د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

مشوره راكړئ:: اوس دا كمپيوټر واخلم او كه نه؟

مسلم جان
02.09.2009

له يوې سرګردانۍ سره مخامخ يم نه پوهيږم چې څه وکړم؟ يو كمپيوټر دى سي پي يو (CPU) يې پينټيوم فور ده او مونيټور يې پينټيوم تري دى، ماوس كيبورډ او سيډي روم يې بيا بيرته پينټيوم فور دي، اوس مشوره راكړئ چې وايې خلم او كه نه، دتخنيكي لحاظه خو به دا تضادونه كوم تاوان نه لري؟

تاسو مشوره راكړئ چې څه وکړم؟..


زبير ساپى
03.09.2009

مسلم جانه وروره!
ټوکي کوي که څنګه؟ په مونيټرانو کښي پينتيوم فور او تري نه راځي.نه په سي ډي روم کښي پينتوم فور او ترې راځي.زما مشوره درته داده چي بليک ډيل واخله هغه ډير خوندور کار کوي. ډيل مونيتر هم ورسره خرڅيږي.


naimtullah
04.09.2009

ورورجانه هسې ځان مه سرګردانه کوه ، په منيټور کې پينټيم نشته، خو ته که دا ووايې چي ته څه پوه شوي چې د دي کمپيوټر پينټيم ٣ ده؟
او تاته مې مشوره دا ده چې مونږ کولاى شو د کمپيوټر پينټيم بدل کرو ، يعني خپل کمپيوټر لوړ کړو .
خو که ته پينټم ٤ کمپيوټر اخلي د هغه سپيډ بايد تر 1000Mhz زيات وي هسې نه چې په ليکلو يې خطا شي.
د زبير ورور خبره سمه ده چي په سي ډي او نورو پرزو کي هم پينټميونه نه راځي .


صديق اکرمان
04.09.2009

ښاغلي نعمت الله خانه!
بعد له ډيره وخت را معلوم شوي.مخکي به دي کله کله ليکنې کولي خو اوس دي درک نه وي.هيله ده په نورو ليکنو مو ونازوي.


احمدبلال
04.09.2009

مسلم جانه وروره !

والله چی ټوکی دی ډیر خوند وکه.


زبير ساپى
04.09.2009

مسلم جان!
ټوکه خو دي خوندوره وه.خو غوره دا وه چي دا دي د ټوکو په برخه کښي ليکلې واى.خوندوره خو په دي هم وه چي زه دي هم خطا کړم ما ګومان کاوو چي رښتيا مشوره غواړي.


مسلم جان
04.09.2009

[quote:3ddb12a583="ahmad bilal"]مسلم جانه وروره !

والله چی ټوکی دی ډیر خوند وکه.[/quote:3ddb12a583]

اۍ چې ايله ستا سر ورباندې خلاص شو
وايم ahmad bilal صيب دځيرك دې بلا وركه وي

ښه شوه زبير جان او نعمت جان پام دې يې ورته راواړوه كه نه دوى ته خو زه په مړه خيټه بي سواده معرفي شوى وم نو درګرده په دلايلو يې ثابتوله چې په مونيټور كې پنټيم نه راځي.

دټوكو په فورم كې يې دومره كيف نه كاوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more