوچه اوتشبهات يې سارې نه لري ٠ باور وکړۍ چې ما داسې کليوالواو يا به ووايم ((اولسي شاعرانو سره )) لکه ياد-دې په خېر وي ، اولخان کاکا سره ، خبرې کړي او هغه به چې پخپل شعر او ټوکو ټکالو کې کوم خالص طبيعيت انځوراوه ، زما دتعليم سره سره ، دهغه په زړه راښکونکي هنرهک پک وم چې دغه دخدای ولي چې نه يوه ورځ ښوونځۍ ته تللې اونه کومې مدرسې ته ، په خپلو تشبهاتو کې څومره غښتلې دې ٠باوروکړۍ چې ما به دهغه تشبهات او خيالونه دځان سره وليکل او بيا به مې کوشش کاوه چې غلطي پکی ومومم مګر هغه به هرڅه داسې سره پيوند کړي وو لکه خټه اوګټه اوما هيڅکله ونه شو کړای چې نيوکې پری وکړم ٠
هرڅوک دتېر وخت ارمان کوي او هغه يادوي ، زه هم په ودونو کی دﻻلو استاذ ډول ، داولخان ماما نغاره اوشعرونه ، دسدو ټوکې ، دياخان دملۍ اود اودﻻتي هارمونيه نه هېروم٠
په پښتو لهجو کی دکندهار ، پکتيا ، ننګرهار ، لغمان ، کنړ ، غزني ، وردګ ، شينواري افريدي او پېښور لهجې مشهورې دي ٠ ځينې وخت سړې داسې اولسي سندرې اوري چې له هره پلوه زړه راښکونکې اوروح تازه کوونکې وي لکه دغه لاندې کندهاري سندره:

سترګې راپورته که اشنايه مازيګر دۍ
ناوخته سو سبا به راسم
يااجازه وکه چې ځم پر ولېدو لمر دۍ
دورځې په روڼا به راسم

***************
که ژوند باکي ووسبا بيا راځم وتاته
نن دی ځواني ده که رخصت راکې وماته
که مې بادارپه روی دزړه په حال خبر دۍ
چاره نه لرم بيا به راسم
****************
پرتاپسې مې ياره پشې سولې تڼاکې

بس ده داستا په لمن کړه اوشکې راپاکې
ديارۍ راز به پټ ساتو دايې هنر دۍ
مجبوره يم په غلا به راسم
****************

کله به وکړم شکرخوب په سپين مړوند ستا
ژاړم سيد اودل خالک يم نظربندستا
دمازيګرموسم کوم دادچکر دۍ
سبا ماپشين کزابه راسم

ددې په هيله چې يوبل سره وپېژنو اوديوبل په خوندورو لهجو پوه شو، تر بله وخته پورې دخدا ی په امان

ازاد نظر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more